اردوغان
يو ولسي رهبر!
ريښتينې
ټاکنې!
اردوغان د ټاکنو په ريښتيني رقابت کې واک ګټي، هغه تل د ۵۰ او ۶۰
فيصدو په منځ کې د رايو په اکثريت مشرۍ ته رسېږي، اساسي قانون کې يې تعديلات هم په
همدغسې فيصدۍ رامنځته کړل، او دا ځکه چې هغه دروغجن نه دی او ديکتاتور نه دی، هغه
د ملت په ريښتينو رايو پرېکړه کوي، خو په عربي استبدادونو کې عربي مشران هيڅکله نه
خوښوي چې ريښتينې ټاکنې وشي، تل د تزوير ټاکنې کوي، داسې چې يوازې د پوځ استازی په
کې نوماند وي او د ټول ملت ډېر کم وګړي د ټاکنو مرکزونو ته ځي او بيا د ټاکنو په
پای کې اعلان وکړي چې ستر مشر په ۹۹
فيصدو ولسمشرۍ ته بريالی شو!
د
غربي او عربي رسنيو تبليغات!
دا څو مياشتې مسلسل غربي او عربي نړۍ د اردوغان پر ضد بد
تبليغات کول، د عامه ذهنيت د اړولو په خاطر يې داسې سروې ګانې تر سره کولې چې په
ترڅ کې يې اردوغان بايلونکی او په ملت کې د نامحبوب مشر په توګه څرګنداوه، هغوی تل
د کودتا په وړاندې د اردوغان قوي دريځ پر ديکتاتورۍ تعبير کړی، دا همغه غربي او
عربي استبداد دی چې د مرسي په وړاندې يې د نظامي کودتا منافق ملاتړ کړی، اصلاً دوی
د اردوغان په وړاندې هم ورته کودتا تبني او حمايه کوله، د دې پر ځای چې دوی د
کودتا پر ضد د اردوغان او ترک ملت مردانه وار او میداني مقاومت حمايه کړي، دوی د
کودتا د عناصرو ملاتړ کوي! په همدې منظر کې د دوی ټولو رسنيو د بي بي سي، سي ان
ان، امريکا غږ، سکای نيوز او ايم بي سي په شمول عربي رسنيزو کانالونو د اردوغان پر
ضد خپرونې وکړې، خو د دې ټولو په مقابل کې ملت خپله پرېکړه وکړه او اردوغان او د
نعدالت او پراختيا ګوند يې د راتلونکي لپاره بيا غوره کړل.
اردوغان؛
راتلونکې ننګونې!
اردوغان بيا پر مقام ودرېد او هغه به ترکيه د خپلو ارمانونو
لوړې څوکې ته ورسوي، ترکيه به نوی سياسي نظام تجربه کړي، حکومتي سېسټم به يې له
پارلماني رياستي ته واوړي، د پوځ د کودتاګانو سلسله به د تل لپاره وتړي، او واک به
راساً ولس ته انتقال کړي.
خو اردوغان ته په راتلونکو پنځو کلونو کې درې ډېرې لويې ننګونې هم شته:
لومړی د ترکي اقتصاد مخ په ځوړي حالت، دويم په امنيتي لحاظ د ترکيې ثبات ته پاملرنه او دريم دا چې د اردوغان تر کارېزماټيک شخصيت وروسته د عدالت او پراختيا ګوند مناسبه رهبري او په راتلونکي ټاکنو کې د دغه ګوند موقعيت.
که په راتلونکو پنځو کلونو کې د هغو لويو اقتصادي پروژو سره په څنګ کې چې د اردوغان په مشرۍ کې يا تر سره شوي او يا په جريان کې دي دغه پورته ننګونو ته سټراټيژيکه پاملرنه وشي او له همدې پيله ورته دقيق کار وشي نو د رهبرانو ځانګړنه همدا ده چې ننګونې پر فرصتونو واړوي.
يادونه:
نوموړې ليکنه په جون ۲۰۱۸ کې ليکل شوې وه.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.