وحيدالله مصلح د ننګرهار ولايت، روداتو ولسوالۍ، حصارشاهي قريې اوسيدونکی دی، نوموړی د ننګرهار عالي ليسې څخه فارغ شوی او د ننګرهار طب پوهنځي
فارغ التحصيل دی.
وحيدالله مصلح د سټراټيژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز CSRS علمي بورډ
غړی دی، نوموړی تر دې مخکې د دوه کلونو لپاره د همدې مرکز مرستيال پاتې شوی.
وحيدالله مصلح د دوه کلونو لپاره د تحليل ژورنال مسئول
مدير و، او له ۲۰۰۴ تر ۲۰۱۰ پورې د ژوند مياشتينۍ مسئول مدير پاتې شوی، نوموړې د
ملي اصلاح مياشتينۍ د کتنپلاوي غړی هم دی.
وحيدالله مصلح د چين او پاکستان په يو شمېر مطالعاتي
مرکزونو کې د سولې، امنيت او ترهګرۍ په اړه په بېلا بېلو سيمينارونو کې برخه
اخېستې او خپلې مقالې يې وړاندې کړي دي.
وحيدالله مصلح د خپل هېواد او سيمې پر ټولنيزو او سياسي
مسايلو نظر او ليکنې لري، نوموړي د محمد داودخان پر کودتا، شوروي تيري، امريکايي
بريدونو، امريکايي اډو پر فرهنګي او ټولنيزو اغېزو، افغان امريکايي امنيتي
تړونونو، افغان روس اړيکو، افغان چين اړيکو، د خان عبدالغفار خان پر مبارزې، په
پاکستان کې د پښتون ژغورنې تحريک، عرب پسرلي، اخوان المسلمين، مصر، فلسطين او پر ډېرو
نورو موضوعاتو مقالې ليکلي چې په تحليل ژورنال، ملي اصلاح مياشتينۍ، مسير ورځپاڼې،
وېسا ورځپاڼې، ژوند مياشتينۍ، اصلاح انلاين، تاند، بېنوا، ټول افغان، روهي او د
هېواد په بېلابېلو رسنيو کې خپرې شوي دي.