• مجموعي کتنې: 98957

افغان سيد جمال الدين؛ د اسلامي ویښتيا سرلاری!

881 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

افغان سيد جمال الدين؛ د اسلامي ویښتيا سرلاری!

وحيدالله مصلح

د افغان سید جمال الدین پر مبارزې او ویرجنې مړینې تر پیړۍ ډیر کلونه واوښتل، داسې یو شخصیت چې فکر یې پر نړۍ لکه لمر خپور دی، ټول اسلامي جریانونه ترې بیسارې اغیزمن دي، او په امت یې د اسلامي ویښتابه احسانونه لکه غرونه بار دي، داسې یو شخصیت چې د اند وخیال برسیرن توب، او څرګندواله یې تاریخي ریښتیا جوړوي، هو! د همداسې څرګند، ستر او تاریخي جمال پر افغانیت او مذهبي هویت د ایران کساتګرو هوډونو د شک او ابهام داسې پردې غورزولي، چې لږ تر لږه یې پر معاصر افغانستان د خپل ټاټوبي خپله علمي څټه نه ده ور لورولې، کټ مټ لکه بو علي سینا بلخي او نور بلخیان چې له مونږه تښتوي او د ایران د تاریخ برخه پرې درنوي.

د خپل ولس په خوارى برخى هم حسرت راځي چى پوهانو يې نه په تير او نه په اوس مهال کى د افغان سيد شخصيت ددرک کولو کوښښ کړى، دا درک صرف په دى مانا نه، چى يوازى دى د ددغه ستر جمال پر افغانيت بلا کتابونه او څيړنى وشي، بلکه تر ټولو غټه اړتيا خو ددى ده چې د افغان سيد افکار، نظريات،د ستړو سفرونو موخى، مبارزه، پان اسلاميسم، د استعمار ضد موقف … وسپړل شي او په اړه يې دقيقې او بلا ډيرې څيړنې وشي، ددى هڅه وشي چې په ټولنه کى د افغان سيد کرکترونه وزيږيږي او د هغه لاره تعقيب شي.

د افغان سيد په اړه پوهنوال عبدالخالق رشيد ليکي چې: ( زه په دى باوري يم چې اقبال نه يوازى د علامه افغان سيد جمال الدين د لارى پيرو دى بلکه د هغه د افکارو يو ريښتينى او په پوهه سمبال مفسر هم دى، د ده د ( خودي ) له پاره عملي کرکترونه او چاپيريال له افغاني کرکترونو او چاپيريال پرته بل ځاى نه جوړيږي او نه دى پرى باوري دى) ١

امام حسن البنا په (مذکرات الدعوة) کې ليکي: زه د سيد او شيخ محمد عبده اصلاحي – انقلابي لارې ته ادامه ورکوم، او زمونږ حرکت د هغوى د لارى جامع دى.

شيخ استاد محمد عبده په خپلى يوى ليکنى کى وايي چې د سيد جمال الدين له کتلو څخه مخکى په سترګو ړوند، په غوږونو کوڼ او په ژبه ګونګ وم )

د مصر مشهور قلموال اديب اسحق وايي: په کوم څه چې زه پوهيږم هغه ټول مى له جمال الدين افغان څخه زده کړي دي )٢

د افغان سید لنډه پیژندنه!

سيد جمال الدين د سيد صفدر زوى دى، چې په ١٢٥٤ ليږديز سپوږميز کال د کنړ په اسداباد کې زيږيدلى دى، امير دوست محمد خان يې کورنۍ مجبوره کړه چې کنړ پريږدي او په کابل کې ميشت شي، په ٧ کلنۍ کې يې زده کړى پيل کړې او په اتلس کلنۍ کې مشکله شوه چې ښوونکى ورته پيدا شي، هندوستان ته ولاړ تر يوکال ډير يې هلته زده کړى وکړى،

وروسته حجاز ته ولاړ له حج سره،سره يې دکال په موده کې هلته هم په زده کړو لاس پورى کړ، بالاخره بيرته خپل هيواد ته راستون شو، کله چې امير دوست محمد خان ومړ، نو امير محمد اعظم خان د افغان سيد جمال الدين د شخصيت څخه په اغېز سره هغه د لومړي وزير په توګه وټاکه، تر امير محمد اعظم خان وروسته د امير شيرعلي خان په دوره کې افغان سيد بيا هم په کابل کې پاتى شو، امير شيرعلي خان ورته څه ونه ويل خو دا چې سید، د محمد اعظم خان لومړى وزير پاتى شوى وو نو ښه پرې نه لګيده، افغان سيد يې هم پر نيت پوه شو او ترکيې ته د تللو لپاره يې له پاچا څخه اجازه وغوښته، پاچا هم ورته پرته له ځنډه اجازه ورکړه او له همدى ځايه د افغان سيد د با هدفه سفرونو لړۍ پيل شوه.

پر افغان جمال ایرانۍ دعوه!

کله چې د سيد جمال الدين پر ايراني توب ټينګار کيږي نو سړى ورته په دى ډير اريانيږي، چې ايا ايران دخپل شيعه محدود مسلک په درلودو سره په دى توانيداى شي چې ګردى اسلامي نړۍ ته دى يو داسې شخصيت وړاندى کړي، څوک چې ټولو مسلمانانو ته په متناسب ډول د درناوي او منلو وړ وي؟ اصلاً شيعه فکر له سره ددې وړ نه دى چې د نړۍ مسلمانانو ته دى د سيد جمال الدين په څير خواخوږى نابغه وړاندى کړي هغوى خو د تاريخ په ډيرو دورو کى د سني مسلمانانو پر ضد حتى له دښمنانو سره په معامله کى پاتى شوي دي، ( مرزا لطف الله چې خپل ځان د سيد جمال الدين خورين بولي د سيد جمال الدين په هکله غلطى او نا څرګندى ، بې باوره ليکنى کړي دي، هغه ليکي او وايي چى سيد جمال الدين نه سعيد دى او نه افغان، بلکى هغه يو ايرانى شيعه سړى دى )٣.

دلته به کوښښ وشي چې د سيد جمال الدين د افغاني قوميت په اړه په لنډه توګه پر معتبرو تاريخي ليکنو او سندونو استناد وشي، که نه دا موضوع په دومره لنډه تنګه ليکنه کى د رانيولو او ځايولو څخه ډيره پورته ده:

بلنټ وايي ( د هغه پلار، مور، تره او ټول خپلوان په کونړ کې اوسيږي، چې له کابل جلال اباد پر سرک د دوه ورځو په مساپه کې پروت دى، د شيخ يو عزيز، سيد محمد بادشاه د کونړ حاکم دى او واده يې د امير دوست محمد خان له لور سره شوى دى ).

سيد جمال الدين په افغانستان کې په ١٢٥٤ هجري کال زيږيدلى دى، او هلته د کونړ مشهور ساداتو ته منسوب دى ) بيوک مجاهد شيخ جمال الدين افغاني، از سيد عيسى خان در اخبار وطن قسطنطينيه اشاعت مورخه ٣٠ اگست ١٩٢٤ .

په ١٢٥٤ هجري کال کى د افغانستان په کونړ سيمه کى زيږيدلى دى ) برهان الدين قليج خان د جمال الدين له پخوانيو شاګردانو څخه، د ملت قسطنطينيه جريده.

د ردعلى الدهرين په عربي ژباړه کې چې له حيدراباد څخه په ١٨٨٠ او له بيروت څخه په ١٨٨٥ زيږديز کى خپور شوى دى، په لومړيو مخونو کى د شيخ لنډ حالات ذکر شوي دي، چې هغه هم د شيخ پر افغانيت باندى دلالت کوي )

{ ( د ختيځ د سياسياتو په اړه د ډيرو معلوماتو لرونکى مشهور قلموال هېنس کوهن Hans Kohan په ” ختيځ کى د قوم پرستۍ تاريخ” History of Nationalism in the East نومي کتاب کې د شيخ د قوميت په اړه ليکي:د جمال الدين د زيږون، اصل او لومړني ژوند په اړه زمونږ معلومات بيخي لږ دي، خو هغه به خپله ويل چې په ١٨٣٨ زيږديز کې په افغانستان کى زيږيدلى دى).

بلنټ په خپل کتاب ” د مصر د نيونى تاريخ” کې ليکي ما ځاى په ځاى د شيخ ويناوى درج کړي دي له کوم څخه چې معلوميږي ، چې شيخ به بې تکلفه خپل افغانيت اعلاناوه ).

بلنټ په بل کتاب ” هندوستان به عهد رپن” کې هم د شيخ په اړه د هغه د افغانيت تصديق کوي ).

برهان الدين قليج په خپلې يوې ليکنى کې چې د قسطنطينيې په ملت جريدې کې په ١٣٢٦ هجري يا ١٩٢٦ زيږديز کى خپره شوى وه خپله د شيخ يوه وينا نقل کوي او وايي:

چون روزها مى شنوم که حضرت استاد را بعض ها ايراني مى پنداراند، بنا برين يک محاوره را که درين خصوص حضرت استادم بامن کرده اند عينا مى نويسم ، من از سادات معروف کنر بوده در سال ١٢٥٤ هجري در افغانستان تولد شدم. شيخ جمال الدين که ار روساى بابي واز اهالي ايران مى باشد به هر جاى که من رفته ام او هم محقق به ان جا رفته است ازين سبب ايراني ها دانسته يا نا دانسته مرا شيخ جمال الدين ايراني مى پنداردند، اين ظن فاسد مردود وسرا پا خطا آلود و دروغ مطلق است، اگر مرا خود من خوب تر مى شناسم انک خود من مى گويم که من اصلا ايراني نيستم و افغان مى باشم، تمام افغاني ها مرا مى شناسند و تصديق من مى کنند )

د استانبول علميه هيت چې مشر يې صدر ابراهيم علاالدين بيک وو په مصوره جريده کى د شيخ حالات خپاره کړي وودلته هم د شيخ له ژبى څخه په دى قضيه کې همدغه پرېکړه شوى وه: هيچ احتياج به اين ندارم که خودرا به يک ملتى نسبت دهم، من افغان مى باشم ) }٤

استاد عبدالحميد رافهي د سيد جمال الدين له خولى ليکي: چې زه د خپل ټاټوبي يعنى افغانستان ترک کولو ته مجبور شوى يم )٥

دکتور طبيبي د سيد جمال الدين په باب زياتى څيړنى او مطالعى کړيدي، هغه د سيد په باب په خپله يوه مقاله کى ليکي: د سيد جمال الدين افغاني مليت د تثبيت لپاره دهغه ددوستانو لکه د العروة الوثقى جريدى د تحرير ريس شيخ محمد عبده او د مصر د سياسي غورځنګ بنسټګر سعد زغلول په ليکنو کې نور اسناد هم تر سترګو کيږي، شيخ محمد عبده د سيد جمال الدين بيوګرافي وليکله او په هغى کې يې تاييد کړه چې هغه يو افغان او د افغانستان د کونړ دى او ابوتراب دهغه خادم وو )٦

د سيد جمال الدين افغان د يادښتونو په کتاب ” خاطرات جمال الدين الافغاني الحسيني، ص-٢٢- طبعة المطبعة العلمية – بيروت ١٩٣١-” کې چې د هغه د شاګرد محمد باشا المخزومي په واسطه راټول شوي دي داسې راغلي دي: زه په ١٢٥٤ ه ق کې زيږيدلى يم، او د خپل افغاني ټاټوبي پريښودلو ته مجبور کړاى شوى يم.

شيخ محمد عبده په کتاب ” الاعمال الکامله” کې ليکي چې : د دغه سړي ( سيد جمال الدين ) مذهب حنفي وو.

د ايران يو مشهور قلموال او اديب دکتر علي اصغر حلبي يې په اړه وايي: د هغه نسب د مشهور محدث سيد علي ترمذي ” مړينه ٢٧٩ هجري” ته رسيږي، د هغه د خپلې وينا له مخې هغه کنړ ته نزدې د کابل په شاو خوا کې د افغانستان په يوې حنفي کورنۍ کې له موره زيږيدلى دى.٧

اصلاح ته اړتيا!

پخوا به چې کله فساد په زمکه خور شو، نو د اصلاح په خاطر به یې ستر څښتن انبیا علیهم السلام مبعوثول، او په دې توګه به یې د نړۍ له مخه د فساد د له منځه وړلو په خاطر د اصلاح پیغام د انبیاو په واسطه خپراوه، د اسلام سپیڅلي دین د لارښوونو پر بنسټ په هرې پیړئ کې د یوه مجدد د رامنځته کولو له مخې د اصلاح سپیڅلی دود تر اوسه ژوندی دی، په دې اړه د امت د علماوو تر منځ د تاویل توپیرونه شته:

۱ځینې علما په دې اند دي چې د هرې پیړۍ مجدد یوازې یو فرد وي.

۲ځینی په دې اند دي چې کیدای شي څو تنان د پیړۍ لپاره مجددان شي.

۳او په یوې ډیرې ښې مانا سره شیخ یوسف القرضاوي په دې اند دی چې دا ټول صورتونه د منلو وړ دي خو غوره رایه داده چې اصلاح کیدای شي د مسلمانانو له یوه مجموعې له لورې رامنځته شي، او په دې صورت کې به یو ځانګړی فکري مکتب دمجدد دنده تر سره کوي، کیدای شي په دې اړه د شیخ یوسف القرضاوي کتاب (الاخوان المسلمون، سبعون عاماً) کتاب ته مراجعه وشي.

په هر صورت افغان سید په داسې یوه مهال د اصلاح لپاره دیني وجیبه تر سره کوله چې، د مسلمانانو په ژوندکې عثماني اسلامي خلافت خپل مرکزیت او موثریت په ډیره چټکۍ بایله،او د زوال په وروستیو پړاونو یې له ښکلي او پرتمینې ماضي سره مخه ښه ویله، له بلې خوا اسلامي نړۍ د سیکولریزم شدید هجوم لاندې د انتشار یوه بې خونده تجربه تکراروله، په هندي قاره کې سر سید احمد خان د جهاد پر ضد لیکنې کولې، او مسلمانان یې د انګریز او استعمار پر ضد له مبارزې ایسارول، ډیری مسلمانانو د استعمار په مقابل کې فکري او فیزیکي ماته منلې وه، همدغه وخت وو چې افغان سید په یوه صحیح اسلامي فهم سره د مبارزې میدان خپل کړ، په هند کې یې د جهاد د مفکورې په ننګه ولسونه بیدار کړل، لیکنې یې وکړې او د استعمار چاره یې د جهاد په حل کې وښوده، د عثماني خلافت شړیدلي بنسټ ته د اسلامي هیوادونو د ننګو او ملاتړونو په میندلو بوخت شو، د مصر په غرب وهلې فکر کې یې د اسلامي نویتابه رڼا لکه ډیوه بله کړه، د هیوادونو هر اړخیزې اصلاح یې د مبارزې بنسټ جوړکړ، د عروة الوثقی پر خپرونو یې د امت تیاره ‌ذهنونه پر اسلامي لیکه سم کړل، دا ټول هغه څه دي چې تاریخ د ستر سید په اړه د هر اړخیزې اصلاح په نوم په خپل زړه کې خوندي ساتلي دي.

د افغان سيد د مبارزى ځانګړنى او بنسټونه!

د سيد د مبارزى په موده کې لاندى بنسټونه او اصول ډير څرګند وو:

لومړی؛ اصيل

افغان سید د خپلو همعصرو نورو تجدیدیانو پر ضد د خپلې اصلاحي مبارزې بنسټ سوچه اسلام ګرځولی وو، د هغه په اړه دا خبره ډیره مشهوره ده چې ویل یې، غرب ځکه د عروج پړاوونه ووهل چې د عیسویت تحریف شوی دین یې پریښود خو مسلمانان ځکه ‌ذلیله شول چې د اسلام دین یې شاته وغورزاوه، د هغه له انده اسلام ټول هغه ځوابونه درلودل چې ستړۍ نړۍ یې په میندلو کې بې دینۍ ته مخه کړې وه، منصور نصیري په دې اړه وايي: (د افغان سيد په اند د اصلاحاتو بنسټ ، يوازى او يوازى اصيل اسلام وو، چې د دواړو افراط او تفريط له برداشتونو څخه ليرى وو، هغه اسلام چې د شخصي تفسيرونو رنګ وبوى يې نه وي اخيستى، د همدى له امله سيد له يوى خوا د قشريانو او له بلى خوا د لويديز وهلو د مخالفت سره مخ وو).٨

دويم؛ عقل:

افغان سید انساني عقل په اسلامي تناظر کې تعریف کړ او وده یې ورکړه، د امت بدمرغي په دې کې ده چې ځینې ځانګړي خلک یې له تاریخي شالیده بیا تر اوسه عقلیت له اسلامي لیده جلا ګڼي، افغان سید د عقلیت په موضوع کې د دواړو لورویو تقلیدي جمود او لویدیز لیبرال ذهن سره په جدل کې وو، که دلته په امت کې د جمود قشر د عقل دروازې له یوې مخې تړلې وې، نو هلته په لویدیز کې بې مهاره لیبرالېزم غربي انسان د عقل په دښته کې سرسامه او بې لارې کړی وو، د افغان سید له انده عقل د سترګو او دین د لمر بڼه درلوده،که سترګې تړلې وي نو د لمر له رڼاګټه ناشونې ده او که لمر وي او بصیرت او تعقل نه وي نو د دین عملي کول ناشوني دي.

سيد جمال الدين د نيچريه کتاب په ٨٠ مخ کې وايي: اسلام هغه يوازينى دين دى چې بى دليله ګروهه او د ګومانونو پيروي غندي، د ړندو سترګو پيروي ردوي، ديندارو خلکو ته په چارو کې د دليل غوښتلو لارښوونه کوي، او هر چرته د عقل خطاب کوي.٩

دريم؛ د علماو ارزښت:

افغان سید د خپلې مبارزې په ټولې مودې کې علماو ته ځانګړی مقام ورکړی وو، نوموړی په ټولنې کې د علماو له ارزښته اګاه وو، هغه په دې ښه پوهیده چې علما هم په ټولنې او هم په دولتونو موثر دي، له همدې امله کله یې چې عثماني خلیفه ته د امت د اتحاد په اړه خاکه او لید ورکړ، نو ورپسې یې سمدلاسه د امت سلګونو علماو ته لیکونه ولیږل او د اسلامي امت د اتحاد په اړه یې د هغوی ننګه او ملاتړ وغوښت، یوازې دا مجال نه وو بلکه د شیخ محمد عبده او دده په څیر ډیر نور علما د افغان سید د لاس نیالګي وو، دده له ویرجن وفاته وروسته چې کله استاد رشید رضا د المنار تفسیر لیکه نو داد یې افغان سید ته رسيده، د افغان سید په اصلاحي مبارزه کې د علماو همدغه بنسټیز کردار د هغه اصلاحي عمل له نورو شتو نویتابه تګلارو ځانګړی کوي.

څلورم؛ انقلابي لاره!

افغان سید له استعمار سره له تساهله کار نه اخیست، د مسلمانانو له همدغه پڅ او ویده مزاجه خو یې په زړه رنځ درلود، کله یې چې په هند کې د استعمار په چوپړ کې د سر سید احمد خان غلام کردار وکوت، او ملت یې د انګریز پر ضد ویده او نهیلی ومیند، نویې د هند په نیمه قاره کې مات شوی مسلمان ملت د انګریزي استعمار پر ضد قیام ته وهڅاوه، جهاد یې ورته روښانه کړ او سر سید احمد خان یې سخت وټکاوه، هغه له دې فکر نه ستړی وو چې په کرار کرار دی یوازې د علمي او خلاقي بنسټونو او عمل له لارې له استعماره خلاصی واخیستل شي، نوموړي په دغسې مواردو کې د امت په انقلابي مزاج او قهر تاکید کاوه.

پنځم؛ د اسلامي نړۍ له ستونزو ژوره پوهه!

د افغان سید بله ډیره ښه ځانګړنه دا وه چې د امت پر ستونزو پوه وو، نوموړي د خپل هیواد افغانستان له ستونزو نیولی بیا د هند د نیمې قارې، ایران، مصر، سوډان او حتی د اروپا پورې د پیښو قضیو په ټولو اړخونو ژوره پوهه درلوده، که یې په افغانستان کې د پاچاهۍ په سر د ر قابت، له تمدنه لیري والي، د چاپي رسنیو او تعلیمي کچې ټيټوالي، د دولتي سیستم زوړوالي، خبر وو، نو په لیری سوډان کې د انګریزي استعمار په ضد د بوخت مهدي محمد احمد له مبارزې اګاه وو او لارښوونه یې کوله، هغه د مصر د غرب وهلي حیثیته هم خبر وو، د عثماني خلافت کمزوري یې هم درک کړې وه، په عربي نړۍ کې د انګریز د لاسپوڅو له هلو ځلو هم خبر وو، او په دې هم خبر وو چې عثماني خلافت ته د داخلي رقابتونو پرته کومې بهرنۍ او په ځانګړې توګه د انګریز توطیې مخ دي.

شپږم؛ د ړانده تقلید نفی کول!

دا یو تریخ حقیقت دی، له کله نه چې په امت کې د اجتهاد دروازې تړل شوي له هماغې ورځې د امت د علمي رکود بدمرغي پیل شوې، افغان سید دغسې ړوند تقلید په سختو ټکوغانده، هغه د علمي تحقیق او عقلیت سخت پلوی وو،افغان سيد د ( حقيقت مذهب نيچريه) کتاب په ٧٩ مخ کى وايي: د پلرونو او نيکونو پر مجرد تقليد باندې بايد قناعت ونه شي، ځکه که انسان بى دليله پر چارو ګروهه ولري او د ګومانونو پيروي خپله دنده وګرځوي، د پلرونو په پيروۍ خوشاله شي، دهغه عقل حتما له فکري خوځښتونو څخه ودريږي، او ورو ورو پرې لټوالى او حماقت غالبيږي، تر دى چې پوهه يې معطل کيږي او د خير وشر له درک کولو څخه پاتې کيږي.

اوم؛ دین له ګردونو پاکول!

په اسلامي تاریخ کې تر ټولو معیاري او طلاي دوره د محمد صلی الله علیه وسلم او خلفا راشده دوره وه، هلته چې د قانون ټولې سرچینې د قران او سنت نه خړوبیدې، څومره سپیڅلې سرچینې وې او څومره سپیڅلي خلک! نن هم زمونږ زنګ وهلی ذهن او ګرد وهلی او پټ کړی دین همدغو دوه و سپیڅلو سرچینو ته په ورګرځیدو سره رڼیږي، په دی کې شک نه چې د صحابه وروسته دورو کې د یونان له فلسفې نیولې د تقلید د خرافاتو پورې، او بیا د بی دینه اصلاحي تګلارو نیولې د احمقو او خوشبینه عقلیت ضدو دوستانو پورې ټولو دین په ګردونو کې پټ کړ، افغان سید همدغه ګردونه لیری کړل، دین یې د عقل په سترګو خلکو ته وړاندی کړ، د انساني کردار ټول هغه اړخونه چې دین یې ګاڼه خو په دین ور تپل شوي وو، لیر کړل او خلکو ته یې ددین سوچه انځور وړاندی کړ.

له نورو اسلامي جريانونو سره پرتله!

معاصرو اسلامي حرکتونو په بېساري توګه د افغان سید جمال الدین له مبارزی اغیز اخیستی، دوی په خپل مینځ کې سره ډیرې مشترکې ځانګړنې او ټکي لري، د سارې په توګه له اسلامه ژوره پوهه، د مسلمانانو تر منځ اسلامي اتحاد یا پان اسلامیزم، دین له ګردونو پاکول، استعمار ضد مبارزه، او د اسلام تیر برم ته ورګرځیدل، خو ددې ټولو مشترکو ټکو سره تر څنګ څنګ داسې څه ځانګړنې هم شته چې د افغان سید او معاصرو اسلامي حرکتونو په ځانګړي توګه د اخوان المسلمون او جماعت اسلامي په څیر نړیوالو اسلامي خوځښتونو تر مینځ د توپیرونو کرښې باسي، سره له دى چې امام حسن البنا د افغان سید په اړه وايې چې، زه د سيد او شيخ محمد عبده اصلاحي – انقلابي لارې ته ادامه ورکوم، او زمونږ حرکت د هغوى د لارى جامع دى. خو بيا هم په لاندې توګه ځينې څرګند توپيرونه شته چې دغه لوى اسلامي جريانونه سره پرې جلا جلا پيژندل کيداى شي:

الف- د اصلاح په تګلاره کې توپیر:

افغان سيد خپله مبارزه د خلکو د قيادوتونو او دولتونو له اصلاح څخه پيل کړه، ولسي کار ته يې پام نه ور اووښت، خپله افغان سيد چې کله د عثماني خلافت په دربار کې د بند وروستۍ شپې ورځې تېرولى په خپلې دې کړنې يې افسوس کاوه، نوموړي په خپل وروستي ليک کې چې يو ايراني دوست ته يې ليکلى وو داسې وايي: ( کاشکې کولاى مې شواى خپله فلسفه، نظريات او افکار مې د خلکو اذهانو ته نقل کړى واى، تر څو د هغوى ککړو اذهانو هغه منلى واى، هو! په اشتباه سره په دې باور وم چې لومړى د پاچاهانو او واکمنانو په فکر او ذهن کې بدلون راولم، خو دهغوى ضميرونه ( وجدانونه) مړه وو او ذهنونه يې دشاړى او بې حاصله زمکې په څېر وو، ځکه هر تخم چې ما په هغې کې وکاره، حاصل يې ورنه کړ او که څه لږ غوندې حاصل يې وکړ نو هغه هم د عياشو او ځان غوښتونکو دتو طيو او دسيسو له امله په سيند لاهو شو) ” سيد جمال الدين افغان، شخصيت او افکار- شاه عبدالقيوم”.

خو د اخوان المسلمين ډير تاکيدد خلکو پر اصلاح دى، ولسي کار باندې ترکیز لري، دا د اخوان المسلمون دحرکت ډیره ستره ځانګړنه ده چې د مختلفو پاړکو خلک یې په حرکي کار کې داسې سره راټول کړي، چې د ژوند د سطحو د اختلاف سره سره یې فکر یو، کاري مجاهده یوه، او لوری یو شوی، دلته له بزګره نیولې بیا تر یوه علمي څیړونکي هر څوک د فکري وحدت په درلودو سره د اسلامي حرکت لپاره خپله وړتیا په کار اچوي، همدا لامل دی چې د پراخو نړیوالو او داخلي ګوډاګي دولتونو د توطیو، شکنجو او ظلمونو د بې پایه سلسلو په پای کې بیا هم اخوان المسلمون د ولسي حرکت په توګه خپله بقا ساتلې.

ب- د تنظیمي کار توپیر:

افغان سيد د خپلې مبارزې د بقا او دوام لپاره کوم تنظيم شاته پرې نه ښود، يوازې ځينې وګړي داسې وو چې د سيد د شاګردانو په حيثيت سره يې د هغه مبارزې ته تر يو وخته دوام ورکړ، بیلګې په توګه شیخ محمد عبده او استاد رشید رضا د سید لارې ته تر یوه وخته کار وکړ، دڅیړونکو له انده دوی هم د سید پر لاره لکه څنګه چې سید پرې تلو نه ولاړل، او له خپل فکر سره سم یې د لارې په اوږدو کې نوې نښې او منزلونه ووهل، ولې بیا هم د سید د فکر په ژوندي ساتلو کې یې ونډه ډیره تاریخي او جوته ده. خو امام حسن البناء د داسې يو حرکت بنسټ کيښود چې د هغه له شهادت وروسته لا تر دې دمه ژوندى او د مسلمانانو د ژوند په ټولو خواو کې يې نقش څرګند اوټاکونکى دى، دا داسې یو تنظیم دی چې په سلګونو او زرګونو بناء یې ټولنې ته وړاندې کړل، په عربي نړۍ کې د اخوان همزولي ډیر تنظیمونه د نړیوالو او سیمه ایزو بدلونونو له امله ورک او منحل شول، خو اخوان د سم او بنسټیز تنظیمي کار له امله نه یوازې خپله بقا وساتله بلکه د امت بقا ته یې په داسې مهال بنسټ ورکړ چې د لویدیز او ختیز نیواکګرانو پرې د بې وارثه مال په توګه د خپلو وحشي تاړاکونو له امله زړه نه سوزاوه، نن چې د اقصی او فلسطین د ناموس او ننګې جګړه د امت له لوی وجوده جلا په محاصره کې د اسلامي حل او ګټې په مهار کې له اسرایلو بیرته ګټل کیږي نو که امت پرې ویاړي خو اخوان ورته لږ ترلږه د همدې ویاړ سترواله ورکړی، حماس د اخوان د څانګې په توګه په غزې کې اسراییلي غرور لکه شالیط بندي کړی، او د اقصی د تاریخي دعوې مقدمې ته یې د اسراییلي تپل شوې جګړې بنسټونه کمزوري او نري کړي.

ج- د تربیت د برنامې توپیر:

د افغان سيد د اصلاح له ډيرو عمده وسايلو څخه مطبوعات، ويناوې او موعظې د يادونې وړ وې، ليکن د پرله پسې تربيت کومه منظمه برنامه ورسره موجوده نه وه، خو د اخوان له ډېرو عمده او متمايزو ځانګړنو څخه يو هم دوامداره تربيت دى، مطبوعات، ویناوې، موعظې او نور ټول وسایل د همدې موخې د ترلاسه کولو په لیار کې مصرفیږي، د اخوان همدغه تربیتي منظمه او پرله پسې برنامه ده چې ورته یې د دوام او بقا بنسټ جوړ کړى دى.

د افغان سيد اصلاحيزې لاسته راوړنې:

افغان سيد به د خپلو سفرونو په جريان کې تل هڅه کوله چې د ملتونو او هيوادونو د حاکمو شرايطو د په پام کې نيولو سره ځانګړي اصلاحي برنامى په کار واچوي، د بيلګو په توګه ،هغه سره له دى چې د امير شير علي خان په بد نيت خبر وو، کله چې له هيواده وتلو نو د سمونو يو ډير منظم پلان يې امير ته پريښود. په هندوستان کې يې د انګليس پر خلاف د ولسونو احساسات راو پارول او ملي غرور يې په څپو کړ، په ښوونيز نصاب کې يې د مثبت تغير راوستلو هڅې وکړى، د لويديز وهلي سر سيد احمدخان سره يې د اصيل اسلام په ننګه ټکر وکړ. په ترکيه کې يې د اسلامي يووالي يا Pan islam لپاره بى سارې هلې ځلې وکړى،په مصر کې يې د رسنيو او علماو له لارى عامه ويښتابه رامينځته کړ، او په سوډان کې يې د جهاد او انقلاب د لارښود محمد احمد مهدي لارښوونه او ننګه وکړه.

دلته به هڅه وشي چې د بيلګو په توګه په دوه هيوادونو کې د نوموړي اصلاحي کړنې و څېړل شي:

لومړى افغانستان!

په ګران هيواد افغانستان کې لاندى لاسته راوړنى يا خو په نيغه او يا په غيرمستقيم ډول د افغان سيد جمال الدين د اصلاحي هڅو او پلانونو مرهون دي:

الف- د شمس النهار جريده: افغان سيد د خپل وخت ترټولو ستر مسلمان ليکوال وو، هغه د عامه رايى په جوړونى کې د ملي ورځپاڼو او جريدو پر نقش ټينګار درلود، په افغانستان کې تر ټولو لومړنى اخبار د “شمس النهار” په نوم خپور شو،( شمس النهار جريده چې د افغانستان د مطبوتاتو په تاريخ کې لومړنۍ پاتى شوې خپرونه ده د سيد په ابتکار او وړانديز چې دتبعيد په وخت کې يې شيرعلي خان ته کړى په ١٢٥١ ليږديز لمريز کال کې خپره شوه، د سيد يو شاګرد مولوي!عبدالروف د هغى مسوول مدير وو) ١٠

ب- د امير په دربار او حکومتي دربارونو کې يې د متمدنو طريقو او نوي نظم بنسټونه رامينځته کړل، افسوس چې د هغى زمانې ټول دفتري کاغذونه ضايع شوي دي.

ج- د دولتي ښوونځيو د جوړول طرحه يې وړاندى کړه، او دښوونى د پرمختګ لپاره يې تدابير غوره کړل.

د- دولتي روغتونونه.

ه- د پسته خانو کوم منظم انتظام نه وو موجود، هغه يې په نويو بنسټونو ودراوه.

و- د وزيرانو د شورا مجلس يې جوړ کړ.

ز- بهرنيو هيوادونو ته يې د استازو او سفيرانو د ليږلو بندوبست وکړ. ١١

ح- ملي اردو ته پام درلودل: د افغان سيد څخه د مخه په افغانستان کې کومى منظمې اردو شتون نه درلود،دده د ډير زيار څخه وروسته افغانستان په دى وتوانيد چې د يوې قوي او پرمختللې اردو بنسټونه وويني، ( د سيد جمال الدين له هڅو نه وړاندې په افغانستان کې يوې داسې اردو چې بشپړ نظم او اصولنامه ولري، شتون نه درلود، بلکې داسې کسان وو چې يواځې وسله يې په اوږه ايښې وه، نه له جنګي فنونو څخه خبر وو او نه هم پوځي چارو ته کومه ځانګړى اداره ټاکلى شوې وه، عسکري خدمت ته د جلب لپاره د افرادو د ټاکلو کوم معيار نه و ټاکل شوى، او څوک چې په عسکري خدمت ته جلبيدل هم کومه ښوونيزه او روزنيزه دوره يې نه تېروله. د سيد جمال الدين افغان له برکته په افغانستان کې د زړورو ځوانانو يوه منظمه داسې اردو منځ ته راغله چې د قانون تابع وه او ځانګړي اصولنامه او نظامنامه يې لرله. افغاني سيد به د اردو سرتيرو ته ويل: تاسو نه يواځې دا چې پياوړي او ويښ انسانان ياست، بلکه د خپل هيواد د عزت او ناموس ساتندويان هم ياست ). ١٢

ط- بل غټ کار يې داوو چې که له يوې خوا يې د لوړو زده کړو په خاطر بهر ته د افغاني ځوانانو د ليږلو بندوبست وکړ، له بلې خوا يې د افغاني کوچنيانو د زده کړو په خاطر د عصري ښوونځيو د جوړولو هڅې او پلانونه د ډېر ارزښت لرونکي وو، هغه په دې اند وو چې د دينې علم سره په څنګ، څنګ کې بايد عصري علم ته په هماغه پيمانه وده ورکول شي چې مسلمان ملتونه د لويديز د ساينسي او علمي پرمختګ سره د سيالۍ جوګه کړي.

دويم مصر!

د افغاني سيد د مبارزې له سترو ځانګړنو څخه دا وه چې په هر هيواد کې به يې د ملتونو د خپلواکۍ او ويښتابه، علمي پرمختګ، او اسلامي يووالي لپاره بنسټيزې هڅې کولى، په مصر کې هم د افغان سيد هڅې په ازهر کې د ځوانانو د شعور او احساس د پخولو او ويښولو څخه پيل شوې، هغه به ځوانان دې ته هڅول چې د علم د رواجي او کليشه يې زده کړو له بندونو څخه راووځي، او ديني او عصري علم دې په داسې توګه ترلاسه کړي چې ورته د خپلواکۍ، پرمختګ، اوعدل درس ورکړي، په همدغه تسلسل يې د مصري ولس د ويښونې په خاطر له ازهره نيولى تر مطبوعاتي زيارونو پورې ټولې ستړې په سر واخيستې. د مصر لپاره د افغان سيد مبارزه کولاى شو په لاندې دريو برخو کې لنډه کړو:

لومړی؛ د ازهر پوهنتون او علماو اصلاح او ويښونه!

شيخ د خپلو اجتهاداتو په واسطه د علماو او مذهبي پاړکو په خيالاتو کې يو ستر انقلاب پيدا کړ، هغه د خپلو تعليماتو په واسطه د مصري ولس په ځوان نسل کې ويښتابه او د عمل قوت پيدا کړ، د هغوى نظر يې پراخه او خيالات يې لوړ کړل، داسې ځوانان يې را پيداکړل چې د نوي تمدن او ساينس په مقابل کې يې خپل وقار وساته، او ورسره ورسره د نويو علومو څخه پردي هم نه شول، شيخ په مصر کې د سوچه اسلامي مذهبيت سره سره د نوي دور د پرمختياو روح پيدا کړ، د نوموړې ددغو خيالاتو سره د ازهر علماو مخالفت وکړ،ليکن د مخالفت سره سره نوموړي مذهب د ازهر له محراب او ممبر څخه راوويست او بهر يې خلکو ته وښوده چې اسلام په نړۍ کې د ژوند په هره څانګه کې د عملي حيثيت له مخې کامياب دى، دې خبرې ته يې علما هم قايل کړل او نوي نسل خو ورته په جوش او جذبې سره لبيک وويل.

دويم؛ د اخبار ليکنې په واسطه مبارزه!

دا افغان سيد وو چې د لومړي ځل لپاره يې په مصر کې اخبار او اخبار ليکونکي پيدا کړل، په هيواد کې يې د انساني حقوقو داسې اواز پورته کړ چې نن يې هم څوک د قوت په واسطه نه شي خپه کولاى،که له نورو خدمتونو څخه يې سترګې پټې کړو، بس دغه يوه کارنامه يې هم په يوازى ځان يوه عظيم الشانه کرنامه ده.

دريم؛ عامه ويښونه!

د ويناو، ليکنو، موعظو، او مختلفو تبليغي تدبيرونو څخه شيخ د عامو خلکو په زړونو کې د حقوقو د غوښتنې داسې جذبه پيدا کړه، کومه چې تر ننه روښانه ده. ١٣

د افغان سيد ويرجنه مړينه

کله چې افغان سيد جمال الدين په ترکيه کې وو، د سلطان عبدالحميد سره په مشوره يې وغوښتل چې د مسلمانانو وروستۍ مرجع عثماني خلافت له ړنګيدو وژغوري او په تدريجي توګه يې يوځل بيا ددې وړ کړي چې د مسلمانانو استازيتوب وکړاى شي، په همدې هيلې يې نږدې ٤٠٠ ليکونه د نړۍ ټولو مسلمانو مخورو، مشرانو او علماو ته وليږل، په مقابل کې يې ځواب ښه وو او ٢٠٠ لوريو څخه يې د تاييد او مرستې ليکونه راغلل، سلطان ډير خوشاله وو، او له ډيرې خوښۍ يې افغان سيد پر وچولي ښکل کړ، خو دا خوښي ډېره لنډه وه، په همدغو شپو ورځو کې د ايران پاچا ناصر الدين شاه ووژل شو، ابوالهدى چې د مذهبي رسوخ له امله سلطان ته ډير نزدى وو، او د افغان سيد جمال الدين سره يې له مخکې کينه درلوده فرصت له لاسه ورنه کړ، سلطان يې په دې قانع کړ چې د ناصرالدين په وژنه کې د افغان سيد لاس دى، او هغه په ظاهره کې د سلطان خواخوږى دى خو په پټه غواړي چې د سلطان پر ضد د ناصرالدين په څير دسيسه په لار واچوي، له بلې لورې په دې وختونو کې د سلطان عبدالحميد زوى نايب السلطنه اړيکې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د روضې له خادم عبدالله سره خرابې شوې وې، سلطان عبدالحميد امر وکړ چې شهزاده ته د سپکاوي په تور دى عبدالله ته سزا ورکول شي، ددې په مقابل کې سيد، عبدالله ته امان ورکړ او بيا يې د مصر خديو ته چې د ترکيې په سفر راغلى وو پټ وروسپاره، سلطان دغه کار خپل سپکاوى وګاڼه، او افغان سيد د سلطان د عتاب نښه وګرځيد، هغه يې بندي کړ او ټول امتيازات يې ترې واخيستل، له بنده څو مياشتې وروسته، د دربار چارواکو داسې ښکاره کړه چې نوموړي ته د شونډو دننه خواته په ژامه کې د سرطان تکليف پيدا شوى،( د استانبول په زندان کې د سيد جمال الدين افغان روغتيايي حالت ورځ په ورځ خرابېده او دهغه درملنې ته هيڅ پام نه کېده، تردې چې په سرطان ناروغۍ اخته شو، او دغې ناروغۍ د هغه روح ته د هغه له کمزوري او ناروغ کالبد څخه د ملکوت اعلى په لورى پرواز ورکړ) ” ٩ مارچ ١٨٩٧ م ” انا لله وانا اليه راجعون ). ١٤

ځينې تاريخ ليکونکي په دې اند دي چې نوموړي ته يې زهر ورکړل شهيد يې کړ، او په دې اړه داسې ويل کيږي چې د ډاکټر جارح په واسطه چې جاسوس ګڼل کيده زهر ورکول شوي دي.

(د سيد جمال الدين له مرګه وروسته به، نوموړى ډاکټر همېشه غمګين، زړه تنګى اونا قراره ليدل کيده ، له خپلې کردې څخه ډير پښيمانه و او رنځيده) ١٥

د افغان سيد په اړه دا خبره ډيره په ځاى ده چې په قدر يې هيڅوک پوه نه شول،کله يې چې جسد له کلونو وروسته خپل هيواد ته را انتقال کړاى شو نو (د تدفين پر وخت کله چې صدر اعظم شامحمود خان د هغه هډوکي وليدل په ژړا شو، د هغه د کوپړۍ هډکى يې راپورته کړ او وچولى يې ښکل کړ او ويې ويل: خداى دى مونږ مسلمانان چې په ټوله اسلامي نړۍ کى مو ددې سړي په حق کې جفا کړې ده وبښي او د افغانستان ددولت نورو اراکينو هم دهغه د تدفين په مراسمو کى ژړل).١٦

يادونه:

دا ليکنه مې لس کاله مخکې ژوند مياشتينۍ او اصلاح انلاين ته ليکلې وه.

اخذ ليکونه:

١سيد جمال الدين افغان، شخصيت او افکار- ليکوال: شاه عبدالقيوم ،١٠ م مخ.

٢: اثار جمال الدين افغاني، قاضي محمد عبدالغفار ٨٥ م مخ

٣هماغه اثر، ١٣ م مخ.

٤: هماغه اثر، ٥-١٩ پورې مخونه

٥د سيد جمال الدين د ژوند لنډ تاريخ ،ليکوال; محمد ابو ريه ، ١٤ م مخ.

٦: د افغانستان تاريخ او خپرونى،محقق او ليکوال دکتور محمد حليم تنوير.

٧دكتر علي‌اصغر حلبي، تاثير سيد جمال الدين بر نهضتهاي آزاديخواهانه، www.mosleheshargh.com

٨: زمينه هاى تاريخى و سير انديشه اصلاح گرايىِ دينى سيدجمال الدين www.tapesh.com

٩دكتر مقصود فراستخواه سيد جمال الدين و نوانديشى ديني www.mosleheshargh.comarticle

١٠: د افغانستان تاريخ او خپرونى،محقق او ليکوال دکتور محمد حليم تنوير١٤ مخ.

١١اثار جمال الدين، قاضي عبدالغفار، ٤٥ مخ

١٢ : ( سيد جمال الدين افغان، شخصيت او افکار- شاه عبدالقيوم، ٥٠ م مخ)

١٣اثار جمال الدين، قاضي عبدالغفار، ١١٨-١١٩ مخونه

١٤: ( سيد جمال الدين افغان، شخصيت او افکار- شاه عبدالقيوم، ١٢١ م مخ)

١٥د افغان سيد جمال الدين د ژوند لنډ تاريخ، محمد ابوريه، ١٤٩ مخ.

١٦: د افغانستان تاريخ او خپرونى،محقق او ليکوال دکتور محمد حليم تنوير