• مجموعي کتنې: 98942

زغم که حذف؛ موږ په کوم ميلان کې يو؟ لنډ تأثر!

313 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

زغم که حذف؛ موږ په کوم ميلان کې يو؟ لنډ تأثر!

وحيدالله مصلح

د ملي او اسلامي کرښو په پام کې نيولو سره د سياسي ليکو تنوع په افغانستان کې يوه حياتي اړتيا ده، کله چې وايو؛ په وطن کې زغم او يو د بل منلو ته اړتيا لرو نو دې لپاره ضروري ده، چې په بېلابېلو او مختلفو جريانونو کې داسې کسان وي، چې له مقابلو جريانونو سره د وصل او تماس نقطې وي، که په هر جريان کې يوازې دواتشه او انقلابي پيروان راټول وي او له نورو سره د ډيالوګ سړي او له نورو سره د ګډ کار مجالونه ونه لري نو ټولنه به په ډېر بد شکل وويشل شي، او پای به افغانان هيڅکله يو مينه ناک او سوليز ژوند تجربه نه کړي، تل به د ټکر او برخوردونو کشمکشونو کې زغلي او دا حالت مونږ دا ۴۰ کاله تجربه کړی.

موږ او د زغم پوټانشيل!
له بده مرغه د افغانستان په چپي، اسلامپاله، سکولار او ملي ګرا ټولو جريانونو کې د ګډ کار او زغم پوټانشيل په ډېر ښکته ميلان کې دى، دلته ستونزه دا ده چې هر جريان ځان بشپړ په سمه او د وطن په ګټه بولي او مقابل لوري بشپړ ناسم، وطن ضد او بهرني لاسپوڅى ګڼي.
که ژوندى مثال وکاروو، زه چې خپله په ملي مسايلو کې کوم صراحت لرم، دا صراحت زما د وسطي طبعې، قناعت او مطالعې زېږنده دى، دا د چا او کومې ډلې خاطر نه دى، خو د دې پر ځاى چې په بېلابېلو مقابلو جريانونو کې زما شناخته زما د فکر او سوچ دا خوا د ګډ مجال او راشه درشه دريڅه وګڼي، ډېرى تر نورو ډېر ما سره په جنګ او کنځلو وي، او ما ته بيا په دغسې شر کې د خپلې ټولنې پر انجام بلا افسوس راشي.

ګډکار او مهذب اختلاف!
ستونزه دا هم نه ده چې ولې مخالفت وشي، ستونزه دا ده چې د اختلاف حدونه سخت کچه وي، دا په بلا کنځلو کې خيشت خطاب او دا د ټاپو تېز رنګونه هيڅوک په سپين لباس کې نه پرېږدي، هر جريان د تور او سپين نه پرته درېم رنګ نه پېژني، خپله سپين او مقابل يې تور وي، د نه زغم او حذف انتها خو همدا ده.
مونږ د يو باثباته، کرار او سوليز افغانستان لپاره زغم، د يوبل منلو او پر ګډو ټکو راټولېدو ته اړتيا لرو. مونږ د اختلاف په مواردو کې مهذب تعامل بايد خپل کړو او د حذف او ميم زر ما ټوله زما سفسفه نوره له ژونده وباسو.