وحيدالله مصلح
د ودان افغانستان ګوند پخواني مشر عبدالغفور لېوال د وزيرستان په اړه د هغه په اصطلاح کوشنۍ ليکنه "وزیرستان، د ستراتيژيکې لوبې خونړی زخم" کړې وه، په دې يادښت کې نوموړي د وزيرستان او فلسطين قضيې سره ورته بللې وې، د وزيرستان پېښو ته يې د فلسطين د حال لنډه مقدمه ايښې وه، او وروسته يې د وزيرستان پر پېښو تبصره کړې وه، په دې لنډ تأثر کې ما هڅه کړې چې د فلسطين او وزيرستان د قضيو خپلو خپلو تاريخي او نظرياتي ريښو ته ورشم او د عبدالغفور لېوال پر يادښت تنقيدي جاج له لوستونکو سره شريک کړم.
د فلسطين په اړه د لېوال خبره له تناقضونو راوتلې مقدمه ده، نوموړى د عربي ملتپالنې په وړاندې د فلسطين خونړي زخم يادوي چې ګنې ښکېلاک دا زخم د عربي ملتپالنې د ماتې لپاره ايجاد کړ. د لېوال دا ادعا له دوه و تاريخي او تمدني لوريو ناسمه ده:
لومړی؛ فلسطين، تاريخ او نظريه!
لومړی په تاريخي لحاظ د فلسطين قضيه د نولسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې پېړۍ په شروع کې پيل شوه، د اسرائيل غاصب بنسټګر هرتزل وروستي عثماني سلطان عبدالحميد ته راغى او د يهودانو لپاره يې په فلسطين کې د زمکې غوښتنه وکړه، سلطان عبدالحميد هرتزل ته غوسه شو او سپک يې له دربار نه وويست، د فلسطين د قضيې تاريخي ننګه او دفاع د کوم ملي ګرا مشر پر ځاى يوه سلطان کړې او دا د تاريخ مشهوره قضيه ده، عثماني خلافت د ړنګېدو يو اصلي لامل د فلسطين د مالکيت دعوه وه او ښکېلاک غوښتل چې اسرائيل د ايجاد لپاره د مالکيت دغه مرجع سلطنت نور بايد ړنګ شي.
کله چې په 1924 کې عثماني سلطنت ړنګ شو او انګليسي لارنس عربي واړه هېوادونه ايجاد کړل په همدې عربي مستبدو پادشاهيو کې اسرائيل وپنځېد او وپړسېده. تاريخي واقعيت دا دی چې د لارنس په لاس توږل شوې دغه ويشلې عربي جغرافيه کې واکمنانو پر انګليس د فلسطين خاوره په خورا ذلت وپلورله، هلته که د مقاومت او ازادۍ جګړه کړې نو تر ټولو لومړی په کې د اخوان المسلمين غازيان وو چې د فلسطين په سيمه يې له انګليس او غاصب اسرائيل سره شخړه وکړه، دا داسې شخړه وه چې عربي او مصري ځواکونه په کې په شاتګ او ماته وو خو اخواني غازيان په کې په ميدان ولاړ وو او ماته يې نه منله. د اخوان فلسطيني څانګه او خپله د مصر اخوان المسلمين د فلسطين د ازادۍ په جګړه کې هغه مهال ولاړ وو چې هلته ملي ګرايان لا زيږېدلي نه وو. حتی د فلسطين په تبة اليمن کې مصري ځواکونه په محاصره کې وو او په دې محاصره کې جمال عبدالناصر هم ايسار و، دغه محاصره اخواني ځواکونو ماته کړه او بيا تبة اليمن د تبة الاخوان المسلمين په نوم يادېده.
اسلامپالي او د خاورې مالکيت!
هغه مهال چې د اخوان المسلمين مشر امام حسن البنا د عربي ټولنې مشرتابه ته تلګرام وکړ او د مصر لومړي وزير نقراشي ته يې هم وويل چې اخوان اماده دی فلسطين ته ۱۰ زره غازيان د فلسطين د ازادۍ لپاره ولېږي، همدغه مهال و چې انګليس او عربي هېوادونه د فلسطين په قضيه کې د اسلامي حرکت پر قوت او پياوړې اراده پوه شول، مصر لومړی فلسطين ته د غازيانو د لېږلو مخالفت وکړ خو په قاهره او نور مصر کې د ولسي احتجاجونو له امله يې په دې شرط اجازه ورکړه چې هلته به د عربي هېوادونو د ځواکونو تر قوماندې لاندې وي. د عربي هېوادونو د ځواکونو حالت دا و چې دوی له انګليس سره د خپلو هېوادونو د واکمنانو پرېکړو ته پابند وو او دوی له اسرائيلو سره د شخړې پر ځای د ځايي ازادي غوښتونکو په ځپلو ترکيز وکړ، دوی هيڅکله په فلسطين کې د ازادۍ غوښتونکو داسې نظامي او مالي ملاتړ ونه کړ چې ازادي غوښتونکي پرې له هغه اسرائيل سره جګړه وکړي چې انګليس ورته عصري جنګي الوتکې او ثقيل توپونه ورکړي وو. د فلسطين د فتح ګوند مشر ارواښاد ياسر عرفات هم د ازادۍ مبارزه د اخوان المسلمين په اډانه کې پيل کړې وه، هغه د اشغال په مقابل کې خپله لومړنۍ غزا د فلسطين په اخواني ازادي غوښتونکو ډلګيو کې کړې وه.
په فلسطین کې د ازادۍ راستي د اسلامپالو په تاريخ کې ده او له بده مرغه ملي ګرا انقلابيان د غرب او شوروي په سړې سيالۍ کې تر ډېره د شوروي پکت وابسته وو، هغه جريانونه چې ولسي ريښه يې د بهرني حمايت په پرتله سسته وي دوی په دې نامتوازنې معادلې کې همدغسې مجهول پاتېږي د فلسطين قضيه د عثماني سلطنت او وروسته د امام حسن البنا له وختونو تر دې دمه د حماس په زمانه کې اساساً د اسلامپالو ده، دا د مالکيت قضيه ده او مالکيت په خودۍ، داخلي مورال او خودمختارۍ پورې اړه لري، کوم ګوندونه چې په فکري ډګر کې په بېګانه و پورې تړلي وي هغوی په ذهني ماته اخته وي او د خودۍ او داخلي پياوړتيا له درکه ډېر کمزوري وي، او دا کمزورتيا او ذهني ماته ساده مسئله نه ده دا د مالکيت او نه مالکيت قضيه تشرېح کوي.
دا چې په مصر کې د اخوان المسلمين حکومت رانسکور کړای شو، او تر نسکورېدو مخکې يې په لسګونو کلونو تر شديد محکوميت، وژنو، زندانونو او عذابونو لاندې ساتلی و، هدف يې واضح دی؛ اسرائيل بايد خوندي وي، که په مصر کې د اسلامي حرکت واکمني رامنځته کېږي نور نو د فلسطين قضيه خپل مالک پيدا کوي او اسرائیل نه غواړي چې په سيمه کې د فلسطين وارث او مالک واک ته ورسېږي، په مصر کې د محمد مرسي حکومت د همدې اسرائيل، مصر او خليجي هېوادونو په شريکه توطيه کې ړنګ کړای شو، په دې ډول دوی د زياتو کلونو لپاره د قضيې واکمنه څښتنولي له منځه يووړه.
اسرائيل پنځېدنه؛ عربي ملتپالنه او که تمدني تقابل؟
دويم د اسرائيل جوړېدل په يو لوی تمدني تناظر کې طرحه او ايجاد شوی، اصلاً يهودانو د اسرائيل دولت تر اعلان په لسګونو کلونه مخکې د خپل سلطنت لپاره پلان او طرحه جوړه کړې وه، دا کومه ناڅاپي او ورځچارې پېښه نه وه چې ګنې د عربي ملتپالنې د ماتې لپاره دې اسرائيل زخم رامنځته شي، عربي ملتپالنه خو خپله غرب او انګليس د عثماني سلطنت د ړنګولو لپاره حمايه او ترويج کړه؛ بيا نو څنګه ممکن ده چې ښکېلاک دې د خپل ايجاد پر ضد بله توطيه رامنځته کړي؟
قدس په تمدني لحاظ د اسلام، يهوديت او مسيحيت درېواړو د تقاطع مرکز دی، او په دغه تقاطع کې که د ټولو صليبي جنګونو تاريخ وکتل شي نو د مسلمانانو واکمنۍ په کې داسې تېرې شوي چې له يهودانو او مسيحيانو سره يې د تمدني اقدارو په رڼا کې تعامل کړی دی، د مسلمانانو په واکمنيو کې يهودانو او مسيحيانو ته د عبادت، ژوند او کاروبار بشپړه ازادي وه، خو د مسيحيانو او يهودانو په واکمنيو کې هلته د مسلمانانو ژوند او عبادت تل په عذاب کې تېر شوی دی، د يهودانو واکمني خو زمونږ د عصر مشاهده ده، همدا تېر رمضان کې دوی حتی تش لاسي مسلمانان په مسجد اقصی کې عبادت ته نه پرېښودل او په تودو مرميو يې له مسجد نه ويستلو ته اړ کړل. دا ادعا خورا ناسمه ده چې ګنې د فلسطين زخم د عربي مليګرايۍ د نابودۍ او ماتې لپاره ايجاد شوی، دا د تمدنونو د ټکر نه ناخبري ده، عربيت د فلسطين په قضيه کې شنډ دی، دا خو اسلام دی چې د فلسطين قضيه يې ژوندۍ ساتلې ده، د فلسطين قضيه قرآني قضيه، قبله او د مسلمانانو د واکمنۍ برجونه دي.
ښکېلاک او د عربي ملي ګرايۍ اړيکه!
عربي ملي ګرايي د جمال عبدالناصر په واکمنۍ کې تر ټولو ډېره تبليغ شوه، هغه د خپلې شخصي کارېزما په هنر کې مصريان او عربي هېوادونه پر عربيت راټولول غوښتل، دا حالت په يوې عاطفي مرحله کې ژوندی و، خو ډېر زر، عربيت خپل ځای خپلو محلي تاريخونو فرعونيت، فنيقيت او نورو ريښو ته پرېښود، نور نو مصر جلا، ليبيا جلا، عراق جلا، سوريې جلا، تونس و المغرب جلا او سعودي جلا لارې ونيولې، حتی په همدې عراق او سوريې کې چې د بعث ګوندونو واکمنۍ وې دوی په خپلو منځونو کې يو بل خوړل.
په همدې مليګرايۍ کې انور السادات لاړه کمپ ډيوېډ ته او هلته يې د خپل عربي فلسطين په سر معاملې کې اسرائيل په رسميت وپېژندلو او يو له بل سره يې دوستي وکړه. ملي ګرايۍ عربي هېوادونه دومره وروسته پاتې کړل چې د ۱۹۶۷ کال عربو او اسرائيلو په جګړه کې مصر، سوريې، اردن او عراق د اسرائيل په وړاندې شرمېدلې ماتې وخوړه او اسرائيل له دغو عربانو ډېرې زياتې زمکې ونيولې. اوس مهال عرب ملي ګرايان په جار وايي چې فلسطين زموږ قضيه نه ده، خو د عربي هېوادونو د مسلمانانو خبره له دوی ټولو جلا ده، عربي مسلمانان فلسطين خپله قضيه بولي او اقصی مسجد د خپلو مقدساتو لومړی خط.
اصلي خبره دا ده چې ملي ګرايي د عربي نړۍ د وروسته پاتېتوب او تجزياتي وسعت اساس و او دی. د همدې عربي ځانځوښۍ او خپلچارۍ په شر کې د دغو هېوادونو تمدني حيثيت راوغورځېد، اسلام د مسلمانانو د يووالي، عظمت او لويو واکمنيو محور دی، کله چې خبره تجزياتي او وړو، وړو ويشلو جغرافيو ته رسېږي نو معنی دا چې د اسلامي هېوادونو د قوت جوهر/اسلامي تمدن محوه کېږي او طبيعي ده چې د دې تمدن ځای به د جارحو نړيوال ځواکونو فزيکي او اروايي تبليغات نيسي.
واقعيت دا دی چې ملي ګرايان تل له اسرائيل، امريکا او شوروي سره په اړيکه کې پاتې شوي دي، دا اړيکه داسې ده چې ملي ګرا واکمنان له دوی سره په تواضع، ملاټيټۍ او احساس کمترۍ کې تعامل کوي خو بيا په خپلو ولسونو داسې ورغورځېږي لکه اسرائيل چې پر فلسطينيانو يرغلونه کوي. په عربي هېوادونو کې سلطنتونه او ملي ګرا واکمنۍ د بهرنيو لويو قدرتونو نیابتي واکمنۍ وې او دي، د دوی اصلي موخه په سيمه کې د اسرائيلي زخم رغول او د اسرائيلي دولت خوندي کول دي. همدا لنډه موده کې د (پېړۍ معامله) طرحه د ټرامپ او اسرائيل له خوا اعلان شوه، هلته هم عربي متحده اماراتو اسرائيل په رسميت وپېژندلو، بحرين هم په دې لاره شنې اشارې ولګولې، نورو عربي هېوادونو او سلطنتونو هم له اسرائيل سره راشه درشه پيل کړل، دا ټول د سيمې ملي ګرايان دي او دوی د اسرائيل او بهرنيو لويو قدرتونو وابسته ګان دي.
وزيرستانونه او برني شرمېدلي تړونونه!
واقعيت دا دی چې تاريخي افغانستان د افغانستان اميرانو د انګليس سره په شرمېدلو معاملو کې ويشلی دی، هغه که د ګندمک تړون دی، د ډېورنډ خونړۍ کرښه ده او که د پېنډۍ مغلوب تړون دی. دا ټول تړونونه افغاني اميرانو تر سره کړي دي، په ځانګړي ډول د پېنډۍ تړون خو د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې ترسره شو هغه چې په افغانستان کې د معاصرې ملي ګرايۍ د واک عصر بلل کېږي، په دې خرڅون کې نه کوم بنسټپالی شامل و او نه د ازادۍ د جګړې مبارز جنګيالي او ديني/روحاني غازيان.
ګندمک او ډېورنډ شرمېدلې پېښې!
د ګندمک په شرمېدلي تړون کې دا ومنل شوه چې کورمه، پښين، سيوۍ، خيببر دره او مېچنۍ به بريتانويانو سره وي، له واحد افغانستان څخه د هغه د سيمو غوڅول او انګليس ښکېلاک ته بښل د تاريخ لوی خيانت او تلپاتی پېغور دی. دا خيانت د امير شېرعلي خان زوی امير محمد يعقوب خان وکړ، نوموړي له انګليسي کيوناري سره د ګندمک تړون لاسليک کړ او په دې ډول د يعقوب خان د واکمنۍ خوندي کېدو لپاره انګليس ته افغاني سيمې وبښل شوې او افغانستان نيمګړی شو.
د ډېورنډ کرښې موږ په وچه کې راايسار کړو، زموږ د سياحت سيمې، زموږ د ثقافت مرکز، زموږ زرخېزې سيمې، زموږ لويه جغرافيه او زموږ لوی قامونه يې له موږ واخېستل او موږ يې په يوه ناتمامه هېواد کې سرګردانه پرېښودو. د غلامۍ حد دی، د افغانستان امير ته انګليس د افغانستان خپله خاوره برمل ورکوي خو په بدل کې به د افغانستان امير وزيرستان او داوړ د تل لپاره له لاسه ورکوي!!! دا چې امير عبدالرحمن خان ولې داسې وکړل دا پوښتنه به تر هغې موجوده وي تر څو چې دا وطن او افغان ملت موجود وي. د افغانستان تماميت غوښتونکي به هيڅکله هغه توږلي دلايل ونه مني چې امير ته له دغسې يوه شرمېدلې کرښې برآت ورکوي.
پېنډۍ تړون؛ د ډېورنډ بياځلې منل!
کله چې افغان انګليس جګړه د مشرقي، جنوبي، کندهار او کنړونو په جبهو کې پيل شوه، دا جګړه په ځانګړي ډول جنوبي جبهه کې ډېره بريالۍ وه، افغاني جنګياليو د وزيرستان د غازيانو په مرسته ټل او واڼه ونيول او پرمختګ دومره تېز وو چې که د پېنډۍ تړون نه وای شوی نو غازيان به پر کوهاټ تلل او پېښور او خيبر وروستي تمځايونه وو. خو غازي امان الله خان پېنډۍ ته د سولې هيئت ولېږلو او هلته چې بيا کوم تړون لاسليک شو، هغه د يوه مغلوب افغانستان هنداره وه.
د پېنډۍ تړون په پنځمه ماده کې دا په صراحت ومنل شوه چې د افغانستان دولت به د هندوستان او افغانستان تر منځ هغه پوله چې ارواښاد امير (عبدالرحمن خان) منلې وه اوس هم مني. د پېنډۍ په تړون کې يوه نوې اضافه دا وه چې دلته يې د امير پر ځای د افغانستان دولت ياد کړی، دا په داسې حال کې چې په پخوانيو تړونونو کې به د بريتانوي فرمايشونو منل د افغانستان امير ته راجع وو، دا ټکی حساس دی او دا د ډېورنډ کرښې د منلو لنډمهالتوب ته د پای ټکی ږدي، په دې ډول چې په پخوانيو تړونونو کې که پخواني امير له برېتانيې سره څه منلي وو، بل امير بيا کولای شول چې ځان ورته مکلف ونه بولي، خو کله چې د امير پر ځای د دولت هوکړه ياده شي دا نو بيا د کوم امير له وس پورته ده چې رټ انکار وکړي، بلکه نور حقوقي او قانوني موردونه به ورته لټوي.
پېنډۍ تړون او ملي ګرا جبهه!
پېنډۍ تړون د تېرو دوه و په نسبت د افغانستان معاصرې ملتپالې حلقې ته منسوب دی، يوازې دا نه بلکه د پېنډۍ تړون په تعقيب د کابل او ميسوري مذاکرات هم د ډېورنډ تړون سره په همغږۍ کې مخته ولاړل، دغه ټول تړونونه او خبرې اترې د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې ترسره شوې، او غازي د افغانستان په ملي ګرا بهيرونو کې هغه حيثيت لري لکه د ترکيې په ملي ګرايانو کې يې چې مصطفی کمال اتاترک لري. نو د بسته افغانستان د نيمګړي پاتېدلو منل د هېواد ملي ګرايانو ته يو لوی تاريخي مسئوليت دی، دا مسئوليت او دا تور داغ لکه د عبدالرحمن خان د ډېورنډ تړون په څېر په توجيهي دلايلو نه شي سپينېدای، د تاريخ تور او سپين ټول معلوم دي، د پېنډۍ تړون يوه توره معامله وه چې ملي ګرايانو ته منسوبه ده.
د تاريخي شواهدو له مخې د پېنډۍ تړون نه وروسته د وزيرستانونو ولسونو د بره افغانستان له غازيانو سره په شريکه تر څو مياشتو له دې تړون نه انکار او له وزيرستان څخه د غازيانو د پر شاتګ مخالفت کولو، هغوی د ټل او واڼه چوڼۍ نه پرېښودلې او نه يې غوښتل چې وزيرستانونه بېرته انګليس ته وسپارل شي. خو د پېنډۍ تړون د عملي کولو په موخه غازي امان الله خان د جنوبي جبهې قومندانان قانع کړل چې ځواکونه يې بېرته افغانستان ته په شاتګ وکړي. په دې ډول وزيرستانونه د پېنډۍ تړون له امله په لوی لاس انګليس ته وسپارل شول. د برېتانيې په وتلو سره پاکستان ځان د برېتانيې ميراث خور معرفي کړ او دغه سيمه يې د همدې تړون د پايلې په توګه د ازادو قبايلو په جوړښت کې خپله برخه وبلله او په دې ډول دا شخړه په تاريخي ريښو او د مالکيت په کشمکش کې تر دې دمه غځېدلې ده، تر څو چې افغانستان وي او تر څو چې افغان ملت وي نو دا شخړه به وروستی حل غواړي.
ملتپالي او د "خود تنقيدۍ" کمی!
زمونږ د سياسي او نظرياتي لوريو يوه لويه ستونزه دا ده چې دوی تل د خپلو مسايلو اصلي ريښه په بهرنيو توطيو کې لټوي، دا که چپي لوري دي، اسلامپالي او که ملتپالي دي؛ په نزدې ټولو کې دا حس تل ژوندی او ښکاره وي چې ګنې د دوی د مشکلاتو اصلي عامل د بهرنيانو مداخلې دي، د وزيرستانونو او په مجموع کې د ويشل شوي پښتانه او افغانستان معضله تل په همدې بهرني فکټور کې تحليل کېږي، دا په يو ډول د داخلي کمزوريو پټول دي. په افغانستان کې هيڅکله د "خود تنقيدۍ" دود رامنځته نه شو، تل هڅه شوې چې په کشالو او کشمکشونو کې خپل جريان او لاره تکه سپينه وښودل شي او د خپل تاريخ د کمزورتياو، تېروتنو او ګناهونو عوامل په بهرنيو توطيو کې ومومي.
زما د خبرې موخه دا نه ده چې ګنې بهرنۍ توطيې نه شته، څوک چې له بهرنيو توطيو انکار کوي هغه له واقعيتونو انکار کوي، په دې کې هيڅ شک نه شته چې په دې سيمه کې د انګليس او وروسته د انګليس د وارثانو لاسوهنې لکه د شپې د تروږمۍ تکې تورې دي، او دغه توروالي زمونږ پر ماضي او حال دواړو تيارې راشيندلې دي. د نظرياتي لوريو ستونزه دا ده چې د داخلي او بهرنيو فکټورونو په منځ کې توازن بايلي، دغه بايلات نظرياتي جريانونه په داخلي عدم استحکام اخته کوي او د لويو او مؤثرو ګوندونو د ټيکاو کمزوري د ټولنو استحکام لړزوي او بې ثباتۍ رامنځته کوي.
د "خود تنقيدۍ" څو لویې پوښتنې!
خود تنقيدي د سياسي او نظرياتي جريانونو له پاره خورا مهمه ده، که دوی خپل ځانونه په خپله تنقيد نه کړي نو نور يې تحريفوي، او که دوی خپل ځانونه تنقيد نه کړي نو په اشتباه ګانو کې مسلسل مزل به يې له نابودۍ سره مخ کړي. د وزيرستان او په مجموع کې د خيبر پښتونخوا د قامپالو غورځنګونو په اړه لاندې پوښتنې د خود تنقيدۍ لپاره مهمې دي:
په خيبر پښتونخوا کې او په ځانګړي ډول وزيرستانونو کې د وزيرستان له خلکو سره افغان دولتي او ولسي اړيکه له کومو مرحلو تېره شوې او موږ له هغوی سره څه کړي دي؟ وزيرستانونو خو د ازادۍ په هره پېښه کې ځانونه ثابت کړي دي، موږ که د افغان انګليس په دريمه جګړه کې د بري لويه ادعا لرو نو د دې ادعا ثابته جبهه په کې جنوبي محاذ دی، خو په همدې محاذ کې که د وزيرستانونو پښتنو د افغانستان له ځواکونو سره په ګډه د انګليس پر ضد پاڅون نه وای کړی نو بری مو خورا ستونزمن او حتی محال و، کله چې موږ د واڼه کلا فتحه يادوو نو دا کلا که د انګليس په پوځ کې د نفوذي وزيرستاني غازيانو له خوا له داخل نه نه وای ماته شوې، نو له بېرون نه يې د افغاني لښکرو د بريدونو تاب درلود.
وروسته بيا د فقيرايپي ازادي غوښتونکی غورځنګ ولې حمايه نه شو؟ عجب خان افرېدی ولې د ډېورنډ کرښې له سيمې بلخ ته تبعيد شو؟ افغانستان او کوزني قامپالي تل په يوه ابهام کې پاتې شوي، دغه ابهام د ازاد پښتونستان او لوی افغانستان دعوې دي، په دې دعوو کې د کوزنيو قامپالو اجنډا په تاريخي بنيادونو او اوسنيو مجبوريتونو کې څه وه او ده؟ له کانګرس سره د خان عبدالغفار خان تودې/سړې اړيکې خپله يوه مطالعه غواړي، خان له کانګرس سره دومره اوږده انډيوالي وکړه خو وروسته بيا ولې د انګليس، ګاندي او جناح په فيصله کوونکو مرکو کې شامل نه و؟ کله چې ډاکټر خان د برېتانوي هند صوبه سرحد اعلی وزير و، دغه مهال او د هند تر وېش لږ مخکې چې کله جواهر لال د سرحد صوبې په دوره راغلی و هغه ولې په قبايلي سيمو کې په کاڼو وويشتل شو؟ او د خان او کانګرېس تر ټولو لوی مزاحمت ولې په وزيرستان کې و؟ د مولانا ابوالکلام ازاد په وينا تر ټولو ډېر وزيرستان د دغه مخالفت مخکښ و. په ولسي کچه کوزني قامپالي ولې لاسته راوړنې نه لري، دوی ولې تل په ټاکنو کې بری نه لري؟ ايا د ولس او قامي ګوندونو په فکري او اروايي اړيکو کې اړی ګړی دی او که نور عوامل هم شته؟ کوزني ملي ګرايان ولې په يوه واحده قامي اجنډا نه شي راټولېدلی؟ د بلوچستان او خيبر پښتونخوا خان عبدالصمد خان او خان عبدالغفار خان ولې په اختلاف کې همداسې مخکې ولاړل، تر دوی وروسته د دوی لارويان هم په همدې اختلاف روږدي پاتې شول.
دا او دېته ورته نورې ډېرې پوښتنې شته چې له داخل نه تنقيد غواړي، تر هغه چې په پېښو کې خپل مسئوليت و نه منل شي او تر هغه چې تر هرې تېروتنې وروسته سمون رامنځته نه شي نو جريانونه به تل په خطا لارو ځي او ولسونه به ورسره سم په عذاب وي.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.