وحيدالله مصلح
کله چې په ۱۹۷۰ کال کې استاد نجم
الدين اربکان په ترکيه کې د ارواښاد سعيد نورسي حرکت سره په ګډه د "ملي نظام"
ګوند جوړ کړ؛ دغه ګوند د مصطفی کمال اتاتور د معاصرې ترکيې په تاريخ کې لومړنی هغه
و چې د اسلامي سياست ريښې يې درلودې، دغه ګوند د نهه مياشتو په دننه کې منحل شو او
علت يې دا و چې د اردو مشرتابه دا حزب د هېواد د سکولار نظم په وړاندې ګواښ باله
او له محکمې يې وغوښتل چې ګوند وتړي.
د اسلامي سياسي نهضت اړتيا او درې جغرافيې!
په ۱۹۲۴ ميلادي کال کې عثماني دولت
ړنګ شو، دغه دولت چې په وروستيو کې يې د اروپا او غرب له خوا د مريض جسم لقب
اخېستی و په پراخو داخلي کمزوريو، غداريو، او بهرنيو توطيو کې په تدريج سره له
منځه ولاړ، دلومړۍ نړيوالې جګړې يوه موخه د عثماني سلطنت وروستی منار راپرځول وو،
دا سلطنت که په وروستيو کې هر څو کمزوری و خو د مسلمانانو لپاره يې سياسي مرجعيت
درلود، او دا مرجعيت په هره بله پېښه کې پياوړی کېدای شو، په اسلامي تمدن کې د دې
وړتيا شته چې تر هرې پرځېدا وروسته را جيګېږي او بيا يې قامت دومره سترېږي چې نور
تمدنونه يې تر سيوري لاندې کېږي او په دې بسته تاريخ سند دی.
په هر صورت عثماني دولت ړنګ شو او د
مسلمانانو زړونه تالا ترغۍ شول، د نهيلۍ يو توپان و چې مسلمانان په کې راښکېل وو،
هغه چې د هند په نيمه وچه کې مسلمانانو ريشمي رومال او خ-لافت تحريک وچلولو دا د
همدې مرجعيت د تشې ډکول وو، که نه د هند مسلمانانو په خپله د انګليس په ولکه کې
حصار ژوند درلود.
د عثماني دولت تر ړنګېدو وروسته هغه
مهال چې د سکولارېسم په وارداتي زيان کې د اسلامي نظم او سياسي کيان خبره له موده
لوېدلې وه؛ اسلامي نړۍ تقريباً په نزدې زماني واټنونو کې په دريو جلا جغرافيو کې د
اسلامي ويښتيا او اسلامي هر اړخيزې داعيې لپاره د نسلي روزنې او تغير مبارزه پيل کړه،
په مصر کې امام حسن البنا، هند نيمه وچه کې امام سيد ابوالاعلى مودودي او په ترکيه
کې استاد نجم الدين اربکان دا داعيې رهبري کړې. دې بېلابېلو اسلامي نهضتونو په
خپلو منځونو کې ډېر زيات مشابهتونه او ورسره په څنګ کې د چلندونو او سټراټيژيو
تفاوتونه هم درلودل. د اسلامي ويښتيا دې لويو تجربو په مسلمانانو کې د هويت قضيه د
ماتې له ژورو راوويسته او د تمدني بحثونو داغه او د سيالۍ قضيه يې کړه.
له نورو اسلامي تحريکونو سره په يوه
حساب شوي تفاوت کې د ترکيې اسلامي ويښتيا د حوار او ډيالوګ ډېر پرانېستى خاصيت
درلود، اربکان له غرب سره د يوه قوي استدلال له دروازې ننوتلو او هغه سره په دې ډيالوګ
کې خورا لوى منطق پروت و، چا يې سيالي نه شوه کولاى او په دې ډيالوګ کې اسلامپالي
د خبرې او تنقيد سړي وو.
استاد اربکان د همدې حوار لپاره (د
اسلام او غرب راتلونکی) بيانيه وليکله او په دې کې يې له لويديز سره د اسلام د
حوار منطق او مدعا ليکلې، استاد په دې کتاب کې د غرب او اسلام پر تمدني بحثونو
بوخت شوى او د رسالې په پاى کې د اسلامي هېوادونو د اقتصادي پرمختګ او بساينې
لپاره د غرب نړيوالو قتصادي فورمونو په مقابل کې د اسلامي هېوادونو د بديل اقتصادي
فورم طرحه وړاندې کړې، دا اصلاً د اسلامي هېوادونو د متحد بلاک رامنځته کولو طرحه
وه او دې لپاره استاد اربکان د بلاک د لومړنۍ حلقې يو شمېر هېوادونو لکه مصر،
ايران، نايجيريا او نورو هېوادونو ته سفرونه هم کړي وو،خو دغه طرحه په همدې مبدأ
کې د سکولار پوځ په کودتا سره خنثی شوه.
اسلامپالي او منحل ګوندونه!
د ترکيې په تاريخ کې د ترکيې د
اسلامي حرکت تجربه ډېره منفرده ده، دوی په صبر، حکمت او په عين حال کې په صراحت
مخې ته تللي دي، استاد اربکان او ملګرو يې تر هر انحلال وروسته بل ګوند جوړ کړی
دی، تاسو وګورئ تر لومړي "ملي
نظام" ګوند نه وروسته دوی د ملي سلامت، رفاه، فضيلت او سعادت په
نومونو بېلابېل حزبونه جوړ کړي دي، په دغه تجربه کې ګوند کوم بت نه و چې نه به
بدلېږي او ګوند به پالونکي ولري بلکه دوی وېژن درلود، موخې، مقاصد او پاليسۍ يې
درلودې او دې لپاره دوی بېلا بېلې سټراټيژۍ غوره کړې وې، دوی ته ګوند يو
سټراټيژيکه وسيله او چلند و، هغه چې هر وخت بلېدای شو خو د ګوند مرام او هدفونه
هغه څه وو چې دوی يې په هر نوي ګوند کې له خپل مخکيني اصالت سره معرفي کول.
د استاد اربکان د حرکي مزل بله
ځانګړنه دا وه چې دوی هيڅکله نه نهيلي کېدل، زندانونو، ګوندي انحلال او د ټاکنيزو
رايو قلت دوی نه دي زړه ماتي کړي، بلکه هر ځل دوی په نوي عزم راپورته شوي دي او
مخې ته تللي، کله چې رفاه ګوند جوړ شو نو په همدې کال ۱۹۸۳ کې يې په ټاکنو کې
يونيم فيصده رايې واخېستې، دوی ددې پر ځای چې وير وکړي خپلو موخو ته يې کار وکړ او
پر سټراټيژيو کتنه وکړه، په بل ځل ۱۹۹۵ دسمبر کې يې پارلماني ټاکنو کې اکثريت
وګټلو او له ټانسو چېلر سره يې په ايتلافي حکومت اوکی وکړه، اربکان د صدراعظم په
توګه وټاکل شو خو د يو کال په دننه کې د پوځ مشرتابه اربکان اړ کولو چې له
اسرائيلو سره ښې اړيکې وساتي، دوی د اربکان له سياستونو سره خورا حساسيت وښود او
بالاخره د عسکري شورا مجلس له خوا مجبور کړای شو چې استعفا ورکړي، نوموړي استعفا
ورکړه، نظاميانو يې فضيلت ګوند هم منحل کړ او دی يې هم د ۵ کلونو لپاره له سياسته
منعه کړ او څه موده وروسته يې د دوه کلن بند حکم هم پرې وخېژاوه.
انشعاب او زمکني حقيقتونه!
کله چې د ترکيې سکولار او د اتاتورک
د نظريو ساتونکو پر مرحوم استاد نجم الدين اربکان کودتا وکړه او هغه يې زنداني او
له سياسي کار نه منع کړ، همدغه مهال رجب طيب اردوغان او ملګرو يې په يوه مثبت
ګوندي انشعاب کې ميدان ته راووتل، دوی دې نتيجې ته رسېدلي وو چې له زمکنيو
حقيقتونو سره تګ په کار دی او له غليم سره د همغوی په وسايلو او ماحول کې سيالي په
کار ده، همدا لامل دی چې دوی نظريه په زړونو او عملي سياست په سترګو او څهرو کې
راښکاره کړ او دې لپاره يې د عدالت او پراختيا په نوم ګوند جوړ کړ.
اردوغان او ګوند يې نظرياتي شعارونه
لږ ګوښې کړل او د ترکيې له عملي ستونزو سره يې تعامل شروع کړ، لوی ارمانونه يې بلې
زمانې ته پرېښودل او هېوادنۍ داعيه يې محکمه کړه، هغوی د ترکيې له دوديزو يارانو
سره هم داسې تعامل وکړ چې د هغوی حساسيت يې کم کړ، په دغسې خومار شوي حساسيت کې
دوی پيل له دې وکړ چې له ګاونډيانو سره شخړې بايد صفر ته راښکته شي او د دې سياست
طراح په کې احمد داوود اوغلو و. وروسته بيا دا سياست د سيمې په بدليدونکي منظر کې
بدل شو خو تر دې بدلېدونکي منظر مخکې، غرب له ترکيې د يوه پڅ او خپل منځ کې بوخت
ترکي حکومت انتباه اخېستې وه.
غرب هم غوښتل چې په ترکيه کې د
اسلامپالو د يو وسطي جريان حکومتولي رامنځته شي خو دا جريان بايد د هغوی د اغېز
لاندې وي. اردوغان پيل د همدغسې يوه متأثرې واکمنۍ نه وکړ خو هغه وېژن درلود او په
منځ منځ کې يې د خپل شناخت مزل پيل کړ، دا هر څه يې په خورا زرنګۍ کول او غرب چې
وروسته د يوې سيالې او پياوړې ترکيې سره مخ کېده دا نو بيا د تعامالاتو په بيروبار
کې ناوخته هم وه او هغوی نور مجبور وو چې اردوغان سره راشه درشه وکړي.
اردوغان او د رهبرۍ کارېسما!
يوه ورځ په استانبول کې يوه ترکي
ټرېنر مونږ ته د اردوغان په اړه ويل چې هغه کله کله کليوالي سيمو ته ځي او هلته
بيا يوې اړمنې کورنۍ سره کيني د هغوی چای او نمک وخوري او بيا چې کله د نوموړي دا
عکسونه په رسنيو کې راشي نو ترکان ورته زړونه ورکوي. د هغه په اړه يې دا هم وويل
چې ترکان پياوړي او لوړ قامت والا خوښوي، او کله چې ترکان ګوري د دوی جمهور رئيس
په بهرنيو کتنو او سفرونو کې پياوړی دی او مقابل لوری يې په وړاندې کم نو د غرور
احساس کوي. دغه ترکي په خپله سکولار و خو د اردوغان د ښېګڼو قايل و. نه يوازې دا
بلکه په دا روانو ټاکنو کې کله چې په المان کې ترکانو د جمهوري رياست رايې کارولې
نو يوه سکولار خپله رايه اردوغان ته وکاروله او بيا يې رسنۍ ته وويل چې زه سکولار
يم خو رايه اردوغان ته ورکوم، ځکه هغه په خپلو وعدو وفا کوي، هغه چې څه وايي همغسې
کوي.
د اردوغان وينا ډېره راښکونکې ده،
ما يې يوه ويډيو کتله، دا يې د استانبول د ښاروالۍ د کمپاينونو د مهال وخت و،
بدکارې ښځې راټولې شوي او دی له خپل ټيم سره ورته وينا کوي، دی چې په کوم ترتيب
هغوی ته د يوه عزتمن ژوند دعوت ورکوي او دی چې څومره هغوی هڅوي تر څو د بدلمنۍ
ژوند پرېږدي نو دا يو جلا دردوونکی منظر و ما ليدل چې بدلمنې ښځې يې وينا ته ژاړي
او د پاک ژوند د ارمان لاروي ته يې هيلې ژوندۍ کېږي، دا د هغه ماحول بدلمنې دي چې
غرب او د ترکيې سکولار طبقې ورته قانونيت ورکړی، بدکاريو ته يې کمپاينونه کوي او
دوی غواړي چې د شپېنيو کلپونو دا دروازې دې تل پرانېستې وي. شباب، شراب او کباب دې
وي او د بدلمنو ارزاني دې وي.
اردوغان د وينا خورا راښکونکی فن
لري، د روانو ټاکنو د کمپاين په سلسله کې يې چې د استانبول په ښار کې ولس په څومره
شوق او څومره شمېر راټول شوی و، دا په ملت کې د يوه کارېسماټيک رهبر بلنې ته دمينې
داد و، که نه په همدې استانبول کې قلېچدار اوغلو هم غونډه درلوده، د هغه ميدان د
اردوغان له ميدان نه پنځه چنده کوچنی و خو بيا يې هم ميدان په مينوالو ډک نه و.
اردوغان ته ۱۷ لکه ولس راټول شوی و، اردوغان ورته سرود وويل او يونيم ساعت ورته وغږېد،
هغه چې عمر يې زيات دی خو چې خبرې يې کولې لکه يو ځوان چې په ډډ غږ او پياوړې
حنجره غږېږي، نوموړي د خبرو په منځ، منځ کې ويډيويي مجالونه هم درلودل او ولس ته
يې د خپل شل کلن مزل غټې لاسته راوړنې ټولې ښودلې، ما ته مې يوه ملګري له
استانبوله وويل؛ دا څومره خوند کوي چې يو رهبر خپل ملت ته خدمت کړی وي او بيا په
لوړو سترګو ملت ته د خپلو خدمتونو يادونه کوي...
اردوغان په نړيوالو بحثونو کې ډېر
ډيپلماټيک او متقابل چلند لري، هغه نه يوازې په بحث کې پياوړی منطق لري او مقابل
جانب تر اغېز لاندې راوړي، بلکه هغه په هر ډيپلماټيک برخورد کې د يوې لويې عثماني
ترکيې شان په پام کې ساتي، کله چې پوټين په مسکو کې اردوغان په انتتظار ستړی کړ،
نو اردوغان هلته خپل ډيپلماټيک سړښت وساته، خو کله چې بل ځل پوټين له اردوغان سره
د کتنې مهال وېش درلود، نو دلته بيا اردوغان پوټين د ملاقات په سالون کې همغسې د
انتظار سختو لمحو کې را ايسار کړ.
کارېزما د نړۍ او په ځانګړي ډول شرق
د مشرتابه لويه خاصه ده، له دې ځانګړنو د غرب هېوادونه هم خلاص نه دي، ترکيې له
لسګونو کلونو د کارېماټيکې رهبرۍ رنځ وړلو، هلته د پوځ يوه سليقه حاکمه وه او دا
سليقه د اتاتورک د سکولار ارزښتونو د ساتونکو نظاميانو په ولکه کې ډوبه وه، په
همدې ولکه کې عدنان مندريس راوپرځول شو او بيا اعدام شو، وروسته بيا د استاد نجم
الدين اربکان حکومت هم راوپرځول شو او په دې ډول هر هغه حکومت چې د بيان او ديني
ارزښتونو پر ازاديو ګروهمن وو د سکولار اسټبلېشمنټ له خوا په لنډه موده کې ملغا
کېده.
په ترکيه کې اردوغان په تېرو شلو کلونو کې د يو
کارېسماټيک مشر په توګه راپورته شو، د هغه په شخصيت کې د لېډرشېپ هغه ټولې رنګينۍ
راټولې شوي چې د ترکيې راتلونکی بدلولی شي.
د ځپل شوې ترکيې بيا رغونه!
ترکيه چې د غرب په لاسپوڅۍ کې يوازې
داخلي شخړو او شخو شولانګو کې را ايساره شوې وه، د اردوغان په قيادت کې منطقوي
لوبغاړې شوه او نړيوالو قضيو کې يې هم خپل ځای پيدا کړ. ترکيه چې په پورونو کې
ډوبه وه خو د اردوغان په واکمنۍ کې ترکيې خپل اقتصاد ورغولو، د سکولار واکمنۍ ټول
نړيوال پورونه يې خلاص کړل، او اردوغان هلته په ترکيه کې نړيوالو پانګونو ته
اسانتياوې رامنځته کړې، ترکيه په دغه موده کې د اقتصادي طرحو له امله خورا پياوړې
شوه، دا چې په وروستيو کې د ترکيې اقتصاد و ځپېده، دا څپه په ټوله نړۍ کې راخپره
وه او ترکيه هم له دې څپې خوندي نه وه، په دې کې شک نه شته چې په سيمه کې د ترکيې
زياته بوختيا او په ترکيه کې د کډوالو شتون د ترکيې پر اقتصاد منفي اغېز کړی خو د
لويو موخو په لار کې دغسې ټکانونه شته دي، ترکيه به يا منطقوي پياوړی حضور لري او
يا به په خپل کور دننه له ستونزو او جنګونو سره لاس او ګرېوان وي، دغسې منطقوي
بوختيا پر ترکيې تپل شوې ده او طبعاً به د هغوی اقتصاد ورسره ويشل کېږي.
ترکيې په ټکنالوژۍ او نظامي
توليداتو کې خورا پرمختګ وکړ، د دوی بې پيلوټه الوتکو د ارمينيا او اذربايجان د
جګړې معادله بدله کړه او اذربايجان په کې وتوانېد چې خپلې مقبوضه سيمې له
ارمنيستان نه راوګرځوي، ناګورنو قره باغ د ترکي بې پيلوټه الوتکو پر ملاتړ تر لاسه
شو. په يوکراين کې د ترکي بې پيلوټه الوتکو شتون د هغوی په مقاومت کې خپل رول
درلود. د ترکيې پوځ دا مهال په سيمه کې پياوړی حضور لري دوی په ډېرو عصري وسلو او
ټکنالوژۍ سنبال دي. دا اوس، اوس ترکيې لويه بحري نظامي بېړۍ سمندر ته خوشې کړه، له
دې بېړۍ به بې پيلوټه الوتکې الوتنې کوي. ترکيې د بې پيلوټه الوتکو تر څنګ بې
پيلوټه جيټان هم جوړ کړل.
په دې ډول د پوځ په پياوړتيا کې
اردوغان خپل سټراټيژيکې موخې ته ورسېد؛ او هغه په زمکنيو واقعيتونو کې د يو سکولار
سټبلېشمنټ تغيرول وو، اردوغان به نه وي خو اسټبلشمنټ به نور په سکولاره روحيه
مداخلې نه کوي، نور به د ترکي پوځ کوم مشر او کوم جنرال محسن باتور محکمې ته نه
وايي چې د اربکان وطني نظام ګوند منحل اعلان کړه! بلکه هغوی به د ملت د معنوي
ارزښتونو ساتونکي وي.
په طبي ډګر کې د اروپا او عربي نړۍ مراجعين په
لوړه پيمانه ترکيې ته راځي. څو کاله مخکې مونږ په يوې روغتيايي کتنې کې د ترکيې
يوه خصوصي روغتون ته تللي وو، له هغوی مو پوښتنه وکړه چې د نورو هېوادونو په نسبت
دلته افغان مراجعين کم دي، هغوی وويل چې زمونږ روغتيايي خدمتونه د اروپا په
معيارونو دي، خو لګښتونه يې د اروپا په نسبت ارزانه دي، له همدې امله اروپايي وګړي
او عربان دلته راځي او دوی د اروپا په معيار درملنه په مناسب لګښت تر سره کوي، خو
بيا همدا لګښتونه افغانانو ته د هند او پاکستان په پرتله قېمته پرېوځي.
ترکيه؛ د اسلامي قضيو داعيه!
سيمويل هنټګټن له نظره نړۍ خپلو
تمدني شناختونو ته ورستنېږي او دا مهال په نړۍ کې خلکو ته د صليب، هلال، د مسجدونو
دنګې منارې او حجاب نښې تمدني شناختونه دي.
په همدې شناختونو کې اردوغان
اياصوفيه بېرته خپل حالت ته راوګرځوله او هلته اوس لمونځونه کېږي.په ترکيه کې پر
حجاب بنديز و او حتی د پارلمان غړې د حجاب درلودلو له امله دېته اړ شوه چې په
پارلمان او حجاب کې يو انتخاب کړي او هغې په کې خپل هويت حجاب انتخاب کړ.
ديني نښو ته د ترکيې ورګرځېدلو حتی
د اتاتورک د ګوند مشر قلېچدار اوغلو اړ کړ چې جومات ته ورشي خو هغه دومره له خپلو
خلکو او ټولنې سره نابلده و چې هلته په جومات کې له بوټانو سره ګرځېده، سره له دې
چې په ديني لحاظ دا د ملامتۍ خبره نه ده خو په کلتوري لحاظ دا مسئله په ترکيه کې
حساسه ده او وروسته بيا کلېچدار اوغلو د خپلو بوټانو سپيناوی کولو.
ترکيه چې په نظرياتي لحاظ يې سکولار
شناخت درلود، او هلته ديني ازادۍ يوازې غير مسلمو ته وې، دا مهال يې نړۍ بېرته د
عثماني ارمانونو ټاټوبی ګڼي او ترکيه د مسلمانانو د قضيو نړيوال داعيه داره ده. ترکيې
تل د فلسطين قضيه نړيواله کړې ده، دوی هلته د اسرائيل د هر ظلم په وړاندې غږ پورته
کړی دی، څوکاله مخکې چې د مرمرې بېړۍ فلسطينيانو ته مرستې رسولې هلته پرې اسرائيلي
ځواکونو بريدونه وکړل او ډېره موده وروسته د فلسطين په ننګه د يوه بهرني اسلامي
هېواد د وګړو وينه تويه شوه.
کله چې اردوغان د اسرائيل ولسمشر شېمون
پېرېز ته په داووس کې د اسرائيلو په لاس د غزې د کوچنيانو، ښځو او عام ولس د وژنو
قضيه راسپړله، په سترګو کې يې ورته سترګې اچولې او ورته يې ويل چې تاسو هلته د
ماشومانو په وژلو ډېر ښه بلد يئ، هلته مو ډېر خلک ووژل او دا ډېر غير انساني کار
دی، هغه غزه يو لوی زندان وباله او د اسرائيلو وحشت يې سخت تنقيد کړ... هلته
شېميون پيرېز سخته ناراحته شو په الوتې قيافه يې په فلسطين کې د اسرائيلو د وژنو
نه دفاع کوله په داسې حال کې چې هلته عمرو
موسی د مصر پخوانی د بهرنيو چارو وزير او د عرب اتحاديې سرمنشي هم موجود و، خو په
دې ټولو کې چې کله پيرز اردوغان ته ګوته نيوله او نوموړی يې مخاطبولو، دا ځکه چې
اردوغان ورته د فلسطين د قضيې سړی ښکارېده.
ترکيه د مصر په سکولار کودتا کې د
مصري ولس په خوا کې ودرېده، اردوغان د مصري ولس د رايو دفاع کوله او په لويو
قدرتونو کې ترکيه يواځينی هېواد و چې عبدالفتاح السيسي يې يو کودتايي مشر باله او
د مرسي د حکومت چپه کول يې کودتا بلله.
په ليبيا کې که د ترکيې شتون نه وای
نو حفتر به هلته د سيسي په ملاتړ د وينو ويالې بهولې وای، حفتر د غرب، اسرائيل،
مصر، سعودي او اماراتو په ګډه پانګونه کې لګيا و د ليبيا د ولس انقلاب يې تښتولو
خو هغه د ترکيې په شتون کې دې ناوړه مراد ته ونه رسېد.
ترکيه او د پراختيا غوښتنې فکر او
بستر!
اردوغان د يو بل ارطغرل تکرار
ښکاري، که چا د ارطغرل سيريال کتلی وي نو هلته د سليمان شاه زوی ارطغرل ترکان او د
اوز قبيله له بدوي حالت نه راباسي او په اسلامي روحيه يې د بازنظيني صليبي لښکرو
او چنګېزيانو سره ټکر ته اماده کوي، دوی په دغسې ابتدايي وده کې د يو عظيم دولت
خوبونه ګوري او ارطغرل د عثماني دولت بستر جوړوي، خو دا بستر يوازې د صليبي او
چنګيزي لښکرو سره په ټکرونو نه جوړېږي بلکه ډېر داخلي غداران هم له دې بستر سره په
شخړه وي، او بالاخره عثمان د ارطغرل زوی په کې د عثماني دولت لومړنۍ واکمني ايجادوي.
تاريخ بالکل تکرارېږي، ترکيه د
تاريخ په يوه حساس پړاو کې ده،اردوغان په خورا نامناسبو حالاتو کې يو ډېر مناسب
کرکټر دی، نوموړي په ډېرو لږ او محلي امکاناتو ترکيه د سيمې په کچه سياله کړه، تېر
شل کلونه د همدغسې يوه بستر مرحله ده چې لا هم دوام لري، دا اوس چې غرب غواړي اردوغان له واکه وغورځوي نو
يو لوی لامل دا دی چې د ترکيې پراختيا غوښتنه بايد پای ته ورسېږي. طبيعي ده چې د
ترکيې پراختيا غوښتنه به د يوې نظريې په اساس وي، دا اوس پخوانی وخت نه دی چې
هېوادونه به نور هېوادونه نيسي بلکه دا مهال نظريې هېوادونه سره نښلوي، ترکيه په
نظریاتي لحاظ د عثماني واکمنۍ په څېر عظيم تاريخ لري او دا تاريخ د اسلامي تمدن
لويه برخه ده، ترکيه په دغسې ماضي سره د راتلونکي قيادت څرکونه ورکوي، او په دې
غرب ډېر ښه پوهېږي.
د اردوغان سيال قلېچدار اوغلو په
جار وايي چې که واک ته ورسېږم نو ترکي ځواکونه به ټول کور ته راستانه کړم او د نړۍ
په چارو به غرض نه لرم. دا هغه څه دي چې ترکيه کوچنۍ کوي او غرب همدغسې يوه کوچنۍ
ترکيه غواړي.
ترکي ټاکنې او د ديکتاتورۍ کارت!
غرب په هر ځل ټاکنو کې د اردوغان پر
ضد موقف نيسي، غربي رسنۍ پر يوه ګډ ټکي راتولېږي او ټولې د اردوغان او د هغه د
ګوند پر ضد څرخي، دوی په داسې حال کې اردوغان پر ديکتاتورۍ تورونوي چې په همدې
ګاونډ اسرائيل کې نيتانياهو په اوم او اتم ځل صدراعظم کېږي، خو هغه په کې پر
ډيموکراټيکو رايو ګڼل کېږي او اسرائيل د غرب لپاره په سيمه کې د ډيموکراسۍ بېلګه
يادېږي. په برېتانيه کې له ۲۰۱۰ مۍ څخه تر اوسه محافظه کاران په واک کې دي هيڅوک
نه وايي چې هلته د محافظه کارانو واکمني او ديکتاتوري ده. په همدې مصر کې سيسي په
زور او کودتا واک نيسي، هغه چې کله د رسنيو مشرانو ته وايي چې په مصر کې ډيموکراسۍ
لپاره د پېړۍ څلورمه انتظار په کار دی او د رسنيو مشرانو نه يې غوښتنه کړې وه؛ چې
پر چارواکو دې تنقيد نه کوي، خو د غرب له لورې د يو عظيم رهبر په توګه يادېږي؛ خو
د ترکي ملت ارادې او د رايو پايلې ته يې د ديکتاتورۍ خطاب کوي، دا د يو ملت ارادې
ته سپکاوی دی.
نو غرب ته ديکتاتوري مهمه نه ده،
خبره د پياوړې ترکيې ده، خبره د سيالې او ننګوونکې ترکيې ده او خبره د نړيوال نظم
د بديلې او سيالې نظريې ده، هغه چې اردوغان هر وخت په کې د امنيت شورا د جوړښت
مزاحم دی او هغه چې هغه په کې د مسلمانانو د قضيو علمبردار... دا هر څه غرب ته او
په ځانګړي ډول د نړيوال نظم سردارانو ته د منلو نه دي. غرب په دې پوهېږي چې اسلام
د نړيوالې داعيې لرونکی دی، د جلا هويت او تشخص درلودونکی دی، خپلې هويتي نښې لري
او د ژوند لپاره جلا نظم. په دغسې شاخصونو کې هر څوک چې اسلامي خلفيه ولري هغوی د
يوې پياوړې نظرياتي حمايې سره او په عددي ډول د مسلمانانو له کثرت سره غربي نړيوال
نظم ته ګواښ پېښولی شي.
د بغداد، اندلس، ترکيې پر اسلامي
واکمنيو سربېره د خوارزم شاهانو، غزنويانو په ځانګړي ډول سلطان محمود غزنوي،
سوريانو، غوريانو، لوديانو، ميرويس نيکه، احمد شاه بابا واکمنۍ د اسلامي واکمنيو
زرين دورانونه وو. که د معاصر ساينس له سلسلې د اندلس علمي مراجع لرې کړو نو اوسنی
علم له يوه سره نړېږي. غرب له دې زرين دورانونو ژوره مطالعه لري او د دې دورانونو
د بيا احيا پوټانشيل هم په اسلام کې وېني.
ترکي ټاکنې او د ټولنې ژور وېش!
غربي رسنۍ په يوې پره دارې خواخوږۍ
کې د ترکي ټولنې د وېش خبره کوي، هغوی د عدالت او پراختيا ګوند تورنوي چې ترکي
ټولنه يې په ژور ډول وېشلې ده، انسان حيران شي چې دغه وېش په کوم قانون کې منعه دی؟
د نړۍ په ټولو ډيموکراټيکو هېوادونو کې معمولاً ټولنې په دوه يا درې لويو ګوندونو
کې وېشلې وي، هلته چې هر ځل کوم ګوند ټاکنې ګټي نو هيڅکله غربي رسنۍ نه وايي چې
مثلاً په برېتانيه کې د کارګر يا محافظه کار ګوند له امله برېتانوي ملت په ژور ډول
ويشل شوی دی، دا په داسې حال کې چې هلته محافظه کاران دا ۱۲ کلونه مسلسل په واک کې
دي!! دا ډېره طبيعي ده چې په ټاکنو کې به وېش رامنځته کېږي، کرښې به جلا وي او
سياستونه به مشخص وي، په همدې توپيرونو کې به وېش رامنځته کېږي او که وېش نه وي نو
بيا به ديکتاتوري رامنځته کېږي. کله چې مونږ مثلاً په مصر کې د ولس وېش نه ګورو نو
معنا يې دا ده چې هلته ديکتاتوري حاکمه شوې ده، هلته د عسکرو په زور په ټولنه کې
تنوع وژل شوې ده او سياسي پلورالېزم عملاً ختم شوی دی.
له همدې امله غرب نه غواړي چې په
اسلامي ټولنو کې رقابت او سيالي رامنځته شي،
تنافس موجود وي او په پرمختللې بڼه کې د خير او شر کشمکش موجود وي، په دغسې
سياليو کې خو اسلام منطق او استدلال لري، د ډيالوګ وړتيا لري او د خلکو د فکرونو
او عقلونو سره خبرې کوي، اسلام په دې کشمکش کې تل برېمن شوی دی، نه يوازې په
نظرياتي لحاظ؛ بلکه په خدماتي لحاظ هم، او
په دې د اسلامي بېلا بېلو تمدنونو تاريخ شاهد دی.
اسلامپالي او مخې ته پرتې ننګونې!
په ترکيه کې څو مهمې ننګونې
اسلامپالو ته پرتې دي، دا داسې ننګونې دي چې د ترکيې عدالت او پراختيا ګوند کولای
شي چې په خپلو سټراټيژيو سره يې پر فرصتونو واړوي، او همدا د ښې رهبرۍ نښه ده، يو
شمېر ننګونې چې تر ډېره نظرياتي بڼه لري:
لومړی؛ اسلامپالي او د رهبرۍ توريث!
د حرکتونو د بقا اساسي پوښتنه دا ده
چې د دوی د مشرۍ توريث په کوم حالت کې دی؟ سره له دې چې د عدالت او پراختيا ګوند
کوم محض ديني او تربوي ګوند نه دی، بلکه دا په سياسي مسايلو کې بوخت حزب دی چې د
استاد نجم الدين اربکان د اسلامي حرکت په ريښه کې يې اسلامي نشأت او تشهير اخېستی.
دغه د رهبرۍ د توريث مسئله په شرق کې ډېره عامه ده، دلته په هر نظرياتي جريان کې
يو کارېسماټيک رهبر تر پايه رهبر پاتېږي، استاد اربکان دې الله تعالی وبښي هغه هم
تر پايه د ترکي اسلامي حرکت مشر پاتې شو، دا چې اردوغان او د هغه ملګري د استاد
اربکان له حرکت څخه جلا شول؛ په سعادت ګوند کې د ډېرو نورو محافظه کاره عواملو
سربېره ښايي يو لوی عامل يې دا هم و چې د مرحوم استاد اربکان په شتون کې د ګوند
لوړ قيادت ته د نورو مشرانو رسېدل ممکن نه وو، او تر هغه چې د ګوند مشري يوازې په
يوه لاس کې وي نو د ګوند سياستونه هم يونواخته پاتې کېږي.
اردوغان هم په خپل ګوند کې همدغسې
يوه تجربه کې روان دی، سره له دې چې په ترکي ټاکنو کې هغه د ملت په رايو انتخابېږي
او په دغسې پرانېستو او ازادو ټاکنو کې د ديکتاتورۍ سوال نه پيدا کېږي، ځکه دا په
خپله ملت دی چې خپل زعيم او مشر ټاکي. خو په ګوند کې او هغه هم چې محض سياسي رنګ
ولري؛ د دې اړتيا ده چې د مشرۍ لپاره مشخص وخت/دوره موجود وي، دا بايد واضح وي چې
د ګوند مشري څو ځل کېدای شي؟ دا بايد محدود شي. د توريث لپاره دا هم مهمه ده چې د
ګوند سېسټم په يوه ريښتيني مشورتي اساس او داخلي ټاکنو ولاړ وي.
په ترکيه کې داسې نه ښکاري چې دستي
ساعت دې د اردوغان په څېر بل کوم کارېسماټيک رهبر موجود وي، سره له دې چې اردوغان
د خپلې کارېسما له مخې د ترکي ټولنې او ترکي اسلامپالو لپاره يوه غېبي پيرزو وه،
خو له کارېسما سره دا تړلې ده چې د کارېسما په سيوري کې نور رهبران ډېره وده نه
کوي. تر دې مهاله د عدالت او پراختيا په ګوند کې همدغسې يو حالت دی، دا چې په تېرو
شلو کلونو کې د عبدالله ګل، احمد داود اغلو او علي بابه جان په څېر پياوړو پاليسي
کچې شخصيتونو او سياستګذارانو له عدالت او پراختيا ګوند نه لاره جلا کړه دا د
پوښتنې وړ ده! دا نه يوازې د پياوړو کادرونو فرار ته زمينه مساعدوي بلکه په ګوند
کې فرد محوري او ديکتاتوري هم رامنځته کوي.
له همدې امله اړينه ده چې عدالت او
پراختيا ګوند په ځانګړي ډول د اردوغان د بري په صورت کې د بلې مرحلې لپاره داسې
رهبران معرفي کړي چې تر شا يې د اردوغان حمايت وي خو پر سکرين نوي رهبران د خبرې
او ځواک څښتنان وي، نوي کارېسماټيک رهبران د عدالت او پراختيا ګوند د بقا سوال دی.
که داسې ونه شي نو تر اردوغان وروسته مرحله کې به د عدالت او پراختيا ګوند بديلې
کارېسماټيکې رهبرۍ په نه شتون کې ښه راتلونکی ونه لري.
دويم؛ ځوان نسل او شل کاله مخکې
ترکيه!
کله چې شل کاله مخکې عدالت او پراختيا
ګوند ټاکنې ګټلې نو ترکيه له پراخ مالي او اداري فساد نه رنځېده، ترکيه په پورونو
کې ډوبه وه او اقتصاد ګوزڼ وهلی و، هغه مهال ترکي ولس د نظرياتي تړاو سربېره د
پورتنيو ستونزو د حل په موخه نوي ګوند ته رايې ورکړې، هغو د تحول او پرمختګ غوښتنه
درلوده او د اردوغان ګوند نه يوازې دا ادعا درلوده بلکه په تېرو شلو کلونو کې يې
په اثبات هم ورسوله.
دا نن چې ترکيه په کوم پرمختللي
حالت کې ده، نو سږني اتلس کلن ځوانان چې؛ د لومړي ځل لپاره رايې کاروي هغوی يې له
شل کاله پخواني حالت سره نه شي پرتله کولی، ځکه دوی هغه مهال نوي زيږدلي کوچنيان
وو، دوی دا مهال د نړۍ په لويو پېښو او دسيمې په شخړو کې لړزېدلی ترکي اقتصاد ګوري
چې کال په کال نه ښه کېږي، له همدې امله د دوی يو شمېر ښايي وانګېري چې د ترکيې
اقتصاد بايد ښه شي او دې لپاره د حکومت بدلون ته اړتيا ګوري. خو دا چې اردوغان
لګيا دی د ترکيې اقتصاد د ښه کولو هڅې کوي، هغه نه يواځې د کارکوونکو معاشونه
لوړوي، د متقاعدينو تقاعد او حقوق لوړوي او د پورونو اسانتياوې رامنځته کوي؛ بلکه
سترې پروژې پرانېزي، په بحر کې د ګازو نوې زېرمې راباسي، ترکيه هستوي انرژۍ ته
ننباسي او ډېرې نورې هڅې کوي دا هر څه بيا ځوانان ګوري او حساب پرې کوي.
له بلې خوا ځوانان دا هم ګوري چې د
اردوغان په مقابل کې اصلي سيال کمال قلېچدار اغلو نه خو په سِني لحاظ د ځوانانو
استازولي کولای شي او نه په اقتصادي لحاظ د ترکيې د اقتصادي ښېرازۍ لپاره يوه
مدونه طرحه لري، نو په دغسې يو سرسام اپوزېسيون کې ځوانان بېرته هغه چا ته زړه
ورکوي چې هغه د ترکيې د اقتصاد طرحه لري او وعده ورکوي چې اقتصاد به رغوي او
پياوړی کوي، هغوی ګوري چې د اردوغان وعده تشه وعده نه وي بلکه هغه يو عملګرا انسان
دی، نو ځکه باور پرې کوي.
يوه بله خبره دا هم ده چې غربي رسنيو
د ترکيې په دا دومره ډېرې ازادۍ کې بيا هم هڅه کړې چې په ترکيه کې د بيان ازادي
محکومه وښايي، قلېچدار اوغلو په همدې مقدمه کې د خپل انتخاباتي کمپاين يو لوی شعار
د ځوان نسل لپاره د ازادۍ خبره ټاکلې او وايي چې مونږ ځوانانو ته د بيان ازادي
غواړو، د ترکيې ځوانان نه غواړي چې سهار يې پوليس کور مخې ته ودرېږي او د يوه ټوېټ
په سر يې زندان ته يوسي! دا په داسې حال کې چې په ترکيه کې د بيان او رايې ازادي
شته، هلته خلک اجتماعي رسنۍ کاروي او پر حکومت تنقيد کوي، خو دا چې د قانون له مخې
د ولسمشر توهين جرم دی، او که په دې جرم څوک محکمې ته ځي نو دا په ټوله نړۍ کې د
قانون د عملي کېدو دود دی او ترکيه يواځينۍ نه ده.
ځوان نسل ښايي عدالت او پرمختګ ګوند
ته ننګونه وي، خو د اردوغان په روان انتخاباتي کمپاين کې داسې ښکاري چې دا ننګونه
هم پر يوه فرصت اووښتونکی دی، په استانبول کې اردوغان ته د راټول شويو ۱۷ لکه
ترکانو په منځ کې د ځوانانو شمېر د قلېچدار اغلو دعوه غلطه ثابتوي او داسې ښکاري
چې اردوغان به د ځوان نسل د منځ نه هم راټوکېږي.
دريم؛ ټاکنې او په ترکيه کې تبعيد
شوي اسلامپالي!
دا مهال ترکيه د ګڼو هغو اسلامپالو
د اوسېدو ټاټوبی دی چې په خپلو هېوادونو کې د سکولار استبداد او نه زغم قيادتونو
له امله د خپلو هېوادونو پرېښودو ته اړ شوي دي. په دوی کې ډېری يې د مصري کودتايي
رژيم او سوريې استبداد نه تبعيد شوي اسلامپالي دي، که ټاکنې معکوسه نتيجه ورکوي او
د اتاتورک د ګوند په محور ايجاد شوی ايتلاف يې ګټي نو دا به په ترکيه کې د کډوالو
اسلاميونو لپاره د خطر زنګ وي، دوی ښايي خپلو هېوادونو کې ديکتاتورو واکمنانو ته
ولچک وسپارل شي. دا به د ازادې ترکيې شناخت او سيمه ييز باور سخت ټکنی کړي.ترکيه
دا مهال په اسلامي هېوادونو کې د هيلو څرک دی، دا هيلې به ډېرې پژمرده شي.
څلورم؛ زلزله او پر ټاکنو يې اغېزې!
کله چې څو مياشتې مخکې ترکيه زلزلې
وځپله، د چارو شنونکي ډېری په دې نظر وو چې دغه زلزلې به د عدالت او پراختيا ګوند
واکمنۍ ته پای ورکړي، د خلکو رايې به ترې
راوګرځوي، غربي رسنۍ به زلزله ځپلو سيمو کې ګرځېدې او هغه مخالف زلزله ځپلی به يې
پيدا کولو چې حاکم نظام ته کنځلې کوي، غرب او په ترکيه کې اپوزېسيون ټول ددې پر
ځای چې زلزله ځپلو سره مرسته وکړي، پر حکومت د مخربو تنقيدونو په واسطه يې حکومتي
مرستې او ځوابيه عمليات ټکني کول.
د زلزلې په پيل کې سکولارېستانو دا
بحث رامنځته کړ چې اردوغان او د هغه په
واکمنۍ کې د معمارۍ نامعياريتوب د زلزلو د قربانيو د زياتوالي سبب دي، دا بحث د
هرې مخالفې رسنۍ سرټکي او د تحقيق مورد و. خو اردوغان په خپلو پرله پسې خواريو او
ابتکارونو ډېر ژر دا بحث له دې محوريت نه راوويسته، هغه دا قناعت ايجاد کړ چې مونږ
کولای شو د زلزلې په ځوابيه، ژغورونکو او بياجوړوونکو عملياتو کې پياوړي او برلاسي
و اوسو، او په دې ډول د سکولارېستانو دا بحث ډېر ژر معکوس شو.
اردوغان وتوانېد چې د زلزلې لويه
ننګونه پر فرصت واړوي، هغه د زلزله ځپلو د ژغورنې عمليات ډېر ښه رهبري کړل، خپله د
خپل حکومت له مشرتابه سره تل په زلزله ځپلو سيمو کې بوخت و، هغه وعده وکړه چې
زلزله ځپلو ته به تر پخوا ښه کورونه جوړوي او تر پخوا ډېرې ونې به کري، هغه وعده
وکړه او وفا يې هم پرې پيل کړه.
ټاکنې او د اپوزېسيون حالت!
د اردوغان او د نوموړي د ايتلاف په
وړاندې مخالفين د ملت اتحاد په نوم ايتلاف کې راټول شوي دي، د دې ايتلاف اصلي حالت
دا دی چې دوی د ډېرو اختلافاتو تر څنګ يوه مشترکه نقطه لري او هغه اردوغان دی. په
دې ايتلاف کې د استاد نجم الدين اربکان رح نه پر راپاتې سعادت ګوند سربېره چې
اسلامي حرکي ريښه لري د احمد داود اوغلو منځلاری اسلامي اتجاه لرونکی ګوند هم شامل
دی، علی بابه جان چې په دې ايتلاف کې شامل دی؛ نوموړی هم پخوا د اردوغان د کابينې
مهم وزير و، په ايتلاف کې محوري حزب د اتاتورک "د خلکو جمهوري غوښتونکی ګوند"
دی، په دې ډول په دې ايتلاف کې د بېلابېلو نظريو او ګټو ګوندونه راټول شوي دي دا
پراګنده حالت د ايتلاف نامتجانسوالی ښايي او کېدای شي چې د اردوغان په مخالفت کې
دا راټول شوی ايتلاف په نورو مخالفتونو کې سره ډېر جوړ رانه شي.
دا چې نوموړی ايتلاف د ترکيې د
سياسي او اقتصادي تحول لپاره کومه مشخصه طرحه نه شي وړاندې کولای او پر عمومياتو
او د اردوغان د واکمنۍ پر تنقيد خپل کمپاين چلوي يو علت يې د همدې تيت او پرکو
نظرياتو تول دی چې لکه چونګښې له تلې ټوپونه وهي. د سياسي او اقتصادي طرحې نه شتون
د اپوزېسيون باور په ترکانو کې ټکنی کړی دی.
قلېچدار اغلو د سکولارېستانو لپاره
يو ناسم انتخاب دی، هغه په داسې حال کې چې په تېرو ډېرو ټاکنو کې يې د اردوغان په
وړاندې شکست خوړلی دا ځل هم د ګټلو واضح او ټاکلی چانس نه لري، د ګټلو انتخابونه
عملاً اردوغان په خپل مهارت لوبوي. له بلې خوا هغه په ځوانانو کې هم راښکون نه
لري، که د ملت اتحاد اپوزېسيون په ځوانو رهبرانو کې د استانبول او يا انقرې ښاروال
کانديد کړی وای نو عدالت او پراختيا ګوند
لپاره سيالي واقعاً پېچلې او سخته کېده.
قلېچدار اغلو په ښکاره وويل چې دی
علوي دی، ترکيه په ديني لحاظ سني اکثريتي هېواد دی، په داسې حال کې چې ترکيه له
سوريې سره د خپل هېواد د امنيت شخړه لري او دا شخړه د يوه علوي زعامت بشار اسد سره
ده، له بلې خوا ترکيه په عثماني ريښه کې د سني اسلام مرجعيت لرونکی دولت پاتې شوی،
عثمانيان له ايران سره په مذهبي شخړو کې ښکېل و، نو په عام ولس کې دغه سني اسلام د
هويت برخه ده، او په دې هويت کې علوي کېدل د اجنبيت نښه ده.
قلېچدار اغلو يو افراطي سکولار دی،
دغسې تندلاری حالت هم له عدالت او پراختياګوند سره مرسته کوي،دا به د هغو خلکو
رايې اردوغان ته راواړوي چې هغوی په ځېنو جزياتو کې له اردوغان نه مرور دي، او نه
غواړي چې رايه وکاروي، کله چې سياسي او نظرياتي خطونه ډېر واضح وي نو بيا مرور
پلويان پخلا کوي او د يووالي انګېزه او رايو کثرت رامنځته کوي.
د ټاکنو احتمالي پايله!
دا به ترکي ملت وي چې خپل زعامت
وټاکي، دا کشمکش دی او ترکي ملت به په دې کشمکش کې د نظرياتي محاسبې نه ور اخوا په
سياسي، اقتصادي او نظامي پرمختګونو هم حساب کوي، په داسې حال کې چې اپوزېسيون په
دې محاسبه کې نه کومې لاسته راوړنې لري او نه د موجوده حالت په پرتله د ښه حالت
لپاره کومه منلې او عملي طرحه، نو په دې حساب به اپوزېسيون په ولسمشرۍ ټاکنو کې
لکه د تېر په څېر کامياب نه شي.
اردوغان د خپلې کارېسماټيکې رهبرۍ
سره په څنګ کې د لويو لاسته راوړنو د شل کلن تاريخ سند لري، هغه له خپل ولس سره هم
په نظرياتي خپلولۍ او هم په سياسي، اقتصادي او نظامي پرمختګونو د رايو باور
رامنځته کوي، په ډېر پياوړي احتمال به د ولسمشرۍ رايې په همدې لومړي پړاو کې د
عدالت او پراختيا ګوند په ګټه او د رجب طيب اردوغان په بري تمامې شي.
د پارلمان رايې ښايي متفاوتې وي،
ويل کېږي چې د عدالت او پراختيا ګوند کانديدان شايد لکه د پخوا په څېر اسانه سيالي
ونه لري، په دغو سياليو کې د دوی په مقابل کې ځوان رهبران شتون لري او دا چې په
ځانګړي ډول ځوان نسل بدلون غواړي نو کېدای شي پايلې د عدالت او پراختيا ګوند په
قاطع ګټه نه وي.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.