• مجموعي کتنې: 145710

د اسلامي بيدارۍ ژوندى "قانت" !

603 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

د اسلامي بيدارۍ ژوندى "قانت" !

وحيدالله مصلح

استاد دوکتور صفت الله قانت د افغانستان د معاصرې اسلامي بيدارۍ يو مخکښ لارښود او د افغانستان د سولې د قضيې يو نه ستړى کېدونکى مبارز او فعال و.

استاد د اسلامي خط مربي او لارښود په توګه د نوي نسل يو متعهد او پرمخ تلونکى صف تر شا پرېښود. نوموړى د يو لوى اسلامي نهضت د ارمانونو حامل شخصيت و او د بيدارۍ يو لوى جدوجهد يې تر شا پرېښود.

استاد د هېواد د ابادۍ، پرمختګ، سولې او ثبات يو عملي مبارز او ارمانجن شخصيت و. 

په نظرياتي کشمکشونو کې به د استاد دوکتور صفت الله قانت ژوندۍ او بيداره مبارزه د اسلامي فکري هويت د ميدان شهسوارې کيسې وي.

د استاد لنډه پېژندنه! 

مرحوم استاد دوکتور صفت الله قانت په ١٩٦٣ کال کې د ننګرهار ولايت، روداتو ولسوالۍ په حصارک قريې کې د ارواښاد الحاج دوست محمد خان په کور کې زيږېدلى.

نوموړي ابتدايه او متوسطه په خپله ولسوالۍ کې ولوستله، په ١٣٥٨ ه ش کال کې يې د کمونېزم او شوروي اشغال په مقابل کې هجرت وکړ، نوموړى په پېښور کې د وفاق المدارس څخه د لېسانس په توګه فار غ شو او ورپسې يې د اسلام اباد د نړيوال اسلامي پوهنتون څخه په عربي ژبه کې ماستري وکړه او بالاخره يې په سوډان کې د افريقا نړيوال پوهنتون څخه د تاريخ په برخه کې دوکتورا ترلاسه کړه.

دوکتور صفت الله قانت د شورويانو پر ضد جهاد کې د ځوانو مجاهدينو څخه و چې د علمي سفر تر څنګ يې په هر فارغ وخت کې د ازادۍ سنګرونه تاوده ساتلي و. د استاد کورنۍ د افغانستان د ازادۍ په مبارزه کې ياده او د قربانيو کورنۍ وه، د استاد يو ورور رحيم الله د جهاد د شهيدانو يو پاک نوم دى.

اسلامي فرهنګي مرکز او جمعيت اصلاح! 

استاد قانت د يو شمېر نورو ژمنو ځوانانو سره په ګډه په ١٩٩١ کې د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز بنسټ کېښود، دې مرکز د افغانستان د راتلونکي فکري او نظرياتي خطر په پام کې نيولو سره سټراټيژيکه موخه درلوده او هغه موخه وروسته بيا د يو منظم او پياوړي نظرياتي او هېوادني صف په شکل کې څرګنده شوه.

استاد قانت په ١٣٨٣ کال کې د جمعيت اصلاح د مؤسسينو له جملې و، استاد څو ځل د دغه اصيل اسلامي او هېوادني جريان مشر پاتې شوى.

سټراټيژيک مرکز او احساس ټولنه! 

نوموړي د افغانستان او سيمې مسايلو ته سټراټيژيک نظر درلود، د همدې بوختيا له امله يې په ١٣٨٨ کال کې د يو شمېر اکاډيميکو شخصيتونو سره په ګډه د سټراټيژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز CSRS بنسټ کېښود.

استاد قانت د احساس خيريه ټولنې د مشر په توګه د زرګونو افغان اړمنو کورنيو مرستندوى او لاس نيوونکى پاتى شوى.

استاد قانت د بهرنيو اډو پر خلاف د ګډې جبهې د رهبري هيئت د مهم غړي په توګه تل د بهرنيو ځواکونو د وتلو او د سولې او ثبات مبارزه کړې ده.

ويرجنه مړينه! 

استاد قانت له هر فورم څخه سولې د غږ اوچت کړى او د ژوند وروستي وختونه يې د يو سوله ييز او ازاد افغانستان لپاره بوخت وو.

بالاخره دوکتور صفت الله قانت د ١٣٩٩ کال عقرب مياشتې په ٢٢ مه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل روح رب کريم ته وسپاره. روح دې يې ښاد وي.

انا لله و انا اليه راجعون