• مجموعي کتنې: 98982

داستقلال شانداره سليزه؛ د تاريخ دروند پور!

342 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

داستقلال شانداره سليزه؛ د تاريخ دروند پور!

وحيدالله مصلح
مونږ هغه ورځ او سليزه په سختو بدرنګو کورنيو جګړو کې بې غندنې پرېښوده، چې د ډېورنډ پر کرښې سلم کال اووښت، مونږ داسې مرحلې ته ننوتي وو، چې نظام او بنسټونه په کې د يوې نيمې لسيزې کودتايي جګړې او شوروي اشغال په تسلسل او وروسته بيا د جهادي تنظيمونو په خپلمنځي جګړو کې لولپه شول، حکومتولي په کې په ملوک الطوايفۍ کې له ملي کرښو او سياستونو په فرار کې و او افغانستان په دغه کلونو کې ميرات و، مالک يې نه و...
د کابل جګړه يا په تصادف او يا شعوري ډول دغسې حساس وخت لپاره طرحه شوه، يو ويشلي ملت، تقسيم شوي وطن، در په در افغان او له ملي موخو تش او پارچه پارچه کابل د دې غمازي کوله، چې کابل به نور د لوى وطن او ملي سياستونو مرکز نه وي، دغه وخت په پېښور کې د وحدت ورځپاڼې "ماته غوږ شه" کالم د کابل ويرنې کولې، دغه ترقي پسند او چپي ليکوال نورالبشر نويد به چې د نظرياتي کرښو نه کرار او په څنګ شو نو د ملي وير په ساندو کې به يې محروم افغانان هم له ځان سره وړل او ژړول، ده بيا يو وخت وويل چې:
په توده زمکه ورختل ګران دي
اوس په کابل کې پېښور نه کېني
او په دغه لمبه شوي کابل کې که نور پېښور نه کېناست، نو خپله برنى افغان هم په دغه تناره نه شو کېناستى، کابل نور د وطني سياستونو او ملي داعيو ځاى نه و، ټول تفکر د کابل ناحيو او تپو پر نيولو او بايللو راټول و، کابل د ډېرو وړو خلکو په ګرو کې ايسار و.

پردېسي او د ملي هويت ورک لټون!
په دغسې تاوده لمبه کابل کې هغه د محروميت، حقارت او د ملي هويت فراغ او تشه لکه ديو ترابان داسې بدرنګه او ژوندۍ وه، زما هغه وختونه ښه په ياد دي، چې د پاکستان د ازادۍ ورځ وه، تلوېزيون مې چالان کړ او رسمي پرېډونه او جشنونه مې کتل، تاب مې نه لرلو او بيا مې د (دا زمونږ زېبا وطن) ملي ترانې ته ښه ډېر وژړل.
مونږ د دغسې ورک هويت يو ځپلى نسل يو، مونږ د داسې مرحلې نسل يو، چې بره به کارمل وطنپرست افغان هغه چا ته ويلو، چې د افغان شوروي دوستۍ ته وفادار وي او ښکته هم افغانان د وطن د محروميت او ملي تعريفونو په ابهام او تنګه کې ژوند تېرولو، مونږ چې ملي ورځې نه لرلې او د نورو مو ليدلې نو غرور مو څڅېده او مونږ ورته ويلېدو، نن چې دا ورځ لمانځو دا زمونږ د تاريخ همغه پاتې پورونه دي، مونږ بايد هغه پورونه پرې کړو مونږ بايد د خپل تاريخ پر ملي کرښه بېرته ودرېږو!

د ازادۍ فرهنګ او بيداري!
سږکال چې بيا سليزه راغله او دا سليزه له تېرې سليزې سره په يو لوى توپير او يو نزدې تشابه کې راروانه وه، توپير يې د غندنې او لمانځنې دى، مونږ تېرو کلونو کې چې داخلي جنګونو ته ننوتي وو د ډېورنډ د تړون د سليزې غندنې، رد، علمي بحثونو، ډيپلماټيکو بوختياو، پر نړيوالو فورمونو اعتراضونو او ملي ويښتيا ته وخت نه درلود، دا ځل مونږ د غندنې پر ځاى د لمانځنې موقع ته شېبې شمارلې، دا سليزه زمونږ د نيکونو د سلو کلونو پخوانۍ تُورې مانځنه ده، دا لمانځنه د دې لپاره ده چې مونږ د خپلواکۍ پر اهميت پوه شو، دا د دې لپاره ده چې مونږ د خپلواکۍ مفاهيم، احساسات، او جذبات د يو ملي امانت په توګه ژوندي او په نسلي بهير کې يې په خوځون او دوران کې وساتو.
په دې ګرمې سليزې کې د دې يو لوى فرصت برابر شو، چې د خپلواکۍ پر تېرې مبارزې ګڼ کتابونه او مقالې چاپ شي او فرهنګي مناسبتونه، ګردي مېزونه او کنفرانسونه پرې داير شي دا مجالونه داسې وو چې د يوې ملي بيدارۍ لپاره مهم او اساسي توکي وو.
د ازادۍ دغسې لمانځنه د دې لپاره هم مهمه وه، چې د هغو خلکو تاويلونو ته يو ډول ځواب شي، چې خپلواکي د اوسني عصر په غوښتنو، ګلوبلايزېشن او تغريب په چاپېريال کې له سره تعريفوي، خپلواکي، خپلواکي وي او افغانانو چې د انګليس تر درې پلا ماتولو وروسته شوروي هم مات کړ او اوس امريکا هم د خبرو پر بستر د وتلو لار ګوري دا ټول په دې مانا چې د خپلواکۍ جوهري مانا زمونږ په وطن کې نه ده بدله شوې...

ازادي؛ د فلسفي توږونکو تناقض!
دغسې لمانځنه د دې لپاره هم مهمه ده، چې يو شمېر هغو فلسفي ملي ګرايانو ته ځواب شي، چې په يو مخيز او بې استثنا ډول د ازادۍ کلاسيک تقابل غندي او دا تقابل د افغانستان د وروسته پاتې توب لوى بلکه يوازينى عامل بولي، مونږ ګورو چې دوى د ازادۍ په دغه لمانځنې کې د يو ډول تناقض ښکار دي، دوى له يوې خوا د غازي د تورې شرنګ ته تغزل کوي، او د ټل او واڼه جبهو او د جنوب او ختيځ محاذونو ته قصيدې وايي خو وروسته بيا د شوروي وتل د شوروي د خپلې ارادې مظهر بولي او زمونږ د ملت هغه سربازه لسيزه په کې غندي او ناديده ګڼي چې شورويانو ته يې په کې د سر په کاسو کې اوبه ورکولې. دوى دا اوس هم په افغانستان کې د امريکا او ناټو نظامي او جنګي حضور ته د خپلواکۍ نوي تعريفونه توږي او د مشروعيت اډانې ورته جوړوي.
دوی لپاره د دغه تناقض يوه لويه مجبوري دا ده، چې دوی د خپلواکۍ په پرتله د غازي د وروستيو اروپايي تقليدي ريفورمونو سره فکري نسټالژي لري، دوی دا اوس هم داسې انګېري چې غرب بايد له خپلو ټولو اخلاقياتو سره راواخېستل شي، دوی به هيڅکله هغه ښځې ته په درنښت ونه ګوري چې په حجاب کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه وکړي، که دا وطن په ځلونو خپلواکي واخلي خو دوی به تر هغه د وطن د ازادۍ او ترقۍ ترانې ونه وايي، چې تر څو دغه ازادي په هغه ارزښتي اډانه کې بېرته محصوره شي چې غرب ورته ترسيم کړې. همدا زمونږ د وطن د اصيل ملي فکر او سکولار خط تر منځ واضح توپير دی.

د دوه سليزو توره تشابه!
د دې سليزې او تېرې سليزې لويه نزدې تشابه په دې کې وه، چې هلته هم د نجيب حکومت د جنيوا د خبرو په تسلسل د يو ايتلاف په مقابل کې يوه مبهم راتلونکي، ويجاړ کابل او بشپړ سقوط لپاره وخت پوره کاوه او دا مهال هم چې امريکا د خبرو اترو په پېچومو کې مزل کوي د هېواد راتلونکی مبهم دی، راتلونکی نه اټکلېږي چې دلته به سوله په کومه مانا وي؟ د نظام بڼه به څنګه وي، جمهوريت به وي، امارت به وي او که بله منفرده بڼه؟ د واک به شراکت وي، د واک به انتقال وي او که انارشي؟ يو ابهام دی او په همدغسې ګونګ حالت کې دا يو ډېر ښه فرصت شو، چې د دې سليزې لمانځنه د دې ابهام تر انجام مخکې ترسره شوه.

همداسې يو جرأت په کار و!
د غني له حکومت سره اختلافونه پر خپل ځاى، خو ده چې په کوم شان او انداز د ازادۍ سليزې ته پام وکړ، د غازي د وخت ودانۍ يې ورغولې، د افغانستان شموله مراسمو تابيا يې ونيوله او فوق العاده اهتمام يې وکړ دا نو زمونږ د تاريخ يوه معنوي رغونه وه او دا د هغه ټپي ورځ درملنه وه چې د تېرې نيمې پېړۍ جنګونو لکه د دارالامان دا هم بې امانه ځپلې وه... د جنګونو په شر کې دغه له اعتباره غورځېدلي لوى ملي ارزښت ته د بيا باور ورکولو لپاره دا اړينه وه، چې دغسې شانداره ولمانځل شي. په دې حساب به دا شانداره اهتمام د تاريخ له حافظې هير نه شي....
دا ورځ کومه عادي او روټين ورځ نه وه، دا د سلو کالو لوى مزل و او دا تر نهه نوي وروسته سلم کال و، سلم کال د نسلونو په پنا کېدو راځي او نوى نسل په کې اګاهانه او شانداره لمانځنې او غندنې کوي. ښه دى چې لکه د ډېورنډ د سليزې دا سليزه بلې داخلي جګړې رانه بې شانه نه کړه.

راتلونکي لمانځنې؛ څه بايد وشي؟
دلته يو وضاحت او پر حقيقت تاکيد اړين دى، تاريخ بايد تحريف نه شي او دا به د تاريخ مسخه کول وي، چې د استقلال او غازي امان الله خان د اتلولۍ په منځ کې حايل رامنځته شي، دا دواړه جلا قضيې نه دي، کله چې مونږ د ازادۍ د استرداد خبره کوو او که بالمقابل مونږ د غازي امان الله خان نوم اخلو نو په ډېر طبيعي ډول زمونږ په ذهنونو کې دا دواړه نومونه يو له بل سره تړلي او په يوه مانا راځي، د ملتونو په معاصر تاريخ کې څه نومونه داسې وي، چې هغوی پر ملي رمزونو اووښتي وي، په پاکستان کې سره له دې چې د هغه ځای پښتانه، بلوچ او نور قومونه له محمد علي جناح سره په قومي منظر کې شخړه لري، خو هغه د پاکستان يو ملي رمز دی او هغه د پاکستان قائد اعظم دی. په هند کې مهاتما ګاندهي همدغسې متنازع و، افراطي ملتپالي هغه ته د هند د ويشونکي په سترګه ګوري او پای هغه په همدغسې تنازع کې ووژل شو، خو هغه له دې ټولو سره د هند يو ملي رمز دى...
غازي چې د خپلواکۍ او مترقي افغانستان له منظره په دا سيمه کې بې سياله دی، هغه بايد د دې کوچنيو سليقو له منځه ډېر شانداره راووځي، د دې لپاره چې غازي د خپلواکۍ د يوه ملي رمز په توګه بنسټيزه شي، په کار دا ده چې هر کال د يوه رسمي پروټوکول په توګه جمهور رئيس د غازي امان الله خان پر قبر د ګلونو ګېډۍ کېږدي، دا به هر کال په ملت کې د خپلواکۍ روح ته پوکی ورکوي.
راتلونکي لپاره څو موردونو ته پاملرنه په کار ده:

لومړى:
پخوانيو ارشيفونو ته کتنه!
د غازي په اړه بايد د اسلامي نړۍ د هغه مهال پياوړو ليکوالانو، مؤرخينو او مفکرينو ارشيفونو ته مراجعه وشي، د هغوى په کتابونو کې په دې اړه ډېر څه شته زه به دلته دوه بېلګو ته اشاره وکړم:

د امير شکيب ارسلان او غازي مرکه:
امير شکيب ارسلان د اسلامي نړۍ يو لوی مؤرخ و، هغه په ۱۹۳۰ کې له غازي امان الله خان سره د هغه د واک تر پرېښودو وروسته څو ځل کتلي وو، دغه کتنې د امير ارسلان په وينا د ملکه ثريا د ماما اديب خان په واسطه تنظيم شوې وې، نوموړي په خپل کتاب (الحاضر العالم الاسلامی) کې وايي چې زما او د غازي امان الله خان تر منځ څو مجلسونه ترسره شول او ټول هغه مسايل مو په کې بحث کړل چې په افغانستان کې د اړودوړ او انقلاب باعث شول، ما ترې هغه انتقادونه پټ نه کړل چې د ده په سياستونو مې لرل او ځېنې مقالې مې پرې په عربي رسنيو کې ليکلې وې. په اړه يې د نوموړي (شاه امان الله خان غازي) ځواب داسې و، نوموړي کارونه په درې ډولونو وويشل، يو ډول هغه وو، چې هغه په کې تېروتنې او بيړه کړې وه او ويې ويل چې د وزيرانو مجلس نوموړی په دې اړه نه و تنبيه کړی، بل ډول هغه وو، چې د راويانو د مبالغه يي عادت له مخې په کې ډېره لويه مبالغه شوې وه، او يو ډول يې هغه وو چې د هغو له واقع کېدو څخه يې انکار وکړ او ويې ويل چې دا د افترآتو له جملې دي، نوموړي (شاه غازي امان الله خان) هغه بېلابېل خدمتونه هم راته ياد کړل چې افغان ملت ته يې تر سره کړي وو، او ويې ويل چې دا هغه خدمتونه دي چې هيڅوک ترې انکار نه کوي... امير شيکب ارسلان يې بيا د حج کيسه کوي او وايي: بيا يې له ما څخه غوښتنه وکړه چې پاچا ابن سعود ته سږ کال د نوموړي د حج د عزم په اړه ليک وليکم... د حجاز او نجد پاچا ته مې دغه کال د شاه امان الله خان د حج نيت په اړه ليک وليکلو، کله چې هغه حجاز ته د حج فريضې اداکولو لپاره ولاړ نو د سعودي پاچا ورسره د ورور په څېر تعامل وکړ.
زما له انده د امير شکيب ارسلان او شاه امان الله خان غازي دا کتنه د تحليل لپاره ډېر څه لري، د کارونو په صريح او بې ريا وېش کې بلا خبرې پټې دي او دا وېش ډېره لويه سپړنه غواړي.

د علامه اقبال پيام مشرق!
علامه اقبال د شاه امان الله غازي په نوم خپل مشهور پيام مشرق ليکلى، (گنجور) د پارسي شاعرانو يوه لويه او معتبره وېبپاڼه ده، که تاسو هلته د پيام مشرق مقدمه وګورئ نو ليکلي يې دي، چې (پیشکش به حضور اعلیحضرت امیرامان الله خان فرمانروای دولت مستقلهٔ افغانستان خلد الله ملکه و اجلاله) علامه تر دې لنډ تمهيد وروسته شاه امان الله ته يو اوږود پيغام لري، د پيغام په پيل کې د شاه امان الله غازي د ځانګړتياو په اړه وايي:
ای امیر کامگار ای شهریار
نوجوان و مثل پیران پخته کار
چشم تو از پردگیهای محرم است
دل میان سینه ات جام جم است
عزم تو پاینده چون کهسار تو
حزم تو آسان کند دشوار تو
همت تو چون خیال من بلند
ملت صد پاره را شیرازه بند
په دغه ځانګړتياو کې خصوصاً په وروستي بيت کې علامه پر شاه امان الله ډېر لوړ حساب کوي، هغه ته وايي چې ستا همت زما د خيال په شان لوړ دی، که څوک لږ هم د اردو ادب په اړه مطالعه ولري او بيا په دې مطالعه کې هغه د علامه اقبال د خيال الوت وګوري نو علامه د اسمان په بلنديو کې ګرځي او ځکه خو د هغه د شعر مشخصه او سمبول شاهين دی، علامه د غازي همت د خپل خيال په پروازونو کې ګوري او هغه په دې ډول د خپل لوړ خيال عملي منظر د شاه غازي امان الله په همت او عزم کې غواړي. د همدې بيت په دويم نيم بيتي کې هغه شاه ته وايي چې د سل ټوټې ملت لپاره شېرازه بند ته يې، علامه د ويشلي ملت د کوشېر او يو کولو لپاره بل څوک نه پيدا کوي او هغه دا وړتيا په غازي کې ګوري، دا د يو مفکر او علامه شاعر يو لوی باور دی او د دې باور مورد او حامل بيا شاه غازي امان الله دی.
د همدې شعر په منځ کې علامه د اسلامي نړۍ د هغه مهال تصوير کشي کوي او علامه ته د دې حالاتو د ناجي په سترګه ګوري، هغه غازي ته وايي:
مصریان افتاده در گرداب نیل
سست رگ تورانیان ژنده پیل
آل عثمان در شکنج روزگار
مشرق و مغرب ز خونش لاله زار
عشق را آئین سلمانی نماند
خاک ایران ماند و ایرانی نماند
سوز و ساز زندگی رفت از گلش
آن کهن آتش فسرده اندر دلش
مسلم هندی شکم را بنده ئی
خود فروشی دل ز دین بر کنده ئی
در مسلمان شأن محبوبی نماند
خالد و فاروق و ایوبی نماند
ای ترا فطرت ضمیر پاک داد
از غم دین سینهٔ صد چاک داد
تازه کن آئین صدیق و عمر
چون صبا بر لالهٔ صحرا گذر
دلته چې کله علامه د مصر، ترکيې، ايران او هند د مسلمانانو پر وير غږېږي نو د سختې نهيلۍ ښکار کېږي، هغه غازي ته وايي چې په مسلمانانو کې د محبوبيت شان نه دی پاتې او په مسلمانانو کې خالد بن وليد، عمر فاروق او صلاح الدين ايوبي نه دی پاتې... تر دې نهيلۍ وروسته ورته ژر يو غازي په نظر راځي او بيا دې غازي ته وايي چې تا ته خو الله تعالى، پاک ضمير درکړی، د دين له غمه يې سل ځلې چوولې سينه درکړې نو د ابوبکر صديق او عمر فاروق قانون تازه کړه او د سهار په شان د صحرا پر لاله ګلانو تېر شه.
ما چې د تاريخ کومه مطالعه کړې، يو مهم درس مې په کې دا موندلی، تر هغه چې د افغان واکمنانو سترګو د افغانستان له جغرافيې لرې کتل، کله چې هغوی په هند او ايران کې ارزښتي کشمکشونه درلودل او کله چې هغوی حتی د غازي په مشرۍ له انګليس سره جګړه کوله نو هغه يې د بايللې پښتونخوا په کوزه غاړه کوله، نو په دغسې يوه فرا وطني منظر کې دا ټول شاهان سخت په دبدبه، عزت او بري کې وو، خو کله چې افغان واکمنانو تحت الحمايه حالت ښه ګڼلی او په وطن کې يې ځانونه په لويو کلاګانو کې خوندي کړي نو بيا دوی د عزت له کمي سره مخ شوي، له محروميت او کمترۍ سره مخ شوي او مزل يې بيا د داخلي کشمکشونو په ځوړ کې کړی، د غازي د لومړيو شان او وروستيو پريشان دواړو حالتونو کې دغه بلند نظري او خودنظري ښکاري، په لومړۍ مرحله کې هغه د خلافت د ميراث خبره کوي، د هند او عثمانيانو او مصريانو خبره کوي او وروسته بيا هغه د سليقوي تقليد خبره کوي او خبره بيا دغسې جامده او پای ويلې راغله.
کله چې په کابل کې د غازي په وړاندې اړودوړ پيل شو، تر هغه چې غازي د کويټې له لارې وتلو، علامه اقبال د غازي د بري او ثبات لپاره د هند په رسنيو کې ليکل کول، هغه افغانان د دغه اړودوړ انجام ته متوجه کول.

دويم:
د غازي د خپلوانو مرکې!
د غازي امان الله خان د ژوند د بېلابېلو اړخونو او په ځانګړي ډول هغه خواو په باره کې چې په ټولنه کې ورته سواليې شته، بايد اوږدې مرکې وشي، د هغه په اړه بايد حقيقتونه راڅرګند شي، همدا چې شهزادګۍ هنديه او شهزادګۍ ناجيه لا ژوندۍ دي او کېدای شي د غازي نور ځوځات هم وي له دې ټولو سره بايد جانداره مرکې وشي او پرې کتابونه وليکل شي، د غازي د دې نازولو له مرکو ډېر حقيقتونه راوتلی شي او کېدای شي چې په خورا علمي مېتودونو دا مرکې بيا تحليل شي.
ما ته څو کاله مخکې ښاغلي استاد دوکتور فضل الهادي وزين کيسه کوله چې ترکيې ته د سفر په ترڅ کې يې د شاه له سپين سرې لور سره کتنه کړې وه، د غازي دغه لور پر يوه ترکي واده ده، او بيا د غازي لور نوموړي استاد ته د غازي امان الله خان د شخصي تدين کيسې کړې وې، د جاينماز، لمانځه، تلاوت او حج... په دې ډول دغسې کيسې رابرسېره کول غواړي او د شاه په اړه د حقيقتونو لټون ته کار په کار دی.

دريم:
ازادي او انحصار!
سږنی جرآت ډېر عالي و، مونږ منحيث ملت يوې داسې ورځې ته اړتيا لرو چې هغه د ملت په منځ کې طبيعي منلې وي، او دې لپاره د دغسې شانداره لمانځنې جرأت تر څنګ د هغو ګډو کرکټرونو او ارزښتونو رانغاړل په کار دي، چې په يو شمېر قومونو کې ورته عقيدت موجود دی، په دې مانا چې په راتلونکي کې بايد د ازادۍ د ګټلو پر جامع او راټول تاريخ خبره وشي، د ازاديپاله ديني علماؤ په شمول د ازادۍ ټول کرکټرونه او شخصيتونه ژوندي وساتل شي او دا موضوع د ټول افغانستان ګډه موضوع شي، او دا هله کېږي چې نور قومونه د ازادۍ په جګړه کې خپل سهم وويني، سره له دې چې د افغان انګليس درېمه جګړه عمدتاً په شرقي، جنوبي او کندهار حوزو کې شوې، خو په دغو جګړو کې چې څومره زمونږ نور قامونه برخمن وو دا د ملي يووالي يو ريښتينی انځور دی، مثلاً د کندهار په حوزه کې له پښتنو سره د هزاره جنګياليو شتون او د قزلباش او بلوڅو شتون د يوه ملي ګډون ډېر رنګه انځور دی. په شرق کې له پښتنو سره د نورستان د قومونو او همدا راز د محمد اکليل خان بدخشاني شتون يو ښه ملي بافت دی. په دغسې ګډون کې به هغه حساسيتونه هم حداقل شي چې يو شمېر ورسره په قومي حساب حساس دي.

څلورم:
لاسته راوړنې او تېروتنې!
تر ډېرو او شانداره لاسته راوړنو وروسته، له بده مرغه هغه سليقوي وروستني ريفورمونه چې غازي امان الله خان له اروپا راکاپي کړي وو، نه يې هغه مهال ملي منښته لرله او نه يې اوس څوک منلو ته تيار دي، دې لپاره مهمه دا ده چې حکومت او خلک د غازي لويې ارزښتي لاسته راوړنې لکه خپلواکي، له وطن سره مينه، د اقتصادي، نظامي او سوداګرۍ په ميدانونو کې يې لاسته راوړنې او د يوه مترقي افغانستان ارمانونه او پلانونه يې خلکو ته وروپېژني، د غازي هغه تېروتنې چې غازي د سليقوي ريفورمونو په سلسله کې وکړې هغه په احساساتي ډول نه بلکه په تحقيقي او علمي بڼه وڅېړي، پر دغو تېروتنو ټينګار او په دې سلسله کې د ملا او ديني رموزو دغسې افراطي او نظرياتي غندنه يوازې واټنونه زياتوي او هېڅکله به دغسې افراطي ننګه چې حتی د غازي تېروتنو ته هم په کې مقدس وکتل شي افغانان سره راټول نه کړي.
د همدې لپاره دا ډېره اړينه ده، چې په دغسې مناسبتونو کې په دې اړه خورا پياوړي علمي مجلسونه داير شي او پېښې په بې پرې ډول او تنقيدي جاج وڅېړل شي، د تاريخ لويه زده کړه همدا ده چې په رڼا کې يې مونږ خپلو ځانونو ته ښه راتلونکی او روښانه مسير وټاکو، خو که مونږ د کرکټرونو او پېښو په وړاندې داسې موقف ولرو، چې يا يې ښه او بد ټول پر بدو حساب کړو او يا يې ټول په ښو وشمېرو دا نو له تاريخ او پېښو سره ستر ظلم دی او الله تعالی په قرآن کريم کې فرمايي:
ژباړه: د يوه قوم دښمني دې تاسو دې ته اړ نه کړي چې عدل ونه کړئ، عدل وکړئ چې دا تقوا ته نزدې ده.

يادونه:
نوموړې ليکنه په اګست ۲۰۱۹ کې د استقلال سليمې کليزې په مناسبت ليکل شوې وه.