• مجموعي کتنې: 98973

استاد قانت؛ د نظرياتي ژوند سپړنه!

993 لوستونکي   کلونه وړاندې 3

استاد قانت؛ د نظرياتي ژوند سپړنه!

وحيدالله مصلح

نوی نوی مې ننګرهار طب پوهنځی پيل کړی و، څه وخت وروسته پېښور ته لاړم او موده وروسته مې نصرت مېنه کې د خپل مالت په پخواني مسجد کې لمونځ وکړ، استاد دوکتور صفت الله قانت صاحب تر روغبړ او پوښتنې ايګنې وروسته وويل چې کله تللې نو بيا ما وګوره، ما مې کارونه خلاص کړل او د استاد خوا ته ورغلم، دروازه مې ټک ټک کړه او چې استاد راووتلو نو په ورين تندي يې ښه راغلاست وويلو،او بيا يې يو ښايسته قلم را ته ډالۍ کړ.

استاد دغسې يو مهربان شخصيت درلود، هغه په ټولنه کې ځوانان په نظر کې لرل او ورسره په يوې داعيانه اړيکه کې و، د استاد دا اړيکه د اسلامي دعوت د پراختيا يوه بريالۍ او ډېره تجربه شوې سټراټيژي وه او ده.

 اسلامي نظرياتي کار؛ لنډ تمهيد!

په افغانستان کې د اسلامي نهضت پيل که د کمونېزم پر ضد په احساساتي او جذباتي دعوه کې و او که د شعور په مزله پيل شوی و، خو يو پاک پيل و، اسلامي نهضت په افغانستان کې يوه تمدني مشروع وه چې د نړۍ نيوونکي کمونېزم په وړاندې يې د ودرېدو، تقابل او فلسفي استدلال ځواک درلود، او دا ځکه چې اسلام په خپله کوم محلي، قومي او ژبنی دين نه دی، اسلام د نړۍ لپاره دی او اسلام د د ژوند قانون دی، په همدې جامع او شامل اساس اسلام د نړۍ د ټولو مسلمانانو په منځ کې حتی د دوی په دا زبون او ويشل شوي حالت کې د يووالي انګېزه لري او په هر تمدني تقابل کې اسلام د مقابل مد په توګه درېږي.

په کابل کې هم اسلامي نهضت د اسلام په همدومره لوی عقيدوي، فکري او تمدني تراث کې د کمونېزم پر ضد ودرېد، که نه تر نهضت مخکې او وروسته په دغسې ځواک هيڅ نظرياتي لوري له کمونېزم سره مقابله ونه کړه، په کابل پوهنتون کې د کمونېستانو او جوانان مسلمان تقابل او په دې تقابل کې د کمونېستانو د منطق پرله پسې ماتې او له صحنې ورکېدل په دې مدعا يو لوی تاريخي شاهد دی.

کمونېستانو د همدغسې نظرياتي او فلسفي ماتې په تناظر کې تشدد ته لاس کړ، د داودخان لپاره يې د سرطان کودتا کې ونډه واخېستله او بيا يې د ثور په کودتا او وروسته پرله پسې کودتاګانو سره وطن يوه خونړي جنګ ته ټيل وهلو. اسلامي نهضت د سرطان او ثور کودتا ګانو په منځ کې په اساسي ډول وويشل شو، خو په دا ويشلي وجود کې يې بيا هم د ثور تر کودتا وروسته او شوروي اشغال په وړاندې يو لوی جهاد او د ازادۍ جګړه رهبري کړه، دوی په همدغه تقسيم شوي وجود کې هم د تقابل لوی شان درلود. د شوروي اشغال پر ضد د ملت قاطبه په همغو تنظيمونو کې راټوله شوه چې نهضتي ريښې يې درلودې. د همدغسې يو لوی ملي تقابل په نتيجه کې شورويان مات او وويستل شول.

سره له دې چې تنظيمي ويش او اختلافات له مخکې موجود وو خو د ببرک کارمل د واکمنۍ په وروستيو او د نجيب الله د واکمنۍ په اوږدو کې تنظيمي شخړو شدت و موند، او دا شخړې په ولايتونو کې د جبهو په سطحه خونړۍ وې، کمينونه نيول کېدل او يو د بل د سر قومندانان په کې وژل کېدل. له بلې خوا تنظيمونو د جنګ نه وروسته مرحلې لپاره تياری نه درلود، هغوی د حکومتولۍ مرحلې لپاره دومره بې تياري وو چې په همغه مرحله کې د فکر څښتنان په دې پوهېدل چې د نجيب په سقوط سره به جنګ يوې بلې خونړۍ مرحلې ته ننوځي، او په دې مرحله کې به د نهضت اهداف او ارمانونه د نهضت د خپلو بچيانو په جنګونو کې لولپه شي.

 کابل؛ خونړی پای او خوني پيل!

ما اتم ټولګی د قاضي صاحب محمد امين وقاد اړوند دعوت لېسې کې ولوست، ريښتيا د نجيب د حکومت سقوط هم زما د ذهن په ګوښو کې د کوچنيتوب معصومې او له هيلو ډکې خاطرې دي، کابل د سقوط په مرحله کې و، زما پلارجان دا مهال د اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي د فارغانو لومړۍ دوره کې محصل و، حکمتيار صاحب د کابل د فتحې لپاره د حزب اسلامي په طرحه شوي پلان کې د اسلامي پوهنتون محصلان د نظم په خاطر ټاکلي وو. پلار جان مو له نورو همصنفيانو سره د کابل په شاوخوا کې و، او مونږ په نصرت مېنه کې د مجاهدينو د بري شېبې څارلې.

دغه مهال ما يوه درميانه اندازه د سره رنګ چينايي راډيو اخېستې وه، بي بي سي او امريکا غږ خپرونې به مو په لنډو څپو په کې د شپې اورېدلې، غږ به ژغ ژغ پيدا کړ او د خبرونو په حساسه او مهمه نقطه کې به ورک شو، وروسته به بيا په کرار کرار څپه ځای ته راغله... د راديو ګرارۍ به مو چې ډېره تاووله راتاووله نو ټق تار به يې وشکېده بيا به راديو ګل شوه، سبا ته به مې د وچ نهر په سر پله ته نزدې د راديو او ټيپونو مشهور مستري ته ورسوله.

د نجيب د حکومت د سقوط په شپه خبرونه تاوده تاوده راغلل، د خوشحالۍ څپه خوره وه، مونږ د کوچنيانو واړه واړه ټيمونه جوړ کړي وو، په کوڅو کې مو منډې وهلې او د تکبير په غږونو او وطنيو ترنمونو مو تر ناوخته شپه تېره کړه، هغه هيلې او خوشحالۍ په لفظونو کې نه شي اظهارېدلی، خو ډېر ژر کابل د سوسياليستي رژيم تر سقوط وروسته د تنظيمونو په داخلي شخړو کې د يو بل فکري سقوط او فيزيکي دربدرۍ سره مخ شو.

استاد قانت او د نظرياتي مزل منزلونه!

استاد قانت چې د زلميتوب په منګ کې له يوې خوا د اسلامي نهضت د لومړي نسل سره وصل و او د هغوی د مجلسونو، مناظرو او مبارزو ملګری و له همغه ځايه يې د نهضت فکر په سينه کې څپې وهلې، د استاد په سر کې د تمدني تقابل شور و، هغه په همدې کشمکش کې د مولانا مودودي او سيد قطب هغه کتابونه او مقالې لوستلې چې د نهضت لارويانو به په کاربن پيپر د ورځې په رڼا او د شپې لالټين ته په لاسونو ليکل، استاد چې وروسته بيا په ۱۳۵۸ کال په حوت کې د شورويانو د اشغال له امله پېښور ته هجرت وکړ، په ۱۳۵۹ کې نوموړی جامع العلوم ملتان مدرسې ته د ديني زده کړو په خاطر ولاړ، نوموړي هلته د مولانا مودودي فکر او لاره د ژورې مطالعې او تودو اړيکو دواړو په امتزاج کې په اساسي ډول وپېژندل او په همدې شناخت کې هغه د افغانستان لپاره هم د شعوري نظرياتي لارې اهميت درک کړ.

استاد د اسلامي تحريک فکري کتابونه له فردي مطالعې نيولې د اجتماعي مطالعې تر دايرې په هره فکري مطالعه کې تعقيب کړل. نوموړي ډېر زر په ملتان مدرسه کې د افغانانو لپاره تربيتي حلقه جوړه کړه، مرحوم استاد به د استاد حسبان الله متوکل او نورو افغانانو سره يو ځای په ملتان کې د مېشتو افغانانو لټون کولو، د هغوی د اوسېدو دېرو ته به ورتلل او د اسلامي تحريک فکر به يې ورته رسولو، دا ځکه چې دوی په افغانستان کې د يوه منظم فکري تمدني جريان په هڅه کې وو.

له مرحوم استاد قانت صاحب سره به ما او زما ملګري ډاکټر سيد خالد راشد چې د مرحوم استاد اوښی هم و د نهضت، تنظيمونو، افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز او جمعيت اصلاح په اړه بحثونه کول، دغه بحثونه به ډېر کله د نهضت د تاسيس پر اختلافي ټکو کله کله ډېر احساساتي هم شول، ما چې د نهضت په اړه د جوانان مسلمان پر تاريخي روايت او عمل باور درلود؛ سره له دې چې استاد هم زما باور ته نزدې باور درلود خو هغه به ما ته د منځنۍ خبرې تلقين کولو، ځکه هلته د نهضت په اړه د کابل پوهنتون د استادانو روايت هم موازي موجود و.

استاد قانت؛ د فکري عمل قامت!

مخکې مو اشاره وکړه چې استاد د مولانا مودودي فکر سم هضم کړی و، هغه چې کوم اسلامي تحريک پېژنده هغه يو اصولي اسلامي تحريک و چې په هغه کې انسان د جغرافيې، قوم او ژبې له بندونو نه ازاد نظرياتي روزل کېږي، ما که په خپل ژوند کې د دې نظرياتي مبارزې عملي مظهر او کرکټر مرحوم استاد نه وای کتلی نو غه نظريه به راته ډېره ارماني ښکارېدای، خو استاد چې څومره په دې نظريه کې د قوم او ژبې له توپيرونو ازاد و؛ کله کله به يې پر يوې نيمې خبرې زه خواشينی کېدم، وخت ناوخت به په يوه غونډه نيمه کې له لاندې غږ وشو چې په دري خبرې وکړه، په غونډو کې به د ژبنيو بې انډوليو په اړه پارېدم، خو استاد به راته د مشر په توګه بيا د حکمت او حوصلې توصيه کوله ويل به يې چې دلته ډېر ملګري داسې دي چې په پښتو ژبه نه پوهېږي، ما به بحث کولو او استاد به په سړه سينه ځواب راکولو.

مرحوم استاد چې کوم تحريک پېژندلو هغه يو ريښتينی تربيتي نظام و، هلته عضويت کوم شوق نه و، بلکه افرادو په کې په ټاکلي نصاب او روزنيزو وختونو کې پړاوونه وهل. مرحوم استاد چې کوم تحريک پېژندلو هلته د فرد محورۍ پر ځای اصول او ضوابط حاکم وو، هلته يو داسې للهيت و چې ګامونه په کې د ثواب او روحانيت په رجاء وي.

استاد چې کوم تحريک پېژندلو هلته انحصار او استبداد نه و، هلته يو ريښتينی مشورتي نظام و چې د تحريک له رآسه تر قاعدې ټول تشکيلات په کې د کوم فرد په خوښه او ګمارنه نه بلکه د شورايت او رايې په اساس ټاکل کېدل، هلته سياستونه او موقفونه د يو يا څو وګړو ګرو نه وو، پرېکړې شورايي وې او شورا په کې مُلزمه وه.

د منظم تربيتي کار لومړۍ هڅه!

لکه مخکې مو چې ورته اشاره وکړه؛ د وطن د حالاتو د وېروونکي خو واقعبينانه تحليل په پای کې پر يوې داسې تمدني هستې فکر پيل شو چې نه يوازې د نهضت ارمانونه ورکېدو ته پرېنږدي بلکه په افغانستان کې د يو داسې اسلامي حرکت زړی شي چې په زرغونېدو يې يوه تنومنده تمدني مشروع وغوړېږي. دغه اړتيا به ډېرو حس کړي وي خو هغوی چې دا اړتيا يې د عمل ميدان ته راويستلې وي دا به د حرکي تاريخ ژوندۍ او ريښه دارې کيسې وي.

استاد چې د نړيوال اسلامي حرکت کومه اډانه کتله او هغه چې د افغانستان په تپل شويو جنګونو او شوروي اشغال کې د نهضت ويشل شويو تنظيمونو ته کتل نو د تحريکي مبارزو دا واټن ورته خطرناک ښکارېده، نوموړي له خپلو نورو ملګرو سره د دې واټن د کمولو هڅې کولې. مخکې له دې چې دی او ملګري يې د يو اسلامي تمدني کار مستقله هسته ګذاري وکړي نوموړي دا هڅه کړې وه چې څنګه موجوده کيانونه په اساسي او عملي ډول تحريکي لارو ته سم شي، مرحوم استاد قانت صاحب او استاد حسبان الله متوکل صاحب په دې اړه ما ليکوال او ډاکټر سيد خالد راشد ته دا کيسه کړې وه چې :

(مونږ "مرحوم استاد قانت صاحب او استاد حسبان الله متوکل صاحب" په سپينه شګه کې د حزب اسلامي امير حکمتيار خوا ته ورغلو، هغه مو ګرم ښه راغلاست وويلو او مونږ ورسره دوه ورځې پاتې شو. له حکمتيار صاحب سره  مو د حزب په اډانه کې لږ تر لږه د موجود تنظيم محصلان د بېلګه کېدو په اړه مشورې شريکې کړې، د مشورو او بحث اساسي موحورونه دا وو چې:

څرنګه د اسلامي حرکت قيادت جوړونې او توريث پروسه رامنځته شي؟ د جهاد اصالت څنګه حفظ شي؟ د اسلامي نظام د جوړېدو لپاره کادرونو ته اړتيا ده، دغه کادرونه بايد تربيه شي او دې کار لپاره تربيتي نظم ته اړتيا ده.

حکمتيار صاحب د دوی په مشورو او وړانديزونو ډېر خوشحاله شوی و، د تنظيم محصلان مشر ته يې ليک ليکلی و چې د قانت صاحب او متوکل صاحب په مشورو عمل وکړئ، خو کله چې دوی له دې ليک سره د تنظيم محصلان مشر ته ورغلي وو، هغه ورته د کتنې وخت نه و ورکړی).

له دې پرته دوی په ملتان کې د افغانانو تربيتي او فکري حلقه چې استاد دوکتور فصيح الله يې مشري کوله د حزب اسلامي اړوند تنظيم طلبه ديني څانګې کې مدغم کړه او ويې غوښتل چې د حزب دغه د ديني طالبانو څانګه د يوه منظم تربيتي دوران او نصاب څښتن شي.

ورته هڅې يو شمېر ځوانو استادانو په نورو تنظيمونو کې هم وکړې خو دوی ټول نهيلي شوي وو، تر دغسې خورو ورو هڅو وروسته دوی دې پايلې ته ورسېدل چې په لويو تنظيمونو کې دغسې تحريکي تغير اسانه کار نه دی، او په مخ کې ډېر خنډونه پراته دي.

نظرياتي بيا احيا؛ سټراټيژيک انتخاب!

استاد که په ملتان جامع العلوم مدرسه کې د مولانا مودودي فکري تراث په ژور ډول مطالعه کړ نو د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې يې د زده کړو پر مهال د امام حسن البنا او د هغه د لارې د مفکرينو فکري ادبيات هم مطالعه کړل او هلته يې د دوه جلا جغرافيو د مودودي او البناء د ورته نظرياتي لارو فکري او نظرياتي تشابه او د کړنلارو توپيرونه په اساسي ډول درک کړل. د دې دواړو لارو امتزاج استاد په ډېر متناسب شکل راخېستی و، کلونه مخکې چې کله ما د افغان سيد جمال الدين په اړه ليکنه کوله، د دې ليکنې په يو جانبي عنوان کې مې د سيد او اخوان وړه مقايسه کړې وه، استاد راته بيا د دې مقايسې د تائيد په ترڅ کې دا يادونه هم وکړه چې ښه به وي که له اخوان سره په څنګ کې د مولانا د جماعت يادونه هم وکړې.

له همدغه ځايه استاد له نورو ملګرو سره په دې هڅه کې شو چې څنګه په راتلونکي کې د تمدني تقابل يوه شعوري کرښه رامنځته کړي، هغوی نه يوازې په راتلونکي کې د تنظيمي شخړو او خونړيو تقابلونو پر وړاندوينې دغسې اړتيا محسوسوله بلکه د يوې داسې تمدني فکري لارې تشه هم محسوسه وه چې عکس العملي نه وي او د عمل او مستقلې اسلامي تمدني اجنډا لرونکې وي، په نظرياتي لحاظ پياوړې وي، سازمان شوې وي، منظم تربيتي سېسټم ولري، انحصاري نه وي، د فکری تقابل استدلال او منطق ولري، د همدې لوی ارمان لپاره استاد او ملګرو يې له کوچنۍ هستې کار پيل کړ، مرحوم استاد په دې اړه ما او ډاکټر سيد خالد راشد ته دغه جريان په تفصيل ويلی و، دغه تفصيل بيا مونږ دواړو له استاد حسبان الله متوکل صاحب سره کَره کړ، داسې چې دوی لومړی په نسبتاً پراخه حلقه کې بحثونه پيل کړل، د دې بحثونو لومړني مجلسونه په ۱۹۸۵ کال کې د پېښور دين بهار کالونۍ په يوه مسجد کې پيل شول، په پيل کې مرحوم استاد دوکتور صفت الله قانت، قاري صاحب مؤمن، استاد عبدالناصر شفيق، مولوي صاحب خالد، استاد دوکتور فضل الهادي وزين، استاد حسبان الله متوکل، مولوي صاحب زړه ور صلاح، مولوي صاحب شهزاده شاهد، استاد عبدالله ياسر، قاري صاحب محمد بشير واصل، مرحوم قاري صاحب فدا محمد او ممکن يو شمېر نور ورونه هم برخوال وو، د لومړي مجلس په تسلسل نور څو مجلسونه هم ترسره شول.

په دغو پيوسته مجلسونو کې برخوال په طبيعي ډول کمېدل او بالاخره پر يوه منظم تربيتي کار د باور له مخې د منظم کار لپاره لاندې ورونو په ۱۹۸۵ ميلادي کال کې خپلمنځي ژمنه وکړه چې د يو تمدني مشروع په توګه به منظم او پرله پسې تربيتي کار ته مټې رانغاړي:

مرحوم استاد دوکتور صفت الله قانت، استاد عبدالناصر شفيق، مولوي صاحب زړه ور صلاح، استاد حسبان الله متوکل، استاد دوکتور فضل الهادي وزين او استاد عبدالله ياسر.

دوی په همدې لومړۍ ناسته کې د خپل کار لپاره قواعد او ضوابط جوړ کړل.

دې ورونو د منظم کار لپاره لومړی د الهجرة کتابخانې تصور وړاندې کړ، تر څو د يوې غني کتابخانې له لارې له ځوان نسل سره خپل مرام شريک کړي، خو د سختو ظروفو له امله نوموړې کتابخانه جوړه نه شوه.

په ورپسې قدم کې دغو ورونو فرهنګي هڅه پيل کړه، دوی د معاذ بن جبل په مدرسه کې يوه کوټه د فرهنګي فعاليتونو په موخه فعاله کړه، د دې فرهنګي هڅو مسئول استاد دوکتور فصيح الله و او ورسره استاد محمد عاطف او قاري اسدالله ساطع  همکاران وو.

وروسته بيا له دې هستې سره نور استادان لکه استاد نصير احمد نويدي ، استاد مطيع الله تائب ، استاد دوکتور مصباح الله عبدالباقي ، استاد شهيد، استاد محمد هارون خطيبي هم يو ځای شول. له دې هستې سره وروسته بيا د پبو د دار الارقم استادان چې هغوی هم د يو منظم اسلامي کار لپاره بوخت وو په انفرادي ډول يو ځای شول په دې جمله کې لومړی استاد مولوي صاحب محمد نعيم جليلي او استاد دوکتور نجيب الله صالح يوځای شول او نور استادان هم په بېلابېلو مقطو کې راغلل.

د اسلامي فرهنګي مرکز تاسيس!

دې کار په کمي لحاظ له وړې حلقي پيل واخېست خو ارمانونه يې واړه نه وو، په يو لوی ارمان کې يې د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز د ۱۹۹۱ په فبروري کې تاسيس کړ، دې فرهنګي مرکز په همغه انقلابي مرحله کې د نظرياتي مطالعې او فرهنګي سيالۍ لار سيخه کړه، مرکز فرهنګي د ځوان نسل د نظرياتي روزنې يو تمدني مرکز و، په دې مرکز کې يوه غني کتابخانه وه چې ځوانان به ورته راتلل، دلته به ځوانانو د تاريخ، تمدن او فرهنګ، فکر او نظريې، وطن، سياست، اجتماع، اقتصاد، ژبو او بېلابېلو برخو کې ګڼو کتابونو ته لاسرسی درلود، کتابونه په استعاره ډول کورونو ته هم وړل کېدل او تر مطالعې وروسته به نوموړي مرکز ته بېرته سپارل کېدل.

اسلامي فرهنګي مرکز يوه پياوړې غږيزه او بصري څانګه هم درلوده، په دې برخه کې مرکز د شورويانو او کمونېزم پر ضد د افغان ملت د جهاد مستندونه درلودل، ويناګانې او فکري، تربيتي او دعوت درسونه، ترانې او فرهنګي فلمونه يې وړاندې کول، يو فلم چې د انجنير سيف الدين نصرتيار شهيد په ياد کې جوړ شوی و، په هغه کې د وطن او اسلام په ننګه د اسلامي نهضت د قربانۍ يوه تراژيديدکه تصويرکشي پرته وه، کله چې نصرتيار د خاد د بېسارو شکنجو تر زغملو وروسته د دار سر ته ځي او هلته چې دا له خدايه پرته بل چا ته نا ټيټ شوی سر په دار هم هسکه غاړه زانګي نو دا زمزمه ورسره د انسان ټوله عاطفه ژړوي چې:

ما تن به فنا دادیم تا زنده شما باشید

بر خاک مزار ما مشغول دعا باشید

چو شمع وجود ما قربان شما گردید

روشن گر شمع ما شاید که شما باشید

امروز اگر طوفان بر کشتی ما افتاد

ممکن که شما فارغ از غرق و فنا باشید

اسلامي فرهنګي مرکز يو داسې مرکز و چې همغه وخت يې د تنظيمونو تر منځ د نزدې والي سيمينارونه، کتنې او هڅې وکړې، دوی په حوت ۱۳۶۹ کې د پنډۍ په مدينة الحجاج کې درې ورځينی سيمينار "نقش جوانان مسلمان در آينده افغانستان"هم جوړ کړ او په دې سيمينار کې يې د هغه وخت د تنظيمونو مشرتابه ته بلنه ورکړې وه، د تنظيمونو په رهبرانو کې د حزب اسلامي افغانستان امير حکمتيار صاحب او د نورو تنظيمونو لوړپوړي استازيو لکه پوهاند استاد احمدزي، استاد سيد نور الله عماد، استاد محمد زمان مزمل، استاد سيد اسحق دلجو حسيني، استاد عنايت الله خليل، استاد محمد ياسر، مرحوم مولوي عبدالولي فيضان، مرحوم مولوي مير حمزه او داسې نورو شخصيتونو نوموړي سيمینار ته پر مشخصو موضوعګانو ويناګانې وکړې، پر دوی سربېره يو شمېر نړيوالو علمي او دعوتي شخصيتونو لکه استاد عدنان عبدالقادر، مرحوم استاد احمد العسال، استاد کمال الهلباوي او داسې نورو هم خپلې علمي ويناوې تقديم کړې. د نوموړي سيمينار دغه موضوعګانې وروسته بيا د يو کتاب په بڼه د مرکز له لورې چاپ شوې. سره له دې چې دغه مهال د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز د خامې ځوانۍ پير و؛ خو نوموړی سيمينار د نوموړي مرکز په دعوتي ژوند کې يو تر ټولو روښانه، منظم، او پياوړی پروګرام و چې د هغه مهال په انقلابي شرايطو کې يې د راتلونکي لپاره د فکري کار پر مسير او اهدافو بحثونه رامنځته کړل.

فرهنګي مرکز؛ څو خاطرې!

زه د مکتب په اتم صنف کې وم، په نصرت مېنه کې اوسېدو، مازيګر کې به مو د حاجي صاحب نورالله عاصم سره په ابوبکر صديق مسجد کې عربي او ديني ابتدايي درسونه ويل، يوه ورځ هغه يو اخبار له ځان سره راوړی و، ويې ويل چې مرکز فرهنګی اسلامی افغانستان په ننګرهار کې راديو تلوېزيون چلوي او دا اخبار هم د هغوی دی، دغه مهال نو د نجيب رژيم سقوط کړی و، ننګرهار کې د جهادي قومندانانو واکمني وه، د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز يوه لويه څانګه جلال اباد کې پرانېستل شوې وه، ما له حاجي صاحب عاصم نه په پېښور کې د فرهنګي مرکز ادرس واخېست او ايسته بله ورځ په ارباب روډ کې فرهنګي مرکز ته لاړم، مرکز دغه مهال الفلاح مسجد ته مخامخ و، زه ورغلم او له ځان سره مې د هغه مهال د جهادي ادبياتو يوه لنډه کيسه له ځان سره يووړه، هغه مې د مرکز په صدا و سيما کې ثبت کړه، او بيا مې په هر ځل تللو سره هلته دغسې ادبي ټوټې ثبتولې او بيا به دا ثبت شوې موضوعګانې د جلال اباد راديو تلويزيون ته لېږل کېدې.

له فرهنګي مرکز سره زما اړيکه له همدې ورتګه پيل شوه، دغه مهال به هلته په مرکز کې ما مرحوم استاد صفت الله قانت، استاد حسبان الله متوکل، مولوي صاحب زړه ور صلاح، شهيدي صاحب او فاروقي صاحب ليدل.

يوه ورځ مرکز ته لاړم، مرکز د تلوېزيون لپاره د کوچنيانو برنامه جوړوله، زه هم ورته پاتې شوم، استاد قانت صاحب او استاد متوکل صاحب هم په مرکز کې وو، غالباً استاد مطيع الله تائب د برنامې پرمخ وړونکی و، برنامه پيل شوه، ويډيو کمره لګېدلې وه... پوښتنې به کېدې او کوچنيانو به ځواب ورکولو، يوه پوښتنه چې ما ځواب کړه او اوس مې هم په ياد ده دا وه چې د افغانستان اسلامي نهضت د پنځو بنسټوونکو نومونه واخلئ، نه پوهېږم چې د استاد هدف به کوم بنسټوونکي وو خو ما د ۱۲ له جملې د پنځو نومونه واخېستل...

پروګرام پای ته ورسېد او مازيګر ناوخته و، هلته استادان ما ته په تشويش کې شول چې دی به په دې کم عمر کې څنګه اوس بېرته نصرت مېنې ته ځي، دوی په مرکز کې زما په پاتېدو موافق نه وو او ما نه يې پوښتنه وکړه چې دلته دې د خپلوانو کور شته؟ ما ورته وويل چې هو د تهکال په تمبوانو کې مې د ترور کور دی، ما سره يې د مرکز ساتونکی کړ او د تنبوانو په موټر کې يې کېنولم، هغه شپه لاړم ترور کره مې، ترور مې راته ډېره خوشحاله شوه او زما يې ډېر خيال وساتلو، هغه مهال کوچنی وم او په دې نه پوهېدم چې استادانو ولې په مرکز کې زما په پاتېدو رضايت نه درلود، خو وروسته چې لوی شوم او دا يادښت به مې په ذهن کې تازه شو نو پوه شوم چې هغوی د شک له واړه احتماله هم مرکز لرې ساتلو.

ننګرهار؛ د فرهنګي مرکز فعاليتونه!

جلال اباد ته چې کله مجاهدين ننوتل نو جهادي قومندانانو خپلمنځي شورا جوړه کړه، د ننګرهار نظم او امن په مقايسوي توګه په ټول افغانستان کې بېلګه و، دغه مهال زه د ننګرها عالي لېسې نهم تولګې زده کوونکی وم، زه به په هر فارغ وخت کې نوموړي مرکز ته چې د عربانو په ګولايی کې و ورتللم، استاد قانت صاحب به په ورين تندی روغبړ راسره کولو، په دغه مرکز کې ډېره ښه او غني کتابخانه وه، په کتابخانه کې به مې د هغه وخت له ذوق سره سم کتابونه لوستل، په داسې حال کې چې وطن مو تر يو پياوړي تقابل او د ازادۍ تر ګټلو وروسته د نظرياتي سياليو مخامخېدنه او سيالي په بدشان بايلله، دغه مرکز د فکري روښانۍ يو اساسي او جامع مرکز و، په دې مرکز کې په بېلابېلو فکري او وطنيو بحثونو سيمينارونه، کنفرانسونه، او مجلسونه دايرېدل، په فکري بحثونو کې يو مشهور نظرياتي بحث ته شهيد انجنير عبدالله راغوښتل شوی و، هغه چې کله د فکري مکتبونو او په ځانګړي ډول د شعله جاويد پر فکري مسير او مزل د هغه شخصي تجربې او مشاهدات وړاندې کول او د اسلامي حرکت پر نظرياتي برلاسۍ غږېده نو د نوموړي استدلال تر پايه د ډېرو مشارکينو په ذهن او خولو وو. استاد قانت صاحب ما ته څو ځل د شهيد انجنير صاحب د محاضرې او استدلال د قوت يادونه کړې وه او هغه يې يو کمساری استعداد بللو.

استاد قانت صاحب سره د فرهنګي مرکز په فکري روښانۍ کې شهيد فضل الحق مجاهد په ننګرهار کې د حزب اسلامي امير ډېر همکار و، هغه به د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز په هره پرمختيا کې حمايه کولو او په دې ډول د فرهنګي مرکز په دغه روښانه مزل کې د مجاهد صاحب د حمايې يادونه يو تاريخي پور دی چې بايد له ياده ونه ووځي.

په جلال اباد کې راډيو تلويزيون تر ډېره د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز سره و او دا چې د دغه مرکز مسئول استاد قانت صاحب و نو نوموړي د فرهنګي مرکز په هڅو راډيو تلوېزيون اسلامي او وطنيو ارزښتونو ته د يو متعهد تلوېزيون په توګه مخته يووړ، دغه تلوېزيون نه يوازې د محتوا له نظره غني و او دا ځکه چې د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز د خپلې ټولې فرهنګي پياوړتيا سره په دغه ميدان کې فعال و، بلکه دغه راډيو تلوېزيون چې د بېلابېلو جهادي تنظيمونو په کشمکشونو کې کومه بې طرفي ساتلې وه دا په خپله يو وسطي برخورد او حکيمانه فرهنګ و چې په هغه انقلابي او پسا انقلابي حالاتو کې د استاد د اصلاحي ديد او اعتدالي هڅو مرهون دی.

يو ځل زه په تفريح کې د جلال اباد اسلامي فرهنګي مرکز ته لاړم، راساً د مرکز کتابخانې ته ورغلم، يو وخت ګورم چې استاد له دفتر نه راښکاره شو، مشفقانه ستړي مشي يې راسره وکړل او بيا يې په مينه راته وويل چې وحيدالله جانه، د مکتب د درس په وخت کې مرکز ته نه بلکه مکتب ته ځه، او درسونو ته يې تشويق کړم. استاد خورا مشفق شخصيت درلود، واړه وحيدالله سره د هغه تعامل او بيا له دوه څلوېښت کلن وحيدالله سره د نوموړي برخورد تر پايه په مينه، محبت او شفقت ولاړ و.

پېښور؛ د فکري ادبياتو کشمکش!

په افغانستان کې د اسلامي امارت په رامنځته کېدو سره په جلال اباد کې د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز څانګه هم د اسلامي امارت د هغه مهال پاليسۍ له مخې وتړل شوه او د فرهنګي مرکز مسئول استاد قانت صاحب په پېښور کې د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز په اډانه کې خپل دعوتی او فکري فعاليت ته ادامه ورکړه.

پېښور دغه مهال د ادبي، اجتماعي، سياسي او فکري ادبياتو او چاپي رسنيو د خپراوي مرکز و، زما ښه يادېږي چې دغه مهال به د قصه خوانۍ چاپخانو ته د پخوانيو چپي افيسرانو او سياسي ډيپلماټانو او ملي ګرا شخصيتونو کتابونه د چاپ په موخه پراته وو، دغه مهال د نبي عظيمي کتاب (اردو و سياست در سه دهه اخير)، د غلام دستګير پنجشيری (ظهور و زوال حزب ديمکراتيک خلق افغانستان)، د فقير محمد ودان (دشنه های سرخ)، د بوريس ګروموف، الکساندر ماياروف، الکساندر لياخوفسکي، ګارييف احمدوويچ، شيبارشين، کريوچکوف او نورو شوروي جنرالانو د کتابونو پښتو ژباړې، د غلام محمد زرملوال تاريخي کتابونه، د بي بي سي شفاهي تاريخ او دېته ورته ډېرو ليکوالانو کتابونه چاپېدل، په دوی کې د جنرال نبي عظيمي کتاب ډېر شور درلود، هغه په خپل کتاب کې د کودتاګانو تاريخ د چپي تمايلاتو پر بستر په ډېرو راښکونکو ادبياتو ليکلی و، دغه مهال زه محصل وم او دا کتاب مې اغستی و، ډېره برخه مې يې لوستې وه، دغه مهال له تحليلي ليکنو سره بلد نه وم، خو يو شوق مې درلود، د عظيمي کتاب به مې چې لوستلو نو د تنقيد ځايونه به مې په نښه کول، ۲۰۰۰ ميلادی کال و او په اسلام اباد قرطبه کې د جماعت اسلامي اجتماع عام وه، زه هم ورغلی وم، له هغې خوا نه چې راستنېدو نو په موټر کې رانه استاد نصير احمد نويدي صاحب پوښتنه وکړه چې څه ذوق لرې او دا مهال څه کوې؟ ما ورته وويل چې استاد ما د نبي عظيمي کتاب لويه برخه لوستلې ده او غواړم نقد پرې وليکم، استاد راته وويل چې پر هغه کتاب ډېر تنقیدونه ليکل شوي، په نورو برخو کې ليکل وکړه، بيا رانه هغه تنقيد همغسې پاتې شو.

اسلامپالي په دغه مرحله کې او لا هم د فکر او تاريخ په ليکني ميدان کې ګوښې او تجريد دي، دغه مهال چې زما ذهن ته کوم مهم سندونه مخې ته راغلل يو په کې د دکتور محمد حليم تنوير تاريخی کتاب (د افغانستان تاريخ او خپرونې) او بل د حکمتيار صاحب (پټې توطيې او بربنډې څېرې) (اسلامي نهضت؛ د نادري کورنۍ له راوستو د روسانو تر ويستو) کتابونه وو، نور کتابونه هم وو خو د چپيانو او نورو فکري څپو په وړاندې خاموش او بېخي کم حسابېدل.

نو په دغسې يوه فکري فرهنګي سيالۍ کې چې د اسلامپالو خط په کې پسمانده و، د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز په کې د فکري روښانۍ مشالونه بل کړي وو، دوی په کې د سيمينارونو او کنفرانسونو تر څنګ ادبي بهير درلود، دارالترجمه يې لرله، کتابخانه يې درلوده، د افغانانو تر منځ يې د رابطو ميکانېزم او ادرس درلود او تربوي برنامې يې درلودې.

فرهنګي مرکز په رسنيز ډګر کې لږ تر لږه د مستقبل مجله تاسيس کړه، دغه مجلې د افغانستان، سيمې او نړۍ پر سياسي-اجتماعي تحولاتو ژور نظر درلود، نوموړې مجله به جلال اباد ته رارسېده، او مونږ به د طب پوهنځي په ليليه کې د خپلو فکري ملګرو په منځ کې لاس په لاس کوله، په مجله کې به د نهاد کابلي په مستعار نوم د يوه مشهور استاد ليکنې خورا په زړه پورې وې. د مستقبل مجلې په تاريخ کې يوه اوږده او نقدي مرکه راغله، دا مرکه د ننګرهار له پخواني والي حاجي عبدالقدير سره تر سره شوې وه، دغه مهال حاجي عبدالقدير له نورو قومندانانو سره د شمال له اتحاد سره په ګډه د طالبانو سره په جنګ وو، حاجي عبدالقدير متحده عرب اماراتو ته تللی و او هلته ورسره استاد صفت الله قانت نوموړې مرکه کړې وه، پوښتنې د مجاهدينو د ناکاميو پر عواملو، جنګونو، شوکو او انحصارونو څرخېدې، پوښتنې سختې پاروونکې وې او هر چا چې لوسته پوښتنې يې د خپل زړه پوښتنې او اواز باله، نوموړو پوښتنو ته حاجي عبدالقدير په ډېره سړه سينه ځوابونه ويلي وو، وروسته بيا ما ته استاد قانت صاحب د دې مرکې کيسه کوله چې کله مو مرکه شروع کړه، مرکه په ټيپ ريکارډر کې ثبتېده، پوښتنې چې سختېدې نو دې وخت کې د حاجي صاحب يو ملګري قومندان راباندې غږ وکړ چې د لږې شېبې لپاره دا ټيپ ګل کړه، کله چې ما ټيپ ګل کړ؛ هغه قومندان په اخطاريه ډول وويل چې له حاجي صاحب نه ته څنګه داسې پوښتنې کوې؟ استاد ويل چې حاجي عبدالقدير هغه قومندان ته وويل چې پرېږده چې همدغسې پوښتنې وکړي، دا پوښتنې له خلکو سره شته او پرېږده چې خلک په حقيقتونو پوه شي.

جمعيت اصلاح؛ منفرده تمدني تجربه!

کله چې ناټو او امريکا په خپل ټول شان سره په افغانستان کې بريدونه پيل کړل، دغه مهال په فرهنګي او فکري ډګرونو د اسلامي نظرياتي کرښې استازولي سخته ځپلې او تجريد شوې وه، هغوی چې له بهرنيانو سره د جنګ پر کرښه وو؛ دلته يې د فکري کار مجال نه درلود او کابل مېشتي پخواني جهادي تنظيمونه پر فکري جمود او په شاتګ اخته وو، دوی د مادي سياليو د نامشروع ګټو ټيکه داري کوله او نظرياتي بحثونه ورته ارتجاع ښکارېده.

جمعيت اصلاح په ۱۳۸۲ کال کې د استاد قانت او د ګڼو نورو استادانو له خوا تاسيس شوه، جمعيت اصلاح د يوې تمدني مشروع لرونکی جريان دی چې کيان يې پر مشوره، انتخاباتي سېسټم، للهيت، محاسبه او شفافيت ولاړ دی.

استاد قانت څو دورې د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا ريئس پاتې شوی او هغه مهال چې د نظرياتي تشخص مسئله په کې ابته وه، استاد په کې جمعيت اصلاح د نظرياتي هويت کرښه کړه او په دې ډول جمعيت اصلاح د يوې تمدني مشروع په توګه د ټولې غربي اجنډا په وړاندې مقابل مد و او په ځوان نسل کې يې د دې داعيې تبنی کوله چې اسلام يو جامع او شامل نظام دی، دا دعوه دغسې اسانه نه وه، جمعيت اصلاح په دې دعوه کې په زرګونو کتابونه او مقالې تقديم کړې، راډيو او تلوېزونونه يې ايجاد کړل، مجلې او اونيزې يې خپرې کړې، د ځوانانو د نظم او انسجام مجالونه يې پرانېستل، په اونيزو ناستو کې يې ځوانان منسجم کړل، د اسلامي فکر ريښې يې په ځوانانو کې وغځولې، يوازې جمعيت اصلاح نه بلکه د احساس خيريت بنسټ له لارې د هېواد په لر او بر کې په لسګونو زرو اړمنو کورنيو سره مرستې وشوې او په هره طبيعي او غير طبيعي لويه پېښه کې احساس خيريه بنسټ خپلو هېوادوالو ته بيړنۍ مرستې رسولي دي.

د افغانستان اسلامي طبي ټولنه "ايما" په طبي او روغتيايي ميدان کې د يو باور او اعتماد نوم دی، له وړيا روغتيايي کمپونو نه نيولې د کرونا پر وړاندې تر رضاکارو فعاليتونو پورې ايما يوه لوه رضاکاره تجربه رامنځته کړه، له بده مرغه چې د مشبوه لوريو له خوا هڅه وشوه چې دغسې تجربه ناقصه کړي خو "ايما" په دې تجربه کې بيا هم په خپل رضاکار شان کې همغسې دنګ پاتې شو.

د مسلمانو ځوانانو بنسټ "نجم" په ګران هېواد کې د ځوانانو تر ټولو لوی عملي او واقعي بنسټ دی، نجم د ځوانانو پر فکري روښانۍ، وطنۍ مينې او بيدارۍ کار کوي، دوی د معارف لويې سيالۍ په لار اچوي، د سيرت مسابقې تر سره کوي، په ملي قضيو کې د ځوانانو بسيج رامنځته کوي او مهذب لاريونونه کوي او له احساس خيريه بنسټ او ايما سره په ګډه رضاکاره ونډه اخلي.

د علماو علمي مجمع د افغانستان د علماو په همغږۍ او په لويو پېښو کې پر ګډ موقف نيولو کې يو مؤثره ټولنه ده چې رباني علما په کې تل د وطن او اسلام په اړه سوچ کوي.

د سټراټيژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز CSRS په سټراټيژيکو مسايلو کې د تفکير، تحليل او څېړنې لوی مجال دی، دې مرکز د سولې او جنګ په شمول د لويو ملي قضيو په اړه لوی علمي کنفرانسونه داير کړي، ګردي مېزونه او انلاين کنفرانسونه يې جوړ کړي دي، د افغانستان کلني راپورونه يې جوړ کړي، اونيز تحليلونه يې لوی انتاج دی، سروې ګانې يې تر سره کړي او کتابونه او ريسرچونه يې خپاره کړي دي.

په دې ډول جمعيت اصلاح په افغانستان کې د اسلامي تمدني کار يوه منفرده او متمايزه تجربه ده چې هم په کور دننه او هم بهر د يوې بېلګې په ډول مطالعه کېدای شي.

په دې ډول هم د جهادي تنظيمونو د خونړۍ ماتې او هم د ناټو د بريد پر پېر افغانستان کې د نظرياتي او تمدني کشمکشونو اسلامپاله کرښه د جمعيت اصلاح په کيان کې راڅرګنده شوه،  استاد قانت له خپلو نورو ملګرو سره د همدغسې يوې سقوط شوې مرحلې د اسلامپالونکې څپې راپورته کوونکى و، د دغې مرحلې په تيارو کې د لمر په څېر ځلېدونکي استاد په رڼا پسې اوږده لاره سيخه شوه... دا لاره به پړاو په پړاو مخکې ځي، د رڼاګانو دا لاره به د ويښتيا دا يون هغه څوکې ته رسوي چې د اسلامي خوځښت په مقاصدو کې ده... او د دې هر ګام، مزله او حرکت د ثوابونو شريک استاد به په دې هره لاسته راوړنه کې ډکه ځولۍ وړي، ان شاالله.

استاد قانت او د توريث بحثونه!

د تحريکونو په بقا کې د توريث قضيه ډېره اساسي وي، دا انساني تجربه ده، کله چې هم په تحريکونو کې د قيادت جوړونې تمرين او امادګي نه وي او د يو نظم له مخې د مشرۍ انتقال صورت نه نيسي نو هلته د ثبات، پرمختګ او پراختيا تصور مړ کېږي.

زمونږ په وطن کې په سياسي او اجتماعي جريانونو کې د توريث مسئله هغسې نه پالل کېږي څنګه چې ورته اړتيا وي. د تحريکونو په ژوند کې انقلابي بدلونونه ډېر لږ کارنده او ډېر ځپونکي وي، زه چې څومره له استاد سره مصاحب پاتې شوی يم نو د توريث په قضيه کې مې د استاد لېوالتيا کتله، هغه په يوه متوازنه طريقه او دوامداره تسلسل د توريث قايل و.

متوازنه طريقه دا وي چې د تحريکونو په ژوند کې د تحريکونو د مشر نسل خپل مقام او ځای خوندي وي، که د تحريکونو مشر نسل له مخې لرې کېږي او په انقلابي او يو مخيز ډول د تحريک واګې ځوان قشر ته سپارل کېږي نو دا متوازن توريث نه دی، دا د تحريک اصالت او اصلي مسير له ګواښ سره مخ کوي، موخو، مقاصدو او تګلارو ته انحراف ورکوي او کېدای شي د جذبو په يو توپان کې د تحريک وجود په داو کېښودل شي.

په وروستيو کې څو ځل د توريث پر قضيه له استاد سره زما او ډاکټر راشد بحثونه وشول، د استاد په نظر توريث يوه سټراټيژيکه قضيه وه، او توريث بايد يو مخيز بدلون نه وي.

اساساً توريث بايد د تربيت، تجربې، علم، داعيانه هنر او وړتياو له مخې په تدريج سره تر سره شي، څومره چې د توريث نه شتون خطرناک واقع کېږي همغومره د توريث لنډې لارې، بيړه او يو مخيز ځوانول خطرناک دي.

د تحريکونو له سټراټيژيکو، پاليسي جوړوونکو او تصميم نيونکو محورونو څخه شکلي مجالونو ته د مشر نسل ګوښې کول د تحريکونو باور او اصالت ته تاوان رسوي، په تحريکونو کې بايد داسې مشران وي چې د تحريک ځوان نسل ورته د قدوې او مشر نسل په توګه وګوري او دا تش کتل نه دي بلکه دا په تحريکونو کې د نوي او مشر نسل تر منځ د عاطفې، درناوي، همغږۍ او مقاصدو د شراکت اړيکه او باور دی، په بيروني چاپېريال کې هم د تحريکونو مشر نسل د اړيکو يو دوران رامنځته کړی وي چې که يو دم ترې مشر نسل ووځي نو دا دوران له څرخېدو پاتېږي او په دې ډول حرکت په داخلي او بيروني دواړو مجالونو کې جمود خوا ته ځي.

تحريکي ژوند او د کارېزما تبلور!

ما پخوا يوه ليکنه "په تنظيمي کار کې ورکه کارېزما!" کړې وه، هغه اصلاً په تنظيمي ژوند کې د کارېزما د بحث پارونې په موخه ليکل شوې وه، هغه اساساً يو خودي تنقيد و چې بايد په يو شکل پيل شوی وای. سره له دې چې هغه بحث په هغه مهال کې استقبال شو خو دوامدار نه شو، هلته يو شمېر ملګرو له ما وغوښتل چې دا بحث لږ جامع کړم  او ځېنو ملګرو وغوښتل چې له نزدې پر دې موضوع بحثونه وکړو.

کارېسما د يوې اوږدې خونړۍ تحريکي تجربې په پای کې زمونږ د فکري تحريکونو يوه لانجمنه قضيه ګرځېدلې ده، داسې چې انګېرل کېږي؛ که په نويو راټوکېدونکو جريانونو کې فردي قيادت ته پاملرنه او اهتمام زيات شي نو دا به هغسې هيولا ته زمينه مساعده کړي کومو چې پخواني تنظيمونه وخوړل.

له همدې امله په نويو فکري جريانونو کې فردي وړتياوې په يوه اجتماعي سايکل کې ګرځي او دا ټولې هڅې بيا په يوه اجتماعي نتيجه حسابېږي، په دې نتيجه کې د لږ او ډېر کار حساب، او لږ او ډېر مؤثر کار توپير نه وي په دې ډول فردي وړتياوې د يوه اجتماعي حصار په برجورو دېوالونو کې پنا پاتېږي.

له مرحوم استاد قانت صاحب سره مو د کارېزما پر موضوع ډېر بحثونه کړي وو، سره له دې چې استاد هم هغه وېره درلوده چې پخواني تنظيمونه په کې د کارېزماټيکو شخصيتونو په ولکه کې له شان او مرام نه وغورځېدل، خو هغه د کارېزمايي شخصيتونو د راټوکېدو پلوي و.

کله چې استاد وفات شو نو د نوموړي کمي او تشې د هغه د پټې او ورکې کارېزما څرکونه وهل چې په اجتماعي کيان کې پټه وه، استاد چې کله د وروستي ځل لپاره د مرکزي شورا مسئوليت له اوږو کېوېستلو نو هلته يې د شورا غړيو ته ويلي وو چې څوک هم د مرکزي شورا راتلونکی مشر وي د هغه ډېر احترام ساتئ، دا وينا همغه څه ته نغوته کوي چې مونږ يې ورکه کارېسما بولو، يعنې نور وخت رارسېدلی چې تنظيمي پاليسي بايد د يوه کُلي او اجتماعي شناخت يا شريکې کارېزما د لومړيتوب تر څنګ د انفرادي کارېسما ودې ته مجالونه پرانېزي.

هر څومره چې جمعيت اصلاح غځېږي او اعضا يې ډېرېږي نو د کارېزمايي شخصيتونو د ودې بحث به ورسره راپورته کېږي، دومره ډېر غړي په اجتماعي او شريکې کارېزما کې نه مديريت کېږي، او دې لپاره اړتيا ده چې ځېنې انفرادي کارېسمايي شخصيتونه د تنظيمي وصل، پراختيا او بوختيا لپاره د ميدان شهسواري وکړي.

مخکې چې مونږ د توريث قضيه بحث کړه، هلته هم يو متوازن توريث هغه ورکه کارېزما پيدا کوي چې له بده مرغه په تحريکي مبارزو کې ډوبه ده، د توريث قضيه د کارېزما له ودې سره نېغه اړيکه لري.

استاد قانت؛ د اړيکو منفرده تجربه!

په تحريکونو کې ځېنې شخصيتونه د اړيکو محور وي، دا محور تحريک ته افقي غځونه ورکوي او د ټولنې په نخبه ګانو کې پر تحريک اعتماد او باور رامنځته کوي.

استاد قانت د اړيکو په تناظر کې يو داسې کرکټر و چې بايد په تحريکي تجربو کې څېړنې پرې وشي، هغه بايد د اړيکو په منفرد خاصيت او پراخوالي کې مطالعه شي، د تحريک په ژوند کې دغسې تجربه کمسارې وي او بايد په معنوي لحاظ پناه نه شي.

استاد په ټولنه کې هغه وګړي چې وړتياوې يې درلودې پېژندل او هيڅکله به يې په دې کې کوم تکليف نه حس کاوه چې اړيکه ورسره جوړه کړي، هغه نه يوازې دا چې اړيکې جوړولې بلکې دا اړيکې يې په يوه دوامداره تماس کې پاللې، استاد نه يوازې اړيکې جوړولې بلکه دا اړيکې يې په شخصي مفاد کې نه استعمالولې هغه دا اړيکې د يو فکري جريان او تحريک د پراختيا لپاره کارولې.

د استاد د اړيکو وطنۍ ريښې ډېرې ژورې او جذبوونکې وې، د جمعيت اصلاح پياوړې تنې د همدغسې ريښو نه اوبه خوړلي دي او د نورو استادانو او اعضاو تر څنګ په کې د استاد قانت د اړيکو شبکه ډېره کاري وه.

کله چې په کابل کې د استاد فاتحې ته استاد محمد زمان مزمل خبرې کولې نو ويې ويل چې له قانت صاحب سره مې په ورسک کې د مجاهد صاحب په دېره کې اول ځل کتل شوي وو، وروستي عمر کې چې زه چا په کار اچولی يم، هغه استاد قانت و، هم به يې ليکنو ته مجبورولم او هم ويناو ته، يوازينی سړی و چې په نظرونو کې يې راسره اختلاف هم درلود خو حوصله يې راسره کوله، قانت صاحب بزرګوار انسان و.

همدې فاتحې ته ليکوال او اديب استاد محمد آصف صميم هم د استاد پياوړو اړيکو ته په اشارې سره وويل چې دا داسې يو شخصيت و چې ډېرو خلکو پرې اعتماد کولو، ده پر يو ټغر د افغانانو او مجاهدينو راټولولو ارمان درلود.

استاد قانت؛ جلا سياسي زاويه!

سره له دې چې جمعيت اصلاح رسماً د يو اجتماعي ارګان په توګه کار کوي خو په بالقوه ډول د يو سازمان شوي او پياوړي ګوند وړتيا لري، له همدې امله اکثره په داخلي لحاظ دا بحث راپورته کېږي چې جمعيت اصلاح په سياسي لحاظ بايد څه وکړي؟

په شعوري ډول افغانستان د ګوندي ولسواکۍ نه لرې وساتل شو، د دې لپاره چې افغان حکومتونه د پرديو تر اغېز او کنترول لاندې وي نو يې ډيموکراسي په فردي محورونو کې مخته يوړه، له بلې خوا د هېواد په موجوده ګوندونو کې هم د دې ظرفيت نه و چې د نوي عصر د ګوندي جوړښتونو سره سم پياوړی حضور پيدا کړي، دوی تر ډېره افغانستان شموله نه وو، ملي اجنډا يې نه لرله او په فردي او قومي موضوعګانو کې بوخت وو، موجوده ګوندونه په تشکيلاتي او سازماني لحاظ هم د نوي عصر او نوي نسل پر غوښتنو او معيارونو پوره نه وو، سره له دې چې جهادي ګوندونه نسبت نورو ټولو ګوندونو ته په کلي او ولس کې نفوذ لري خو په عين وخت کې دغو ګوندونو همغسې تونده تګلاره لرله، د دوی په مقابل کې ډيموکراټان، سوسيال ډيموکراټان، لبرالان، چپيان او نور بيا له يوې خوا په ولس کې بې ريښې پاتې شول او له بلې خوا يې شمېر دومره ډېر و چې دغه زيات شمېر خپله ګوندي ولسواکۍ ته قبرونه کيندل.

په دغسې حالاتو کې زه او ډېر نور ملګري تل په دې نظر وو چې جمعيت اصلاح بايد رسماً د يو سياسي جريان په توګه تبارز وکړي او يا دې د سياسي کار لپاره جلا سياسي کيان ايجاد کړي او دې لپاره مونږ استدلال کولو چې د افغانستان راتلونکی د دې غوښتنه کوي چې پياوړي ګوندونه د افغانستان په سياسي واکمنۍ کې نقش واخلي او سياسي حکومتولۍ له يو فرد نه بل فرد ته د انتقال پر ځای ګوندونو ته انتقال شي، ګوندونه به حکومتونه مسئولانه جوړوي او د هر سياست او ملي عمل په اړه به ملت ته ځواب ويونکی وي.

له بلې خوا سره له دې چې له تېرو شلو کلونو سياسي ګوندونه عملاً ټاکنې نه ګټي خو د حکومتونو په جوړولو او کمپاينونو کې د دوی نقش بيا هم له پامه نه شي غورځېدلی، دوی په حکومتونو کې خپلې برخې اخلي، له همدې ځايه کله چې يو بل جريان په بالقوه ډول پياوړی اجتماعي حضور لري، خدماتي حضور لري، صنفي اتحاديې لري او منظمې تشکيلاتي زيلۍ لري او سازمان شوی جوړښت لري خو په سياسي معادلو کې بيا حساب نه لري، دا ځکه چې په سياسي معادلو کې سياسي حضور مهم دی، او دا سياسي حضور بيا په غټه کې د دعوتي او نظرياتي کيان ساتونکی هم دی.

په دغسې ګرمو سياسي بحثونو کې به استاد قانت صاحب بيا په سياسي لحاظ د احتياط او پاملرنې پلوي و، هغه افغانستان په ژر ژر بدليدونکي تناظر کې کتلو، او د خپلې اوږدې تجربې په رڼآ کې به يې د رسمي سياسي کار په اړه محتاطانه تعامل پيشنهادولو، نوموړي ته د جمعيت اصلاح فکري، نظرياتي او تربوي کيان تر بل هر څه ډېر مهم و، او دا ځکه چې هغه پر دې فکري جوړښت د تنکۍ ځوانۍ نه تر دې دمه عمر مصرف کړی و، هغه ته د دې جوړښت ماضي، حال او راتلونکی د ژوند په بيه مهم و، نوموړی د داسې نظرياتي جريان د مالکيت لوی شريک و چې په افغانستان کې په نظرياتي، سازماني، خدماتي او نخبه يي ډول کم سياله دی، نو له همدې امله يې د احتياط او پام پر عمل تاکيد کولو. استاد په تدريجي ډول او د خدماتي تجربو له لارې د سياست ميدان ته د ننوتلو پلوي و.

داسې نه وه چې استاد پر سياسي کار باور نه درلود او يا يې د فکري او سياسي کار تر منځ پر واټن او جلاوالي ترکيز درلود، استاد که په خپل استدلال سره له يوې خوا د مستقل سياسي کار په اړه خپل تحفظات درلودل، خو له بلې خوا يې په سياسي چارو کې د يو شمېر ورونو د بوختيا په اړه صراحت درلود، او په دې سياسي بوختيا کې تر نورو ډېر په خپله مصروف و، استاد قانت د هېواد په سياسي او اجتماعي کيانونو کې خپل ملګري درلودل او له هغوی ټولو سره يې د وطن او اسلام په خاطر رابطې ساتلې. هغه د تسامح، زغم او ګډ کار پلوی و، نوموړی په بين الافغاني لحاظ د حذف د تفکير مخالف و او په دې وطن کې يې د افغانانو په خپلمنځي شراکت تاکيد کولو.

استاد قانت او له بهرنيانو پاک افغانستان!

جمعيت اصلاح تل د جنګ په تېرو شلو کلونو کې د بهرنيو ځواکونو پر وتلو او د سولې پر بين الافغاني خبرو اترو ترکيز کړی دی، په دې ملي او اسلامي غوښتنو کې د استاد قانت نقش تل ډېر اساسي پاتې شوی دی، استاد تل د بيرونيو ځواکونو د وتلو يو لوی غوښتونکی و، نوموړي په دې اړه په بېلابېلو فورمونو د بهرنيو ځواکونو د وتلو غږ پورته کړی، په دې اړه د استاد په شتون او هلو ځلو ګڼ کنفرانسونه داير شول، کلونه مخکې مو په يوې داخلي غونډه کې د بهرنيو اډو د اغېزو په اړه ګردی مېز درلود، په دې مېز کې چې کله ما خپله موضوع تقديم کړه، وروسته بيا استاد په تندي ښکل کړم او راته يې وويل چې دا موضوع نوره هم غني کړم او چاپ ته يې ولېږم، هغه موضوع ګډونوالو ډېره خوښه کړې وه.

 يو ځل مو په جلال اباد کې د بهرنيو اډو د تاثيراتو په اړه عمومي کنفرانس داير کړی و، له استاد سره زه هم د کنفرانس يو ويناوال وم، استاد د بهرنيو اډو پر اغېزو هر اړخيزه وينا وکړه، ډېر زيات ګډونوال راغلي وو، په دې کنفرانس کې ما هم (په افغانستان کې دايمي پوځي اډې؛ موخې، اغېزې او زيانونه!) موضوع وړاندې کړه.

په داسې حال کې چې د هېواد اکثرو سټراټيژيکو او مطالعاتي مرکزونو د بهرنيو اډو او امنيتي تړونونو په حمايت کې سروې ګانې، مطالعې او څېړنې وړاندې کولې، د سټراټيژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز CSRS چې استاد قانت يې د نورو ملګرو سره په ګډه بنسټ ايښی و، په دې برخه کې  په بې پرې ډول دا موضوع د بحث داغ موضوع ګرځولې وه، استاد د دغه مرکز د مشر په توګه د افغانستان د حاکميت او ګټو په تناظر کې پر دې موضوع يو خورا مهم کنفرانس داير کړ، دغه کنفرانس کې د بحث څلور وړاندې کوونکي وو؛ شهيد استاد دوکتور عبدالباقي امين د اوږدمهاله اډو پر امنيتي اغېزو، د کابل پوهنتون استاد سيف الدين جيحون يې پر اقتصادي اغېزو، شهيد وحيد مژده په نړۍ کې د امريکا په اوږدمهاله شتون او ما ليکوال په افغانستان کې د بهرنيو اډو پر فرهنګي او اجتماعي اغېزو مقالې وړاندې کړې. دا مقالې بيا وروسته د سټراټيژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز CSRS له خوا د يو کتاب (پایگاههای دائمی نظامی آمریکا و اثرات آن بر آینده افغانستان) په بڼه چاپ شوې.

استاد قانت د ملي وحدت او بهرنيو اډو پر ضد جبهې له بنسټګرو څخه و او تر پايه د دې جبهې په رهبري شورا کې و، د دې جبهې اعضاو په هېواد کې د بهرنيو نظامي ځواکونو شتون ننګولو او د دوی پر وتلو يې ټينګار کولو. استاد د ژوند تر پايه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو تاکيد کولو او د هېواد د ازادۍ او ابادۍ د يو ارمانجن په توګه يې ټول فرصتونه د دې لوی هدف لپاره کارول.

د سولې ارمانجن استاد قانت!

د افغانستان جنګ په بېلا بېلو شکلونو او تناظر کې د نزدې نيمې پېړۍ لمبې وهلي دي، د دغه اوږد اور تمهيد د سرطان په کودتا سره رامنځته شو او د ثور په کودتا سره سکروټې په اور بدلې شوې، شوروي اشغال دا اور په لمبو کړ، د نجيب په سقوط سره د لمبې څپه تر لږ ټيټ ميلان وروسته بېرته د مجاهدينو په خپلمنځي شخړو کې په غرغرو شوه، ورپسې د اسلامي امارت او شمالي اتحاد تر منځ هم د جنګ اور تر پايه مړ نه شو، د ناټو په جنګي بريد سره جنګ بله بڼه واخېسته او جنګ بيا ځل په لمبو شو.

په دا ټوله نيمه پېړۍ کې افغان ملت د جنګ اصلي قرباني و، د جنګ د ملکي قربانيانو نه پرته د دې جنګ افغاني اړخونو جنازې افغاني کورونو ته تللي دي، هغه دربدرۍ چې د دې جنګ نه وروسته مرحله کې د کونډو او يتيمانو له درکه پاتې کېدونکي دي دا يو لوی اقتصادي او اجتماعي بوج دی چې پورته کول به يې د سولې د پېر واکمنيو لپاره ډېر سنګين وي.

استاد د سولې د يو ارمانجن په توګه تل له روان حالت نه ځورېده، هغه په خپله د افغانستان تېرو جنګونو يو قرباني انسان و، د نوموړي ورور رحيم الله د شوروي اشغال او لاسپوڅو په بريد کې شهيد شوی و، او کورنۍ يې د شوروي ناتار او حملو له لاسه د پېښور په کمپونو کې د مهاجرت کلونه تېر کړل، که نه د استاد کورنۍ په خپل کلي کې زمکې لرلې، کور يې لره او دېره يې لرله، په کلي کې داسې ژوند د خانۍ ژوند و او د استاد پلار د خپل مېلمه پال او اجتماعي خوی له مخې په دې حساب په همغه مهاجر ځان او سوځوونکو کمپونو کې پر "خان" ملقب و، مونږ واړه وو او چې د مرحوم استاد لمونځ ګذار او عابد پلار به د جومات له خوا نه کاله ته تللو نو خپلو منځونو کې به مو ويل چې خان صيب راغی، بس د جنګ جارح چپي لوري پر خلکو کور کلي خالي کړل، د خلکو ژوند يې د دېرو او کلي د چنارونو نه د کوزې پښتونخوا خېمو او سوځوونکو غرمو ته کړ!

دا مې په دې پورې وويل چې استاد قانت صاحب که له يوې خوا د يوه پوه او علمي کادر او فکري جريان د استازي په توګه د بهرنيو نظامي ځواکونو پر وتلو او د سولې پر بين الافغاني ميکانېزم ټينګار کاوه نو له بلې خوا هغه او د هغه کورنۍ خپله د جنګونو د قرباني په توګه د جنګ په قيمت او د سولې په ارزښت پوهېده.

استاد په همدې موخه په بېلابېلو فورمونو د سولې د يوه پياوړي حمايتګر او داعي په توګه غږ پورته کولو، هغه د سولې او نجات د ملي جبهې د رهبرۍ شورا غړی و او تل يې د سولې لپاره خپل غږ د هېواد د نورو اصيلو بچیانو سره په بدرګه پورته کولو. استاد همدارنګه د ملي وحدت او نجات د متحدې جبهې د رهبرۍ شورا غړی هم و او له دې ټولو تربيونونو يې د سولې په اړه فعاليتونه تر سره کول.

اسلامي حرکت؛ د مالکيت ژوندی حس!

د مرحوم استاد قانت يوه لويه ځانګړتيا دا وه چې هغه د جمعيت اصلاح د مالکيت يو رغوونکی او مينه ناک حس درلود، استاد به چې د جمعيت اصلاح د هرې څانګې کتنه کوله او هر غړي سره به چې مخ کېده نو د فعاليت او پرمختګ جامع معلومات به يې اخېستل او د کار د ښه کولو په اړه به يې مشورې ورکولې. په دې حس کې استاد حسبان الله متوکل هم ډېر پياوړی دی، هغه به چې مونږ هر ځل کتلو، سره له دې چې تنظيمي موقف به يې بل و خو د جمعيت اصلاح د پرمختياو او حالاتو ژور جاج به يې اخېستلو، استاد متوکل صاحب ته دې خدای اوږود عمر ورکړي.

د يو فکري جريان تر ټولو ښه ځانګړتيا دا وي چې په اعضاو کې يې د مالکيت احساس وي، ما يو ورځ د خپل يوه ډاکټر ملګري سره پر هغو مسايلو بحث و چې هغه يې په اړه د يو شمېر ورونو نه ماڼيجن و، هغه ويل چې فلانکي او فلانکي سره مې په ژبنيو بې انډوليو بحث و، اوس د دې لپاره نه ورځم چې هغوی زما خبره نه شوای زغملی او پر ما يې تنقيدونه کول، هغه ډاکټر صيب ته مې وويل چې د يو چا له کبله ته څنګه جمعيت اصلاح ته نه ورځې؟ ما ورته وويل چې ټوله ستونزه په تا کې ده، ته د مالکيت حس نه لرې، که د مالکيت حس ولرې نو که هغوی هر څومره غوسه کېدل خو تا به بحث کولی او استدلال به دې کولی، ځکه په همدغه بحث او رغوونکي تنقيد کې د جمعيت اصلاح بقا پرته ده،  جمعيت اصلاح د ټولو دی او هيڅوک بايد په کې د محروميت احساس ونه لري. الحمدلله چې جمعيت اصلاح همدغسې يو چاپېريال دی، دلته ټول د دې څپانده جريان د مالکيت احساس لري.

سنکوټه سيمينار او د "ايما" لومړنی تصور!

په کال ۱۹۹۹ کې د سوات په سنکوټه کې د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز "د غوره بدلون په لور" درې ورځينی سيمينار جوړ کړی و، زه دغه مهال د ننګرهار طب پوهنځي محصل وم، دلته مو له نورو ملګرو سره په ګډه فکري فعاليتونه درلود، ياد سيمينار ته مونږ هم دعوت شوي وو او د ډاکټر سيد خالد راشد، ډاکټر احمد عبيد مجددي، ډاکټر عبدالغني، ډاکټر محمد اياز او يو شمېر نورو ملګرو په ګډون ورغلو.

د دې سييمينار موضوعګانې، ورزشي وقفې او د خوراک شېبې مې ټولې په زړه نقش دي، کوم ځای کې چې زمونږ سيمينار و، دغه ځای پر يوې زرغونې تپې و، هلته مسجد و، له مسجده پاس پر تپې هوار ميدان و پر دې ميدان به مونږ په فارغه وخت کې ورزشي حرکتونه کول، لاندې ترې پوخ سرک و او له سرک نه اغاړې د سوات سيند او پراخه جلګې او شنې سيمې وې، زه به چې له مسجده راووتلم نو دغه بهېدونکي سيند او زرغونې منظرې ته به ودرېدم، مازيګر کې به د سيند غاړې ته تللو، هلته د سيند له دې غاړې ها غاړې ته کيبلي زانګوګانې تللې، د سيند او شنو جلګو په دې منظرو کې به زه ورکېدم، د ذهن پر بيديا به مې رنګونه خورېدل خو ما به په دې رنګونو کې ځان د سعدالله جان برق په دې شعر کې تعبيرولو چې:

دا زما خاورې ايرې ژوند په کې ستا نيازبينه مينه

 لکه ګل وي چا ټومبلی په ريښې ريښې پګړۍ کې

مرحوم استاد قانت صاحب دغه مهال د تاريخ په برخه کې د دوکتورا مرحلې رساله ليکله او هملته په سنکوټه کې د رسالې د تکميل په خاطر اوسېده. هغه زمونږ په ورتګ د زړه له کومي خوشحاله و او زمونږ ډېر ګرم ښه راغلاست يې وويلو، استاد به زمونږ سره په هره فارغه وقفه کې کېناستلو او مونږ سره به يې پر بېلابېلو موضوعګانو بحث کولو.

استاد قانت په يوه ماخوستنۍ وقفه کې مونږ د طب محصلانو ته د چايو بلنه راکړه او د هغه د اوسېدو خونې ته ورغلو، کېناستلو او استاد په اسلامي تحريک کې د ډاکټرانو پر نقش خبرې وکړې، د استاد دا عادت تر پايه و چې په تحريکي افرادو کې به يې اخلاص او للهي اړيکې باندې ډېر تاکيد کولو، هلته هم د استاد د وينا تمرکز پر همدې و چې مونږ څنګه داسې ډاکټران شو چې په راتلونکي کې په معنوي بنيادونو د خپلې ټولنې دردونو ته دوا شو، د اخلاص حد هم دا دی چې د مادياتو په دې سياله دنيا کې يو ډله راپورته شي او د خپلې ټولنې رضاکاره روغتياپالان شي، استاد پر همدې موضوع خبرې کولې او د خپلې مدعا لپاره يې د معاصرې رضاکارې طبي تجربې په توګه د پاکستان د سند ډاکټر محمد نذير يادونه وکړه، استاد ويل چې هغه به د اونۍ په ځانګړو ورځو کې لرې پرتو سيمو ته تللو، له ځان سره به يې درمل هم وړل او په دغو محرومو سيمو کې به يې د خدای د اړمنو بنده ګانو وريا تداوي کوله، هغه به چې دغو لرو پرتو سيمو ته تللو نو د درملنې پر مهال به يې د اسلامي حرکت دعوت هم له ځان سره وړلو. په دې ډول ډاکټر نذير په دغه رضاکاره عمل کې د سند مشهور شخصيت شو او د هغه وخت بهټو سياسي شبکې لپاره د خطر زيګنال هم شو، له همدې امله دغه رضاکار ډاکټر نذير لږه موده وروسته په خپله معاينه خانه کې پر شهادت ورسول شو. د استاد له همدې جوهري وينا په پای کې د يوې رضاکارې طبي ټولنې سوچ وپنځېده چې وروسته بيا د افغانستان اسلامي طبي ټولنې AIMA په بڼه مخې ته راغی، هغه چې اوس په رضاکار ډګر کې خپلې منفردې تجربې لري او ريښيتينی رضاکار نوم دی.

دغه د ډاکټر نذير شهيد قيصه به پخوا هم ما ته استاد کوله، کله به چې په نصرت مېنه کې له مسجده راوتلو نو په لاره کې به يې د يوې قدوې په توګه د ډاکټر نذير شهيد ياد راسره کولو، يوه ورځ زمونږ د کور دروازه ټک ټک شوه، چې ور ووتم نو له خندا ډک نوراني  استاد قانت صاحب ولاړ و، حجره مې خلاصه کړه او کېناستو، نوموړي ما ته له ځان سره د ډاکټر نذير شهيد پر ژوند او کار ليکل شوی کتاب راوړی و، د استاد توصيه دا وه چې دا کتاب ولولم او د کتاب په منځ کې د پرتې تجربې نه په الهام د رضاکار کار خاکه واخلم. د استاد هڅه دا وه چې د يو ډاکټر په توګه څنګه محض مادي ډاکټر نه شم او په ژوند کې معنوي او رضاکار جوهر ته وده ورکړم، هغه به هر وخت د ډاکټرانو د معاينه خانې د بند ژوند په اړه تنقيدي سوچ کولو او ګڼله يې چې دوی د شخصي معاينه خانو په مادي بوختيا کې د اجتماعي اړيکو نه محروم شوي دي.

سنکوټه سيمينار؛ څو خاطرې!

د دې درې وځيني سيمينار څو جالبې خاطرې مې اوس هم پر ذهن راخورې دي، محترم استاد محمد زمان مزمل صاحب د دې درې ورځيني سيمينار د يوه ګردي مېز برخوال و، هغه چې د افغانستان د حالاتو په پيچ و خم کې ستړی ستومانه و، د وطن د حل لارې په بنده جاده وې او جنګ په غرغرو و نو يې وويل چې: افغانان يوې موقتي ملي ګرايئ ته اړتيا لري تر څو هېواد له روانې بدبختۍ نه ووځي... دغه مهال افغانستان په يوې خونړۍ جګړې کې و، په نړۍ کې د افغانستان حيثيت منلی نه و، په پاکستان او نوره نړۍ کې افغانانو د کډوالۍ سختې ورځې شپې تېرولې، او استاد د همدې حالت په وير کې دا خبره وکړه، خو ما بيا د استاد پر خبرو تعليق وکړ، تعليق څه و بس توند غبرګون و، استاد دې خير اوسي هغه بزرګواري وکړه او د يو جذباتي ځوان تونده نيوکه يې په صبر تحمل کړه.

 يوه ورځ يو محاضر موضوع وړاندې کوله، هغه تازه د امريکا له سفره راغلی و، نوموړي امريکا ته د تلليو بېلا بېلو اسلامي ملکونو د اتباعو يادونه وکړه او بيا يې د افغانانو په اړه وويل چې هلته اکثره افغانان نسبت نورو ملتونو ته ډېر ژر د امريکا په کلتور کې ذوب شوي، په دې وخت کې يو ګډونوال غږ کړ چې مرګ په هغو افغانانو چې امريکا کې دي!

په سيمينار کې د ويناو مسابقه اعلان شوه، ما هم په کې نوم ثبت کړ، تياری مې ورته ونيولو او د بحث موضوع مې تاريخي پېښې وې، موضوع مې په تاريخي استناد او بېلګو وړاندې کړه، زه په تمه وم چې اوس به نو زما نوم هم په ګټونکو کې اعلانېږي، کمېټه کېناسته او ايسته يې د مشرانو نومونه په ګټونکو کې اعلان کړل او زه هم راولګېدم احتجاج مې وکړ، ډېر ملګري زما په خوا شول او ايسته مې ترې حق او جايزه واخېستله! قاضي صاحب محمد حسن اسلامي هر وخت زما احتجاج راته په خندا خندا رايادوي.

کله چې سيمينار خلاص شو، هلته د کتابونو ميزونه لګېدلي وو، ما ترې کتابونه واخېستل، فلاينګکوچ ته وختلم، چې کېناستلم دې وخت کې مې يو بل کتاب هم زړه راښکلو، کتاب پلورونکي باندې مې ورغږ کړ چې هغه کتاب هم راکړه! څو مې چې له جېب نه روپۍ راويستلې؛ استاد قانت صاحب چې زمونږ مخه ښې ته ولاړ و، کتاب يې راته راکړ او چې هر څه مې وکړل، روپيو ورکولو  ته يې پرېنښودم. د استاد د مينې دا منظر مې اوس هم پر ذهن راخپور دی. مونږ لاړو او استاد د خپلې دکتورا رسالې په خاطر هملته پاتې شو.

استاد قانت او د سوات-د کالام سفر!

۲۰۰۰ کال و، مونږ هر يو ډاکټر سيد خالد راشد، ډاکټر عبدالولي يوسفزی، ډاکټر محمد همايون لودين، زه او څه نور ملګري چې دا مهال محصلين وو، په څو ورځيني سيمينار کې د ګډون لپاره په پېښور پبو کې وو، په دار الارقم مرکز کې مو پر بېلابېلو موضوعګانو بحثونو او لکچرونو کې ونډه اخېستله، درسونو ته د هېواد تکړه مشران او استادان ټاکل شوي وو، يوه موضوع په کې د استاد محمد زمان مزمل صاحب وه چې هغه په کې د شورويانو او کمونېزم پر ضد جهاد کې د تنظيمونو پر دوه برخو؛ پياوړي ټکي او ضعف باندې وينا وکړه، د وينا په پای کې ما تعليق درلود او د حکمتيار په سر مې ورسره بحث وکړ، هغه چې بيا کله ځواب وايه نو ويې ويل چې که په اسلامي فرهنګي مرکز کې دغسې جذباتي ځوانان وي نو د دوی راتلونکی هم راته ښه نه ښکاري.

په دې سيمينار کې مو بېلابېلې، اجتماعي، تاريخي، سياسي او فکري موضوعګانې واخېستلې، پر استاد محمد زمان مزمل سربېره د جمعيت اصلاح د اوسني کيان ډېر مشران استادان د نوموړيو موضوعګانو تقديموونکي وو. له دې علاوه ګڼې تفريحي او ورزشي برنامې مو هم لرلې، د ليکوالۍ د حس پارولو لپاره استاد عبدالفتاح جواد د سيمينار له ګډونوالو وغوښتل چې د اصلاح اونيزې لپاره ليکل وکړي، اصلاح اونيزه دغه مهال په اخباري بڼه چاپېده، مونږ د مرکز کتابخانې ته لاړو، دغه مهال مو د ليکلو قلم نه چلېده، پر سوژې مې فکر وکړ، بېلابېل کتابونه مې هم راواخېستل، خو د ډېر کوښښ سربېره ونه توانېدم چې څه وليکم، سره له دې چې ونه توانېدم خو د ليکلو انګېزې مې په سينه کې تېغ وواهه، وروسته مې د نظرياتي او دعوتي مطالعې تر څنګ د استاد محمد زمان مزمل ليکنې او د نسيم حجازي ناولونه ولوستل، او لومړی ليکل مې بيا هم د همدې اصلاح اونېزې له لارې وشول، هلته چې مې د ميوند دريځ په نوم خپله لومړۍ تنقدي ليکنه ولېږله او هغوی خپره کړه.

دا سيمينار لږ اوږد و او کله چې د سيمينار د پای شېبې راورسېدې، نو مونږ وپتيېله چې بايد سوات ته په رحله (پکنيک) لاړ شو، رحله د نوموړي سيمينار د پلان برخه نه وه، د سيمينار سنبالوونکو لږ بحث راسره وکړ، خو مونږ غوښتل چې رحله بايد ولرو، تر بحثونو وروسته يې زمونږ ناز واخېست او رحله پلان شوه، کله چې روان شو نو د سيمينار له ګډونوالو يوه تن د شله توب حد وکړ او زمونږ نه د پېښور په جي ټي روډ ښکته شو، د هغه استاد شله توب به چې بيا مونږ يادولو نو خوشطبيعي به مو په خپلو منځونو کې کوله.

د رحلې د مسئول په توګه مونږ سره مرحوم استاد صفت الله قانت و، سفر مو پيل کړ له مردان تېر شو، ملاکنډ ته چې ختلو نو لاندې ترې درګۍ پرته ده، درګۍ او شاوخوا يې د پښتو شعر معاصره پالونکې او پنځوونکې سيمه ده، زما د خوښې شاعر رحمت شاه سائل د همدې سيمې دی، د ملاکنډ پر لوړو چې ختلو نو لار په کې کږه وږه تللې وه او لاندې سيمې به په کې ډېرې ښايسته ښکارېدې، مونږ بټخېلې ته ورسېدو او هغه اوږد بازار مو وليد چې دکانونه يې ټول د سرک په دواړو غاړو اباد وو،بالاخره سوات ته ورسېدو، پر دا ټوله لاره د مرحوم استاد خوږ بحث او مدارا دغه اوږد مزل رالنډ کړ، مازيګر مو موټر په يوه ځای کې ودراوه د لمونځ او ډوډۍ تابيا مو راونيوله، سترنجۍ مو هواره کړه او پرې کېناستو، زه او ډاکټر سيد خالد بيا هم د استاد خوا کې کېناستو او د اسلامي حرکت پر نظرياتي بعدونو او اړتيا مو خبرې کولې، د استاد يو ډېر ښه خاصيت دا و چې د عمر او علم توپير ته به يې نه کتل او د دمخاطب خبره به يې په غور اورېده، د خبرو په جريان کې د هغه د سترګو تماس نه بل لورې ته کېده او چې مخاطب به خبرې کولې نو استاد به يې د اورېدو باور مقابل لوري ته په يوه ډول ورکولو.

مونږ د کالام په لور روان شو، ځای ځای مو سيلونه وکړل او کله چې کالام ته ورسېدو، نو ماخوستن و، شپه وه او د اوسېدو لپاره دغه سيمه کې نه هوټل و او نه کوم شناخته، يو دم استاد قانت صاحب وويل چې دلته مولانا کالامي  اوسېږي او د سرک په سر يې مسجد دی، کالامي صاحب مو پيدا کړ او هملته مو ښايسته شپه وکړه. د استاد دې غځېدلې اجتماعي اړيکې بيا هم حيران کړم.

لارښود او سموونکی استاد!

کله چې حضرت صبغت الله مجددي وفات شو د هغه په مړينه ما يوه ليکنه وکړه، دغه ليکنه کې مې يوې قيصې ته نغوته کړې وه، او هغه د مجددي صاحب د کورنۍ د يوه مشر هارون مجددي يادونه وه او نور څه هم وو، استاد راسره په الحيات روغتون کې مخ شو او په دې برخه کې يې راته د څه سمون تنقيدي خبره وکړه، مخکې يې هم په يوه بله ليکنه کې راته همداسې څه ويلي وو، بيا مې يوه ورځ خپل خوږ ملګري ډاکټر سيد خالد راشد ته وويل چې مړه مونږ نور زاړه کېږو خو استاد تر اوسه مونږ سره همغه د مکتب او محصلۍ د وخت غوندی تعامل کوي، خو وروسته مې چې ځان سره فکر کولو نو دا وه چې استاد پر مونږ ډېر حريص و، هر وخت به يې زمونږ لارښوونه کوله، مونږ سره يې مسئولانه برخورد کولو او نه يې غوښتل چې مونږ دی په اشتباه ګانو کې مزل وکړو، هغه به په هره چاره کې پدرانه محبت درلود او په خاصه مينه او علاقه به يې مسايل مطرح کول.

د خان عبدالغفار خان مرحوم دېرشم تلين و، ما يې په اړه يوه تحليلي نقدي ليکنه وکړه، دغه د تاريخي شخصيتونو او پېښو په اړه زه  د ژورې مطالعې پيرو يم، په تشه تنظيمي کليشه کې بند پاتېدل او په احساساتي انګېزو بنا غبرګونونه هيڅ ځای نه نيسي، مطالعه انسان ته د انصاف وړتيا ورکوي او تاريخي پېښې تر هر څه زيات نياو او انصاف ته اړتيا لري. په ځانګړي ډول ماضي چې د ځان نه د دفاع وس نه لري او بيا مړي به ځان څنګه وګټي؟ په دغسې حالاتو کې مطالعه انسان ته د بې پرې تحليل او نقد ځواک ورکوي.

د خان په اړه مې (خان عبدالغفار خان، په تنظيمي کليشو کې د پېړۍ تجربه!) ليکنه بشپړه کړه، په ليکنه کې مې د عدل خوا پرېنښوده، د نوموړي هغه خواوې چې له خلکو پټې وې هغه مې راوسپړلې، د نوموړي د مبارزې له ابتدا نه مې شروع وکړه هغه چې نوموړی په کې د يوه اصلاحګر او سمون غوښتونکي مبارز په توګه يون کولو، هغه په کې د انګليس د استعمار مبارز مشر و او بيا تر هغه چې د هغه ګوند په کې نظرياتي شو او د چپيانو په مرام کې ګډ ورسره ولاړ، ليکنه په څو قسطونو کې په مسير ورځپاڼه کې خپره شوه او بيا د هېواد په بېلابېلو وېبپاڼو کې هم مخې ته راغله، استاد چې فقط د ليکنې لومړنۍ برخې لوستې وې نو يوه ورځ يې د جمعيت اصلاح په دفتر کې وکتلم، په خپل خاص انداز کې يې غوسه وکړه چې څه دې ليکلي دي؟ ما ورته بيا د تاريخي پېښو په اړه دا خپله پورته ياده کړې تګلاره تشرېح کړه، او بيا مې ورته وويل چې استاد تاسو په وروستيو قسطونو کې تنقيدي بحث لکه چې نه دی لوستلی، پای کې استاد راسره ومنله.

او د سبا ستوری رڼاګانو پسې لاړ!

د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا رئيس استاد محمد عاطف صاحب سره ناست وم، غوښتل مو چې استاد قانت صاحب هم راسره شريک شي، استاد عاطف مبايل راوخېست او استاد قانت صاحب ته يې زنګ وواهه چې وحيدالله مصلح راغلی او خبره يې ورسره شريکه کړه، استاد ورته وويل چې سينه مې سخته شوې او په تکليف يم، اوس نه شم کولای او چې ښه شوم نو بيا به وګورو.

د استاد مريضي سخته شوه او روغتون ته راغی، هغه په الحيات روغتون کې د همغو روزل شويو ډاکټرانو تر څارنې لاندې و چې لسيزې يې د استاد مصاحبت کړی او ترې يې روزنه اخېستې وه، پر ډاکټر سيد خالد راشد سربېره يې ډاکټر محبوب الله شفيق پر مستقيمه معالجه بوخت و، زه چې خبر شوم، روغتون ته ورغلم، له استاد سره کېناستم دې وخت کې يې وقفه يي اکسېجن اخېستلو، خبرې مو سره وکړې، په دغسې حالت کې يې هم د لوی واړه پوښتنه کوله، ټول احوال يې واخېست او مونږ ورته ډاډ ورکولو چې استاد هر څه به سم شي، تاسو ان شاالله ښه کېږئ.

د استاد عيادت ته به يې دوستان، ارادتمند او روزل شوي ځوانان ډلې ډلې راتلل او دا د مادياتو په دې نړۍ که همغه تمايز دی چې که د مادياتو کوم داعي په کې مريض شي او يا يې د جنازې شېبې شي نو په دې دواړو کې د معنوي دعوتګر خواخوږي پرې له حسابه ووځي.

د استاد مريضي سخته شوه او د بستر خونه يې هم تبديل شوه، هغه نور له وېنټېلېټور پرته ګوزاره نه شوه کولای، په همغه شديد تنفسي حالت کې چې ورغلم بيا هم نوموړي د حال احوال اخېستلو هڅه کوله، د استاد د مينې او مېلمه پالنې حال دا و چې په دغسې پيچلي او سخت حالت کې به چې کوم عيادت کوونکی ورغی نو استاد به په لاس ورته د کېناستلو ويل او بيا به يې عبدالحی قانت او يا اسامه قانت ته اشاره کوله چې چای ورته واچوه.

بله ورځ ماښام موده وه، زه په ښار کې وم، مېرمن مې زنګ راوواهه چې چا په فېسبوک کې ليکلی چې استاد وفات شو! په سر کې مې لکه ډز چې وشي، ژر مې ډاکټر راشد ته زنګ ووهلو، هغه وويل چې انا لله و انا اليه راجعون او نور يې د خبرو وس نه درلود. ژر د موټرو تمځای ته لاړم او موټر مې چالان کړ، پر سټيرينګ مې سر کېښود او په سلګو شوم، د استاد فراق د باور وړ نه و، زړه مې ډوبېده او سترګې څڅېدې.

الحيات روغتون ته لاړم، هلته لومړی د سرګردانه مهاجر، مجاهد او دعوتګر ستړی جسد ته ورغلم، هغه نور له ستړياو ځان فارغ کړی و او د دمې ځای ته په ايماني رجاء تللی و، روح يې ملکوتی و او مونږ يې د جسد وروستي ديدن ته پر نم ډکې سترګې غړولې، هلته سينې او زړونه سخت بې واره درزېدل، په دهلېزونو کې د سلګيو غږونه وو او دا ټول ماتم د يوه قايد سره د مينې او ارادې وروستۍ پيرزوينې وې.

د استاد جسد ته خلک په راتګ وو، تر ديدن وروسته به يوې غاړې ته کېناستل او بيا به تلل، په دا منځ کې يوه تن ته زه متوجه وم، هغه د استاد جسد ته د سينې په بريد نزدې ولاړ و، هيڅ نه ستړی کېده، همداسې يې د استاد پر جسد سترګې ښخې کړې وې او بلې خوا ته يې نه کتل، ما به يې چې مخ ته کتل نو لکه روح يې چې الوتی وي، د غم اثارو يې له مخه رنګ اخېستی و، شپه ناوخته شوه او يو وخت مې کتل چې خلک په خورېدو وو، ځای خالي و خو دا شخص بيا هم هلته د استاد جسد ته ناست و او په ځير يې غميدلي ورکتل، زه غريو ونيولم او ډاکټر راشد ته مې وويل چې ته دې استاد عبدالناصر شفيق ته متوجه يې چې دا څومره غمجن دی، کله د استاد جسد ته ودرېږي او کله ورته کېني او سترګې ترې نه اخوا کوي... زما له سترګو اوښکې روانې وې او خالد هم په اوښلنو سترګو دې منظر ته کتل. استاد شفيق له استاد قانت سره يو ځای د همغه کاروان په بنسټګرو کې و چې لسيزې مخکې يې په ګډه څارواني پيل کړه. د استاد شفيق په زړه کې به څه تېرېدل؟ هغه ژوندی دی او خپله به يې يوه ورځ سپړنه وکړي، خو ما چې د استاد په مخ کې څه لوستل نو هغه د اسلامي منظم کار په بنسټولو، روانولو او پياوړي کولو کې د دوی د شريکو شېبو هغه يادښتونه وو چې سخت بې غرضه او خدايي وو، د هغو شېبو هغه ياران همدغسې بې غرضه پاتې وو او د همغه ګډې ماضي رخصتيدونکي يار ته يې کتل... استاد شفيق بيا په خپل اجتهاد د فعاليت لاره بېله کړه او کېدای شي د استاد قانت بې روحه جسد ته به يې د حمزه بابا بيت وايه چې:

توان لرمه دا چې د ماضي نه خراج واخلم

زه به پخوانی شمه ستا مينه به پخلا کړم

د الحيات روغتون د مجلسونو په تالار کې د جمعيت اصلاح مشران، اعضا او د مرحوم استاد زامن او ورور راټول وو، هلته د ماتم او وير په غموونکو شېبو کې د تکفين او تدفين مشورې کېدلې، او له دې سره په خوا کې د جمعيت اصلاح د مشرتابه په ادرس د خواخوږۍ بېلابېل پيغامونه راتلل. د جنازې او فاتحې په اړه مشورې نهايي شوې او سبا ته د عقرب په ۲۳ مه سهار لس بجې يې د ننګرهار جلال اباد په عيدګاه کې جنازې مراسم په پام کې ونيول شول او د تدفين لپاره يې خپل پلرنی کلی د روداتو کلشپوره وټاکل شوه.

د جنازې تر مراسمو وروسته مې د اصلاح رسنيز راپور جوړوونکي پوښتنو په ځواب کې وويل چې د استاد په رحلت سره به هغه کادرونه چې استاد روزلي؛ هغوی به د استاد د نشتون خلا همداسې تشه پرېنږدي خو دا طبيعي ده چې د استاد ځای نيول به وخت وغواړي.

جنازه وشوه او د استاد جسد يې کلي ته روان کړ، ما کتل چې د سبا ستوری څنګه رڼاګانو پسې لاړ، زه په حسرتونو کې ډوب ولاړ وم او ويل مې چې:

ای دير به دست آمده بس زود برفتی...