وحيدالله مصلح
په يوه وحشي بمبارد کې اسرائيل د
غزې په شمال جباليه کې پر يوه سيمه شپږ بمونه غورځولي وو، هر بم يو ټن وزن درلوده، تر
دې مهال د دې شپږ ټنه بمونو له امله 400 تنه شهيدان او زخميان دي، ما د هغو ځوانانو
خپ غږونه واورېدل او وچې اوښکې مې يې وکتلې چې خپلوان يې د دې بمونو په ويجاړيو او
کندو کې تر خاورو لاندې وو، دوى په لاسونو مات کانکرېټونه، تيږې او خاورې اړولې او
جسدونه او ټپيان يې لټول، څه عجيب انسانان دي، زړونه يې له غم او قهر نه ډک دي خو
په خولو يې صرف الله الله دي...
غرب له ټول ظرفيت سره د اس-رائيل سره ولاړ دى او په غزه کې
پر مسلمانو ښځو، کوچنيانو، زړو او ځوانانو بمونه او توغندي غورځوي، کورونه ړنګوي
او بيا سکاره شويو سيمو ته اسرائيل ټانګونه ننباسي، دا د غرب انساني ارزښتونه دي
او دا د مسلمانو هېوادونو په ځانګړي ډول عرب نړۍ منافقانه برخوردونه او د غلامۍ اړيکې
دي چې په دا دومره لويه اسلامي جغرافيه کې کوچنۍ غزه د اس-رائيل ټولوژنو او د غرب
نظامي ايتلاف ته تنها پرته ده.
نن چې اسرائيل پر غزې د ټولوژنو نوې څپه راپورته کړه همدغه
مهال مې مخې ته د محمد البرادعي د فېسباکه پسټ راغى، هغه ته مې کمنټ کې وليکل چې:
ما ته اوس ټول تاريخ دروغ ښکارېږي، ما په تاريخ کې لوستي وو
چې عربان غيرتي قام دى، نن په غزه کې اسرائيل عربان قتل عام کوي، خو سعودي د ډمانو
رقصونو ته ګډېږي او مصر په خپلو زندانونو کې خپل لسګونه زره مصريان بنديان کړي نو
هغوى د غزې پرانېستى زندان څه کوي؟ سيسي د رفح بندر نه شي خلاصولى او دعوه کوي چې
مونږ ډېر پياوړى فوځ لرو، واقعيت دا دى چې عربي فوځونه له خپلو ملتونو سره جنګېږي
او اسرائيل له عربانو سره! همدا د عربي واکمنانو او اسرائيل اړيکه ده او همدا د
عربي واکمنانو او اسرائيلو توپير دى.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.