• مجموعي کتنې: 23759

د اسلام او غرب د خبرو اترو راتلونکی!

515 لوستونکي   یو کال وړاندې

د اسلام او غرب د خبرو اترو راتلونکی!

ليکنه: مرحوم استاد نجم الدین اربکان رح

ژباړه: ډاکټر وحیدالله مصلح

يادښت:

استاد نجم الدین اربکان په ترکیه کې د عثماني خلافت تر ړنګېدو وروسته د اسلامي ویښتابه له بنسټګرو مشرانو څخه دی، نوموړی د ملي نظام، ملي سلامتي، رفاه، فضيلت،او سعادت په نوم اسلامي تنظيمونه  تر هرې مصادرې وروسته جوړ کړي دي. مرحوم اربکان په ۱۹۹۶ کې د رفاه ګوند په اډانه کې په ټاکنو کې لومړی مقام واخېست او ايتلافي حکومت يې جوړ کړ، هغه ډېر زر د لويديز د اقتصادي غلامۍ نه د ژغورنې په موخه د هغوی د G 20 په مقابل کې د D 8 طرحه وړاندې کړه، او له اسلامي هيوادونو سره يې د ترکيې اړيکې تودې کړې له همدې امله لويديز نور هغه ونه زغمه او د ترکيې پر سيکولر اردو يې تر فشار وروسته له واکه لېری کړ.

استاد اربکان په ترکيه کې د اسلامي حرکت د بې پنا مبارزې او جد و جهد په پای کې د ۸۵ کلونو په عمر په ۲۰۱۱ زيږديز کې خپل روح رب ته وسپاره. دا رساله د اسلام او لويديز پر تمدني پرتلې برسېره  له لويديزه د اسلامي نړۍ د اقتصادي خپلواکۍ او پرمختګ په اړه د مرحوم اربکان رح د سياست اساسي خطونه زمونږ مخې ته ږدي.

ژباړن 

د بشریت اوسنی وضعیت

نننی انسان ددې په خاطر چې په خپل ژوند کې خوشاله وي د پخوا په څېرتل دسولې او ارامۍ په لټه کې دی،. د درېمې زریزې په پیل ۲۰۰۲ سره انسان د بل هر وخت په پرتله د سولې، ارامۍ او نېکمرغۍ په هیلو کې ژوند تېروي، چې له بده مرغه دغه هیله  یې لا نه ده پوره شوې.

د شلمې پېړۍ پېښې

د شلمې پېړۍ په پېل کې نړۍ د څلورو سترو امپراتوریو په اداره کې وه:

۱- د عثماني دولت امپراتوري

۲- د روسي قیصر امپراتوري

۳- د لویې بریتانیا امپراتوري

۴- او د نمسا او مجارستان امپراتوري

د لومړۍ نړیوالې جګړې په پایله کې دا ټولې امپراتورۍ له منځه لاړې، او پر ځای یې دیکتاتور او فاشیستي دولتونه منځته راغله، چې د پېړۍ د لومړۍ څلورمې او دویمې نړیوالې جګړې پورې د دیکتاتوریو دوران دوام  وموند.

۱- سټالین په شوروي اتحاد کې

۲- هټلر په المان کې

۳- موسولیني په ایټالیا کې

۴- او فرانکو په اسپانیا کې

ددغو دیکتاتورو دولتونو په سیوري کې بشریت د ظلم او ترهې سره لاس او ګریوان وه، چې له امله یې دویمه نړیواله جګړه پېښه شوه.

له بله طرفه دویمه نړیواله جګړه چې په بېځایه مالي او انساني زیانونو پای ته ورسېده، په ښکاره د دیکتاتورو او فاشیستي نظامونو پر ضد او د ازادۍ، بشري حقونو، دیموکراسۍ او نړیوالې سولې د بنسټونو رامنځته کولو په خاطر جګړه وه.

دغه جګړه چې تر شپږو کلونو (۱۹۳۹-۱۹۴۵)یې ادامه پیدا کړه، د میلیونونو انسانانو د وژنې او د بشپړو ښارونو د له منځه تلو لامل شوه، دا یوه داسې جګړه وه چې په ښکاره د ازادۍ، بشري حقونو او دیموکراسۍ د بنسټونو په خاطر رامنځته شوې وه، خو د ۵۰ کلونو تیریدو وروسته بیا هم ونه توانیدل چې خپلې موخې لاسته راوړي.

لویدیز ولې داسې یو جنګ ته اور ورته کړ چې د موخو په لاسته راوړلو یې ونه توانېد؟

لویدیز د خپلې ناکامۍ لامل کمونیزم  ګڼي چې په سر کې یې د سټالین په څېر دیکتاتور ځای درلود اوهغه  د دویمې نړیوالې جګړې له پاته شونو څخه وو، دا کار باعث شو چې نړۍ د سړې جګړې په مرحله کې پاته شي، دغې مرحلې له ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۹۰ پورې ادامه ومونده چې د نړیوال کمونېزم له ماتې او د شوروي اتحاد له شیندنې سره مصادف وو.

سره له دې چې په دغې موده کې لویدیز ډېرې هڅې وکړې او مهم ګامونه یې واخېستل، خو بیا هم د دویمې نړیوالې جګړې د موخو په بشپړو لاسته راوړلو کې سخت ناکام شول:

۱- په ۱۹۴۵ کې د بشري حقونو د بیانیې اعلان

۲- په ۱۹۴۷ کې د ملګرو ملتونو بنسټ ایښودنه

۳- په ۱۹۴۹ کې د بشر د حقونو او د بشر د ازادۍ بنسټونو په خاطر  د ناټو جوړول!

۴- د بشر د حقونو د مبادیو اروپايي اعلان.

۵- د بشر د حقونو اروپايي تړون وضع کول.

۶- د بشر حقونو د اروپايي مبادیو پر بنسټ په ۱۹۴۷ کې د اروپا ګډ بازار جوړول چې وروسته د اروپا په اتحادیې واوښت.

شوروي اتحاد اړ شو چې ددې بدلونونو په مقابل کې د پروسترویکا او ګلاستوست سیاستونه خپل کړي، چې په پای کې د کمونیزم د غریبیدو، د شوروي اتحاد دشیندل کیدو او متحدو دولتو د له منځه تلو لامل شو.

د کمونیزم مکتب او شوروي اتحاد د له منځه تلو(۱۹۸۷-۱۹۹۰) سره هیله کېده چې بشر به د سولې، ارامۍ او د ازادۍ او دیمو کراسۍ د بنسټونو په سیوري کې ژوند کوي، خو دغه هیله تر سره نه شوه، ځکه لویدیز ددې پر ځای چې کوښښ وکړي تر څو ژوند په هغه بنسټونو ودروي چې بلنه یې ورته کوله، پر ځای یې د مقابلې لپاره د یو بل دښمن په لټه کې شو.

د نوي دښمن لټه

د ۱۹۹۰ په پیل کې د ناټو غړیو هیوادونو په غونډه کې چې په سوید کې جوړه شوې وه، مېرمن مارګرت ټېچر د انګلیس د هغه مهال صدراعظمې د ناټو د بقا د اهمیت په اړه چې اساساً د کمونیستي تړون وارسا په مقابل کې جوړ شوی وو پوښتنه وکړه، چې ایا د کمونیزم او وارسا تړون له ړنګېدو  وروسته د ناټو تړون د بقا لپاره کوم مبرر شتون لري؟

مېرمن ټېچر داسې استدلال وکړ: هیڅ نظریه او فکر دخپل ځان په مقابل کې د دښمن لرلو پرته ژوندی نه شي پاتې کیدای، دلویدیز هیوادونه هم باید د خپلې بقا د ساتنې په خاطر دښمن ولري، کمونیزم او شوروي اتحاد سقوط وکړ او هغوی نور زمونږ دښمن نه ګڼل کیږي، نو ځکه باید د نوي دښمن په لټه کې شو، دغه نوی دښمن هماغه اسلام دی.

په دې لاره کې، د هغو بدلونونو په سیوري کې چې د سولې په ځای د کشمکشونو پر بنسټ جوړ شوي وو، د نړۍ په ډېرو حساسو سیمو کې جګړو اور واخیست، د ساري په توګه په فلسطین او خلیج کې جګړې، د ایران او عراق جنګ، او وروسته د عراق او کویت جنګ، او په پای کې د بوسنیا ټولوژنې او د ازربایجان او چیچنیا جګړې.

په امریکا کې د سپتمبر ۱۱مې پېښه

د نړۍ په دغسې له لمبو ډک وضعیت کې، پر ډرامې یوه نوې پرده زیاته شوه، او هغه له (۲۰۰۱، سپتمبر، ۱۱مې) څخه عبارت ده، په دې پېښه کې په نیویارک کې د نړیوال تجارتي مرکز دوه اسمان څکې ودانۍ، پنتاګون، او د واشنګټن ښار تر برید لاندې راغله.

تر اوسه په غوڅ او قانع کونکې توګه نه ده ثابته شوې چې دا پېښه د چا له خوا تر سره شوې، څوک یې تر شا وو، او پلې کوونکو له دغې ترسره کونې څه موخه درلوده؟

که عالي ټیکنالوژي او دقیقه پلانونه چې په دې پېښه کې ترې ګټه اخېستل شوې او د ټولنې عامه رایه په پام کې ونیسو، د ځینو لویدیزو استخباراتو له خوا ددغسې عمل د سرته رسونې امکان لیرې نه دی.

ریښتیا چې هر څه وي خو مونږ دغسې  یو ترهګر عمل نه منو او غندو یې، او د هغو خلکو په مړینه چې د سپتمبر د یوولسمې پېښې په ترڅ کې په نیویارک او واشنګټن کې له منځه لاړل د خپګان څرګندونه کوو.

مونږ لکه څنګه چې دغه ترهګره پېښه غندو، د اسلام او ترهګرۍ تر منځ د هر راز اړیکې جوړول او د اسلام پر ضد د هر اړخیزې جګړې او د مسلمانو ملتونو د قتل په خاطر ددغه غلط فکر څخه استفاده کول هم په شدت سره غندو.

پر افغانستان د امریکا او د هغوی د تړون لرونکو هیوادونو وحشي تیری او د هغه څه ورانول چې تر دې دمه په دغه هیواد کې پاته وو، او په دې تور د بې ګناه افغان ولس وژل چې د نیویارک او واشنګټن په پېښه کې لاس لري په داسې حال کې چې د عاملینو هویت یې هم نه دی معلوم، مونږ ته د سم منطق له مخې د منلو وړ نه دی او په سختۍ سره یې غندو.

د ننیو پېښو جریان او د سړې جګړې تر پاې ۱۲ کاله وروسته، دا ټولې هغه پېښې دي چې مسلمان ملتونه یې په نښه کړي دي، په فلسطین او کشمیر کې د ترهې او ترور په کار وړلو جریان، او د ډېرو اسلامي هیوادونو جبري محاصره ، هغه دوه مخي معیارونه او په دوه جلا معیارونو د اندازه کولو سیاست دی چې لویدیز یې تعقیبوي او د مسلمانانو په قضیو کې پرې عمل کوي، دا ټول ددې څرګندونه کوي چې اسلام د لویدیز له لورې هدف ګرځېدلی، او دهغې جګړې موخه مسلمان ملتونه دي چې لویدیز په لار اچولې ده… دا ریښتینۍ همغه پایله ده چې د میرمن ټېچر له وینا سره بشپړه همغږي لري، هماغه  چې اسلام دښمن دی! او همدا د لویدیز او نړیوالو لاسته راوړنو او د ازادۍ او دیموکراسۍ د سیادت تر منځ د مانع ګرځېدو اصلي اسباب یادوي.

د اسلام او غرب د خبرو اترو ارزښت

که په دقت او غور سره هغه پېښې چې نن په نړۍ کې جریان لري وګورو، او که چېرې د اسلامي نړۍ سره د مقابلې او  ملتونو پر ضد د جګړې او دښمنۍ د اعلان  په خاطر  د امریکا د متحدو ایالتونو او د ځینو لویدیزو هیوادونوهغه  نقش ته پام وکړو چې د دروغجنو اسبابو په فریبکارۍ، او د دروغجنو او پوچو دلایلو راوړلو کې یې لري، نو څرګندیږي چې څنګه لویدیز خپله لیاره ورکه کړې، او د  جګړې او تیري په غوره کولو سره یې د سولې له جادې کږون کړی دی.

نو ځکه سولې، امنیت، او ارامۍ ته رسېدل چې بشر هر ځای ورته اړتیا لري، ددې غوښتنه کوي  چې د کشمکش او ټکر هغه جاده چې لویدیز خپله کړې او په پایله کې یې بدبینۍ او سوزونکي جګړې رامنځته کړي، باید غاړې ته کړي، او پر ځای یې د سولې او امنیت لیار چې تر بله هر وخت ورته ډېره اړتیا ده تعقیب کړي.

دغه سم روش ددې غوښتنه کوي چې:

۱- واقعیتونه وپېژندل شي او تعقیب شي.

۲- اوضاع په دقیق او سمه بڼه تشخیص شي.

نو ځکه، د اسلام او لویدیز تر منځ په دغسې مسایلو کې خبرې اترې تر بل هر وخت یوه اړینه او جدي قضیه جوړوي. 

دویمه موضوع

د  حق مفهوم او پر تمدنونو یې اغېزې

د انسان حقونه
کله چې حق تر ټولو لوړ وي نو د حق درست مفهوم څرګندیږي، لکه څنګه چې زور حاکم وي نو ناسم مفهوم توضیح کوي.
دلته باید دا واضحه شي چې د تاریخ په اوږدو کې کله چې سرکښه حاکمانو پر خلکو ظلمونه کړي دي نو دوی ته یې نه دي ويلي چې مونږ پر تاسو ظلم کوو او یا به پر تاسو خپل ظلم ته ادامه ورکوو، بلکه تل یې داسې ښوولې چې ګوندی هغه څه چې مونږ یې پر تاسو کوو همدغه حق دی. په حقیقت کې ظلم او شکنجه د حق له غلط او ناسم مفهوم څخه سرچینه اخلي.
حق له څلورو شیانو څخه منځته راځي:
۱- د انسان بنسټیز حقونه، چې انسان یې د زیږیدو له مهاله له ځان سره راوړي، او هغه عبارت دي له:
•    د ژوند او اوسېدلو حق
•    د ملکیت او دارايي حق
•    د ګروهې د ازادۍ حق ( د تعلیم ازادي، تنظیمي ازادي، د خپلې عقیدې سره سم ژوند کول او د عبادت ازادي).
•    د نسل ساتنې حق
•    د عقل او هوش ساتنې حق
•    او د بشر د حقوقو نور حقونه( د بېلګې په توګه د سیاحت حق، د مسلک د انتخاب حق او داسې نور)

۲- د کار کولو حق
۳- په خپله خوښه د معاهدو او تړونونو د قبلولو حق
۴- هغه حقونه چې محکمه یې په رسمیت پيژني
حق په صحیح مفهوم سره له همدې څلورګونو حقونو نه سرچینه اخلي.
خو د حق ناسم مفهوم له لاندې څلورګونو چارو نه زیږیدلی دی:
۱- زور وینه او زورواکي
۲- د اکثریت ادعا کول
۳- د انسانانو په منځ کې تبعیض او توپیر کول
۴- منفعت پالنه

نو ځکه د حق ناسم مفهوم د هیچا د نېکمرغۍ لامل نه ګرځي، په داسې حال کې چې د حق سم مفهوم ټول انسانان نېکمرغۍ ته رسوي.

د تمدنونو تاریخ ته یوه کتنه

د  انسانیت تاریخ په ټول وضاحت او صراحت سره وايي چې د حق برلاسي د انسان د نېکمرغۍ باعث ګرځي… او دا چې د زور حاکمیت د ظلم او ستم سبب ګرځي، که د بشر تاریخ ته نظر وکړو نو لاندې حقایق به ووینو:

•    الهي پیغمبران هغه کسان وو چې د هغې عقیدې له لارې به یې خلک رابلل چې سعادت او نېکمرغۍ ته د رسیدو لیاره یې ور ښووله ، د همدې دعوت په پایله کې داسې تمدنونه پر پښو ودریدل چې د حق ارزښت یې ډېر کړ او خلکو د سعادت او نېکمرغۍ په سیوري کې ژوند تېر کړ.

•    ددې برعکس د خلکو ګمراه کوونکي د حق له ناسم مفهوم نه په پیروۍ سره د زور د حاکمیت او د طاغوتي تمدنونو د راښکاره کېدو لامل ګرځيدلي دي، دې تمدنونو هر مهال انسان بدمرغه کړی او د هغه له سولې او نېکمرغۍ سره یې لوبې کړي دي، ددې ډول تمدنونو دوام هیڅکله ممکن نه وو، ځکه د فطرت له قانون سره مخالفت داسې یوه چاره ده چې زوال یې حتمي دی.

•    د حق پر بنسټ او د زور پر بنسټ تمدنونه تل لکه د شپې او ورځې پرله پسې راغلي، دلته ددې تمدنونو ډېرو مهمو هغو ته لنډه کتنه کوو:

o    تاریخ د لیکلو له پیل سره شروع شو، علما او پوهان په دې د نظر اتفاق لري چې لومړنۍ مشهوره لیکنه د رافدینو په هیواد کې شوې ده.

o    په دې سیمه کې ۵۰۰۰ کلونه پخوا د مابین النهرین په ملک کې یو داسې تمدن مسلط شو چې زور او زور واکي په کې برلاسې وه، او هر وخت به د قدرتمندانو د ارزښت لوړولو ته کار کېده.

o    په دې مهال ابراهیم علیه السلام پر پیغمبرۍ مبعوث شو، چې د نوموړي په بعثت سره داسې یو تمدن چې په هغې کې حق او حقیقت برلاسی او حاکم شو سرچینه واخېسته.

o    بیا  په مصر کې د فرعونیانو د حاکمیت لاندې د زورواکۍ تمدن منځته راغی، د مابین النهرین او مصر دواړو شرکي او ماده پالونکو تمدنونو یو له بل سره په شخړو او کشمکشونو لاس پورې کړ، چې د قادش جګړه ددې ټکرونو او کشمکشونو اوج انځوروي، له هغه ځایه چې د مصري تمدن د جنګي ګاډیو ټېرونه فولادي وو، نو د دوه سپرو د وړلو توان یې درلود، په داسې حال کې چې د مابین النهرین  د جنګي ګاډیو ټیرونه له تیږو جوړ شوي وو او یوازې یو سپور په کې کیناستی شو، له همدې امله  مصریان د خپلې جنګي  ټیکنالوژۍ د برترۍ  په نظر کې نیولو سره په جګړې کې غالب شول، دغه جګړه د فرعونیانو د تمدن پر بریالیتوب وپاییده چې په زور او زورواکۍ یې یقین درلود.

o    کله چې د فرعونیانو تمدن اوج ته ورسېد، د نوي تمدن مخکښان راښکاره شول، چې د حق په برترۍ یې ایمان درلود، او حضرت موسی علیه السلام ددې تمدن علمبردار وو.

o    وروسته له یوې مودې پر هغه تمدن چې موسی علیه السلام یې علمبردار وو ضعف راغی، بل پیغمبر حضرت داود علیه السلام مبعوث شو تر څو هغه تمدنونه چې له حق څخه د سم مفهوم پر بنسټ جوړ شوي وو تقویه کړي.

o    ددې په تعقیب د لرغوني یونان تمدن برڅېره شو چې بنسټ یې زور جوړاوه، دغه تمدن د نړۍ په ډېری هیوادونو مسلط شو.

o    د ماده پالي یوناني تمدن د قدرت په اوج کې یو بل اولوالعزم پیغمبر عیسی بن مریم علیه السلام مبعوث شو، او په دې ډول بشر یو ځل بیا د حق تمدن په سیوري کې چې د حق برلاسي یې خپل لرلید ګڼلو ژوند پیل کړ.

o    ددې په تعقیب د روم ماده پالونکي تمدن چې په زور یې عقیده درلوده د نړۍ ډېره برخه تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

o    د روم مادي تمدن د قدرت په اوج کې بزرګوار پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له اخري اسماني رسالت سره مبعوث شو، او د اسلامي تمدن زمانه پیل شوه، داسې یو تمدن چې له حق څخه د سم فهم او درک پر بنسټ دریدلی او ورڅخه یې په ملاتړ پیل وکړ.

o    بشر د اسلام د توحیدي تمدن په سیوري کې حقیقي نیکمرغي تر لاسه کړه، له زروکلونو ډېره موده یې په نېکمرغۍ کې تیره کړه، د بشري علمونو بنسټ کېښودل شو، او ژوند د حق او عدالت پر بنسټ او د هغه د لوړ ترینو معیارونو سره سم جوړ شو.

o    کله چې اسلامي تمدن د تاثیر، قدرت او خپریدو په اوج کې وو، په لویدیزو هیوادونو کې مادي مفهومونو د زور او زورواکۍ پر بنسټ وده کوله، تر دې چې د عثماني خلافت د عسکرو په واسطه د فینیا ښار د محاصره کولو پر مهال د لویدیز ماده پرست تمدن اوج ته ورسېد او ډېر قوي شو.

o    په وروستیو درې پېړیو کې چې لویدیز د نړۍ د چارو واګې په لاس کې اخیستې، بشر د ارامۍ، سولې او نېکمرغۍ خوند نه دی څکلی.

o    هغه پرله پسې فاجعې او مصیبتونه چې نړۍ په شلمې پېړۍ کې شاته پرېښودې، د لویدیز تمدن د غلبې او برلاسۍ پایله وه چې یوازې په زور ایمان لري، اوس هم دغه فاجعې دوام لري، او د نړۍ په کچه د پرېشانیو، نارامیو د لاډېریدو توقع هره ورځ زیاتیږي. نو ځکه د اسلام او لویدیز په منځ کې خبرې اترې له  غټ ارزښت څخه برخمنې شوي دي.

o    دا خبرې اترې  انسانیت ته د جنګ په ځای سوله راوړي او داسې یوه نوې دنیا جوړوي  چې بشر یې هیله لري.

د تمدنونو په پرمختیا کې د پېغمبرانونقش:

لاندې فقرې په متمدن تاریخ کې د اسماني رسالتونو نقش بیانوي، داسې نقش چې اسماني کتابونو هغه ته بلنه کوله، او پیغمبرانو ورته دعوت کاوه، او داسې دعوت چې تل یې  انسانیت ته نیکمرغي په برخه کړې ده.

•    د ابراهيم علیه السلام زمانه کیدای شي د سلیمې قاعدې پر بنسټ د علومو د رامنځته کېدو زمانه وګڼو، او هغه قاعده دا ده چې په یوه شي ایمان درلودل  د هغه د عقلی مقبولیت پر بنسټ رامنځته کیږي.

•    د سیدناموسی علیه السلام زمانه چې پر هغه اسماني کتاب تورات نازل شو، له یوې بلې ځلیدونکې مرحلې څخه خبرې کوي، دوی لسګوني الهي فرمانونه له ځان سره راوړي وو چې د بشر په تاریخ کې د حقوقي قاعدو له بشپړولو څخه کیسه کوي.

•    همدارنګه د حضرت داود علیه السلام زمانه چې په ده باندې اسماني کتاب زبور نازل شوی وو، ښايي د نړیوال تجارت د ودې زمانه وبولو، چې په ترڅ کې یې  د بشر په تاریخ کې د اقتصاد نقش پیل شو.

•    د حضرت عیسی علیه السلام په بعثت سره د اخلاقو زمانه پیل شوه، دوی ته د انجیل کتاب ورکول شوی وو.

•    د وروستي پیغمبر سیدنا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په بعثت او د قرانکریم په نزول سره د بشر په تاریخ کې د شیانو د هر اړخیزه او پراخه تنظیم مرحله پیل شوه.

د  مسیحیانو د څلورګونو کتابونو انجیل متی کې دا موضوع  داسې واضحه شوې ده، وايي: کله چې حواریونو درک کړه چې عیسی علیه السلام به له دوی څخه جدا کیږي، خپه او غمجن شول، عیسی علیه السلام په داسې حال کې چې دوی ته یې تسلي ورکوله، وفرمایل: زما په جدایۍ تاسو مه غمجن کیږئ، زه له تاسو څخه ددې په خاطر جدا کیږم چې د ټولو شیانو د تنظیمونکي د راڅرګندېدو لپاره زمینه برابره کړم.

درېمه موضوع!

د مسلمانانو تمدني کارنامې!

هغه څه چې په دې کتاب کې ترې یادونه شوې، په وضاحت سره  د بشر د نېکمرغۍ په لار کې د مسلمانانو او اسلامي تمدن بېسارې برخه اخېستنه بیانوي. له بله پلوه په راتلونکو زمانو کې له اسلامه د بشر د ګټې اخېستنې اړتیا څرګندوي، ځکه چې متاسفانه د لویدیز تمدن د ځانګړنو له امله نېکمرغۍ ته رسېدل یو ناشونی کار دی، هغه پېښې چې بشر په وروستیو درېو پېړیو او په ځانګړي توګه د شلمې پېړۍ په ترڅ کې شاته پرېښي، پر دې ریښتینۍ تاکید کوي.

لکه څنګه چې په تیرو زمانو کې اسلام د بشر د نېکمرغۍ لپاره غټه برخه اخېستې ده، او د فرهنګ، علمونو او تمدن په ډګرونو کې یې ارزښتناک خدمتونه وړاندې کړيدي، په هر راتلونکي پرمختګ کې به هم بنسټیز نقش لوبوي.

دلته به له دغو ریښتینیو ځینو هغو ته لنډه اشاره وکړو:

•    ډېری لویدیزوالو پوهانو او مفکرینو چې کله اسلام بې پرې، بې تعصبه او له پخوانیو افکارو څخه لېرې مطالعه کړی ، هغه یې خوښ کړی دی او یو شمیر خو یې د اسلام په سپېڅلي دین مشرف شوي هم دي.

زما یو هم ردیفه پروفیسور فواد سزکین راته کیسه کوله چې: په فرانکفورت پوهنتون کې  د تاریخ متخصص او استاذ پروفیسور هارتنل  په وړاندې به چې کله هم د اسلام نوم واخېستل شو نو له دې امله چې د تاریخ د علومو په اړه یې د اسلام د ارزښتاناکو او سترو خدمتونو څخه معلومات او پوهه درلوده، له احترام او درناوي  به پر ځای دریده.

ددې ټولو ریښتینیو سره سره، ډېری لویدیزوال پوهان د مستشرقینو د بدو تبلیغاتو له امله چې د اسلام په اړه ځانګړي نظریات لري،  د مغزي وینځنې لاندې نیول کیږي.

ددې ډېرې هڅې شوي دي چې اسلام بدنومی کړي، او هغه مخکښ نقش چې د علومو په تاریخ کې یې لرلی دی له منځه یوسي… او دغه هڅې تر ننه پورې دوام لري، تر څو اسلام د نړیوالې ترهګرۍ سرچینه انځور کړي.

مګر د لمر رڼا په دوه ګوتو نه پټیږي، هر څومره چې کوښښونه وکړي د ریښتینیو اړول شوونې نه ده.

د لویدیز د ځینو مستشرقینو د کینه کښو تبلیغاتو سره سره، چې غواړي هغه ارزښتونه او خدمتونه چې مسلمانانو د علومو د پرمختګ په لاره کې کړي دي راکم کړي، خو دا بد تبلیغات به د نړۍ د څرګندو ریښتینیو په وړاندې بې ارزښته پاته کیږي، او دا ځکه چې مسلمانان په ریښتیني توګه د ریښتینو علمونو بنسټګران دي.

ختیز پیژندونکي وايي: (هغه خدمتونه چې مسلمانانو د ساینس او ټیکنالوژۍ په برخه کې وړاندې کړي دي، یوه عادي پېښه ده، ځکه شته ننني علمونه د هغو برخو اخېستنو په پایله کې چې د انساني تاریخ په مختلفو پړاوونو کې وړاندې شوي جوړ شوي دي، لکه څنګه چې هندیانو، مصریانو او یونانیانو د علمونو په جوړولو کې برخمن وو، مسلمانانو هم د اومې زیږدیزې پېړۍ له پېله تر شپاړسمې زیږدیزې پېړۍ پورې په کې برخه اخېستې ده. خو کله چې د علومو واګې لویدیزوالو ته انتقال شوې، هغه پرمختګ چې نن یې کتونکي یو د لویدیزوالو پوهانو په لاس منځته راغلی دی، له همدې امله هغه څه چې پېښ شوي دي د تاریخ یو طبیعي سیر دی، او د مسلمانانو برخه اخېسته کوم فوق العاده کار نه دی). خو دغه بد او جاهلانه تبلیغات نه یوازې  له حقیقت سره بشپړ تضاد لري بلکه ټول په ټوله یې پر عکس هم دي، حقیقت دادی چې:

•    مسلمانان هغه خلک دي چې علم او پوهه یې هغه ځای ته رسولې چې نن ورته رسېدلې.

•    د هغه علمي خدمتونو او برخو اخېستنو پرتله چې مسلمانانو په تېرو دورو کې وړاندې کړې، او هغه تغیرات چې په وروستیو وختونو کې پېښ شوي دي، دا څرګندوي چې مسلمانانو فوق العاده کوښښونه وړاندې کړي دي.

•    په راتلونکو وختونو کې د نویو علمي  افقونو او څنډو پرانېستل له علمي اسلامي بنسټونو ګټه اخېستنې ته  محتاج دی.

باید وویل شي چې په مختلفو علمي ډګرونو کې د مسلمانانو علمي خدمتونه او برخې اخیستنې په یوه سیمینار کې نه شي تشریح کیدای، تر څو چې زمونږ د موضوع پورې اړه لري، یوازې د مسلمانانو د برخې اخیستنې په اړه مقدمه وړاندې کول بسنه کوي:

د علومو په برخه کې د مسلمانانو برخه اخېستنه، یوازې په دې کې نه خلاصه کیږي چې له هندیانو، مصریانو او یونانیانو څخه یې علمونه لویدیز ته انتقال کړي دي، بلکه برعکس علمونو خپل حقیقي ځای یوازې د هغو خدمتونو له لیارې چې مسلمانانو تر سره کړي دي تر لاسه کړی دی، د بېلګو په توګه: 

 ۱- فلک پېژندنه

سره له دې چې د فلک علم زمونږ په زمانه  او راتلونکو وختونو کې بهتر تبارز کوي، خو دا یوازې مسلمانان وو چې د ستورو پوهې ته یې علمي ځای ورکړ.

د فلکیاتو مصري پوه بطلیموس، په خپلو کتابونو کې لیکلي دي:

لمر د یو وخت له تیریدو وروسته داسې نقطې ته راګرځي چې له هغې یې حرکت کړی وو، یا په عصري عبارت زمکه ۲۶۰ ځلې دلمر په شاوخوا څرخيږي او دا چې یو کال له ۲۶۰ ورځو څخه عبارت دی، خو د فلک د علم بنسټګر، ستر اسلامي پوه البطاني، ویلي دي چې بطلیموس په حساب کې اشتباه کړې ده، او ويلي یې دي چې یو کال عبارت له ۳۶۵ ورځو، ۴۶ دقیقو او ۲۲ ثانیو څخه دی.

هغه پایلې چې د ستور پېژندنې معاصرو پوهانو د دقیقو کمپیوټري وسایلو په استخدام سره تر لاسه کړي دي، د  مسلمان فلکي پوه البطاني له شمېرو سره پرته له ۲ دقیقو او ۲۴ ثانیو نور چندان توپیر نه لري.

باید زیاته کړو هغه زمانه چې د البطاني له مهاله تر دې دمه تیره شوې ده زرکلونه کیږي، چې ممکنه ده دغسې کمي توپیر په کال کې رامنځته شوی وي.

ددې حقیقت له منځه به ایا دا ادعا سمه وي چې ګوندې مسلمانانو له مصریانو علمونه اخیستي دي؟

۲- د مثلثاتو علم

پخوانیو مصري پوهانو د متوسط سپین سمندر مساحت د هغه د اصلي مساحت یو پر شلمه (۵٪ حقیقي مساحت) اندازه کاوه، د عباسي خلیفه مامون الرشید په زمانه کې مسلمانو پوهانو د متوسط سپین سمندر اندازه کول پیل کړه، هغه یې د مرسین له سیمې تر اسکندریې پورې اندازه کړه، او پایله یې چې نن یې ټول پیژني لاسته راوړه، هغوی ددې مساحت د اندازه کولو لپاره د مثلثاتو علم بنسټ کېښوده.

د مثلثاتو د نني علم تعریفونه تانجانت، کوتانجانت، او جیپ، تاجیپ یې کشف کړل. لویدیزوال ددې اصطلاحاتو پر مانا نه پوهیدل او د هغوی د قاموسي ژباړې په خاطر یې پر سیندونو(ډیکشنریو) بسنه وکړه او د ساین او کوساین کلیمې یې وضع کړې.

همدارنګه د مامون په زمانه کې مسلمانو پوهانو د دوه عرض البلد دایرو په منځ کې مساپه کشف کړه، چې ۱۱۱۰۰۰ کیلومتره کیږي.

غیاث الدین جمشېد خراساني یو بل مسلمان پوه دی، چې په خپل کتاب (الرسالة المحیطة)  کې یې د ساین حساب  دلومړي ځل لپاره یاد کړی دی او لاندې پایلې ته رسېدلی دی چې:

(Sin 1=0.017452404437238571)

دې عالم په پوره دقت سره اتلس عشاریه یي عدد (دیجت) حساب کړ، په داسې حال کې چې نننۍ حسابي عملیه چې د حساب د دقیقو کمپیوټري مشینونو په واسطه تر سره کیږي، عین هماغه نتیجه ورکوي.

غیاث الدین جمشېد په دې اکتفا ونه کړه، بلکه د  دایرې په حساب کې یې د دایرې د پای(TT)  مقابل عدد هم په پوره دقت سره حساب کړ، چې دا د ریاضي دمهمترینو شمېرو څخه ګڼل کیږي او مساوي دی له:

(0.3141592635586743 ) او په دې توګه یې وروسته له عشاریه اتلس دیجته په پوره دقت سره حساب کړ.

۳- د ریاضي علم

د ننني ریاضي علم بنسټونه مسلمانو پوهانو جوړ او  ایښي دي. له اسلامه مخکې نه په هند او نه په مصر کې عددي رمزونو شتون  درلود.هغوی ابجد توري د عددي دلالتونو لپاره استعمالاوه، چې پر ۶۰ عدد به پای ته رسېده، مسلمانو پوهانو د اعدادو شمېر لایتناهي ته ورساوه، د اعدادو لسیز نظام یې کیښود، او له همدې لسیزو رمزونو نه په ګټه اخیستنې یې وکولای شول تر لایتناهي ولیکي.

مسلمانانو د ریاضي عملیې جمع، تفریق، ضرب او ویش جوړې کړې، په داسې حال کې چې پخواني یونان به له دې عملیو څخه په اعدادو نه،  بلکه د لرګیو یو پربل له زیاتولو له لارې تعبیر کاوه.

مسلمان پوه محمد بن موسی الخوازمي د الجبر علم له ابتدا تر انتها تاسیس کړ، او د لومړۍ ، دویمې، او درېمې درجې معادلې یې حل کړې، د مربع او مکعب جذر حسابونه یې هم جوړ کړل.

دا مسلمان پوهان وو چې د صفر عدد یې رامنځ ته کړ.او الخوارزمي دلوګاریتم (algorithm) علم کشف کړ.

۴- د فیزیک علم

لویدیزوال ادعا کوي چې په فیزیک علم کې د انکسار قانون یوناني پوه اوکلیت کشف کړی دی. حقیقت دادی چې ستر اسلامي عالم حسن ابن الهیثم د لومړي ځل لپاره د ذرې نظریه چې ماده له ذرو او هستو څخه جوړه شوې بیان کړې وه.

د اوکلیت نظر دا دی چې: د انکسار سرعت د انکسار له زاویې سره متناسب دی. خو ابن الهیثم د اوکلیت نظریه نقد کړه او ویې ویل چې د انکسار د سرعت حساب د زوایې له جیب سره متناسب دی نه په خپله له زاویې سره، ابن الهیثم د ذرې  قوانینو له کشفولو وروسته دې نتیجې ته رسېدلی وو.

۵- د کیمیا علم

د کیمیا علم بنسټ ایښودونکي هم مسلمانان دي، جابر بن حیان اندلسي  په دویمه لیږدیزه پېړۍ کې اوسېده، هغه لومړنی تن وو چې د ذرې نظریه یې کشف کړه. همداراز یې د لافوازییه، ګایلوساک، او نیوټن مبداګانې کشف او لس پېړۍ پخوا مخکې له دې چې لویدیزوال پوهان یې په لټه کې شي، په دویمې لیږدیزې پېړۍ کې یې په خپل کتاب کې ترې یادونه کړې وه.

جابر لومړنی عالم وو چې د ساینس او علومو په تاریخ کې یې له تجربوي لابراتوار کار واخیست، او لومړنی تن وودی چې د ساینس او علم په ډګر کې یې د تجربې او مشاهدې منهج پلی کړ.

۶- د تاریخ علم

مسلمان پوه ابن خلدون هغه تن دی چې له برکته یې د تاریخ علم له پخوانیو کیسه خوانیو پر یو داسې علم واووښت چې د خلکو، قبایلو، او ملتونو د ژوند بېلګې د مطالعو، څېړنو، او پایلو د تحلیل له لارې بیانوي او همداراز د پېښو د واقع کیدو له اسبابو سره د هغوی اړیکې واضح کوي.

 ۷- د جغرافیې علم

د جغرافیې علم بنسټ ایښودونکي هم مسلمانان دي، دوی د نړۍ نقشه رسم کړه او د لومړي ځل لپاره یې د امریکا وچه کشف کړه.

لنډه دا چې:

•    دا یو مسلم حقیقت دی چې اروپا ډېری رایج علمونه په اندلس کې له اسلامي تمدنه اخیستي دي.

•    په اروپا کې نني استعمالیدونکي رقمونه او اعداد هماغه عددونه دي چې مسلمانانو په المغرب هیواد کې په کار وړل.

•    د صلیبي جنګونو په جریان کې چې کله اروپایانو پر اسلامي هیوادونو یرغلونه وکړل، کتابتونونه او علمونه یې له مسلمانانو غلا او په خپلو ژبو یې وژباړل.

•    کله چې فرانسوي لښکرې پر اسلامي هیوادونو د نظامي حملو په جریان کې داندلس پر ځینو اسلامي ښارونو غالب شول، د مسلمانو پوهانو کتابونه یې راټول او پرته له دې چې محتوا نه یې خبر شي وسوځول، یوازې د قرطبې په کوڅو کې یې دیرش زره کتابونه د لمبو خوراک کړل.

•    لویدیزوال تر یوه مهاله پر دې نه پوهیدل چې د پاملرنې برجونه د څه لپاره جوړ شوي دي، کله چې دې حقیقت ته ورسېدل نو د اسلامي تمدن علمي پرمختګ ته یې د تعجب په سترګه وکتل.

•    د پاریس په  سوربون پوهنتون کې به استادانو تر دا دوه پېړۍ مخکې مهاله پورې د مسلمانو پوهانو په جامو کې تدریس کاوه (اوږده چپنه به یې پر ځانه وه او پګړۍ به یې په سر وه).

•    هلاکو خان چې کله بغداد ونیوه او ویجاړ یې کړ، د بغداد د کتابتونونو کتابونه یې د دجلې او فرات په سیندونو کې وغورځول، چې په پایله کې یې د دواړو سیندونو رنګونه د یوې اونۍ لپاره د کتابونو له رنګ سره رنګین شوي وو.

•    لویدیزوالو نه یوازې دا چې علمونه له مسلمانانو اخیستي بلکه له هغوی یې نظافت او پاکي هم زده کړې ده.

کله چې د المان په دوسلدورف ښار کې د اقتصاد موزیم جوړ شو، د حمامونو په نندارتون کې یوه لوحه نندارې ته کېښودل شوه چې د یوه مشهورالماني شاعر ګونه له خولې  داسې نقل شوي وو: ګونه یوه ورځ د مینځلو په حالت کې وو چې یو ناڅاپه یې پر یو کلیز سترګې ولګېدې، او ورته یې په یاد کړل چې اخري ځل یې چې ځان مینځلی وو یوکال مخکې وو.

•    د فرانسې په فیرسای ماڼۍ کې تشناب (بیت الخلاء) شتون نه درلود، موجود تشنابونه وروسته جوړ شوي دي، د بهرنیو هیوادونو سفیران او دیپلوماتان به یوازې تر ماسپښین وروسته بدرګه کیدل، تر څو د باغ دننه کثافات او بدبويي منتشر او لیرې شي.

•    الماني استادانو سره مې په ۱۹۵۱ لیږدیز کې کار کاوه ورته مې په څو څو ځل یادونه کړې وه چې: که مسلمانان یوازې د جمع او تفریق د عملیو د امتیاز حقوق وغواړي نو که په کلني شکل ورته د برلین، لندن او نیویارک په شان په لسګونو ښارونه ودان کړۍ نو هم به د مسلمانانو حق ادا نه شئ کړای.

•    باید د مسلمانانو د علمي مصدرونو نه ګټه واخېستل شي تر څو د لویدیز په مقابل کې نوي افقونه او څنډې پرانېستل شي.

له لویدیزوالو پوهانو یوه یې لیکلي دي: (د علومو عام خطونه مسلمانانو کاږلي دي او هغه څه چې غربیانو تر سره کړي تر رنګینولو ډېر څه نه دي).

پایله دا دده چې:

د یادو شویو حقیقتونو په یادولو سره د هغو غلطو افکارو او نظریاتو بې حده زشتي روښانیږي چې لویدیزوال یې د اسلام له ځلیدونکي حقیقته د ناپوهاوي له امله د اسلام په اړه لري. او د خپګان ځای دا دی چې دغه غلط افکار د انسانیت په نوم تر اوسه هم پاته دي.

د مسلمانانو د تمدني او علمي نقش په اړه جهالت د اسلام او ترهګرۍ پر پیوندولو اووښتی دی. په حقیقت کې د بشر نېکمرغي او علمي او تمدني پرمختګ د اسلامي تمدن نه ګټې اخېستنې ته ډېر اړ او محتاج دی، چې خپله شلمه پېړۍ ددې حقیقت بیانوونکې ده.

څلورمه موضوع!

له شلمې پېړۍ يې زده کوو!

د شلمې پېړۍ پر پېښو تر لنډې تېرېدنې وروسته چې کوم درسونه باید واخلو، کوم دي؟

تر شپاړسمې زیږدیزې پېړۍ وروسته چې کله مادي ځواک لویدیز ته انتقال شو نو بشر د نېکمرغۍ خوند نه دی څکلی، ملتونه په دغه پېړۍ کې له زښتو ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان وو لکه مرګ او وژنه، فقر او تنګلاسي، رنځونه، اوګڼ اخلاقي انحرافونه … ددغو پېښو له مطالعې لاندې پایلې لاس ته راځي:

لومړی درس!

نړۍ په شلمې پېړۍ کې د دیکتاتورۍ زمانه شاته پرېښوده، په دغه موده کې لویو رامنځته شویو جګړو سترې فاجعې منځته راوړې.

کوم درس چې باید وایې خلو دادی چې کوم ظلم او ترهګري چې دیکتاتورو زمامدارانو په لار اچولی وه د داروین د ماده پالی نظریې له امله وو.

د داروینیزم پوچ مکتب وايي: دا چې ځواکمن پر ضعیفه غالبیږي، د طبعیت له غوښتنو څخه دي، نو ځکه د کاملېدو په خاطر باید دښمن ولرو او پر ضد یې همېشنۍ جګړه صورت ونیسي.

هغه څه چې تېر شول ترې زده کوو چې:

نېکمرغي یوازې د مادیاتو له ليارې لاس ته نه راځي، بلکه د نېکمرغۍ د ترلاسه کولو په خاطر د مادیاتو تر څنګ د معنویاتو شتون یوه لازمي چاره ده، په بل عبارت، نېکمرغي پر جنګ نه تر لاسه کيږي، بلکه د سولې او سلام له لیارې لاسته راځي.

دويم درس:

د لومړۍ نړیوالې جګړې موخه د عثماني خلافت ړنګول، وړول او د مسلمانانو نابودول وو.

لویدیزوالو د مسلمانانو پر زمکو غلبه تر لاسه کړه، د خلافت دولت يې راوړنګاوه او د اسلامي هېوادونو بنسټيزې زېربناګانې يې هم ویجاړې کړې… خو په دې ونه توانېدل چې مسلمانان نابود کړي.

له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته اسلامي دولتونه خپلواک شول، په داسې حال کې چې لویدیزوالو هيله درلوده چې دا هيوادونه له بلې ليارې استعمار ته کش کړي، مګر په دې موخه کې ناکام شول.

د شلمې پېړۍ له وروستۍ ربعې بیا تر اوسه هغوی هڅې وکړې چې اسلام د یوه نوي دښمن په بڼه معرفي کړي، لکه څنګه چې د مسلمانانو په سيمو کې جګړې طرحه شوې او ډله ایزې ټول وژنې ایجاد شوې، مګر ددې ټولو سره سره د وژنو طراحانو نېکمرغي تر لاسه نه کړه.

نو ځکه دویم درس چې له دې پېښو تر لاسه کيږي دادی چې نېکمرغي هيڅکله د برخورد له لیارې نه تر لاسه کيږي، بلکه خبرې اترې او ډیالوګ دی چې په ګڼ فرهنګه ټولنو کې سولیزه اړيکې منځته راوړي.

درېم درس:

لویدیز د شلمې پېړۍ په دویمې نيمايي کې اعلان کړ چې د هغوی سياست پر ازادۍ، بشري حقونو او دیموکراسۍ ولاړ دی.

خو له دې مبدا يې مسلمانان مستثنی کړل، او ويې ويل چې (ازادي او د بشر حقونه باید وي، خو یوازې زمونږ لپاره نه مسلمانانو ته).

نو له همدې امله يې د ځينو هغو هيوادونو پر ضد دښمنانه موقف ونيوه چې اوسيدونکي يې مسلمان ملتونه دي.

سره له دې چې د اسلام بنسټ پر مسالمت او رحمت ولاړ دی، لویدیزوالو ورته له بله ليده وکتل او له ترهګرۍ سره يې برابر وګڼه.

دې چارې دومره پرمختګ کړی چې مسلمان ته د خطر په توګه ګوري او هره اسلامي ټولېدنه د قانون پر ضد ګڼي. لنډه دا چې مسلمان له هيڅ داسې حقه برخمن نه دی چې بین المللي قوانين پرې اعتراف کوي.

لویديز په ځينو اسلامي هیوادونو کې دوه ګوني معیارونه پلې کوي، هغوی په اقتصادي او سياسي محاصره کې نیسي او مسلمانان د ظلم، توري، ترهې او ويرې لاندې ژوند تېروي.

په تاسف سره باید ووايو چې د ملګرو ملتونو سازمان هم ددې دوګونو معیارونو لپاره د یوې وسیلې په توګه استعمال شوی. دا موقف د نېکمرغۍ پر ځای د ملتونو تر منځ د عدم استقرار، کشمکش او دښمنۍ پایدلی دی. داسياست د ګټې او فايدې پر ځای د زیان او ضرر لامل ګرځېدلی.

کوم درس چې ترې راویستل کيږي، دادی چې: (د بشر حقونه لویدیزو ملتونو ته ځانګړي نه دي، بلکه له ټولو انسانانو سره اړيکه لري)، یانې (د ملتونو نېکمرغي د دوه ګونو معیارونو سره نه، بلکه د عدالت پالنې له لیارې تر لاسه کيږي).

څلورم درس:

د شلمې پېړۍ په جریان کې ځينې لویدیز هېوادونه پر خپل مادي ځواک مغرور شول، او نورو هيوادونو ته يې په سپکه وکتل.

په حقيقت کې، کوم پرمختګونه چې د شلمې پېړۍ په وروستیو دوه لسيزو کې د بېلګې په توګه د لېری ختیز په هیوادنو (جنوب ختیزې اسيا) کې پېښ شوي دي، د مادي قوت د انډول پر تغیر مننې یو څرګند مادي دلیل دی.

سرته رسېدلې څېړنې ښايي چې د يوېشتمې پېړۍ په جریان کې به د نړۍ د اقتصادي فعالیتونو ثقل له اروپا او امريکا څخه د لېری ختیز او اسیا هیوادونو ته انتقاليږي.

له دې بدلونونو داسې پایلې لاسته راځي چې: (د بشر نېکمرغي او د هیوادونو په منځ کې د سمو اړیکو پيدا کېدل باید د مساوات پر بنسټ رامنځته شي، نه پر نورو د لوړتیا او برترۍ پر ادعا).

پينځم درس:

ځينو  لویدیزو پانګوالو هیوادونو مخ پر ودې هیوادونو ته سودي پورونه په ډېر زیات سود سره وړاندې کړل، او دا په دې مفکورې چې (ولې له هغې فرصته چې لرم يې اعظمي ګټه پورته نه کړم؟)، او دا يې د ګټې اخېستنې، زور ويَنې، او نوي استعمار لپاره بنسټ وګرځاوه.

ایا د دویمې نړیوالې جګړې لاملونه دا نه وو چې هټلر له مستعمرو د المان د سهم غوښتنه درلوده؟

دغه ټول موقفونه غلط دي، نېکمرغي پرته د نورو له ګډونه منځته نه راځي، هغه انسان چې په مړه خېټه خوبونه کوي او ګاونډي يې وږی تږی وي، هيڅکله به نېکمرغه نه شي!

هغه څېړنې چې په دې اړه تر سره شوي ښايي چې که چېرې د لویدیز دغه غلط سياست تغير نه شي، نو يويشتمه پېړۍ به د نفوسو د شمېر له انفجار سره مخ شي، او فضا به اروپا ته د ميلیونونو فقيرو انسانانو کډوالتوب او اشغال ته برابره شي.

له دې ځایه داسې پایله اخېستل کيږي چې: د ګټې اخېستنې او استعمارونې له لیارې ملتونه نه نېکمرغه کيږي، بلکه نېکمرغي د متبادلې او ګډې مرستې له لیارې لاسته راځي.

شپږم درس:

د بشري ټولنو نېکمرغي د فشار او فاشېزم له لیارې نه، بلکه ټولو ملتونو ته د حقيقي ازادیو او بشري حقونو د ورکولو له لیارې لاس ته راځي.

درېم فصل:

د علاج چاره څه ده؟

ددې په خاطر چې بشر نور له دې فاجعو لېرې پاته شي، نو باید د شلمې پېړۍ له درسونو ګټه واخلي. د نړۍ د ستونزو درملنه او حل لار د اسلام او لویدیز تر منځ د سالمو بنسټونو پر مبنا په ریښتینو خبرو اترو او مذاکراتو کې نغښتې ده. داسې خبرې اترې چې د یوه نوي نړیوال نظام پر درېدو وپاييږي هغه چې د بشر د نېکمرغۍ لپاره کار کوي.

اخېستل شوي ګامونه:

مهمترين ګامونه چې په دې لیار کې اخيستل شوي، د اته ګوني اقتصادي جرګه ګۍ (D-8)رامنځته کول دي، ددې مجموعې ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:

هغه شپږګوني ستوري چې ددې مجموعې پر بیرغ ثبت دي، لاندې مفاهیمو ته چې د بشر د نېکمرغۍ لامل ګرځي، اشاره کوي:

د جنګ او جنګ خوښونې سره نه، بلکه له سولې او سوله خوښونې سره.

له برخورد او کشمکش سره نه، بلکه د خبرو اترو او ډیالوګ له لیارې.

د دوه ګونو معیارونو له لیارې نه، بلکه د ریښتیني عدالت له لیارې.

له غرور او تکبر سره نه، بلکه له مساوات او برابرۍ سره.

له ګټې اخېستنې له لیارې نه، بلکه د دوه اړخیزو همکاریو له لیارې.

د فشار کارونې او فاشیزم له لیارې نه، بلکه د بشر حقونو او بنسټیزو ازادیو ته د احترام له لیارې.

هغه ستوري چې د (D-8) مجموعې په بیرغ کې ثبت دي او هغه مفاهیم چې ورڅخه استازیتوب کوي، کولای شي چې د بشر د نېکمرغۍ لامل وګرځي.

ددې مجموعې بیرغ اتو غړیو هیوادونو ته چې ددې مجموعې په تاسيس کې يې ونډه درلوده اشاره کوي. او عبارت دي له : ترکيه، ایران، پاکستان، بنګلادېش، ماليزیا، اندونیزيا، نایجېريا، او مصر، دوی د سترو اسلامي هیوادونو له جملې څخه دي، چې د هر هیواد نفوس له ۶۰ ميلیونو څخه ډېر دی، ددغو هیوادونو د اوسيدونکو مجموعي نفوس د ۸۰۰ میلیونو په شاوخوا کې دی. په اساسنامه کې يې راغلي دي چې ټول اسلامي هیوادونه ددې مجموعې طبیعي غړي دي، لکه څنګه چې یادونه شوې چې د مجموعې د غړیتوب دروازه د ټولو مخ پر ودې هیوادنو په مخ پرانېستې ده.

تاسيسي تړون په (۱۵ جون ۱۹۹۷) کې د رفاه ګوند د حکومت پر مهال (ددې رسالې د لیکونکي پروفیسور نجم الدين اربکان د صدارت دوره) په يوه تاسيسي مجلس کې چې د یادو شويو اتو هیوادونو ولسمشرانو ګډون په کې درلوداو د تاسيس تړون يې لاسليک کړ، نافذ شو.

(D-8) ډلې د دوه اړخیزو همکاریو د تدریجي تکامل او د غړیو تر منځ د مشترکو پروژو د رامنځته کولو لپاره یو کال وټاکه (د دې پروژو په اړه د ډېرو معلوماتو په خاطر دې د مولف بل کتاب، مجموعة الثمانية الاقتصادية، ته مراجعه وشي).

د سترو صنعتي اوه ګوني ډله (G-7) چې د نړۍ د پانګوال نظام استازیتوب کوي، د نړۍ له ۱۸۰ هېوادونو ۳۰ هغه په بر کې نيسي، ددغو هیوادونو اوسيدونکي د نړۍ له ۶ ميلیاردو انسانانو څخه نزدې یوميلیارد انسانان جوړوي.

خو د (D-8) ډله په پام کې لري چې ټول مخ پر ودې هیوادونه چې د نړۍ له ۱۵۰ هيوادونو استازيتوب کوي او د اوسيدونکو شمېريې ۵ ميلیارده انسانان دي په بر کې نیسي.

مخکې مې په همدې بحث کې یادونه کړې وه چې د لویدیز تمدن پر قوت، زور ويَنې، او غلبې ولاړ دی.

د لويدیز سياستونه د (G-7) ډلې له خوا پلې کيږي، تر څو پر نړۍ غلبه تر لاسه کړي او د ظلم، بې عدالتۍ او استبداد بېلګې عملي کړي.

دغه هیوادونه د مخ پر ودې هيوادونو د وړاندیزونو په مقابل کې بیخي بې اعتنا دي چې واييراځئ یو داسې نوی نړیوال نظام جوړ کړو چې په هغې کې یو له بل سره تعاون او ګټوره مرسته وکړو او سره ژوند وکړو.

نو ځکه، ددې په خاطر چې د بشر نېکمرغي تر لاسه کړای شي، د (D-8) ډله جوړه کړای شوه، تر څو د یوه نوي نړیوال نظام په جوړولو کې چې په هغه کې مخ پر ودې هیوادونه فعال او موثر نقش ولوبوي، یو ګام وي.

وروستي ګامونه

دویم ګام چې د دکتور نجم الدين اربکان په مشرۍ د رفاه ګوند حکومت غوښتل وايې خلي داوو چې د (G-7) او (D-8) ډلګیو تر منځ ګردی مېز راوغواړي. ددې د راټولېدو لپاره د ۱۹۹۸ ميلادي کال وړاندوينه شوې وه، او له ځينو لویدیزو هيوادونو له رهبرانو سره په دې اړه لومړنۍ خبرې هم شوې وې چې چې مثبتې پایلې يې درلودې.

د یالتا لومړنی کانفرانس د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د نوي نړیوال نظام د رامنځ ته کولو په خاطر د بریالیو هیوادونو په منځ کې دایر شوی وو. هغوی دداسې نړیوال نظام بنسټ کېښود چې د هغوی د ګټو په خوندي کولو سره پر نړۍ د هغوی واکمنۍ ته تحقق وبښي. دوی د برلاسۍ، ځواک، او زور له مبدا څخه د ملتونو پر حقونو ولګېدل. بهترینه بېلګه يې په ملګرو ملتونو کې د  امنیت شورا جوړول او او بریالیو هیوادونو ته د وېټو حق ورکول دي.

له همدامله سولې ته لاس رسی چې د ټولو هیله ده او د مطلوبې نېکمرغۍ لاسته راوړنه ناشونې وګرځېده. مونږ د شپږ ګونو بنسټونو پر مبنا چې د (G-8) ډلې اعلان کړي وو غوښتل چې د نوي نړیوال نظام د رامنځته کولو لپاره دویم نړیوال یالتا کنفرانس راوغواړو.

دغه ټول توضیحات څرګندوي چې د نوي نړیوال نظام د رامنځته کولو لپاره د اسلام او لویدیز خبرې اترې نهایت اړينې دي، په دې شرط چې له هغه نقطې يې پيل کړو چې جهان ورته رسېدلی.

د پروژې وړانديز

په مخکينیو کرښو کې څرګنده شوه چې د نوې نړۍ د جوړولو په خاطر ډېرې او دوامدارې هڅې تر سره شوي دي. او موخه ترېنه د تمدنونو او په ځانګړي توګه د اسلام او لویدیز تر منځ د تعاون او همکارۍ زمينه جوړونه ده.

نو ځکه هغه ګامونه چې په اوسني وخت او شرایطو کې باید واخېستل شي، کوم دي؟

د خبرو اترو د مجمع بنسټ ايښودنه:

هر ازاد انسان او شرافتمند دولت چې هدف يې د انسان نېکمرغي ده دنده لري چې د یو نوي نړیوال نظام رامنځته کولو لپاره چې د بشر حقونه، خبرې اترې، ډيالوګ او عدالت پرې حاکم وي، هڅې وکړي.

کله چې دغې هيلې ته درسېدو په خاطر سياسي کوښښونه جریان لري، نو ددې هدف د ترلاسه کولو په خاطر ددې اړتيا احساسيږي چې په فکري ډګر کې هم ورته هڅې وشي.

ددې خاطر چې یوازې سياسي کار همېشه له ستونزو سره لاس او ګريوان وي، د بېلګې په توګه ګڼې پوښتنې راولاړيږي چې: کوم دولت یا موسسه کولای شي له اسلامي امته استازيتوب وکړي؟ او ایا نور به يې انتخاب او تصميم ومني؟

ددې پرځای، به دا ډېره ښه وي چې یوه داسې مجمع تشکيل شي، چې د پوهې او فکر څښتنان په بر کې ونیسي. او ددې چارې د تعقيب او د مطلوبو پایلو د ترلاسه کولو په خاطر، سعودي عربستان چې په اسلامي نړۍ کې له ځانګړي مقامه برخمن دی، کولای شي چې د خبرو اترو لپاره یوه ځانګړې مجمع تاسيس کړي.

دغه مجمع به د اسلامي نړۍ د مختلفو هېوادونو غوره شوي د فکر څښتنان په بر کې نیسي. ګڼې مسلکي کمېټې به تشکيل شي، او د مجمع د دندو د پرمخ بېولو په خاطر به بنسټونه او ارګانونه جوړ کړای شي.

له بلې خوا، هغه اړيکې چې د مجمع او نورو دولتونو په منځ کې پيدا کيږي، د هغوی لپاره به پلانونه کيږي او مهال ويش به ورته تياريږي، تر څو خبرې اترې په غوره توګه تر سره شي او د کامیابۍ لوړې درجې ته ورسيږي.

د مجمع تنظيمي تشکيلات:

عمومي جمعيت

جرايي اداره چې له دې پورې استشاري هيئت اړه لري.

عمومي ريس به د لاندې څانګو پر دفترونو اشراف کوي:

د پلان او ستراتيژيکو څېړنو څانګه، د هغو افترآتو او درواغو مناسب رد چې په لویدیز کې برسېره شوي او اسلام بدنومی کوي، په مختلفو هيوادونو کې د کاري ټيمونو د جوړولو په خاطر د هيئت ایجادول تر څو د پوهنتونونو، رسنیو، او دسياست له سړیو سره اړيکې جوړې کړي او دا ددې په خاطر چې د هغوی نظريات له اسلامي نړۍ سره نزدې شي.

همدارنګه امکان لري چې خبرې اترې په پرمختللي توګه د اسلامي هېوادنو او روسيې، چين، جاپان، هند اوبرازيل د استازو تر منځ صورت ونیسيطبيعي ده چې د امريکا له متحدو ایالتونو او اروپايي اتحاديې سره به خبرو اترو ته لازمه پاملرنه اړول کيږي.

پای