• مجموعي کتنې: 100504

ډېرو يارانو کې تنها سړي؛ لنډ تأثر!

958 لوستونکي   کلونه وړاندې 3

ډېرو يارانو کې تنها سړي؛ لنډ تأثر!

وحيدالله مصلح

د دې وطن يو شمېر ورک نومي خادمان شته چې لکه د سمندر په خپل تل کې ډېره خدمتګاره پانګه لري، مصطفی عمرزی مې چې د مرګ په چغه وپېژانده او بيا يې فېسبوک ته ننوتم نو دې ګمنام انسان چې د افغانستان ملي ادب ته کوم کار کړی هغه ډېرو څرګندنومو کړی نه دی... اخوا په کوزه پښتونخوا کې د طاهر افريدي مړينه هم هم مهاله وه، هغه هم پښتو ادب ته يو عمر کار کړی او ډېر پښتانه ليکوالان يې پر صفت بوخت دي. خو ما لپاره چې څه بوږنوونکي ښکاره شول؛ دا دي چې:

د عمرزي په جنازه کې هم څلور پنځه کسان وو او د افريدي تابوت هم ډېر بې کسه په جومات کې پروت و، دا هغه کسان وو چې په ژوندانه او ځوانۍ کې به يې بنډار ته ډېرو تلوسه لرله خو نن يې مړي په هغو ډېرو يارانو کې يوازې د څو زړه خوږو کسانو په اوږو بار ده، که دا کار د کرونا وايروس او قرنطين له امله وای نو دا به د خوښۍ ځای وای، خو دا وطن د کرونا سره د قرنطين په معامله کې ډېر بې اعتنا پاتې شوی او خلکو مو لا د کرونا په هغه لومړۍ خورا ويروونکې څپه کې د قرنطين حدونه مات کړي وو، اوس خو نه قرنطين شته او نه اجتماعي او فزيکي واټنونه...

دوه نورې کيسې!

پروسږ کال مې خوږ ملګری ډاکټر حنيف پر کرونا وفات شو، يوه بل ملګري مې چې ځان نوی چپګرا بولي راسره په دې اړه مسج کولو او په مړينه مو يې درد شريکولو، هغه راته وويل چې زه د حنيف د مرګ نه وروسته د ځان په شمول زرګونو کورنيو ته اندېښنه لرم، ما ورته وويل چې يوه خبره درته کوم خفه به هم شئ پرې، خو دا ستاسو ياران بيا خدای که ستا د کور مخه هم وګوري، هغه راته کړل چې په دې سم پوه يم، ښه سم!

نن په اجتماعي رسنيو کې د سهراب بايسيکلونو د بنسټګر محمد اکرم د مړي عکسونه هم خپرېدل، د هغه د مړي د عکسونو لاندې دا متن خورا غموونکی و چې له مړينې مخکې يې خپلې مېرمنې او بچيان غوښتل، خو هغوی ورته تر پايه رانغلل...

بې کسي ولې؟

د ادب او پرمختګ د محسنانو دا تنهايي او بې کسي يو لويه اخلاقي او ارزښتي پرېوتنه ده، په ژوند کې چې کله ارزښتي پلو باد يوسي او په ژوند کې عاطفه، ارزښتي اړيکې او معنويت ژوبل شي نو بيا په لغړه مادي مرحله کې خلک ستا نغدې معاملې ته داد درکوي، کله چې مړ شوې نو بيا دې دا د بنډارونو ياران خدای ته پرېږدي، همدا هغه مرحله ده چې ته به بيا په کې د معنويت وزن محسوس کړې...

په هر صورت دا تنهايي او بې کسي د غميزې يو اړخ دی، خو د ډېر فکر خبره دا ده چې مونږ ټول خپل پروردګار ته فرداً وړاندې کېږو او هلته به د خپلو ښو بدو حساب ورکوو، دغسې وړاندې کېدو ته بايد ټول امادګي ولرو، خدای دې مونږ ټول په سمه لار کړي.

الله تعالی وايي: وَلَقَدْ جِئْتُمُونَا فُرَادَىٰ كَمَا خَلَقْنَاكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَتَرَكْتُمْ مَا خَوَّلْنَاكُمْ وَرَاءَ ظُهُورِكُمْ ۖ وَمَا نَرَىٰ مَعَكُمْ شُفَعَاءَكُمُ الَّذِينَ زَعَمْتُمْ أَنَّهُمْ فِيكُمْ شُرَكَاءُ ۚ لَقَدْ تَقَطَّعَ بَيْنَكُمْ وَضَلَّ عَنْكُمْ مَا كُنْتُمْ تَزْعُمُونَ

ژباړه: (او الله به ووايي) دا دى اوس تاسې هماغسې يك تنها زمونږ په وړاندې حاضر شوئ، لكه څنګه چې مونږ په لومړي ځل تاسې يوازې پيدا كړي وئ، څه چې مونږ تاسې ته په دنيا كې دركړي وو هغه ټول تاسې شا ته پرېښي راغلي ياست او اوس مونږ له تاسې سره ستاسې هغه سپارښت كوونكي هم نه وينو چې د هغو په باب ستاسې دا ګومان و چې ستاسې د چارو په برابرولو كې هغوى هم يو څه برخوال دي، ستاسې ټولې خپلمنځي اړيكې پرې شوې او هغه ټول درڅخه ورك شول چې تاسې د هغو ګومان درلود.