• مجموعي کتنې: 144550

جمعيت اصلاح؛ د ګډ کار کاروان!

515 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

جمعيت اصلاح؛ د ګډ کار کاروان!

وحيدالله مصلح
جمعيت اصلاح د خيالي او ارماني خبرو کور نه دی، بلکه دلته د هر خيال او ارمان لپاره د کار شاخصونه شته، کله چې مونږ وايو: مونږ به په هره سخته کې د خپل ملت په خوا او ملاتړ کې يو؛ دا نو کومه خيالي خبره نه ده، بلکه د وروستۍ بېلګې لپاره يې د کرونا وبا په روانه مرحله کې د جمعيت اصلاح ګڼ مجاله بوختيا تر ټولو زوروره شاهده ده. د دې وبا په همغه پيل کې جمعيت اصلاح د کرونا پر وړاندې د مبارزې ملي اتحاد يا Nafcovid-19 ايجادوونکی او کوربه شو، په دې اتحاد کې بېلابېلې ټولنې او بنسټونه راټول شول او په ګډه يې خپل کارونه او تجربې سره همغږې کړې.

نو ای متعهد ځوانه!

که ته خپل فعاليت ونه لرې، که ته خپل پيغام ونه لرې او که ته د يو تمدن، ارمان او عهد حامل نه يې نو بيا خو ورشه او له هغو سره چې پرته له بحثه بل فن نه لري او پرته له اختلافه بل ارمان نه لري او پرته له ټاپې بل رنګ نه لري نو؛ ورشه او ورسره اخته شه... طبيعي ده چې دا اخته کېدل به ستا په زړه کې هم لکه د هغوى د اختلاف ټکى زرغون کړي او ته به هغه ټکي او اجنډا کې شريک شې چې هغوى يې غواړي. نو له همدې امله دا وخت د دې دی، چې ته په ټاکلې لاره لاړ شې، بحثي ځوانان په خپل انتخاب کې پرېږدې، هغوی به په خپلو بحثونو کې ستړي شي خو ته به په خپله فکري لاره او کار کې ستومانه نه شې.

د مرستو او لاسنيوي لويه شبکه!

دلته يوه ټولنه ده، شپه او ورځ يې پر ځان يوه کړې، د 5000 نه ډېرو رضاکارو سره د کونډو، معيوبانو او اړمنو د کور مخې ته خوراکي بستې وړي، دا "احساس خيريه بنسټ" دی چې د وبا او قرنطين په دې سختۍ او تنګۍ کې د خپل ملت په خوا کې ولاړ دی...
ځوانه ته خبر يې، چې له تېرې مياشتې تر دې دمه د لسو ميليونو افغانيو په ارزښت تر درې نيم زرو پورې اړمنو کورنيو ته د خوراکي موادو مرستې او روغتيايي بستې رسول شوي، د رسمي تعريف له مخې د افغانستان يوه کورنۍ په اوسط ډول اوه کسه ده، په دې حساب د دې مرستو ګټه اخېستونکي څلېريشت زره او پنځه سوه ته رسېږي...
که ته پوهېږې چې دلته د اړمنو شمېر ډېر دی نو دا هم لويه نېکمرغي ده، چې دلته د خير شخصيتونو کمی نه شته، داسې غوره وګړي شته چې خپله تماس نيسي او خپلې بسپنې له ټول احساس سره احساس ته رالېږي.
په داسې حال کې چې اړمنو ته د مرستو مجالونه يا تړلي يا خورا محدود دي، احساس خيريه بنسټ دغسې په اخلاص او احساس د خپلو خلکو لاسنيوي ته ولاړ دی، دا تر ټولو لويه لاسته راوړنه ده چې پر احساس خيريه بنسټ د شتمنو هېوادوالو او خير شخصيتونو باور خورا يقيني دی او دا په دې خاطر چې احساس خيريه بنسټ د مرستو لپاره خورا شفاف او عادلانه سېسټم لري، د پيسې، پيسې حساب ورکولو وړتيا لري او تر ټولو مهمه دا چې دا ټوله پروسه افغانستان شموله ده.
ته چې کله د دې بنسټ مشر او کشر ګورې چې د اړمنو په غم کې يې د ژوند تر ټولو خواږه وختونه مصروف کړي نو انسان ته د ژوند د هدف اهميت معلوم شي، استاد عبدالفتاح جواد چې دې بنسټ ته کوم رُخ ورکړی دا هيله شته چې د خودۍ دا پاک بنسټ به د افغانستان لوی شناخت وګرځي.
زلميه ځار دې شم ورشه او احساس خيريه بنسټ ته د بسپنې مجالونه پيدا کړه، ځوانه ورشه بستې په شا کړه او د اړمن د کور وره ته يې يوسه، او ته چې په قرنطين کې يې دا خو کولاى شې چې د دې مرستو تفصيل له نورو خلکو سره شريک کړې، پسټ يې شيير کړې، کمنټ پرې وکړې او لايک يې کړې، دا هر څه د دې لپاره چې خير او شتمن شخصيتونه خبر شي چې دلته يو خيريه بنسټ شته، چې مرستې په شفافيت او عدل اړمنو ته رسوي؛ دوى تشويق کړه چې د قرنطين په غربت او رمضان په ايماني مياشت کې له اړمنو سره مرستې وکړي او دا چې احساس خيريه بنسټ ستاسو د مرستو امين رسوونکى دى... دا هم ده چې زمونږ ملت بايد ډاډه شي چې د دوى له منځه افغاني بنسټ شته چې د دوى د اړمنو لاسنيوى کوي نو ته په دې دومره بوختيا کې ولې ځان وزګار ګڼې زلميه!

د روغتيا پالنې لوی مجال!

هلته يوه ټولنه ده، د رضاکارو متخصصينو، ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو جوړه ده، کله په بدخشان وي، کله په غزني، کله په کندهار او کله پر ننګرهار، د افغانستان اسلامي طبي ټولنه "ايما" يادوم...
دوی په هره طبيعي پېښه کې د خپلو خلکو درملنې ته منډې وهي، وړيا روغتيايي کمپونه جوړوي، وخت په وخت د سترګو وړيا عملياتونه کوي، د ستوني، پزې او غوږ پېچلو عملياتو ته له نورې نړۍ د متخصصينو او روغتيايي ټيمونو کوربه توب کوي، په دې ټولو رضاکارو کې د هېواد نامتو متخصصين شامل دي، او دوی له خپل ټول علمي حيثيت سره په دې رضاکاره ډلو کې د لرې ولايتونو لرو برخو ته ځي او د خپل ملت پر دردونو پټۍ ږدي.
ته نه ګورې چې د کورونا په روانه وبا کې دوی د (کرونا سره د مبارزې ملي اتحاد Nafcovid-19) علمي منطق او روايت تشکيل کړ، دوی يې جهت ټاکونکي وو او په دې لوی چتر کې يې د عامه پوهاوي څومره لوی کمپاينونه تر سره کړل؟ ډاکټران يې د وبا په لومړيو کې لويو مسجدونو ته لاړل او روغتيايي خطبې يې خلکو ته ورکړې، بروشرونه يې وليکل، کتابونه يې وليکل او پر خلکو يې وويشل، همدا اوس ايما په خپلو روغتوني او رضاکاره تجربو کې لګيا دی له عامې روغتيا وزارت سره پر دې همکارۍ او همغږۍ بوخت دي چې څرنګه د افغان جاپان او نورو کرونايي روغتونونو مديريتي ظرفيت، تشخيصي وړتيا او درملنې سېسټمونه معياري او پياوړي کړي. نو ځوانه دا دې وخت دی چې دې ټولنې ته خپل اضافي وخت ډالۍ کړې، بل چرته ولې مصروفېږې؟

د ملي او اسلامي هويت استازي ځوانان!

هلته يو بنسټ دی، نازولي ځوانان په کې راټول دي او همدا نازولي به ګورې چې د هېواد په ټولو ولايتونو کې په علمي شبکو سره پييلي دي، په هره ملي پېښه کې بيدار وي، کله راټول وي او علمي مناقشې کوي او کله راټولېږي او په اسلامي او ملي پېښو کې مهذب غبرګونونه ښايي، لاريونونه کوي او نړۍ ته د افغان ځوان يو متمدن انځور ورکوي، د مسلمانو ځوانانو بنسټ/نهاد جوانان مسلمان "نجم" يادوم... د افغانستان د اسلاي تمدني جريان د ملاتير دی نجم، دوی به د افغانستان د ملي او اسلامي هويت ريښتيني استازي وي او دوی به د افغانستان د قضيو ژوندي څښتنان وي.
ځوانه ته نه پوهېږې چې د نجم ځوانان د کرونا وبا په روانه څپه کې څومره بوخت دي؟ هغوی به ګورې چې د کرونا وبا عامه پوهاوي پروګرامونه يې پر لار اچولي، بروشرونه به يې راخېستې وي او پر خلکو به يې توزېع کوي، هغوی به ګورې چې د انتان ضد موادو بکسې يې شاته اچولي او عامه ځايونه، مسجدونه، روغتيايي مرکزونه، د کرونا زيانمنو شويو کورونه او نور اړین ځايونه پرې ضد عفوني کوي، هغوی به ګورې چې له احساس خيريت بنسټ سره په هر خيريه کار کې منډه وهي او د هر اړمن تر کوره ځي، هغوی به ګورې چې د کرونا تر ټولو خطري ځای ته ځي، هلته هغه وارډونو ته ننوځي چې د کرونا مريضان په کې بستر دي، دوی دغه ځايونه ځکه ضد عفوني کوي چې د معاش څښتنان دغه کار نه کوي او دندې پرېږدي، او دوی ځکه دا کار کوي چې دوی رضاکار دي او د خپل ملت په درد شريک دي او دوی دا هر څه د اسلامي مسئوليت عملي مظهر بولي، نو ځوانه ته چرته يې؟ ستا ځای دا دی راشه، د ريښتياو په دې ميدان کې سخت لذت دی، هغه وزګار مجالونه پرېږده!

علما زمونږ د ديني هويت مشالونه!

هلته د علماو لويه برخه ده، دوی د هېواد په ديني قضيو کې د موقفونو څښتنان دي، دوی نه پرېږدي چې د هېواد ديني هويت د پرديو په اجنډاو او د تغريب په سيليو کې وځپل شي، نو ځکه دوی د مسجدونو منبرونه او مدرسې د تعليم او تعلم تر څنګ د حق ويلو او بې پرې موقفونو مرکزونه ګرځولي، د دې مجمعې علما به چرته ګورې چې د امام ابويوسف عالي دارالعلوم، الفلاح د نجونو مدرسه ، فخري دارالعلوم او په لسګونو نورو مدرسو کې پر تدريس بوخت دي، چرته به يې ګورې چې په پوهنتونونو کې د شرعياتو تر ټولو پيچلي مضامين دوی وړاندې کوي چرته به يې ګورې چې په مسجدونو کې د قرآن کريم تفسيرونه کوي، چرته به يې ګورې چې د احاديثو درسونه به ورکوي، چرته به يې ګورې چې عامو خلکو ته به دقرآن پوهنې په اونۍ کې درسونه وړاندې کوي، چرته به يې ګورې چې د خلکو فقهي پوښتنو ته ځوابونه وايي... هو زه د علماو علمي مجمع يادوم، دوی د کرونا وبا په وړاندې د ملي اتحاد په علمي برخه کې خورا ستر کارونه تر سره کړل، شيخ القرآن مولانا عبدالصبور صاحب د دې اتحاد د تاسيسي مجلس لويه برخه وه، او نوموړي د کرونا وبا په اړه وخت پر وخت نظرونه او موقفونه خلکو سره شريک کړل، کرونا وبا په اړه د مسلمانو علماو د نړيوالې ټولنې د منشي استاد دوکتور محي الدين قره داغي فتوا په همغه لومړيو کې وژباړل شوه او په پراخه ډول شريکه شوه، استاد دوکتور فضل الهادي وزين صاحب له کرونا وبا سره د فقهي تعامل علمي مقاله او فتوا وليکله او بالاخره په مسجدونو کې د جمعې د لمونځونو پر ځای په کورونو کې د لمونځونو کولو او ديني تجمعاتو د معطلولو په اړه د استاد دوکتور مصباح الله عبدالباقي تفصيلي فتوا راغله، د علماو له علمي مجمعې نه بهر مو د کرونا وبا په اړه د استاد دوکتور عمر عماد فتوا او علمي مقالې خپرې کړې... دا ټول د علماو د علمي مجمع د فعاليتونو ډېر کوچنی انځور دی، دا مجمع به د افغانستان د ديني هويت ساتونکی او پالونکی بنسټ وي. نو ځوانه ته د زده کړې لپاره دغسې يو لوی علمي مجال لرې، ته که پر ننګرهار يې، که پر هرات، کابل او يا بل ولايت يې ته د دوی د ناستې مجال لرې، ورشه او مصاحب يې شه!

د ملي او اسلامي فکر حاملې رسنۍ!

دلته لوی رسنيز ګروپ دی، اصلاح انلاين دی، د اصلاح فېسبوک پاڼو لویه شبکه ده، د کابل په شمول په بېلابېلو ولايتونو کې اصلاح راديوګانې دي، د هرات اصلاح تلوېزيون دی، هلال تلوېزيون دی، اصلاح مياشتينۍ ده، قافله میاشتينۍ ده، معرفت مياشتينۍ ده... دا ټول رسنيز ميدانونه د اسلامي او ملي فکر د پالنې، نفوذ او ودې ميدانونه دي، دا مجالونه د اسلامي تمدن د رسولو او انځورولو مجالونه دي، دا د اخوت او مينې خپرولو مرکزونه دي، دا د بيدارۍ او مبارزې محورونه دي او دا د اسلامي او ملي اجنډا د عامه اګاهۍ او پرې د راټولولو منبرونه دي.
په داسې حال کې چې نورې رسنۍ د کرونا پر ضد پيغامونه اجيرانه خپروي او شوړې پرې وهي هملته زمونږ رسنيو په پراخه ډول او په رضاکاره ډول دغه رسنيز ميدان ګرم ساتلی و، هغه اګاهي چې د کرونا پر ضد د مبارزې ملي اتحاد تر چتر لاندې زمونږ دغو رسنيو تر سره کړه هغه ډېره مؤثره ځکه وه چې دغه شبکې په ولسي کچه غځېدلې دي، په ټولو ولايتونو کې يې افرادي ځواک خپور دی، اجتماعي رسنۍ يې پراخې دي او رسنۍ يې په محلي ډول خپرې دي نو په دې لحاظ يې د عامه اګاهۍ پوښښ ډېر پراخه و.
نو ځوانه ستا د فکر د غوړېدو، خپرېدو او شراکت لوی لوی مجالونه دا دي؛ ستا برخه په کې څومره ده؟ په بل ځای کې ځان مه مصروفوه، راشه او د خپلو رسنيو په متن کې سيالي وکړه، راشه يا خپله ورته وليکه او ورته يې ووايه او يا يې ليکلي او ويلي محتوا شريکه کړه، کمنټ پرې وکړه او لايک يې کړه!

د اصلاح شانداره پروسه!

مونږ د يو لوی تمدني پروسې لارويان يو، مونږ د اصلاح او سمون د مشروع وګړي يو، مونږ د يو داسې جريان برخه يو چې خيال نه دی او فلسفه نه ده، د لفظونو، اصطلاح ګانو او لغت پرانيو نه ډېر پورته مونږ د خپل ملت د ژوند برخه يو، نو ځکه خو د خپل ملت د ژوند په هره برخه کې فعال يو.
مونږ نه د خپل ملت نه مخکې يو او نه شا ته بلکه مونږ د خپل ملت په منځ کې يو او ځکه خو د خپل ملت د اقدارو او ارزښتونو حامل يو. د دې وياړلي ملت د ارزښتونو پر سر معامله زمونږ د فن رنګ نه دی او مونږ به د دې معامله ګرو فنپاره پاره، پاره کوو، مونږ به په خپل رنګ کې مخته ځو، د صعود دا مزل اوږود دی خو حتمي دی او منزلونه يې روښانه او ټاکلي دي، مونږ به هر منزل ته په خپل مزل ځو، مونږ به وروستي منزل ته په يو ټوپ نه ځو بلکه هر منزل به طی کوو، لاره به وهو او ځان به رسوو.
مونږ ته د فکري او هويتي بحثونو او کار لوی لوی مجالونه مخکې دي، په دغو فکري او هويتي بحثونو کې وړې فقهي مسئلې زمونږ د داعيې په يوه منزل کې هم ځای نه لري، او دا ځکه ځای نه لري چې مونږ د اسلام د شامل او کامل نظام داعيه لرو...
هو مونږ به دا بحثونه کوو، خو له چا سره به يې کوو؟ زمونږ د فکري هويتونو حدونه معلوم دي، مونږ به دا بحثونه په دغو تعريفونو کې کوو، مونږ به هغوی ماتوو چې زمونږ د ملت هويت ماتولو ته يې ملا تړلې ده، مونږ به هغوی ماتوو چې د تغريب داعيه لري او چې اسلام منحيث دين او نظام تر ګوزار لاندې نيسي، مونږ به ورسره بحث کوو ځکه مونږ د خبرې او منطق لرونکي يو، مونږ به ځکه بحث کوو، چې مونږ د خپل تمدني هويت په ننګه يو او که يې ونه کړو مانا دا چې مونږ ذهني ماته منو او که ويې نه ګټو مانا دا چې مونږ به د نورو تمدنونو سره د مادي شراکت او اخېستنې په حد کې پاتې نه شو بلکه د پرمختګ په خپلولو کې به د غرب ټوله اخلاقي او تهذيبي اډانه واردوو او دا هغه څه دي چې مونږ يې په وړاندې ولاړ يو او عزتمن ولاړ يو...
مونږ ذهني ماته نه خورو، مونږ سره د خپل اسلامي تاريخ، تمدن، پرمختګ او نړيوال سيادت لوی شان دی، مونږ به يو ځل بيا دغه شان ته رسېږو، مونږ به ماضي ته نه ځو خو د ماضي په شاندارې خودۍ به خپل نن او سبا جوړوو؛ حمزه بابا وايي:
آينه د ننني تهذيب دې ښه ده
خو جوهر پرې د ساده پرون په کار دی

يادونه:

نوموړې ليکنه د ۲۰۲۰ اپرېل په ۲۶مه ليکل شوې وه.