• مجموعي کتنې: 144555

ترکي سره مڼه؛ غربي رسنۍ ولې غوسه دي؟

1002 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

ترکي سره مڼه؛ غربي رسنۍ ولې غوسه دي؟

وحيدالله مصلح

د ترکيې جمهوري رياست د اړيکو دفتر دا ويډيو د سرې مڼې "Red Apple/ Kizil Elma" په ياد کې خپره کړې، د دې ويډيو پيغام دا دی چې ترکيه به د تاريخي "سرې مڼې" موخې تعقيبوي، داسې ښکاري چې د ماضي دا "سره مڼه" د راتلونکي لپاره د حق او عدالت ګوند لرليد تعريفوي.

د دې ويډيو په وړاندې د بي بي سي بسته مانيټور څانګې پر يوه راپور کار وکړ او خپور يې کړ. دوى په اوسنۍ ترکيه کې د عثمانيانو د دې لوى خوب او فتحې د معاصر استعمال له امله وارخطا دي، دا چې ولې وارخطا دي نو: 

"سره مڼه" څه شى دى؟

قسطنطينيه لا نه وه فتحه شوې، هلته د اياصوفيه په کليسا کې د سلو فوټو په لوړوالي څلى و، پر دې څلي د قسطنطينيې د شهنشاه قسطنطين مجسمه وه، د شهنشاه په لاس کې "نړۍ" وه او پر نړۍ صليب ښخ و، د "نړۍ او ټومبلي صليب" مطلب دا و چې د عيسويانو د واکمنۍ موخه ټوله نړۍ ده. ترکانو دې "نړۍ" ته د سرې مڼې نوم ورکړى و. 

عثمانيانو څه غوښتل؟

عثمانيانو د دوى د نړۍ غوښتنې دا نماد ړنګول غوښتل، سلطان مراد ثاني په همدې هيله له توپونو سره پر قسطنطينيه بريد وکړ، خو د بريد سره ورته خبر راورسېد چې په سلطنت کې يې ورور مصطفى بغاوت کړى، هغه راستون شو بغاوت يې وځپلو خو بيا يې هيڅکله پر قسطنطينيې بريد ونه کړسلطان مراد وفات شو او سلطان محمد ثاني د عثماني خلافت سلطان شو.

د سلطان سټراټيژي!

"سره مڼهد راتلونکي لپاره د سلطان محمد ثاني خوب و او هغه د دې خوب پوره کولو لپاره د صبر مزل غوره کړى و، يوه ورځ هغه د خپلو نظامي مشرانو په وړاندې پوښتنه مطرح کړه چې عثمانيان بايد د پاپ او د قسطنطينيې عيسويانو په وړاندې څه تعامل ولري؟ ټولو وويل چې مونږ بايد سريع او تهاجمي بريدونه پرې وکړو. سلطان د يوې لويې قالينې په منځ کې سره مڼه کېښوده او ويې ويل څوک کولاى شي چې پر قالينې د قدم ايښودو پرته نوموړې مڼه تر لاسه کړي؟

جنرالانو ډېر فکر وکړ خو ټول بېوسه شول او بيا سلطان رامخکې شو، قالينه يې ورو ورو وپېچله تر څو مڼې ته ورسېد او مڼه يې ترلاسه کړهپه دې تمرين سره سلطان د دې خبرې درس ورکړ چې بيړه نه ده په کار، مونږ په يو وخت کې له پاپ او قسطنطينيې سره بايد ونه جنګېږو

سلطان څه وکړل!

د قسطنطينيې او "سرې مڼې" د فتحې لپاره سلطان دوه غټ کارونه وکړل، لومړى يې په داخلي لحاظ ځان خورا پياوړی کړ او د بغاوت ټول احتمالونه يې له منځه يووړل او په دويم قدم کې يې عصري وسلې، لوى توپونه، کښتۍ او وسايل تيار کړل، هغه د دې خوب د پوره کولو لپاره د دوه لکه پوځيانو او لويو توپونو سره پر قسطنطينيې بريد وکړ، او بالاخره يې دغه "سره مڼه" ترلاسه کړه. 

معاصره ترکيه او "سره مڼه"!

د عثماني خلافت تر ړنګېدو وروسته ترکيه په سکولارېستي هويت کې له خپل تاريخ او ديني هويت نه د فرار پېړۍ تېره کړه، ترکيه يوه عظيمه ترکيه وه، پولې يې په اروپا او اسيا کې وې خو د داخلي او بيرونيو لاملونو له امله بالاخره د اتاتورک په نظامي او فکري برخوردونو کې پر اوسنۍ بڼې پاتې شو، له خپل تاريخ، دين او ارزښتونو د اتاتورکيانو د نزدې يوې پېړۍ اجنبيت سربېره بيا هم اروپايي ټولنې ترکيه په غړيتوب ونه منله.

دا چې حق او عدالت ګوند د "سرې مڼې" په تاريخي حقيقتونو کې د راتلونکي لپاره بيا خوبونه ګوري؛ که غرب ځپلي دا د دين او ملي ګرايۍ ګډه څپه بولي او که څوک يې د اسلامي تمدن د بيا احيا مشروع ګڼي، خو د مسلمانانو د مرجعيت راټوکېدو په تناظر کې دا يو ښکلى خوب دى، دا خوب د سلطان محمد ثاني د هغه مڼې تر لاسه کولو هنر، صبر، تيارى او سټراټيژي غواړي چې د قاليني په منځ يې ايښې وه او جنرالان يې پرې راننګولي وو. 

"اسلام"؛ د غرب ستونزه!

بي بي سي او نورې غربي رسنۍ او په مجموع کې د غرب او غرب ګرايۍ دا د پېړيو تهاجم او تسلط به په دغسې تقابلونو کې حتماً دا وايي چې دوى دين د اقتدار لپاره استعمالوي!

ايا تاسو دا تمه لرئ، چې دوى ووايي چې ګنې تاسو دين اقتدار ته رسوئ؟ دوى به په عمر کې هم دا ونه وايي.

غربيان او غرب ګرايان به د هېڅ اسلامي خوځښت په اړه دا ونه وايي چې دوى اسلام ته کار کوي، بلکه دوى تل وايي چې دوى اسلام د واک لپاره استعمالوي. دوى حتى د بېخي غير سياسي اسلامي ډلې "تبليغيانو" په اړه کټ مټ همغسې د کرکې او نفرت حس لري لکه د اسلامي سياست له داعيه لرونکو سره يې چې لري، ځکه دوى له اسلامي ډلو سره نه بلکه خپله له اسلام سره ستونزه لري.

د نوموړې ويډيو لېنک په لاندې ډول دی:

https://www.youtube.com/results?search_query=red+apple


https://www.youtube.com/watch?v=nrce4lXh-yc