• مجموعي کتنې: 98956

د وطن خپلواکي او بلواکي؛ ملا چرته دى؟

683 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

د وطن خپلواکي او بلواکي؛ ملا چرته دى؟

وحيدالله مصلح
دا مې خپل يو قدرمن ملګري ته زما (غازي او ملا؛ د خپلواکۍ دوه مخونه!) پر ليکنې يوه کمنټ ته په ځواب کې ليکلى.
ملا هم انسان دى او زه د محض ملا ننګه نه کوم، ملا لکه بل هر انسان غوندې د خير او شر دواړو برخمن دى، لکه د بل هر انسان د تنقيد وړ دى، همغه اوه جهادي مشران چې تا ياد کړي د هغوى داخلي جګړو ته ما تل په ليکنو کې د جنايت او خيانت نه اخوا ډېر لغتونه لټولي او استعمال کړي...
خو ځېنو حقيقتونو نه به نه تېرېږو، د دې ملک شاه شجاع او ببرک کارمل ملا نه و، د دې ملک د ګندمک او ډېورنډ تړونونه ملا نه دي کړي، د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې د ډېورنډ تائيدوونکى د پنډۍ تړون هم ملا نه دى کړى، دې ملک ته انګليسان ملا نه دي راوړي، دلته شورويان ملا نه دي راوړي او دلته ناټوګان هم ملا نه دي راوړي، مانا دا چې دا خاوره چې هر ځل پر بهرنيانو خرڅه شوې نو ملا نه ده خرڅه کړې...
دلته پر ظاهرشاه کودتا ملا نه ده کړې او پر داوودخان کودتا هم ملا نه ده کړې، د شوروي اشغال محصولات تره کى، امين، ببرک او نجيب يو هم ملا نه و...
د دې ملک د ازادۍ هرې جګړې ته انګېزه او مورال ملا ورکړى، د دې هېواد د ازادۍ جګړو ته ديني مشروعيت او د غزا او جهاد رنګ ملا ورکړى او دې ټولو د ازادۍ جګړو ته ملايانو ولسونه پر ديني جذبې او انګېزې لېږلي...
کله چې پر شرقي محاذ د صالح محمد خان لښکرو ماته وخوړه، سردار خپل لاس پر تومانچه وويشت او له وزير محمدګل خان سره يې پرشاتګ وکړ هلته د چکنور ملا صاحب و چې محاذ يې په ولسي جنګياليو راټينګ کړ او له ډکې يې مخ پر لنډيکوتل غورځنګونه وکړل...
د تېري حد دى، چې زمونږ د نسل سکولار خط او يو شمېر ناپامه پلويان يې ملا د ازادۍ د علمبردار پر ځاى د وطن ضد سمبول په توګه کاروي، دوى ملا عبدالله حتما د بېلګې په توګه يادوي، دوى تل د ملا عبدالله احتجاج او رد عمل د بېلګې په توګه رااخلي او د ازادۍ پر دا دومره لوى ديني منظر خاورې اچوي؛ د بحث مورد دغه ځاى دى.
دوى هيڅکله دا نه وايي چې، د ترنګزو ملا صاحب، د صوات ملا صاحب، هډې ملا صاحب او د انګليس پر ضد جنګونو کې د مجددي کورنۍ هڅې د تاريخ لوى بابونه دي.