• مجموعي کتنې: 98922

ډاکټر راشد او "ايما"؛ د يو مخلص ملګري ياد!

420 لوستونکي   کلونه وړاندې 3

ډاکټر راشد او "ايما"؛ د يو مخلص ملګري ياد!

وحيدالله مصلح

د افغانستان اسلامي طبي ټولنه "ايما" د افغانستان د روغتيايي ډګر يوه اصولي، کاري او ريښتينې بوخته رضاکاره ټولنه ده، د يو هېواد د ابادۍ ښه شاخص دا وي چې هلته د هېواد په ابادۍ کې د خلکو او دولت سره په څنګ کې صنفي او مسلکي اتحاديې ريښتينې ونډه واخلي، "ايما" په دغسې ونډه کې کومه خيالي ټولنه نه ده بلکه له ننګرهاره تر بدخشانه او له هراته تر مزاره او له پکتيا نه تر فاريابه په ټول وطن کې د روغتيا رضاکار حضور لري.

"ايما" پر اسلامي روحيې او ارزښتونو سنبالو وطنپالونکو نه جوړه شوې ټولنه ده، دلته د تبعيض له بدرنګۍ لرې پر ارزښتونو د محوريت خبره ده، دلته د محض انسان د صحت خبره ده او دلته د خپلو خلکو د سالميت خبره ده.

کله چې د "ايما" يادونه کېږي نو د ډاکټر سيد خالد راشد له يادولو پرته دا يادونه نه تکمېلېږي، ډاکټر راشد سره زما اړيکه د کلونو ده، دا اړيکه چې څومره اوږده ده نو تر دې څو چنده خوږه ده، زه که کله هم د خپل ژوند يادښتونه راټولوم نو يو لوی ارزښتي بحث به په کې د ننګرهار په طب پوهنځي کې زما د فکري مسير خودجوشه او سرشاره بوختيا وي، او په دې بحث کې به د يو هيله ورکوونکي او انګېزه پاروونکي ملګري په توګه، د فکري قناعت د رمز په توګه، د نظرياتي بحث او جدل د پياوړي انسان په توګه او د ملګرتيا په خصلتونو د ختلي ملګري په توګه راشد فوکس وي. 

مونږ د فکري انتما په همدغه وصل کې د اسلامي حرکي کار د شموليت او جامعيت دعوه لرله او ځکه خو خورو ورو اهل طب ملګرو د افغانستان اسلامي طبي ټولنې "ايما" بنسټ کې زړونه سره ورکړل او نن چې ايما څومره ځلېدلې او څومره پر مخ ځي دا په همغو سختو شپو ورځو کې د رڼا د اميدونو او څرکونو کيسه ده.

"ايما"؛ پنځولې پېښې!

د ډاکټر راشد يو لوی خاصيت چې د هغه د مشرۍ شناخت دی؛ هغه له پېښو سره تګ نه بلکه د قضيو پنځول دي، د "ايما" فعاليتونو په يوې نورمالې مرحله کې يو دم د دوبيز کمپ Summer Camp طرحه د همدغسې يوې تودې پېښې ايجاد و، دغه کمپ د "ايما" ټول مرکزي او زوني تشکيلات بوخت کړل، بېلابېلې کمېټې جوړې شوې او په هرې کمېټې کې غړي په کار بوخت شول، او پای د هېواد د بېلابېلو طبي پوهنځيو څخه په سلګونو محصلان د کابل په پغمان قصر کې دوه ورځې راغونډ شول، دې کمپ کې ګڼې روغتيايي موضوعګانې بحث شوې، سرګرمۍ په کې تر سره شوې، محصلين په کې هېواد شموله وو او ويناوال يې د عامې روغتيا وزارت د مشرتابه په شمول د هېواد د روغتيايي ډګر پياوړي شخصيتونه وو. دې راټولېدنې د کار يو شوق، د راتلونکي يو اميد او د مرام لپاره عزم او پياوړې اراده رامنځته کړه، "ايما" ټکان وخوړ او په پياوړي ګام بيا مزل پيل شو. د اوږده روغتياپالونکي مزل په سير کې "ايما" په تېرو څو کلونو کې د ميداني کار پر يوه مهم طرف بدله شوه، 

د کرونا په وړاندې د مبارزې ملي اتحاد يا Nafecovid19 يو بل ماډل و، چې د کرونا څپې په همغه پيل کې يې د "ايما" رهبرۍ او اجرائيه هيئت وړانديز وکړ، په دې اتحاد کې پر "ايما" سربېره ګڼ خيريه او مدني بنسټونه او ټولنې سره راټولې شوې او د کرونا په وړاندې فعاليتونه او غبرګونونه يې په ملي کچه همغږي او چټک کړل.

"ايما"؛ کشمکش او مهذب تقابل!

راشد د پرېکړو رهبري جوهر لري، يو څوک چې د پرېکړو پر مهال دوه زړی وي؛ هغه سره د مشرۍ مقام زيب نه کوي، راشد په ډېر طبيعي ډول د مشرۍ په مقام کې خپله ښکلا لري، او هغه په حساسه مرحله کې د تصميم وړتيا لري.

راشد د جبون او ماتې سړی نه دی، سمه ده هغه د جوړې سړی دی خو چې کله خبره د ارزښتونو د کشمکش راځي نو هغه په کې په يوې تهذيبي اډانه کې د کشمکش جرائت او د تقابل جوهر لري، هغه په کې د مورال قايد وي او هغه بيا لاس په نامه او په شاګرڅ نه وي، بلکه هغه بيا په سترګو کې سترګې اچوي او مخامخ د خپلو ارزښتونو په ننګه او حمايت چټک خو استوار او پاخه ګامونه اخلي. کله چې د "ايما" رهبري هيئت پرېکړه وکړه چې مونږ به د کرونا څپې په جريان کې د افغان ولس د يوازيني خو خالي افغان جاپان روغتون مديريت رضاکار ماموريت اخلو، د دې رضاکار مشن په اخېستلو کې د "ايما" مشر په توګه د راشد موقف د يوه جرائت او باور عکاسي کوله او هغه په کې د عمل او ميدان سړی و. بيا چې کله د دې رضاکارې بوختيا په وړاندې د عامې روغتيا وزارت د نوي مقام له کچې کچه رويه مخې ته راغله، هلته نو راشد بيا د "ايما" د مشر په توګه جبن نه لرلو، هغه په کې و نه لړزېده او هغه په کې له قهر نه سور او شين نه شو، بلکه هغه د "ايما" له ټول قيادت سره په ميدان ودرېد، غبرګون کې يې شور، سنجيدګي، پياوړتيا او د تقابل وړتياوې ټولې راټولې وې. هغه د "ايما" له قيادت سره په څنګ کې د تقابل ټول کانالونه فعال کړل، مطبوعاتي کنفرانسونه يې راوغوښتل، د روغتيايي کارکوونکو او رضاکارانو لاريونونه يې په لار واچول، د عامې روغتيا وزارت د ناسم او عقده مندانه برخورد په مقابل کې يې د طبي او روغتيايي ټولنو همغږي رامنځته کړه، او په پارلمان کې يې د عامې روغتيا وزارت نوي رامنځته شوي حسودان او عقده يان حاضر کړل، په ولسي جرګه کې چې هغه بيا وزير ته کومې خبرې کولې هغه د يوې طبي ټولنې او يو درګير وزير تر منځ داسې تودې خبرې وې چې د رضاکارې بوختيا ټکول او د عقدې، حسد او دروني اور پټې خواويې يې راسپړلې او حسودان يې په کې د روغتيا کمېسيون د وکيلانو په وړاندې په آب کې نه پرېښودل.

هغه مهال يو شمېر ملګري؛ دغې لويې رضاکارې بوختيا او پای دغسې تود کشمکش نهيلي کړي وو او داسې يې انګېرله چې مونږ بايد دغسې څه نه وو کړای، خو دې کشمکش "ايما" ته پر ارزښتونو د ثبات او درېدنې يو لوی نوم او شناخت ورکړ، نن "ايما" د رضاکارې بوختيا يو ريښتينی، بې ريا او عملي نوم دی او نن "ايما" د يو باور او اعتماد مرکز دی.

عضويت سازي او ښځينه څانګه!

په تېرو څو کلونو کې د "ايما" عضويت سازي پراخه شوه، په دې دوره کې په ننګرهار، کابل، هرات، مزار شريف، کندهار، کندز او بېلابېلو ولايتونو کې "ايما" د غړيتوب شبکه پراخه شوه، دغه شبکه تش په نوم نه ده، بلکه "ايما" دې اعضاو لپاره په روغتيايي مجالونو کې د رضاکارو بوختياو عملي ميکانېزمونه لري.

"ايما" په خپل جوړښت کې د ښځينه تشکيل برخه له لومړيه درلوده، خو دغه برخه له پرنسيپ او خاکې نه په لومړي ځل د عمل ميدان ته راووتله، اوس "ايما" جلا ښځينه څانګه لري، د دې څانګې مشره د "ايما" د اجرائيه هيئت عضويت لري، دوی په مستقلانه ډول د خپلې څانګې اړوند روغتيايي فعاليتونه پلانوي او عملي کوي يې او په دې ټولو کې يې "ايما" حمايه کوي، د ښځينه څانګې وروستی لوی فعاليت د کلينيکي فعاليتونو دوه اونيز ورکشاپ و چې په مورا پوهنتون کې يې ترسره کړ او په لسګونو طبي محصلاتو په کې برخه اخېستې وه.

"ايما" او تشکيلاتي زېلۍ!

په داخلي لحاظ د "ايما" تشکيلاتي زيلۍ پياوړې شوه، د "ايما" داخلي استحکام په خاطر رهبرۍ او اجرائيه هيئت په خپل منځ کې نه يوازې دا چې همغږي درلوده بلکه منظم پلانونه، مجلسونه او عملي اقدامات يې درلودل، د "ايما" تربيت برخې پر نصاب کار وکړ او د ايما له خوا په الحيات روغتون او نورو برخو کې پر طبي اخلاقياتو او معنوياتو بحثونه او کنفرانسونه داير شول. د "ايما" لويو برنامو لپاره د تمويل څانګه فعاله کړای شوې وه او له خيرو شخصيتونو او تجارانو څخه يې د سپانسر مرستې ترلاسه کولې، د اړيکو په برخه کې ايما يوه لويه شبکه جوړه کړه، دغه شبکې د روغتيا په برخه کې د عامې روغتيا وزارت له مقام څخه نيولې تر پارلمان او دولتي لوړپوړو پورې غځېدلې ده.

"ايما"؛ فرهنګي بوختيا او فعال ځوانان!

په فرهنګي او عامه پوهاوي برخه کې "ايما" د خپلو فعاليتونو د انعکاس نه علاوه، د کرونا په ابتدايي حالاتو کې په عامه پوهاوي کې لويه ونډه واخېسته، د کرونا په اړه د عامه پوهاوي او په افغان جاپان روغتون کې د "ايما" د بوختيا په اړه مقالې او ليکنې وليکل شوې.

د کرونا په اړه د "ايما" اجتماعي رسنيو پرته د نيف کويډ۱۹ فېسبوک صفحه هم فعاله کړای شوه، او د "ايما" بېلابېل کادرونه له مختلفو تلوېزيوني رسنيو سره د کرونا وبا په اړه مرکو ته کېناستل. د کرونا وبا په اړه بروشرونه چاپ شول، خطبې وليکل شوې، فقهي فتواګانې نشر شوې، د ايما ډاکټران لويو مسجدونو ته ولاړل او خلکو ته يې د کرونا په اړه معلومات او وقايوي تدابير تشريح کړل، بېلابېلو کرونايي لارښودونه جوړ شول. د "ايما" فېسبوکي صفحه دا مهال تر ۲۳ زرو تعقيبوونکي لري.

د "ايما" محصلانو او ځوانانو برخې ګڼ فعاليتونه تر سره کړل، دغه څانګه د "ايما" يوه له فعالترينو برخو ده، وروستۍ لويه برنامه يې د طبي محصلانو لپاره د کلينيکي او کمونېکېشن مهارتونو دوه اونيزه برنامه وه. د "ايما" له خوا په هرو دوه اونيو کې يو ځل په الحيات روغتون کې پر بېلابېلو موضوعګانو بحثونه دايرېږي، "ايما" د (ژوند وژغورۍ يا Safe Life) هېواد شموله برنامه دايره کړه چې په مساجدو کې يې هېوادوالو ته د ژوند ژغورنې طبي لارښوونې په عملي ډول تمرين کړې.

په دې ډول "ايما" په تېره دوره کې د فعاليتونو او تحميل شوي کشمکش په سير کې د پختګۍ يوه صعودي لاره ووهله، ډاکټر سيد خالد راشد د دې سير يو وکټور ورکوونکی و او هغه د "ايما" اجرائيه هيئت او اعضاو په مټ د ميدان سړی و، په دې هيله چې د ايما دا تجربه د نسيان په خوا و نه سپارل شي او د روغتيايي مسلکيت او تعهد دا سفر په همدغسې جذبه او ايثار يون وکړي.