• مجموعي کتنې: 100788

رايه چا ته؟ څو ارزښتي شاخصونه!

320 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

رايه چا ته؟ څو ارزښتي شاخصونه!

وحيدالله مصلح
که چېرته د ټاکنو سېسټم شفاف وای، او رايه په کې په ريښتيا حسابېدای، لکه د تېرو پارلماني ټاکنو له غبن، درغليو او فسادي ځنډ سره نه مخ کېدای نو ښايي ډېرو افغانانو د خپل سرنوشت لپاره پر ټاکنو باور درلودای.
سره له دې چې دا ټاکنې په دغسې يوه ناشفافه پسمنظر کې له ولسي باوره برخمنې نه دي، خو د يوه سټراټيژيک تفکر له مخې او په دې هيله چې کېدای شي په تدريج سره په کې سمون را شي او يو وخت رايه سمه حساب شي؛ خلک رايه ورکوي. خلک داسې فکر کوي چې ټاکنو ته تلل د مطلق استبداد په پرتله بيا هم نسبي ښه والی لري، دا هيلې شته چې يو وخت به د ټاکنو ميکانېسمونه شفاف شي او دا غبن به تل نه پاتېږي.
رايه يوه ذوقي معامله نه ده، هغه وګړي چې د رايې پر اهميت پوهېږي هغوی رايه ډېره دقيقه او حساب شوې کاروي. هر شخص چې رايه کاروي هغه بايد خپلې مخې ته څو ارزښتي او کيفيتي شاخصونه کېږدي:

لومړی؛ فکري چاپېريال!
رای اچوونکی دې خپل فکري او نظرياتي ماحول وګوري، او بيا دې په همدې رڼا کې اوسني کانديدان وپلټي چې څوک د ده ذهني او نظرياتي چاپېريال کې ځای لري. دا شاخص خورا مهم دی، يو څوک څنګه کولای شي د خپل واکمن په توګه داسې څوک خوښ کړي چې د ده په فکري وسعت کې څرک ونه لري او يا د ده د فکري ارزښتونو سره په تقابل کې وي؟

دويم؛ د سولې اجنډا!
ودې ګوري چې د پام وړ کانديد يې د سولې لپاره څومره ژمن دی؟ ايا د سولې لپاره حاضر دی چې تنازل وکړي؟ ايا د سولې لپاره کومه څرګند پيغام او طرحه لري؟ د سولې او امن په لار کې يې خپله ژبه او د پلويانو ادبيات څومره سوله ييز دي؟ ايا دوی سوله غواړي او که د تسليمۍ يوه داسې پروژه چې پرته له جنګ نور څه نه لري؟

دريم؛ د خپلواکۍ جوهر!
ودې ګوري چې د نظامي بهرنيانو د وتلو لپاره کومه اجنډا لري؟ ايا نوموړی خپله بقا د پرديو په شتون کې ګوري او که پر خپل ملت باور لري، معمولاً هغه څوک چې په ملت کې ريښه نه لري هغوی د پرديو په زور واکمنۍ ته هوسېږي او دغسې هوس بيا يوازې د جنګ د دوام په معنا دی، په زور او پرديتوب کلي نه کېږي.

څلورم؛ ملي او اسلامي ارزښتونه!
ملي او اسلامي ارزښتونه دې وګوري چې څوک ورته ډېر ژمن دی، د چا په اجنډا کې اسلامي ارزښتونه شته؟ د ټيم او د هغوی د پلويانو په نارو، ليکنو او اجتماعي رسنيو کې دې د اسلامي ارزښتونو سره د تعامل او تقابل پسمنظر او منظر وګوري، هغه څوک چې پر اسلامي شعايرو او نښو نېغ نه شي ورتلای هغوی په غاړو او کنارو کې ګرځي او له دغو ارزښتونو سره کپسولي ټکر کوي، له همدې امله دلته بصيرت په کار دی، څوک يې چې لري نو هغه ډېر زر يو متمدن او ښکنځونکی جريان پرتله کولی شي!
و دې ګوري چې د چا په اجنډا کې د فرهنګي بډاينې او ساتنې خبرې شته، څوک دي چې د افغاني کلتور د بډاينې پر ځای د غرب اخلاقياتو ټول کاپي کول غواړي، که وي نو بايد پوه شي چې دغسې کانديد د خپل ملت په مقابل کې د کمترۍ پر احساس اخته دی، دا د خپل ملت د اقدارو استازولي نه شي کولای.

پنځم؛ د برنامو څرنګوالی!
و دې ګوري چې څوک د افغانستان د پرمختګ لپاره برنامه لري، يوازې دا نه چې برنامه لري، بلکه دا دې وګوري چې دا برنامه څومره عملي ده، ايا داسې خو به نه وي چې د خيال په کنډوونو يې لوړ لوړ برجونه جوړې کړي؟ برنامې بايد د افغانستان د منابعو او ظرفيتونو سره په تناسب کې وي، که نه د کتاب خبرې د تعريف په حد کې ډېرې ښکلې وي، د عمل په ميدان کې بيا تعريفونه راښکلي دي. دا دې هم وګوري چې د برنامو د عملي کولو لپاره څومره متعهد ټيم او د يوه نظر او لارې پلويان لري؟ که منابع هم وي خو چې د مديريت لپاره متجانس ټيم ونه لري، په نامتجانس ويشلي حکومت لوی ماسټر پلانونه نه شي تطبيقېدای.

شپږم؛ د حکومتولۍ همغږی ټيم!
ودې ګوري چې د موخو او شعارونو د عملي کول لپاره د دغه کانديد ټيم څومره وړ دی؟ داسې خو به نه وي چې دوی بيا هم خپل ټيم له داسې وګړو نه جوړ کړی چې جنايي او جنګي متهمين دي؟ مافيا يې خپل ټيم ته راننويستې او غواړي رايه پرې راټوله کړي؟ دغسې کتنه بايد يوازې مرکزي ټيم ته ونه شي، بلکه دا کتنه بايد په ولايتي کچه هم تر سره شي، چې زور مندان او قاتلان خو به يې په ولايتي او مرکزي شبکه کې راټول کړي نه وي، همدغه جاج د ارزښتي پلوه مرسته کوي، سرې کرښې په هر حالت کې سرې وي، نوی نسل بايد د مافيا او اکاډيميک خط مطلبي يو کېدنه د خپلو ارمانونو په پرتله کې وګوري.

اوم؛ قومي ټيکه داران که قومي استعدادونه؟
دې ته هم بايد پام وي چې افغانستان يو ګڼ قومي وطن دی، ودې کتل شي چې د دوی پام وړ کانديد به نوی حکومت د قومي ټيکه دارانو نه جوړوي او که له متنوع قومي استعدادونو څخه؟ په دغسې يوه کتنه کې بايد دا وسنجول شي چې دغه کانديد او ټيم يې افغانستان شموله دی که نه؟ ريښتينی ملي يووالی د افغانستان اړتيا ده، خو دغه کليشه يي ملي يووالی چې د قومونو په نامه په کې د قومونو ناښاغلي او زورور راټولېږي دا د ملي يووالي مراندې غوڅوي، د همدې لپاره اړينه ده چې د زورمندانو او مافيا پر ځای د استعدادونو يوه ټولګه د پام وړ کانديد په خوا او شا راټوله وي، زمونږ استعدادونه په يوه قوم کې نه دي منحصر، د افغانستان استعدادونه په قومونو کې خواره دي او د دې خورو استعدادونو لټون په کار دی او همدا استعدادونه بايد په خپله تنوع کې د افغانستان د حکومت په اډانه کې ملي يووالی رامنځته کړي.

اتم؛ د ګډ کار حوصله!
دا چې د پام وړ کانديد څومره د ګډ کار حوصله لري؟ په داسې حال کې چې په افغانستان کې ولسواکي ګوندي نه ده، ډېری کانديدان له بېلابېلو شخصيتونو سره په پټو او ښکاره تفاهمونو کې راګډ شوي دي، د دغسې کانديدانو تېر بايد وکتل شي چې ايا دوی له خپلو حليفانو سره د ګډ کار تجربه درلودلې؟ په دغسې ماضي کې بيا دا سنجول کېدای شي چې دوی به په راتلونکي کې د ګډ کار څومره ريښتينی هوډ ولري، د ګډ کار وړتيا نه لرل او يا په نيمه لار کې د ملګرو پرېښودل او ګوښې کول له يوې خوا پر حکومتولۍ ډېره بده اغېزه کوي، له بلې خوا د لوظ ماتول زمونږ په دود او دستور کې دروند کار نه دی.

يادونه:
نوموړې ليکنه په سپتمبر ۲۰۱۹ کې ليکل شوې وه.