• مجموعي کتنې: 98981

استاد مزمل؛ د اسلامپالو د تجربو شريک او منتقد!

969 لوستونکي   کلونه وړاندې 3

استاد مزمل؛ د اسلامپالو د تجربو شريک او منتقد!

وحيدالله مصلح 

سټراټيژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز په يو مجلس کې استاد محمد زمان مزمل صاحب د سولې په برخه کې خبرې وکړې، هغه د طالبانو د بدلون خبرې کولې او د سولې په برخه کې يې د طالبانو موقف حمايه کولو. دغه مهال استاد څه موده مخکې د اختريز اوربند پر مهال د لوګر په څرخ کې د طالبانو مشاعرې ته هم تللی و، استاد بايد له يو شمېر کابلي ځوانو شنونکو سره تللی وای، خو هغوی استاد ته انتظار نه و کړی او بيا استاد په کرايي موټرو کې په زحمت ځان د مشاعرې ځای ته رسولی و، زه پوهېدم چې د دې وطن د ازادۍ او هويتي کشمکش د ځلانده نهضتي جريان سپينږيری استاد مزمل په خپله سينه کې لا هم همغه تپېدلی زړه او حماسه لري او استاد په همدې عاطفي تړاو کې سره له دې چې هغو ځوانانو ورته صبر نه و کړی خو دی د زاړه عمر په ځوانه شېتۍ کې د مشاعرې ځای ته بيا هم تللی و، ما بيا يو ورځ استاد ته وويل چې دغه مشاعرې او ځای ته ستاسو تګ مناسب نه و، دا ځای د ځوانانو ‌ؤ، او ستاسو خپل شان د حماسي زلمو له ماحول نه جلا يو پوخ او سنجيده چاپېريال غوښته... 

خبره رانه اوږده نه شي؛ وروسته ما په مجلس کې په خپل نوبت وويل چې مونږ بايد د سولې په خبرو کې يو بېل بحث راپورته کړو، او هغه بحث بايد پر يوه ارزښتي پکېج راوڅرخي، طالبان بايد د فاتح لوري پر ځای د سولې د خبرو اترو له لارې د يو پياوړي لوري په توګه راشي، او دا ځکه چې زمونږ د وطن دا زيږ دستور داسې دی چې دلته نه خارجي او نه داخلي فاتح دوام کوي، فاتح به ټوله تنوع او کثرت له منځه وړي او همدا هغه نازکه نقطه وه چې ما پرې ترکيز کولو، خو پياوړی سياسي لوری ځکه مهم دی چې دا وطن په دا دومره ډېرو همزولو او هم وزنه سياسي کتلو کې ډېر څپڅپانده دی، دا وطن له دې حالته وتل غواړي او دا هله ممکن ده چې يو يا دوه پياوړي لوري راپورته شي... په دغه ارزښتي بسته کې څو محورونه وو؛ اسلام د قانون او ژوند لپاره، حکومتولي او د زعامت ټاکل، د ازاديو څرنګوالی، سياسي او اجتماعي تنوع، ملي خپلواکۍ او ملي مسئلې، دولتي ادارې او بنسټونه... همدا چې ما خبره پای ته رسوله نو استاد راباندې غږ کړ چې د طالبانو په رابطه ذهنيت مه خرابوه! بس زما ټوله مُرکزه خبره يې راته خوره وره کړه.

استاد او د تنقيد هنر!

د استاد يو خاصيت دا دی چې تل منتقد پاتې شوی دی، د هغه ملګرتيا ارزښتي بنيه لري، له چا سره په تمه نه ځي بلکه کله چې وګوري د هغه ارزښتي مشالونه دلته خاموشېږي نو بيا خپل مشال له ځان سره اخلي او د مزل بله لاره روښانوي. 

شل يويشت کلونه مخکې مونږ په يوه څو ورځيني سيمينار کې وو، دغه سيمينار د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز له خوا داير شوی و، استاد مزمل د شورويانو پر ضد د افغان جهاد د مثبتو ټکو او کميو پر موضوع بحث درلوده، هغه چې کله له رېګن سره د حکمتيار صاحب له خوا د ملاقات انکار تنقيد کړ او بيا يې دا هم وويل چې حزب بايد د عراق په قضيه کې موقف نيولی نه وای، د تبصرو او تعليقونو په وخت کې ما د استاد پر همدې دوه خبرو تنقيد وکړ، استاد لږ راته جلالي شو او ويې ويل چې که مرکز فرهنګي دغسې احساساتي ځوانان لري نو خدای دې يې راتلونکي ته خير کړي.

زما په خيال په سياسي موقفونو کې يو څوک بايد له هغه استاد نه د چوپ پاتېدو او د بښنې غوښتلو تمه ونه لري چا چې د شورويانو پر ضد د جهاد د يوه ډېر پياوړي او لوی تنظيم حزب اسلامي د اجرائيه شورا منصب پروا ونه ساتله او هغه او ملګرو يې د حزب د اقتدار په همغه شانداره زمانه کې حکمتيار صاحب او د هغه په ځانله ځان پرېکړې په ډېرې تاريخي بې اعتنايۍ کې وننګولې او همداسې په تنقيدي روحيه ترې راووتل. 

پر يوه بې غرضه تنقيد د بښنې د غوښتلو طلب د يو سانسور، تړلي او بې غږه حالت زيګنال دی، که په ټولنه او نظام کې تنقيد نه وي نو دا بيا فاجعې زېږوي او استبداد او ديکتاتوريو ته لار جوړوي. د تنقيد په مقابل کې سپيناوی د هر چا حق دی خو دا چې د تنقيد پر بنا له يو چا څخه وغوښتل شي چې بايد بښنه وغواړي، دا د تنګ نظرۍ زاويه ده.

استاد؛ د بهرنيانو سياسي او فرهنګي مزاحمت!

زه چې استاد پېژنم نو هغه د امريکايي بريدونو له همغه پيل نه په يوه فرهنګي مبارزه او سياسي مزاحمت کې پاتې شوی دی، د استاد مزاحمتي سفر کوم شوق نه و بلکه هغه د سيد قطب د انقلابي لارې يو شعوري اسلامپالونکی لاروی پاتې شوی، استاد چې ما ته د خپلې ليکوالۍ کيسه کړې نو هغه چې کله په ځوان منګ کې ليکوالي پيلوله؛ د ليکوالۍ د سبک لپاره يې د سيد قطب يوازې يو اثر په ځلونو لوستلی و. 

په هغه کابل کې چې تر ۲۰۰۱ وروسته په کې د ناټو ټانکونه بې خاره او په شنګ ګرځېدل، رسنيو په کې د تغريب رنګونه خورول، پخوانيو جهادي شخصيتونو په کې حتی اسلامي پسوندونه او پېشوندونه له موډه لوېدلي بلل او هغوی اسلامي مبارزه او د ازادۍ کيسې نور د ماضي دفن شوی مال بللو؛ په همدغسې يو اجنبيت کې استاد او د استاد په څېر د ګوتو په شمېر وګړو د ازادۍ رمزونه او تعبيرونه خلکو ته وړاندې کول، دې وګړو نوي نسل ته د خودۍ او د دې وطن د مالکيت حس ورکولو او دوی وو چې نوي نسل ته يې اسلام د همدې عصر ژوندۍ قضيه او حل ورپېژندلو. دا کار نن ډېر اسانه ښکاري خو په تېرو شلو کلونو کې دغسې نظرياتي مزل او متعهده زندګي پر اغزو پرته وه او هلته چې خلکو په کې د موقفونو او ډالرو په ځغاسته کې سيالۍ کولې دوی په کې د فکر ملنګۍ ته د نظرياتي دوهې غاړه نيولې وه.

استاد چې په دا وروستي موړ کې له حکمتيار صاحب نه بيا ځلې تم شو، د حزب مشرتابه بیا هم ورته پيغام لېږلی و چې د حزب په استازولۍ د سنا مجلس غړيتوب ومني، استاد هغه واسط ته ويلي وو چې سپين ږيري چې مرور شي نو د زوم په کاله يې هم شپې تېريږي، نور مې مه چېړئ! استاد له يوې خوا دغسې مړه خوا وښودله او له بلې خوا نوموړي چې ما ته دا کيسه کوله نو ويې ويل چې په دا دومره کلونو کې مې ځان له دولتي موقفونو وساتلو نو ولې په وروستيو کې ځان پرې ککړ کړم. که نه داسې هم نه ده، استاد همدا اوس په پنځلس شل زره افغانيو غريبه زنده ګي کوي او دا افغانۍ هم يوازې دی او زوی يې پيدا کوي.

استاد؛ د ازادۍ د مبارزې ژوندۍ تجربه!

استاد د يوې اسلامپالې مبارزې تاريخي شريک او شاهد دی، هغه د ډېرو لويو تجربو نه راوتلی دی، کومې لوړې ژورې چې استاد په خپل نظرياتي او تمدني کشمکش کې ليدلي هغه مفته تجربې نه دي، بلکه هغه د يوه نهضت د پيل، د ازادۍ مبارزې، انشعاب او خراب پای نه راوتلې تجربې دي او دا ډېر لوړ قيمت دی، څوک چې د تمدني او نظرياتي داعيې لرونکی وي هغه د دې قېمت پر ارزښت پوهېږي. 

د اسلامپالو دا خوی له بده مرغه په افغانستان کې شريک دی چې دوی يوازې په خپل تجربو کې روان دي او هره تجربه له صفر نه پېل کوي. د اسلامي خط تجربه يوه ګډه تجربه ده او ټول اسلاميون بايد د تجربې دا مشروع په علمي، تاريخي او حرکي بنيادونو کې مطالعه کړي. استاد مزمل او د استاد په څېر شخصيتونه د همدې تجربې بيانوونکي دي، او بيا په داسې يوه مرحله کې چې د اسلامي خط تجربه په کې د چپي او سکولار مد په مقابل کې د قلم او ژبې لږه سياله ده، دغو د ګوتو په شمېر فکري شخصيتونو د تجريد پر ځای د هغوی لاسنيوی، احترام او پالنه په کار ده.

ما يو ځل استاد ته وويل او يوازې استاد ته نه بلکه نورو نظرياتي ملګرو ته مې هم ويلي چې استاد مزمل د افغانستان دکتور محمد عماره دی، د افغانستان په اسلامپالو تنظيمونو کې د استاد محمد زمان مزمل په شان ليکوالانو موجوديت يو لوی احسان دی، خو دا چې دا تنظيمونه ولې دغسې ليکوالان او د اسلامي فکر نظرياتي خط ورکوونکي نه شي پاللی دا نو د افغانستان د اسلامپالو تنظيمونو د نظرياتي قضيې د کم اهميتۍ له وجهې ده، دوی په بېساري ډول په روزمره سياسي معادلو کې حسابونه کوي او نظرياتي حيثيتونه ترې ډېر شاته پاتې شوي. استاد ته ما ويلي وو چې که وکولای شو ستاسو د حرکي او نهضتي تجربو، ليکنو او کتابونو ته يو ښه وېبپاڼه جوړه کړو، دا به راتلونکي نسل ته د جهادي مرحلې فکري او مبارزاتي ادبيات په خپل نهضتي بيان کې وړاندې کړي، د دې ادبياتو لويه ګټه به دا وي چې د فکري اجنبيانو له مسخو او تحريف نه به لرې وي او د اسلامي نهضت دا لوی تراث به د نهضت د خپل مبارز او شاهد په خوله بيان او حتی تنقيد شوی وي. استاد په دې کار ډېر خوښ شو، خو دا کار د يو تن کار د وس نه دی، هغه ملګري چې زما دا کرښې لولي او دې کار ته په معنوي او مادي لحاظ اوږه ورکولی شي نو کېدای شي د اسلامي نهضت او نورو اسلاميونو فکري انتاج، تراث او ادبياتو ته يو لوی انټرنېټي ادرس جوړ کړو او راتلونکی نسل له خپل فکري اصالت سره نزدې وساتو.

د پای خبره؛ پيغورونه او ناملزمې مشورې!

لوی شخصيتونه او جريانونه او په ځانګړي هغوی چې د حکومتولۍ په دعوه کې دي، هغوی بايد تل کوښښ وکړي چې د هغوی تحريکي اډانه او فکر دې همه شموله وي، دوی که هر بل انسان ته د مخالف په سترګه ګوري نو دوی به تر پايه په يوه رقيبه مرحله کې وي او دوی به په مشارکتي او همکاره مرحله کې پسمانده وي. 

د استاد مزمل په څېر يو شخص چې له يوې خوا د اسلامي نظريې د حامل او بيرغ دار په حيثيت او بيا د دې وطن د سنتي رواياتو او دستور د اګاه او ژمن په توګه خپل يو جلا امتزاجي شخصيت لري؛ نو کوم اسلامي جريان بايد ووياړي چې په څنګ کې يې دغسې يو بېلګه شخصيت شته،  بيا په يوې خواخوږې اړيکه کې پاتې شوي استاد ته د هغه تنظيمي تړاو پيغور ورکول چې استاد يې تر بل هر چا ډېر منتقد پاتې شوی او دغسې يو دروند او د لوی فکر څښتن استاد ته د (يو چا پخوانی انډيوال، د پردې تر شا مشاور، پټ حزبي رګ او نغښتې عقده) ويل  دا نو د حکومتي دعوه لرونکو سياله خبره نه ده! د يو خواخوږي لوی انسان پردی کول کوم هنر نه دی، هنر دا دی چې مختلف شخصيتونه په خپل محور راټول کړې.

ولسي مشورې او د ولس رايه په اسلامي منظر کې اعتبار لري، هغه مشورې چې تصميمونو کې ممد نه وي هغه له حالاتو سره ټوکې دي او د ولس له باور سره سطحي تعامل دی. 

مونږ به چې د تحصيل پر مهال له تبليغيانو سره په سه روزه او چهله ووتلو نو هلته به د ورځې د ترتيب لپاره مشوره کېدله، له ټولو به مشوره واخېستل شوه خو پرېکړه به د سه روزې مشر په خپل زړه کوله. نو د دغسې يوې بې خاصيته او پڅې مشورې حيثيت په اسلامي بيدارو قضيو کې بايد ناچله وي او که په ژونديو پېښو کې يې چلښت وموند نو بيا پېښې ژوندۍ نه پاتېږي او مړڅپنې کېږي.

مشورې بايد سېسټماټيکې وي، بې اغېزو مشورې چې ملزمې نه وي، دا کټ مټ همغسې حيثيت لري لکه په اسلامي نړۍ کې چې د دايم العمر واکمنيو د مشورو تالارونه... دغه بې روحه مشورې د معاصر تاريخ د (اوکی او بلې صيب) پيکه تکرارونه دي او نور هيڅ!