يادونه:
دا ليکنه د ارواښاد مارشال شاه ولي
خان د کتاب (مارشال شاه ولي خان؛ زما خاطرې) لومړۍ برخې ته کتنه او تأثر دی، د
مارشال کتاب لومړۍ برخه د هېواد په جنوبي جبهه کې له انګليس نه د ازادۍ پر جـ
هاد راټوله ده او دويمه برخه يې د غازي امان الله خان د واکمنۍ تر سقوط
وروسته د اړودوړ په وړاندې د هېواد ژغورنې برخه ده، د کتاب دويمې برخې جاج به په
راتلونکي کې د يوې ځانګړې ليکنې په توګه راواخلو، ان شاءالله.
له انګليسه د افغانانو د ازادۍ
دريمه جګړه په تاريخي لحاظ په ډېرو زياتو زاويو کې خوره ده، دا زاويې هم په
جغرافيوي جبهو او هم د ازادۍ د اتلانو په بحث کې خپلې ځانګړتياوې لري. له انګليس
سره د جنګ په ټولو جبهو کې جنوبي حوزه ډېره وياړلې وه او د ټل او واڼه په انګليس
ځپونکو برياو کې يې افغان تاريخ ته د غرور تومنه ورکړې ده.
د تاريخ او لويو شخصيتونو خاطرو
مطالعه انسان ته د انصاف ځواک ورکوي، خو دا هله کېږي چې لوستونکی د وار له مخه
قضاوت پرته تاريخ ته ننوځي، پېښې همغسې چې واقع شوي ولولي او بيا دا پېښې په خپل
تحليل کې راونغاړي نو همدا د تاريخ سمه ګټنه ده، که لوستونکی تاريخ په تاريخي
منابعو کې ونه لولي نو يوازې شفاهي روايتونه او هغه هم چې له نظرياتي او ګوندي
کانالونو صيقل شوي وي؛ دا به هيڅکله لوستونکي ته د سم تاريخي تحليل، درس او نياو
ځواک ورنه کړي. د انګليس پر ضد د جنوبي جبهې سپه سالار نادرخان او ورسره شريکان
مارشال شاه ولي خان او سردار شاه محمود خان په همدغسې شفاهي او يوازې ګوندي تاريخي
ادبياتو کې د چپيانو په آند د يحيی خان د کورنۍ امپريالېست ګوډاګيان دي او يا
نادرشاه په کې د تنظيمونو په تله غدار دی.
زمونږ د هېواد ډېری تاريخي شخصيتونه
د ژونديو او لويو ملي قضيو څښتنان وو، دغو لويو قضيو په خپل متن کې د ډېرو ښو تر
څنګ نا ښېګڼې هم درلودلې، خو دا ډېره نا انصافي ده چې د يو شخصيت په يوې نيمې بدۍ
د هغه ټولې ښېګڼې او ملي لاسته راوړنې له منظر غېبې شي.
ما تېر کال د ۲۰۲۱ په اوږدو کې د
مارشال شاه ولي خان کتاب "مارشال شاه ولي خان؛ زما خاطرې" واخېست، هغه
مې تر نيمايي لوستی و چې په هېواد کې لوی او يو مخيز سياسي-نظامي تحول رامنځته شو.
تر هغه وروسته مې په دا بسته کال کې د لوست او ليکلو بوختيا د حالاتو له حصار سره
بوخته وه، اوس چې د انګليس نه د ازادۍ کليزه رانزدې کېږي نو دا له لوسته نيمګړی
پاتې کتاب مې بيا له المارۍ راواخېست، ما يې د نيم کتاب ټولې مهمې پېښې يادښت کړې
وې، پاتې نيم مې هم په ملي جذبه ولوست، په دې ډول به د دې لويې تاريخي سرچينې د
لومړۍ برخې تآثر او جاج له لوستونکو سره شريک کړم.
معمولاً کله چې خاطرې ليکل کېږي نو
ليکوال يې په طبيعي توګه مرکزي برخه وي، دا ځکه چې ليکوال هغه پېښې را اخلي چې دی
يې برخوال او شاهد دی، په دې ډول کله کله له لوستونکي سره فکر پيدا شي چې د ګنې
ليکوال نوموړی کتاب يوازې د ځان ستر ښودلو په موخه ليکلی، خو د کتاب په مقدمه کې
مارشال شاه ولي خان د نوموړيو خاطرو د ليکلو هدف په ډېرو څرګندو ټکو ښکاره کړی او
دا مدعا يې ثابتول غوښتي دي چې د خاطرو له ليکلو يې موخه ځان ښودنه نه ده، هغه
ليکلي چې: (اوس چې له هغې ورځې څلوېښت کلونه تېر دي او د افغانستان ولس يې په وياړ
ستر جشنونه جوړوي، نو زه هم د هغې سپېڅلې جګړې د يوه سرتيري په توګه خپل يادښتونه
په همدې کتاب کې ليکم او افغان مېړني پوځ ته يې د يوې وړې ډالۍ په توګه وړاندې
کوم. دا اثر ما د ځان او خپل خدمت د ستاينې لپاره نه دی ليکلی، ځکه ما داسې کوم
کار نه دی کړی چې زما تر دندې دې لوړ او ستر وي. له خپلواکۍ سره زما او زما د ملت
مينه مې تر خدمت پورته نه وه)[1].
مارشال شاه ولي خان د کتاب په مقدمه
کې له انګليس نه دافغانستان د ازادۍ ګټونکي پاچا غازي امان الله خان له دې امله ښه
ياد کړی چې د خپلواکۍ موضوع يې له سپه سالار محمد نادرخان او د دوی کورنۍ سره
شريکه کړې وه.
د يوې کورنۍ درې ځوانان د ازادۍ
جګړې ته روانېږي، دوی چې له کورنۍ سره مخه ښه کوي او نوبت يې مور ته رسېږي نو دا
کيسه په ډېرو لنډو لفظونو ده خو د پښتني چاپېريال د يوې مېړنۍ مور د ډک زړه او تم
شويو اوښکو په زړه پورې انځور دی، هغه ليکي: (له پلار، مشر تره او کورنۍ له ټولو
مشرانو سره مې مخه ښه وکړه، مور مې چې درې واړه زامن يې د جګړې ډګر ته تلل په ژړا
راغلې وه خو نه يې غوښتل خپل درد بيان او اوښکې تويې کړي. له اوښکو په ډکو سترګو
يې پر سر او مخ ښکل کړم او په ډېرې سختۍ يې لاندې څو ټکي راته وويل: تاسو په لوی
الله ج سپارم. هيله لرم چې بريالي راستانه شئ. خدا ج دې تاسو په ټول ژوند کې په ما
ناکام نه ويني)[2].
د سپه سالار کاروان له کابله تر
ګردېزه په دريمه شپه رسېږي خو د لارې په اوږدو کې ورته زاړه او ځوانان ولاړ وي او
دوی استقبالوي، ځوانانو ته سپه سالار ويناوې کوي او ولولې راپورته کېږي.
کله به چې د غازيانو لښکر له خلکو روانېده
نو دا دود زمونږ د خلکو د اجتماعي انداز هغه ديني رنګ انځوروي چې هغوی به د ازادۍ
د جګړې غازيانو ته پرې مخه ښه کوله، دا چې پر سفر تلونکو لپاره اذان زمونږ په
سرچينو کې شته که نه؛ دا جلا بحث دی، دلته مدعا دا ده چې خلکو په ديني رجحان خپلو
غازيانو ته مورال او انګېزه ورکوله، نوموړی ليکي: (کله به چې سپه سالار د راټولو
شوو خلکو له ډلې رخصتېده، نو اذان به په لوړ غږ بدرګه شو، دا د افغانانو لرغونی
دود و چې د هرې غزا لپاره په تلونکي ډلې پسې به اذان کېده، ان اوس هم په ځېنو سيمو
کې چې کله څوک په سفر روانېږي نو اذان ورپسې کېږي. د تکبير لوړو چېغو به تر ډېره
ځايه زمونږ په غوږونو کې ازانګې کولې او اورېدل کېدې به)[3].
افغانستان په خپل لوی قومي وېش کې
هغومره په سيالۍ کې نه دی څومره چې پښتون قام په خپلو خېلونو او قبيلو کې سره
ويشلی او په ضد دی، دغه قبيلوي تضادونه په ټوله کې د دې باعث ګرځېدلي چې پښتانه د
يو قوم په حيث لږ خو د خېلونو په توګه ډېر وپېژندل شي، يوازې پېژندنه نه بلکه
پښتانه د همدې قبيلوي سوچ له امله د قومي زعامت له تشې سره مخ دی. مدنيت او ښاري
کېدنه د دې غوښتنه کوي چې د ټولنې وګړي د قامي شناخت پر ځای په ملي هويت کې د يو
شان حقونو او مسئوليتونو څښتنان وي، په افغانستان کې دغسې يو ملي مدنيت لپاره اوږد
مزل په کار دی.
په هر صورت جنوبي محاذ ته سپه سالار
محمد نادرخان د قامي تړون او يووالي له عزم سره لاړ، هغه په دې پوهېده چې پښتانه
په قبېلوي ژوند کې يو بل ته تن نه ورکوي او سره په شخړه دي، سپه سالار په دې هم
پوهېده چې له يوې خوا ورسره رسمي پوځ لږ دی او بيا په دې لږ پوځ او شلخي ټوپکانو
هغه له انګرېز نه جنګ څنګه ګټلی وای؟ د دې ډېره اړتيا وه چې ولسي پاڅون د افغان
پوځي ځواکونو ملا وتړي او د انګليس ځواکونه تس نس کړي. له بلې خوا هغه د جنګي ګټې
سوچ په ملي يووالي کې لټولو، له همدې امله جنوبي محاذ ته په رسېدو سره کله يې چې
په ګردېز کې دېره واچوله، تر هر څه لومړی يې د قومي يووالي او تړون قضيه راپورته
کړه، هغه د لويې پکتيا ټولو قومونو ته ليکونه ولېږل او د قومي شخو شولانګو د شاته
کولو غوښتنه يې ترې وکړه، هغه غوښتل چې قومي لښکرې د ملي موخې لپاره بايد په يوه
غږ او نظم مخ ته لاړې شي. هغه له قومونو يوازې دا ونه غوښتل چې تش د جګړې د
جنګياليو په بڼه دې راشي بلکه هغه د جنګ ټوله نقشه او پلان د قومي مشرانو مخې ته
کېښود او د لويې جګړې لپاره يې قومي شراکت رامنځته کړ، په دې ډول قومي لښکرو کې د
جګړې د مالکيت حس نور هم پياوړی شو.
مارشال شاه ولي خان په خپل کتاب کې
ليکي: (لمر په لوېدو و چې د ګردېز بالاحصار ته ورسېدو. د لرغوني کلا لوړو برجونو،
دنګو دېوالونو او د شهيدانو پر زيارتونو رپاندو جنډو ښکلې منظره جوړه کړې وه. سپه
سالار د شېپور په منځ کې د ګردېز د پوځي تشريفاتي ډلې د سلامۍ او درناوي لپاره
راښکته شو. په همغه شپه يې پر خپل کار پيل وکړ، ځکه دی د خپل ټولنې پر نبض پوهېده
چې څومره زر کېدای شي د جنوبي د قومونو او قبيلو مشران د خپلواکۍ د پيل کېدونکې
غزا د پلان او د دولت له ارادې او ارمان څخه دلته په ګردېز کې خبر کړي. کورنی نفاق
او قومي شخړې ترشا پرېږدي او د يوه ملي ارمان لپاره سره يو ځای شي... په همغه شپه
يې د منګلو، توتاخېلو، ځدراڼو، احمدزيو، ځاځيو او د جنوبي نورو قومونو مشرانو ته
ليکونه ولېږل. په دغو ليکونو کې خلکو ته بلنه ورکول شوې وه چې هر مشر دې له خپل
قومي لښکر سره يو ځای ځان ګردېز ته راورسوي او په غزا کې دې ونډه واخلي، هر ډول
کورنۍ او قومي تربګنۍ دې د سترې دندې په درناوي تر شا پرېږدي[4]... نو په همدې اساس يې (سپه
سالا محمد نادرخان) له هر قوم سره په غونډه کې هغوی يووالي او د يوه ستر ملي ارمان
پر لوري متوجه کول، څرنګه چې هغوی ټولو د جـ هاد او خپلواکۍ سپېڅلي ارمانونه
درلودل، ژمنه يې وکړه چې د جـ هاد تر پای ته رسېدلو پورې به خپلې ټولې قومي
تربګنۍ تر شا پرېږدي او د وروڼو په څېر به اوږه پر اوږه په دې ملي پاڅون او غزا کې
برخه اخلي)[5].
يوازې د لويې پکتيا د بره قومونو
خبره هم نه وه، بلکه کله چې مارشال شاه ولي خان د ارګون محاذ د سنبالولو په خاطر
هلته ورسېدلو نو تر هر څه لومړی يې د وزيرستان ازادي پاله قومونو ته د انګليس پر
ضد د پاڅون ليکونه ولېږل، دې ليکونو نه يوازې په سټراټيژيک لحاظ انګليس له يوې
پراخې جګړې سره مخ کول، بلکه د انګليس پر ضد يې د پښتنو قومونو همغږي رامنځته کوله
چې دا د انګليس ماتولو لپاره اړين وو.
سپه سالار محمد نادرخان د ګردېز په
بالاحصار کې د ټولو قومونو او پوځي واحدونو لويه غونډه راوبلله، دې غونډې ته سپه
سالار وينا وکړه، د وينا عمده ټکي يې مارشال شاه ولي خان داسې ليکي: (سپه سالار
خپلې خبرې د الله ج په ثنا او ستاينې پيل کړې. خلکو ته يې د خپلواکۍ ګټې بيان کړې
او په مخ کې د پرتې دندې په اړه يې زياتې خبرې ورته وکړې. د هېواد د خپلواکۍ ګټلو
د تاريخ په ځانګړي ډول په وروستۍ پېړۍ کې د افغانانو د هرې سرښندنې جلا جلا يادونه
يې وکړه. د تېرو څو نورو خونړيو سرښندنو ذکر يې وکړ او د هېواد د نامتو غازي
مشرانو کارنامې يې په ډېر جوش بيان کړې. د غونډې د ټولو ګډونوالو احساسات يې
راوپارول او د سپه سالار وينا يې د تکبيرونو په نعرو بدرګه کړه. د ګډونوالو د
خپلواکۍ غوښتنې او مذهبي باور احساس د بل شوي اور په څېر راڅرګند او ښکاره شو)[6].
دا وينا يوازې د جګړې د يوه قومندان
وينا نه وه بلکه دا له تاريخ نه د يو باخبره مشر خبره وه چې ولسونو ته يې انګېزه
او مورال ورکاوه او د رهبرۍ مقام ته يې کارېسما ورکوله، په بحرانونو کې کارېسماټيک
مشران د ولسونو د راټولېدو او باور محورونه وي.
وزيرستان قومونو تل له افغان دولتونو
سره د ازادۍ په قضيه کې ملا تړلې ده خو له بده مرغه افغاني دولتونو بيا د ازادۍ په
وروستي پړاو او د متارکې په خبرو اترو کې دا قام پر ډېورنډ کرښه همداسې له ځانه
شکېدلی پرېښی، که نه لږ تر لږه په افغان انګليس وروستۍ جګړه کې افغاني لښکرې پر ټل
او واڼه اووښتې وې خو د پنډې تړون کې د ډېورنډ پولې بيا ومنل شوې او کابل وزير
قومونه د انګليس اسرې ته پرېښودې. دا اوس هم د پښتين قامي خوځښت د ملا تير پر
وزيرستان تېر شوی، وزير د پښتانه قام د حماسو، ازاديو او کلتور ژوندی نوم دی، دا
اوس هم د پښتين مزاحمت مشر د وزيرو په طبيعي مسلمانۍ او پښتانه مزاحمت خړوبېږي.
مارشال شاه ولي خان د وزيرستان قومي
مشرانو ته له ارګون څخه ليکونه ولېږل او جـ هاد ته يې راوبلل، هغه ليکي: ( د
دويمې اونۍ په پای کې د مسعودو، وزيرو، احمدزيو وزيرو، کابل خېلو وزيرو او نورو
قومونو مشرانو راتګ پيل کړ. ملي جرګې او غونډې مو جوړې کړې، څرنګه چې ولسونه د
افغان دولت په تکل او اراده خبر شوي او پوه شوي وو او له کلونو راهيسې د همدې ورځې
په تمه وو نو په ډېرې مېړانې يې زما بلنه او غوښتنه ومنله. د هېواد د خپلواکۍ په
لاره کې يې له خپلو وسلو او امکاناتو سره يو ځای د هر ډول همکارۍ او سرښندنې ژمنې
وکړې او ملي جـ هاد ته يې چې د ايمان يو اړين رکن دی چمتووالی وښود)[7].
د وزيرستان له قومي مشرانو سره قومي
جرګو دوه ورځې دوام وکړ، په دې جرګو کې يوه مهمه پرېکړه دا وشوه چې له انګليس
ځواکونو سره پر دنده مليشه وزيرستانيانو څخه بايد په جګړه کې مرسته وغوښتل شي، له
همدې امله مارشال دغو وزيرستاني مليشه ځوانانو ته ليکونه ولېږل، متن يې په لاندې
ډول دی:
(د خپلواکۍ
جګړه ده، د افغانستان دولت د جـ هاد چيغه کړې، د ملتونو درناوی او عزت په
خپلواکۍ کې نغښتی دی، تاسو چې مسلمانان او افغانان ياست او ډېرې ارزښتمنې نقطې هم
ستاسو په لاس کې دي، وبه ګورو چې په دې ستره غزا کې څه کوئ؟)[8].
دا يوه اغېزمنه جنګي سټراټيژي وه،
وزيرستاني مشرانو د مارشال دا جـ هاد ي ليک په ډېره مېړانه د انګليس له څارګرو پټ
مليشه ځوانانو ته ورسولو او کله چې پر واڼه کلا جګړه پيل شوه، څو تنه ملېشه
وزيرستانيان پر انګليس پوځيانو راوګرځېدل، مارشال ليکي:
(جګړه پيل
شوه، موږ پر بريد او دښمن پر دفاع پيل وکړ. په دې وخت کې قبايلي ځوانانو چې له
انګرېزانو سره په ملېشه کې وو، د شپې له خوا ناببره د واڼې د کلا يو برج ونيو، او
له هغه ځايه يې پر انګليسي پوځيانو ډزې پيل کړې، په دې ځل د فرنګيانو ۶ تنه افسران
ووژل شول. زموږ ځواکونو چې د کلا شاوخوا ته رسېدلي وو، د يوې ډله ييزې او زړورې
نښتې په پای کې کلا ونيوله. انګليسي پوځيانو د سختو زيانونو په ګاللو واڼه پرېښوده
او وتښتېدل. په دې ډول واڼه چې د دوی مهم پوځي مرکز و، زموږ لاس ته ولوېده)[9].
په دې ډول په دريم افغان انګليس
جګړه کې د بري لوی رمز د وزيرستان د پښتنو په سرښندنو او پرېکنده خو سټراټيژيکو
ګوزارونو کې نغښتی، د جنوبي او په ځانګړي ډول ارګون محاذ بری د واڼه کلا پر فتحې
پرانېستل شو او بيا افغان لښکرې همداسې د انګليس ځواکونو په تعاقب پر مخ لاړلې.
سپه سالار محمد نادرخان په خوست کې
و، د هغه په شاهيني ديد کې ټل و، ټل ځکه مهم و چې د مارشال شاه وليخان په تحليل کې
د ټل له مرکز څخه انګليس ځواکونو غوښتل چې پر خوست بريدونه وکړي، خو سپه سالار
جنګي نقشه داسې جوړه کړه چې لومړی يې د ټل او ميرانشاه نښلوونکې سيمه سپين وام
پوسته باندې غلچکی بريد وکړ او ويې نيوله. ورپسې يې پر ټل چټک بريد وکړ او په ډېر
لنډ وخت کې يې ټل له انګليس ځواکونو څخه ونيولو.
کورمه کې هم سردار شاه محمود خان د
خپلو دولتي او قومي لښکرو سره يو ځای پر دښمن بريدونه پيل کړی وو، هغه هم له دښمن
نه د کورمې مرکزونه نيولي وو او د جنوبي جبهې ټولو محاذونو د دښمن د ماتې او تېښتې
راپورونه ورکول.
دلته چې مونږ په څومره ساده لفظونو
دا يادونه کوو دا جګړه دغسې ساده نه وه، پر افغاني لښکرو بمونه غورځېدل او د
ثقيلانو ډزې پرې کېدلې، خو جـ هاد ي روحيې، قومي تړونونو او د سپه سالار قاطع
قوماندې او خپله د جګړې پر ليکه درېدلو د حماسو يو توپان راپورته کړی و، په خلکو
کې د خپلې خاورې او خپلو ځانونو د ازادۍ جذبه په لمبو وه او دوی په همدغسې آتشينو
سينو د دښمن ګوليو ته ټترونه نيولي وو او پر مخ روان وو.
سپه سالار جنوبي محاذ په دريو جبهو
وويشلو، خوست، ځاځي او ارګون، د خوست جبهې مشري سپه سالار محمد نادرخان په خپله
اخېستې وه، د ځاځيو جبهې قومانده سردار شاه محمود خان او د ارګون جبهي مشري مارشال
شاه ولي خان ته سپارل شوې وه.
په دې ډول د جنوبي محاذ د ټولو جبهو
قومانده سپه سالار محمد نادرخان او ورونو يې په غاړه واخېسته، دغسې وېش او پر مشرۍ
د يوې کورنۍ دومره په شدت تسلط که له يوې خوا د جنوبي محاذ د پرېکړو او جنګي
سياستونو د يووالي په ګټه و خو په هر صورت پر دريو جبهو د يوې کورنۍ بشپړه ولکه د
انحصار معنی لېږدوي، له بده مرغه په افغانستان کې د واکمنو شوق پر انحصار خړوبېږي
او انحصار تر هغې ادامه کوي چې خشونت او بلواګانې يې راونړوي خو بيا هم د زور ولکه
همغسې په نه زغم او نه ګډون دوام مومي.
دا چې غازي امان الله خان مرحوم د
دې جبهې لپاره سپه سالار محمد نادرخان او ورونه يې غوره کړل، دغسې ټاکنه او بيا د
دوی مسلطه قومانده څو نور پيغامونه هم لري؛ لومړی په جنوبي محاذ کې هلته چې قبيلوي
سيالۍ ډېرې وې،که له يوې خوا د سپه سالار د قومي ګډون او باور سټراټيژي ډېره
بريالۍ وه نو له بلې خوا په سخته کې د جنوبي قومونو د يووالي مظاهره هم د تاريخ يو
وياړلی درس دی، دغه قومونه په دغسې رقيب ماحول کې له مرکز څخه راغلي غازي پلاوي
سره همغږي کوي او دوی يې تر مشرۍ لاندې د جـ هاد او ملي پاڅون توغ پورته کوي
او خپلې ټولې شخړې شاته کوي دا په قبيلوي سېسټم کې د حساب وړ پېښه ده.
دويم ټکی په کې دا هم دی چې ايا سپه
سالار او ورونه يې په پښتو ژبه پوهېدل؟ ژبه په يوې قومي جغرافيه کې د پوهاوي لپاره
خورا مهمه ده، که سپه سالار او ورونه يې په پښتو نه پوهېدل نو په دغسې ټکني
کمونېکېشن دوی د يوې لويې جبهې قومي پاڅون څرنګه رهبري کاوه؟ په دغسې حالت کې نو د
هغو پښتو قبيلو باور د داد وړ دی او دا د ملي روحيې لپاره د قومونو د نسبت کچه
ټاکي.
سپه سالار محمد نادرخان که له يوې
خوا د جنګ د ډګر سړی و، او هغه که له يوې خوا افغاني لښکرې په ټول جنګي کسات په
غليم پسې کړې وې خو ورسره په خوا کې يې د عفوې يو سنجيده اعلان هم وکړ، مارشال
ليکي:
( په دې وخت
کې سپه سالار محمد نادرخان داسې اعلانونه خپاره کړل چې د هر مسلمان او هندو سر او
مال که څه هم په مخالفه غاړه کې شوی وي په امن دی او دوی ته به زموږ ځواکونه هېڅ
ډول زيان ونه رسوي. د دې اعلان خپرولو ډېر ښه اغېز وکړ او هره ورځ د قبايلو او
هندوستان د خپلواکۍ غوښتونکو خلکو له خوا د ډاډ پېغامونه رارسېدل)[10].
په جګړه کې له خپلو خلکو سره دغسې
برخورد او رويه ډېره انساني ده، د دې برخورد لوی مثال د مکې په فتحه کې رسول الله
صلی الله عليه وسلم قايم کړی و چې هلته يې د مکې ټولو اوسېدونکو ته اعلان کړی و چې
هر څوک په خپلو کورونو کې پاتې شول نو په امن کې به وي او حتی د ابوسفيان کور يې د
امن کور وګرځولو، ابو سفيان دغه مهال د رسول الله صلی الله عليه وسلم لوی دښمن و.
په جنګي صورت کې د خپلو خلکو، خپل قام او ولس سره انساني او عاطفي اړيکه که له يوې
انساني ارزښت دی نو له بلې خوا د دښمن په خاموشه کولو سره د خپلې خوا درنول هم په
کې نغښتي دي.
د مارشال شاه وليخان يوه لويه
ځانګړنه دا هم وه چې هغه د دومره لوی مجاهدت او لاسته راوړنو کرېډټ په خپله نه
اخېستلو، نوموړي په دغه ټولو فتحو او لاسته راوړنو کې د ولس قربانۍ او مبارزې په
مسلسل ډول کابل ته په ليکلي ډول لېږلې، مارشال ليکي:
(سپه سالار
به هغه ليکونه او راپورونه چې مرکز ته لېږل، د پوځيانو او جنوبي خلکو خدمتونه به
يې يو په يو روښانه کول. ما هم همدا کار کاوه. له دغه کاره مو موخه دا وه چې دولت
بايد د خلکو له سپېڅلو احساساتو خبر او هغوی وستايي. ډېر زيات به خوشالېدم هغه
فرمانونه چې له مرکزه به زما په نوم راتلل د هغوی خدمتونه به پکې ستايل شوي وو. ما
به هم هغه فرمانونه د خلکو په مخکې لوستل)[11].
دغسې کړنه که مشرتابه او ولس تر منځ
د اړيکو د پياوړتيا او باور کچه ښايي نو له بلې خوا ولسونو او قومونو ته د شراکت
او مالکيت حس ورکوي، حکومتونه بايد خپلو وګړو ته د مالکيت حس ورکړي، که نه په
بېګانګۍ او استبداد تر لاسه شوې ګټه نه ساتل کېږي.
د هېواد په ټولو محاذونو کې غازيان
په غورځنګونو وو، په ځانګړي ډول جنوبي محاذ د غورځنګونو چپاوونه کول او انګليس يې
پر ټل، واڼه او کورمې اړولی و، غازيان پر کوهاټ ور مارش وو، په ختيځه جبهه کې هم د
صالح محمد خان تر ټپي کېدو وروسته چې کله ولسي لښکرې د ځايي روحانيونو په مشرۍ
راټولې شوې نو هغوی بېرته د انګليس نيواکګر پسې واخېستل او پر ډکې او تورخم يې
واړول. د کندهار پر سيمه سردار عبدالقدوس خان پر سپين بولدک د انګليس بريد او قومي
شخړه په ولسي مهارتونو حل کړه او هغوی بېرته د چټکو بريدونو حالت ته ځانونه سمول.
په ټولو محاذونو کې جنګ له دفاعي
حالت نه تعارضي بڼه غوره کړې وه او د دې امکان و چې په ازادو قبايلو کې انګليس
پوځونه له بشپړې ماتې سره مخ شي، که متارکه نه وای شوې نو غازيان به تر کوهاټ او
بيا پېښوره تلل او د خيبر ټوله سيمه او همداراز اخوا د چترال او نورستان سيمې د غازي
ميرزمان خان او عبدالوکيل خان لښکرو پاکولې، دا خو د افغانستان او له افغانستان نه
د شکېدلي جسد ازادو قبايلو د جګړه ييز لوړ مورال او پرمختګونو حالت و، له ها خوا د
هغه مهال په متحد هندوستان کې چې د پاکستان او بنګله دېش جغرافيه هم په کې شامله
وه، له انګليس نه د خپلواکۍ غوښتنې په سياسي او اجتماعي نرمو فورمونو کې مطرح وې،
نو په داسې حال کې چې په ټول هندوستان کې د ازادۍ فکري درسونه او مبارزه موجوده وه
او کابل د دې ازاديو د اميد څرکونه وهل، کابل د مرحوم خان عبدالغفار خان، مولانا
عبيدالله سندهی او نورو ازادي غوښتونکو مشرانو کوربه و، غازي امان الله خان د هند
د ازادۍ په باره کې د شيخ الهند مولانا محمو الحسن صاحب د مبارزې حامي و، مولانا
عبيدالله سندي چې د شيخ الهند په سپارښتنه کابل ته تللی و، په خپله ډايري کې ليکي:
(د حضرت شيخ الهند په وفات باندې چې څنګه درنه دعا وشوه هغه د ياد ساتلو ده، زه د
دې تقريب يوه فقره نقل کوم چې اعليحضرت " غازي امان الله خان" په دې
موقع کړې وه، هغه وويل: مولانا محمود حسن يک کار راشروع کردند من اور پوره ميکنم)[12]. او دا کار د ازادۍ کار و
چې شيخ الهند يې په لړ کې مولانا سندي کابل ته لېږلی و.
نو په دغسې يوه ازادي غوښتونکې لويه
جغرافيه کې چې د رهبرۍ فن يې په کابل کې غځونې کولې نو انګليس ځان په دې حالاتو کې
ټکنی کتلو.
په اروپا کې له لومړۍ نړيوالې جګړې
وروسته له يوې خوا د انګليس نظامي ځواکونه خواره واره وو او له بلې خوا يې د
مستعمرو لمن په راټولېدو وه، هغوی په هندوستان او د افغانستان په شاوخوا کې د لوی
پاڅون او خپلواکۍ غوښتنې غورځنګونو تاب نه درلود، دلته وه چې افغان دولت بايد د
افغان انګليس جګړې د لويې ګټې وړتيا ښوولې وای.
کابل بايد يوازې د توږل شوي
افغانستان پر ازادۍ نه بلکه د پرې شوي افغانستان د برخو غوښتنه درلودای. افغان
دولت بايد هغه ټول تړونونه چې په پايله کې يې زمونږ خاوره زمونږ له اختياره وتلې
وه په حقوقي بنيادونو په خبرو اترو کې مطرح کړې وای، کابل بايد لږ تر لږه د ډېورنډ
پر کرښه د پرتو قومونو د وصل او خاورې د تماميت او بيا تر لاسه کولو اجنډا درلودای
او مونږ بايد له بحر سره د افغانستان د نښلون خبره درلودای. خو کټ مټ په همدغسې
يوه حالت کې انګليس په ډهلي کې د افغانستان سفير سردار عبدالرحمن خان د متارکې له
پيغام سره کابل ته راولېږلو، غازي امان الله خان د تاريخ په يوې سترې اشتباه کې
وغورځېد او پرته له دې چې د دې جګړې فاتح غازي د خپل جنګي پرمختګ د خراج خبره کړې
وای او د دې پر ځای چې سردار عبدالرحمن ته يې لويې غوښتنې ورکړې وای او زمونږ د
غصب شوې جغرافيې او سمندر سره د نښلون قضيو د ګټلو خبره يې کړې وای؛ خو هغه يوازې
د جنګ د درولو او افغانستان د بشبړې خپلواکۍ خبره ټينګه کړه، غازي بايد د ويشلې
خاورې د بيا ترلاسه کولو موضوعګانې د خپلواکۍ په حد اقل غوښتنه کې نه وای هيرې کړې.
د جګړې او سولې دا اړيکه معکوسه شوه
او يو لوی دليل يې دا و چې غازي په کابل کې د دريو ازادي غوښتونکو جبهو له ولسي او
نظامي قواو سره په همغږۍ کې نه و، هغه مهال نه مخابراتي سېسټم و او نه جبهې دومره
نزدې وې چې پرمختګونه ژر سره شريک شي. دا ناهمغږي د دې باعث شوه چې غازي د جبهو د
قومندانانو سره په نه تفاهم کې د سولې چارې په خپل سر مخ ته يوسي او د جګړو
پرمختياوې له پامه وغورځوي. که د جګړو قومندانان د سولې په چاره کې راګډ شوي وای
نو د سولې خبرې به د علي احمد خان د مغلوبې رويې نه د فتحې په بام ته ختلې وای او
مونږ به اوس په تاريخ کې د فاتح کابل په عزتمنه سوله کې د لوی افغانستان د شان
کيسې لوستلی.
يوازې دا نه بلکه د ازادۍ په دې
جګړه کې چې مونږ د کومو فتحو او برياو خبره کوو هغه د ازادو قبايلو او په ځانګړي
ډول د وزيرستان د ميړنيو قومونو د مټو او زور خبره وه، که په ټل او واڼه کې مو د
وزيرستان د غازيانو په زور د انګليس چاوڼۍ او نظامي مرکزونه نه وای وهلي نو خاورې
به مو د دې جګړې د بري کيسې کولای؟ خو کله چې د جنګ د درولو او خبرو اترو موکه
راغله نو بيا مو همدا پښتانه هير کړل او دوی مو يو ځل بيا د ډېورنډ پر کرښه اخوا د
انګليس د واک عذاب ته پرېښودل او دا په پښتانه فرهنګ کې د نامردۍ نه پرته بله معنا
نه لري. دا د تاريخ د يوه داسې تېروتنه وه چې مونږ په خپله انتخاب کړه، که
افغانستان له تحت الحمايه حالت نه بشپړې خپلواکۍ ته ارتقا وکړه خو په دې ارتقا کې
زمونږ د ويشلې جغرافيې پر ډېورنډ تړون د تائيد بل مهر هم ثبت شو او همدا زمونږ د
دې ازادۍ غوښتونکې جګړې په پايلو کې وروستۍ او ورسته هغه ده.
کله چې په ډهلي کې د افغانستان سفير
سردار عبدالرحمن خان د هندي وايسرا له خوا د اوربند له پيغام سره کابل ته راغی، دا
چې د غازي امان الله خان ځواب څه و، په دې اړه مارشال شاه وليخان مرحوم ليکي:
(امان الله
خان چې يوازې يې د هېواد د خپلواکۍ فکر لاره، نو سردار عبدالرحمن خان يې د
برېتانوي دولت په غوښتنه يو ځل بيا ډهلي ته ولېږه چې هندي وايسرا سره وويني او هغه
ته وښيي چې د افغان دولت موخه يوازې د خپلواکۍ لاسته راوړل دي، که زمونږ خپلواکي
په رسميت وپېژنئ، زموږ دولت خبرو ته چمتو دی، نه غواړو نوره وينه تويې شي او که
انګرېزان غواړي چې د تېر په څېر همغه حالت په افغانستان کې دوام وکړي، نو موږ ته
له جګړې پرته بله لاره پاتې نه ده. هندي وايسرا چې د داسې ځواب په تمه و، ژمنه
وکړه چې که اوربند وشي نو برېتانوي دولت حاضر دی چې د دوستانه خبرو په ترڅ کې د
افغانستان خپلواکي په رسميت وپېژني... اعليحضرت امان الله خان د وايسرا وړانديز
ومانه او د اوربند د تړون لپاره يې مرحوم علي احمد خان والي راولپنډۍ ته ولېږه...
انګرېزي دولت لومړی د افغانستان خپلواکي په رسميت وپېژنده او دواړو هېوادونو هوکړه
وکړه چې تر شپږ مياشتني اوربند وروسته به د دوستۍ تړون د لاسليک لپاره دواړې غاړې
خپل پلاوي ميسوري ته استوي)[13].
له بده مرغه د راولپنډۍ تړون لپاره
افغان پلاوی د يو نامناسب شخص په مشرۍ ولېږل شو، له نوموړي سره په پلاوي کې لاندې
کسان شامل وو:
ملا غلام محمد د تجارت وزير، سردار
محمد يونس د کندهار پخوانی والي، سردار عبدالعزيز په ډهلي کې د افغانستان پخوانی
استازی، دېوان نرنجن داس له ماليې وزارت څخه، ډاکټر عبدالغني جلالپوري د
دارالتاليف مشر، سردار عبدالرحمن په شمله کې د افغانستان پخوانی استازی، او منشي
غلام محمد خان د خارجه چارو سکرتر
علي احمد خان چې هغه مهال د
افغانستان کورنيو چارو وزير و له انګليس پلاوي سره د مغلوب پلاوي په توګه مخ شو،
په هغه کې د دې وړتيا نه وه چې د افغانستان تاريخي داعيې راپورته او مقابل لوری
خپلو غوښتنو ته قايل کړي، د پېنډۍ په خبرو اترو کې افغان پلاوی بايد په لوړ مورال
وای، هغوی په کومه نورماله ډيپلماسۍ کې نه وو تللي بلکه تر شا يې د جنګي محاذونو
فتحه شوي ټل، واڼه او د نورو محاذونه پياوړې دفاعي مورچلونه وو، ولسي مقاومتونه او
د ازادۍ لويه څپه وه او دې ټولو د علي احمد خان په مشرۍ افغان پلاوي ډيپلماسۍ ته
پياوړتيا او ځواک ورکولو، هر هغه ډيپلماسي چې تر شا يې ماتوونکی ځواک وي هغه بايد
ګټونکې وي خو علي احمد خان د حالاتو په تحليل کې يا پاتې راغلی و او يا يې له
انګليس سره غوږ جنګولی و.
په هر صورت د علي احمد خان ټاکنه له
بلې زاويې هم د نقد وړ ده او هغه دا چې د بهرنيو چارو وزير په شتون کې داخله وزير
ولې خبرو اترو ته تللی ؤ؟ هغه مهال د افغانستان د بهرنيو چارو وزير علامه محمود
طرزی و، هغه د انګليس فزيکي او فکري دواړو حوزو يو ستر مزاحم مبارز پاتې شوی، د
هېواد د تاريخپوه ډاکټر حليم تنوير په حواله مرحوم طرزی د افغان سيد جمال الدين له
افکارو متاثر و او هغه د استعمار يو سرسخت ضد شخصيت و. دکتور محمد حليم تنوير
ليکي: (پلار يې، محمود طرزی د علومو د زده کړې او آزادۍ غوښتنې له تجربو او فکر نه
د ګټې اخېستنې لپاره سيد جمال الدين افغان ته اسلامبول ته واستاوه. له سيد سره د
طرزي کتنې او د هغه له محضر نه استفادې د هغه په افکارو ژوره اغېزه وکړه، لکه چې
په خپله وايي: علامه سيد جمال الدين افغان د عرفان او پوهې يو کان و، دا ووه
مياشتنۍ ليدنه او کتنه له اويا کلن سياحت سره برابره ده)[14].
يوازې ارواښاد طرزی نه بلکه د خبرو
اترو د پلاوي يو بل غړی عبدالهادي داوي هم له علي احمد خان سره مخالف و، غلام محمد
غبار په دې اړه ليکي: (عبدالهاي داوي چې د دې پلاوي غړی و، له علي احمد خان سره يې
د همکارۍ کولو انکار وکړ او علي احمد خان د پاچا له مور سره د نژدې خپلوۍ له امله
د پاچا باوري کس و)[15].
د پېنډۍ تړون په پنځو مادو کې
لاسليک شو، د دې تړون له لومړۍ مادې پرته چې د سولې په اړه وه نورو ټولو مادو د يو
مغلوب افغانستان عکاسي کوله، په ځانګړي ډول وروستۍ پنځمې مادې خو د افغان دولت له
خوا د ډېورنډ کرښې بيا منل رسمي کړل، د پڼډۍ تړون مادې په لاندې ډول وې:
(لومړۍ
ماده: د دې تړون تر لاسليک وروسته به د برتانيې او افغانستان د دولتونو تر منځ
سوله رامنځ ته کېږي.
دويمه ماده: دغه حالاتو ته په کتو
چې د برتانيې او افغانستان تر منځ د اوسنۍ جګړې لامل شوی د برتانيې دولت يوازې د
خپګان له امله هغه رعايت چې د افغانستان پخوانيو مشرانو سره يې د هندوستان له لارې
افغانستان ته دوسلو، جبه خانو او نورو جنګي موادو د راوړلو په برخه کې لاره بندوي.
دريمه ماده: سرېره پر دې ارواښاد
امير ته د ورکړل شوي سوغات پاتې برخه ضبط شوه او اوسني امير ته به هيڅ ډول سوغات
نه ورکول کېږي.
څلورمه ماده: د برتانيې دولت به هغه
پخوانۍ دوستي چې د تېرې اوږدې مودې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو برتانيې او
افغانستان تر منځ موجوده وه په خپل ځای وساتي چې د برتانيې دولت باور ولري هغه وخت
رامنځ ته کېدای شي چې د افغانستان دولت په خپلو کړو وړو کې ثابت کړي، د برتانيې
دولت به دې ته ته تيار وي چې وروسته تر شپږ مياشتو د افغانستان له خوا د خبرو اترو
او داسې يو تړون د رامنځته کولو لپاره چې د دواړو ګټې په کې نغښتې او هم د ښو
خاطرو په لرلو د پخوانۍ دوستۍ د بيا ټينګښت لپاره يو بل سفارت ومني.
پنځمه ماده: د افغانستان دولت به د
هندوستان او افغانستان تر منځ هغه پوله چې ارواښاد امير منلې وه اوس هم مني، او هم
تعهد کوي د خيبر لويديز لور ته د سرحد هغه کرښه چې تحديد شوې نه ده په هغه ځای کې
چې په دې وختونو کې د افغانستان له خوا پرې بريدونه تر سره شول، د برتانيې د دولت
له خوا دې ژر تر ژره تحديد شي، او هغه حد چې د برتانيې دولت يې ټاکي هغه دې ومنل
شي، تر هغې چې په دغو سيمو کې تحديد رامنځ ته کېږي نو د برتانيې د دولت پوځ دې په
همدغه سيمو کې باقي پاتې شي)[16].
کله چې د پېنډۍ تړون لاسليک شو غازي
امان الله خان هم پر علي احمد خان غوسه و، هغه يې له داخله وزارت څخه ګوښې کړ او د
کابل والي يې مقرر کړ، خو بدبختانه يوازې د پېنډۍ تړون نه بلکه وروسته بيا د
ميسوري او کابل خبرې اترې هم دغسې په سطحي محتوا مخې ته لاړې او د افغانستان جلا
شوې برخې همدغسې په بېلتانه کې پاتې شوې.
د پنډۍ په تړون کې که علي احمد خان
پړ دی او هغه که په دې تړون کې د افغانستان په بايللې خاوره د تائيد مهر وکړ، نو
په راتلونکو خبرو اترو کې چې په ځانګړي ډول کابل کې تر سره شوې هلته خو د غازي
څارنه کې معاهده لاسليک شوه او په دې تړون کې پر علامه محمود طرزي سربېره مارشال
شاه ولي خان هم د افغان پلاوي د مرستيال په توګه شامل و، هلته هم له له انګليس سره
پخواني تړونونه تائيد شول، د کابل تړون ارواښاد محمود طرزي د انګليس پلاوي له مشر
سر هنري ډابس سره لاسليک کړ، د دې تړون په دويمه ماده کې يو ځل بيا د کوزنيو پښتنو
او افغانستان د غصب شوې خاورې برخليک انګليسانو ته وسپارل شو، دويمه ماده په دې
ډول ده:
(د دواړو
ښاغلو هېوادونو تړون کوونکي به د هندوستان او افغانستان تر منځ په سرحد کې په داسې
ډول چې د افغانستان موجوده دولت د هغه تړون چې د ۱۹۱۹ کال د اګست په ۸ مه نېټه چې
د ۱۳۳۷ کال د ذيقعدة الحرام د ۱۱ مې نېټې سره سمون لري، په پېنډۍ کې رامنځته شوی و
ماده منلې ده، اوس يې هم مني او د خيبر لويديز لور ته هغه ځای چې د برتانيې د دولت
کمېسيون د ۱۹۱۹ کال د اګست او سپټمبر په مياشتو کې د يادې شوې مادې له مخې ټاکلی و
او په هغه نقشه کې چې له دې تړون سره يو ځای دي، په توره ځنځيرۍ کرښه په نښه شوی،
هم مني...)[17].
دا چې د پېنډۍ تړون په تسلسل بيا په
نورو خبرو اترو او تړونونو کې بيا هم د جغرافيې خبره دغسې په بايلات کې پاتې شوه
نو له دې معلومېږي چې د افغان انګليس درېمې جګړې په تسلسل خبرو اترو کې افغان
زعامت د ډېورنډ کرښې او افغان خاورې په اړه د چوپتيا اراده او ډيپلماسي درلوده.
ما چې کله د خپلواکۍ د جنوبي جبهې
سپه سالار محمد نادرخان په اړه څپرکی د دکتور محمد حليم تنوير کتاب (د
افغانستان تاريخ او خپرونې) کې لوستلو، هلته نوموړي د دې يادونه کړې وه چې سپه
سالار محمد نادرخان تر متارکې وروسته تر دريو کلونو له ټل او واڼه افغان لښکرې نه
پر شا کولې، او دا هر څه يې د پېنډۍ تړون سره د مخالفت له وجهې ګڼل کېدل. دوکتور
تنوير ليکي : (جنرال محمد نادر خان له دې حکم سره مخالفت وکړ او درې کاله يې خپلې
قواوې په ټل کې وساتلې او د مبارزې د دوام او د افغانستان د اشغال شويو زمکو د
لاسته راوړنې پلوي و)[18]. د مارشال په خاطرو کې هم
خو لږ په ډېر تفاوت ورته څرکونه شته، مارشال د خپلو خاطرو په يوه ځای کې ليکي چې:
(تر جګړې شپږ مياشتې وروسته هم واڼه او شاوخوا سيمې زمونږ په لاس کې وې)[19].
بل ځای کې مارشال شاه ولي خان لږ په
تفصيل ليکي:
(د دې
خوښيو په جوش او خروش کې د سپه سالار مکتوب راورسېد چې لاندې ټکي يې په کې ليکلي
وو:
"د
برېتانوي دولت په غوښتنه دواړو هېوادونو د اوربند هوکړه کړې، افغان استازی د علي
احمد خان والي په مشرۍ راولپنډۍ ته تللی، په رښتيني ډول انګرېزان زموږ خپلواکي
مني. تاسو بايد خپل بريدونه ودروئ او خپل ځواکونه له نيول شوو سيمو څخه بېرته
افغان خاورې ته پر شا کړئ." سپه سالار (محمد نادر خان) ليکلي وو چې د مرکز
ځواب مې داسې وليکه: د مرکز د امر په منلو سره خپل بريدونه دروم، خو تر هغو چې
انګرېزانو د افغانستان بشپړه خپلواکي نه وي منلي، نو له نيول شوو ځايو څخه پر شا
تګ به له ملي ګټو څخه لرې کار وي)[20].
تر دې وروسته له کابل څخه د غازي
امان الله خان په لارښوونه د عدليې وزير محمد ابراهيم خان بارکزى خوست ته ځي او
هلته سپه سالار او غازيانو ته مډالونه ورکوي په دې اړه مارشال ليکي:
(محمد
ابراهيم خان بارکزي د خپلواکۍ لوی زېری په ولسي ستره غونډه کې خلکو، جنګي افسرانو،
قومي مشرانو او لښکرو ته واوراوه او د امير مبارکي يې سپه سالار ته وړاندې کړه.
څرګنده يې کړه چې نور زمونږ دولت پر
ځای نه ګڼي چې له انګرېزانو څخه نيول شوي ځايونه وساتل شي. له تړون سره سم دې نيول
شوي ځايونه خوشې او سپه سالار دې له قومي مشرانو او پوځيانو سره يو ځای کابل ته
روان شي. د دې مراسمو تر پايته رسېدو او نيول شوو ځايونو تر خوشې کولو وروسته
ګردېز ته راغلم)[21].
دلته له کابل نه سپه سالار ته په
مکتوب کې ليکل شوی متن يو ځل بيا يوازې د خپلواکۍ پر قضيه راڅرخي او حتی هغو زمکو
ته چې له افغانستان څخه د ګندمک او ډېورنډ تړونونو په ذريعه غصب شوي، په يو ډول
افغان خاوره نه ده بلل شوې او ورته "نيول شوې" سيمې ويل شوي دي، او دا د
ژور خپګان خبره ده.
په ځواب کې يې چې سپه سالار محمد
نادرخان کوم ځواب ليکلی هغه کې تر يو حده د مقاومت څرکونه ښکاري، خو بيا يې هم په
نيول شويو سيمو کې پاتېدنه د بشپړې خپلواکۍ پورې مشروط بللي.
په هر صورت که درې کاله وو، که شپږ
مياشتې او که سملاسي خو افغان دولت د افغان مېړنيو پر شهامت له خپلې فتحه شوې
خاورې څخه د افغانستان پاتې برخې ته راستانه شول او په دې ډول افغان دولت د تاريخ
په يوه حساس موړ کې له فتحې بېرته په شا شول او د پاتې افغانستان په بشپړې خپلواکۍ
يې بسنه وکړه.
د ارواښاد مارشال شاه ولي خان د
خاطرو کتاب د افغانستان په تاريخي ادب کې لوی سند دی، د افغانستان په څېر هېواد کې
چې مشران يې د خاطرو ليکلو هنر سره يا بلد نه دي او يا يې د محافظه کارۍ په شدت کې
له پامه غورځوي؛ د مارشال کتاب يوه غوره هڅه ده. سره له دې چې د مارشال کتاب په
ځانګړي ډول د جنوبي حوزې افغان انګليس جګړې لپاره يوه ښه تاريخي سرچينه ده خو څو
ټکي داسې دي چې که په کتاب کې ورته پاملرنه شوې وای نو کتاب به يې نور هم غني کړی
وای:
لومړی دا چې جنوبي جبهه يوه پياوړې
جبهه وه او طبيعي ده چې په دغسې له وياړونو ډکه جبهه کې پېښې خورا ډېرې او له
کرکټرونو او محتوا ډکې وې، نو مارشال کولای شول چې دغه پېښې په ډېر تفصيل او
جزياتو راواخلي، کتاب ډېر کُلي ليکل شوی دی.
دويم دا چې که کتاب ته په ادبي لحاظ
نوره پاملرنه شوې وای نو لا به ښه وای، کېدای شوای چې د هرې ورځې پېښې يې په کيسه
ييزه بڼه راخېستې وای او دا چې کتاب په لا ښو راښکونکو ادبياتو ليکل شوی وای.
افغان انګليس دريمه جګړه د
افغانستان يوه تاريخي جګړه وه، دې جګړې کې کابل د يوې لويې خو راټولېدونکې مستعمرې
سره په جګړه کې د فاتح مقام اخېستی و، او په دې مقام کې ورسره کوزني پښتانه او په
ځانګړي ډول ازاد قبايل سم شريک وو، د وزيرستان پښتانه په ځانګړي ډول د يادولو وړ
دي، خو کله چې متارکه وشوه نو له دې پښتنو سره مناسب چلند ونه شو او په لوی لاس
هغوی د انګليس په مستعمره کې پاتې کړای شول.
په هر صورت، د افغانستان بشپړه
خپلواکي هم داسې لاسته راوړنه ده چې د وياړ او حساب مقام لري، او دا وياړ د
افغانستان په تاريخ کې د غازي امان الله خان په مشرۍ د جنوبي، شرقي او کندهار
محازونو په نوم ثبت او ټول افغان ملت پورې تړاو لري، د دې جګړې د ګټلو محوري محاذ
جنوبي وو چې د سپه سالار محمد نادرخان په مشرۍ افغان مېړنيو په کې انګليس لښکرې
ترپ وهلو ته اړويستلې، خو غازي ځکه د انګليس نه د ازادۍ رمز او شناخت دی چې هغه د
ازادۍ مبارزه رهبري کړه او هغه د خپلواک افغانستان لپاره نظامي او ولسي پاڅونونه
او جهـ اد طرح او تطبيق کړل، تر هغه مخکې اميران هم وو خو هغوی د انګليس تحت
الحمايه حالت غوره ګڼلو او غازي په همدې مناسبت منفرد دی، هغه چې په کوم ډول د
ازادۍ داعيه راپورته کړه نو ارواښاد ډاکټر محمد حسن کاکړ يې په اړه وايي: (پاچا
امان الله د بلې مياشت يانې مارچ په ۳مه د خپل پلار له وژل کېدلو او د ځان د امير
کېدو په هکله د برتانوي هند وايسرای ته ليک واستاوه او څه باندې يوه مياشت وروسته
د اپرېل په ۱۳مه يې په کابل کې په يوه عام دربار کې د وطن پوره خپلواکي په دغو
لفظونو څرګنده کړه:
"ما
خپل ځان او خپل هېواد پوره ازاد، په خپل اختيار او خپلواک اعلام کړ، له دې وروسته
به زما هېواد هغسې خپلواک وي لکه د نړۍ نور دولتونه او قدرتونه چې دي. هېڅ باندنی
هېواد به پرېنښودل شي، چې يوه ويښته قدر حق ولري چې د افغانستان په دنننيو او
باندنيو چارو کې ګوتې ووهي او که کوم چا دغسې وکړل، زه تيار او اماده يم چې په خپلې
دغې تورې سره يې مرۍ پرې کړم"
پاچا امان الله د خپلې اوږدې وينا
په پای کې برتانوي اېجنټ، حافظ سيف الله ته مخ واړاوه او په نرمه يې ورته کړه چې
"اوه سفيره ته پوه شوې چې ما څه وويل؟ هغه ځواب ورکړ، چې هو زه پوه
شوم")[22].
د غازي، سپه سالار، مارشال او د
ازادۍ د ټولو جنګياليو روحونه دې ښاد او په فردوس جنت کې وي.
پای
[1] مارشال شاه ولي خان؛ زما خاطرې، ۳۲ مخ، ژباړن: داود
افغان
[2] همغه اثر، ۳۳ مخ
[3] همغه اثر، ۳۴ مخ
[4] همغه اثر، ۳۵ مخ
[5] همغه اثر، ۳۶ مخ
[6] همغه اثر، ۳۶ مخ
[7] همغه اثر، ۴۴ مخ
[8] همغه اثر، ۴۵ مخ
[9] همغه اثر، ۴۵ مخ
[10] همغه اثر، ۵۰ مخ
[11] همغه اثر، ۵۰ مخ
[12] کابل کې اوه کاله، ۷۳ مخ، ليکوال مولانا عبيدالله
سندي، ژباړن سيد عطاءالله شاه احرار
[13] مارشال شاه ولي خان؛ زما خاطرې، ۵۱ او ۵۲ مخونه، ژباړن:
داود افغان
[14] د افغانستان تاريخ او خپرونې، ۶۰ مخ، ليکوال دکتور
محمد حليم تنوير، ژباړن محمد زبير شفيقي او فدا محمد فايض
[15] افغانستان د تاريخ په بهير کې، ۱۰۱۴ مخ، ليکوال: غلام
محمد غبار، ژباړن: اورنګزېب ارشاد
[16] افغانستان د تاريخ په بهير کې، ۱۰۱۵ مخ، ليکوال: غلام
محمد غبار، ژباړن: اورنګزېب ارشاد
[17] افغانستان د تاريخ په بهير کې، ۱۰۲۱ مخ، ليکوال: غلام
محمد غبار، ژباړن: اورنګزېب ارشاد
[18] د افغانستان تاريخ او خپرونې، ۷۶ مخ، ليکوال دکتور
محمد حليم تنوير، ژباړن محمد زبير شفيقي او فدا محمد فايض
[19] مارشال شاه ولي خان؛ زما خاطرې، ۴۶ مخ، ژباړن: داود
افغان
[20] مارشال شاه ولي خان؛ زما خاطرې، ۵۴ مخ، ژباړن: داود
افغان
[21] مارشال شاه ولي خان؛ زما خاطرې، ۵۶ مخ، ژباړن: داود
افغان
[22] د پاچا امان الله واکمنۍ ته يوه نوې کتنه، ۱۹ مخ، ليکوال
پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.