وحيدالله مصلح
دا فرعون بايد ووژل شي! د لايق صاحب دا تاريخي غوښتنه بيا امام الدين په ټول خلقي لياقت عملي کړه او فرعون يې له خپل آل الواد سره له تېغه تېر کړ، خو وروسته چې بيا دوى څومره افغانان له تېغه تېر کړل، دولت يې بې خاصيته او وشړولو او ملي اردو يې لومړى خلقي اردو کړه او بيا يې د قومي ملېشو په جوړولو او له ملت سره د جنګولو له امله د اردو بېخ او بنياد وويست، هغه دوى چې په کې له بسته ملت او د ملت پر ارزښتونو چپاوونه کول، دوى دا هر څه د همغه فرعون تر نسکورولو وروسته کول!
ما نن يو چا ته چې د فرعون د وژونکي پر مرګ خفه و او راته يې ويل چې د دې ملت به څه وايې چې د خپلو مشرانو خيال نه ساتي؛ وويل چې ملت څوک و؟ خو ملت زه وم، ته وې، زمونږ او ستاسو مېندې او پلرونه وو، کاکاګان او ماماګان وو، ترورګانې او خپلوانې وې او دا ټول د هغه وخت د اتلس ميليونه نفوس له دريو يوه برخه وه چې په بهر کې مهاجره وه، هغه چې د دوى له لاسه په کمپونو کې اواره شول، او پاتې دوه برخې نفوس د هغو شوروي سوو جيټانو بمبارډ او د شوروي قواو تهاجمونو ته پروت و چې لايق صاحب ورته د شوروي زلميانو بګتۍ ويلې.
ابله ورځ مې له ملګرو سره يوازې د خپل پلارجان د هجرت کيسه کوله، د هغه ملګري ډاکټر فيض محمد چې پرچمى و، د ننګرهار طب فاکولته کې يې د غرمې ډوډۍ پر مهال زما پلار ته ويلي وو، چې نادرخانه دا دې دريم ځل چې په ولايتي کمېټه کې دې راپور له منځه وړم، نور احتياط کوه چې وس مې نه رسيږي. زما پلار يو محصل و، نه يې ټوپک لرلو او نه د ټوپک په چل پوهېدلو، خو يوازې يې فکري لاره جلا وه، هغه د خپل ملګري پر دې پيغام او خپل انجام پوهېدلو، ځکه د همده له صنفه يې څه موده مخکې د ده دولس همصنفيان د همدې فکري توپير په ګناه وړي وو هغه چې تر ننه يې د مرګ او ژوند درک نه شته... پلار مې تر همدې پيغام وروسته فاکولته پرېښوده، مهاجر شو او زه چې د يوکال وم له مور، نيا او نيکه سره څو ورځې وروسته پسې مهاجر شو...
دغسې قيصې يوه، دوه او درې نه دي دا د هغه مهال د شپږ ميليونه انسانانو قيصې دي چې څنګه يې ډک کورونه پرېښودل او تش تور ترې د هجرت خېمو ته تلل. د فرعون وژونکى جريان به د تاريخ په هره پاڼه د دې ټولو برباديو په وړاندې محکوم وي او دغه بې ځوابه چپي خط به په يوه تاريخي ناهسکه غاړه او ځوړند سر ولاړ وي.