• مجموعي کتنې: 98983

د بېګناه افغان بندي لپاره غږ!

311 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

د بېګناه افغان بندي لپاره غږ!

وحيدالله مصلح
اسدالله هارون، په ګوانتانامو کې وروستی افغان بندي دی، نوموړی دا ۱۲کاله کېږي چې امريکايانو بندي کړی، مدافع وکيل يې وايي چې هغه بې ګناه دی، هارون د وکيل نيولو لپاره يوازې ۹۰۰ ليکونه استولي وو چې يو يې هم رسېدلی نه و.

طالبان او اسدالله هارون!
د هارون خلاصون بايد يوه ټول شموله غوښتنه شي، هغه څه چې مهم دي، دا دي چې ايا طالبانو يې د بنديانو په لست کې کومه يادونه کړې که نه؟ هارون بايد له تنظيمي تړاو پورته د يو داسې افغان په توګه چې د امريکايانو د نظامي شتون مزاحم و، طالبانو ته هم يو مطلوبه قضيه وي، که طالبانو دا نوم په خپلو لستونو کې نه وي ځای کړی، دا په دې مانا چې هغوی د ټول افغانستان او افغانانو پر ځای يوازې د خپلو طالبانو لپاره فکر کوي، په همدې خاطر اړتيا ده چې هغوی په دې اړه جدي غوښتنه رامنځته کړي، دا مهال د هارون د خوشې کولو لپاره تر ټولو پياوړی غږ طالبان پورته کولی شي.

حکومتي غوښتنه!
افغان حکومت بايد د هارون د خوشې کولو لپاره خپل غږ پورته کړي، له بده مرغه له حزب اسلامي سره د خبرو اترو او توافق وروسته افغان حکومت د حزبي بنديانو د خلاصون په برخه کې خورا ناکام سياست درلودلی، دوی حتی له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره دا تجربه خورا شړېدلې او تيکه تيکه تر شا پرېښې او اوس چې کله هم د بنديانو د ځنډ په اړه خبره کېږي نو دا حتماً ورسره ويل کېږي چې که طالب بنديان بين الافغاني تفاهم ته پاتې کېږي نو انجام به يې همغسې وي لکه د حزب اسلامي د بنديانو... که افغان حکومت د افغاني حاکميت او ملي ارادې خبره لري نو هغوی ته بايد دا شرم وي چې افغان بندي لا هم بې ګناه په ګوانتانامو کې پروت دی، خو دوی يې د خوشې کولو يو تش غږ هم نه شي پورته کولی.
د هغه ورځې په هيله چې هيڅ افغان په بهرني قيد کې پاتې نه وي.