• مجموعي کتنې: 23761

داوودخان؛ د پرچميانو له کودتا د خلقيانو تر کودتا!

842 لوستونکي   یو کال وړاندې

داوودخان؛ د پرچميانو له کودتا د خلقيانو تر کودتا!

وحيدالله مصلح 

 پاچا ايټاليې ته پر سفر بوخت وو، او دلته په ارګ کې د نظام د بدلون معامله د يحيی خان خپل لمسي رهبري کوله. خو هغه يوازې نه وو، تر شا يې د شوروي پر انټرناسيوناليستي ايډيالوژۍ پړسېدلي پوځي خوردضابطان ولاړ وو. دغو خوردضابطانو په نړيوال شوروي ليد کې افغاني ارزښتونه يو په يو او په تدريج کمونيستي انټرناسيونالېزم ته څملول، يوه سوسياليستي انقلاب پېښېدو ته د شاهي نظام يو مخيز له منځه وړلو په پرتله په شوروي ټيپ او د سوسياليستي افسرانو په مټ کودتا ډېره ارزانه او موثره وه. داوودخان کودتا وکړه او په دې ډول يې په هېواد کې نزدې تر څلورو لسيزو مسلط نسبي ثبات او سوله داسې ولړزوله چې بيا يې درزونو ته چا د امن کوشېر ور نه کړ..

داوودخان کورني کسات دومره پارولی وو چې د خپلې کورنۍ په وړاندې يې د شوروي پر تربيه شويو ليونيو باور وکړ هغه چې بيا يې په نزدې راتلونکي کې دده په مخکې دده پر نازولو مرګوني ټکانونه کول.. هغه به دا په ياد نه لرل چې کمونيستي نظريه منځلارتوب نه پېژني او چې وخت راشي نو د تشدد په سټاليني فلسفو کې به دده خپله کورنۍ هم وژونکی انجام اخلي... هغه ډېره لنډه منډه وکړه، د هغه خام باور د افغانستان راتلونکی کمونيستي قهر ته وسپاره. دې کودتا په افغانستان کې کمونيستي راتلونکي ته د يوه پله حيثيت غوره کړ. دا کودتا ډېرو راتلونکو ټاکونکو خو بدرنګو پېښو ته مبدآء شوه.

محمد داوود ولې کودتا وکړه؟

داوودخان د شامحمود خان د ديموکراسۍ کلونو ته د پای ايښودو په پلمه په روښانفکرو کې ښه نوم له لاسه ورکړی وو. خلکو فکر کاوه چې داوودخان د ديکتاتورۍ مظهر دی. داوودخان د خپل صدارت په دغه استبدادي دوره کې ستړی شوی وو هغه محمد ظاهر شاه ته دوه ځلې ليکونه واستول او ورڅخه يې د خپل اند اصلاحاتو غوښتنه وکړه. خو دواړه ځل ظاهر شاه ورته کوم ځواب ونه وايه. داوودخان عقدې ونيوه، استعفا يې وکړه او استعفا يې ډېر ژر ومنل شوه.

داوودخان د مارشال شاه ولي خان او عبدالولي خان سره هم ډېر عقده من وو. په داسې حال کې چې عبدالولي خان د پاچا د زوم په توګه ډېر نازولی وو، د ځواکمن سردار عبدالولي خان چې د قوای مرکز د مشر په توګه يې نزدې پر ټولې اردو کنټرول درلود په وړاندې عقده من محمد داوود غوښتل چې د سياسي مبارزې له ليارې پر واک منګولې ښخې کړي او له همدې امله يې پاچا نه د اساسي قانون او ګوندونو د جوړولو او دا چې صدراعظم دې د سياسي ګوندونو له ليارې ټاکل کېږي غوښتنه کړې وه. محمد داوود داسې فکر کاوه چې نوموړی به هم سياسي ګوند جوړ او د شاهي بندونو نه په ازاده فضا کې به خپلې طرحې تطبيق ته وړاندې کړي. خو پاچا د صدراعظم ډاکټر محمد يوسف په واسطه داسې اساسي قانون تصويب کړ چې په څلرويشتمه ماده کې يې په ډېر صراحت سره د شاهي کورنۍ غړي له صدراعظمۍ، وزارت، او د شورا او سترې محکمې له غړيتوبه منع شوي وو. او دا چې د پاچا د تره ځوی هم ددې مادې د صراحت له مخې د شاهي کورنۍ غړی وو.. په دې ډول نو په راتلونکي کې د داوودخان پر مخ د سياسي موقف دروازې وتړل شوې. ددې تصويب پر تعقيب داوودخان ځان په يوه بنده جاده کې وموند. د نوموړي عقدو نور هم شدت واخېست او د بلې ليارې په لټه کې شو او هغه يوازې کودتا وه!

خو پر دې عامل برسېره نور لاملونه هم شته چې پوره وزن لري، دغه عوامل د هغه مهال د ديموکراسۍ د کلونو د دوه رقيبو او سره مخالفو جريانونو اسلامي نهضت او چپيانو د تحليل په متن کې پراته دي. اسلامي نهضت داسې انګېري چې نوموړې کودتا د اسلامي نهضت د ځپلو په موخه رهبري او ترسره شوې ده. د هغه مهال د اسلامي نهضت يو مخکښ رهبري کدر انجنير ګلبدين حکمتيار په دې اړه وايي چې: (کمونيستانو دا کودتا ددې لپاره کړې وه چې ويې ليدل ظاهر شاه د اسلامي تحريک د مخنيوي نه عاجز دی بايد وضع بدله کړي، که حالت په همدې شکل پاته شي کيدای شي څه موده بعد د کمونيستي احزابو ټغر ټول شي، کودتا وشوه د کودتا هدف دا وو چې اسلامي تحريک وټکوي)[1]. دا چې د اسلامي نهضت ټکَونې څومره د کودتا د لامل په توګه نقش لرلی دی دا د کابل په ماحول کې د اسلامي نهضت په چټکه وده کې نغښتی. له يوې خوا پوهنتون چې د سياسي مبارزې پر بنسټ او نښې بدل شوی وو د اسلامي نهضت د بنسټګرو ځوانانو د بې پنا مبارزې په پای کې د اسلامي اکثريت پر کرښه درېدلی وو. د همدې مبارې له امله کمونيستانو په لومړي ځل د ماتې انجام ته په خپل فرهنګ کې ځای ورکړی وو، هغوی په تېر کې د ملتپالو، چيني چپيانو، او فاشيستي جريانونو په مقابل کې غوڅ اکثريت او جارح لوری وو.

خلق ګوند هم ددې په خاطر چې خپل ارماني نظام ته مساپه لنډه کړي، نو يې د شاهي نظام په نسکورولو کې د داوودخان، نه يوازې ننګه وکړه، بلکه په خپلو تنظيمي فرېبونو کې يې داسې محاصره کړ چې داوودخان بيا تر پايه دا لومه پرې نه شوای کړای. هغوی د داوودخان تر وژلو پورې هغه ځانته پرې نه ښود او په پای کې يې ډېر مظلوم وواژه.

يو بل عامل دا هم وو چې موسی شفيق د مشروطه شاهي په دوره کې په داسې اصلاحاتو لاس پوری کړ چې کولای يې شوای نظام ته قوت او بنسټ ورکړي. داوودخان له همدې ويرې چې د نظام دومره قوت د راتلونکي لپاره د هغه په طرحو تاثير کوي، د کودتا پر پلان کار ګړندی کړ. دکتور محمد حليم تنوير په دې اړه وايي: (محمد داوود چې د محمد موسی شفيق له ريفورمونو نه په ويره کې و، له دې نه اندېښنه درلوده هسې نه چې د هغه اقدامات د حکومت او دولت د ټينګښت باعث شي او د هغه د دولت د راپرځولو او کودتا پلان ناکام شي)[2].

او په دې ډول کودتا تر سره شوه!

دا د ۱۳۵۲، سرطان ۲۵ مه وه، د ماښام تياره په خپرېدوه وه... پاچا پر سفر وو او د سلطنت لوړ پوړي چارواکي د عراق په سفارت کې د نوموړي هېواد د ملي ورځې په مناسبت راټول شوي وو، دوی وروسته بيا د امريکا په سفارت کې د نظامي اتشې د معرفۍ په پلمه د مشروباتو ګيلاسونه هم د يو بل په سلامتۍ زنګېدلي کړنګول... هغوی له دې بې خبره چې نظام د سقوط پر پاڼ د پرچمي افسرانو ګوزار ته انتظار کوي.. نور نو چې دوی پر خپلو شاهي نرګسي خيالونو کې ژور خوبونه اخلي هلته د چپي افسرانو په منځ کې ايسار شوی او غولېدلی سردار د نظام د سقوط امر صادرولو ته د نيمې شپې بې صبرانه انتظار باسي.. هو هغه شېبه راورسېده، او داوودخان د خپل کور له انګړه په داسې حال کې د کودتا د پيل حکم صادر کړ چې د خپل صدارت د مهال تحرير رئيس حسن شرق ته يې لږ مخکې ويلي وو: (په دغه نيمه شپه کې له تا غوښتنه او د مشر ورور په توګه درته امر کوم چې د ناکامۍ په صورت کې که زه پر ځان وژنې ونه توانېدم، ما له منځه ويسه ځکه ژوند راته د اسارت په توګه ارزښت نه لري)[3].

په کودتا کې لاندې قواو برخه واخېسته: (څلورمه او پنځلسمه زره واره قوا، د کوماند ۴۴۴ قطعه، د ښاري انضباط ۷۱۷ قطعه، د شاهي ګارد او پراشوت قطعه، د اردو د رياستونو او شعبو افسران چې ټول شمېر يې ۲۲۰۰ ته رسېده)[4].

کودتا په سپينه توګه ترسره شوه او سردار عبدالولي، مارشال شاولي خان، ملکه حميرا، شهزاده احمدشاه، صدراعظم محمد موسی شفيق، خان محمد خان د دفاع وزير،  او نور لوړ پوړي ملکي او نظامي شخصيتونه له کوم مقاومت پرته کودتاچيانو ونيول او په دې ډول کودتا بريالی انجام واخېست.

سهار تر تلاوت وروسته ملي نغمې او د خوشالۍ سرودونه وغږېدل... وروسته بيا داوودخان ملت ته وينا وکړه، د نوموړي په وينا کې د محرومې طبقې، شخصي او طبقاتي منافعو، ارتجاع، رفقا او دېته ورته نورو اصطلاحاتو په کار وړنې اسلامي نهضت او ټول هغه جريانونه چې له کمونېزم سره په مبارزه بوخت وو، وبوږنول، دا د هغه مهال د کمونيستي ترمينالوژيو ډېر کاريدونکي ويونه وو او اسلامي نهضت يې پر تحليل ډېر ښه پوهېده.

 په کودتا کې شوروي لاس!

په دې کې شک نه شته چې افغانستان د دوه نړيوالو قدرتونو د ځغل ډګر وو، هر قدرت دلته ځانګړې موخې تعقيبولې. شوروي په دغه ځغاسته کې تر امريکا مخکې وو. امريکا په سيمه کې تقريباً پر پاکستان ډېر حساب کاوه. شوروي دلته پراخه اقتصادي پروژې په مخکې نيولې وې او په دې پلمه يې افغانستان ته ډېر شوروي کاجيبيان د کارپوهانو او سلاکارانو په نامه راننويستي وو. شوروي سفارت د خلق ګوند لپاره د شفر ورکولو مرکز وو. دا به ډېره سخته وي چې د شوروي اتحاد مستقيم لاس دې په مستند ډول ثابت شي. خو دا معقوليت په خپل ځای دی چې شوروي لوښو د داوودخان د کودتا هر اړخيزه ننګه کړې او دا چې نوموړي د شوروي خط پيروان او کمونيستي اړيکې يې درلودې نو په دې ډول دا رابطه پر غير مستقيمې مرستې تمامېږي.

له بلې خوا شوروي لوري هم پر غير مستقيمې مرستې اعتراف کوي، د شوروي پخواني کمونيست ګوند د نړيوالو اړيکو او بهرنيو چارو وزارت کارپوه ولاديمير باسوف، وايي چې: (هو! مونږ يوازې غير مستقيم نقش درلود، هغه هم داسې چې د سلطنت ړنګوونکو افسرانو په شوروي اتحاد کې زده کړې کړې وې، او همدې افسرانو د هغې طرحې هسته جوړه کړه چې په مرسته يې دواد وکولای شول چې پاچا نسکور کړي)[5].

فريد مزدک چې د خلق ديموکراتيک ګوند مخکښ غړی وو، هغه هم په دې باور دی چې د داوودخان پر ضد د خلق ګوند موقف نيونه د شوروي اتحاد په سياست کې د تغير زېږنده ده، هغه وايي: (په حقيقت کې هغه تغيرات چې د داوودخان پر ضد په ۱۹۷۵-۱۹۷۶ کلونو کې په خلق ديموکراتيک ګوند کې رامنځته شول، د هغو بدلونونو غبرګون وو چې د داوودخان په وړاندې د کريملين په سياستونو کې منځته راغلي وو).[6]

خلق، پرچم او داوودخان!

داوودخان يو وطنپرست انسان وو، هغه ته ملتپالنه او د هېواد پرمختګ په هغو ارمانونو کې وو چې نوموړی يې د خپل نيکه پر اولادونو هم راوګرځاوه، نوموړی د خپل هېواد جوړونې او خارق العاده پرمختيا ته ارمانجن وو. نوموړي غلام ذهنيت نه درلود او يو فوق العاده ديکتاتور واکمن وو. هغه د خپل مهال د عربي نړۍ په ظاهر مترقي جريانونو او انقلابي کودتاګانو، هغوی چې سوسياليستي ميلانونو د خپلو هيوادونو پر سلطنتونو نازل کړي وو اغيزمن کړی وو، داوودخان څو ځل د افغاني ټيپ سوسيالېزم خبرې کړې وې.. هغه به په دې لړ کې د ليبيا د معمر القذافي د ځانګړي سوسيالېزم ليبيايي نمونه په بېلګه کې يادوله.

له داوودخان سره په اړيکو کې پرچم څانګه ډېره مخکې وه. د نوموړي کودتا د خلق همدغه څانګې بريالۍ کړه او بيا وروسته په ښو دندو هم دوی وټاکل شول. پرچم څانګه د نرم او اپارچونيست خوی په لرلو سره داوودخان ته ډېر نزدې وو، يوازې داوودخان ته نه بلکه ددې څانګې مشر ببرک کارمل خو يو وخت پاچا محمد ظاهر شاه هم د مترقي پاچا په نوم ياداوه. ددې نرم خوی يو علت ښايي دا هم وي چې پرچم څانګه له آره اشراف زاده ګان پر ځان راټول کړي وو. خو په مقابل کې يې خلق ګوند د خپلې ځانګړې ترمينالوژۍ له مخې د هېواد محرومه طبقه په ځان کې غورځولې وه. پرچم څانګه هومره انقلابي هم نه وه څومره چې خلقيانو دواتشه او نه پخلاکېدونکې بنيه درلوده. پرچم څانګې په تعامل کې تر خلقيانو ډېر غلامانه او مودبانه برخورد درلود، محمد اسحق الکو په خپل کتاب کې په دې اړه يوه په زړه پورې کيسه رااخلي: (کله چې په کال (۱۹۷۰) کې الکسي کاسيګين د پاچا په مېلمستيا کابل ته راتلو، نو د هرکلي په ډله کې ببرک کارمل هم ولاړ و، هغه وخت چې روسی مېلمه د کابل هوايي ډګر د استقبالوونکو صفونو ته نژدی شو، ببرک کارمل لويه چيغه وايستله او "زنده باد رهبران شورويشعار يې ورکړ، د نوموړي دا بې حيايي ټولو وليدله او پاچا هم په تعجب مخ ورواړوه)[7]. په دغسې سوسياليستي مخ ماتې بڼې سره پرچم څانګه د خلق په نسبت تند او مغرور داوودخان ته ډېره منلې وه.

تره کي داوودخان ته وويل!

په هر صورت خلقيانو هم هڅې نه دې سپمولي، په مختلفو وختونو کې يې له داوودخان سره د کتو او اړيکو جوړولو هڅې کړي دي، په دې اړه يوه ډېره په زړه پورې پېښه له داوودخان سره د تره کي کتنه ده، محمد حسن شرق دا کيسه داسې کوي: (تره کی او څو تنه ملګري يې خصوصاً مير اکبر خيبر چې له ماسره په عسکري ښوونځي کې ټولګيوال وو، ماته راغله چې که ممکنه وي له محمد داوودخان سره د ملاقات زمينه برابره شي. له بده مرغه کله چې زه له تره کي سره ولاړم، لومړۍ پوښتنه چې تره کي له داوودخانه وکړه دا وه چې د خدای او اسلام په اړه ستاسو نظر څه دی؟ داوودخان ته چې دا پوښتنه غيرمترقبه وه، ويې ويل، زه پر خدای ايمان لرم او زه يو مسلمان يم، بيا يې ترې پوښتنه وکړه چې د هغو خلکو په اړه څه عقيده لرئ چې پر خدای عقيده نه لري؟ داوودخان ورته وويل چې دا يوه شخصي مسئله ده او په سياسي خبرو اترو کې بايد پرې بحث ونه شي. په درېمه پلا تره کي ورڅخه پوښتنه وکړه چې زه او زما حزب له تاسو په دې ډېر متشکر يو چې تاسو د افغانستان پر مخ د روسيې دروازې پرانېستلي دي.. دا خبره پر مرحوم داوودخان ډېره بده ولګېده او ويې ويل چې ما هيڅ وخت د هيڅ هېواد دروازې د هېواد د ملي ګټو له ايجاب پرته د چا پر مخه نه دي پرانېستې... همدلته د داوودخان اعصاب ډېر خراب شول او پرته له دې چې د چايو يا بل کوم شي ست وکړي، ورڅخه ووت او ولاړ)[8].

له دې کيسې ځينې اساسي مفاهيم زمونږ مخې ته راځي، لومړی دا چې خلق ګوند او په سر کې يې تره کي له داوودخان سره د ملاقات او تفاهم هڅې کړي دي. دويم دا چې داوودخان ملحدو پرچميانو ته دومره نزدې شوی وو چې تره کي ترې په ډېر ډاډ حتی د خدای او اسلام په اړه پوښتنه کړې ده، دغه پوښتنه د خدای او اسلام په اړه د تره کي او تره کيانو موقف هم څرګندوي. درېم دا چې په ملي مسئلو، ملي حاکميت او ملي ګټو کې د تره کيانو موقف له ملي زاويې څخه نه بلکه له شوروي ليده او انټر ناسيوناليستي مفکورې تعريفيږي. او په نهايت کې دا هم ترې څرګنديږي چې داوودخان ديني او ملي ارزښتونو ته د تره کي له ملحدو او انټرناسيوناليستي ليدونو، نه کتل.

د شاهي کورنۍ سپکه!

کله چې کودتا بريالۍ شوه، نو داوودخان د شاهي بنديانو راتلونکی د پخواني پاچا محمد ظاهر خان د استعفاليک پورې وتاړه. پاچا هم استعفا وکړه او په تعقيب يې د کورنۍ غړيو ته د بيرون او داخل کې اوسېدو خوښه ورکول شوه. هغوی روم ته په تلو راضي شول. همدغه مهال وو چې د شاهي کورنۍ غړيو ته يې په روم کې د پخواني پاچا محمد ظاهر سره د يوځای کېدو اجازه ورکړه، هغوی هوايي ډګر ته ولاړل خو دا چې هلته ورسره د خلق ګوند نوکيانو کوم سلوک وکړ دا نو د اخلاقو هغه لوېدلې لوبه وه چې حتی محمد داوود يې هم يوې شېبې تاثر سره مخ کړه، محمد اسحق الکو په دې اړه وايي: (د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې الوتکه چمتو وه، پاچاهي کورنۍ تر فوق العاده امنيتي ترتيباتو لاندې هوايي ميدان ته بوتلل شول او پاسپورټونه يې کنټرول او د کابل د څارندوی د قومندان پاچا سرباز په امر يې بکسونه او ځانونه په ډېره بې حرمتۍ تلاشي شول. د شاهي کورنۍ د ښځو ځانونه وکتل شول او څه يې چې درلودل ترې واخېستل شول، د يوې انجلۍ تر کميس لاندې يو لاکت هم ترې وايستل شو، هغې ورته په ډېرې بې وسۍ عرض وکړ چې دا يې خپل دی خو چا ونه منله، وايي هغه وخت چې دا کيسه داوودخان واورېدله، نو ډېر متاثر شو)[9].

په نظام کې کمونېستي ستراتيژي!

خلق ګوند د داوودخان کودتا ته د يوه تلپاتي ارماني حالت په سترګه نه کتل. هغوی دا هر څه يوه سوسياليستي راتلونکي ته په مقدمه کې تر سره کړل. له همدې امله د سوسياليستي راتلونکي په موخه له دغې انتقالي مرحلې نه د وتلو په خاطر د هغوی کړنلاره په لاندې توګه ګڼلای شو:

۱- په دولت کې پراخه نفوذ او محمد داوود په خپله ګوندي محاصره کې ساتل.

۲- د اسلامي نهضت پرمختلونکي جريان ځپل.

۳- د ملي جريانونو او شخصيتونو ترور.

۴- د اختناق او بې باورۍ زيږول.

۵- او بالاخره ددې ټولو په پای کې کمونېستي تغير رامنځته کول.

 دولتي نفوذ!

خلق ګوند لومړی په کابينه کې د مهمو وزارتونو په ترلاسه کولو سره عملاً د واک ثقل خپل ګوند ته ولېږدوه. ورپسې په بل مانور کې داخله وزير فيض محمد خان چې پرچمي وو اتيا پرچمي ښوونکي يې د ولسوالانو په توګه نوي په دندو وګمارل. ددې کار غټه موخه دا وه چې له يوې خوا هغوی د هېواد په ګوټ ګوټ کې سوسياليستي مفکوره بنسټيزه کړي او له بلې خوا د يو کمونيستي راتلونکي په موخه ټول ملي او اسلامي جهتونه بېساري وټکوي او په دې ډول د داوودخان د نظام د تخريب په تعقيب يوې سوچه خلقي کودتا ته زمينه مساعده کړي. دغو معلمانو چې هيڅ راز حقوقي او سياسي وړتيا يې نه درلوده، د ملي مفاهيمو پر ځای يې مغزونه پر سوسياليستي انټر ناسيوناليستي توکيو پرسېدلي وو. هغوی ولس څه کاوه او ملي ګټې يې څه پېژندلې؟ هغوی خو يوازې يو خيالي سوسياليستي جنت پورې غير عاقلانه اوږدې هيلې تړلې وې هغه چې هيڅکله يې تحقق ونه موند او هغه چې نړۍ او افغانستان يې د همدغه غيرفطري فلسفې له ليارې د دوزخ لمبو ته ټيل وهل.

دې لنډ اندو معلمانو په کليو او بانډو کې د اختناق يوه بوږنوونکې څپه رامنځته کړه. داسې ويل کېږي چې: (ولسواليو ته د کورنيو چارو وزير فيض محمد متحد المال مکتوبونه ولېږل چې د جمهوريت مخالفين په ګوته کړئ او واليانو ته به يې دا په ډاګه ويل چې کوتک پسې راواخلئ.. عمومي پاليسي دا وه چې ولس وټکول شي او غرور يې مات شي)[10].

د پرچم ګوند پورې منسوب دغه معلمان چې کله د ولسواليو پر څوکيو کېناستل نو يې نه يوازې د خلکو پر دين ملنډې ووهلې بلکه پراخه رشوتونو او فساد يې خلک پوزې ته راوستل، هغوی د خلکو په ناموسونو تجاوزونه وکړل او په دې ډول يې داوودخان په خلکو کې تجريد او منفوراوه او دا ځکه چې په نهايت کې داوودخان د ولسمشر په توګه د هرې پېښې وروستی مسئول وو. د هلمند موسی قلعه ولسوالۍ اړوند د خلق ګوند معلم ولسوال يوه بوږنوونکي او خرمسته کيسه لري: (د محمد داوودخان د حاکميت په دوره کې د هلمند موسی قلعه ولسوال د يوې مړوښې ځوانې ښځې پر عفت تېری وکړ. عارض مېړه يې کابل ته د عدالت ميندلو په موخه راغلی وو، دا چې څوک يې نياو ته ونه رسېدل نو په دارالامان کې يې د عدليې په ودانۍ کې ځانته په اور اچولو سره ځانوژنه وکړه)[11].

پر ولسوالانو برسېره يې د ځينو ولايتونو واليان هم پرچميان او يا د پرچميانو خواخوږي وټاکل. په ژاندارم يا څارندوی کې ډېر ظالم کمونېستان په دندو وګمارل شول، همدا راز د اردو او پوليسو په برخو کې يې په ګڼ شمېر کې خپل ګوندي ملګري ننويستل. لنډه دا چې کمونيستانو د خپل راتلونکي په موخه د داوودخان له کودتا اعظمي ګټه واخېسته او د چارو عملي واګې يې په خپلو لاسونو کې نيولې وې.

محمد داوود تر کودتا مخکې کوم ګوند نه درلود، هغه د کودتا لپاره ملاتړ، سېستم، کدرونو، او نړيوالو انډيوالانو ته اړتيا درلوده او دا ټول د خلق په ديموکراتيک ګوند کې موندل کېدای شول. نوموړي په خپل خيال له ګوند او ګوند له نوموړي ګټه اخېسته. خو دا چې هغه فرد وو او ګوند له ټولو خاميو او کچه توب سره بيا هم د سوسياليستي نظم او نړيوال ملاتړه برخمن وو نو ځکه پای د ګوند په ګټه تمام شو. ګوند وکولای شول په يوه لنډ مهال کې داوودخان د خپلو نظرياتي ملګرو په محاصره کې ايسار کړي همدا لامل وو چې د داوودخان په لومړۍ کابينه کې کمونيستانو په بېساري ډول ځای ونيوه، د نوموړي په کابينه کې پر حسن شرق برسېره د پرچم ګوند لاندې عنصرونه د وزيرانو په توګه وټاکل شول:

فيض محمد د کورنيو چارو وزير، ډاکټر نعمت الله پژواک د پوهنې وزير، عبدالحميد محتاط د مخابراتو وزير، پاچاګل وفادار د سرحدونو چارو وزير، جيلاني باختري د ببرک کارمل د ترور زوی د کرنې وزير، محمد خان جلالر د سوداګرۍ وزير، او سعيد افغاني د وزارت د رتبې په ساتلو سره د تمييز رئيس[12].

د اسلامي نهضت ځپل!

د دغسې يوې خطرناکې محاصرې او پراخه دولتي نفوذ په تعقيب، پرچميانو ټول هغه فکتورونه په نښه کړل چې په يوې ډېر دقيقې حسابونې سره يې کمونيستي راتلونکی ننګاوه، اسلامي نهضت چې د مشروطه شاهي په کلونو کې يې چپي ګوندونه په يوې بېسارې نظرياتي جدل کې مات کړي وو، په دغه دوره کې د سوسياليستي قهر په تمرکز کې واقع شو، اجباري تبعيدونې، تعقيب او څار، بنديخانې او اعدامونه هغه څه وو چې اسلامي نهضت يې بد وځاپه.

پر اسلامي نهضت د داوود رژيم د پراخو ظلمونو تر شنلو مخکې ددې اړتيا ده چې لومړی د اسلامي نهضت پر مفهوم، اړتيا، ځنډني پيل، او بنسټونې خبره وکړو:

د اسلامي نهضت مفهوم او اړتيا!

اسلامي نهضت، اسلامي ويښتابه، اسلامي حرکت، اسلامي تحريک او دېته ورته نومونه د يوې اساسي اړتيا له مخې په اسلامي نړۍ کې د نوللسمې او شلمې پېړۍ په اوږدو کې رامنځته شوي دي. دا هغه مهال وو چې عثماني خلافت په ترکيه کې د داخلي او بهرنيو فکتورونو پر بنسټ مرګونی انجام اخېسته، عثماني خلافت خپل ټول عظمت، وياړلی تاريخ، او شاندار او فاتح ماضي د لويديز د توطيو او  داخلي ذليلو قوم پرستيو، فرقه ايي شخړو او مناظرو او علمي جمود له امله د فنا کندې ته غورځاوه. نور نو عثماني خلافت ورو ورو خپل مرجعيت له لاسه ورکاوه، عربانو د مسلمان سلطان پر ځای د انګليس جاسوس لارنس لاسونه ښکلول، مصر د بې دينۍ، نسواني حرکتونو (فيمينيزم)، او غرب زده ګۍ لويدلي مانورونو اخېستی و، ايران د فرقه ايي غرور له نيلي پر خلافت ټکانونه کول، او ترکانو ددې ټولو په مقابل کې خپل توراني اصالت د خپل پر مختګ رمز ګاڼه... او له دې ټولو منافقتونو او کمزوريو انګليس په حساب شوي شکل ګټه اخېسته.

دا يو کشمکش وو، عثماني خلافت د اروپايي شريانو له خوا د مريض جسم پر سرطان اخته وو، په لومړۍ نړيوالې جګړې کې چې کله بخت ياري ورسره ونه کړه نور نو د کشمکش دغه حياتي جګړه د لويديز د چلوټو پر برياليتوب تمامه شوه. مريض جسم سلګۍ ووهلې او ميراث يې د تورانيانو، او عربي وحدت په نوم تر شلو زيات عربي هيوادګوټي وزېږول..

دا پوښتنه چې ايا اسلامي حرکت يوه اړتيا وه که محض تنظيمي شوق؟ د پورته تمهيد په رڼا کې ډېر سپين ځواب لري، کله چې خلافت ړنګېږي، کله چې په اجتماعي، سياسي، اقتصادي او د ژوند په عملي برخو کې دين له نقشه غورځېږي، کله چې اسلامي امت د خپل وجود په تاريخ کې په لومړي ځل دا تجربه اخلي او ګوري چې بچيان يې دين د حکومت، اجتماع، سياست، اقتصاد او ژوند له عملي برخو ټيټ بولي، کله چې په لومړي ځل په امت کې داسې کسان پيدا کېږي چې دين او دينداري يوازې د فرد او خدای تر منځ فردي اړيکه بولي او کوم اجتماعي عهد او نظام يې نه ګڼي... هلته چې په مصر کې علی عبدالرزاق د (الاسلام و اصول الحکم) او طه حسين د (فی الشعر الجاهلی) په نوم کتاب د ورته هدف په خاطر ليکي او اسلام په کې يوازې معنوي دين بلي... او د هند په نيمه وچه کې سر سيد احمدخان او نور لاسپوڅي اسلام د سياست او جهاد له منارو راکوزوي.. هلته چې هويتونه نوی رنګ اخلي او د ديني او فکري ورورۍ اړيکې پر قومي، ژبنيو او وطنيو بنسټونو درېږي... او هلته چې اسلام له مرجعيته غورځېږي نو ايا بيا به هم د اسلامي نظام د رامنځته کولو په موخه اسلامي نهضت او حرکت يوه اړتيا نه وه؟

د عثماني خلافت ددغه رنځېدلي حالت په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره افغان سيدجمال الدين رحمة الله عليه د اسلامي ويښتابه مسئوليت ته اوږه ورکړه، د افغان سيد د مبارزې په دوران کې د جماعت اسلامي اصطلاح کارېدله، په دې اړه استاد يوسف القرضاوي وايي: (د افغان سيد جمال الدين او امام محمد عبده په عصر کې د اسلامي تمايلاتو د استعمال وړ مشهوره اصطلاح او تعبير (جماعت اسلامي) و، په عروة الوثقی کتاب او همداراز د استاد محمد عبده او استاد رشيد رضا په مقالو کې دا اصطلاح ډېره کارول شوې ده)[13].

په هر صورت افغان سيد د استعمار پر ضد پراخه مبارزه وکړه، انګليس يې مسلمانانو ته وپېژاند او د هغوی پر ضد يې د پارېدنې شعور په کې پخاوه، هغه مسلمانان يووالي (پان اسلامېزم) ته راوبلل نوموړي د خلافت د ژغورنې ډېرې هڅې وکړې خو متاسفانه د سلطان په ماڼۍ کې توطيه ګرو هغه ونه زغمه او بالاخره دغه نه زغم خلافت له وژونکي انجام سره مخ کړ. 

د افغان سيد د مبارزې بنسټونه دا وو: اصيل اسلام، عقل، د علماو ارزښت، انقلابيتوب، د اسلامي نړۍ له ستونزو ژوره پوهه، د ړانده تقليد نفی کول، او دين له ګردونو پاکول. د افغان سيد تر ويرجن وفات وروسته دغه مسئوليت ته په علمي او فرهنګي اړخ کې استاد محمد عبده او په سلفي برخه کې استاد رشيد رضا پراخه کار وکړ.

بالاخره په مصر کې شهيد امام حسن البنا رح او د هند په نيمه وچه کې مولانا سيد ابوالاعلی مودودي رح راپورته شول، دا هم يو عجيب تصادف دی، دې دواړو شخصيتونو دداسې اسلامي حرکتونو بنسټونه کېښودل چې د يوبل په نه پېژندلو او نه درک کې يې فکر، او کار ډېر زيات ورته وو. دا چې دغه کار په عين نه همغږۍ کې سره ورته وو زما په خيال يو لامل يې دا هم کېدای شي چې په دواړو هېوادونو کې افغان سيد، مبارزاتي او وجودي شتون درلودلی وو، نو ځکه ښايي ددې دواړو اسلامي حرکتونو پر بنسټونې او امتداد د افغان سيد جمال الدين د اسلامي ويښتابه مبارزو اثر غورځولی وي. هلته چې افغان سيد په هند او مصر دواړو هېوادونو کې خلک د انګليس پر ضد پارول نو په څنګ کې يې ورته د اسلامي اتحاد او يووالي پاخه درسونه هم ورکول.

سره له دې چې د هند په نيمه وچه کې اسلامي حرکت د اسلامي تحريک په  نوم يادېږي او خپل نوم يې جماعت اسلامي دی خو په مصر کې بيا اخوان المسلمون او په نورو هېوادونو کې ورته منسوب حرکتونه د اسلامي حرکت په نوم يادېږي.

دا چې اسلامي حرکت دی څه شی؟ په دې اړه شيخ استاد يوسف القرضاوي وايي: له اسلامي حرکته زما مقصد په ټولنه کې د اسلامي حاکميت د بيا راګرځولو او د اسلام پر بنسټ د ژوند د ټولو بعدونو اداره کولو په موخه ولسي، ډلييز او سازمان شوی کار دی[14].

په دې ډول هغه اسلامي حرکت چې امام حسن البنا شهيد يې بنسټ کېښود هغه اصلاً د اسلام احيا او تجديد وو، او ددې په موخه اسلامي حرکت اسلام له ګردونو راوويست او خلکو ته يې د هر اړخيز نظام په توګه تقديم کړ. اخوان المسلمون په همدې موخه خپل حرکي ژوند د اسلام پر شمولي اډانه کې وپييه، او په تربيتي، اجتماعي، اقتصادي، سياسي، فرهنګي، جهادي، دعوتي، فکري او علمي ډګرونو او د ژوند په ټولو برخو کې يې اسلامي تجربې عملي او وړاندې کړې.

د اسلامي نهضت ځنډنی پيل، ولې؟

د مصر، عربي نړۍ او هغه مهال هند په نسبت افغانستان ډېر سنتي هيواد وو او دی. دلته له پېړيو پېړيو اصلاً ددې تصور موجود نه وو چې اسلام دې له فيصلو، محکمو او حتی دولتي موقفونو ووځي. تاريخ په دې ګواه دی چې سلطان محمود غزنوي رح، ستر احمدشاه بابا رح، ميرويس نيکه رح ټولو د ديني مراجعو فتوی اخېستي او په داخل او بهر کې يې په ديني بنيادونو جګړې او سولې کړي دي. که احمدشاه بابا هند ته تلو نو د شاه ولی الله رح په غوښتنه او فتوا به يې لښکرې هلته د مستضعفو مسلمانانو د ژغورنې په موخه لېږدولې.. او که ميرويس نيکه د ګرګين اورمېږ ماتاوه نو يې د حج په موسم کې له علماو دغسې فتوا اخېستې وه... تر دې وروسته چې کله د معاصر افغانستان تر بنسټونې وروسته سياستونو نوی رُخ واخېست، انګليس سيمې ته راغی او نظامونو خپل سنتي اصالت ورو ورو عصري کاوه، خو بيا هم د افغان پر خاوره اسلامي اصالت دغسې پردي هويت ته اجازه ورنه کړه... دلته کله هم اسلام له محکمو ونه غورځېد، دلته تر ډېر مهاله پاچا او دولت اسلام د فرد او خدای تر منځ فردي اړيکه ونه بلله، او دلته که جګړه وه او که سوله خو اسلام په سنتي ډول په کې غوڅ او ټاکونکی وو. ددې ځای انګليس ضد غزاګانې د اسلامي روحانيونو مشرۍ نه شي هيرولای دا ټولې کيسې زمونږ د هېواد تاريخ کې خوندي دي. حتی امير امان الله خان چې هم د انګليس پر ضد د خپلواکۍ اعلان کاوه هغه هم له دې چارې مجبور وو، هغه ملت او اردو ته په لومړۍ وينا کې ويلي وو: (ای د افغانستان بااحساسه ملته! راځئ چې د خدای تعالی شکر ادا کړو، کوم ذات چې زوال نه لري او د جنتونو او زمکې خالق دی. زمونږ د سوځلي زړه او د اوښکو ډکو سترګو په ترڅ کې يې زمونږ حکومت د بربادۍ او ګډوډۍ څخه وژغوره او زمونږ اسلامي حکومت ته يې د قوت او آزادۍ نور ځواک وروباښه... دمحمدي شرعې، د ملکي او پوځي قانون اطاعت چې په ډېر احترام يې درناوی کېږي، د افغانستان ملت وجيبه ده چې اطاعت يې وکړي او په دې هکله افغان ملت پوره شهرت لري)[15]. خو کله چې همدغه امير امان الله خان د اروپا په اوږده سفر کې د لويديز له فرهنګ نه هومره متاثر شو چې د خپل ملت همدغه سنتي نزاکتونه يې له سترګو وغورځېدل بيا نو د انګليس پر ضد غازي امان الله خان هم د ملت له سترګو داسې وغورځېد چې لږ تر لږه روم ته په تېښته بريالی شو.

دلته خلکو تر ډېره ديني خلا نه محسوسوله او د ملت ديني تنده تږې پاته نه وه... همدا لامل دی چې په دغسې ژورې سنتي ټولنې کې منظم اسلامي حرکي کار له نورې نړۍ سره په هم مهال ډول راغبرګ نه شو،   يوازې افغان سيد جمال الدين دلته د دولتي، نظامي، مطبوعاتي، تعليمي او نورو برخو کې د عصري کولو او بنسټيزه کولو هڅې وکړې او دلته يې ځينې شاګردان وروزل خو هغوی هم لکه چې ددې ځای لومړيتوبونه په همدغه پرمختيايي او عصري کېدنې کې انګېرلي وو او دا ځکه چې دلته اسلام په يو ډول طبيعي او عملي بڼو شتون درلود. دلته خو د اسلامي اقدارو د ساتنې حال دا وو چې تر (۱۳۳۰هـ ش/۱۹۵۱ ميلادي) په راديو افغانستان کې ښځينه سندره چا اورېدلې نه وه.

له سنتي ځانګړتيا سره په خوا کې افغانستان لوستي هم ډېر کم درلودل، په کليو او بانډو کې به په ډېر سخته داسې څوک پيدا کېده چې کوم ليک دې اړمن کس ته ولولي.. په ډېر کمو مسجدونو کې به له علمي مدرسو فارغ شوي علما ميندل کېدای شوای، ډېری  يې داسې ملايان وو چې يوازې فقهي واړه کتابونه يې لوستي وو.. په لومړي ځل په کابل کې د پخواني پآچا محمدنادرخان د واکمنۍ پر مهال محدود پوهنځي جوړ شول چې هغه هم د پوهنې وزارت پورې اړوند وو.. بيا د پخواني پاچا محمد ظاهر خان پر مهال پوهنتون رامنځته شو. نو دا چې د اسلامي نهضت د طبعيت له مخې چې پيل يې پر نخبه ايي دعوت متمرکز وي او دلته په دغه تناظر کې کدرونه او د ودې چاپېريال موجود نه وو نو ځکه اسلامي نهضت ځنډنی پيل اخېستی دی.

په دې اړه بله خبره له نورې نړۍ سره د افغانستان د علمي او فرهنګي اړيکو ډېر کمزوری شتون وو، دې ستونزې زمونږ هېواد تر ډېره د نورې نړۍ له علمي، سياسي او اقتصادي پرمختياو په تيارو کې وساته. او اسلامي نهضت هم په دغسې يوه اړيک پريکون کې تجسم نه شو ميندلای.

اختناق بله هغه قضيه ده چې ټولې سياسي اجتماعي مبارزې يې بېساري ځپلي دي. کله چې د اختناق دوره يادوو نو د محمد هاشم د صدارعظمۍ اوولس کلنه دوره په کې بېسارې ده او ورپسې په دويم قدم کې د محمد داوود لس کلنه صدراعظمي هم ترې په استبداد کې کمه نه ده. په دغو ټولو دورو کې پر سياسي اجتماعي غورځنګونو قدغنونه لږېدلي وو.

اسلامي فعاليتونه!

کله چې د پاچا محمد نادر خان تر وژنې وروسته محمد ظاهر خان د خپلې پاچايۍ په اوږدو کې د شاه محمود خان د ديموکراسۍ لسيزې، او وروسته د يوې بلې شاهي مشروطه لسيزې په وساطت سياسي ګوندونو ته د ودې چاپېريال برابر کړ. همدغه مهال وو چې سوسياليستي خوځښتونو سياسي ميدان مغلوب کړ او دوی په کې بې رقيبه د خپلې فلسفې نغارې ډنګولې. دا نو د شوروي د هغه وارداتي فلسفو د پړسېدلي عروج زمانه وه چې اسلامي نړۍ يې د تشدد او کودتاګانو په عذابونو اخته کړې وه. دلته هم محمد ظاهر شاه او وروسته محمد داوود د اردو نظامي افسران په خپلو لاسونو شوروي ته د روزنې په موخه ولېږل هغه چې بيا د ټوپک د ټکانونو سره په خوا کې د فلسفو او انټر ناسيونالېزم ملي ضد مفکورو سره هېواد ته لکه افت راننوتل، هغوی بيا لومړی ظاهر شاه او په دويم قدم کې داوودخان راوپرزول... په همدغه زمانه کې کابل پوهنتون د سياسي مانورونو او تجربو ځای وو، افغانستان په لومړي ځل سياسي ازادۍ ليدلې، لومړی ځل وو چې خلکو په ډاګه له خدايه انکار کاوه، لومړی ځل وو چې پر محمد صلی الله عليه وسلم کاريکاتورونه جوړ شول، او مرد نه زن په نوم يې شان ته سپکاوی وشو، دلته ديني ارزښتونه بېساري وننګول شول او دا چې اسلامي دې د حکومت وړتيا او ځای ولري دا خو بيخي ملنډې وې... د همدغسې يوې دردوونکې وضعې په اړه د اسلامي نهضت له موسيسينو شهيد انجنير سيف الدين نصرتيار، په ۱۳۵۱ ثور کې په پارک زنګار کې يوې غونډې ته د وينا په ترڅ کې وويل: (کله چې په پوهنتون کې ددغو فاسدو انسانانو له لاسه، ددغو لږ شمېر مزدورانو له لاسه هغه چې خپل شعور او حيثيت يې خرڅ کړی دی يوه مسلمان لمونځ نه شو کولای، او روژه يې نه شوه نيولای، زمونږ يو مسلمان او مبارز ورور هغه مهال يو شعار ورکړی وو، چې (مرګ د شرق پر استعمار) هغه په خوله سوکان خوړلي وو. زمونږ هغه ملګری عبدالرحيم نيازی وو، هغه چې د لومړي ځل لپاره شعار ورکړی وو لغته او سوکان يې خوړلي وو...)[16].

ورو ورو د خلکو احساسات پارېدل، کابل پوهنتون هم يوازې د کابل د هغو چپيانو بچيان نه درلودل چې اسلام يې د ټولنې اپيوم باله.. بلکه هلته د ولس هغه ځوانان هم په پراخه پيمانه تللي وو چې د اسلامي او ملي مشروع ارزښتونو په ننګه بې پرې پاته کېدل ورته ستر شرم او ګناه ښکارېده. دا د غبرګون زمانه وه، او دلته هر مسلمان شخصيت او جريان په خپل اند اسلامي او ملي غبرګونونه ښکاره کول، يو غبرګون د مرحوم محمد يونس خالص بابا وو، هغه وايي: (زمونږ يو تنظيم په نوم د حزب التوابين باندې جوړ کړلو او هغه تنظيم کې ګهيځ صاحب دې خدای وبښي، هغه هم شامل شولو هدايت صاحب دې خدای وبښي هغه هم زمونږ سره شامل شولو او د هغه اصلي هدف دا و چې په عام معارف باندې سلطه پيدا کړي، په داسې معارف باندې نه چې هغه د حکومت په چوکاټ کې وي، بلکه د هغه نه بهر مدارس جوړ کړي او هلکان وروزي، يو دبل سره يې اشنا کړي او د سيمو ځوانان و اسلامي رشد ته ورسېږي او د وطن او وطنوالو لپاره د قدر وړ خدمتونه وکړای شي)[17]. د مرحوم خالص بابا له وينا څرګندېږي چې ددوی تمرکز پر ديني مدارسو وو، دوی غوښتل چې داسې مهذب ځوانان ټولنې ته وړاندې کړي چې اسلام خلکو ته په سمه معنا کې تقديم کړي او هېواد ته ريښتينی خدمت وکړي. همدغه هدف دوی د اسلام په ننګه سره رانزدې او راټول کړي وو.

د حزب التوابين له شتون سره په څنګ کې د شهيد منهاج الدين ګهيځ رح په مديريت کې د ګهيځ خپرونه يو بل غبرګون وو، دا يوه انقلابي رسنۍ وه چې په لوستو او علمي خلکو کې يې اسلامي فکر، شعور او اقدارو ته وده ورکوله.  ګهيځ صاحب په ټوله کې د اسلامي حرکت (اخوان المسلمون) ادبيات خپرول او دا ادبيات پر اسلامي فکر راټول وو. نوموړي په قلمي سنګر کې د اسلام پالو ملاګانې تړلې او پر کمونېزم يې ټکونه کول، دغه بېسارې ننګه کمونېستانو او کی جي بي ته منلې نه وه او بالاخره يې دغه د قلم او ادب سړی او دا د اسلامي فکر غيرتي حامل او داعي په يوې تره ګرې هڅې کې شهيد کړ.

په همدغسې يوې بلې بېلګې کې علماو هم د پرچم په اخبار کې پر لينن د بارق شفعي د درود او ليکنو له کبله غبرګونونه وښودل او پلخشتي مسجد ددغو لاريونونو او غبرګونونو کوربه وو. هغه چې بيا پاچا او د پاچا زوم سردار عبدالولي خان په بېساري ډول وځاپه...

پروفيسور صبغت الله مجددي هم پر محصلينو د کار خبره خپل ځانته منسوبوي، هغه وايي: (د پوهنتون هلکانو يو څه حرکت شروع کړی و، هغه هم ما تحريک کړي دي، خدای شته تحريک زما داسې وو چې يو جومات و، پوهنتون ته نزدې، دې ته به د جمعې په ورځ زه راتلم مونځ به مې کاوه، دلته د پوهنتون هلکان راتلل ما ورته د اسلام په باره کې خبرې کولې، دوی ويل دا اسلام چې تاسو وايئ دا مونږ نوی اورو دا نوې خبره ده، بيا زما کورته لس لس دوولس تنه ددوی راتلل معلومات يې اخېستل ما ورته ويل چې دغه اسلام دی. دغه انجنير احمدشاه ماته همېش راته ده ته ما کتابونه ورکول ده ته ما درسونه او په اسلام کې معلومات ورکول بيا يو صوفی قربان يې کاوه چې اوس هم د جمعيت سره دی هغه به راتلو. استاد رباني ته مې ويل چې د خدای لپاره ته راشه، ته په پوهنتون کې درس ورکوې، ته کولای شې چې هلته ددغو کسانو رهبري وکړې، دايې نه کوله!)[18].

په همدې ډول ځينې هغه محصلين او د پوهنتون استادان چې ازهر ته د زده کړو لپاره تللي وو هغوی هم هلته د اخوانيانو مبارزه له نزدې کتلې وه، د هغوی فکر او نظريه يې له ځان سره کابل ته راوړې وه... خو دا ټول کارونه په همغږۍ کې نه وو، هر چا هر ځای د خپل احساس سره سم غبرګون ښوده او په دې ډول په انفرادي او جزيي شکل ځای ځای د کمونېزم ضد احساسات په پارېدو وو.

اسلامي نهضت/جوانان مسلمان!

نور نو ددې شديده اړتيا وه چې يو منظم غبرګون ددغه ځپونکي او پردي فکر په وړاندې د مقاومت او سيالۍ سينه وټپوي مبارزه وکړي او اسلام او ملت ددغو منحوسو ماديانو په بې دينۍ کې له سقوطه وژغوري.

د کمونيستانو لنډپارو، کينه ګرو او اسلام ضد فعاليتونو داسې ځوانان وپارول چې قربانيو او رشادتونو يې په افغانستان کې د اسلام او ملت راتلونکی له کمونيستي سقوطه وژغوره، دغو ځوانانو په خپلو بې پنا مبارزو او بې انډوله ايډيالوژيکي او وروسته بيا وسله واله جګړه کې اتلولۍ وګټلې هغه چې که په کابل پوهنتون کې يې د محصلينو غوڅ اکثريت ګاټه او په مظاهرو او ميټينګونو کې يې کمونيستي لوښي پر بېسارې ماتې غورځول نو له بلې خوا يې په نزدې راتلونکي کې د کمونېزم په وسله واله تپل شوې جګړه کې افغانستان د داسې ګټې پر کرښه ودراوه چې يوازې خپل ملت نه بلکه نړۍ يې د کمونېزم له وحشي منګولو او استعماره وژغورله... هو! کابل پوهنتون د خپل تاريخ په پيچ وخم کې د پسرلي هغه شپه خوندي کړې چې د کمونېزم پر ضد پارېدلي ځوانان په کې راټول شول، دا د ۱۳۴۸ حمل مياشت وه، باران ورېده او ځوانانو په کې ژمنې کولې په دوی کې استاد عبدالرحيم نيازی رح د سر سړی راووت او خپل ورونه يې پر اسلامي کار داسې متعهد کړل چې بيا يې نو د قرآن کريم دا ايت پر ژوند ډېر مخلصانه عملي کړ: مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً... دوی ډېر ابتدايي وو او له دې ناخبره چې د افغانستان راتلونکی به ددوی مبارزو پورې تړل کېږي.. دوی يوازې اخلاص او للهيت سره راټول کړي وو ددوی د پېژندګلوی ځای هم څومره سپېڅلی وو؟ هو! دوی يوبل په مسجد کې پېژندلي وو.. دوی يوه فکري خلا پر اسلامي توکيو او ارزښتونو ډکوله او دوی ميدان له کمونېزمه ګاټه... دوی وسيلې او ماديات نه درلودل خو هدفونه يې ستر وو، سترګې يې پر اوږده راتلونکي وې، حوصلې يې پر تاترو راتاوېدې، او ژمنو يې ماته نه پېژندله او عزم يې تذبذب... او دا ځکه چې دوی د اسلامي کار او فعاليت د يو منظم نهضت رهبران وو... دا د افغان تاريخ هغه ميړونه وو چې له خپلو ژمنو سره يې غدر ونه کړ دوی خپلو لارويانو ته په خپلو قربانيو، زندانونو او اعدامي شهادتونو بېسارې بېلګې او قدوې پرېښودې...

هو دا استاد عبدالرحيم نيازی رح وو چې پر ځان يې نور يوولس ياران راټول او په لومړي ځل يې په افغانستان کې د اسلامي نهضت (جوانان مسلمان) پوخ بنسټ کېښود. د اسلامي نهضت بنسټګر ځوانان په لاندې ډول دي:

مرحوم استاد عبدالرحيم نيازی، شهيد مولوي حبيب الرحمن، شهيد عبدالقادر توانا، شهيد ډاکټر محمد عمر، شهيد انجنير حبيب الرحمن، شهيد انجنير سيف الدين نصرتيار، شهيد غلام رباني عطيش، شهيد سيد عبدالرحمن، شهيد استاد ګل محمد، شهيد استاد عبدالحبيب حناني، شهيد سيد محفوظ منصور او انجنير ګلبدين حکمتيار.

د جوانان مسلمان له رامنځته کېدو سره سم د يوه منظم نهضت ځانګړتياوې رابرسېره شوې، نور نو کابل د چپي او بې دينه افکارو په وړاندې د ماتې سکوت نه درلود، نور نو هلته مظاهرې وې، مناظرې وې، غونډې وې، او د محصلينو په منځ کې د اسلامي افکارو د خپرېدو په موخه د رسالو او کتابونو خپراوی... دغه مبارک يون نور په کابل پوهنتون کې نه ځاييده او ډېر ژر يې د هېواد نورو پوهنځييو ته ليار وکړه، د ننګرهار پوهنتون د دغه اسلامي کار عمده مرکز وګرځېد، او هلته د ډاکټر شمس الحق، ډاکټر عبدالشکور او نورو شهيدانو او غازيانو انقلابي ويناګانو او تربيتي مبارزو ډېر ځوانان کمونېزم ته له ورتګه راستانه کړل... جوانان مسلمان په کابل کې د مختلفو لېسو ځوانان هم پر اسلامي محور او ليد سره راټول کړل... ددې مبارزو انقلابي غږونه ډېر زر د کابل پوهنتون له چاپېرياله د کابل زرنګار پارک او نورو برخو ته خپاره شول او هغه ځايونه د جوانان مسلمان د اسلامي داعيو او موقفونو د خپراوي مرکزونه شول... کشمکش داسې ټکرونه هم وزېږول چې په عمق کې يې چپي مائويستي مشر سيدال سخندان سيف الله بېخدا! هم خپله ستړې اروا وروستيو سلګو کې وبايلله... نور نو هلته پر دين، عالم، ږيرې، رمضاني برنامو، او پر ټولو ديني او ملي ارزښتونو د ملنډو جرائت چا نه شو کولای.

دغه سپېڅلی دعوت د افغانانو د ديني طبيعيت او جوانان مسلمان د بېسارې مبارزې او هڅو په پايله کې ډېر ژر د کابل پوهنتون سياسي چاپيريال پر خپل اکثريت راوڅرخاوه. د محصلينو په اتحاديه کې يې په لومړي وار نهه، په دويمه پلا دوولس او په درېم وار دوه ثلثه څوکۍ وګټلې.

شهيد انجنير حبيب الرحمن چې د استاد عبدالرحيم نيازي تر وفات وروسته د اسلامي نهضت د مشر په توګه ټاکل شوی وو، د جوانان مسلمان د بنسټونې په اړه داسې وايي: (در پرتو حمايه وپرورش دولت هاى غير اسلامى، جريانات كمونيستى وغيركمونيستى بيگانه از اسلام وافغانستان پديد آمد، اوضاع كاملاً مايوس كننده بود وتاريكى همه جا را نزديك بود تسخير كند ولى به خواست خداى حكيم وتوانا در ميان اين تاريكى ها نورى درخشيد ودريچهء اميدى گشوده شد وجوانان آماده براى قربانى در هرگوشه وكنار كشور با قلب آگنده از عشق وايمان بخدا براى نجات كشور شان از چنگال ظلم واستبداد واستعمار بپاخاسته وبالاخره در راه خدا براى اولين مرتبه در پوهنتون كابل با هم فشرده شدند وبا جذب سائر جوانان رزمنده مسلمان در سرتا سر كشور بموج نيرومند تبديل گرديدند و به تعقيب آن خلق مسلمان وعلماى مجاهد افغانستان كه درجستجوى گمشده خود بودند به اين موج پيوستند ونيروى پديد آمد كه دولت، جريان هاى كمونيستى وغير كمونيستى وابسته به استعمار از يك طرف وروحانيون كاذب وقلابى كه سال ها درماسك اسلاميت مُرتكب اعمال زشتى گرديده بودند، از طرف ديگر بخود لرزيدند و به تلاش در آمدند كه چگونه در راه اين نهضت سنگ اندازى كنند)[19].

داودخان ولې "جوانان مسلمان" وځپه؟

له بده مرغه داوودخان د خپل هېواد پرمختګ د اسلامي ارزښتونو په تدريجي شاته کولو کې لټاوه، هغه د خپل صدارت په کلونو کې د ښځو فيمينيستي ازادۍ ته د کندهار محجبې مېرمنې د ټيکريو پر غورځولو اړ کړې هغه چې له ځان سره يې د کندهار د مومن ولس بېساری غبرګون درلود. هغه په دغو تش منځو مترقي خيالونو کې د ارمان ګرا په توګه د ټولنې د واقعيتونو له درکه عاجز وو. او ځکه خو هغه له ټولو هغو جريانونو سره چې د نوموړي وړانديز شوي ارزښتونه ننګوي او پر اسلامي حلونو تاکيد کوي جوړ نه وو.

داوودخان د يو مستبد ولسمشر په توګه پر ګڼ ګونديز سېستم باور نه درلود... اسلامي نهضت د يوه متبادل، منلي او شعوري تحريک په توګه دده او دده د پرچمي انډيوالانو وړانديز شوي سېستمونه نه يوازې ننګول بلکه د بديلونو حاملان هم وو.

پرچمي عنصرونه چې دده ښي لاسونه وو يو بل عامل وو چې داوودخان يې له اسلامي نهضت سره په يوې بدرنګې جګړې او د تبعيد په ديکتاتورې رويې کې غورځولی وو، کمونيستانو ته د کابل پوهنتون مبارزه ډېره ښه په ياد وه، هغه چې په لنډ مهال کې ترې اسلامي نهضت د چارو لوری واخېست او دوی يې د يوې ماتې او نهيلي راتلونکې په اړه سوچ ته کېنول. دا ټول توکي سره راټول شول او تر کودتا وروسته يې پر اسلامي نهضت بېساري محدوديتونه، زندانونه، او اعدامونه وتپل.

اسلامي نهضت او درې ستر ګوزارونه!

اسلامي نهضت د رژزيم په اختناق کې وځپېد، جوانان مسلمان له پراخو محدوديتونو او پاپنديو سره مخ وو خو ددې ټولو په مقابل کې پرچميانو او خلقيانو د فعاليتونو پوره ازادي او د اطمينان فضا درلوده. هغوی چې ددې ولس د فکر او عقيدې وړونکي وو له استبداد او زورواکۍ سره مخ وو او هغوی چې وارد شوی فکر او سوسياليستي نظريه يې په ولس کې کرله له حاکم نظامه تقديرېدل او ملاتړ يې کېده. استاد غلام محمد نيازی رح له يو شمېر نورو اسلامي ګروهياليو سره بنديان شول، انجنير ګلبدين حکمتيار، استاد برهان الدين رباني او نور ډېر شخصيتونه پاکستان ته په فرار مجبور کړای شول او په دې ډول دولت په خپل لاس د ځان په مقابل کې مقاومت ته زمينې برابرې کړې... په هر صورت اسلامي نهضت ددغه استبداد په تيارو کې د خپلو فعاليتونو لپاره د پټو فعاليتونو په طرحه عمل وکړ او هغوی خپل تشکيلات په سري ډول پر مخ يووړل.

د داوودخان په جمهوريت کې اسلامي نهضت لاندې درې ستر ګوزارونه تجربه کړي دي:

لومړی ګوزار د اسلامي نهضت د مشر انجنير حبيب الرحمن پر شهادت وپايده. شهيد انجنير په پوځ کې د سري تشکيلاتو سنبالوونکی هم وو،  نوموړی يې د ۱۳۵۲ ه ش په قوس کې د رژيم پر ضد د کودتا په تور ونيوه. انجنير حبيب الرحمن، د تاريخ دغه ستر مېړه د ډېر سختو شکنجو او تعذيبونو په پای کې د رژيم د ملحدو عناصرو له خوا پر اعدام محکوم او بالاخره د ۱۳۵۳په اسد مياشت کې په شهادت ورسېد. د دغه ستر مېړني په شهادت کې هم د کمونېستانو لاس ډېر څرګند وو، او دغه ستر ناورين او جنايت  د پرچم ګوند غړي داخله وزير فيض محمد ته منسوب دی.. د شهيد انجنير حبيب الرحمن د شهادت په اړه د نوموړي خورين، استاد عبدالوهاب عابد وايي چې: (نوموړی د داوود د رژيم د پېژندلو کمونيستانو په دستور او د داخله وزير فيض محمد خان په نېغې رهبرۍ نيول شوی وو. د شهادت په اړه يې مختلف روايتونه شته ، البته هغه ډول چې خپله خور يې کيسه کوي: کله يې چې نوموړې د شپې له خوا د دهمزنګ له زندانه ويستلو ، نو ټول زندانيان ترې خبرېږي او يو دم د زندان فضا د الله اکبر نارې لړزوي. په دغه مهال د وخت جلادان په وارخطايۍ سره نوموړی يوې نامعلومې خواته بيايي. د قربانۍ په ځای کې نوموړی دوه رکعته لمونځ کوي او داخله وزير درې سرتېرو ته امر کوي چې د مرميو نښه ورته ونيسي او ټکان پرې وکړي خو هغوی نوموړي ته د مرميو د نښې نيولو جرائت نه مومي او داسې احساس کوي چې مرمۍ بېرته دوی ته راګرځي، تر دې چې داخله وزير (فيض محمد) خپله مداخله کوي او دغه مېړنی انسان په شهادت رسوي... د شهيد انجنير حبيب الرحمن د خور بي بي په حواله استاد عبدالوهاب عابد وايي چې، کله يې خور د راديو له لارې د شهادت خبر واورېد نو خپله داسې کيسه کوي چې تر دوه ورځو پورې مې نه اوښکې درېدلې او نه مې خوب درلود، تر دوه ورځو وروسته لږه خوبولې شوې وم چې شهيد انجنير مې په خوب کې وليد او زه يې مستقيماً مخاطبه کړم: ما درته نه وو ويلي چې دا لاره د نېکمرغۍ او برياليتوب لاره ده او په دې لاره کې بايد صبر او استقامت ولرو. نوموړی په ښکلو جامو کې وو او ويل يې چې دا زمونږ لاره ده او دا زمونږ مرام دی، کوم څه مې چې له خدايه غوښتي وو هغه ته ورسېدم)[20].

دويم ګوزار د اسلامي نهضت د دغه وياړلي او مېړني مشر تر شهادت وروسته په نظاميانو کې د اسلامي نهضت د پلويانو پراخو نيونو ته منسوب دی. کله چې انجنير حبيب الرحمن بندي شو، پر ځای يې انجنير ګلبدين حکمتيار نظامي اړيکې سنبالې کړلې. انجنير حبيب الرحمن د نرم کاغذ پر مخ ټول نظامي اسرار انجنير حکمتيار ته ولېږل او هغه نظامي اړيکې له سره نوې کړې. په دغه مرحله کې د زرهدارو څلورمې فرقې رئيس ارکان جګتورن شېرعلي او د هوايي ځواکونو د يو غونډ قومندان ډګروال ضياالدين په شمول يو زيات شمېر افسران د نظام پر ضد له اسلامي نهضت سره ولاړ وو. دغه طرحه دولت ته افشا شوه او په تعقيب يې په پوځ کې د اسلامي نهضت زښت ډېر پلويان ونيول شول.

او بالاخره درېم مورد د اسلامي نهضت هغه وسله وال غبرګون دی چې که له يوې خوا يې داوودخان په نيمه ليار کې د چپيانو په ملګرتيا پښېمانه کړ نو له بلې خوا يې په نهضت کې هم له داوودخان سره د تعامل پر دريځ اختلافونه رامنځته او په پای کې يې اسلامي نهضت د حزب اسلامي افغانستان او جمعيت اسلامي افغانستان پر تنظيمي انشعاباتو وويشه. دې مرحلې ته د تېرو هغو په نسبت کره ترتيبات نيول شوي وو، پلان داسې وو چې پر يوه وخت به په مرکز او په نښه شويو ولسواليو کې نظامي عمليات تر سره کېږي، او دغه نظامي عمليات به په اردو کې د افسرانو له قيام سره ملګري وي. په کابل، بټي کوټ، سرخرود، لغمان، پنجشېر، کشم، غزني، پکتيا او کونړ کې عمليات په پام کې نيول شوي وو. دغه عمليات بايد د ۱۳۵۴ سرطان په اته ويشتمه چې د جمهوريت د جشن له درېمې ورځې سره يې سمون خوړ هغه مهال چې داوودخان په مرنجان تپه کې د اور لوبو سياليو ته راکېوزي پيل شوي وای. خو هر څه له پلان سره سم پيل نه شول، يو اړوند کس ونيول شو، عمليات مخکې پيل شول او ځکه خو يې ډېری تر سره کوونکي د نظام له امنيتي ارګانونو له لورې ونيول شول. هغه چې وروسته يوې ځانګړې نظامي محکمې ددغو عملياتو په اړه د اسلامي نهضت درې نوميالي او تاريخ جوړوونکي مشران مولوي حبيب الرحمن، خواجه محفوظ منصور او ډاکټر محمد عمر پر اعدام محکوم کړل، دوی يې د ۱۳۵۶ سرطان په ۱۴ مه شهيدان کړل.او پر يو زيات شمېر نورو يې عمري بند وخېژاوه، هغه چې د ثور د اومې تر کودتا وروسته هغوی هم شهيدان شول.

د ۵۴ کال عمليات، کره کتنه!

د ۵۴ کال عمليات يو له هغو څرګندو غټو عواملو وو چې په اسلامي نهضت کې يې سليقوي اختلافونه د وېش پر څرګند موقف ودرول. دغه عوامل د خپلو ټولو رشادتونو سره سره تر نقد پورته نه دی، خو نقد بايد د هغه مهال له عيني او ذهني شرايطو او د داوودخان او د هغه د چپي مسلطو ملګرو د اختناق او يو طرفه اجرااتو په رڼا کې تحليل شي. د ۵۴ کال عملياتو په اړه د هغه مهال د نهضت يوه لوري داسې توجيه رامنځته کوله چې له داوودخان سره دې له نظامي درشله برخورد نه کېږي استاد برهان الدين رباني په مشرۍ د نهضت يو شمېر غړي دهمدغسې يوه تفاهم پلويان وو. دا نظريه د نهضت په ويشل شوي تنظيمي جريان کې ځانته پلويان لري. خو ددې په مقابل کې د انجنير حکمتيار په مشرۍ د اسلامي نهضت نورو لارويانو بيا د داوودخان نهضت ضد موقف ته په پام سره د خپلو غړيو د اعدامونو استدلال رامخې ته کاوه او وخت يې د تفاهم نه باله.

په هر صورت د ۵۴ کال عملياتو ته کره کتنې او قضاوتونه په خپل ځای خو هغه څه چې په دغو عملياتو مرتب شول نو داوودخان يې بد وبوږناوه او هغه يې د اسلامي نهضت په ژورو ملکي، نظامي ريښو او د ولسيتوب په لوری ددغه جريان تدريجي پرمختلنې يقيني کړ. او هغه ډېر ژر په خپلو سياستونو کې د بدلون رامنځته کولو هڅې وکړې، محمد اسحق الکو په دې اړه وايي: (دې عملياتو څرګنده کړه چې هيواد د ټولو کور دی، هر څوک په کې حق لري او نور ددغه وضعې سره اسلامي امت بې تفاوته پاته کېدای نه شي... داوودخان ژر د کابينې په ترميم لاس پورې کړ، څرګند او پېژندل شوي کمونيستان يې وايستل... داوودخان هرات ته ولاړ او هلته يې په ډاګه خپله بې طرفي اعلان کړه، دده په خوله، نوې راغلې ايډيالوژي يې وغندله، او دا يې ګناه وبلله چې څوک دی (داوودخان) کوم ګوند ته منسوب وبولي. د اردو کمونېستان چې د چنګاښ په وسيله لوړو کرسيو ته رسېدلي وو، ځينې يې غير فعالو کرسيو ته بدل شول، قادر د هوايي درستيزوال او هوايي قومندان پنجشيری اکبر مقصودي هم د وزارت په احتياط کې ونيول شول)[21].

په دې ډول داوودخان له اسلامي نهضت سره په يوې پېچلې جګړې کې کيوتی وو او دا ټولې نادودې پرې پرچمي او خلقي عنصرونو يو سوسياليستي راتلونکي ته په مقدمه کې تر سره کول.

د ملي شخصيتونو ترور!

دولت د يوې حساب شوې پلانونې پر بنسټ ټول هغه ملي لوري په نښه کړل چې له يوې خوا يې په ملت کې ځای درلود، ملي خلک وو او کېدای شوای د يوه ممکن جوړجاړي په ترڅ کې يې د چپيانو پر ځای د داوودخان پر شاوخوا کړۍ ماته او خلا يې ډکه کړې وای. کمونېستي لوښو په ډېرې زرنګۍ سره داوودخان هم له اسلامي شخصيتونو وشکاوه هغه يې د اسلامي نهضت سره په يوې نه پخلاکېدونکي جګړې کې وغورځاوه او هم يې ترې هغه ملي خلک وشکول چې ښايي دوادخان يې له دغسې يوه بوږنوونکي انجامه ژغورلای وی. په دې لړ کې تر ټولو لومړی هغوی د مشروطه شاهي دورې صدراعظم محمد هاشم ميوندوال پر کودتا تورن کړ. ميوندوال د خپل صدارت پر مهال د هيواد شموله سفرونو په ترڅ کې يو ملي شخصيت خپل کړی وو، ازادو مطبوعاتو ته يې وده ورکړې وه، او د عربو او اسرائيلو د ۱۹۶۷ کال د شپږ ورځينۍ جګړې په ترڅ کې يې په ټول اسلامي مسئوليت سره د عربو د موقف ننګه کړې وه. نوموړي له لويديز او په ځانګړي توګه فرانسې، امريکا او نورو هېوادونو سره اړيکې تودې کړې او په دې ډول يې د شوروي د نفوذ په وړاندې مقاومت پيل کړ. د نوموړي په اړه دکتور محمد حليم تنوير وايي : (ميوندوال چې يو مهم مسلمان او ملي شخصيت وو د سيمې د يوه پياوړي ژورنالست او سياستوال په توګه پېژندل شوی و. ميوندوال يو برجسته نطاق و چې د ملګرو ملتونو د سازمان په مباحثو او د هيوادونو له مشرانو سره د کتنې پر وخت يې په اسانۍ سره په خپلو رقيبانو خصوصاً پاکستانيو ديپلوماتونو برلاسي موندله. د پاکستان، هند او ايران دپلوماتانو له هغه سره په مباحثو کې د خپلو مطالبو د وړاندې کولو جرائت له لاسه ورکاوه... په خپلو بيانيو کې چې اکثره به په زرنګار پارک کې ورکول کېدې، ځان د سيدجمال الدين افغان د لارې لاروی او د هغه د اهدافو په تعقيب مکلف ګاڼه. هغه په دې اړه کتابونه وليکل او چارقل شريف يې تر تفسير وروسته په مختلفو جزو کې خپور کړ چې د هغه د انقلابي اهدافو بيانوونکی وو)[22]. نوموړی چې صدراعظم وو هغه مهال سوسيالستي ګوندونو ددې په خاطر چې هغه شوروي ضد دی مظاهرې کولې او پر هغه يې د امريکا او سيا د ځري ټاپې لګولې. نو په دغسې يوه شاليد لرلو سره ميوندوال چپيانو ته د زغم وړ نه وو، هغه ته يې د هغه د اعمالو او فکر سزاو ورکوله او ورسره په څنګ کې يې هغه نظامي افسران چې کمونيستي ضد مفکور لرله هم يو يو راټول او د اعدام سزا ته برابر کړل.

ميوندوال پرچميانو وواژه!

جګړن نبي عظيمي چې وروسته بيا د کمونيستانو په نظام کې عاليربته افسر شو د ميوندوال د توقيف دنده په غاړه درلوده. ميوندوال له ۴۲ نورو ملګرو سره ونيول شو. په دوی کې د خان محمد مرستيال، او ډګروال ماما زرغون شاه په شمول نور ډېر جنرالان، نظامي افسران او ملکي لوړ رتبه پخواني چارواکي شامل وو. د ميوندوال او د هغه د ملګرو د تحقيق او محاکمې لپاره پرچميان او د شوروي ځينې نور لاسپوڅي وګمارل شول. په دوی کې نبي عظيمي، محمد اصف الم، سرور نورستاني، غلام فاروق يعقوبي، عبدالصمد ازهر او داسې نور پرچمي قاتلان شامل وو. د تحقيق او نظامي محاکمې د غړيو په اړه د داوودخان د کابينې د ټولګټو (فوايد عامه) وزير غوث الدين فايق وايي: (د دواړو مرجعو د تحقيق هيئت له هغو خلکو جوړ وو چې له يوې سرچينې يې اوبه څکلې، دوی ټول د يوې الحادي مفکورې څښتنان او د روسيې وفادار مزدوران وو، داسې چې په سخت زړتوب، د مسلمانانو په شکنجې او ازار کې د خاصو او عامو په ژبه وو)[23]. په هر صورت دولت وروسته اعلان وکړ چې ميوندوال پر کودتا تر اعتراف وروسته د خپلې نيکټايي په واسطه ځان وژنه کړې ده. خو ايا دا هر څه ريښتيا وو؟ دا هغه پوښتنه ده چې ډېرو څېړونکو او ليکوالانو په دې اړه د نه ځواب ويلی دی.. دا يو محض بهتان دی، اصلاً ميوندوال د پرچمي صمد ازهر د بېسارو شکنجو، لغتو او ضربو لاندې ساه ورکړې ده. دکتور محمد حليم تنوير په دې اړه وايي چې: (هيئات ميوندوال په بې عزتۍ، توهين او عذاب شکنجه کړ، ميوندوال د کورنيو چارو د وزارت په زېرزمينيو کې تر شکنجو او تحقيق لاندې واقع وو... ميوندوال شپه او ورځ د صمد ازهر تر لغتو لاندې شکنجه شو تر دې چې شهيد شو)[24].

 غوث الدين فايق د تحقيق پر مهال ميوندوال کتلی او کله چې اعلان وشو چې ميوندوال ځان په نکټايي وژلی نو حيران شوی، هغه وايي: (زه حيران شوم، چې يو ورځ مخکې چې ما د تحقيق له هيئت سره هغه کتلی وو نو دريشي يې نه درلوده او کميس او پرتوګ پر تن وو، نو څنګه يې په نکټايي ځان وژلی دی؟)[25].

محکمې پر پنځو نورو تورنو د اعدام حکم وکړ، په دوی کې جنرال خان محمدخان مرستيال، ډګروال ماما زرغون شا، عارف ريکشا، ډګروال سيدامير، او مولوي سيف الرحمن شامل وو. پرچمي قاتلانو دوی په ډېر دردوونکي ډول شهيدان کړل، غوث الدين فايق په دې اړه وايي: (يو له هغو عسکرو چې د اعدام په شپه يې ګډون کړی وو د يادې شپې پر سبا يې ماته د اعدام پر موضوع داسې کيسه وکړه: د شپې په دوه بجو تورن کسان، د انضباط ټولي په ساتنه کې د څرخي پله پوليګون ته انتقال شول، د اعدامېدونکو سترګې پټې او تورې خلتې يې په سرونو او اورمېږونو کې پرتې وې، لاسونه يې شاته ولچک او د کتار په توګه قبلې خواته درول شوي وو. نبي عظيمي د اعدامېدونکو شاته په شل مترۍ کې درې کلاشينکوف په لاس عسکر تيارسۍ درولي وو. وروسته په داسې حال کې چې د پوليسو د تحقيق هيئت او نظامي محکمې ټول غړي حاضر وو، محمد اصف الم د اعدام حکم واوراوه. وروسته نبي عظيمي عسکرو ته داسې قومانده ورکړه: د انضباط د ټولي ځوانانو! د خاينينو په وژلو نښه ونيسئ! له څو ثانيو ځنډ وروسته يې (اور) وويل، ټول په نښه شوي کسان په زمکه وغورځېدل، کوم څه چې په دغه زړه لړزوونکې صحنه کې تر سترګو کېدل دا وو چې نبي عظيمي د هر اعدام شوي په سر چې ساه يې په وتو وه، درېده او په تفنګچه به يې ژوند ورته پای ته رساوه)[26]. او په دې ډول د يوې جوړې شوې او عيارې کودتا په پلمه، ملي او د کار خلک دغسې په وحشي توګه له منځه يووړل شول.

د جنرال ميراحمد شاه کودتا!

کمونېستانو په خپل ټول وس سره ددې هڅه پيل کړې وه چې اردو له مخلصو، ملي او مسلمانو شخصيتونو پاکه کړي، په دې لړ کې هغوی لومړی جنرال مستغني چې د لوی درستيز په توګه يې دنده درلوده او په اردو کې د کمونيستانو د فعاليت سرسختانه مخالف وو استعفا ته اړ کړ. وروسته يې بيا جنرال ميراحمد شاه ته خيالي کودتا منسوبه او په تعقيب يې بندي کړ. د جنرال ميراحمد شاه ګناه دا وه چې هغه د کمونيستانو سر سخت مخالف وو. هغه د کمونيستانو تر کودتا وروسته په زندان کې په ډېر ظالمانه ډول شهيد کړای شو.

محمد موسی شفيق!

محمد موسی شفيق په ازهر کې په اسلامي حقوقو کې لسانس او فوق لسانس او وروسته يې په امريکا کې هم لوړې زده کړې وکړې. تر صدراعظمۍ مخکې يې په عدليې وزارت کې مختلفې دندې او ورسته يې په بهر کې د سفير په توګه وظيفې تر سره کړې وې. کله چې شفيق د عبدالظاهر تر صدارت وروسته صدراعظم شو نو يې د نوښتګرو ځوانانو ټيم ځآنته جوړ کړ او په راتلونکيو ټولو انکشافاتو کې يې ترې ګټه واخېسته. هغه په بهرني سياست کې هڅه وکړه چې پر شوروي تر حده ډېره اتکا له منځه يوسي او له عربي او غربي نړۍ سره يې د اړيکو پر غوړېدا کار وکړ. نوموړي همداراز د هلمند د اوبو معضلې ته د ګڼو اختلافاتو سره سره پای کېښود. ويل کېږي چې پاچا هغه ته په چارو کې پوره واک ورکړی وو او موسی شفيق هم له دې واکه پوره ګټه پورته کړې وه. هغه ابتکارونه پنځول او پاچا د هغه نوښتونه د خپل لړزېدلي سلطنت د ټينګښت لپاره بېساري بلل. هغه يو بې نوښته صدراعظم نه وو او يوازې د پاچا د کولو او نه کولو امر ته يې نه کتل.

موسی شفيق په راديو افغانستان کې پنځه وخته اذان لازمي کړ، په کابل کې يې د حاجي يعقوب جومات ته مخامخ د شهر غلغله په نوم د مستيو او عياشيو مرکز وتړه، هغه همدا راز په کابل کې يوه جوړېدونکې کليسا له بېخه ړنګه کړه او د هغو خلکو د محاکمې امر يې وکړ چې د کليسا په پرمختيا کې شريک وو. په دې ډول نو هغه يو اسلامي شخصيت خپل کړ او د دکتور محمد حليم تنوير په وينا چې: (په واقعيت کې شفيق، خلکو د اخواني په نامه پېژاند او هغه د مسلمانانو خواته تمايلات درلودل)[27].

بالاخره د داوخان د کودتا په بريالي کېدو سره يې دغه ملي اسلامي شخصيت د زندان تورو تمبو شاته وغورځاوه، هغه يې څوکاله په زندان کې وساته او شکنجې به يې ورکولې، دکتور محمد حليم تنوير په دې اړه وايي: (کمونيستانو غوښتل چې هغه هم لکه محمد هاشم ميوندوال د يوې توطيې په واسطه له منځه يوسي. د زندان په لومړي کال محمد موسی شفيق په يوه نمناکه زېرزمينۍ کې تير کړ چې پښې يې له حرکته پاتې وې. هغه دوه نيم کاله په زندان کې پاتې شو)[28].

کله چې کمونيستانو کودتا وکړه يو ځل بيا يې موسی شفيق ونيو او دا ځل يې هغه داسې بندي او شکنجه کړ چې تاريخ به يې هير نه کړي. هغه يې په بېساري ډول تعذيب کړ، کمونيستانو د خپل وحشي سلوک او سټاليني تعذيب په لرلو سره هغه دومره وکړاوه چې هغه د شوروي د بيريا جرمونه هم ورته ګوته په غاښ وو. محمد اسحق الکو د موسی شفيق د شهادت په اړه وايي: (د څارندوی بدنامه ساتنمن عزيز نومی چې اکبري يې تخلص کاوه د امين د اطلاعاتو د سازمان (اکسا) مرستيال و، ده په خپل لاس د محمد موسی شفيق د وژنې او د هغه د روحي او جسمي ځور بيان کاوه او حتی په خبرو کې يې هم پر هغو جناياتو خوند اخيسته، ده به داسې کيسه کوله: "شفيق به مو کله په خاورو کې واچاوه او کله به مو راکش کړ، بيا به مو په پښو کې فيرونه ور وکړل، زخمي به شو او وينې به ترې توييدلې، کله به مو ټوپک او کلاشينکوف پرې ونيوه، بل مامور به به راغلو عذر به يې وکړ، نی با صدراعظم صاحب بايد از انسانيت کار گرفته شود، ا گر کشته ميشود بايد با اب و عزت کشته شود، بيا به همدا بل تن چې عذر به يې وکړ تر ټولو بدې ملنډې پرې وهلې، اکبري دا هم زياته کړه چې شفيق به عذر وکړ، نکنيد، نکنيد، مرا نکشيد! څو ساعته به دې ساعتيرۍ دوام پيدا کړ تر څو شفيق شهيد شو، که نن شفيق ژوندی وای ممکن په جهاد کې يې لويه برخه اخېستې وای ")[29].

اختناق او بېنظمۍ په اوج کې دي!

محمد داوودخان د يوه فرد په توګه کودتا وکړه، پرچميانو ورسره د خپلو ارمانونو د تحقق په موخه همکاري کړې وه. د کودتا وروسته مرحله کې داوودخان د خپلو ارماني غوښتنو د پوره کولو په موخه کوم متعهد کدرونه نه درلودل، د هغه په شاوخوا کمونېستانو او ځينو داسې د وخت خلکو کړۍ راتاوه کړې وه چې هغه يې د حقيقتونو له درک نه په واټنونو لېری ساتلی وو. داوودخان په هر څه کې خپله خبره وروستۍ بلله. همدا لامل وو چې هغه موثر سلاکاران نه درلودل، هغه دايمي دوست او دايمي دښمن نه درلود بلکه وخت پر وخت به يې خپل دوستان او دښمنان له نوي سره ټاکل. د هغه سياسي تګلاره هم په داخلي او هم په خارجي برخه کې تل بدلېدونکې وه. په داسې حال کې چې نظام له آره په شړېدو وو، داوودخان ته د کامل دسپلين او خيريت کاذب قناعت ورکول کېده. ورو ورو هغه حالت پای ته رسېده چې داوودخان به د انقلاب رهبر بلل کېده، په وياړ به يې پرچميانو او نورو غوړه مالانو د پايکوبيو مجلسونه نيول.. هغه خلک هم نور په کمېدو شول چې د داوودخان په سلامتۍ به يې پيکونه سر په سر اړول.. نور هغه هم درک کړې وه چې په ديني او ملي دواړو لوريو کې تجريد شوی دی، هغه په دې هم پوهېده چې د شاه کورنۍ يې څنګه د همدې ماده پرستو سوسياليستانو په لاس ذليله روم ته ولېږل. داوود په يوې ځوروونکې بې خواخوږۍ کې راګير شوی وو. هغه به چې ولايتونو ته تلو هلته به هم په نظام کې د دده په لاس کرل شويو پرچميانو او خلقيانو د هغه په وياړ جوړې شوې غونډې ډېرې بدې خرابولې... هغه ننګرهار، کندهار او لغمان ته په تلو کې د غونډو د خرابولو له توهين سره مخ شو، په کندهار کې يې د غونډې پر مهال پرې برېښنا قطع کړه، په دې اړه محمد اسحق الکو وايي: (د سعودي او لبيا له سفر نه د راستنېدلو په لار کې داوودخان غوښتل چې په کندهار کې هم تم شي او له خلکو سره وګوري، د کندهار د قول اردو په سالون کې ورته د شپې له خوا مېلمستيا جوړه شوې وه، چې د محفل په جريان کې تياره جوړه او برېښنا قطعه شوه، وارخطايي راغله هره دقيقه د يوې ناوړې پېښې احتمال موجود و، داوودخان پروګرام ختم کړ او په دې شپه کابل ته وخوځېد. د ۱۳۵۶ په اخرو ورځو کې داوودخان ننګرهار ته ولاړ او له هغه ځای نه وروسته يې د لغمان د ولايت او مهترلام نه هم ليدنه وکړه. غوښتل يې په هغه غونډه کې بيانيه ورکړي چې ورته جوړه شوې وه، مګر دا غونډه هم د پرچميانو د چيغو، زوږ، او بې نظمۍ له کبله ګډه وډه شوه او داوودخان ونه کړای شو چې بيانيه ورکړي... يو والي ته يې د خپل تګ په باره کې داسې وويل: مهمان را قبول داريد؟ مېلمه منئ؟ بيا يې ښکاره ورته وويل: چې "ميتوانيد مهمان را نگاه کنيد؟ کولای شئ چې مېلمه وساتئ؟" )[30].

ترورونه ډېر شول او تورن اکرام الله ګران چې پيلوټ وو په کابل مکروريانو کې خپل کور ته نزدې ووژل شو، ويل کېږي چې هغه ببرک کارمل ته په جوسه کې ورته وو نو ځکه د هغه پر ځای قرباني شو.

په (۱۳۵۶ ، عقرب ، ۲۴ مه) علي احمد خرم د داوودخان د کابينې د پلان وزير په رڼا ورځ ووژل شو، د نوموړي د وژنې پړه پر مرجان نومې واچول شو او ګونديانو داسې اوازې په ليار واچولې چې ګوندې مرجان دا کار د حزب اسلامي افغانستان د مشر انجنير حکمتيار په خوښه کړی وو. خو په دې اړه ادعاګانې ضد او نقيض دي. حسن شرق په دې اړه وايي چې: (راتلونکي وښوده چې علي احمد خرم د خلق ديموکراتيک ګوند د يوه غړي (د تره کي د کابينې د پلان د وزير ورور) په واسطه وژل شوی وو او دا ددې په خاطر چې نظم او امنيت له منځه وېوړل شي)[31].

 د داوودخان بيا کتنه!

کله چې داوودخان کودتا کوله نو يې سياستونه ټول په نويو بنسټونو ودرول، خو واقعيتونو داوودخان په يوې داسې مرحلې ننويست چې په پای کې يې پر خپلو ټولو سياستونو بيا کتنې ته اړ کړ. په بيروني سياست کې د داوودخان لاندې کرښې ډېرې څرګندې وې:

 پښتونستان او بدلېدونکي موقفونه!

د پښتونستان قضيه يوه له هغو قضيو وه چې داوودخان پرې له پاکستان سره د خپلو اړيکو څرنګوالی تړلی و. هغه په خپلې لومړۍ وينا کې له پاکستان سره د سياسي اختلاف په توګه د پښتونستان قضيه ياده کړې وه. خو لحن يې هومره شديد نه و. او دا ځکه کټ مټ په همدغه جوشېدلي درجه کې شاهي دولت هم د پښتونستان قضيې ته ځان ژمن باله.. په هر صورت پاکستان داسې فکر کاوه چې داوودخان ته د پښتونستان قضيه حياتي ارزښت لري. داسې ويل کېږي چې داوودخان په کابل کې د بلوچو او پښتنو ازادي غوښتونکو لپاره د نظامي ښوونې مرکز هم جوړ کړی وو. پاکستان په (۱۹۷۴/فبروري/۲۱مه) په لاهور کې د اسلامي هېوادونو غونډه رابللې وه. غونډې ته محمد داوودخان هم دعوت شوی و. خو د افغانستان په استازيتوب عبدالرحمن پژواک برخه په کې واخېسته. داسې ويل کېږي چې هلته د افغاني او پاکستاني لوريو تر منځ ناندرۍ راټوکېدلې وې او دې ناندريو د ليبيا د هغه مهال ولسمشر معمر القذافي درېمګړتوب ته اړ کړی و، امين الله دريځ په دې اړه ليکي: (د افغانستان او پاکستان د جدل په وروستيو شېبو کې د ليبيا ولسمشر معمر القذافي په ناڅاپي ډول له دوی سره علاقه پيدا کړه او د افغانانو د درې ساعته وينا اورېدو وروسته د ليبيا رهبر د خپل اوسېدو له ځايه د شپې په دوه بجو محمد داوودخان ته زنګ وواهه، داوودخان په ژور خو ب ويده وو چې د تليفون زنګ و کړنګېده. قذافي په ماته ګوډه انګليسي چې داوودخان په ډېره ستونزه پرې پوهېده له داوودخانه وغوښتل چې لاهور ته تشريف راوړي او ددې مقصد لپاره به خپله ځانګړې الوتکه ورولېږي. قذافي زياته کړه، د هغو ستونزو حل چې افغاني هيئت پرې ګوته ايښې ده د اسلام د استحکام لپاره ډېر اړين دی. او پردې سربېره پاکستان د اسلام يو قوي سنګر دی او په ټولو هېوادونو د محبت حق لري. محمد داوود په ګډه انګليسي او عربي ورته وويل چې د ځينو بوختياو له امله يې لاهور ته سفر ناممکن دی، او همدا راز هغه مسئله چې عمر يې د پاکستان د عمر په نسبت ډېر دی د لاهور په يوه جلسه کې نه شي حلېدلی)[32].

کله چې پاکستان د خپلې ستراتيژۍ له مخې داوودخان له مقاومت سره مخ کړ او له بلې خوا داوودخان د شوروي اتحاد پر دوه مخي سياست علم راوست، نو د پښتونستان د قضيې د يو معقول حل په لټه کې شو. د پښتونستان د قضيې په مراجعه کې يو بل فکتور هم شته او هغې ته دکتور تنوير داسې اشاره کړې ده: (له بلې خوا کومې اړيکې چې محمد داوود له بلوچو ګوندونو او عوامي نيشنل ګوند او خان عبدالغفار خان، خان عبدالولي خان، اجمل خټک او ددوی په څېر له نورو شخصيتونو درلودې، درک کړه چې دا ډلې او افراد پرته له دې چې له افغانستانه يوه بده سياسي ګټه واخلي، نور د پښتونستان د قضيې په درد نه خوري)[33]. همدلته وو چې افغانستان د پاکستان سره له نوي سره د اړيکو جوړولو په فکر کې شو ډاکټر رحيم شېرزوی چې په ۱۹۷۵ کې په پاکستان کې د افغانستان سفير و د داوودخان د ښه نيت لومړنی پيغام يې د پاکستان صدراعظم ذوالفقار علی بوټو ته ورساوه: (داوودخان وويل چې بايد بوټو ته وويل شي چې مونږ يو قوي پاکستان او افغانستان غواړو.. کله مې چې دغه پيغام بوټو ته يووړ، د بوټو باور نه کېده چې داوودخان څنګه يو قوي پاکستان او افغانستان غواړي. شيرزوی زياتوي: بوټو د جون په پنځمه ۱۹۷۶ کې د مذاکراتو په خاطر کابل ته ولاړ، په دې خبرو اترو کې له پيله تر پايه د پښتونستان خبرې وشوې، خو يوه خبره به هم داسې نه کېدله چې مقابل لوری پرې تحريک شي. ددې په تعقيب بوټو- داوودخان ته بلنه ورکړه او داوودخان دوه مياشتې وروسته پاکستان ته ولاړ. يو فوق العاده دعوت وو، د هيڅ دولتي مشر يې تر دې حده نه وه استقبال کړی. په هغو خبرو اترو کې چې د څلورو ورځو په ۱۵ ساعتونو کې تر سره شوې بوټو داوودخان ته وويل چې زه تا ته پلار وايم او د پښتونستان قضيه چې هر رنګ ته غواړې هغسې يې زه غواړم، خو فکر بايد وکړئ چې يو زوی د خپل ملت په وړاندې خجالت نه کړئ!)[34]. او په دې ډول داوودخان نور په تدريج سره د پښتونستان د قضيې په اړه خپل پخوانی موقف په نويو علايقو دراوه. خو د ثور کودتا نوموړی نور له دغه راز موقفونو له بامه وغورځاوه او ډېر زر نوی رژيم راغی او سياستونو يو ځل بيا بل رُخ واخېست.

افغانستان دې فقير پاتې شي خو غلام نه!

پر شورويانو له حده ډېر باور بل هغه لومړنی سياست وو چې داوودخان تر خپلې کودتا وروسته پرې خپل بهرنی سياست درولی وو، نوموړي په دې ډول د سترو قوتونو په منځ کې هغه تعادل کوږ کړی وو چې تر ده مخکې دولتونو په ډېر دقيق ډول ساتلی وو. شورويانو په خپلو مرستو سره غوښتل چې افغانستان يوازې پر خپل ځان متکي وساتي، هغوی دا هم غوښتل چې په افغانستان کې د پروژو په عملي کولو سره د خپلو مشاورينو او همداراز په شوروي کې د افغان عسکرو په روزلو سره خپل فکر او ايډيالوژۍ ته پراختيا ورکړي. يوازې پر شورويانو د اقتصادي اتکا نتيجه دا کېده چې افغانستان دې له نورې نړۍ په انزوا کې واقع شي، له پاکستان سره دې اړيکې خړې او ايران سره دې هم ښې اړيکې ونه لري. داوودخان په لومړي ځل په ۱۳۵۳/جوزا/۱۴ نېټه مسکو ته په رسمي سفر ولاړ، هغه هيله درلوده چې د نوموړي د اقتصادي، اجتماعي او نظامي پلانونو لپاره به له مسکوه کافي بسپنه تر لاسه کړي خو مسکو يوازې ۴۲۸ ميليونه مرستې باندې اکتفا وکړه. داسې ويل کېږي چې تر دې کتنې وروسته داوودخان په دې فکر کې شو چې څرنګه وکولای شي پر مسکو له اقتصادي اتکا څخه ځان خلاص کړي. له شوروي سره د اړيکو محدودېدو او له عربي او لويديزې نړۍ سره د اړيکو رغولو پوره وخت ونيوه. بالاخره له شوروي سره اړيکې له مسکوه د محمد داوودخان د يوې تاريخي کتنې په ترڅ کې خپل خراب اوج ته ورسېدې. په ۱۳۵۶/حمل/۲۳ مه محمد داوود ته مسکو د کتنې بلنه ورکړه. داوودخان چې نور په هيواد کې د خلق ګوند له فعاليتونو پوزې ته راغلی وو، غوښتل يې چې ددې کتنې په ترڅ کې شوروي لوري سره د خلق ګوند په اړه ډانګ پييلې خبرې وکړي. په همدې موخه داوودخان د هيئت يو تن مسئول کس ته دنده وسپارله چې له برېژنيف سره د ځانګړې کتنې زمينه هم مساعده کړي.

صمد غوث چې هغه وخت د بهرنيو چارو وزارت معاون او مسکو ته د تلونکي هيئت غړی وو په خپل کتاب(سقوط افغانستان) کې افشا کړې چې د خبرو اترو په دويمه ورځ ليونيد برېژنيف شوروي رهبر پر دوه اړخيزو اړيکو او د خپل هېواد په عامو اړيکو تر تاکيد وروسته داوود ته وکتل او داسې مسايل يې مطرح کړل چې حتی شوروي ژباړن يې هم ناراحته کړاو د مجلس ګډونوالو يې انتظار نه درلود: (برژنف شکايت وکړ چې د ناټو هيوادونو کارپوهانو شمېر چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو څو اړخيزو مرستندويه پروژو کې کار کوي ډېر زيات شوی دی. هغه ادامه ورکړه، شوروي اتحاد په ناخوښۍ سره دغه بدلونونو ته ګوري او د افغانستان له دولته غواړي چې ځان له دغو کارپوهانو چې د امپرياليزم د ګټو له جاسوسانو پرته نور څوک نه دي خلاص کړي. په دې خبرو سره په کوټه کې وېره خوره شوه، ځينې روسان په څرګند ډول حجالت شوي وو، او افغانان خپه ښکارېدل. د داوودخان مخ سنجيده او تور شوی و، برېژنيف خبرې قطع کړې او د افغانستان د ولسمشر د ځواب اورېدو ته منتظر وو. داوود په ساړه او بې هيجانه اواز برېژنيف ته ځواب ورکړ: هغه څه چې همدا اوس د روسيې رهبر وويل هيڅکله افغانانو ته د منلو وړ نه دي. او زه دا خبرې د افغانستان په داخلي چارو کې صريحه لاسوهنه بولم. داوود زياته کړه، مونږ به هيڅکله تاسو ته اجازه درنه کړو چې مونږ  ته د افغانستان په اداره او دا چې څوک په افغانستان کې استخدام کړو، دستور راکړئ. دا چې مونږ خارجي کارپوهان څرنګه او چېرته استخدام کړو يوازی د افغانستان د دولت حق دی. که اړتيا وه افغانستان به فقير پاتې شي خو په خپلو اعمالو او پرېکړو کې ازاد. له دغو څرګندونو وروسته داوودخان ناڅاپه پورته شو او دخبرو اترو د خونې خروجي دروازې په لور روان شو. برژنف هم له نورو شوروي رهبرانو پادګورني او الکسي کاسيګين سره يو ځای له ځايه پورته او په تېزو قدمونو د داوود په لور ګړندي شول، محمد داوود له خروجي دروازې سره د خارجه وزارت د مرستيال وحيد عبدالله پر اصرار مخه ښې ته حاضر شو. د خدای پامانۍ پر مهال برژنف د ځانګړي ملاقات په اړه خپله موافقه وښوده خو محمد داوود په لوړ اوز سره څرګنده کړه چې نور هغه ملاقات ته اړتيا نه ده پاته)[35]. ويل کېږي چې تر دې ناندرۍ وروسته د محمد داوود ورور محمد نعيم وويل چې قمار مو وبايله.

تر دغسې ترخې دپيلماتيکې تبادلې وروسته د افغانستان او شوروي اړيکې په ډېرې ناباورۍ او يو بل ته په پټو کرکو ودرېدې. او محمد داوود تر دې وروسته لويديز او عربي او اسلامي نړۍ ته مخ واړاوه. نوموړي ليبيا، کويټ، سعودي، مصر ، يوګوسلاويا، هند، پاکستان ته سفرونه وکړل. داسې ويل کېږي چې عربي هېوادونو او ايران له افغانستان سره په دې شرط چې نور پر شوروي خپل اتکا ماته کړي د پراخو مرستو ژمنه کړې وه.

د مير اکبر خيبر وژنه!

مير اکبر خيبر د پرچم څانګې په مشرانو کې وو. هغه په مارکسيستي فلسفه کې تر ټولو چپيانو ډېره پوهه درلوده. داسې ويل کېږي چې د هغه پر پوهې او ځيرکتيا د پرچم څانګې ځينو د سر سړيو ورسره ژوره رخه کوله. ببرک کارمل د همدې کمترۍ احساس ډېر ځوراوه. يوازې دا احساس نه بلکه داسې هم ويل کېږي چې خيبر له ببرک کارمل سره د هغه پر شرابي سټه او اخلاقي فساد هم وران وو. پوهاند حسن کاکړ په دې اړه وايي چې: (کارمل او خيبر په اخلاقي لحاظ هم سره وران وو، د يوه اعتبار وړ پرچمي يا پخواني پرچمي د خولې خبرې دي، جې کارمل د خپل يوه ګوندي په کور کې په داسې حال کې، چې کوربه د زيات الکول د راوړلو لپاره بيرون تللی و، د هغه په ماينې (ښځې) لاس اچولی و، او خيبر د هغې د چېغو په اورېدلو سره ځان ورته رسولی او کارمل يې په څپېړه وهلی او ورته ويلي و، چې ته هم د افغانانو د مشرتوب ادعا کوې او هم دغسې بې حيايي کوې.... پوهاند کاکړ د عطامحمد شيرزي په حواله بيا هم ليکي: مير اکبر خيبر چې د ببرک کارمل له اخلاقي فساد، شراب څښنې، استفاده جويۍ، او منفي سياسي ميلانونو پوزې ته راغلی وو، د کارمل پر ضد يې داخلي مبارزه پيل کړې وه)[36].

مير اکبر خيبر په ګوند کې ډېر منلی وو، هغه د فلسفيتوب تر څنګ ښه فصاحت هم درلود، او ګونديانو ورته د استاد په سترګه کتل.

۱۳۵۷ د حمل ۲۸ مه وه، خيبر د خپل بل ګوندي ملګري عبدالقدوس غوربندي سره د مکروريانو په سيمه کې له خپل کاله بيرون په چکر وتلی وو، دوی دواړه تر وزير اکبرخان سيمې يو ځای وو او کله چې غوربندی ترې جلا شو نو ماښام نزدې ۷ بجې يو روسی جيب د خيبر خواته نزدی شو او سمدلاسه پرې ډزې وشوې... دې ډزو د افغانستان راتلونکی بيا بې ډزو نه کړ، هغه پلمه ګوندي تشدد چې خپله خيبر يې هم لولپه کړ افغانستان له يوه لمبه او سوځيدلي راتلونکي سره مخ کړ..

د مير اکبر خيبر د وژنې په اړه لاندې عمده تحليلونه مخې ته راخي:

لومړی تحليل: دا دی چې د سوسياليستي کودتا په موخه ګوند بايد قرباني ورکړې وای. يو داسې عيار او حساس حالت بايد رامنځته شوی وای چې دولت يې غبرګون ته اړ کړی وای، او بيا د همدې غبرګون په ځواب کې سوسياليستي کودتا صورت موندلی وای. له همدې امله ويل کېږي چې دغه وژنه ګوندي او کی جي بي بنيه لري. ددې تحليل په اړه د خيبر تر وژلو وروسته د ګوند په لومړي پلينوم کې د تره کي خبرې ښه صدق کوي: (بايد له دې مرګ او عظيمې قربانۍ نه د ديموکراسۍ او ازادۍ په ګټه استفاده وشي، اوس ددې وخت رارسېدلی چې د خلق ديموکراتيک ګوند د تاريخ مستبد قصابان کيزه کړي او د اختناق او سکوت د توطيې په ماتولو سره د خلکو اعتراضونه لوړ او دښمن ښکاره پرشاتګ ته اړ کړي. زمونږ ډله بايد نوي ازمون او تازه قربانيو ته تياری ونيسي)[37].

دويم تحليل: دا هم دی چې هغه دولت وواژه، او بيخي په عين تحليل سره دولت غوښتل چې د ګوند د غبرګون په ځواب کې له چپيانو سره معامله يو طرفه کړي. په دې اړه دا هم پر ځای ده چې داوودخان د خلق او پرچم ګوندونو اختلاس، اختناق، فساد، ملي او ديني ضد کړنو او د نظام پر ضد د هغوی برالا مخالفتونو او ملنډو نور پوزې ته راوستی وو، داوودخان د شوروي تر سفر وروسته ددغو واردو شويو الحادي مفکورو کمونيستي ګوندونو سره کرکه شعوري او پلانيزه کړه. په دې اړه د دفاع وزارت او استخبارانو په ګډ پلان کې د مير اکبر خيبر وژنه د هدفي وژنو دولتي پيل ګڼل کېږي. په بله معنا دولت د يوې سنجول شوې ستراتيژۍ له مخې کمونيستي مشران د هدفي وژنو ښکار کول تر څو هغوی له پراخ هرج و مرج او انسجامي او تشکيلاتي ګډوډتيا په پايله کې ابدي ماته وخوري.

درېم تحليل: داسې هم ويل کېږي چې ميراکبر خيبر د داوودخان پر ضد د کودتا پلوی نه وو، هغه په دې ګومان وو چې د سوسياليستي انقلاب لپاره په افغانستان کې عيني او ذهني شرايط برابر نه دي، پوهاند حسن کاکړ د شاه زمان وريځ ستانيزی په حواله د مير اکبر خيبر خبره رااخلي: ( په افغانستان کې اوس نيمه فيوډالي سيستم وجود لري، زمونږ ټولنه يوه مذهبي ټولنه ده او ۹۵ سلنه نالوستي لرو، صنعت وجود نه لري، زمونږ زراعتي سېستم بدوي دی ، انقلاب بايد کارګران او بزګران په ليار واچوي، زه د نظامي کودتاګانو طرفدار نه يم)[38]. نو له همدې امله ښايي د کی جي بي او ګوند په ګډه پرېکړه د کودتا په مخ کې د يوه خنډ د لېرې کولو په موخه هغه له منځه وړل شوی وي. له شواهدو داسې ښکاري چې خيبر تر مرګ مخکې په دې پوه وو چې هغه وژل کېږي، بيا هم پوهاند حسن کاکړ په دې اړه وايي: خيبر له وژل کېدو نه د مخه په وژل کېدلو ترټل شوی و، هغه د غوربندي په مخ کې نور احمد نور ته ويلي و، چې (کارمل زه پر مرګ تهديد کړی يم، ورته زما له اړخه ووايه چې زه له مرګه نه ويرېږم)[39].

څلورم تحليل کې دا کړنه د حزب اسلامي افغانستان مجاهدينو ته منسوبېږي. دکتور تنوير په دې اړه وايي: (د حزب اسلامي نشراتو دا ترور ددې ګوند د دوو تنو ښاري چريکانو ډاکټر عبداللطيف او عبدالصمد مجاهد رشادت بللی دی، حزب اسلامي وغوښتل چې، له يوې خوا د داوود او کمونستانو اړيکې لاپسې خرابې کړي او له بلې خوا له کمونستانو نه چې يو شمېر مسلمانان يې په زندان کې شهيدان کړي وو، غچ واخلي)[40]. پوهاند حسن کاکړ هم په دې اړه د ګونديانو يو غبرګون رااخلي او ليکي: (وروسته چې دولتي واک ددغه ګوند په لاس ورغی، د کورنيو چارو وزير نور احمد نور د راپور له مخې داکتر کريم مشهور په کريم کُپ او د هغه اووه تنه ملګري په همدغه تور ونيول او بې له محاکمې نه اعدام شول. کريم کُپ په کابل کې د اسلامي حزب د عملياتي ډلې مشر و)[41].

د خيبر د جنازې پړسېدلي مراسم!

که تحليل هر څه وي د خلق او پرچم ايتلاف وپتيله چې د خيبر د جنازې مراسم ډېر شانداره تر سره کړي او ددې په خاطر يې د هېواد له ګوټ ګوټه ګوندي پلويان راوغوښتل، داسې ويل کېږي چې په دغو مراسمو کې د ۱۵ زرو په شاوخوا کې ګډونوال موجود وو، د محمد اسحق الکو په اند (بې طرفه، متشبث، بې شعوره خوشبينان او د کابل د ښار سيلانيان هم جنازې پسې روان وو)[42]. دا حضور په خپل دغسې نامتجانس حضور سره ډېر پړسېدلی ښکارېده، د خيبر جنازې ته تره کي او کارمل اوږې ورکړې وې، دوی تلل او د دولت او امپرياليزم پر ضد يې پارېدلي او جذباتي شعارونه ورکول. په دې ډول ګوندي مراسمو داوودخان وويراوه او هغه د ګوند په دغسې چټکه راټولېدنه او ګوندي اطاعت وبوږنېده. نوموړي له شهيد وفي الله سميعي د عدليې وزير څخه د چپي مشرانو د توقيف په اړه د قانوني خنډونو د نه شتون تر اطمينان نه وروسته د ګوندي مشرانو د نيولو امر وکړ. په نيول شويو کې نور محمد تره کی، ببرک کارمل، سليمان لايق، ډاکټر شاه ولي، دستګير پنجشيری، بارق شفعي او وروسته حفيظ الله امين شامل وو. ګوند د ګوزار لاندې راغلی وو، او که د ثور کودتا ناکامه شوې وای نو ددې ډېر امکان وو چې د خلق ګوند مشران به د فقيد ميوندوال او د هغه د اعدام شويو ملګرو په انجام اخته شوي وای. صالح محمد زيری چې له خلقي مشرانو دی هغه وايي: (پخوانۍ پرېکړه داسې وه چې که کله هم رهبري او په ځانګړي ډول سياسي دفتر تر ګوزار لاندې راشي او مخصوصاً تره کی بندي شي نو معنا يې دا ده چې تر دې وروسته ممکنه ده تر دېرشو يا څلوېښتو کلونو پورې د روڼ اندو ځوانانو خوځښت له منځه ولاړ شي. له همدې امله دا موضوع روښانه شوې وه چې که کله تره کی زندان ته ولاړ نو نظاميان کولای شي کودتا وکړي او امين له دې څخه ګټه پورته کړه)[43].

داوودخان تسليم نه شو!

خو داوودخان سره له دې چې د چپيانو له ګوندي نظم، ژورو نظامي اړيکو او شوروي ملاتړه ژوره پوهه درلوده، خو بيا يې هم د تاريخ له دغو مجرمو او غدارو تراشل شويو چپي مشرانو سره د عادي بنديانو سلوک وکړ. دوی بايد د يوې بېړنۍ انقلابي محکمې په ترڅ کې معدوم شوي وای. دا د تاريخ بدنومي کرکټرونه که په دغه مرحله کې بې ژونده شوي وای نو په راتلونکي کې به د ميليونونو افغانانو ژوند خوندي شوی وای.

حفيظ الله امين چې په نظامي برخه کې د خلق ګوند د پخو نظامي اړيکو پازوال وو، د ۷ ساعتونو هغه مهلت کې يې چې د خپل توقيفوونکي، پرچمي عمرزي څخه اخېستی وو د کودتا ټوله نقشه جوړه او د ققير محمد فقير او انجنير ظريف له ليارې يې خلقي افسرانو ته د تطبيق په خاطر ورسوله. او کله چې حفيظ الله امين زندان ته ننوت نو ورسره جوخت افغانستان ته يو ويجاړوونکی توپان هم د ننوتو په حال کې وو... کمونېستانو ډېر ژر د کودتا نقشه پلې کړه. هغوی د مظاهرو د مخنيوي په موخه له نظامي مرکزونو ټانکونه راوويستل او هوايي قواو کې عبدالقادر د کودتا په ګټه ځان رامخېته کړ... ارګ د ګوزارونو لاندې راغی، او داوودخان چې کله د مخابرې له ليارې غوښتل اړيکې ټينګې کړي نو د مخابرې کوډ يې بدل وو هغه وويل چې (روسها کار خودرا کرد!).

د صاحب جان خان په مشرۍ جمهوري ګارډ مردانه وار مقاومت وکړ، لومړی ټانک يې وويشت ټانک او غدار ټانکېست يې انقلابي وسوځول.. تر ۲۴ ساعته مقاومت وروسته چې بيا هم له ولايتونو مرسته راونه رسېده نو د ګارد مقاومت ورو ورو کرارېده او بالاخره هغه مرحله هم راغله چې د داوودخان په دسترخوان رالوی شويو چپيانو له خپل محسن سره وروستۍ حسابي کوله... يوازی داوودخان نه بلکه د هغه د کورنۍ لسګونه غړي د خلقي او پرچمي جلادانو د وحشت او تره ګرۍ قرباني کېدل. دا ډېره ځوروونکې وه چې د داوودخان په مخکې د هغه نبيره د کمونيستي کساتونو په ډزو کې پرځېده، د هغه کوچني لمسيان، لوڼې، اينګېندې، او زامن ټول ډېر ناځوانمردانه له منځه يووړل شول. د هغه ځوی عمر خو دده په مخکې ساه ورکړه ويل کېږي چې عمر د خپل پلار له سياستونو سره مخالف وو. او په پای کې چې کله داوودخان ته د ثور کودتا استازي امام الدين ويل چې (د مرکزي کمېټې په فرمان تاسو محکوم ياست او ځان تسليم کړئ!)[44] نو د مات شوي غرور په او لوېدلې انا په نهيليو کې به د پروني مغرور سردار په سر کې کوم فکرونه سره په جنګ وو؟ او په زړه کې به يې د کومو کساتونو لمبې تاوېدې؟ داوودخان لږ تر لږه د غلامۍ پر ژوند د کمونيستانو په وړاندې مردانه وار مقاومت ډېر غوره وباله هغه د خپلې مشينې وروستي فايرونه پر امام الدين وازمايل او بيا يې د کساتونو او حسرتونو په ګډوله نهيليو کې د ابد لپاره خپل روح رب ته وسپاره.

پايله

د محمد داوودخان ژوند هم کړاو وو او وژنه هم... هغه د خپلو ناسمو سياستونو ښکار شو او کله چې خپلې دغې نقيصې ته ځير شو نو ورخ اوبو وړی وو. که هغه کودتا نه وای کړی نو نن ښايي افغانستان د کمونيستي کودتا په تسلسل دغسې بدې ورځې نه درلودای. هغه يو مغرور انسان وو او د خپلې انا په سرکښو څپو کې يې طبيعي موقفونه نه درلودل، يو ارماني انسان چې له واقعيتونو سره يې اړيکې ډېرې کمزورې وې. هغه که پر ملي او اسلامي جريانونو او شخصيتونو چپي تندرونه نه وای غورځولي نو ښايي داوودخان له دغسې وژونکي انجام سره او افغانستان له کمونيستي قيامت ډوله لسيزو سره مخ شوای نه وای.

داوودخان د خپلو لاندې غټو اشتباه ګانو په کولو سره ځان او افغانستان د کمونيستي کساتونو سيوري ته کېناوه:

له کمونيستانو سره ډېرې نزدې او پياوړې اړيکې او په حکومت کې د هغوی نفوذ ته سرطاني وده ورکول.

له شورويانو سره داسې اړيکې چې افغانستان يې په ټولو اقتصادي، سياسي، ټولنيزو او حتی فرهنګي برخو کې پرې يو مخيز متکي کړ هغه چې کله يې ترې ځان څنډې ته کاوه نو دا يې بيا د وس خبره نه وه!

نوموړي ملي او اسلامي جريانونه ډېر ظالمانه وځپل، اسلامي نهضت ته يې په افغانستان کې د طبيعي ودې او پرمختيا اجازه ورنه کړه، نوموړي د اسلامي نهضت ډېری غړي بنديان او د سر سړي يې ورته اعدام کړل او په دې ډول هغه د ملت او ديني قوتونو په وړاندې لاپسې تجريد شو. او همدا لامل به وي چې کله کودتا پرې کېده نو تر ۲۴ ساعتونو مقاومت تر پايه نه پرې ملت غبرګون وښود او نه يې اردو په ننګه راپورته شوه.

نوموړی ډېر ناوخته او له کومې معقولې سراتيژۍ پرته له شورويانو راوګرځېد، هغه په يوې رسمي ناسته کې د برېژنيف پر خبرو ډېر زيات عاطفي او حساس شو. هو! دا يو نارينه موقف وو خو که داوودخان په داخل کې سېستم د شورويانو پر لاسپوڅو نه وای ډک کړی... که يې هغوی پر ملت، اردو، استخباراتو، او پوليسو نه وای مسلط کړای او که يې ځان ددغسې نامعقولو کړنو په پايله کې له ملت او اسلامي او ملي حلقو نه وای شکولی، هغه دا موقف په داسې حال کې ونيوه چې د خواخوږيو په يوې ژورې تشې کې يې ژوند کاوه. داوودخان بايد په ډېر سنجيده سياسي مانور سره له شورويانو ځان راخلاص کړی وای.

کله چې داوودخان پر داخلي له کساتونو او کرکو ډکو چپيانو راګرځېده، دلته هم يو غبرګون وو چې د مير اکبر خيبر په جنازه کې د پراخه ګډون او شعارونو په وړاندې يې د داوودخان د غوسې ترجماني کوله، او دا اقدام هم ډېر ناوخته تر سره کېده. هغه چپيان چې داوودخان ددوی په ترمينالوژيو خپلې ټولې لومړنۍ ويناګانې او موقفونه پسولل او هغوی يې لکه عذاب پر ملت مسلط کړي وو نن په يوه بيړني مانور سره پرې غورځيږي، داوودخان ولې ځان په دغسې يوه تجاهل کې غورځواه او هغه ولې ددې فکر نه کاوه چې که دغه چپيان زما لپاره کودتا کولای شي نو د خپلو مشرانو لپاره خو يې حتماً د کولو وړتيا لري؟ داوودخان بايد دغه قدم ډېر پخوا هغه مهال چې کمونيستان لا په نظام کې کوچنيان وو اخېستی وای.. خو نن چې هغوی د واک پر ټولو سرچينو شرير مسلط دي بايد تر هر څه لومړی يې د واک دغه مسلطه کړۍ ماته کړې وای، چپيان کمزوري شوي وای او بيا پرې دغسې مانور ملت او داوودخان له سوسياليستي قهر او عذاب نه ساتلای وای. خو په هر صورت کله چې داوودخان د چپيانو مشران ونيول نو هغوی يې بايد انقلابي په دار ځړولي وای، داوودخان ډېر ځنډ وکړ هغه په دې اړه د تصميم قوت له لاسه ورکړی وو.

د داوودخان په پرځولو سره کمونيستان واک ته ورسېدل، او هغوی بيا له ملت سره د پت هيڅ اړيکه په عزت کې پرېنښوده.. تر شپږ ميليونو ډېر افغانان يې مهاجر، تر يو نيم ميليون ډېر يې شهيدان او په ميليونونو ډېر يې معيوبان کړل، کمونيستانو افغانستان يوې نه درېدونکې جګړې ته ننويسته هغوی هم په کې وسوځېدل او افغانان يې هم د خپلو سټاليني ظلمونو په عذاب کې له برمه او پرتمه وغوځول.

[1]  ارغنداوي عبدالعلي، ژوندۍ خاطرې، په تېرو نهو لسيزو کې د افغانستان تاريخ، ۲۰۳ مخ

[2]  دکتور تنوير محمد حليم، د افغانستان تاريخ او خپرونې، ۱۷۳ مخ

[3]  شرق محمد حسن، کرباس پوشهای برهنه پا، صفحه ۱۱۰

[4]  ستر جنرال عظيمي محمد نبي، اردو و سياست در سه دهه اخير، صفحه ۸۳

[5]  طنين ظاهر، افغانستان در قرن بيستم، از مجموعه برنامه های بي بي سي، صفحه ۱۷۲

[6]  همغه اثر، صفحه ۲۰۲

[7]  الکو محمد اسحق، داوودخان د کی جي بي په لومو کې، ۷۱ مخ

[8]  طنين ظاهر، افغانستان در قرن بيستم، از مجموعه برنامه های بي بي سي، صفحه ۱۷۶

[9]  الکو محمد اسحق، داوودخان د کی جي بي په لومو کې، ۱۱۱ مخ

[10]  همغه اثر، ۱۱۴ مخ

[11]  مقدمه بر کودتای ثور و پيامد های ان در افغانستان، محمد اعظم سيستانی، چاپ دوم، صفحه ۵۹

[12]  دکتور تنوير محمد حليم، د افغانستان تاريخ او خپرونې، ۲۲۷ مخ

[13]  دکتور قرضاوي يوسف، اخوان المسلمون، هفتاد سال دعوت، تربيت و جهاد، مترجم عبدالعزيز سليمي، صفحه۴۵

[14]  دکتور قرضاوي يوسف، اولويات الحرکة الاسلامية "آينده حرکت اسلامي و اولويتهای ان"، صفحه ۲۴

[15]  ډاکټر ارغنداوی عبدالعلي، ژوندۍ خاطرې، په تېرو نهو لسيزو کې د افغانستان تاريخ، ۴۲۶ او ۴۲۷ مخونه

[16]  بيانيه انقلابي شهيد انجينير سيف الدين نصرتيار در پارك زرنگار كابل ماه ثور سال  1351ه ش، اصلاح انلاين وېبپاڼه، http://eslahonline.net/1864

[17]  ډاکټر ارغنداوی عبدالعلي، ژوندۍ خاطرې، په تېرو نهو لسيزو کې د افغانستان تاريخ، ۱۵۴-۱۵۵ مخونه

[18]  همغه اثر،۱۵۸ مخ

[19]  نامه شهيد انجنير حبيب الرحمن به مسلمانان جهان!، اصلاح وېبپاڼه، http://eslahonline.net/7937

[20]  ياد بود از انجنير حبيب الرحمن شهيد (مصاحبه)، ملي اصلاح اونيزه، ۱۳۸۹ جوزا، ۱۱ مه ګڼه

[21]  الکو محمد اسحق، داوودخان د کی جي بي په لومو کې، ۱۲۹-۱۳۰ مخونه

[22]  دکتور تنوير محمد حليم، د افغانستان تاريخ او خپرونې، ۱۶۷ مخ

[23]  فايق غوث الدين، رازی راکه نمی خواستم افشا گردد، صفحه ۹۵

[24]  دکتور تنوير محمد حليم، د افغانستان تاريخ او خپرونې، ۲۳۴ مخ

[25]  فايق غوث الدين، رازی راکه نمی خواستم افشا گردد، صفحه ۱۰۰

[26]  همغه اثر، صفحه ۹۸

[27]  دکتور تنوير محمد حليم، د افغانستان تاريخ او خپرونې، ۱۷۳ مخ

[28]  همغه اثر، ۱۷۳ مخ

[29]  الکو محمد اسحق، داوودخان د کی جي بي په لومو کې،۲۰۳ او ۲۰۴ مخونه

[30]  همغه اثر، ۱۴۰، ۱۴۱ او ۱۴۳ مخونه

[31]  شرق محمد حسن، کرباس پوشهای برهنه پا، صفحه ۱۵۷

[32]  دريځ امين الله، افغانستان در قرن بيستم، صفحه ۵۶۹

[33]  دکتور تنوير محمد حليم، د افغانستان تاريخ او خپرونې، ۲۴۲ مخ

[34]  طنين ظاهر، افغانستان در قرن بيستم، از مجموعه برنامه های بي بي سي، صفحات  ۱۸۷-۱۸۸

[35]  همغه اثر، صفحات ۲۰۰-۲۰۱

[36]  پوهاند کاکړ حسن، د ثور کودتا او د هغې ژورې پايلې، ۱۶ او ۱۷ مخونه

[37]  پنجشيری دستگير، ظهور و زوال حزب دموکراتيک خلق افغانستان، جلد دوم، صفحه ۶۳

[38]  پوهاند کاکړ حسن، د ثور کودتا او د هغې ژورې پايلې، ۱۴ مخ

[39]  همغه اثر، ۱۸ مخ

[40]  دکتور تنوير محمد حليم، د افغانستان تاريخ او خپرونې، ۲۴۹ مخ

[41]  پوهاند کاکړ حسن، د ثور کودتا او د هغې ژورې پايلې، ۱۴ مخ

[42]  الکو محمد اسحق، داوودخان د کی جي بي په لومو کې، ۱۵۴ مخ

[43]  طنين ظاهر، افغانستان در قرن بيستم، از مجموعه برنامه های بي بي سي، صفحه ۲۱۵

[44]  پنجشيری دستگير، ظهور و زوال حزب دموکراتيک خلق افغانستان، جلد دوم، صفحه ۹۷