• مجموعي کتنې: 120539

سکولارېسم څخه وېره؛ نقد او تأثر!

895 لوستونکي   یو کال وړاندې

سکولارېسم څخه وېره؛ نقد او تأثر!

محق صيب په دې وروستيو کې د هراس بی‌جا از سکولاریسم در افغانستان تر عنوان لاندې د سکولارېسم په ننګه ليکنه کړې ده، هغه سکولارېسم توجيه کړی او داسې تأثر يې ورکړی چې ګنې سکولارېسم د افغانستان ناجي دی.

واقعيت دا دی چې په شرقي هېوادونو کې سکولارېستان د خشونت، استبداد، اسلام ستېزۍ او ايتيېسم/بې خدايۍ قضيه ده. د شرق سکولارېستان دومره په افراطيت اخته وو او دي چې حتی همدغه د دين او دولت د حوزو په وېش کې اسلام په خپل مسجد کې په ارامه نه پرېږدي، دوی حتی هغه ديني جريانونه هم تخريبول چې له سياست نه يې پنا غوښته، دوی د تبليغيانو په څېر محض عبادتي جريان هم ګواښلو او دا په تېر کې له اسلامي تمدني جريانونو سره د سکولارېستی افراطيونو د ورځني کشمکش برخه وه.

کله چې د محق په څېر يو کس چې په اسلامي جريانونو کې د پاتېدو تجربه لري، له دينونو سره د سکولارېسم د برخورد په اړه کُلي خبرې کوي نو د افغاني سکولارېسم د فلسفي استادانو پر پوهې لويې پوښتنې واردېږي. په قصدي تومتونو، انکارونو او ذهنيت کږولو کې ژوند او د پوهې او درايت په پوښ کې پټېدل د شرقي سکولارېستانو خاصه ده.

سکولارېسم؛ د دين او دولتدارۍ توازن!

ايا محق په دې نه پوهېږي چې اسلام اجتماعي پيغام دی؟ هغه په دې نه پوهېږي چې اسلام په قومي جغرافيو کې ايسار نه دی او په نړيواله داعيه کې د قومونو او جغرافيو پر ځای انسانان مخاطبوي؟ اسلام حتی عبادتي مسايل لمونځ، روژه، زکات او حج فردي بوختياو ته نه دي پرېښي او دې هر رکن لپاره اجتماعي اډانه او سېسټم معرفي شوی دی، د لمانځه لپاره کوچني او لوی جوماتونه او پنځه وخته جماعت، روژې لپاره په يوه وخت د مسلمانانو روژه کېدل او بوزه کېدل، د تراوېحو اجتماعي عمل، د روژې پر تسلسل د اخترونو اجتماعيت، د زکات لپاره عاملان او دولتي بيت المال، او د حج اجتماعي قضيه چې د نړۍ مسلمانان په کې د متحد امت انځور وړاندې کوي، دا ټول د اسلام اجتماعيت ټاکي او دا ټاکي چې اسلام په مسجد کې را ايسار نه دی او اسلام د فرد شخصي عمل نه دی، اسلام د اجتماع لارښود دی او د کوم وګړي پر ځای خلکو/ناس ته پيغام لري.

څوک چې اسلام ته د عيسويت په سترګه ګوري او ګڼي چې سکولارېسم د اسلام همغسې بديل دی لکه د عيسويت چې دی؛ دوی د اسلام پر ماهيت نه پوهېږي، دوی د اسلام او عيسويت په مقارنه کې خطا وتي دي. دغه خطا وتلي او يا معاندين بايد پوه شي چې د اسلام لارښوونې د سکولارېسم له ظرف نه ډېرې لوړې او پراخې دي، اسلام د واک خبره لري، اسلام د مدنيت بحث او عمل لري او يثرب پر مدينه اړولو خبره لري، اسلام د غزا او زمکنۍ پراختيا اجنډا لري، اسلام د هر وخت سره د تعامل وړتيا لري او اسلام د خپلو ټولو عباداتو، معاملاتو، اخلاقياتو او اعتقاداتو د ساتنې لپاره د نظام خبره لري.

 اسلامي نظام او د سکولارېستانو شخړه!

اوس چې د اسلام ماهيت د ژوند د نظام دی او په دې کې يو افراطي سکولارېست راپورته شي اسلام د فرد او خدای تر منځ اړيکې کې محصور کړي، دا نو نه يوازې له اسلام بلکې د خپلې ټولنې له جوړښت او طبيعيت سره شخړه ده، دا شخړه چپي جريانونو په خپلو لسګونو کودتاګانو سره پيل کړه او دا دی نيمه پېړۍ يې پوره کېدونکې ده خو له دې خونړۍ تجربې د نوي سکولارېسم  فلسفي نظريه جوړوونکي ګټنه نه کوي، دوی له يوې شخړې بلې ته ننوځي او په ډېر افراطيت او انقلابي تفکر ننوځي، دا افراطيت زموږ ټولنه ارام ته نه پرېږدي، ثبات او پرمختګ له منځه وړي او ټولنه هر ځل په يوې وړې سولې پسې بلې اوږدې جګړې ته ننوځي.

يوازې فزيکي شخړه نه بلکه په فلسفي او منطقي لحاظ دا شوونې نه ده چې اسلام له خپلو ځانګړتياو سره د سکولارېسم په تصنيف او اډانه کې وغورځول شي، مخکې مو مقدمه کېښوده چې د اسلام ماهيت دغسې نه دی کوم يې چې سکولارېستان وايي، نو چې اسلام وايي زه دغسې يم او محق صاحب وايي چې نه ته هغسې نه يې، زه او کريم سروش چې څه وايو ته هغسې يې، نو د شخړې تهداب سکولارېستان په همدې ناسمې او استبدادي دعوې او چلند سر پيلوي.

سکولارېسم او د استبداد واکمنۍ!

سکولارېستان د سکولارېسم په نظريه او تطبيق کې يوه خوله نه دي، دوی چې په ترکيه، الجزاير، تونس، مصر او نورو شرقي هېوادونو کې سکولارېسم په کوم افراط او استبداد عملي کړ نو هلته يې حتی د وګړو په فردي انتخابونو کې مداخلې وکړې، مثلاً حجاب د مېرمنو شخصي او فردي عمل په توګه دوی و نه شوای زغملی، په مسجدونو کې د ځوانانو عبادت، اذان، او په عربي ژبه اذان دا ټول د ممنوعيت ښکار وو، په ترکيه کې صدراعظم عدنان مندريس د اتاترکي سکولارېستانو له خوا په بله ګناه نه وو اعدام شوی، هغه اذان بېرته اعاده کړی و او مسجدونه يې پرانېستی وو، يوازې همدومره... دا هر څه په عربي هېوادونو کې هم وشول او لا هم جريان لري. زموږ په ګاونډ تاجکستان کې پر عربي نومونو پابندي ده، پر ږيرو پابندي ده، پر حجاب پابندي ده او ډېرې نورې پابندۍ چې فردي ازادۍ زندۍ کوي، په اجتماعي لحاظ دغه سکولارېستي حکومتونه اصلاً هيڅ واقعي اپوزېسيون نه لري، يوازې همدوی دي او تلپاتې واکمنۍ دي!

په شرقي هېوادونو کې د سکولارېسم بنياد پر قهريه برخوردونو ايښودل شوی دی، کودتاګانې شوي دي او بيا دولتونه د څو سکولارېستو جنرالانو په لاسونو د لسيزو لسيزو لپاره ولکه شوي دي، څو عمده مثالونه؛ مصر د جمال عبدالناصر له کودتا تر دې دمه د سکولارېسم په خشم کې بند دی، يوازينۍ ازادې ټاکنې د ۲۰۱۲ کال وې چې ولس په کې محمد مرسي وټاکلو، همدې سکولارېسم هغه ته په داسې حال کې د واک دورې بشپړولو حق ورنه کړ چې تر ده مخکې او وروسته سکولارېستو جنرالانو په کې په لسيزو پر واک منګولې ښخې کړي دي. په همدې مصر کې چې سکولارېستانو څومره تنوع او پلورالېسم وژلې د مصر تاريخ يې يوازې د فراعنه و او بني اسرائيلو په شخړو کې لري. دوی چې يوازې په رابعه عدويه کې په سلګونو مصريان فقط د تنوع په بنياد ووژل هغه د مصري سکولارېستي استبداد، خشونت او نه زغم د ثبوت لپاره کفايت کوي.

همدغسې تونس درواخلئ، په تونس کې د النهضة حرکت مشر استاد  راشد غنوشي له سکولارېستانو سره د مدارا په دايره کې بېخي خپلې کرښې ماتې کړې او حتی د اسلامپالو په منځ کې پرې د ثوابتو د اهمال بحثونه رامنځته شول خو همدغه د تفريط په تعامل کې بوخت استاد دوی ونه زغملو، هلته سکولارېستانو د خلکو پارلمان او حکومت ړنګ کړ، منتخب وکيلان بنديان شول او استاد غنوشي له خپلې ټولې مدارا، زغم او پلورالېستي روحيې سره په زندان کې پروت دی.

د لیبيا، سوريې، عراق، يمن او زموږ د شمالي ګاونډيانو دولتونه چې سکولارېستي بنيه لري دا ټول له لسيزو را په دې خوا د يوې يوې کورنۍ له خوا اداره کېږي، دوی خپل مخالفين په بدترينو شکنجو تعذيبوي او ټکوي يې، اوس نو چې محق صيب راپورته شي او ووايي چې (بنسټپاله ډلې پر سکولارېزم ځکه په غوسه دي چې ولې دوی ته اجازه نه ورکوي تر څو له قهريه قوې په استفادې سره خپلې سيالې ډلې سرکوب کړي او غږونه يې خاموش کړي) دا ادعا نه يوازې د شرقي سکولارېستانو او تنوع پر شخړې او تاريخ ملنډې دي بلکه دا ادعا يې بېخي سرچپه ده او لږ مخکې مو د همدې مدعا لپاره مثالونه وړاندې کړل.

سکولارېستي استبداد؛ د خلکو تبعيد او فرار!

محق صاحب د اخوان المسلمين مشرانو ته پيغور ورکوي چې ولې په ترکيه، لندن، جرمني، فرانسه، اسکاندیناویا، استرالیا، کاناډا او امریکا کې اوسېږي، دې سرچپه منطق ته سړی حيران شي، دا ښاغلی د دې پر ځای چې د عربي هېوادونو سکولارېستی مستبدو حکومتونو ته ګوته ونيسي چې هغوی پر خپلو خلکو صحنه دومره تنګه کړې چې ترې تښتي او نورو هېوادونو ته پناه وړ؛ پر ځای يې نوموړی يوه لويه استبدادي قضيه اګنور کوي او بس دی مظلومو وګړو ته وايي چې ولې تللي يئ او يا دا چې ولې د دې هېوادونو پر ځای نورو وطنونو ته نه تللئ.

په منطقي لحاظ د همدې محق صيب د سکولارېستي دعوې له مخې هېوادونو ته تګ او مېشتېدنه د وګړو شخصي حق او انتخاب دی، خو هغه په خپله خبره کې تناقض کوي او د خلکو پر شخصي انتخابونو بلوسي او محدوديتونه ټاکي، همدا د ټولو سکولارېستانو خاصه ده.

په همدې استبدادي خاصه کې د مصر او نورو عربي هېوادونو زندانونه پر اخواني مشرتابه او اعضاو ډک دي، پر اکثرو يې د اعدام پرېکړې شوي دي، تاريخ به په خپل ټټر د اخوان سوليزه مبارزه او د سکولارېستانو خوني برخوردونه ياد ساتي او تاريخ به دا هم ياد ساتي چې د مصر اخوانيانو د خپل هېواد او ملت په خاطر د مستبد، جابر او سکولارېست حکومت پر ضد په وروستي حد کې هم ټوپک او خشونت ته مخه نه کړه، دا نن چې په جنک ککړې عربي جغرافيه کې مصر فزيکي جګړه نه لري دا د اخوان سولييزه ژمنه ده، که نه مصر کې به د طرابلس او بن غازي په څېر دوه جنګي قطبونو کې لمبې کولای. دا هر څه به تاريخ راسته ليکي خو محق صيب يې سرچپه ليکي.

په شرقي هېوادونو کې سکولارېستي حکومتونو د خلکو او سياسي ډلو تر منځ مدارا، شراکتونه، زغم او ګډ ژوند له منځه وړی دی، پرته له دوی نور هيڅوک د واک او ښه ژوند چانسونه نه لري، دوی د سکولارېسم په نوم د خلکو په اعتقادونو، ديندارۍ، سياسي نظريو او اجتماعي ليدونو ناست دي، دوی د خلکو په ګردو ناست دي او هغوی يې د جبري توافق، فرار او اعدام تر منځ د يوه پر انتخاب محکوم کړي دي.

حل لاره څه ده؟

وسطي خبره دا ده چې د اسلامي ټولنو د پرمختګ لپاره اړتيا ده چې استبداد په ټولو بڼو محکوم او حذف شي، تر هغه چې استبداد وي نو پرمختګ د مرغۍ پۍ دي. د اسلامي ټولنو واقعيت دا دی چې دلته استبداد د سکولارېسم په بڼه کې محکم دی، که استبداد ترې لرې شي نو د سکولارېسم دغه استحکام نړېږي له همدې امله خو غرب دلته جنرالان او د استبداد شاهي سلطنتونه چې په حکومتولۍ کې سکولارېستان دي تل حمايه او کرايه کړي دي.

استبداد که سکولارېستي وي که ديني دواړه د منلو وړ نه دي، په اسلام کې د اجتماعي او سياسي چارو چلند مشورتي دی، د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم تر وفات وروسته دا ممکن وه چې يو څو صحابه کرام يو تن معرفي کړي او له خلکو ورته هيڅ بيعت وانخلي، خو دا چې بيعت واخېستل شو دا په دې معنی چې د خلکو خوښه او رضا حاصله شوه، راشده خ-لفاو په بیعت کې هيڅکله جبر نه دی کارولی، داسې پېښې هم وې چې يو صحابي په مياشتو مياشتو بيعت نه  دی کړی.

که چا هم د راشده خ-لفاو ماډلونه/بېلګې مطالعه کړې وي نو په هغوی کې د حضرت عثمان رضی الله تعالی عنه بېلګه بېخي څرګنده ده، هلته عبدالرحمن بن عوف رضی الله تعالی عنه د حضرت عثمان او حضرت علي رضي الله تعالی عنهما لپاره د مدينې له ټولو اوسېدونکو نارينه، ښځينه، کوچنيانو او زړو څخه رايه وغوښتله، د خلکو کورونو ته ولاړ او حتی په کاروان سرايونو کې يې له مسافرو مسلمانانو څخه پوښتنې وکړې چې په دې دوه صحابه کرامو کې څوک د خ-ليفه په توګه غواړي، په پای کې ډېره مسلمانانو حضرت عثمان رضي الله تعالی عنه د خ-ليفه په توګه خوښ کړ او په دې ډول هغه د مسلمانانو دريم راشده خ-ليفه وټاکل شو. که راشده خ-لافت تر څلورو دورو نور هم غځېدلی وای او تر ننه غځېدلی وای ښايي د څلورو نمونو پر ځای مو بې شمېره نمونې درلودای.

د نننۍ اسلامي نړۍ لپاره د حضرت عثمان رضي الله تعالی عنه د ټاکلو چلند يو ډېر غوره چلند دی، په دې چلند کې ولسي شراکت خوندي کېږي او نه يوازې حکومتولۍ په کې ولسي ريښه اخلي بلکه په اسلامي هېوادونو کې معاصر استبدادي احتمالونه هم په کې کمېږی.

په اسلام کې د ديني رجالو د حکومت پر ځای د اسلامي نظام تصور مطرح دی، په دغسې نظام کې د تخصص او وړتيا پر بنسټ واکونه سپارل کېږي، عدالت تامينېږي، د خلکو د بيان او رايې ازادي په کې خوندي کېږي، لنډه دا چې اسلامي نظام د ارزښتونو مجموعه ده، دغه ارزښتونه که په هره بېلګه کې تبلور وکړي نو د اسلامي نظام ترجماني کوي.