وحيدالله مصلح
د امت نر بچيه نن مې بې واره په زړه راورېږې، زمريه څه د ګيدړو خوراکه شوې... ستا د وينا په انګازو کې رعب و او ستا د اواز په ټون کې زور و، دا رعب او دا زور د يوې نظريې او يو موقف له شوره و چې ستا په غږ کې به يې انګازې کولې...
د امت نر بچيه!
ته د مصري ملت لومړى او وروستى مشر وې چې د ملت په خوښه د واک مسند ته راغلې او د سکولارېسم په تشدد کې زندان ته لاړې، تا د مصر ملت ته د بيان ازادي راوړه او سکولارېسم دا ازادي د ملت په ستوني کې وربنده کړه، تا خلکو ته د لاريونونو او نيوکو ازادي ورکړه او سکولارېسم پر نيوکو قطغن ولګولو او په خلکو يې زندانونه ډک کړل، تا د رايې ازادي رامنځته کړه، تا او ستا د اساسي قانون رايو د ريښتينو ازادو ټاکنو عکاسي کوله خو د سکولارېسم کودتاچيان تر تا وروسته په ډېرو لږو رايو کې تر نوي فيصدو ډېرې رايې اخلي، ځکه رايو خپل جوهر بايللى...
د امت نر بچيه!
داسې نه ده چې ته مرسي وې او تر تا وروسته سيسي دى، دا کومه فردي مقارنه نه ده، دا د اسلامي ويښتيا او شرقي سکولارېسم مقايسه ده، دا نظرياتي بحث دى چې له ځان سره د دوه نظريو د واک ولسيتوب، د رايو ازاديو، د اتباعو حقونو، تنوع، زغم، تسامح او انساني برخوردونو جلا تعريفونه او مفاهيم لري.
د امت نر بچيه!
ته په مظلوم حيثيت خو په هسکه غاړه زندان ته لاړې، ته په ناروغ ځان د سکولارېسم تشدد وځپلې او سکولارېسم ته په تدريجي عذاب شهيد کړې... بس دا د شرقي سکولارېسم ريښتينى مستبد مخ دى، دا هغه استبداد دى چې يو بسته ملت يې کالبوت کړى او د ازادۍ روح يې ترې په خپسه کې نيولى، خو کله چې د امريکا مخکيني رئيس جمهور د دې استبداد مشر ته عظيم رهبر وايي او کله چې د غرب ډيموکراټيک نظامونه دا کودتا او دا ظلمونه حمايه کوي نو د غرب په نظرياتي مبحث کې د ټاکنو او ازاديو د بحث روبنايي خاصه ډېره ښه معلومېږي.
د امت نر بچيه!
ته لاړې خو دا کشمکش پاى نه لري او تاريخ ګواه دى چې دا امت دايمي غورځېدلى نه شي، د کشمکش خاصيت دا دى چې تر غورځېدو وروسته پا څېدل دي، د مسلمانانو سياسي نهضت/ويښتيا به د استبداد دا ټول برجونه د سکولارېسم په هديره کې خښوي. ان شاﺀالله
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.