• مجموعي کتنې: 144809

د ترکيې د سفر لنډ تاثر!

334 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

د ترکيې د سفر لنډ تاثر!

وحيدالله مصلح

ماډرنېزم او د عثماني خلافت د عظيمې دورې ميراثونه په موازي ډول د نوې ترکيې نښې دي، هلته که د اوسني عصر پرمختګونه ګورئ، دنګې ودانۍ او اقتصادي ماشينونه ګورئ، ستر ستر بازارزونه، او هيولا بېړئ وينئ، د نړۍ درېم ستر هوايي ميدان ګورئ، لوی لوی پوهنتونونه، ستر روغتيايي مرکزونه او له دې سره په څنګ کې نظامي پرمختياوې او بوختياوې وينئ، نو د دې ټولو پرمختګونو سره په څنګ کې به هلته د عثماني دورې لوی لوی ميراثونه ګورئ او د نړئ سيلانيان به ګورئ چې د عثماني مدنيت دې ميراثونو ته رامات دي، دوی د ترکيې تاريخ دلته راکش کړي او د دې تاريخ غوښنه برخه عثمانيانو جوړه کړې.

د ترکيې په کوڅو او بازارونو، پوهنتونو او دفترونو او په هر ځای کې به تاسو ته ډېرې محجبې  مېرمنې په نظر در شي، دغه دينداري د کوم فشار او زور پايله نه ده، بلکه ترکي ملت له خپل اصالت سره اړيکې نه دي شکولي، او هلته د اسلاميونو اوږده کار او د ملت همغږئ دغه بيداري رامنځته کړې.

د استانبول په لنډو، لنډو واټنونو کې مسجدونه دي، مسجد تل په مونځ کوونکو ښکلی وي، ځوانان او زاړه لمونځونو ته روان وي، په يو شوق لمونځ کوي او په يوه عاجزۍ دعا، ډېر په مينه له خدايه غواړي او بيا په بيړه خپلې دنيا پسې روان شي... مسجدونه يې ډېر په سليقه او نظافت برابر دي، تودې اوبه، برېښنا، د هوا ګرموونکي او سړوونکي وسايل، قېمتي قالينې په جوماتونو کې شته. د هر جومات په څنډه کې د ښځو لپاره جلا ځايونه وي، هلته حجابونه ځړېدلي وي، حتی داسې مېرمنې هم شته، چې له بازاره لوڅ سر راشي خو دلته حجاب واغوندي خپل لمونځ وکړي او بېرته لاړې شي، هغه بې حجابي يې په خپل ځای يو مغاير حالت خو دا د لمونځ فرهنګ يې يو مثبت تغير چې انسان هيله من کوي.

ترکيه مجهز روغتونونه او صحي خدمتونه لري، د ترکيې روغتيايي خدمتونه د اروپا په نسبت ارزانه او په عين وخت کې د اروپا پر معيار وړاندې کېږي، ځکه خو ترکيې ته د تداوئ لپاره ډېر مراجعین خپله له اروپا او عربي نړئ راځي، افغانان هلته د تداوئ لپاره ډېر ځکه نه ځي، چې يو خو د وېزې ستونزه ده او له بله اړخه د درملنې قېمت په ترکيه کې زمونږ له ګاونډيو هېوادونو لوړ دی، خو کيفيت يې بيا پر نورو بره دی.

په ترکيه کې ښاروالۍ د خدمت مرکزونه دي، ښاروالان په انتخابي شکل ټاکل کېږي، اوسني حاکم ګوند د همدغو ښارواليزو خدمتونو له لارې په ولس کې محبوبيت پيدا کړی، د دوی مشران اکثره د سترو ښارونو ښاروالان پاتې شوي، حتی ارواښاد استاد نجم الدين اربکان په خپل وخت کې د استانبول له برياليو ښاروالانو وو، رجب طيب اردوغان هم د استانبول ښاروال پاتې شوی او دا اوسنی ښاروال هم د عدالت او پرمختګ ګوند غړی دی، په ترکيه کې رايه تر ډېره د ښاروالي خدمتونو په رڼا کې ټاکونکې وي، هلته چې کله خلک ګوري د حاکم ګوند د ښاروالانو ښاري پرمختګ ډېر چټک دی، او کله چې د خپلې سيمې وروسته پاتې حالت ورسره پرتله کوي نو راتلونکو ټاکنو کې د حاکم ګوند کانديد ته رايه ورکوي...

په قونيه کې مذهبي رنګ ډېر زورور دی، د مولانا بلخي روحاني پېر لا هم هلته د اغېز مظهر دی، مولانا چې کله هلته تللی وو نوموړي، مريدانو او شاګردانو يې په منطقه کې د اسلام په پرمختګ کې بېسارې داعيانه هڅې کړي، د ننني اسلامي هويت پر لمن د مولانا روحانيت تر ټولو راښکونکی سينګار دی.

ترکيه د ښو اړخونو په حصار کې يو شمېر ترخه واقعيتونه هم لري، ترکيې له خپلو ګاونډيانو سره د پخواني صدراعظم داوود اوغلو د روادارۍ پاليسي، په ګاونډيو هېوادونو کې پر لاسوهنې او خوني مداخلې ککړه کړې، په ځانګړي ډول د سوريې په حالت کې يو مسئول لوری ترکيه هم ده... داسې ښکاري چې په ترکي نسل کې د جنګ شوق او مينه رنګونه اخلي، په انقره کې مې يو کوچنی ليدلو چې له موټره يې مور کوزېده او ده پرې پر پلاسټيکي تومانچې له موټره ډزې کولې، مونږ چې د خپل هېواد د تر ۴۰ کلونو اوږدې جګړې سوځېدلی نسل يو، دې منظر ته خوشاله نه شوم... د ترکي سريالونه ډېرې هغه يې د فلسفي، عاطفي او ژوند د مسايلو پر ځای د ډزو د فرهنګ پر محور څرخېږي، دا هر څه د يو جنګي سوچ د ودې شاخصونه دي.

ترکيه د افغانستان په اړه په يوه ژور کږون کې د داسې يو چا انډيوالي کوي چې دلته په سختو جنګي جرمونو او وژنو تورن دی، کله چې اردوغان له دوستم سره په خپل نرګسي قصر کې خوشګوارې کتنې کوي، رنګين او له ډاليو ډک حالتونه لري، عکسونو ته په سلو اداګانو ودرېږي، دا نو هغه څه نه دي چې ګنې اردوغان د ماضي له يوه ترخه واقعيت سره تعامل کوي... اردوغان په هر څه پوهېږي، هغه مجبور نه دی چې قومي اړيکه يې دومره راټيټ کړي...

ستا قد د انځر زه د چنار قامت

سياله لږ خو ونې ته دې وګوره

 يادونه:

نوموړی تآثر په نومبر ۲۰۱۷ کې ترکيې ته د لنډ سفر په تعقيب ليکل شوی و.