• مجموعي کتنې: 98924

کرونا سفرنامه؛ د رنځ کيسې او تجربې!

363 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

کرونا سفرنامه؛ د رنځ کيسې او تجربې!

وحيدالله مصلح
مور ته ودرېدم، دم يې کړم، ويل يې چې چېرته ځې زويه، مال چې ځم الحيات روغتون ته د ايما مجلس دی، ويل يې چې زويه نور دا مجلسونه راکم کړئ، کرونا ټول عالم په تريه کې اچولی، ما ورته وويل چې ببۍ جانې د ايما مجلسونو کې ډېر خطر نه شته، فاصلې هم مراعتوو او انتان ضد مواد هم استعمالوو، خو که افغان جاپان روغتون ته يې ورکړم نو بيا به تر څو چې هلته پر دنده وم نو کور ته به نه راځم، مخه ښه مې ترې واخېسته او له کوره ووتم.
دې وختونو کې د افغانستان اسلامي طبي ټولنې AIMA او عامې روغتيا وزارت پر دې تفاهم کار کاوه چې څرنګه د "ايما" تخصصي کادرونه افغان جاپان روغتون مديريت کړي او له دې خراب حالت نه يې راوباسي، د ايما رهبري هيئت په دې اړه مسلسل مجلسونه نيول او زه اړ وم چې برخه په کې واخلم.
مازيګر کاله ته راغلم، ورور مې نقيب الله راغلی و، مورجانې مې ورته ويلي وو چې بري ويل د کرونا په خاطر نور کور ته نه راځم، زما کورنی نوم بری دی! زه چې راننوتم، ورور مې را ته وويل چې دا مجلسونه نور انلاين کړئ، د کرونا خطر بېخي زيات شوی او تاسو چې ډاکټران يئ په دې باره کې بايد تر نورو ډېر حساس اوسئ، لږ مو سره بحث وکړ او بيا چې کله هغه تللو نو ويل يې چې ته د ايما له مجلسونو نه کلارېږې نو مور جانه او پلارجان زه له ځان سره خپل کور ته بوځم، کرونا د دوی لپاره تر مونږ او تاسو ډېره خطرناکه ده.

کرونا؛ زمونږ د کور نابللی مېلمه!
د مور او پلار تر تګ څو ورځې وروسته په کوټه کې ناست وم، ورور مې سعيدالله راننوت، ويل يې چې زما او د مېرمن مې د دواړو شامې حس کار نه کوي، دوی نو څو ورځې مخکې سردرد، ځان درد او تبې هم لرلې، مونږ عادي ځکه ګڼله چې زما دا ورور په مياشت دوه و کې يو ځل شديد سردرد پيدا کوي، خصوصاً کله چې سفر وکړي او دې ورځو کې هم له جلال اباد نه راغلی و. د شامې حس په اورېدو زه لږ هيښ شوم، زر مې خپل ګران ملګري ډاکټر سيد خالد راشد ته زنګ ووهلو، هغه او ډاکټر حکيم الله صالح دا مهال د يوه رضاکار ټيم په مشرۍ په افغان جاپان روغتون کې تازه بوخت وو، د شامې د حس او نورې لنډې تاريخچې مې چې ورته وويل نو ويل يې چې دوی بايد ځانونه عاجل قرنطين کړي او پر نورو روغتيايي پاملرنو مو هم مشورې وکړې.
د همدې ورځې تر ماسپښينه په ما کې هم د ځان درد او ناسازوالی پيدا شو، مېرمن مې او د کور څو نور اعضا هم په ورته حالت کې شول، بس د ټسټ لپاره مې د عامې روغتيا وزارت سروېلانس څانګې ته زنګ ووهلو، دا چې اعراض د کور په نورو کسانو کې هم وو نو زړه مې و چې د سروېلانس سيار ټيم راشي او سمپلونه واخلي، خو د سروېلانس څانګې له خوا توصيه دا وه چې د نمونې ټولولو نزدې مرکز ته ولاړ شو، نزدې مرکز يې د قلعه زمانخان د لېسې موقعيت راوښود، ماسپښين تر مانځه وروسته ورغلو، لېسه مو په پوښتنو پيدا کړه، د لېسې له پاس منزل نه يو پهره دار راغږ کړل چې څه خبره ده وروره؟ ما ورته وويل چې دلته د عامې روغتيا وزارت کوم ټيم نه دی راغلی؟ هغه راته وويل چې ۱۵ ورځې مخکې يو ټيم راغلی و، بيا څوک نه دي راغلي. بېرته مې سروېلانس ته زنګ ووهلو چې کيسه دغسې ده، هغوی وويل چې سبا ته به بل دقيق موقعيت در وښايو، په همدې مو سلا وکړه، سبا ته بيا نه هغوی زنګ را ووهلو او ما هم بيا زنګ ځکه ور ونه واهه چې مال بيا دغسې تش موقعيت ته پازاب نه شم.

زمونږ د مثبتو پېښو شوک!
دا چې دوه درې ورځې وروسته په افغان جاپان روغتون کې PCR لابراتوار فعالېده نو همغې ته مو صبر ښه وباله، پخوا به په دې روغتون کې له مشکوکو مراجعينو څخه يوازې نمونې اخېستل کېدې، دا نمونې به بيا مرکزي لابراتوارونو ته لېږلې کېدلې او دې پروسې خورا زيات وخت نيولو. خو کله چې هلته د ايما ټيم ورغی نو په لومړي قدم کې يې د تشخيصيه لابراتوار د فعالېدو په اړه کوټلي ګامونه واخېستل، PCR ماشين او ضمايم يې ټول نصب کړل او کېټونه يې ورته سپلای کړل.
په دې درې ورځو کې زمونږ د کور په لسو کسانو کې متفاوت اعراض راپيدا شوي وو، مونږ ته دا مهمه وه چې زمونږ په منځ کې مثبتې پېښې بايد معلومې شي تر څو په کور کې د قرنطين وګړي او ساحه مشخصه کړو. روغتون ته لاړو، دا د لابراتوار د فعالېدو دويمه ورځ وه او مراجعين يې لکه د اوس وخت دومره زيات نه وو، نمونې مو ورکړې او سبا ته نتيجه راغله چې ټول مثبت يو.
د روغتون د لابراتوار مسئول متخصص مايکروبيالوجېسټ ضياالرحمن حسن خېل صاحب چې خبر راکولو نو اوس مې هم زړه ورته دعا کوي، لومړى يې د تکليف پوښتنه وکړه، بيا يې ډاډېنه راکړه او بيا يې د مثبتو پېښو راته وويل.
په پيل کې مو سخت روحي ټکان وخوړ، هغه مهال کرونا دغومره عامه نه وه، کرونا د وايروسي وبا تر څنګ يوه شديده رواني وبا هم وه، ما هم ځان ډاډه ښوده او هم مې ځان تکيه کړ، ټولو ته مې د کرونا د خفيف سير وويل خو د صحي پاملرنو په اړه مو جديت غوره کړ، سمدستي مو قرنطيني کوټې مشخصې کړې او تقويتي او غذايي رژيم مو پيل کړ. د کور دننه قرنطين هلته سر وخوړ چې ډېر زر د کور ټولو اعضاو کې اعراض او نښې پيل شوې، بيا نو د کور په داخل کې قرنطين له امکانه ووت. خو د بېرون سودا لپاره مو داسې څوک وټاکه چې هغه اعراض نه درلودل او نور ټول په کاله بند پاتې شول، زمونږ د کور واړه د بېرون او پلورنځيو سخت عادت دي، خو هغوی ته هم خدای صبر ورکړ او چې د وتلو به يې وويل مونږ به ورته وويل چې بېرون کرونا ده، بيا به پاتې شول.
په دې ټوله موده کې مې ورور نقيب الله سره له دې چې خپله يې ټوله کورنۍ قرنطين کړې وه، خو زمونږ له مريضۍ وروسته به ښار ته تللو او مونږ لپاره به يې خوراکي مواد هرو څو ورځو کې راپوره کول، د ورور مينه په دې وخت کې سخت روحي دلاساينه وي.
مونږ مخ په ښه کېدو وو، اعراض په کمېدو وو، يو مازيګر مې ورور نقيب الله زمونږ کور ته خوراکي مواد راوړي وو، بېرته چې کور ته تللی و، د شپې پرې ځان درد او تبه راغلې وه، او په سبا بيا نری د ستونی درد هم ورته پيدا شوی و، يوه شپه يې سخت پازاب کړی و، په سبا يې ټسټ ورکړ او چې نتيجه يې راغله نو مثبت و، دې وخت کې نو د هغه په کورنۍ کې هم اعراض او علايم راڅرګند شوي وو، هغه او د کور نورو غړو هم درمل او روغتيايي رژيم پيل کړ، اوس نو مونږ ټول ورونه خپل مور او پلار ته خفه وو، هغوی هم د عمر له لحاظه په خطر کې وو او بله دا چې مورجانه مې د زړه تکليف لري او په منظم ډول دوا خوري. له بده مرغه په هغوی کې هم د کرونا اعراض راڅرګند شوي وو.

کرونا؛ زمونږ تجربه او مهم کارونه!
لومړی؛ څوک، څوک مو خبر کړل؟
تر هر څه لومړی مونږ دا وکړل چې د کرونا مثبتې پېښې مو له خپلوانو، ملګرو او خپلو کاري ځايونو نه پټې نه کړې، او دا د دوه موخو په خاطر؛ يو دا چې که څوک له مونږ سره په دې ورځو کې په تماس شوي وي چې هغوی خپل قرنطيني شرايط او صحي پاملرنې مراعت کړي او دويم دا چې زمونږ شناخته بايد پوه شي چې زمونږ کرونا ټسټونه مثبت دي؛ نو له مونږ سره په تماس کې بايد د خپلې روغتيا خيال وساتي، معنا؛ نه درځم نه به راځې!

دويم؛ پیاوړې روحيه!
په کرونا وبا کې ډېره مهمه دا ده چې اخته انسان بايد خپله روحيه پياوړې وساتي، الحمدلله زه له همغه پيل نه په مورال کې وم، زمونږ په کور کې ټول اعضا اخته شوي وو، ما به هر څاښت او هر ماخوستن د خپلو ورونو، لورګانو او زامنو احوال اخېسته، د فاصلې په نيولو به مې ټولو ته ډاډ ورکولو، د مرض د خفيف سير په اړه به مو معلومات شريکول، د درملو د سم خوراک، غذايي رژيم او مايعاتو اخېستلو په اړه به مې پوښتنې وکړې او له هر يو سره تر لږ مجلس وروسته به بېرته خپلې کوټې ته راتلم. په دې ډول الحمدلله ټول کور د مورال په همغږۍ کې و او ټول پر دې متيقن وو چې الله تعالی ښه کوونکی دی او که مونږ روغتيايي پاملرنې عملي کړو ژر به ښه شو، ان شاالله.

دريم؛ متفاوت اعراض!
زمونږ په کور کې د هر چا اعراض او علايم متفاوت وو، په مجموع کې به له لاندې اعراضو څخه ځېنې په يو نفر کې موجود وو:
ځان درد، ملا درد، سر درد، تبه، سړه لرې، نری د ستوني درد، وچ ټوخی، اسهال او زړه بدوالی، د شامې او ذايقې حس ختمېدل يا کمزوري کېدل او ستړيا.
د نوموړو اعراض شدت معمولاً زمونږ د کورنۍ په غړو کې له څلورو تر اوو ورځو و او بيا په کرار کرار ټولې نښې کمېدې. خو يوازې زه ټوخي تر ډېرو ورځو پازاب کړم.

څلورم؛ اړتيا وړ درمل!
ما تر نمونې او معاينې څو ورځې مخکې ټول کور ته کرونا اړوند درمل واخېستل، او دا د دې په خاطر چې د کرونا مثبت کېدو په صورت کې مونږ ته بيا پر کاله پاتې کېدل غوره وو، کرونا مثبت چې څومره ګرځېږي نو د کرونا انتشار ورسره په تصاعد کې پورته خېژي. په درملو کې لاندې دوا شامله وه:
ازېترومايسين، پاراسيتامول ګولۍ، ويټامينونه (سربېکس زي، ويټامين سي او ويټامين ای)، زېنک ګولۍ، هايډريلين شربت، او آر ايس، او د تبخير لپاره منتول لرونکي وېکس. يو څو پاکټه کلوروکوين مو څو ورځې مخکې له جلال اباد څخه هم راغوښتي وو.

پنځم؛ روغتيايي خواړه!
په غذايي رژيم کې صحي خوړو ته ډېر پام په کار دی، زمونږ ډېر ترکيز پر مايعاتو و، يخني، سوپ او ګرم چای استعمالول انسان پياوړی کوي. له دې سره په څنګ کې شنه مېوه په ځانګړي ډول هغه چې ويټامين سي لرونکي وي بايد په دې مرض کې په مناسب ډول وخوړل شي. دا چې رمضان مياشت وه، او ولږه د کرونا په مقابل کې بدن کمزوری کوي نو زمونږ په منځ کې هغوی چې اعراض يې درلودل هغوی د اعراضو تر ښه کېدو يا کمزوري کېدو پورې روژې ونه نيولې، ځېنو شيخي کوله خو ما به پرې رابړچ وهل چې که خدای ژوند در کړ هم به دا قضا پوره کړئ او هم به نور رمضانونه خدای درباندې راولي. الحمدلله پر دين مې خدای ښه سم ذهن خلاص کړی، په مريضۍ کې د نه روژه کېدو په اړه د الله تعالی له لورې اجازه تر ټولو مهمه ده، الله تعالی پر خپلو بنده ګانو له اوياو مېندو ډېر مهربان دی او مينه ورسره لري، مونږ د خپل رب شکر نه شو ويستلی.

شپږم؛ طبيبي نسخه!
يو مازيګر استاد دوکتور عبدالصبور فخري زنګ راووهلو چې پر څه مهمو موضوعګانو مجلس ته راشه، ما ورته وويل چې دغسې اعراض مې پيدا کړي او په کور کې قرنطين يم، هلته په مجلس کې بيا شيخ القرآن مولانا عبدالصبور صاحب خبر شوی و، ماخوستن يې زنګ را ووهلو، پوښتنه يې وکړه او بيا يې وويل چې په دې مرض کې چې د لونګو يا نعناع د تېلو څو څاڅکي په اوبو کې جوش شي او بيا يې تبخير له پزې او خولې کش شي نو ګټه لري، د دې شيانو تېل خو مونږ کره نه وو، خو ورځ دوه وروسته استاد دوکتور صفت الله قانت صاحب خبر شوی و، زنګ يې راوواهه له پوښتنې وروسته نوموړي هم د لونګو د تبخير راته وويل، او بيا يې وويل چې تاسو خو قرنطين يئ زه به يې چاره درته وکړلم، قدرمن استاد بيا تورې دانې او لونګ دانې راولېږلې، مونږ به بيا تورې دانې په شاتو کې ګډولې او خوړلې مو او لونګ دانې به مو په اوبو کې جوشولې او تبخير به مو کش کولو، دا وطنۍ نسخه ډېره ګټوره وه.

اوم؛ الله تعالی ته رجوع!
د مرض د شدت په پام کې نيولو سره عباداتو، اذکارو او تلاوت ته وخت ورکول انسان ته خورا ډېر ډاډ ورکوي، يو خو زمونږ خوږ پيغمبر صلی الله عليه وسلم مرض او مصيبت د مسلمان لپاره د ګناهونو رژوونکی بللی او بل دا چې انسان خورا ډېر مطمئن کوي، دا بېخي ژوندۍ تجربه ده، دغسې وختونه د خدای او بنده تر منځ د اړيکو رغېدلو او پياوړي کولو ډېر مناسب وخت وي. کله چې يو انسان په مرض کې خدای ته رجوع کوي، مآثوره دعاګانې لولي، تلاوت کوي، لمونځ کوي او صدقې ورکوي نو دا کس چې له دې شېبو کوم خوند اخلي دا مادي نه اندازه کېږي خو د زړه دنيا پرې ډېره باغ باغ وي، پر الله باور انسان سخت پياوړی کوي، د ټولو وسايلو په کارولو ځان الله تعالی ته سپارل انسان مطمئن کوي او له رواني پلوه يې روغ ساتي. الحمدلله خدای راته په دې رمضان کې تر نورو رمضانونو ډېر دا توفيق راکړ، د الله زر وار شکرونه.

څو احساسي خاطرې!
مخکې مې يادونه وکړه چې الحمدلله زما او زمونږ د ټولې کورنۍ روحيه ډېره ښه وه، خو دا مرض داسې يو بې تبلکه مرض و چې زما زړه په کې ډېر نری شوی هم و، کله چې د قلعه زمانخان د نمونې ټولولو له مرکز څخه راستانه شو، پر سبا مې مور مې زنګ راوواهه، ويل يې زويه څنګه يې؟ دې وخت کې نو زما ځان سخت درد کولو، او ډېر مې زړه راډک و، ځان مې رانېغ کړ او په تازه ستوني مې ورغږ کړ چې ببۍ جانې السلام عليکم او دې سره مې ستونې کېناست او خوله مې لاړه، زر مې مبايل ګل کړ هغې بيا زنګ راوواهه خو ما کې د بيا اوکی کېدو شيمه نه وه. په سبا او نورو ورځو کې مې بيا ورسره ډېرې ډاډه خبرې کولې او سره له دې چې مونږ به په تکليف وو خو هغوی ته به مو ځانونه رک روغ ښودل، هغوی به بيا خوشحاله وو.
زمونږ تر مرض مخکې چې مور او پلار مې له نقيب الله سره لاړل، سبا ته ښار ته لاړم، د کور سودا پسې وګرځېدم او مازيګر چې راغلم، ستړی وم لور مې چای راوړ، لمر تلويزيون چينل مې ونيوه، منګل استاذ لګيا و، چې:
در نه لرې مسافر يم خوږې مورې
در په در خاورې په سر يم خوږې مورې
کوچنۍ لور مې غوښتل چينل بدل کړي ما ورته وويل چې مه، پرېېږده! سترګې مې ډکې شوې، لور مې په ژړا له کوتې منډه کړه او ما پر سر توس راکش کړ. مونږ ټولې کورنۍ ته مورجانه بې شانه ګرانه ده او لرې والی يې ټولو ته سخت دی. جالبه وه، لور مې هلته په خپلې کوټې کې ژړل او ټولو داسې فکر کولو چې ګنې ما ورته غوسه کړې.
زمونږ پلار جان ډاکټر دی، هغه به هر وخت زنګ راوهلو او پوښتنه به يې کوله، هغه د حوادثو په وړاندې لکه غر کلک انسان دی، مونږ ته به يې خورا ډاډ راکولو، پلار مې يو عابد، ذاکر او الله تعالی ته رجوع کوونکی او دعاکوونکی شخص دی، هغه د ورځې او شپې په ځانګړو وختونو کې ځانګړې دعاګانې کوي، مونږ په رواني لحاظ تر دوا ډېر د پلار او مور پر دعا تکيه وو، هغه به چې زنګ راوواهه او څو خبرې به يې وکړې مونږ ټول به ورسره تازه شو. مورجانې بيا راته ويل چې پلار مو کله خدای ته دعا کوله نو په ژړا کې به وشټکېده.
په پيل کې چې تازه اعراض پيل شول، ما په يوه واړه کاغذ کې يو کوچنی يادښت ليکلی او هغه مې د بزنس کارتونو په يوه بسته کې ايښی، نو مېرمن ته مې وويل چې هغه د بزنس کارتونو بسته راواخله، چې هغه ياداشت لږ تازه کړم، خو نه پوهېږم مېرمن مې هم جرائت ونه کړ او ما هم بيا يادونه ونه کړه.
په لومړيو ورځو کې ما خپل اولادونه له خپلې خونې منع کړل، وروستي او کشري مې زامن دي، هغوی په لږو فاصلو کې زيږېدلي وو، ډېر شوخان دي، او سخت راته ګران دي، هغوی به چې کوټې ته رامنډه کړه ما به پرې غږ کړ چې راننه نه وځئ، پښه به يې ونيوله او بېرته به لاړل، داسې ښه منونکي شوي وو، هغوی به لاړل خو زما زړه به ورسره وران شو. ما به ويل چې خدای اوس دا مرض زر ښه کړي چې دوی لکه پخوا په غېږ کې ونيسم، شوخي ورسره وکړم او ډېر ډېر يې ښکل کړم.
په دې مرض کې مې د سپين کوچي صيب شعري ترنمونه ډانلوډ کړي وو او هغه به مې اورېدل، ډېر مې ورسره زړه کرار و، هغه د ذوقونو شاعر دی او ځېنې شعرونه يې په خوږو ترنمونو کې ويل شوي، زړه ته لار کوي او د ذوق تنده پرې ماتېږي.
د دوستانو، ملګرو او خپلوانو له خوا د تليفانه او انلاين احوال اخېستنه انسان ته ډېر ډاډ ورکوي، زمونږ ټولو خپلوانو هره ورځ پوښتنه کوله، د جمعيت اصلاح کوم ملګري او استادان چې خبرېدل نو حتماً يې احوال اخېسته، نور ملګري چې خبرېدل هغوی ټولو پوښتنه کول، والله داسې ملګري هم وو چې ويل يې په رمضان کې مو خدای ته ژړا کوله او تاسو ته مو دعا کوله.
د دې ټولو دواګانو او دعاګانو په پايله کې الله تعالی خپل احسان وکړ او نن له دې وبا نه خدای روغ کړو، لويه ربه ستا ډېر شکرونه دي، زمونږ ژوند خاص تا لپاره کړې او پر مونږ يې د قيامت په ورځ دليل ونه ګرځوې!

يادونه:

نوموړې ليکنه د ۲۰۲۰ جون په لومړۍ نېټه ليکل شوې وه.