• مجموعي کتنې: 144831

د مرشد پر مړينه يو تاثر!

663 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

د مرشد پر مړينه يو تاثر!

وحيدالله مصلح

مرشده جنت دې ځای شه, ځواني دې د سکولار استبداد په زندانونو کې زړه کړه او په زړښت کې يې هم رحم در ونه کړ...

زهیر زعیمه! ته یوازینی نه یې, امام بنا یې شهید کړ, سید قطب يې اعدام کړ, حسن الهضیبي یې په کلونو زنداني کړ, عمر تلمساني, حامد ابو النصر, مصطفی مشهور او ټولو مرشدانو ژوند په زندانونو کې تېر کړ... دا نن چې د مصر په زندانونو کې په لسګونو زره اخوانیان بندیان دي دوی پر خپلو ژمنو وفا کوي خو دا نړۍ ډېره دروغجنه ده, په نړۍ کې د بشر حقونه, د رای ازادي, د بیان خپلواکي او ولسواکي تر ټولو ستر درواغ دي

پر اخوان او مصري ملت د ظلم په دې چوکرو کې سیسي یوازې نه دی, ستا د مظلومیت پوښتنه به خدای د سعودي له غدار سلطنت او د النور ګوند له باعوریانو هم وکړي, والله پر تا په دې ظلم کې درباري ملا سدیس هم شریک او مسؤل دی...امریکا, انګلیس, ټوله اروپا او د سعودي په مشرۍ عربي نړۍ راټوله شوه او د مصر پر ملت یې کودتا حمایه او تبنی کړه.

په زرګونو مصریان په رابعه څلور لارې کې ووژل شول, د اخوان دفترونه مصادره او وسوځول شول, په لسګونو زره اخوانیان زندانيان شول, په ورځنیو مظاهرو کې په زرګونو مصریان شهیدان شول او د دې ټولو قربانیو پر کرښه قیادت په ټوله مېړانه ولاړ دی... د مرشد عام زوی شهید شو, خپله پر دا زهیر ځان بندي شو, کورنۍ یې زنداني شوه, ولسمشر زنداني شو, د بلتاجي لور اسما شهیده شوه او بلتاجي زندان ته لاړ, د اخوان ټول قیادت زندان ته لاړ...

تر اخوان وروسته نن په مصر کې ازادي له منځه تللې, د بشر حقونه یوازې کودتاچیانو ته خوندي دي, هلته اوس خلک هیڅ لاریون کولای نه شي, ازادې رسنۍ بندې دي, ګڼ ګوندیز سیستم له منځه تللی, مصر نن یو لوی زندان دی... خو ټوله نړۍ همدغه ظلم حمایه کوي.اخواني مشرتابه له دغه ټولو قیامتونو سره ګوند او ملت له کودتاچیانو سره وسله وال تقابل ته توجیه نه کړ, که نه نن به مصر د جګړو او ورانیو ډګر وای, غرب او پوځ همدا غوښتل خو دا ونه شول, د مصر تاریخ به د اخوان دا ښه تل خوندي وساتي...

مرشده! ته لاړې خو د واک دا استبداد به حتما رانړېږي, دا پر ملتونو مسلط سلطنتونه او دا دیکتاتورۍ به یو یو راشړېږي, یو ورځ به راشي چې دا ټول ويشلي ملتونه به ځانونو ته مرسیان وټاکي او مرسیان به راټول شي او د نړۍ سردارۍ ته به استازی وټاکي...

اللهم اغفره وارحمه ولا تعذبه و نور قبره واجعل الجنة مثواهانا لله وانا الیه راجعون

د وفا زمکې خړوب نه شوې اعظمه 

ډېرې وينې مو ورکړې د زړګو دي