وحيدالله مصلح
په سوډان کې دفاع وزير عوض بن عوف
اعلان وکړ، چې ولسمشر عمر البشير يې په امن ځاى کې بندي کړى، هغه ملت ته په وينا
کې وويل چې حکومت به د دوه کلونو لپاره د عسکري انتقالي مجلس له خوا اداره کېږي،
نوموړي مرکزي او ولايتي حکومتونه او پارلمان ړنګ اعلان کړل او د دريو مياشتو لپاره
يې د بيړنى حالت خبره وکړه.
دغه نظامي مداخله که تحليل شي نو څو
پوښتنې او تعليقونه شته چې خبره پرې وشي:
نظرياتي عمر البشير!
عمر البشير يو نظرياتي شخصيت دی، کله
چې هغه کودتا کوله نو له هغه سره د اسلامپالو او وطنپالو لوى ملاتړ موجود وو، په
دې سلسله کې د مرحوم استاد حسن الترابی په مشرۍ ملي اسلامي جبهې د عمر البشير
لپاره ولسي ملاتړ او کدري حمايت ورکړی و، عمر البشير په دې ډول د خپلې واکمنۍ په
ټوله موده کې د اسلاميونو د خط استازولي کړې او هغه چې د سيمې په هېوادونو کې
ملګری نه لري نو د همدغه اسلامي خط مخينه ده.
عمر البشير په تېرو دېرشو کلونو کې د
سوډان حکومتي سېسټمونه او بنسټونه په نظرياتي اډانه کې اباد کړي، د ده د حکومت او
نظامي بنسټونو رمزونه د همدغه نظرياتي خط ملګري دي، که دغسې قوي نظرياتي بافت نه
واى نو د غرب او امريکا د دې اوږدې محاصرې او بنديزونو مقابله په بې نظريې او بې
انګېزې حکومتولۍ نه کېده او وخته به دلته د غرب فکري ځپل شويو د تسليمۍ سلامي وهلې
واى.
د اسلامي امت په قضيو کې سوډان تل د
فلسطين د قضيې بېسارې ننګه کړې او په دې سلسله کې اسرائيل څو ځلې د سوډان پر نظامي
تاسياتو بريدونه هم کړي دي، په ۱۳۹۱ کې
چې کله د سوډان د توغندويو د توليد کارخانې اور واخېست او وسوځېده؛ دغه بريد هم
اسرائيل کړی وو، د اسرائيل اته جيټ الوتکې له سره بحر نه تېرې شوې او د سوډان په
دغه کارخانه يې بمونه وغورځول.
غرب او عمر البشير!
له عمر بشير سره د امريکا او غرب ورانه
تر سياسي او اقتصادي فکټورونو ډېره پر نظرياتي او تمدني هويت ده. غرب په اسلامي
هېوادونو کې د بشر حقونه، بيان ازادي او ډيموکراسي د خپلو روزل شويو فکري غلامانو
په واسطه ځپي، ټرامپ همدا پرون د مصر ديکتاتور کودتاچي عبدالفتاح السيسي ته په
سپينه ماڼۍ کې د عظيم رهبر خطاب وکړ او ويې ويل چې دغه عظيم رهبر عظيم ماموريت په
مخ کې لري. د امريکا خارجه وزير پمپيو بيا په کانګرس کې د دې مخالفت وکړ چې ګنې
السيسي ته دې ديکتاتور وويل شي. دا په داسې حال کې چې د مصر زندانونه په لسګونو
زرو سياسي او فکري مخالفينو ډک دي، په سياسي اختلاف وګړو ته اعدامي سزاګانې ورکول
کېږي، په لارو کوڅو کې سياسي مخالفين د وسله والو نښتو په جعلي سناريوګانو کې ترور
کېږي، پر ګوندونو بنديزونه دي، د بيان ازادي بنده شوې، ټاکنې جعلي او تزويري شوي
او پوځ پر ټول هېواد واکمني کوي خو ټرامپ پر دې ټولو سربېره سيسي ته عظيم رهبر
وايي!
کودتا؛ د ګډ تفاهم نښې!
نن چې کله چې د سوډان دفاع وزير د
دولتي تلوېزيون پر پرده راښکاره شو؛ پيل يې پر لاندې مبارک ايت وکړ:
وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ
جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ
كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ
إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا
كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿۱۰۳﴾ آل عمران
په دې ډول کېدای شي نوموړى دوه مهم پيغامونه
ورکړي؛ لومړی په داسې حال کې چې د حکومت او لاريونوالو تر منځ د کرکې او دښمنۍ
واټنونه دي، دفاع وزير په کې د دې مبارک ايت له مخې ټول لوري مينې او ورورولۍ ته
راوبلل او د دښمنۍ له عواقبو يې ورته هم وويل. دويم پيغام يې دا ورکړ چې نوموړی د
اسلامي تيار استازی دی، يعنې کله چې هغه د يوې ټولنيزې او سياسي مسئلې د حل لپاره
پر قرآن کريم استناد کوي دا د عربي نړۍ په سکولار قاموس کې خپله معنا لري.
د دفاع وزير د خپلې وينا په هيڅ برخه
کې پخوانی ولسمشر په سپکه ياد نه کړ، له بلې خوا لکه مخکې مو چې یادونه وکړه؛
ولسمشر په تېرو دېرشو کلونو کې ځانله هم نه و او فرد هم نه وو، هغه د يوه فکر او
ټيم لرونکی وو، د دغه قوي ټيم لوی بنسټ بيا د سوډان عسکري نظام وو، په دې ډول عمر
البشير د کودتا په وړاندې دغسې اسانه نه تسليمېده، لومړی خو د ده ملګرو نظامي
افيسرانو پر ده کودتا نه کوله او که چا هم کودتا کولاى نو د ده دفاع او د کودتا
شنډولو ته به حتماً نظامي ساتونکی ځواک اماده وو.
له همدې امله داسې اټکل کېدای شي چې
دغه کودتا به له ولسمشر عمر البشير سره په ګډ تفاهم کې رامنځته شوې وي، دا به
يوازې د بشير د ژغورنې په خاطر نه وي بلکه د ټول هغه هيکل او رموزو د بقا سوال دی
چې د عمر البشير په تېره دېرش کلنه دوره کې يې د واک منابع ساتلي.
استبداد؛ د شرقي هېوادونو ګډه خاصه!
په شرقي هېوادونو کې د واکمنانو لويه
ستونزه دا ده چې دلته واکمن په يوه مرحله کې د تلپاتې توب د غوښتنې پر رنځ اخته
کېږي، دا د استبداد نشه د شرقي مشرتابه ذهني شراب دي، په سوډان کې د عمر البشیر
لويه تېروتنه همدا وه چې دی پرله پسې د دېرشو کلونو لپاره په واک کې پاتې شو او لا
هم په واک کې د پاتېدو زورونه کوي.
د عمر البشير د دغسې پرله پسې واکمنۍ
په وړاندې تر ټولو لومړی د ده د اسلامي خط ملګري مخالف شول، مرحوم استاد حسن
الترابی چې د عمر البشير استاد يادېده او کله چې بشير کودتا وکړه او جمهور رئيس
شو، په سوډان کې دا مشهوره وه چې عمر البشير د ورځې جمهور رئيس وي او د شپې له خوا
د حسن الترابی يو پابند عسکر. خو په ځانګړي ډول په ۱۹۹۹ کې د دوی اختلاف داسې حد ته
ورسېد چې همدې شاګرد خپل استاد په ځلونو بندي کړ.
په دا روانو اعتراضونو کې د سوډان
اخوان المسلمين هم د لاريونوالو برخه ده، اخوان حتی په ۲۰۱۳ کې د بشير په اړه ويلي وو چې د
ده حکومت د اقتصادي، سياسي او امنيتي مشکلاتو لپاره حلونه نه لري ځکه نو بايد بشير
واک يو انتقالي مدني حکومت ته پرېږدي او ازادې ټاکنې دې وشي.
په هر صورت د عربي هېوادونو د وروستيو
کلونو تحولاتو ته په کتلو د دغو عربي سپرليو تر شا سخت خطرناک خزانونه راتلونکي
دي، مصر، سوريه، ليبيا او يمن يې خورا ښه مثالونه دي، له همدې امله ولو که د سوډان
د اسلامي حرکتونو په شمول مليګرايان او سکولران ټول د عمر البشير پر ضد لاريونونه
کوي، دا د دوى د ملت او دولت راتلونکی همغسې خونړی خرابوي لکه د سوريې او ليبيا يې
چې خراب خراب کړ، له همدې امله دا به څومره ښه وي چې مخالفين په لاريونونو او
حکومت ضد اعتراضونو کې هغه مرحلې ته ونه رسېږي چې بيا يې پت هم نيلام وي او ملک يې
هم.
کاشکې عمر البشير د دې پر ځای چې د ځان لپاره يې د دومره اوږدې واکمنۍ تجربه تر شا پرېښوده، په ولس کې يې اصولي سياستونو، د بيان ازاديو، ازادو ټاکنو او په واک کې د ولسي ګډون ريښتينې تجربې ته کار کړی وای.
يادونه:
نوموړې ليکنه په اپرېل ۲۰۱۹ کې پر عمر بشير د کودتا په اړه ليکل شوې وه.