• مجموعي کتنې: 98960

حکمتيار او عبدالله؛ د مناظرې کره کتنه!

313 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

حکمتيار او عبدالله؛ د مناظرې کره کتنه!

وحيدالله مصلح
د حکمتيار صاحب او ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله تر منځ مناظره يوازې د دوی دواړو لپاره نه وه پلان شوې، د دواړو تر منځ يو سټېج ولسمشر محمد اشرف غني ته ځانګړی شوی و، هغه تر پايه همغسې بې ويناواله پاتې شو. نه پوهېږم چې ولسمشر ته څوک مشوره ورکوي، دغسې فورمونه د نظرياتو د وړاندې کولو او قناعتونو په پنځولو کې ډېر نقش لري، نننۍ مناظره يوازې پر طلوع تلويزيون نه بلکه پر لمر تلويزيون، اراکوزيا او ارمان راديوګانو هم خپرېده، له دې سره په څنګ کې پرې د فېسبوک لسګونه زره افغانان بوخت و، له همدې امله دغسې يوه بوخته مناظره د خلکو تر منځ د مشخصو کانديدانو په انتخابولو کې مرسته کوي، زما په خيال نننيو پوښتنو ته ولسمشر خورا ښه ځوابونه درلودل او دغسې يوه موقعه يې د دويم ځل لپاره د نا ښو مشورو له امله ضايع کړه.
دې مناظرې او په مجموع کې انتخاباتي کمپاينونو او رسنيز حضور حکمتيار، عبدالله عبدالله او نورو مطرحو کانديدانو ته د دې چانس ورکړ چې په خپلو پلويانو کې شور او جذبه پيدا کړي، دغسې ميداني کار د دوی په پلويانو او غړو کې ګوندي تجرد او احساس په غلبلو کړ. لږ تر لږه دغسې کمپايني بوختياوې د ګوندي فعالېدنې لپاره ډېر مؤثر واقع شوې.
مناظرې لپاره پياوړی وياند لطف الله نجفي زاده ټاکل شوی و، هغه په پيل کې يادونه وکړه چې مونږ به په نننۍ مناظره کې پر ماضي نه غږېږو، پر راتلونکي به خبرې کوو او په دې لړ کې يې هر کانديد ته د عمده پوښتنې ځوابولو لپاره دوه دقيقې او ورپسې يوه دقيقه د جانبي سوالونو لپاره عرض کړه، او ويې ويل چې په مجموع کې لس پوښتنې دي او دا پوښتنې د راتلونکي لپاره پر لويو ژونديو موضوعګانو څرخېدې.

پياوړي سيالان؛ متقابل احترام!
مناظره کې دواړو کانديدانو يو بل ته درنښت درلود، په ځانګړي ډول عبدالله عبدالله دغه درنښت ته ډېر پام کاوه، حکمتيار ته يې په خورا احترام خطاب کاوه او کله يې چې د خبريال د پوښتنې هغه برخې ته ځواب وايه چې هغه په کې د تقلب په صورت کې سنګر ته د حکمتيار د تللو په اړه مطرح کړه، دا په همغه پيل کې د عبدالله عبدالله د ښه نيت څرګندونه وه، هغه وويل چې د جناب حکمتيار هدف خشونت او جنګ ته تلل نه دي، د حکمتيار په شتون کې د هغه د پوښتنې ځواب د ښه نيت څرګندولو تر څنګ د پردې تر شا خبرو اترو او پوهاوي عکاسي هم کوله.
حکمتيار صيب لږ څه په ډېر صراحت غږېده، نوموړي هم عبدالله عبدالله په درنښت مخاطب کاوه البته يو ځای نيم يې د عبدالله تېر کارونه تنقيد کړل، خو بيا يې هم هغه په غوسه نه کړ او يا عبدالله عبدالله ځان نه په غوسه کاوه. دا د حکمتيار ځانګړنه ده چې هغه صراحت نه پرېږدي، او عبدالله عبدالله به هم د دې لپاره چې د حکمتيار په شان يو داسې څوک چې په ټول افغانستان کې خوره رايه او ډېره رايه لري څرنګه خپل کړي؟ ورسره خورا ښه تعامل کاوه.

د ولسمشر پلويان؛ فېسبوکي غبرګونونه!
داسې ښکارېده چې د ولسمشر پلويانو په خورا دقت او زحمت دې مناظرې ته وخت ځانګړی کړی و، دوی چې په کې خپل کانديد نه کاته حسرت يې هم کاوه، خو دا چې په عمومي منظر کې يې څه نه شو ليکلی دا د هغو مشاورينو د مشورو په وړاندې سکوت وو چې ولسمشر يې د دويم ځل لپاره له مناظرې راوګرځاوه او دوی مجبور وو چې دې ستنېدو ته دلايل ومومي. دوی اکثرو انتظار درلود چې دا به يوه کړکېچنه مناظره وي، د حکمتيار او عبدالله عبدالله تر منځ د خونړي ماضي په تناظر کې دوی په دې اړه باوري وو، او بيا د حکمتيار تر سولې وروسته هم دغه اړيکې همداسې کړکېچنې او په ښه نه راغلاست کې پاتې وې. په هر صورت دا مناظره د دوی د توقع خلاف وه او په خورا خوشګوار چاپېريال کې هر څه مخکې ولاړل.
کله چې مناظره خلاصه شوه، په فېسباکه کې د ولسمشر د ټيم پلويانو او حتی د نوموړي وياند مرتضوي په بېساري ډول د حکمتيار د برترۍ خبرې کولې، داسې ښکارېدل چې دوی په خپلو خصوصي چټ ګروپونو کې دغسې يوه سټراټيژي غوره کړې وه او دا ښايي دوه عمده لاملونه ولري، يو دا چې دوی هم غواړي چې حکمتيار له خپل نفوذ او پراخې رايې سره خپل کړي. دويم دا چې دوی په يو ډول غواړي چې د غني پخوانی پياوړی سيال کمزوری او کمتر وښايي، له بلې خوا که دوی داسې ګڼي چې ګنې د حکمتيار او عبدالله عبدالله تر منځ د پوهاوي هڅې شته نو ښايي دوی هڅه وکړي چې دغسې هڅې په يو ډول سبوتاژ کړي.

اسلامي نظام؛ څرنګه قرآئت؟
کله چې نجفي زاده د اسلامي نظام په اړه له دواړو کانديدانو د خپلو قرأتونو پوښتنه وکړه، سره له دې چې حکمتيار د اسلامي نظام په اړه د لويو بحثونو لرونکی دی، هغه په دې اړه کتابونه ليکلي او حتی د خپل ګوند له اړخه يې په خپله د اسلامي دولت لپاره د اساسي قانون طرحه هم ليکلې خو دلته نوموړي ددې پر ځای چې د اسلامي نظام يو جامع تعريف وړاندې کړي او دا چې نوموړی اسلامي نظام کوم نظام ته وايي؟ هغه اسلامي نظام چې دی يې غواړي کومې ځانګړتياوې به لري؟ له اوسنيو نظامونو سره به يې توپيرونه څه وي؟ د دې پر ځای چې حکمتيار صاحب پر دغسې اساسي موردونو خبره وکړي، نوموړي ټولې دوه دقيقې د امير د ټاکلو پر چلند خبرې وکړې. عبدالله عبدالله هم په دې اړه عموميات وويل او مشخصه خبره نه وه ورسره.

ښځه او قضا؛ دوی څه وايي؟
کله چې نجفي زاده د قاضي په توګه د مېرمنو د تقررۍ پوښتنه راپورته کړه، دا پوښتنه لومړی ډاکټر عبدالله عبدالله ته راجع شوه، نوموړي يوازې د هو په لفظ سره پوښتنه ځواب کړه، عبدالله کولای شول چې له دې پوښتنې په ګټنې سره د مېرمنو د حقونو په اړه خپله طرحه تشرېح کړي، که يې داسې کړی وای نو کېدای شوای چې د ښځو په حوزو کې نوموړي خپل پلويان ډېر کړي وای، او يوازې دا نه بلکه د مېرمنو په اړه به د نوموړي طرحې هغه د يوه داسې شخص په توګه مطرح کړی وای چې د نيم نفوس لپاره واضح طرحه لري.
حکمتيار صاحب د ښځينه قاضي د مقررۍ په اړه جامع ځواب ووايه، هغه د اسلام له نظره هغه موردونه په ګوته کړل چې ښځې په کې نقش لري، هغه يوازې جمهوري رياست داسې مقام په توګه ياد کړ چې ښځه نه شي کولای چې تر سره يې کړي، تر هغه راښکته په نورو دندو بيا ښځې کولای شي چې وظيفه تر سره کړي.

د ټاکنو پايلې؛ تقلب ولې؟
حکمتيار او عبدالله عبدالله دواړو د ټاکنو د پايلو په اړه شک نه بلکه باور درلود چې تقلب به په کې کېږي، دوی په دغو دعوو کې خورا جدي او سنجيده وو، او دواړو د دغو تقلبونو په وړاندې د جديت او غبرګون خبرې کولې، دا چې ولې دوی وار له مخه په داسې حال کې چې لا هم ټاکنې نه دي تر سره شوي دومره په باور د تقلب خبره کوي؛ ښايي يو علت به يې دا وي چې دوی د پياوړو سيالانو په توګه د تقلبي توطيو څخه خبر دي، او دا چې دوی په خپلو خبرو کې همدې توطيو ته اشاره هم وکړه، چې ګنې دا ټاکنې تقلب خوا ته مهندسي شوي دي.
حکمتيار په همدې مناظرې کې عبدالله عبدالله پر ځېنو موردونو شريک موقف غوره کولو ته راوبللو، حکمتيار ورته وويل چې راځئ پر دې ګډ موقف ونيسو چې هر افغان که د ټاکنو مرکز ته راځي بايد رايه ورکړي، ښايي مطلب به يې د سټېکرونو موضوع ته وه چې د رايو کارول يې سخت محدود کړي دي، دويم مورد کې يې بايو ميټريک په اړه وويل چې بايد غلطي په کې ونه شي او په درېم مورد کې يې د ښځو عکسونه ياد کړل چې که کومو مېرمنو له عکس اخېستلو ډډه کوله بايد له رايو ورکولو منعه نه شي.

طالبان؛ د حکمتيار صراحت!
د طالبانو په اړه د عبدالله عبدالله ژبه لږه تونده وه، خو حکمتيار بيا د طالبانو په اړه په خورا صراحت خبره وکړه، هغه وويل چې طالبان د افغان ملت برخه ده، د هغوی معقولې غوښتنې بايد ومنل شي، نوموړي دا هم وويل چې که طالبانو ته د ملکي کسانو د وژلو له امله تروريستان ويل کېږي، نو ګنې د حکومت په عملياتو کې لږ ملکيان وژل کېږي؟ نوموړي په دې لړ کې په هلمند، خوږياڼو او نورو ځايونو کې د شپېنيو عملياتو په سلسله کې وژلو شويو افغانانو ته اشاره وکړه.
حکمتيار د طالبانو د اسلامي امارت د منلو په وړاندې وويل چې که په لنډ ډول يې ځواب کړم نو نه! خو دغه نوم او نظام د بحث وړ موضوع ده او په دې اړه بايد د طالبانو او نورو افغاني جهتونو تر منځ بحث او خبرې اترې وشي.

د طرحو کيفيتي تحليل!
د فساد، اقتصاد او خارجي سياست درېواړو برخو کې د طرحو له مخې دواړه کانديدان په کلياتو کې وغږېدل، دوی د قوي حکومتونو خبره کوله خو هغه سېسټمونه چې دوی يې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره متعارف کوي او دا چې فساد به څرنګه له منځه وړي؛ مشخص څه ونه ويل. په خارجي سياست کې دوی په عمومي ډول وينا وکړه، خو دوی داسې ونه ويل چې د هېواد د جيوپوليټيکي موقعيت په نظر کې نيولو سره دوی بايد څرنګه بهرنى سياست ولري، دا چې د سيمې اوسنۍ بوختياوې د جيوپوليټيک له زاړه سياسته د اقتصادي سياست په لور په اووښتو دي؛ د دوی طرحه به په دې تناظر کې څه وي؟ له بله پلوه په يوه وخت کې ټول ګاونډيان ملګري کېدای هم نه شي او دښمنان هم، نو په دغسې يو نامتجانس ګاونډ کې به د دوی بهرنی سياست څرنګه وي؟ د منطقې د لويو ځواکونو سره به يې اړيکې څرنګه وي؟ چين، هند او روسيه لوی منطقوي ځواکونه دي او دوی په خپلو منځونو کې سيالي لري، افغانستان به د دې سياليو په منځ کې کومه لار نيسي؟ د چين او روسيې سره د امريکا بې حوصلې تقابلي اړيکې دوی څرنګه تعبيروي؟ دوی به د امريکا او دغو منطقوي راپورته کېدونکو ځواکونو په منځ کې د ملګرتيا لپاره څوک غوره کوي؟ دغه څوک به د کومو هېوادنيو ګټو له مخې غوره کوي؟ ايا په اوسني وخت کې افغانستان کولای شي ناپييلی پاتې شي؟ که پاتې شي دا به د هېواد په ګټه وي او که په منطقوي سياليو کې طرف شي دا به ګټور وي؟ دا او دېته ورته ډېرې د بهرني سياست ژوندۍ پوښتنې دي چې دوی کولای شول پرې خپل نظرونه وړاندې کړي.
په دغسې موردونو کې چې د طرحو اړتيا په کې کتل کېږي، دې دواړو پياوړو سيالانو بايد مسلکي ټيمونه دې طرحو لپاره ټاکلی وای او بايد يې په ريښتيني ډول يوازې دې برخو ته نه بلکه هرې برخې ته طرحې جوړې کړې وای، دا طرحې بايد د افغانستان د منابعو او ظرفيتونو په پام کې نيولو سره علمي او عملي وای.

انتقالي عدالت؛ جلا نظرونه!
انتقالي عدالت بله عمده پوښتنه وه، چې له دواړو کانديدانو وشوه، دواړو په خپل انداز وړ ځوابونه ورکړل، ډاکټر عبدالله عبدالله وويل چې يو انتقالي عدالت دی او يو عدالت، که دا اوسمهال بې عدالتۍ کېږي او ظلم کېږي؛ مونږ دا پرېږدو او لګيا شو د ۴۰ کالو مخکې بېعدالتيو ته عدالت غواړو، دا سمه نه ده.
حکمتيار بيا له خپله اړخه جلا نظر درلود، هغه ځواب ورکړ چې د انتقالي عدالت لپاره بايد عادل قاضي او محکمه جوړه شي، په دغو محکمو کې بايد ټول هغه اشخاص محاکمه شي چې زمکې يې غصب کړي وي، دغه زمکې بايد خپلو څښتنانو ته وګرځول شي، هغوی چې قتلونه يې کړي او بمباردونه يې تر سره کړي دوی ټول بايد محاکمه شي.

ډېورنډ کرښه؛ ملي داعيه!
د ډېورنډ په اړه له دواړو نامزادانو پوښتنه وشوه، دواړو د ملي ګټو په رڼا کې ځوابونه ورکړل، حکمتيار صاحب په دې اړه وويل چې دا يوه ملي قضيه ده، په دې اړه پرېکړه هغه وخت کېدای شي چې افغانستان له دې حالته ووځي او د يو قوي پارلمان څښتن شي، په دغه حالت کې بيا د ډېورنډ په اړه پرېکړه کېدای شي.
ډاکټر عبدالله عبدالله وويل چې ډېورنډ يوه ملي قضيه ده او د ډېورنډ په اړه به پرېکړه ملت کوي، دا قضيه د پولې پورې غاړې او دې غاړې دواړو پورې اړه لري. نوموړي په دې برخه کې دا هم وويل چې په دې اړه جمهور رئيس پرېکړه نه شي کولای، هغه جمهور رئيس غني پر تخطي تورن کړ او کله چې حکمتيار ترې د دغه تخطي سپيناوی وغوښت هغه وويل چې د تورخم ۲۴ ساعته پرانېستې په مراسمو کې د لوحې ليکل يوه لويه تخطي وه چې له مونږ سره دا موضوع نه وه شريکه شوې، پر دغه لوحه د فرضي کرښې پر ځای د سرحد کليمه ليکل شوې وه.

ولې راتلونکي ته هيله من و اوسو؟
په پای کې کله چې نجفي زاده له دی دواړو کانديدانو وپوښتل چې ولې بايد يوه ښه راتلونکي ته هيله من و اوسو؟ بيا هم دواړو کانديدانو يوازې رواني او روحي هيله منۍ باندې ترکيز وکړ، خو د هغو ميکانېسمونو او تغير پاليسيو يادونه يې ونه کړه چې له امله يې خلکو ته د ښه راتلونکي په اړه قناعت ورکړي.
په پای کې چې ټولو مخه ښه وکړه او د منننې مراتب سره تبادله شول؛ ډاکټر عبدالله عبدالله بيا هم په ټوکه وويل چې: او يک نفر ديگه هم نيامده بود.

يادونه:
نوموړې ليکنه په سپتمبر ۲۰۱۹ کې ليکل شوې وه.