وحيدالله مصلح
استاد دوکتور عبدالباقي
امين بالاخره د بند او تړلي ذهنيت او مرموزو وژونکو لاسونو قرباني شو.
استاد د اسلامي اصيل
فهم او وسطي فکر څښتن و، هغه هېڅکله غلو نه کوله او منځنۍ لار يې نه پرېښوده.
ډېر خلک به دوکتورا لري
خو دوکتور صاحب په کې داسې و چې پرله پسې ژوره مطالعه يې درلوده. هغه د مسايلو په
اړه منفرد نظر درلود او د چا اثر يې نه اخېست. هغه کليشه يي نه و او په خپلو
متمايزو نظرونو او افکارو يې د ټولنيز جمود او بندو کليشو د ماتولو هڅې کولې، ما
له هغه د ازاد فکر کولو روحيه اخېسته.
دوکتور صاحب د پرانيستي
تفکر پلوى و، د انحصار او استبداد ټکوونکى و او خلاص مجال يې د ټولنې د پرمختګ
لپاره ضروري باله.
استاد له مسايلو سره په
سړه سينه برخورد کولو او له رسنيو او وګړو سره په جروبحث کې به يې خپل زغم او
حوصله نه بايلله.
استاد د تغير او اصلاح
لپاره د سياسي کار سخت پلوى و، تېر کال چې د پارلمان ټاکنې وې استاد ورته په همدې
موخه ځان کانديد کړ، خو هغه ټاکنې چې د ګڼو مياشتو په ځنډ اعلان شوې؛ هلته دا مهمه
نه وه چې رايې څومره دي، هلته دا مهمه وه چې رايې څوک شمېري.
استاد د سټراټيژيکو او
سيمه ييزو څېړنو مرکز
CSRS رئيس پاتې شوى و، د هغه
د رياست پر مهال سټراټيژيک مرکز لا ډېر علمي او اکاډيميک شو، استقلال او بې پرېتوب
ته يې ډېر کار وشو او له ډېرو مطالعاتي مرکزونو سره د تجاربو او پوهو پر شراکت
اړيکې ايجاد شوې.
زه د دې شاهد يم چې
استاد څومره د سولې ارمانجن و، زه له دوکتور صاحب سره څو کاله سټراټيژيک مرکز CSRS کې همکار پاتې شوى يم، هغه تر حد پورته د سولې
په قضيه کې فعال و، د نوموړي د رياست پر مهال په داخل او خارج کې ډېرى سيمنارونه،
ګردي مېزونه، د مرکز له خوا مقالې، کلني راپورونه، کتنې، سروې ګانې او نور ډېر
مېتودونه او فعاليتونه د سولې پر قضيې راټول وو.
ښايي استاد به د همدې
ګڼ بعدي جنګ د ريښه يي درولو او سولې ته د اساسي کار له امله په نښه شوى وي.
دا جنګ به ورک شي او
سوله به راشي خو تر هغې به د استاد په څېر ډېر پوهان تر خاورو لاندې شي، دا ډېر
لوى قيمت دى.
انالله وانا اليه
راجعون
اللهم
اغفر له وارحمه ولا تعذبه ونور قبره واجعل الجنت مثواه
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.