• مجموعي کتنې: 100325

د سوډان تجزيه... افريقا ته يې بل اسرائيل وزيږاوه!

391 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

د سوډان تجزيه... افريقا ته يې بل اسرائيل وزيږاوه!

وحيدالله مصلح

مونږ لا د شرقي تيمور زخم نه دی رغولی، مونږ لا د فلسطين غصب شوې زمکې ژاړو، او مونږ لا د اندلس تاريخ ته نوي مضمونونه ږدو، هو! مونږ به ډېر ژاړو، ډېر زخمونه به مو شړيږي، او د هرې تجزيې او هرې ورکې پسې به نور هم ورکيږو ځکه استعمار مونږ ته ستونزې راکړي او حلونه يې رانه اخیستي، استعمار خپله موخې لري او مونږ يې د بې هدفۍ په دښتو کې ورک کړي يو، استعمار په خپله ارزښتونه لري، او مونږ يې له ارزښتونو خالي کړي يو، استعمار په خپله نظام لري او مونږ يې دنباله، استعمار په خپله قيادت لري او پر مونږ يې تپلي دي، استعمار ساينس لري او مونږ ته يې د ډمانو ستارې راکړي، استعمار په خپله صليب لري او مونږ يې سکولر کړي يو، استعمار په خپله سره متحد کيږي او مونږ يې د نشنليزم پر رنځ اخته کړي يو، او ...

نو! دا څومره بې رحمه استعمار دی، او دا څومره ذليل شوی مسلمان! دا ذلت څومره پرله پسې دی، چې پرون يې په اندلس کې خپل شاندار تاريخ ته د نجات مټ ورنه کړ، او پرون يې د اسلامي وجود شرقي تيمور تجزيې ته همدغسې غلام سکوت لره او مړه يې ورته کتل او نن چې يو ځل بيا دا د صليب ليوني، د نفتو سوداګر، او د استعمار مشران سره راټول شوي او له اسلامي خاورې لوی سوډان تجزيه کوي نو اسلامي نړۍ بيا  همغسې غلام سکوت او مړه کاته لري.

تخمير شوی امت!

دا څومره تخمير شوی امت دی، او دا خوب څومره مرګونی اوږود دی! ډېره موده کيږي چې دا امت د نزدې يو پېړۍ غلام او بې کرداره ماضي او حال تر منځ د بيا اسلامي ويښتابه پر توپير نه دريږي، دماضي پر تعقیب روان او روان حال خپل رُخ نه بدلوي... پرون يې چې د اندلس د مسجدونو پر منارو د صليب نښانونه پورته کول نو ژړيدونکي يې یوازې د غرناطې په کوڅو کې تبعيديدونکي مېندې او پلرونه وو، هلته چې د پېغلو د پت لوټلو معصومو چيغو او مسيحي لوټونکو په کړسنده خندا ګانو کې له تبعيديدونکو پلرونو او مېندو نه د ايساريدونکو اولادونو کريغې هم ورکېدې، ښايي هغه مهال به د اندلس سره له مرستې تم شوي مجبور عثماني خلافت دا فکر کاوه چې دا به وروستۍ حادثه وي، خو کله چې ورپسې د حادثو رُخ په لږ څه اووښتې بڼې له هغسې ترخې مسيحي کېدنې پر ځای په مسلمانو ټولنو کې د تجزيې مخه واخېسته نو که يې هر ځای د مسلمانانو د نژادي او ژبنيو اورونو په لمبو کې اسلامي ارزښتونه د نابودۍ پر ژۍ ودرول نو تر ټولو ترخې تجربې يې دا هم وې چې د همدغه اسلامي سيمو هغه مسيحي پرګنې چې پېړۍ يې د اسلامي خلافتونو پر اسانتياو خرامانه ژوند تېر کړی وو، د مسلمان د نن مستضعف حالت په رامنځته کېدو يې د ويش غدار موقف ته يا اړ کړل او يا يې خپله ونيوه. په منځني ختيځ کې د وحشي او تاريخي سودخوړونکو لپاره د اسراييل په نامه د غصب شوي هېواد جوړول د همدغې منحوسې لوبې تر ټولو بدترين تسلسل وو، هغوی چې ظلمونه پرې فاشيستي نازېزم  کړي وو هغه چې پر بېرغ يې هم نښان له صليبه جوړ وو، نو ټس يې ولې له اسلام واخېستل شي؟ هغه د هولو کاسټ ډرامه که ترسره کېدا يې د المان او اروپا په بټيو کې ترسره شوې وه، نو زور يې ولې مسلمان ملتونه ګالي؟ هلته چې د پېړيو په اوږدو کې د همدغه یهودو د بقا او پنا د نازکې ژغورنې پر مهال یوازې عثماني خلافت وو چې له شرقي اروپا پر راتښتېدلو یهودانو يې د ژوند لورولو بخل نه ووکړی، هغوی ته يې په خپلو هيوادونو کې د اوسېدو حق ورکړی وو او کله چې د صهيونېستانو د کنګرې او مستیو وخت رارسيږي نو د اروپا د ظلمونو بيه يې د اروپا د ښېرازو ځنګليزو زمکو پر ځای د مسلمان امت له زړه او هويت فلسطينه واخېسته! خو دا هم پای نه وو، په تسلسل يې د عربي نړۍ پراخه ويشنه هغه ناورين وو چې پراخه اسلامي خاوره يې په ډېرو وړو وړو امارتونو، پادشاهيو او ديکتاتوريو وويشله... تر ټولو زوړ او مکار برېتانوي استعمار چې له ټولې اسلامي نړۍ پښې سپکولې نو ددې تجزيوي موقفونو په تعقیب يې د نويو جوړو شويو هيوادونو په منځ کې داسې تپل شوی او غير طبيعي پولې هم راښکلې چې بيخي فطري نه وې، که دا نن د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډېورنډ کرښې معضله له منځه ووځي، هغه نو بله کومه ستونزه ده چې پاکستان او افغانستان به د دوه ښکېلو هيوادونو پر موقف ودروي؟ په ټوله کې د اسلامي هیوادونو تر منځ د نويو سرحدونو د رامنځته کولو پر مهال دغسې غير طبعي ويش د برېتانوي استعمار هغه تاريخي کړنه ده چې ګرده اسلامي نړۍ يې پرې له يووالي غورځولې ده.

د مسيحي اروپا او لويدیز زړه بيا هم سوړ نه شو، هغه اسلامي هېوادونه چې په کې مسيحي پرګنې مېشتې دي، د خورا جاسوسي فعاليتونو په پای کې يې هغوی ته د نمونه باغي قيادتونو په رامنځته کولو سره د مسيحي دولتونو ايجادول بله هغه ستونزه ده چې هر ځای يې د اسلامي قارې د هېوادونو په منځ کې د خپلو مادي او معنوي ګټو د خوندي کولو په خاطر  په مخ کې نيولې ده. خو،که پرون اسلامي امت د شرقي تيمور د جلا کولو په قضيه کې نه وی چوپ شوی نو نن به يې د سوډان د تجزيې خوبونه نه وای ريښتيا کړی! دا ډېره دردوونکې ده چې په سوډان کې دې ۵ سلنه اقليت مسيحي قوم د خپل هېواد په وړاندې د غدارۍ په مقابل کې د خپلواکۍ غوښتونکو په نوم ونومول شي، لويديز نه یوازې د هغوی د ټول پوښتنې ننګه کړې بلکه هغوی او د هغوی مبارزه يې تل پاللې ده.

د سوډان لنډه پېژندنه

سوډان د افريقا په شمال ختيزه برخه کې پروت دی، د ۴۵ ميليونه په شاوخوا کې نفوس لري په دغه نفوس کې د جنوبي سوډان برخه له اتو تر نهو ميلیونو رسيږي. د سوډان مساحت دوه نيم ميليون کيلو متر مربع دی. په دې حساب نو سوډان د افريقا تر ټولو لوی او د نړۍ لسم لوی هېواد شمېرل کيږي. سوډان ۲۵ ولایتونه لري، دغه هېواد په شمال کې له مصر او ليبيا، په غرب کې له چاډ او مرکزي افريقا، په جنوب لويدیز کې له کانګو، په جنوب کې له اوګاندا او کينيا، په شرق کې له اتيوپيا او په شمال ختيز کې له اريتيريا او سره سمندر سره پولې لري.

د خپل ستراتيژيک موقعيت له امله سوډان تل د استعمارګرانو تر بريدونو لاندې راغلی، له انګلستان څخه يې ايله په ۱۹۵۶ ميلادي کې خپلواکي تر لاسه کړه او له همغه مهاله بيا تر دې دمه د استعمار ګرانو پټې توطيې دي چې له امله يې سوډان تل د جګړو تاريخ تجربه کړی، په ختيز، لويديز او جنوب کې تل د پردیو د لاسوهنو او داخلي کم ظرفيتیو له امله جګړې نه دي غلي شوي. د جنوبي سوډان جګړه ايز تاريخ ډېر اوږود دی، دغه جګړو د پخواني فقيد ولسمشر جعفر نميري پر مهال زور واخېست چې بالاخره يې د آدیس بابا په تړون سره د سولې موافقه ترسره شوه. د عمر البشير په واسطه د اسلامي دولت په رامنځته کېدو سره د جنوب مسيحي جګړه مارو يو ځل بيا پر جګړې لاس پورې کړ، او له ۱۹۸۰ تر ۲۰۰۳ پورې يې دوام وميند.

په ۲۰۰۵ ميلادي کال کې د عمر البشير او جنوبي جګړه مارو تر منځ په کينيا کې د نېفاشا تړون تر سره شو،  دغسې يو تړون کومه آني چاره نه وه بلکه د امريکا ستراتيژيکو مغزونو ورته اوږده لار وهلې وه، له اقتصادي تحريمونو نيولې بيا د سياسي شخړو، له ګاونډيو سره لانجو، له جنوب سره په څنګ څنګ کې په ختيز او لويديز کې قبيلوي او قومي تعصبونو ته لمن وهل ټول په کې شامل دي، هغوی له هرې خوا عمر تر فشار او تعرض لاندې ونيوه او په دې تر تيب سره يې د عمر البشير اداره په ډېر تدريجي ډول له قوته وغورځوله، د ۲۰۱۱ جنوري ټول پوښتنه دهمدغه تړون ماده وه، خو کله چې د ټولپوښتنې په پيليزه کې عمر البشير الجزيرې تلويزيون سره مرکه کوله نو ورته يې وويل چې د ۲۰۰۵ کال تړون موخه داوه چې دواړه لوري به اتحاد ته کار کوي خو د جنوب شورشيانو ټولې هڅې د تجزيې په خاطر متمرکزې کړې وې.

لویدیز ته سوډان ولې مهم دی؟

۱- د سوډان په جنوب کې د نفتو بې پايه زېرمې شتون لري. داسې ويل کيږي چې د سوډان تر ۹۰ سلنې ډېر عايد د خامو نفتو صادرات جوړوي، دا په داسې حال کې چې تر ۸۵ سلنې ډېر نفت په جنوبي سيمو کې قرار لري. همدغه زېرمو ته د امريکا وږې سترګې وې چې  په ۲۰۰۳ کال کې يې جورج بوش د امريکا پخوانی ولسمشر دې وينا ته اړ کړی وو چې باید هغه ورځ راورسيږي چې د امريکا ۲۵ سلنه نفتي واردات د افريقا لويه وچه جوړ کړي.

۲- د سرې بحيرې ۳۰ سلنه ساحل په سوډان کې دی، اسرايل تل په دې هڅه کې دی چې د سره سمندر اوبه دې د دوی په واک کې وي، د ځينو تحليل کوونکو په اند اسرايل ويريږي چې هسې نه سره بحيره هم لکه د عربي بحيرې د ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ جنګونو په څېر تل ابيب تر محاصرې لاندې ونيسي، او هغه داسې چې هغه مهال عربانو د تيران او باب المندب ابناګانې پر اسرايلو تړلې وې.

۳- سوډان افریقا ته د اسلام د ننوتو دروازه ده، امريکا او اسراييل غواړي چې د جنوبي او شمالي افريقا په منځ کې د اسلام ارتباط پرې او پر ځای يې د سوډان په جنوب کې د مسيحي دولت په رامنځته کولو سره يو مسيحي اړيکه رامنځته کړي. کلونه مخکې د جنوبي سوډان جګړه مار مشر ويلي وو چې مونږ د جنوب په جدا کولو سره افریقا ته د اسلام ننوتل کنترولوو، او له دې ليارې په افريقا کې د اسلام موقعيت ضعيف او ضعيفتر کوو.

۴- د سوډان په جنوب کې د نيل سيند بهېدل اسراييلو ته ډېر زيات ستراتيژيک ارزښت لري، په عين حال کې دغه سيند په راتلونکي کې د مصر او شمالي سوډان لپاره يو تهديد دی، د نيل یوه څانګه له اتيوپيا څخه سرچينه اخلي او بله برخه يې له اوګاندا څخه دغه دواړه برخې بيا په جنوبي سوډان کې بهيږي او بالاخره په خرطوم کې سره يوځای کيږي. د نيل اوبه د شمالي سوډان او مصر تر خوړوبولو وروسته د مديترانې په اوبو کې غورځېږي.  د المان خبرګزارۍ له مخې مصر تشويش لري جنوبي سوډان به د برني نيل پر څنډه افريقايي هیوادونو سره يوځای ددې ميلان ولري چې پر مصر د نيل اوبو جريان غوڅ کړي. سره له دې چې مصر اسراييل په رسميت پېژني، ښې او تودې اړيکې لري، او د کمپ ديويد تاريخي شرمېدلی تړون يې هم تر منځ شته، خو بيا هم اسراييل د مصر د ولس له اسلامي ويښتابه ويريږي او ښايي دغسې ستراتيژيک ځايونه د هغې ورځې لپاره په کنترول کې ساتي چې پر مصر د اسلامي حرکت د واک په صورت کې ترې د فشار د الې په توګه ګټه واخلي. له بلې خوا سره له دې چې اسرايل د خپل هېواد د اوبو اړتيا د ترکيې پر اوبو پوره کوي خو بيا هم د مرستندویه اوبو په توګه د نيل په څېر څپاند سيند ته اړتيا شته او بيا په داسې حال کې چې د نړۍ د راتلونکو جګړو بنسټونه به د اوبو په سره ناندرۍ جوړوي نو په دغسې صورت کې د نيل سيند پر سرچينو خېټه اچول د اسراييل په لومړيتوبو کې قرار لري.

د امريکا تشويقي بستې!

تر ټول پوښتنې مخکې جنوبي سوډان ته د امريکا ډېر وفدونه، شخصيتونه او حتی د هاليوډ د بدنومې فلمي ادارې ستوري ورغلل او په سيمه کې يې د جلاکېدنې له پروسې سره له نزدې همکاري او لاروښوونې درلودې. پر دې برسېره اسراييل چې د جنوبي سوډان په جلا کولو کې بنسټيز  او لارښود نقش لري هم په سيمه کې فوق العاده فعال شتون درلود، د اسرايلو عبري آرتص ورځپاڼه د يوه تحليل له مخې ليکي چې: همدا اوس (د جنوري په ۴ مه) د تل ابيب ماموران په جنوبي سوډان کې شته او ددغه هيواد له جدايي غوښتونکو سره فکري مرسته کوي، دغه ورځپاڼه ليکي چې د جنوبي سوډان په مستقل هېواد کې به لومړنۍ سفارتخانه د اسرايلو وي.

په دې لړ کې د امريکا د سنا د خارجي اړيکو د کمېټې رئیس جان کيري هم سيمې ته تللی وو او هلته يې په خپلو ويناو کې ويلي وو چې که په جنوب کې د جلا کېدنې ټولپوښتنه په ارامۍ سره تر سره شي نو د شمالي سوډان دولت به د امريکا له تشويقي بستو څخه برخمن شي او اوباما حاضر دی چې سوډان په فوري توګه د تروریزم د ملاتړ له لېسته وباسي.

اوس پوښتنه دا ده چې ولې يوازې د يوې ټولپوښتنې په پای کې سوډان ته تشويقي بستې وړاندې کيږي؟ دا ځکه چې پرون يو قوي او غښتلی عمر البشير په سيمه کې د ستراتيژيکو زېرمو او موقعيتونو د ښکېلولو په وړاندې د امريکا او اسرايلو مخه ډپ کړې وه، خو نن چې عمر البشير د جنوبي سوډان، او دارفور بهرنيو تپل شويو جګړو ښه وځپه او له پروني پرتمه نني مستضعف حالت ته وغورځېده نو يې ورته همدغسې تشويقي بستې وړاندې کړې، هغه اوس د اخف الضررين په غوره کولو کې ډېر بې وسه ولسمشر دی، او دا چې امت ورسره مرسته نه شي کولای نو هغه د نړیوال اسلامي حرکت د پخواني مشر استاد مهدي عاکف په وينا چې د غزې ولس ته يې ويلي وو: (زما بښنه منئ، زه هم ستاسو په څېر محاصره يم....)

عمر البشير او ټول پوښتنه

له بده مرغه عمر البشير د سوډان انقلابي مشر حالاتو داسې پسې واخېست چې که د خپل هېواد ډېرو وياړونو او لاسته راوړنو د سوډان اتل کړی خو استعمار ورته په راتلونکي کې داسې يو مقام هم خوندي کړ چې که کله هم د سوډان د تجزيې خبره راپورته کيږي نو ويل کيږي به چې د عمر البشير په واکمنۍ کې سوډان وويشل شو... هلته به ډېر کم خلک په دې پوهيږي چې کومو وطني، سيمه ایزو او نړيوالو فشارونو، تهديدونو، تحريمونو، جګړو او بريدونو سوډان دغسې يوې شرمېدلې معاملې ته ورټېله کړ؟ په داسې حال کې چې بيا هم له بده مرغه ډېری معاصر تاريخ ليکونکي او د رسنيو واکداران د صهيونېزم او امريکا په چوپړ کې دي دوی به تاريخ همغسې ليکي څنګه يې چې د امريکا صليبي جنون او د اسرايلو مذهبي اجنډا او اقتصادي غوښتنې غواړي.

خو! حقيقت حقيقت دی، سوډان تجزيه کيږي او دا هر څه د عمر البشير په واکمنۍ کې... زما په اند ددې خبرې ژوره څېړنه په کار ده چې د بهرنيو فکتورونو سره په څنګ کې هغه کوم داخلي فکتورونه دي چې سوډان يې په دغسې يوې تپلې تجزيې وروغورزاوه، مهمه پوښتنه دا ده چې د ۲۰۰۵ کال هغه تړون چې په نيفاشا کې تر سره شو او تر مخه يې د يوې ټول پوښتنې په ترڅ کې د سوډان تجزيې ته ليار هواره شوه، ایا نه شوای کېدای چې په همغه لومړيو کې د جنوبي سوډان د سرچينو او غوښتنو په درک کولو سره د ۲۰ مې پېړۍ په اتيايمو لسيزو کې پر يوه داسې حل غور شوی وای چې هم يې سوډان متحد ساتلی وای او هم يې د جنوب خلک ارام او مطيع... دا هر څه هغه مهال ممکن ځکه وو چې له يوې خوا په جنوب کې جګړه مار لکه نن هومره قوي نه وو او له بلې خوا د هغه مهال ځواکمن او مسلط عمر البشير او ننی بې وسه ولسمشر ډېر توپير لري، هلته يو قوي عمر او د نن په نسبت کمزوري جګړه ماران يوې موافقې ته رسېدلای شول.

د سوډان اوسنۍ تجزيه اسلامي هيوادونو ته هم د یوه زيګنال او عبرت حيثيت لري، ټول هغه هېوادونه چې ايالتونه او ولایتونه لري باید د خپلو هېوادوالو غوښتنې پرته له کوم ايالتي او مليتي توپيره درک او د هېواد ستونزه دغسې يوه حالت ته ونه رسوي چې بالاخره د نیفاشا د تړون په څېر ذليلو معاملو ته ليار هواره شي. اصلاً په اسلامي هيوادونو کې د سرچينو غير متوازن ويش هغه داخلي ستونزه ده چې پراخو نارضايتیو، غبرګونونو او مبارزو ته ليار هواروي.

مخکې مو هم يادونه وکړه، عمر البشير د اسلامي دولت په جوړولو سره نور غرب ته له همغه لومړيه د منلو نه وو، ګورئ! په داسې حال کې چې سوډان هومره پراخې زېرمې لري، ستراتيژيک موقعيت لري د نيل د اوبو سرچينې لري او د سرې بحيرې ۳۰ سلنه پولې په سوډان کې دي خو لويديز بيا هم تر داننه چې سوډان تجزيه کيږي هغه د يوه غريب، ناداره او کم ارزښته هېواد په توګه معرفي کوي... لويديز له همغه لومړيه سوډان په نښه کړ، د سوډان په داخل کې يې د ختيځ، لويديز او جنوب داخلي جګړې رامنځته کړې، سوډان يې له پراخو اقتصادي تحريمونو سره مخ کړ، دغه هيواد په پراخه توګه له تجريد او انزوا سره مخ شو، په نړۍ کې د سوډان يو ډېر بدرنګ او لانجه مار تصوير وړاندې شو، د سوډان په سياسي جريانونو کې يې ژورو اختلافونو ته زمينې برابرې کړې، دا که شعوري وي او که غير شعوري خو د استاد حسن الترابي په مشرۍ د اسلامي جريان اختلاف په نهايت کې سوډان ډېر ضعیف او خوار کړ، په هاګ محکمه کې يې پر عمر البشير بنديزونه ولګول او نړيوالو پوليسو ته يې په هر ځای کې چې ممکن وي د هغه د نيولو امر ورکړ، پر سوډان امريکا کروز توغندي وورول، او ددغه ټولې قصدي او د جنوب تجزيې ته د چاپېريال جوړوونکې ماجرا په جريان کې يې پر عمر البشير د نيفاشا تړون تر سره او ورته يې ژمن وساته.

داسې ويل کيږي چې عمر البشير ددې لوبې په پای کې يوه وروستۍ او ناکامه هڅه وکړه چې ګوندې د سوډان د تجزيې مخه ونيسي، هلته چې د سوډان ولسمشر انتخابات د ۲۰۱۰ کال مارچ ته رامخکې کړل، داسې ويل کيږي چې ولسمشر اټکل کاوه چې دغه انتخابات به هم لکه د ايران په څېر له پراخو نړيوالو نيوکو لاندې راشي، د تقلب او تزوير تورونه به ولګول شي، د جنوب جګړه مار به نيوکې وکړي او ددې ټولو په نهایت کې به عمر ته ددې پلمه په لاس ورشي چې د جنوب ټولپوښتنه د غبرګون په توګه باطله اعلان کړي. خو دښمن د بشير تر اټکله ډېر هوښيار وو، پر انتخاباتو د کتونکو په توګه د اوباما ځانګړیو استازیو (د جيمي کارتر د بنسټ ۲۰۰ غړيو) په همغه ترڅ کې اعلان وکړ چې ټاکنې په بشپړه توګه سمې دي، او عمر البشير د ديموکراتيکو ټاکنو په ترڅ کې د سوډان د اوسيدونکو ۸۶ سلنه رای چې د جنوب ۱۰ ايالتونه او د دارفور درې ايالتونه هم په ځان کې رانيسي ګټلي دي. په دغه لړ کې د جنوب د باغيانو مشر هم عمر البشير ته د (قاطع، تاريخي ا و ديموکراتيکې بريا) مبارکي ورکړه.

 په دې توګه د عمر البشير وروستۍ حربې هم کار ورنه کړ... او سوډان د اسلامي خاورې ستر هېواد د تجزيې په لور د ټول پوښتنې ښکار شو.

راتلونکې بوږنونې

۱-  هغه مسلمانان چې په جنوب کې اوسيږي ښايي د نوي رامنځته شوي جنوبي سوډان د عیسوي لښکرو د وحشت په جګړو کې همغسې له منځه يووړل شي لکه پرون يې چې په اسلامي اندلس کې ډلييز وژلي وو.

۲- د نفتو غني سيمې ابيې پر سر چنې ښايي په يو بل جدل واوړي، د ابيې سيمه د شمالي او جنوبي سوډان تر منځ پرته ده، تر ۶۰ سلنې ډېر وګړي يې مسلمانان دي، خو دا چې جنوبي سوډان ښايي ددې ادعا ولري چې د ابيې مسلمان اوسيدونکي له نورو ځایونو ورته راکډه شوي او له بلې خوا د سوډان له تجزيې څخه د امريکا او اسرايلو بېسارې پاروونکې ننګه او په سيمه کې د مسيحي لښکرو سره په خوا کې د امريکا فعال شتون ښايي ابيه شمالي سوډان ته پرېنږدي. خو دا چې د جنوب د نفتو صادرولو ليار پر شمال تېريږي، دې فکتور شمالي سوډان ته بيا هم  يو ستراتيژيک موقعيت ورکړی، کېدای شي ددغسې فرصتونو په کارولو سره جنوب لږ څه په واګو کې وساتل شي. په شمالي سوډان کې به د دولت تر ټولو مهمه لاسته راوړنه دا وي چې پر جنوب د فشار الې په نښه او پر وخت يې استعمال کړي.

۳- تجزيه ښايي یوازې د شمال او جنوب په نوم ويشنه کې ایساره نه شي، ددې ډېره شديده ويره شته چې سوډان به د دوه برخو پر ځای پر درې برخو وويشل شي، په سوډان کې د دارفور ستونزه له مخکې شته، او دا چې د دارفور تجزيه غوښتونکي جګړماران وار له مخه جنوبي سوډان ته تښتيدلي دا په دې ګواهي ورکوي چې ستونزه تر دې ډېره پراخه څومره يې چې تصور کيږي.

۴- د جنوب او شمال تر منځ د سرحدونو ټاکل بله ستونزه ده، دلته به استعماري ځواکونه د دواړو هېوادونو تر منځ د راتلونکي لپاره پراخې سرحدي ستونزې پرېږدي، او ددې هم امکان شته چې د سرحدونو د ټاکلو پر مهال د دواړو لوريو د نه قناعت له مله يوه بله جګړه رامنځته شي.

۵- په جنوب کې د مختلفو قومونو او حتی د ګڼو دينونو شتون ښايي په جنوب کې د اوږدې نارامۍ سبب وګرځي، او دا په دوه لاملونو، لومړی دا چې نشنيليزم تل د جز په لور سير لري او ښايي همدغه  فکتور په جنوب کې مېشت قومونه په خپل منځ کې يووالي او اتحاد ته پرېنږدي. دويمه خبره دا ده چې نوی رامنځته شوی دولت مسيحي هويت لري، په داسې حال کې چې د سرشمېرنو له مخې هلته يوازې ۴۰ سلنه مسيحيان شته او په مقابل کې يې ۳۰ سلنه مسلمانان او پاته نور يې د پخوانيو عقايدو څښتنان دي، نو په دغسې يوه متفاوته ټولنه کې چې نه يې مخکې د دولتدارۍ تجربه درلودلې، او اوس يوازې د مسيحي هويت پر بنسټ نوی دولت رامنځته کوي ښايي نور قومونه ورسره د زغم پر ځای د مقاومت همدغه بېلګه ليار په مخه ونيسي. چې دغسې کار به په سيمه کې يوې اوږدې بې ثباتۍ او زهرجنو بهرنيو لاسونو ته تر کلونو کلونو د مداخلې فرصتونه ورکړي.

له بلې خوا په جنوبي سوډان کې دولتي بنسټونه د جګړه مارو د اغتشاشونو له امله له نشت سره مخ دي،  د اسوشيټېډ پرس په حواله (د جنوبي سوډان په اته ميليونه او اويا زره نفوسي سيمه کې یوازې ۱۵ سلنه خلک لوستي دي چې د همدې لامله هلته په ټولپوښتنه کې له تصويري نښو ګټه واخېستل شوه، په دغه سيمه کې يوازې ۵۰ کيلومتره پوخ سړک شتون لري). نو په دې حساب په جنوبي سوډان کې د دولتدارۍ لپاره هيڅ کوم داسې بنسټ نه دې پاته او دا هرڅه د مسيحي جګړه مارو د ناروا جګړو علت دی چې خپله سيمه يې د یوې اږدې نارامۍ له امله ښېرازۍ او پرمختيا ته پرېنښوده.

۶- کوم پورونه چې پر جنوب تر تجزيې مخکې پراته دي د پرې کولو لوری به يې څوک وي؟ دا هغه پوښتنه ده چې ټول پوښتنې ته ورغلي د امريکا پخواني ولسمشر جيمي کارټر يې په اړه ويلي دي چې شمالي سوډان به د هېواد تر تجزيې وروسته د جنوبي سوډان د پورونو پرې کول په غاړه اخلي. خو د سوډان ولسمشر عمر البشير دغه پورونه د جنوبي سوډان خپله معامله ګڼي.

د لويديز رسنيو ژبه

رسنۍ د ذهنيت په  جوړولو کې بنسټيزه ونډه لري، لویديزې رسنۍ د ملتونو له فکرونو سره لوبې کوي او د پېښو په وړاندې عقلونه په ډراماتيک ډول اړوي، نن چې د لويديز رسنۍ د اسلام په اړه کومه ژبه کاروي هغې ته يوازې دښمني ويل کېدای شي او بس. د سوډان په اړه د يهودو يرغمل شويو نړيوالو رسنيو همدغسې يو ناوړه موقف نيولی، دغو رسنيو د سوډان د ولس او اسلامي هېوادونو او په ټوله کې د ګردې نړۍ عقلونه د جنوبي سوډان تجزيې سره اعتياد کړي دي. د بېلګې په توګه د ټولپوښتنې په اوږدو کې د ځينو رسنيو اقتباسونه رااخلو:

رويټرز انګليسي خبرګزاري د (جنوبي سوډان ازادۍ ته رايه ورکوي) تر عنوان لاندې ليکلي دي: په جنوب کې ميليونونو سوډانیانو په خوشالیو سره د رای اچونې صندوقونو ته ولاړل په داسې حال کې چې په شمال کې د مقاماتو استعفاګانې په تنفر سره استقبال شوې، د هاليووډ ستوري جورج کلوني او د امريکا د سنا د بهرنيو اړيکو رئیس جان کيري هم د جنوبيانو په نڅا او سندرو کې ګډون وکړ).

د انګليس یوې بلې خبرې سرچينې بي بي سي هم د راپورونو په ترڅ کې وويل: په داسې حال کې به د افریقا تر ټولو لوی هېواد په دوه هېوادونو وويشل شي چې ددغه موضوع لپاره رای اچونه د ولسي خوشالۍ سره مل ده.

لوموند فرانسوۍ ورځپاڼې ليکلي دي چې دغه ټولپوښتنه کولای شي په کُلی توګه په سوډان کې داخلي جګړې ته پای ورکړي، هغه جنګ ته چې د څو لسيزو راهيسې د جنوب د خلکو چې اکثره يې مسيحيان دي او د عمر البشير په مشرۍ د شمال د اسلامګرایانو تر منځ روان دی.

د لویدیز د رسنيو همدغسې ذهن مينځونکي منحرف يون نه یوازې د خپلو ولسونو ليد لوريو ته د مسلمانانو پر ضد یو کوږ جهت ورکړی بلکه هلته چې مسلمانان خپلې خپلواکې او نوموړې رسنۍ نه لري هم د دښمن د همدغسې ناوړه تبليغاتو ښکار کيږي، هغوی چې د اسلام داعيه لري، د ملي یووالي موقف لري، او په نړۍ کې د مسلمان هویت لږ تر لږه ژوندی غواړي د دوی له نظره بنسټ پالي دي، خو مسيحيان چې د يوه لوی وطن د تجزيې په لویدیزې ډرامې کې نڅيږي هغوی د وطن د غدارانو پر ځای مسيحیان او ازادي غوښتونکي بلل کيږي؟؟؟

يادونه:

نوموړې ليکنه په جنوري ۲۰۱۱ کې ليکل شوې وه.