• مجموعي کتنې: 98918

جګړه او سوله؛ د مشروعيت لنډه پرتله!

310 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

جګړه او سوله؛ د مشروعيت لنډه پرتله!

وحيدالله مصلح

په افغانستان کې دا جنګ دومره اوږد او دومره د ژوند برخه ګرځېدلې، چې خلک نور د دې جګړې د پای لپاره د معجزې په تمه دي، د دې جګړې تراژيدي همدا ده، چې دلته د شورويانو تر ويستلو وروسته تر دې دمه په هيڅ مرحله کې سوله د يوې ملي او مشروع قضيې په توګه نه ده منل شوې، هر مهال د سولې په مقابل کې شرعي استدلال شوی، هغه مهال چې دلته بهرنيان هم نه وو د جنګ په اړه ښکېلو خواو له شرعي نصوصو خپل منطق وايه، نو په دغسې يوې جګړې کې، چې د جنګ د مشروعيت لپاره ښکېلې خواوې پراخه استدلال کاروي، سوله په کې اصلاً مشروعيت نه مومي او د سولې لپاره خبرې اترې هم د جنګ په منطق کې وزن نه لري.

زمونږ اوږده جګړه او د سولې موقعيت!

په تېرو څلوېښتو کلونو کې د جنګ لوريو تل يوازې جنګ ته د مشروع قضيې په سترګه کتلي، هيڅکله د دې هڅه نه ده شوې، چې سوله هم د يوې مشروع قضيې په توګه تعقيب او تطبيق کړي، کله چې د داودخان په کودتا کې چپي واکمنانو پر اسلامي نهضت قيامتونه راښکی کړل او هغوی په کې پاکستان ته کډوال شول نو په کابل کې زندانونه او اعدامونه شروع شول او له ښکته د اسلامي نهضت په ليکه کې ځوانانو وسله وال غبرګونونه غوره کړل.

کله چې د نهضت يوه مشر په سعودي کې د افغان سفارت د کارکوونکو له لارې له کابل سره د خبرو اترو کانال جوړ کړ، ښکته بيا د جوانان مسلمان د کرښې ځوانانو نوموړي مشر ته ستغې سپورې وويلې او له کابل سره يې د خبرو اترو کانال په ټپه ودراوه، له همدې مبدا د سولې او خبرو اترو قضيه په اسلامي جريان کې وټکېده او بيا تر پايه همداسې ټکېدلې لاړه.

د نجيب د واکمنۍ په جريان کې هلته چې شورويان له هېواده وويستل شول، د سولې قضيه همدغسې بابيزه واخېستل شوه او هر تنظيم کابل اداره لاسپوڅې وبلله، او پای چې کله همدوی کابل ته ننوتل هر يو د همدې لاسپوڅي او کمونيستي حکومت له کمونېستو جنرالانو او ملکي چارواکو سره په ژوره اړيکه کې کابل ته ننوتل، تر اوسه سړی دغه تضاد ته حيرانېږي، چې استاد رباني له جنرال دوستم سره په ايتلاف کې ارګ ته ننوت او په بله مرحله کې حکمتيار صاحب له جنرال دوستم سره په ايتلاف کې هماهنګي شورا جوړه کړه، خو همدوی له نجيب سره د خبرو اترو ښکاره کانالونه څومره له خپل شانه ټيټ بلل، که هغوی له نجيب سره سوله کړې وای نو ښايي نه د کابل او وطن داخلي جګړې پېښې شوې وای او نه به مو د دولت بنسټونه ورانېدل. مجاهدينو په خپلو منځونو کې هم سوله ونه کړه او په بله مرحله کې بيا طالبانو او تنظيمونو هم په خپلو منځونو کې يوازې جګړې وکړې او سوله يې ونه کړه.

حامد کرزی، طالبان او سوله!

کله چې امريکايانو کابل سقوط کړ او طالبانو په کې خپل اسلامي امارت ړنګ وليد نو د کرزي په لومړۍ واکمنۍ کې يې ځانونه بېرته راټول کړل او په کرار يې د نظام او بهرنيانو په وړاندې غلچکي بريدونه پيل او پراخ کړل. په لومړيو کې حکومت او بهرنيانو دا هر څه بابيزه ګڼل، خو د کرزي په دوهمه ولسمشرۍ کې ډېر زر د طالبانو د غلچکيو بريدونو درانه حتی د ارګ په شاوخوا کې درک شول، لوی لوی غلچکي بريدونه تر سره شول او له همدې امله حکومت ډېر زر د طالبانو د تسليمۍ لپار هغه لومړني حکومتي بنسټونه ملغا کړل او د سولې عالي شورا يې رامنځته کړه، پر طالبانو يې د سولې او خبرو اترو غږ وکړ خو طالبانو د دې ټولو په مقابل کې په خورا بې اعتنايۍ خپل بريدونه په شور کې وساتل. د سولې په اړه د کرزي دواړه دورې د کوم تعريف شوي ميکانېزم او منل شوې جامع طرحې لرونکې نه وې، يوازې به پر طالبانو د خبرو اترو غږ کېده او د سولې عالي شورا هم د مالي شوړو په بيروبار کې خپله کاته لرله.

ولسمشر غني او سوله!

د ولسمشرۍ په کمپاين کې د محمد اشرف غني غټه دعوه د سولې راوستل وو، کله چې غني ولسمشر شو، هغه د سولې لپاره لومړنی هدف اسانه وټاکه او له حکمتيار صاحب سره يې خبرې اترې د سولې منطقي انجام ته ورسولې. په دويم قدم کې يې بيا له طالبانو سره د خبرو اترو ټول اصلي مسيرونه له ارګه تېر کړل او د سولې شورا په کې ډېره سمبوليکه پاتې شوه، هغه په همدې لړ کې د سولې يوه واضح او جامع طرحه جوړه کړه او دا دی اوس يې د ښه نيت په موخه يو طرفه اوربند هم اعلان کړ.

دا ټولې کړنې د سولې لپاره د حکومت عملي قدمونه دي او حساب پرې کېږي. په دې برخه کې سره له دې چې طالبانو خپله جګړه په همغه شدت کې ساتلې خو په سياسي لحاظ يې د افغان حکومت د سولې طرحې په وړاندې د خاموشۍ په غوره کولو سره د يو ډول تغير زيګنال ورکړی.

نجيب او غني؛ د سولې او جګړې شباهتونه!

کله چې د ولسمشر غني سوليز پروګرامونه او قدمونه سړی ګوري او په تاريخي ډول د سولې دغه پروسه د هېواد په تېره څلوېښت کلنه اوږده جګړه کې له بېلابېلو مرحلو سره پرتله کوي نو د سولې په برخه کې د ډاکټر نجيب الله او محمد اشرف غني د حکومتونو ډېر ورته والی کتل کېږي:

لومړی؛ د نجيب د واکمنۍ پر مهال، د افغان ملت د جهاد له امله شورويان ويستل شوي وو خو بيا يې هم د مشاورينو او روزونکو په نوم دلته شتون درلود اود نجيب الله حکومت يې په اقتصادي، نظامي او سياسي برخه کې حمايه کاوه. په اوسني حکومت کې هم د امريکايانو محاربوي ځواکونه بېرته خپلو بارکونو ته تللي او دلته دم ګړۍ امريکايانو خپل شتون د مشاورينو، افغان پوځ د روزونکو او امريکايي سفارت د حفاظت په پلمه ساتلی.

دويم؛ ډاکټر نجيب د ملي پخلاينې پروسه يو طرفه پيل کړې وه، وخت په وخت به يې اوربندونه اعلانول او د افغان مهاجرينو د راستنولو لپاره يې تشويقي بستې په پام کې نيولې وې. اوسني حکومت هم د سولې لپاره جامع طرحه اعلان کړې او دا دی په تېرو اولسو کلونو کې يې د لومړي ځل لپاره يو طرفه اوربند هم اعلان کړی.

درېم؛ د نجيب د حکومت په دوران کې له جهادي تنظيمونو سره په بېلابېلو کچو او هېوادونو کې د خبرو اترو پټ کانالونه فعال شوي وو. اوسني حکومت هم په ځېنو سطحو کې د طالبانو له يو شمېر قيادتونو سره اړيکې ټينګې کړي.

څلورم؛ هلته د نجيب د حکومت پر مهال هم دغه کانالونه پټ وساتل شول او هغه مهال هيچا د دې اړيکو په اړه اقرار نه کاوه او اوسمهال هم خصوصاً طالبان له دغسې اړيکو انکار کوي.

اوږده جګړه؛ سوله ولې مشروع نه ده؟

په هر صورت زمونږ د اوږدې جګړې په متن کې دا مدعا بېخي ثابته ده چې په دا اوږده دوره کې سوله او د ښکېلو خواو تر منځ خبرې اترې مشروع قضيه نه ده ګڼل شوې، بلکه دلته جنګياليو تل سوله د تسليمۍ په معنا تعبير کړې چې همدا د جګړې او سولې اړيکه ډېره پېچلې کوي او بدمرغي له همدغه ځايه سرچينه اخلي، دا پوښتنه خورا پېچلې ده چې په افغانستان کې ولې اسلاميون د سولې په اړه دغسې بې برنامې دي او دا چې ولې سوله عملاً مشروع نه بولي؟ ښايي ځېنې عوامل يې په لاندې ډول وي:

لومړی دا چې اسلامي جريانونه له اسلامي سرچينو يوازې د جګړې د مشروعيت استدلال او منطق رااخلي، خو د سولې د منطق راټولولو لپاره ښايي دغومره زړه راښکون ونه لري، کېدای شي دا نه راښکون په کلتوري او سليقوي برخوردونو کې ريښه ولري.

دويم دا چې که جنګي لوري خبرې اترې کوي نو دا پروسه د جنګياليو پر روحيه بد اثر لري، همدا لامل دی چې د جګړې لوري تل د خبرو اترو پټې اړيکې همداسې پټې ساتي.

درېم دا چې له بده مرغه د افغانستان په ټولو نظرياتي ډلو کې هغه که چپي دي که اسلامپالي يا ملتپالي، دوی ډېری د ګډ کار او يو بل د منلو وړتيا نه لري، او دا هر څه د سولې په وړاندې خنډ دی.

څلورم دا چې په افغانستان کې اکثريت نظرياتي لوري يو د بل په وړاندې د حذف او د له منځه وړلو سياست لري، دوی تل خپله بقا د نورو په ختمولو کې لټوي، دوی واک او ځواک په بشپړ ډول خپل حق بولي، نور په کې نه شريکوي او دا سوله وژني.

پنځم په وطن کې د بهرنيو ځواکونو شتون او هغه هم چې کله ترې افغان حکومت غوښتنه وکړي نو نظامي عمليات تر سره کوي، په دغسې حالت کې جنګي لوري له افغان حکومت سره تر سولې مخکې له همدغو بهرنيانو سره خبرې اترې مهمې بولي.

شپږم دا چې که بهرنيان بېخي شتون هم ونه لري او ووځي نو که په دې صورت کې طالبان له افغان حکومت سره خبرې اترې کوي، هغه به له دوه حالتو بهر نه وي، يا به موجوده سېسټم ته داخلېږي او د واک شريکان کېږي به او يا به خبرې اترې د دې لپاره کوي چې د نظام په اړه خپل تصور تطبيق کړي او هغه د حکومت لپاره د اسلامي امارت تعريف دی، نو په دې صورت کې به بيا هم خبرې اترې خورا پېچلې وي او سوله به ډېر لرې هدف وي.

د خبرو اترو رد او پر اسلامپالو يې اغېزې!

د افغانستان د اسلامپالو دوه لوی خامۍ خپله اسلامپالو ته ډېرې ورانوونکې وې، لومړی دا چې دوی سولې ته د يو سټراټيژيکې وسيلې په سترګه نه کتل، دوی سوله د يو حقيقت په توګه نه تسليموله او دوی سوله د مسايلو حل نه ګاڼه. دويم دا چې اسلامپالو د تر جنګ وروسته مرحلې لپاره د حکومتولۍ تابيا او تياری نه درلود، دوی په دغه مرحله کې سخت فقر سره لاس او ګرېوان وو، همدا لامل وو چې مشروع جنګ پای ته ورسېد او دوی په کې بيا د غير مشروع جنګ رضاکاران شول.

خبرې اترې او په نهايت کې سوله د افغان اسلامپالو د نقد يو لوى مورد دى، په تېره نزدې نيمه پېړۍ کې اسلامپالو د خبرو اترو او سولې اکثره مناسب فرصتونه د جنګي حالت په ځانګړي غرور کې بايللي؛ هغه جنګي حالت چې تلپاتی نه وي او د سيمې او نړيوالو فکټورونو په ادلون بدلون کې اثر منونکى وي، بالاخره جنګي ضرورت پاى ته ورسېږي خو د سولې مناسب وخت او ځاى نور د ماضي کيسه وي، او بيا په کې د ازادۍ جنګيالي جنګسالاران، پاټکيان، افراطيان او ترهګر شي.

سوله او خبرې اترې خپل مناسب وخت او چاپېريال غواړي، کله چې ته په قوت کې يې نو ستا د سولې ډيپلماسي بيا زور او منطق لري، خو که ته له ځواکه وغورځېږې که بيا هر څومره منطق درسره وي نو غږ دې بيا زور نه لري. پر افغان اسلامپالو همدا کانه څو ځل شوې، دوی په څو اصلي وختونو کې پر سولې غرور وکړ او وروسته يې بيا په خپلو منځونو کې خپله خپل غرور توياوه.

کله چې په هر حالت کې جنګ وي نو بيا حکومتولي سر وخوري او د اسلامي حکومت ټول ارمانونه وغورځېږي، او بيا زمونږ اسلامپالو خو چې د اقصی او بخارا د ازادۍ کيسې کولې نو هغه سخت په کې بې نرخه شي.

د جنګ په اوږدېدو سره د اسلامپالو نظرياتي حيثيت په قومي او ژبنيو کليشو کې وغورځېږي او بيا دوی هر يو لګيا وي اجتماعي عدالت په فاشيستي تفسير کې تشرېح کوي او دې لپاره د سپېڅلي قرآن او احاديثو پانګه استعمالوي.

د جنګ په اوږدېدو سره همغه ملت چې دوی يې د اشغال په وړاندې حمايه کول نور مخ ترې اړوي، ملت هم نور صميمي او يو موټی ملت نه پاتېږي او د ملي يووالي رمزونه بې نوبته رانړېږي.

که په مناسب وخت کې سوله ونه شي، او د جنګ نړيوال فکټورونه ټول ستا له هېواده خپل ځانونه په ډراماټيک ډول راټول کړي، ګاونډيان دې هم تا پر جنګ ژوندی ساتي نو بيا به بهرنی عسکر نه وي خو ته به جنګ ته استدلال لټوې او جنګ به کوې. دا خو زمونږ د اسلامپالو تر ټولو بدرنګه ماضي ده، کابل په همدې سناريو کې وسوځېد او وروسته د امريکايانو تر بريده دې جګړو دوام وکړ.

که په خپل وخت کې سوله ونه شي نو بيا به ته حتماً جنګ کوې او چې جنګ څومره اوږدېږي نو ستا حيثيت به غورځېږي، ملت به درباندې حساب نه کوي او په دغسې يوه حالت کې به په نړۍ کې هم اعتبار نه لرې، اسلامپالي همدغسې حالت کې پاتې شول.

نو څه په کار دي؟

په داسې حال کې چې په قرآني او نبوي لارښوونو، اسلامي فقه، نبوي سيرت او اسلامي تاريخ کې مونږ تر هرې جګړې  وروسته د سولې او خبرو اترو استناد او استدلال لرو، سره له دې چې مونږ د سولې په اړه شرعي سرچينو کې ډېر مسايل لرو، خو د سولې فقه لکه د جنګ د فقهې هومره غني نه ده، نو ځکه دغه د سولې بحث بايد لکه د جنګ د فقهې د يو خورا لوی فقهي بحث په توګه وڅېړل شي، او دغه قضيه بايد د يوې عزتمنې حل لارې په توګه مطرح شي، نبي عليه السلام چې کله د حديبيې سوله کوله نو په قرآني تعبير کې دغه لويه سوله فتح مبين ونومول شوه. نبي عليه السلام په دغه سوله کې د يوه يقيني جنګي سفره راستون شو، او سره له دې چې د سولې دغه پروسې د نبي عليه السلام ملګري په رواني لحاظ متاثر کړل خو حضرت محمد صلی الله عليه وسلم بيا هم د يو ښه راتلونکي فکر کړی وو او سوله يې لومړيتوب وګاڼه.

په افغانستان کې بايد جنګي لوري د سولې په اړه خپل ليدلوری په ديني او ملي دواړو کچو له سليقو او ضدونو راوباسي، د خبرو اترو کانالونه دې د دې عزيز او ځپلي ملت د اوږدی جګړې د پای ته رسولو په خاطر نه ردوي، خبرې اترې د غوټې د خلاصولو مناسبه لار ده، يو ځل چې خبرې شروع شي ټولو شرايطو ته حل لاره ټاکل کېدای شي، او که خبره د جنګ شي نو دا جنګ نه حکومت ګټلی شي او نه يې مخالفين، پېړۍ که سره ډزې وکړي پای به قرباني به ملت وي او ګټونکي به يوازې د مرميو تمويلوونکي.