• مجموعي کتنې: 28792
استاد مزمل؛ د اسلامپالو د تجربو شريک او منتقد!
په هغه کابل کې چې تر ۲۰۰۱ وروسته په کې د ناټو ټانکونه بې خاره او په شنګ ګرځېدل، رسنيو په کې د تغريب رنګونه خورول، پخوانيو جهادي شخصيتونو په کې حتی اسلامي پسوندونه او پېشوندونه له موډه لوېدلي بلل او هغوی اسلامي مبارزه او د ازادۍ کيسې نور د ماضي دفن شوی مال بللو؛ په همدغسې يو اجنبيت کې استاد او د استاد په څېر د ګوتو په شمېر وګړو د ازادۍ رمزونه او تعبيرونه خلکو ته وړاندې کول، دې وګړو نوي نسل ته د خودۍ او د دې وطن د مالکيت حس ورکولو او دوی وو چې نوي نسل ته يې اسلام د همدې عصر ژوندۍ قضيه او حل ورپېژندلو.
بشپړ متن دلته ولولئ
باګرام؛ د تاريخ لويه تعذيبګاه او د ارامۍ ساه!
د بهرنيانو تر ويستلو وروسته اړتيا ده، چې نور دا جګړه په افغاني بعدونو کې مطالعه شي، له همدې امله دا مرحله د تېرو شلو کلونو په نسبت حساسه ده، په بين الافغاني اډانه کې د سولې د مشروعيت بحث ته اړتيا ده، تر دې وروسته جګړه بايد د لويو ملي او اسلامي موخو په خاطر ودرول شي، کله چې ستونزه په خبرو هوارېداى شي نو جنګ او زور ته څه اړتيا ده؟
بشپړ متن دلته ولولئ
داخلي استحکام او د سولې معلومه اړيکه!
تر څو چې مونږ په داخلي لحاظ پياوړي نه شو، نه به د بهرنيانو د مداخلو په وړاندې تاب ولرو او نه به د متقابلې مداخلې وړتيا، مونږ اړتيا لرو چې ځانونه سيال کړو او دې لپاره بايد سټراټيژيکه موده وټاکو، د سيالۍ سفر په کار دی او له دې حالته واته په کار دي. د دې سفر لومړی ګام دا دی چې مونږ له جنګه د سولې په لور او له نا استقرارۍ د ټيکاو په لور لاړ شو..
بشپړ متن دلته ولولئ

سیاست


خاطرې او تأثرونه


تاریخي


اسلامي ویښتیا