• مجموعي کتنې: 100528

ملي اصلاح؛ د اسلامي نهضت د دويم نسل کرښه!

213 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

ملي اصلاح؛ د اسلامي نهضت د دويم نسل کرښه!

وحيدالله مصلح

د کرزي د واکمنۍ لومړي کلونه وو، په جمعيت اصلاح کې زمونږ نشراتي ملګرو جيبي جنتري چاپ کړې وه، په جنتري کې يې د افغانستان د اسلامي نهضت سلسله د کابل پوهنتون د استادانو هستې ته رسولې وه، څه نور ټکي هم وو، زه چې د اسلامي نهضت په بنسټَونه کې د جوانان مسلمان د ميداني او انقلابي کار پيل ته قانع وم، پر دغه هر څه راضي نه وم، نور ملګري هم خفه وو. له پېښوره جلال اباد ته روان وو، زما ګران ملګری ډاکټر سيد خالد راشد هم راسره وو، په لاره مو پر دې موضوع ډېر بحث وکړ او بيا ما پر دا هر څه تنقيدي ليکنه وکړه، بله ورځ چې د اصلاح اونيزه راغله نو ليکنې د اصلاح اخبار يو مخ نيولی وو، دا زما لومړۍ ليکنه وه او زه په کې مستعار ډاکټر ميوند دريځ وم، په دې نوم او دې جذبه مې تر اوسه استاد احمد ضيا رحيمزی سکونډي.

د ليکنې پيل مې له همدې برخورد او کشمکش نه وشو، او زه په دې باور يم چې ليکنه په کشمکشونو کې ژوندۍ کېږي، کله چې برخوردونه نه وي، نو ليکنې د ژوند له عملي ډګرونو د فلسفو سمڅو ته ځي او بيا چې هلته خاص ذوقونه خړوبېږي نو عام وګړي همداسې بې مضمونه او بې خطابه پاتېږي، دغسې بې مضموني پای لويه عقلي بېسوادي رامنځته کوي، دا د منطق خلا بشر په نه زغم او تعدي اخته کوي، او فاجعې زېږوي.

ما چې له ملي اصلاح اونيزې سره د يوې نيمې لسيزې ليکنۍ ملګرتيا کړې، نن يې وروستۍ ګڼې ته ليکم، نن د اسلامي ويښتابه د يو رسنيز نماد پر مخ پرده غوړېږي او نن يوه لويه رسنۍ زمونږ له سترګو غايبېږي. زه نن دلته د خپل ملال زړګي غوټه پرانېزم، زه غواړم د يو اسلامي جريان د هويتي رسنۍ په وروستۍ ګڼه کې  نن لږ سپين وليکم او لږ تېز وليکم...

په دې ليکنه کې زه غواړم ووايم چې جمعيت اصلاح د اسلامي نهضت د ميراث لويه برخه او تسلسل دی، او دا چې جمعيت اصلاح د اسلامي اصالت په ساتلو سره د اوسني عصر پر غوښتنو پوره او يو سمونپال جريان دی، او په دې جريان کې ملي اصلاح اونيزې د اسلامي ويښتابه د يوې ژوندۍ رسنۍ په توګه کار کړی، نو د دې لپاره اړينه ده چې لومړی د اسلامي نهضت او تنظيمي جوړښتونو يو لنډ جاج واخلو، او بيا جمعيت اصلاح او ملي اصلاح اونيزه بحث کړو.

اسلامي نهضت؛ ارزښتي ارزونه!

کابل چې د چپي فکر په شر کې د هويت کوم تغير ته مخه کړې وه، او هلته چې د کابل پوهنتون له مجموعي عقل سره دا مجادله په چپي ګټه کې روانه وه، په دې نظرياتي جدل کې يوازې مائويزم او شوروي کمونېزم د خبرې او دريځ مالکان وو. په دې کشمکش کې ملتپاله ځکه حسابي نه وو چې هغوی نظرياتي کمی درلود، هغوی خو د تاريخ، ژبې او قوم په نوم سياست کې خپله مجبور وو چې د سياست او اقتصاد لپاره د امپريالېزم او کمونېزم په منځ کې يو انتخاب کړي او يا يې ګډوله راواخلي.

کله چې خبره په کابل کې له کمونېزم سره د هويتي ټکر تاريخ ته رسېږي نو بيا هلته د اسلامي نهضت سرشاره مبارزه او برخورد د هېواد د هويتي کشمکش يو لوی تاريخ دی. په افغانستان کې اسلامي نهضت اصلاً د کمونېزم په وړاندې يو غبرګون وو، دغه غبرګون په تدريجي ډول پر يوه منظم نظرياتي جريان واوښت، پيل او تمرکز يې پر نخبه وګړو وو او د کابل او ننګرهار پوهنتوني چاپېريالونه او د هېواد مدرسې، لېسې او علمي مرکزونه يې د نفوذ ساحې وې.

دلته زمونږ د بحث موضوع دا نه ده چې د اسلامي نهضت بنسټ چا ايښې، استاد عبدالرحيم نيازي مرحوم که استاد غلام محمد نيازي شهيد؟ دلته مهمه دا ده چې ووايو، د نهضت په اړه د بېلابېلو نظرونو سره سره د نهضت په نوم دواړه هستې په لنډو واټنونو کې رامنځته شوي او د دواړو دعوو فکري سرچينې يو شان وې. په ټوله کې اسلامي نهضت غوښتل چې د يوه منظم جمعي فعاليت له لارې له يوې خوا کمونېزم څيري کړي او له بلې خوا بيا د همدې ټولنيز کار په پای کې اسلام د واک څوکو ته ورسوي.

اسلامي نهضت ډېر زر د يوه پياوړي نظرياتي قوت په توګه مطرح شو. اسلامي نهضت مړڅپن نه وو، يو بيداره ټولی وو چې په هره نظرياتي مناظره کې به يې منطق درلود او چپي فلسفيان به يې غوټ ماتول.  په هر لاريون کې به يې د جذبو په شور کې مخالف غږونه ورکېدل، او دوی نه يوازې له خلق او پرچمه ګټله بلکه د کابل پوهنتون اصلي نظرياتي ثقل يې هم مات کړ، او پای کې چې کله پرچمي افيسرانو د داودخان لپاره پر محمد ظاهر شاه کودتا کوله نو جوانان مسلمان د کابل پوهنتون د اکثريت استازی نهضت وو.

د اسلامي نهضت انشعابي مخونه!

داودخان کودتا وکړه، تر کودتا وروسته يې پر اسلامي نهضت بنديزونه ولګول، په هر قدم تر څار لاندې وو، زندانونو ته ولېږدول شول او پای د داوودخان د رژيم پرچمي واکدارانو په خشم او غضب کې د نهضت کدرونه مجبور شول چې پاکستان ته لاړ شي.

وروسته بيا نهضت انشعاب وکړ، او دا انشعاب همداسې نور هم خپور شو، په پاکستان کې د اسلامي نهضت ترجمان تنظيمونه حزب اسلامي، جمعيت اسلامي او اتحاد اسلامي وو. د مرحوم مولوي صاحب محمد يونس خالص او مرحوم مولوي صاحب محمد نبي محمدي تنظيمونه په سنتي هويت کې پاتې شول او د مرحوم پير صاحب او مجددي صاحب تنظيمونه بيا په ملي ګرا تنظيمونو کې حسابېدل.

د تره کي له خلقي کودتا او لږ وروسته شوروي تيري سره نور پر جهادي تنظیمونو يو لوی جنګ وروتپل شو، نو ځکه خو په افغانستان کې د جهادي تنظيمونو يو لوی حقيقت دا هم دی چې دوی په حادثو کې تجربه شول، د ژوند په عادي حالاتو کې د دوی تجربه همغه د محمد ظاهر شاه د ډيموکراسۍ کلونه وو چې دوی په کې د کابل پوهنتنون اکاډيميک ماحول او فلسفي بحثونه ګټل، او هلته چې دوی په کې د مائويستانو او شوروي کمونېسټانو اکثريتي يونټ ماتاوه او پای په کې اسلامپالي د محصلينو د اتحاديې غوڅ اکثريت وو، په دې مانا چې دوی منطق درلود، مناظرې يې درلودې او دې ټولو د محصلينو رايې او قناعتونه د اسلامي نهضت پر منطق راڅرخول. وروسته چې کله د کودتاو منحوس فرهنګونه دود شول نو د سوليز کار دا تجربه زندۍ شوه او پر اسلامي نهضت هم د دعوتي او تنظيمي کار دا لنډه موده ودرېده.

اسلامي نهضت او وروسته بيا له اسلامي نهضته راټوکيدلي جهادي تنظيمونه د داودخان پر ضد د وسله والو برخوردونو نيولې بيا د نجيب تر سقوطه په عادي تنظيمي حالت کې نه وو، دوی مسلسل په يوه جنګي حالت کې وو، دغه دورې د جنګ منطق او فلسفه درلوده. هلته شورويان وو، کمونېزم وو او خلقي استبداد وو چې ازادي او سياسي تنوع يې وژلې وه او ديني ټکرونه يې رامنځته کړي وو. جهادي تنظيمونو له دوی سره په دغه ټکر کې واقع وو، دا يو تحميل شوی حالت وو او اسلامي نهضت هيڅکله دا حالت نه غوښت.

وروسته چې بيا داخلي جنګونه شول نو دلته بيا تنظيمونه په خپل بل کړي اور کې وسوځېدل، ارمانونه خاورې شول او ملت در په در شو. جهادي تنظيمونو د کابل په جنګونو کې په زوره خپل ګټه وبايلله، فاتح وو او مغلوب وجنګېدل، نور نو هغه د نهضت کيسې مفتې شوې، اسلامي نهضت په خپلو ډېرو بچيانو کې ميرات شو، د اسلامي نهضت ميراث لرونکو د نهضت انقلابي او نظرياتي نښې په خپلو جنګونو کې ورانې ړنګې کړې..

انقلاب تالا په پوله د بري شو

غلچکي اوس بدرګه د لويې لار وړي (استاد ناګار)

د اسلامي نهضت او جهادي تنظيمونو په اړه د دې سخته اړتيا ليدل کېږي چې په داخلي لحاظ نقد شي، دغه نقد بايد پر علمي پرنسېپونو او د تاريخ ليکنې پر اصولو ولاړ وي، بې پرې وي او په راتلونکي کې د اسلامي کار لپاره د تېرې پېړۍ د يوې لويې قضيې لوی درس وي.

نهضتي ځوانان؛ درې انتخابونه!

هغوی چې غواړي د اسلامي نهضت د ارمانونو لپاره کار وکړي بايد په درېو انتخابونو کې يو غوره کړي:

لومړی دا چې دوی دې د اسلامي نهضت له همغو منشعبو تنظيمي جوړښتونو سره کار وکړي، خو دوی بايد دغه جوړښتونه ډېر بې پرې تحليل کړي. دوی دې وګوري، چې د دوی تنظيمونه د اسلامي نهضت له معنويت، تربيت، فعاليت او ارمانونو سره څومره روحي او عملي نزدېوالی لري؟

دوی دې وګوري، چې ايا د دوی په تنظيمي ارمانونو او اهدافو کې همغه روڼتيا شته، اهدافو ته پاک وسايل شته، منظم او ټاکلي فعاليتونه شته او په ټولنه کې د ټولنيزې اجماع او فعاليت له لارې د اسلام د حاکميت کوم تصور شته؟

خو د دې ټولو پوښتنو او جوابونو لپاره دا اړينه ده، چې پوښتونکی دې لومړی د اسلامي نهضت مبارزاتي تاريخ او فلسفه مخې ته کېږدي، او بيا دې د يو وخت لپاره له اوسني تنظيمي کليشې راووځي، فکر دې وکړي چې هغه د محمد ظاهر شاه په شاهي کې مبارز نهضتي ځوان دی، د کابل پوهنتون په مناظرو او مظاهرو کې دی، په غازي او رحمان بابا لېسو کې دی، په پارک زرنګار کې دی، په څرخي پله زندان کې دی او د دار په تخته ولاړ دی. ځکه دا ټول موردونه د اسلامي نهضت د تاريخ لويې برخې دي... او بيا دې د خپل تنظيمي جوړښت اوسني ارمانونه، اهداف، فعاليتونه او وسايل ورسره په پوره بې طرفۍ پرتله کړي، نو که يې قضاوت د پاتې کېدو وه نو بيا دې په کې پاتې شي.

دويم: که د تحليل پايله يې دا وه چې د اسلامي نهضت او اوسني تنظيمي جوړښت د فلسفې او اهدافو تر منځ واټنونه شته او انحرافونه شته، نو بيا دې رامخې ته شي، خپله دې قدوه او رهبر شي، خلک دې ځان پسې کړي او د اسلامي نهضت ارمانونه او اهداف دې له ګردونو وڅنډي، تجديد او نوي دې کړي او سوليزه مبارزه دې بيا پيل کړي، که داسې نه شي کولای نو بيا:

درېم: ودې ګوري چې په شاوخوا کې يې د ده له تنظيمه ور اخوا بل کوم داسې جريان شته چې د اسلامي نهضت د ارمانونو حامل وي، په معنوي او روحي لحاظ د اسلامي نهضت وارث وي، د اسلامي نهضت ادبيات لري، واک ته د اسلام د رسولو په خاطر پر ټولنيز کار باور لري، د تغير پروسه لري، تربيتي برنامه لري، لګيا وي نسل روزي، او د ژوند د بېلابېلو برخو لپاره برنامه لري، دوی يوازې د خبرې خلک نه وي بلکه د کار او عمل خلک وي، دوی په ټولنه کې د شر خلک نه وي بلکه د خير خلک او منځګړي وي.

دوی بايد وګوري چې دغه کټګوري خو به په خپل صف کې انحصار او استبداد نه لري؟ د دوی شورائيت دې وګوري او د دوی للهيت دې وګوري، که چېرته پوه شول چې دغسې جريان د دوی په خوا کې شته نو بيا دې بيړه وکړي، ور دې شي او ورسره دې شي، دوه زړي کېږي دې نه، په پوره جرائت دې يې د صف عضوه شي، کومې وړې ستونزې چې په دوی کې ګوري هغه به په خپل جد او جهد اصلاح کړي او که شکونه لري نو هغه به يې د پاتېدو په صورت کې ازاله شي، که شک يې پر يقین بدل شي نو د قناعت او جلاوالي لار خو یې پر مخ خلاصه ده! په هيڅ صورت کې يې دا تعاون او دا ګډون تاواني نه دی.

نو ای د اسلامي نهضت د ارمانونو ارماني ځوانه! ته د خپل نهضتي تاريخ او اهدافو په وړاندې مسئول يې، که دې دغسې جريان وليد نو ورشه او ملا يې وتړه، ورسره ودرېږه، ته د اسلامي نهضت د دويم نسل پر فکري کرښه ولاړ يې!

جمعیت اصلاح؛ د اسلامي نهضت دويمه احيا!

نړۍ په ډېره چټکۍ تحول کوي، عصري سيالي خپلې غوښتنې لري او دا غوښتنې بيا سياسي او ټولنيز جريانونه هم متاثر کوي، همدا لامل دی چې د اسلامي حرکتونو په کار کې يوه مرحله حتماً داسې راځي چې هر نوی نسل په سليقه او د کار په سټراټيژۍ کې له مخکينيو سره اختلاف کوي، دا اختلاف د حرکت مخکينی نسل او نوی نسل په نويو پالو او زاړه پالو ويشي.

د نجيب د واکمنۍ په وروستيو کلونو کې چې کله د اسلامي نهضت بېخي ځوانو لارويانو د تر جنګ وروسته مرحلې لپاره د تنظيمونو خواره برخه کتله، او دوی چې د تنظيمونو تر منځ دغه د نه جوړجاړي او همغږۍ کرکجن واټنونه ليدل نو يې د ټولنيزې او فکري اصلاح پر يوه محور فکر وکړ، دا محور ډېر محتاط پر مخ ولاړ او بالاخره بيا د جمعيت اصلاح په اډانه کې د يوه فکري او حرکي بنسټ په توګه په افغاني ټولنه کې مطرح شو.

جمعيت اصلاح په داسې حال کې رامنځته شو چې له يوې خوا د اسلامي نهضت پر ليکه يو شمېر جهادي تنظيمونو د امريکا او ناټو په شتون کې لږ تر لږه هغه خپل تنظيمي او حرکي ادبيات پرېيښي وو، يوازې د واک سيالي وه او د فکري اصالت او هويت درک نه وو. له بلې خوا يو شمېرو يې د بهرنيو ځواکونو په مقابل کې د ايستادګۍ له چاپېرياله په کابل کې اسلامي حرکي کار هڅې بابيزه ګڼلې.

جمعيت اصلاح په همدغسې حالت کې کار پيل کړ، يوازې د تنظيمونو دغسې وران وېش نه وو، بلکه د بهرنيانو په شتون کې مو هېواد په بېلابېلو فکري او فرهنګي واردَونو کې انارشي درلوده، همدلته وو چې جمعيت اصلاح په کې د اسلامي نهضت د بلې احيا او سمونپاله جريان نقش واخېست، په دغه نقش کې جمعيت اصلاح د اسلامي نهضت د فکري امتداد په توګه حرکي کار له افراط او تفريط نه وڅانډه او حرکي کار يې د تنظيمي اډانې په معاصرو شاخصونو سنبال کړ.

جمعيت اصلاح بلا وکړه، د تنظيمونو په خرابه ماته کې يې د فکري هويت قضيه ماتې ته پرېنښوده، د فکري هويت لپاره طبعاً د دې اړتيا وه چې يو نوی بنسټ دې قضيې ته پشتي ورکړي، ځکه په بايللي اعتماد کې پخواني نور په دې حساب پوره نه ختل. جمعيت اصلاح د تنظيمونو د شاګرڅ او بهرنيانو په شور کې د فکري هويت قضيه ډېره عزتمندانه راواخېسته او دا د اسلامي حرکي کار د معاصر تاريخ تر ټولو جرائتمندانه او اصلاحي کار وو.

په همدې منظر کې څو کاله مخکې چې زما د طب پوهنځي استاد له ما سره په بحث کې توند شو نو ګواښ يې وکړ چې ګورئ زمونږ له تنظيم سره ګوزاره کوئ، له دوی سره اوس هم زنګ وهلې وسلې پرتې دي، يوازې دا هم ستاسو لپاره بس دي، او ما چې ورته جواب ووايه او بيا مې د جمعيت اصلاح پر تمدني پروسې ورسره خبره وکړه نو لږ وروسته يې راته وويل چې زما زوی په کندهار طب پوهنخي کې محصل دی او ورته ويلې مي دي چې ځان د جمعيت اصلاح په برنامو کې منسجم کړي. کله چې وايو جمعيت اصلاح د اسلامي نهضت د دويم نسل کرښه ده پر دې کرښه دغسې دويم نسل درېږي.

دغه دويم نسل به يا د اسلامي نهضت دې کرښې ته راځي او يا به په نظرياتي لټون کې پر نورو کرښو درېږي. په ننګرهار کې د يوه مطرح تنظيمي شخصيت زامنو خپل پلار ننګولی وو، د تنظيم پر جهادي تاريخ يې شامتونه ويل او د تنظيم مشرتابه يې ورته ښکنځه او پلار يې چې بيا معلومه کړه نو زامن يې د کوم قومپرسته ګوند له دريڅې سرونه راويستلي وو.

جمعيت اصلاح يو سمونپاله جريان!

جمعيت اصلاح په څو معناو سمون پالی جريان دی، جمعيت اصلاح د حرکي کار لپاره افغاني تنظيمي کليشې ماتې کړې، دلته چې تنظيمي ماحول يوازې په جنګي برخورد او نه زغم ولاړ وو، جمعيت اصلاح په کې عملاً د بېلابېلو تنظيمونو د صالحو غړيو د راټولېدو محور شو، دا بېخي نوې تجربه وه.

جمعيت اصلاح په خپل داخلي صف کې اسبتداد او انحصار سخت ځپلی دی، په جمعيت اصلاح کې يوازې د غړيو رايې دي چې مشرتابه ټاکي، دلته مشرتابه هيڅکله موروثي او انډيوالي نه دی، په دغه ريښتيني رايه کې تل د کار سړي او بوخت وګړي د غړيو اعتماد اخلي، په دې ډول له يوې خوا د استعدادونو ودې ته مجالونه پرانېستي وي، له بلې خوا د هرې مستوا مشرتابه انتخابي رامخې ته کېږي. او دا هر څه په جمعيت اصلاح کې د انحصار او استبداد د مخنيوي ضامن دي.

جمعيت اصلاح په خپلو موقفونو او برخوردونو کې تل وسطيت په پام کې نيولی، هيڅکله د افراط او تفريط ښکار شوی نه دی، جمعيت اصلاح د زغم، ګډ کار او شراکت ظرفيت لري او په ټولنه کې د روادارۍ او سوليز کار يوه عملي بېلګه ده.

جمعيت اصلاح د حرکي کار ټول معاصر چلندونه خپل کړي، د جمعيت اصلاح بېلابېلو غړيو د ژوند د بېلابېلو برخو لپاره صنفي اتحاديې جوړې کړي، د علماو مجمع، د افغانستان اسلامي طبي ټولنه، د مسلمانو ځوانانو بنسټ يا نجم، احساس خيريه ټولنه، ګهيځ د ليکوالو او ژورنالېستانو ټولنه او نور بنسټونه يې څو بېلګې دي. د جمعيت اصلاح يو شمېر غړيو د اصلاح دارلمعلمين او لېسو سلسله او همدا راز تحصيلي ادارې رامنځته کړي، او الحيات روغتون يې هم جوړ کړی.

تاسو به ګورئ چې د جمعيت اصلاح غړي په يوه وخت کې په دا ټولو برخو کې بوخت دي، کله به په طبیعي او غير طبيعي پېښو کې د هېوادوالو مرستې او خدمت ته ولاړ وي، کله به د اسلامي طبي ټولنې کارمندان په لرو لرو سيمو کې وړيا روغتيايي کمپونه لري، کله به ګورئ چې نجم خپل ځوانان د وطنيو قضيو په اړه بسيجوي، سوليز لاريونونه کوي او ځانونه تنظيموي. کله به ګورئ چې د علماو مجمع په ديني قضيو کې د ديني حميت او ملاتړ محور رامنځته کوي، کله به ګورئ چې ګهيځ ټولنه د ژورنالېزم په ډګر کې فعاله ده، او کله به ګورئ چې د جمعيت اصلاح يو شمېر غړي د سټراټيژيکو څېړنو په مرکز کې بوخت دي، او د وطن او منطقې حالات په خپلو پېچيدګيو کې تحليلوي.

جمعيت اصلاح د خوېندو د څانګې په فعالولو سره په حرکي کار کې د مېرمنو په وړاندې د مقاومت هغه يخ مات کړ چې ټولنيز جمود او سليقو رامنځته کړی وو. ښځه د افغاني ټولنې تر نيمايي ډېره برخه ده، او دا ډېره برخه د افغاني کلتور په قدغنونو کې همداسې بنديوانه راغلې، زمونږ د ټولنې په سنتي اسلامپالنه او کورنيو رواجونو دواړو کې ښځه يا د کور ده او يا د ګور. په دې ډول نو جمعيت اصلاح د ټولنې دغه نيمايي قشر ته په خپل ماحول او شرايطو کې د کار زمينې مساعدې کړې، د جمعيت اصلاح په ارادو او تصميم نيونو کې شريکې شوې، خپل جلا دارالمعلمينونه او مدرسې يې جوړې کړې، خپل دفترونه او دعوتي ساحې يې پيدا کړې، د سيرت لويې سيالۍ يې په مستقل ډول تر سره او اداره کړې او دوی حتی د جمعيت اصلاح د قرآن پوهنې په لويو لويو دورو کې شريکې شوې.

او بالاخره جمعيت اصلاح د عامه پوهاوي، اړيکو او اسلامي او ملي فکر د ودې لپاره راډيو، تلويزيون، اونيزه، بېلابېلې مياشتينۍ، وېبپاڼې، فېسبوک پاڼې، کفرانسونه، ګردي مېزونه، بروشرونه، کتابونه او نور ډېر نشرات ايجاد کړل.

دغه ټول د يوه سمونپاله جريان د حساب وړ شاخصونه دي، په دې شاخصونو کې جمعيت اصلاح د يوه سمونپاله جريان په توګه په ډېره اسانۍ د درک وړ دی.

اصلاح اونيزه؛ تاريخي شاليد!

د کډوالۍ شپې ورځې وې، مونږ څو ملګري محصلان راټول شو، بېلابېلو ځايو ته مو د څو ورځو علمي سير برابر کړ، د مهاجرينو کمپ پبو ته هم لاړو، او هلته چې د اصلاح اونيزې دفتر هم وو، تم شو، استاد عبدالفتاح جواد مونږ ته وويل چې اصلاح اونيزې ته ليکنې وکړو، او مونږ چې هر يو د ليکلو شوق درلود خو هنر مو يې لا نه درلود، په وعدو کې مو خبره همداسې تېره کړه، ريښتيا تر دې مخکې يو وار په يوه سفر کې کاله ته د بېرته راستنېدا پر مهال قدرمن استاد نصير احمد نويدي چې دا مهال مو نوی تعارف شوی وو، رانه پوښتنه وکړه چې دې ورځو کې پر څه بوخت يې؟ دغه وخت د جنرال نبي عظيمي (اردو و سياست در سه دهه اخير) کتاب نوی چاپ شوی وو او لاس په لاس کېده، ما لوستی وو او ځای ځای مې د نقد لپاره په نښه کړی وو، نو ورته مې کړل چې غواړم نقد پرې وليکم، دا چې دا مهال هم د عمر او هم د ليکوالۍ پر اساس کشر وم، استاد مې حوصله ماته نه کړه خو راته يې وويل چې پر هغه ډېر نقدونه شوي، او کېدای شي چې نورې موضوع ګانې انتخاب کړم.

جمعيت اصلاح د خپلو ټولو تمدني برنامو لپاره په بېلابېلو وختونو کې د نشر جلا جلا وسايل ايجاد کړل، په دغو وسايلو کې اصلاح اونيزه اوږد قدامت لري، اصلاح اونيزه چې مونږ لومړی ځل کتله هغه اخباري بڼه وه، منظمه چاپېده، وروسته چې کله کابل کې جمعيت اصلاح خپل دفتر پرانېست، دا چې دولتي اصلاح ورځپاڼه په خپل تاريخي قدامت چاپېده نو اصلاح اونيزې ته په دې نوم قانوني اجازه نه وه، دلته بيا مونږ والو ته دا مهمه وه چې په اونيزه کې د نوم اصالت وساتل شي، مشورې وشوې او پای له اصلاح سره ملي لفظ ونښلول شو. دغه د ملي اصلاح نوم په ټولنه کې د اسلامپالو په بېلابېلو طيفونو کې غبرګونونه درلودل، ما خپله ډېر کله دوی ته د دې پوښتنې سپيناوی کاوه چې ولې اصلاح سره ملي ټکی يو ځای شوی. د ملي ټکي پر سر دغه انتقادونه په اسلامپالو کې د روايتپالنې او سمونپالنې درزونه راښايي.

ملي اصلاح او چلوونکي يې!

د ملي اصلاح اونيزې په رسنيز تاريخ کې چې استاد عبدالفتاح جواد په کوم اخلاص او کوم غربت کې دا اونيزه پاللې دا د اسلامي حرکتونو په تاريخ کې ډېر کمسارې وي، او بيا په افغانستان او په ځانګړي ډول د کرزي د واکمنۍ په لومړيو کې چې ډېرو په کې د ژورنالېزم له مسلکه د زرو ګټه کوله استاد په کې شړۍ اغوستله خو يوه اونيزه يې پر فکر او معيارونو غني ساتله. ما ته به چې کله هم جواد صاحب د ليکنې لپاره زنګ راوواهه نو بيا به ما سره د رد مجال نه وو.

هغه مهال چې اصلاح اونيزه په کابل کې ملي اصلاح شوه، او لږه موده وروسته يې بيا اخباري بڼه، مجلې ته ورته شوه، دا مهال له اونيزې سره زمونږ د ليکني همکارۍ زرين وختونه وو، مونږ به ربعوار مجلسونه درلودل، د دې مجلسونو سرپرستي به استاد محمد نعيم جليلي کوله، استاد جواد، استاد احمد ضيا رحيمزی، محمد يونس برهان، غنچه ګل ارمان او زه به په کې ګډونوال وو، په دغو مجلسونو کې به مو د جمعيت اصلاح د رسنيو لپاره په پلانونو او سټراټيژيو غور کاوه. زه به چې له جلال اباده دې مجلس ته راتلم نو هغه شوق او هغه د نيمو شپو تاوده بحثونه زما د رسنيز ژوند د حساب وړ وختونه دي.

وروسته چې بيا جواد صاحب د جمعيت اصلاح په نورو برخو کې مصروف شو، نو بيا مولوي صاحب نقيب الله حميد له خپلو ټولو مصروفيتونو سره دغه تسلسل په خپلې ايماني او حرکي انګېزې پياوړی وساته، په دغه وخت کې ملي اصلاح ته د جمعيت اصلاح د مرکزي شوری رئيس د (از منبر جمعيت اصلاح)  له کړکۍ ليکنې پيل کړې، دا ليکنې خورا له پيغامونو او موخو ډکې وې.

په بله مرحله کې بيا استاد محمد شعيب قريشي د ملي اصلاح اونيزې مسئول مدير شو، نوموړي ډېرې هڅې وکړې چې د اونيزې څرنګوالی ښه شي. د دې لپاره ډېر مجلسونه وشول او طرحې او پلانونه شريک شول. قريشي صاحب د اسلامي حرکت د دې سترې رسنۍ وروستی مسئول مدير شو.

ملي اصلاح؛ بېسارې ځانګړنې!

کله چې مونږ وايو چې جمعيت اصلاح د اسلامي نهضت د دويم نسل حرکي محور دی نو په دې مفهوم کې بيا ملي اصلاح د دې محور لپاره د فکري روښانۍ او پراختيا يوه لويه وسيله وه، ملي اصلاح د جمعيت اصلاح د افکارو رسوونکې وه، که قافله مياشتينۍ د نخبه ګانو او جمعيت اصلاح اتصال دی نو ملي اصلاح بيا د جمعيت اصلاح او هر لوستي افغان وګړي وصلوونکې رسنۍ وه.

اصلاح اونيزه په داسې وخت کې د اسلامي نهضت دويم نسل ته د فکر رسوونکې وه، چې هغه مهال د برېښنايي رسنيو دغه ګڼه ګوڼه نه وه، مونږ به چې اصلاح اونيزه تر لاسه کړه نو هره کرښه به مو په خورا شوق لوسته او دا ځکه چې هغه مهال د رسنيو کمی وو، د کتابونو کمی وو او د فکر رسولو سختي هم وه، ځکه د طالبانو د اسلامي امارت پر مهال د رسنيو ازادي محدوده وه.

يو مهال چې د اصلاح اونيزې نه د استاد محمد مزمل اسلامي ژباړه زړونو ته لاره خپرېده نو مونږ به هرې بلې ګڼې ته په تمه وو چې دا سلسله په کې ولولو، هغه ژباړه بيا په مستقل کتاب کې چاپ شوه، اسلامي صاحب نوموړی کتاب ډېر خوږ ژباړلی وو.

د اونيزې يوه لويه ځانګړنه دا هم وه چې ډېر شمېر ليکوالان يې وروزل، د ليکوالانو دا شبکه دا مهال د جمعيت اصلاح په پر ټولو رسنيو او خواله هغو راخوره ده، د يو اسلامي جريان لپاره ډېره اړينه ده چې د فکر د رسولو لپاره ليکوالان او ويناوال تيار کړي، او په دې برخه کې ملي اصلاح ډېر سخاوتمندانه حاصل ورکړی.

اصلاح اونيزې په خپل اوږده مزله کې د پرله پسې توب يو بريالی يون کړی، په افغانستان کې چې ډېری مهال په کې رسنۍ په پروژه يي عمرونو کې لنډېږي، ملي اصلاح په کې پر خپلو محدودو سرچينو د اوږده واټن مزل وکړ، بلکه دا مزل يې په ډېر متانت، تعهد او نظريې سره وکړ، په دغه مزله کې ډېر کم داسې پېښ شوي چې اونيزه دې له خپل وخته ځنډېدلې وي.

افغانستان چې د بهرنيانو په راتلو سره يوازې د نظامي تيري لاندې نه وو، بلکه دلته ډېرو رسنيو او ګڼو وسايلو په يوه رسنيزه انارشۍ کې د فکري تيارې لپاره کار کاوه، په دې ټوله موده کې اصلاح اونيزې له خپل ديني هويت او ملي سوچ په اصالت کې د ملت پر فکري بيدارۍ تمرکز کړی وو، ملي اصلاح اونيزې په فکري روښانۍ کې د هېواد د ګڼو عالمو ليکوالانو استاد نصير احمد نويدي، دوکتور مصباح الله عبدالباقي، دوکتور فضل الهادي وزين، دوکتور عبدالباقي امين، دوکتور عبدالصبور فخري، دوکتور صفت الله قانت، استاد محمد نعيم جليلي، استاد محمد زمان مزمل، او نورو په لسګونو فاضلو ليکوالانو بې حسابه مقالې هېوادوالو ته وړاندې کړي، دې ليکنو د ځوان نسل په ذهني روڼتيا او وده کې خپل لوی نقش درلود.

ملي اصلاح اونيزې د فکري سمونې تر څنګ د هېواد په فرهنګي بډاينې کې هم خپل نقش ادا کړی، دغه اونيزه د هېواد يو له هغوی کمو رسنيو وه چې دري او پښتو ژبې دواړه يې په خپلو فرهنګي، ټولنيزو، اقتصادي او سياسي ليکنو غني کولې، دا يوازې ژبنۍ بډاينه نه وه بلکه د افغانستان په ژبنيز وېشلي منظر کې د پښتو او دري دغسې ښايسته امتزاج زمونږ د ټولنيز پيوستون يوه ښکلې هڅه وه.

ملي اصلاح اونيزه په خپله ټوله دوره کې د بهرنيانو د تيري په وړاندې يو پياوړی فرهنګي او سوليز مزاحمت وو، دا مزاحمت زمونږ د هېواد د ديني او ملي ارزښتونو ريښتينې ترجماني وه، افغانستان چې په دغه دوره کې يې ډېری رسنيو د بهرنيانو په وړاندې د سکوت او يا ملاتړ پر ځوړ مزل کاوه ملي اصلاح په کې د هېواد د خپلواکۍ روح پوکه او هېواد يې د بهرنيانو له وجوده پاک غوښته.

الوداع، ملي اصلاح!

نن چې ملي اصلاح اونيزه خپله وروستۍ ګڼه چاپوي دا د يو اصيل اسلامي او ملي فکر د حاملې رسنۍ سره د وداع سختې شېبې دي، دې اونيزې ته چې کله ما د ميوند دريځ په نوم ليکنه شروع کوله نو ما کله انګېرله چې زه به بيا د ملي اصلاح سره دومره اوږد مزل وکړم؟ دې اونيزې ته ما داسې ليکنې هم کړي چې له سترګو به مې اوښکې روانې وې او ورته ليکل به مې... له ملي اصلاح سره زمونږ اړيکه لفظونه نه شي تشرېح کولی، دا بېخي يوه روحي او ذوقي اړيکه وه.

ملي اصلاح د دعوت پر دغه اوږده لار ډېر صبرناک مزل وکړ، ملي اصلاح د دغه لار په هر پړاو کې د هدف نښې روښانې کړې او اوس چې مونږ په دغه لار ځو او دا مشال له ځان سره نه لرو، تنها ځو نو ځکه مو زړونه نري نري خوږېږي. زمونږ زړونه په دې هم ډوبيږي چې دا اړيکه وچه تنظيمي اړيکه نه وه، دا عاطفي او روحي اړيکه وه، دا اړيکه د لسيزو اړيکه وه چې واړه په کې ځوانان او ځوانان په کې زاړه شول، نو دغسې پخه ياري په داسې لاره چې مزل لا ختم نه دی او ياري په کې غوڅېږي نو زړونه مو غوڅېږي...

په هر صورت ملي اصلاح چې د کوم لوی هدف لپاره خاموشېږي دا داسې ده لکه د سبا تر سترګې مخکې چې لوی روڼ ستوری د دې لپاره خاموشېږي چې سهار راوخېژي. نو مونږ به دا مزل کوو او د مزل په يو پړاو کې به بيا اصلاح تلوېزيون يو دم راښکاره شي، زمونږ د تيارو مزل به روښانه شي او مونږ به بيا د خپلې مدعا او نظريې لپاره يو ډېر موثر رسنيز پوښښ ولرو، ان شاالله.

روان وم حوصلې مې که لوېدلې پاڅېدلې

اخر مې د همت نه مرحلې وشرمېدلې

حمزه بابا

يادونه:

نوموړې ليکنه په اپرېل ۲۰۱۸ کې د ملي اصلاح اونيزې د بندولو په مناسبت د ملي اصلاح اونېزې وروستۍ ګنې ته ليکل شوې وه، چې هلته يې فقط يوه برخه خپره شوې وه، دلته ټوله ليکنه انلاين کوو.