• مجموعي کتنې: 100755

"ژوند"؛ د فکري روښانۍ او بيدارۍ رسنيز مزل!

885 لوستونکي   کلونه وړاندې 3

"ژوند"؛ د فکري روښانۍ او بيدارۍ رسنيز مزل!

وحيدالله مصلح

په جلال اباد کې د جمعيت اصلاح دفتر په دويم پوړ کې يوه کوچنۍ کوټه  وه، په يوه کونج کې پر مېز ډيسکټاپ کمپيوټر ايښی وو، دا د ژوند مجلې د ليکنو د ايډيټ او منځپانګې د ډيزاين کمپيوټر وو، دغه مهال انټرنېټ دغسې عام نه وو، د عکسونو د پيدا کولو ستونزه ډېره وه، له همدې امله د عکسونو کاپي کولو لپاره مو يو سکنر هم اخېستی و. د کوچنۍ کوټې په دوه خواو کې دوه واړه توشکونه پراته وو، همدا د ژوند مياشتينۍ لومړنی دفتر و او همدا زما د اوسېدو کوټه هم.

له ژوند مجلې سره د مسئول مدير په توګه زما اړيکه د سختو ورځو ده، د فکر ده او د عاطفې او جذبې ده او دا اړيکه د داسې مقابلې هم ده چې مونږ په کې د يو ټيم په توګه له غرب او هر پردي فرهنګ او فکر سره د خپلې وسې تقابل کاوه. مونږ په دغه وړه رسنۍ غوښتل د لويو ملي او اسلامي قضيو ننګه وکړو او خپل همدغه ارزښتونه، اندونه او فکرونه خلکو ته اسانه کړو او ويې رسوو.

ژوند مياشتينۍ؛ د رسنيز چاپېريال تحليل!

د ژوند مياشتينۍ پيلول کوم شوق نه وو، ژوند د يو تعهد او فکر د ترجمانۍ لپاره طرحه شو او ژوند د غربي فکري هجوم او پرديو فرهنګونو سره د مقابلې لپاره خپور شو.

په کومو حالاتو کې چې ژوند مجلې خپرونې پيلولې هلته رسنيو تازه له مغزونو سره لوبه پيل کړې وه، په فکري ډګر کې ژور فلسفي بحثونه ايجاد شوي وو، معمولاً دغو بحثونو ته هغه وګړي رابلل کېدل او ليکنې يې پرې کولې، چې د غرب فکري ميراث يې په ډېرې امانتدارۍ زمونږ نخبه او عام ولس دواړو ته انتقالاوه، دغو برنامو ته به هغه وګړي، چې د ملي او اسلامي فکر استازولي وکړي يا خو به نه رابلل کېدل او يا به په دغه نوم داسې څوک رابلل کېدل، چې جذبه به يې ډېره وه خو د ارزښتونو او پوهې په بحث کې به سخت کم وو.

ورځپاڼې، اونيزې او مياشتينۍ په ګڼ شمېر راوتلې، فکري او فلسفي بحثونه د چاپي رسنيو لوی لوی متنونه وو، د مجلو او اخبارونو پر پښتيو حتماً د باليووډ او هاليووډ د فلمي نجونو ښکلي عکسونه چاپېدل، دننه به يې هم د نويو او زړو فلمونو کيسې او بلا عکسونه غورځول.

په تلوېزيونونو کې د پرديو فرهنګونو هجوم په بلا فلمونو، سريالونو او بيرونيو نيمه بربنډو سندرو راښکاره شو. په راديوګانو کې له سندرو پرته نور پروګرامونه ډېر لږ وو، د ننګرهار د لرې پرتو ولسواليو له وروستي سره به هم يو شمېر انجونو راديو ته په نيمه شپه زنګونه وهل، د برنامو چلوونکو به زمزمې پرې کولې او هلته به چې په اداګانو کې ډوبو خنداګانو په FM کې څپې وکړې دلته به د تنکيانو او زلميانو زړونو هم ورته چپې وکړې.

د ښځو لپاره جلا راديو ګانې وې او داسې وخت راغی، چې دې راديوګانو ته به ښځو د خپلو کورونو د منځ ټولې کيسې راوړلې، برنامو يې د بسته کورنيو داخلي نظم له منځه وړلو. د تلويزيونونو او راديوګانو سريالي او سندريزو پروګرامونو طلاق ته په ټولنه کې ګرم بازار پيدا کړ.

په تلويزيونونو او راديوګانو کې به قومي او ژبنيزو اختلافونو ته قومي ناروغان رابلل کېدل، د امريکا تر بريد وروسته افغانستان کې ډېری قومي مريضانو د همدې فاشيستي شخو شولانګو له برکته د واک او سرمايو په سرچينو کې لوی لوی شوړې ووهلې.

دغه ډېری رسنۍ پروژه يي وې، سفارتونو ورته لګښتونه ورکول، دا رسنۍ تر هغه فعالې وې چې مرستې وررسېدلې او بيا د رسنيز مزل په بېلابېلو پړاوونو کې يو شمېر رسنۍ يوه يوه پاتې کېده او ورکېده.

د ډېری رسنيو لويه موخه د داسې نسل تراشل وو، چې هدف ترې ورک وي، په بې هدفۍ کې دغه ورک نسل د سريال او ډرامو نسل وي او دوی به يوازې جماليات او نرګسي اداګانې لټوي.

لوی قدرتونه تل غواړي، چې د نورو ملتونو ژوند دې د دوی له علم او ساينس نه چپ په جمالياتي او زينتي تقليد کې تېرېږي، داسې نسل غواړي چې احساس ونه لري او د اسلامي بيدارۍ حس يې ويده وي، داسې نسل غواړي چې ارزښتونه ونه لري او ملي ګټې ونه لري، دوی داسې ملت غواړي چې ملي خطونه يې ناندريز وي. نو د همدې لپاره دوی په ملتونو کې رسنۍ ګماري او هغوی بيا د غرب له دې ټولو هدفونو او فعاليتونو سره د هر وګړي کور ته ننوځي.

غربي رسنۍ وګړي د ازاديو په يوې لوی پرانېستې بيديا کې خوشې کوي، هغه چې مزل وکړي نو لار ورکه کړي او بيا هرې خوا ته منډې وهي لالهانده ګرځي، دغسې وګړي هيڅ راز ټولنيز تعهد نه لري او هيڅ اجتماعي تړون ته قايل نه وي، دوی يوازې هوس پېژني او اخلاقياتو پسې ملنډې وهي.

نو د دغسې هدفي بې هدفيو، پرديو فکرونو او فرهنګي غوبل په وړاندې د يوې داسې رسنۍ اړتيا وه، چې تقابل ورسره وکړي، بحث او تنقيد وکړي، خپل فکر وړاندې کړي او له خپل فرهنګه ننګه وکړي. ژوند د همدغسې هدف او تمدني تقابل لويه نښه ده.

"ژوند"؛ زما لومړۍ اړيکه!

ژوند مياشتينۍ لومړي سر کې په اخباري بڼه چاپېده، ما ستاژ کاوه، يوه ورځ د امام ابويوسف تعليمي مرکز ادارې ته راغلی وم، هلته ډاکټر عبدالولي يوسفزی د مجلې پر ډيزاين بوخت وو. پر وروستي مخ لږ ځای پاتې و، راته يې وويل چې دغه لږ ځای ته لږ څه وليکه! دغه مهال زما ذهن ته د بکتاش او رابعه بلخي د مينې کيسه راغله او بيا مې هغه ورته په لنډو وليکله.

د رابعه بلخي کيسه ډېره په زړه پورې ده، رابعه بلخي د بلخ د امير کعب لور وه، کله چې د دې ورور حارث پر تخت کېناست څه موده وروسته رابعه د خپل ورور پر غلام بکتاش مينه شوه او شاعره شوه. يوه ورځ د فارسي له مشهور شاعر رودکي سره په بلخ کې مخامخ شوه، هغه ته يې خپل شعرونه وويل او رودکی چې کله د بخارا دربار ته لاړ، هلته د بلخ امير حارث هم وو، کله چې رودکي په دربار کې د رابعې شعرونه دکلمه کړل، پاچا ترې د شاعر پوښتنه وکړه او رودکي بيا د رابعه بلخي د عشق او شعر ټوله کيسه ورته وکړه. حارث چې کله بلخ ته راستون شو، نو بکتاش يې په څاه کې بندي کړ او خور ته يې حمام ګرم کړ، بيا يې يو نفر موظف کړ، چې رابعه په حمام کې بنده او دواړه مړوندونه يې پر پترۍ ووهي، له رابعې وينې تللې او هغې پر ټولو دېوالونو خپل شعرونه وليکل، يو دوه بيته يې دا دي:

سه ره دارد جهان عشق اکنون

يکي آتش يکي اشک و يکي خون

بخوردي خون جان من تمامي

که نوشت باد، اي يار گرامي

ژوند مجلې سره زما تړاو له همدې ځايه پيل شو، دغه مهال د مجلې مسئول مدير استاد عزيز الرحمن حبيبي وو، ما له ادب او شعر سره مينه لرله، او پر دې مينې د جمعيت اصلاح ننګرهار مشران هر يو استاد عزيز الرحمن حبيبي او استاد عبدالرحيم صراف پوهېدل، دوی بيا د مجلې مديريت راوسپاره.

د سختو ورځو "ژوند"!

پنځلس کاله مخکې مونږ يوې معياري رسنۍ"ژوند"  ته کار پيل کړ، دغه مهال ستونزې ډېرې وې. زه چې کله د هغه وخت ستونزې اوس راپه زړه کوم د ژوند مجلې د ټيم خوارۍ ته اريانېږم. هغه مهال په جلال اباد کې يوازې د درونټې برق وو، چرته به د کوم ساعت لپاره راښکاره شو او بيا به نه وو، مونږ به ورته صبر کاوه او دې صبر مو زاره راشنه کړې وه. د غريبۍ دې رنګ ورک شي يو وړوکی جنرېټر مو کمپيوټر ته پيدا کړی وو، څو ځل به مو چې مزی کش کړ نو چالان به شو، په سپېږمو به مو يې دود کش کاوه او په غوږونو به مو يې دا ډب ډبي اواز اورېده...

مونږ يو ډکسټاپ درلود، پر يوه ليکنه به مو کار کړی يا به مو د مجلې ډيزاين ښايسته يو ځای ته رسولی و، دې کې به ټر ټر شروع شو او جنرېټر به ګل شو، اوه دې به مو په مغز کې ډز کاوه...

يوه شپه ډاکټر غنچه ګل ارمان هم راسره وو، د ژوند مجله مو بايد تر سبا خلاصه کړې وای، يو وخت شپه تر نيمايي اووښتې وه ارمان هم پر ليکنه ويده شوی وو، شپه په خلاصېدو وه او زه هم پر کېبورډ ويده شوی وم، سهار تر لمانځه مخکې چې راويښ شوم، بيا مو کار پيل کړ او مجله مو ډيزاين کړه.

څو کلونه مخکې د کمپيوټرونو او په ځانګړي ډول لپټاپونو کمی له يوې خوا او پر کمپيوټر د ليک (ټايپينګ) مهارت له بلې خوا د مجلې لپاره ستونزې وې. په کمپيوټرونو کې د پښتو ژبې نه شتون هم لويه ستونزه وه، هغه مهال د لېوال ايشيا سافټ يو موثر سافټ وير وو چې د پښتو ليک ستونزه يې حل کړې وه خو انسټالول يې غوښتل.

ليکنې به په هارډ شکل کاغذونو کې راتلې، څه به مونږ ټايپ کولې او څه به مو بازار ته وړلې، چې کوم کمپيوټرکار يې راته وليکي. د دې ليکنو تصحېح او د (يا) ګانو ستونزو به زړه شين کاوه.

په ننګرهار کې د چاپ ستونزه هم غټه وه، هم د نرخ او هم کيفيت له نظره. د مجلې منځپانګه به مو په ټرېس کې چاپ کړه، او د پښتۍ کورلډرا ډيزاين به مو په ميموري يا فلش کې د پېښور قصه خوانۍ چاپ خانو ته وړه. کله کله به د پېښور استعمالېدونکی کورلډرا د ننګرهار له کورلډرا څخه په ورژن کې متفاوت وو، په يوه خوارۍ به مو ننګرهاری ورژن پيدا کړ او پښتۍ به مو چاپ ته اماده کړه.

د ژوند مجلې د چاپ لپاره به چې بيا کوم انتظار کېده، ډېر خواږه وو په کې. مجله به چې راورسېده؛ هغه به پر مشرقي سربېره کابل، پکتيا، کندهار او نورو ولايتونو ته لېږل کېده.

ژوند له درې چاپي بڼو تېر شوی، لومړۍ بڼه يې اخباري وه، څه موده وروسته د جريدې بڼې ته واوښته چې رنګه پښتۍ يې نه درلوده، او په درېمه بڼه کې يوې بشپړې مجلې ته واوښته چې رنګه پښتۍ يې لرله.

ژوند؛ د معياري ليکنو رسنۍ!

ژوند مياشتينۍ په دې ټولو سختيو کې خورا غني مجله وه، هغه مهال د معياري ليکنو، پياوړو او انتخاب ژباړو، فکري ادب، د خپلواکۍ ادبياتو، د تمدني ټکرونو او غربي تقابل څېړنو، د بهرنيانو پر وړاندې فرهنګي مزاحمت او نورو ټولنيزو ليکنو له امله د هېواد په کچه پر ژوند حساب کېده.

د ژوند مياشتينۍ ليکنې په هره کليشه کې علمي او ذوقي وې، د ليکنو معيار يې داسې وو، چې د ټولنې ذوق يې لوړولو. د ټولنې فکر او سوچ يې له ځان سره لوړاوه. ژوند د رغوونکي تغير او بدلون يوه مسئوله او متعهده رسنۍ وه.

په ژوند مياشتنۍ کې ديني ليکنې، د هېواد د تاريخ سلسله، د مېرمنو د حقونو بيداري، د سياسي او ټولنيزو مسايلو ژور تحليلونه، کورنۍ اصلاح، فکري ادبيات او ډېر نور موضوعات په خورا لوړ او علمي ذوق انتخاب او چاپيدل.

ژوند؛ فکري ادب!

پر ګران هېواد د امريکا د بريد له پيل سره دلته يو لوی رسنيز هجوم هم راغی، د دې رسنيو ډېری يې د فکري او تمدني تغير له برنامو سره تودې وې، له ژورو فلسفي او تمدني بحثونو نيولې د ژوند بڼې تر بدلونه ټول په کې شامل وو، هغه فرهنګ چې د سريال سلسلو انتقالاوه هغه مخکې د افغانستان په کلتور کې ځای نه درلود. په چاپي رسنيو کې بيا فکري بحثونه تل د رسنيو متون وو، په دغو ډېرو رسنيو کې له ننګرهاره د ژوند مياشتينۍ يوه له خودځوښو رسنيو وه، چې د خپلې ټولنې د سوچ او فکر عکاسي يې کوله. په دې مجله کې د فکري ډګر ليکنو تل د ملي او اسلامي فکر وسعتونه راخېستل، په فکري ډګر کې د غرب وارداتي فکر خورا علمي او فلسفي نقدېده.

په فکري ډګر کې د د ډيموکراسۍ د څېړنې يوه ممتازه ليکنه په څو قسطونو کې خپره شوه، دا ليکنه استاد عبدالرحيم صراف خورا دقيقه او علمي ليکلې وه، په دې ليکنه کې د ډيموکراسۍ بحث، د حاکميت موضوع، د سکولرېزم مطالعه، د لبرالېزم تشرېح، کپيټلېزم، نشنلېزم، پلورالېزم يا ګڼ ګونديزتوب او نور ډېر مفاهيم بحث او علمي نقد شوي وو.

د ترکيې اسلامي حرکت د مرحوم مشر استاد نجم الدين اربکان مشهوره مقاله (د اسلام او لويديز خبرې اترې) په څو برخو کې خپره شوه، دا ليکنه چې ما پښتو ته اړولې وه د اسلامي او غربي تمدنونو د ډيالوګ په اړه خورا ژوره، علمي او فلسفي ليکنه وه. يوازې فلسفي نه بلکه حل لارې يې په نښه کړې وې. استاد اربکان په دې ليکنه کې د شلمې پېړۍ پېښې ارزولي، د کمونېزېم تر ماتې وروسته يې غرب د نوي دښمن په لټون کې کتلی، د اسلامي او غربي تمدنونو پر ځانګړتياو تم شوی، دا پوښتنه يې ځواب کړې چې غربي تمدن ولې نېکمرغۍ و نه زيږولې؟ د تمدنونو تاريخ يې څېړلی، په بشري تمدن کې يې د مسلمانانو نقش ډېر ژور څېړلی، د شلمې پېړۍ Lesson Learns يا درسونه يې راخېستي او بيا يې د دې ټولو لپاره حل لارې وړاندې کړي. دا ليکنه د تمدني بحث يوه ډېره مهمه برخه وه او ډېرو مينوالو يې هرکلی وکړ.

مابعد جديديت يا Postmodernism يوه لويه فکري فلسفي موضوع ده، دا له موډرنېزم نه د وروسته مرحلې فلسفي بحث دی، پر دغه موضوع څېړنيزه ليکنه په ژوند مجله کې خپره شوه. موډرنېزم، پوسټ موډرنېزم، د پوسټ موډرنېزم عملي اغېزې، د پوسټ موډرنېزم او اسلام بحث او په پوسټ موډرنېزم کې اسلام ته شته فرصتونه دا ټول په دغه فکري او فلسفي بحث کې څېړل شوي وو.

اسلام او نړيوالتوب يا ګلوبلايزيشن په اړه يوه اوږده ليکنه وه، چې پر دغه موضوع يې خورا دقيق معلومات په کې راټول وو، د ژوند مجلې په څو ګڼو کې خپره شوه.

قاديانيت چې د هند په نيمه وچه کې د ميرزا غلام محمد قادياني په مشرۍ رامنځته شو، يو خورا ژور او له اسلامه منحرف فکري او عقيدوي مکتب وو، دغه مکتب په کوز پاکستان کې لا هم نخبه پلويان او ګروهيان لري، دغه فرقه د ژوند مجلې په ګڼو کې نقد او وڅېړل شوه.

دا يې يوازې يو څو مثالونه وو، ژوند مجله د اسلامي فکر او ادب خپروونکې مجله ده، دې مجلې په دې برخه کې خپل معيار خورا علمي او فلسفي ساتلی.

ژوند؛ د تمدنونو د ټکر موضوع!

هغه مهال چې ژوند خپرونې کولې، ډېرو کمو خپرونو د غرب د ټکرونو سياستونه سپړودل، غربي تمدن چې د بشريت کومه قصابي کړې دا په تاريخ کې يو لوی خوني باب دی، همدغه ټکر امريکا خليج منطقې او حتی افغانستان ته راوستله او همدې ټکر دوی د مسلمانانو پر ثروتونو او زمکو غاصب کړي. افغانستان ته چې دوی راغلل او دلته چې دوی کوم ټکر وکړ دا هم د همدغه تمدني ټکر دنباله ده. حتی که د سپټمبر پېښه نه وای شوې؛ هم امريکا هوډ درلود، چې اکتوبر مياشت کې افغانستان ته همدغسې راشي.

هغه مهال د امريکا او ناټو د عملياتو زور وو او ټولو ليدل چې څرنګه زمونږ له کليو او ښارونو خلک تری تم کېږي او يې درک په ګوانتانامو، بګرام او يا د هېواد په نورو پټو تعذيبګاو کې لګېږي... هغه چې دلته پر وراګانو او جنازو بريدونه کېدل او هغه چې په غلطو ترجمانيو بې ګناه وګړي قومي ورکېدل دا ټول د دې سناريو دردناکه برخه ده. دا هر څه عادي نه وو، دا د تمدنونو د ټکر ډېر محلي ترخه وو، چې مونږ څکل؛ نو ځکه د دې هر څه علمي تشرېح ته اړتيا وه او د دې تشرېح لپاره د اسلامي نړۍ د فلسفي پوهانو تمدني ليکنې ترجمه کېدلې، دغو ليکنو د تمدني ټکرونو په کشمکش کې يو مزاحم ذهني حالت رامنځ ته کاوه، يوازې له غربي ټکر سره مزاحم نه بلکه د اسلامي تمدن په اړه يې عقلي او شعوري مستوا هم پخوله.

په دې لړ کې د سموېل هنټګټن نظريات په بېلابېلو وختونو کې په ژوند مجله کې خپاره شول. د پروفيسور خورشېد احمد څو ليکنې ډېرې موثرې وې، د نوموړي يوه ليکنه (د تمدنونو ټکر؛ حقيقت که تصور؟) ډېره مهمه او بنيادي وه، په دې ليکنه کې نوموړي د تمدني ټکرونو پسمنظر او مقدمه تشرېح کړې وه، بيا يې د غربي تيوريسنانو او په ځانګړي ډول سمويل هنټګټن نظريات راغستي وو او په پای کې يې د مقابلې پر طريقه بحث کړي و.

د امريکايي يرغل په لومړيو کې دلته ډېرو کمو خلکو د تره ګرۍ د تعريف شوي حالت سره په تضاد کې څه ويلای او ليکلای شول، ژوند خپرونې بيا دا طلسمونه مات کړي وو، او هغه جګړه چې امريکا د تره ګرۍ ضد په نوم پيل کړې وه ډېر علمي او فلسفي نقدوله، په دغو ليکنو کې دا حقيقتونه راسپړل کېدل، چې د تره ګرۍ په نوم روانه جګړه هغه تمدني ټکرونه دي، چې امريکا او ناټو يې له خپلو پولو ډېر لرې په شرق کې کوي. په دې برخه کې څو مهمې ليکنې خپرې شوي چې هره يوه يې په دغه موضوع کې ډېر غني وه. د Uri Avner ليکنه؛ پاپ بينېډېکټ ۱۶ د بوش په خدمت کې وژباړل شوه، د جيمز کرت؛ امريکايي پوهاند ليکنه (په منځني ختيځ کې امريکايي کړنلاره) هم ډېره معلوماتي وه، دغه ليکنه کې د ملتونو هغه وران تقسيم چې امريکا يې په منځني ختيز کې کوي او بيا يې سره په جنګ اچوي بحث شوی، په دې ليکنه کې د شيعه او سني فساداتو او همدارنګه د قومي وېش سناريوګانې څېړل شوي.

Joseph S. Nye د امريکا د هارډ ورډ کينيډي پوهنتون استاد دی، هغه د (بوش د مقدسې جګړې ګټونکي او بايلونکي) ليکنه کړې وه او په دې کې يې د امريکا د روانې جګړې په ګټه او بايلات بحث کړې وو.

د پروفيسور خورشېد احمد يوه ليکنه (ترهګري او ترهګرۍ ضد جګړه!) او همدارنګه د پروفيسور انيس احمد ليکنه (سخت دريځي، بنسټ پالنه او تره ګري!) ډېرې مهمې مقالې وې چې په اسلامي نړۍ کې يې د روانې جګړې پر منطق بحث کړی وو او غرب يې په دغه جنګ کې ننګولی وو.

په تاريخي لحاظ د پخوانيو تمدني ټکرونو په سلسله کې د ډاکټر غنچه ګل ارمان يوه ډېره مهمه سلسله واره ليکنه (فلسطين؛ له اسلامي سوبې تر يهودي نيواکه!) په ژوند کې خپره شوه، دې ليکنې د فلسطين د فتحې او بيلاتونو کيسې په ډېر مستند ډول راخېستې وې. د بيت المقدس او فلسطين پر محور دې ټکرونو کې د مسلمانانو، عيسويانو او يهودانو تقابل خورا علمي څېړل شوی و.

ژوند؛ وطني مسايل!

د افغانستان په سياسي ټولنيز بهير کې دلته ډېری د افراط او تفريط له مد او جزر سره تللي، زمونږ د هېواد په اکثره اسلامپاله جريانونو کې هم ملي کرښې واضح نه وې او وطنۍ اجنډا په کې د نړيوالتوب ارمانونو بې رنګه کړې وه، يو لامل همدا و، چې د تر جهاد وروسته مرحله کې يې د وطن لپاره بيا هم پرته له جنګه بل ميراث نه درلود.

زمونږ د وطن چپي، سکولار او ډېری ملي ګرا جريانونو په اجنډا کې بيا د اسلامي کار څرک نه لګېده، ډېرو يې د اسلام سيوری په کاڼو ويشته، د سرطان او ثور کودتاو عاملينو په خپلو ټولو واکمنيو کې د اسلام په تور حتی سکهان بنديان کړي وو.

زمونږ د هېواد سياسي او ټولنيز بستر يو منځني حالت ته اړتيا لري، زمونږ سياسيون او اجتماعي فعالين بايد زمکني حقيقتونه وپېژني او ورسره تعامل وکړي، زمونږ د هېواد ملي او اسلامي دواړه ارزښتونه او ګتې که د سياسي او اجتماعي جريانونو په موخو او فعاليتونو کې نه وي نو په وطن کې به ټيکاو او کراري تل د تېرو څلوېښتو کلونو په جګړه ييز تسلسل کې کاواکه وي.

ژوند مياشتينۍ د افغانستان د همدغه منځني حالت استازولي او ترجماني کوله، په ژوند مجله کې د افغانستان تاريخ په سلسله واره بڼه وړاندې کېده، د احمدشاه بابا له واکمنۍ د هغه د لمسيانو تر پاچاهيو دا ټول په خواږه تسلسل استاد عبدالله نصرت ليکه.

په ژوند مياشتينۍ کې د غازي امان الله خان په اړه په لومړي ځل يوه اوږده ليکنه خپره شوه، په دغه ليکنه کې د غازي ټولې هغه پرمختيايي پروژې، فعاليتونه او پلانونه تشرېح شوي وو چې نوموړي د يو عصري او پرمختللي افغانستان لپاره درلودل، د غازي د وروستيو سليقوي رېفورمونو په اړه هم په کې بحث او نقد شوی وو.

د افغان سيد جمال الدين شخصيت او مبارزې باندې يوه اوږده ليکنه په ژوند کې راغله، په دغه ليکنه کې د سيد پر ملي هويت، اسلامي هېوادونو ته د نوموړي سفرونو، مبارزې، پان اسلامېزم، د مبارزې اصولو، په افغانستان کې د افغان سيد فعاليتونو او برنامو او همدا راز په عثماني خلافت کې د سيد جمال الدين افغان اصلاحي هڅو ته کتنه شوې وه.

په ژوند مياشتينۍ کې د افغانستان پر ژوندي سياست هم ډېرې ليکنې راغلې. په دې ډول دې مجلې د ملي او اسلامي ارزښتونو ګډه ترجماني کوله.

ژوند او سندريز يون!

ژوند مجلې د ۱۳۸۲ په لومړيو کې خپرونې پيل کړې، او د همدې کال په دلوه کې يې مسئوليت ماته راوسپارل شو. د مجلې يوه برخه مو شعر او ادب ته ځانګړې کړه، نوم ورته سندريز يون کېښود. دغه د سندريز يون سره په خوا کې به تر ډېره د حمزه بابا يو نيم بيتی ليکل کېده:

چا ويل چې پښتو کې غزل چرته دی

دا هم په زړه پورې کيسه ده، د پښتو ادب ستر نقاد، اديب او شاعر ارواښاد قلندر مومند يو وخت شعر ويلی وو چې:

یاره قلندر ته دعاګانې کړه

اوس ګنې پښتو کې غزل چرته دی

نو د تصوف او فلسفې لوی شاعر او د غزل بابا حمزه بابا يې په مقابل کې وليکل، چې:

لا خو تخیل د حمزه تت نه دی

چا وی چې پښتو کې غزل چرته دی

په سندريز يون کې به د شعر تر څنګ، ډېرې کلاسيکې او شوخې لنډۍ هم راتلې، ټپې به ما غوره کولې، يو دوه يې اوس هم راته يادې دي:

خط ترې ليکلی راته واخلئ

د اوسنۍ زمانې يار دی ټګ به وينه

د بې ننګۍ کلونه راغلل

څوک چې د يار کلي ته ځي توښه دې وړينه

د ادب په برخه کې ژوند خپرونې د پښتو ادب د عرفاني ليکوال او شاعر استاد فضل ولي ناګار سره اوږده مرکه کړې وه، نوموړې مرکې لپاره ما پوښتنې تيارې کړې، کتنپلاوي پرې نظرونه ورکړل او بيا مو استاد ناګار ته وسپارلې. په مرکه کې له استاد څخه د استاد مجاور احمد زيار د ځېنو نظرياتو د اغېزو په اړه پوښتنې شوې وې، يو ځای کې مو ترې پوښتلي وو:

زیار صاحب وايي چې د اسلامي خلافت نظریه د انسان او خپله د اسلام پر ضد ده، همدغه مهال ماته ستاسو یو شعر را یاد شو چې:

لاندې دې د پښو نه ټول ګټلي عظمتونه شول

ته چې د هدف له وروستني پړاو راستون شولې

بیه دې د زمکې خلافت په جنایت کړلو

ته رستم د تورې وې خو لاړلې مجنون شولې

په دې اړه ستاسو نظر څه دی؟

استاد ناګار په دغسې پوښتنه غوسه شوی وو، راته يې ليکلي وو چې زما شعر ولې د (زیار صېب) د څرګندنو لپاره بېلګه راوړې. او بيا يې د خپل همدغه شعر يوه ښکلې تشرېح ليکلې وه. اصلاً ما غوښتل چې د استاد زيار له نظر سره د استاد ناګار د دغه شعر اختلاف ته اشاره وکړم او دا چې استاد به پرې بيا خپل نور وضاحت هم ورکړي، خو استاد بيا ترې داسې برداشت اخېستی وو، چې ګنې د هغه شعر د استاد زيار د نظر لپاره يو دليل ګڼل شوی. دې عکس العمل کې استاد ناګار د هغه فکر عکاسي کوله چې نوموړی د انقلاب په دا اوږدو لوړو ژورو کې ورته متعهد پاتی شوی، د هغه شاعري هم په دغه تناظر کې د اسلامي حرکت او ملي خطونو متعهده شاعري ده.

کله چې د مرکې د ځوابونو ترلاسه کولو لپاره د ننګرهار پوهنتون ته لاړم، له ځان سره مې کېمره هم وړې وه، استاد معمولاً په اسانۍ عکس اخېستو ته نه حاضرېږي، خو ما ترې خواهش وکړ او استاد ومنلو، هغه له تدريسي خونو بېرون راووتلو، عکس ته اماده شو او ما چې کمره ورته نيوله، کمرې عکس نه اخېستلو، څو ځل مې خواري پرې وکړه خو عکس يې وانخېست، داسې لږ خجالت غوندې شوم. کله چې کور ته ستون شوم، هلته متوجه شوم چې د عکس شاټ مې لاک کړی وو. بيا مې په انټر نېټ کې يو عکس په خوارۍ راپيدا کړ او له مرکې سره مو خپور کړ.

د پای خبره

ژوند مياشتينۍ په همدغسې رسنيز هجوم کې خپل متعهد سفر پيل کړ، ژوند د دغو ټولو فرهنګي او فکري تيريو سره د برخورد يوه لويه تجربه ده، ژوند د نفی پر خط نه تللو، دا یوه ايجابي رسنۍ ده او تل يې اسلامي اصيل فکر د يوه اصلي بديل په توګه مطرح کړی. ژوند تل د ملي ارزښتونو په ننګه خبره کړې او تل به پر دغه لار استوار ګامونه اخلي. ان شاالله