• مجموعي کتنې: 98980

د نهضت پياوړی جانباز؛ لنډ تآثر!

782 لوستونکي   کلونه وړاندې 3

د نهضت پياوړی جانباز؛ لنډ تآثر!
وحيدالله مصلح
دعوت او بغاوت د دوکتور علي جريشه کتاب دی، زه د لېسې شاگرد وم چې دا کتاب به مې له المارۍ راواخېست او د هغه وخت د کم عمرۍ پر حافظې او درک به مې د دې کتاب څه پاڼې لوستې او څه به مې اړولې، دې کتاب کې د مصر د اخوان المسلمين پر قيادت او اعضاو د تاريخ د ستر مجرم او مستبد جمال عبدالناصر او نورو مستبدينو د وحشت او بربريت رسمي سندونه او وضاحتونه وو. هغوی به د اخوان المسلمين سړي زندانونو ته اچول تر څو د دوی ښځې او کورنۍ سوال او بې عزتۍ ته کېنوي، هلته چې د اخوان پاتې غړيو د تعاون او تکافل ايماني پتې برنامې په لار اچولې او د خپلو بنديانو ورونو کورنۍ يې سپکاوي ته پرې نښودې... دا له دې کتاب څخه زما په ذهن کې له پاتې تتو يادونو څخه دی.
دا کتاب مولوي صاحب جانباز سرفراز ترجمه کړی و، وروسته بيا د ده نورې ژباړې هم د لاسرسي شوې، يو وخت مې د "فتحې کاروان" کتاب کې دا نوميالی وکتلو او دغسې په نورو تحريري لېټرېچرو کې... او ما به د اسلامي نهضت د دې فکري انسان پر تحريرونو نهضتي مينه داسې ماتوله لکه زه چې د نهضت په ټولو پېښو کې سم ورسره روان يم.

مونږ لس پنځلس کاله مخکې په جلال اباد کې د ثور اومې په اړه د جمعيت اصلاح له خوا ګردی مېز جوړ کړی و، دې غونډې ته مو مرحوم مولوي صاحب سرفراز او څه نور مېلمانه راغوښتي وو، د ګردي مېز چلوونکی زه وم، د ګردي مېز ماحول پرانېستی و او هر چا هر راز پوښتنې کولې، يو شمېر ګډونوالو د مجاهدينو د داخلي جنګ پر ماضي او وروسته د قومنداناو پر ماڼيو سوالونه وکړل، مولوي صاحب د هر برخوال پوښتنو ته په خورا سړه سينه ځوابونه ورکول او د تاريخ له پټو مخونو يې پردې پورته کولې.

يو ځل د کرزي د واکمنۍ په لومړيو کلونو کې مرحوم مولوي صاحب جانباز سرفراز په جلال اباد کې د جمعيت اصلاح دفتر ته راغی، دغه مهال د جمعيت اصلاح دفتر او د امام ابويوسف تعليمي مرکز د جلال اباد ګُنبزۍ جومات ته مخامخ کوڅه کې و، مولوي صاحب دغه مهال د حزب اسلامي په رسمي کولو او پياوړي کولو بوخت و، له دويم منزل نه راکېوتلو، ما ته يې وويل چې ډاکټر صاحب د تنظيم د ښه پر مخ وړلو لپاره څه بايد وشي، ما ورته وويل چې جناب استاد، که په تنظيم کې للهيت، ريښتينی مشورتي نظام او محاسبه رامنځته شي نو تنظيم به په واقعي معنا تنظيم شي، په دې درې ټکو مو ښه بحث وکړ، وروسته بيا مولوي صاحب زما د مبايل شمېره په کتابچه کې وليکله او سره رخصت شو.

شخصيتي ظرفيتۍ او تنظيمي کم ظرفيتۍ!
زه چې کله د مولوي صاحب سرفراز په څېر د پاکو او فکري ستنو په رالوېدو فکر کوم نو د نهضت د وارثو تنظيمونو پر کم ظرفيتيو سخت خواشينی شم، زه کله کله حتی د استاد محمد زمان مزمل په اړه وايم چې که نوموړی په عربي نړۍ کې وای هغه به لکه د دکتور محمد عماره او نورو ليکوالانو ځلېدلی وای.
د نهضت په دا ويشلي جريان کې ډېر خداداد استعدادونه په خپلو ظرفيتونو کې رالوی شول خو ويشلو تنظيمونو لږ تر لږه د دې خداداد ظرفيتونو په استيعاب کې حسد  وکړ او کوي او خپل ظرفيتونه ګوښې او تجريدوی.
دوی د شخصيتونو د لوړولو، پاللو او په کار اچولو لپاره اصلاً اراده نه لري، بلکه دوی د شخصيتونو د ودې پر مهال لږ راپورته شوی شخصيت په يوه ورانه مسابقه او بد دروني تقابل کې راپرځوي، د پرځېدو په دغسې سيالۍ کې غوټ تنظيم يوه نفر ته پاتې وي او نور شخصيتونه په کې د دې يوازيني مشر نه وروسته مرحلې لپاره بيا د رهبرۍ وړتيا نه لري، دا نقيصه عادي نه ده او دا اوس دومره مزمنه شوې ده چې په توصيې، ليکنې او تنقيد نه حل کېږي، معلومه نه ده چې د نهضت ارمانونه به کله له دې خوړونکي بحران نه راووځي.

الله تعالی دې مرحوم مولوي صاحب جانباز سرفراز ته فردوس جنت ورکړي، الله تعالی دې ورته د الحاد په وړاندې د نهضت د توحيد او للهي مبارزې ثوابونه د جنت باعث کړي، الله تعالی دې ورته ګناهونه وبښي او الله تعالی دې يې له مونږ سره د قيامت په ورځ د صديقينو، شهداو او انبياو په کتار کې راجيګ کړي.
اللهم اغفرله وارحمه ولا تعذبه و نور قبره و اجعل الجنة مثواه

انا لله و انا اليه راجعون