وحيدالله مصلح
له کوره چې وتم، نو قرانکریم او جاینماز مې له ځان سره واخېستل، زما په دغه لنډ سفر کې قرانکریم زما ډیر ښه لارښود او جاینماز ډیر ښه ملګری و.
د مور مینه ما همیشه په درنو
کاڼو تللې، زه به چې همېش له کوره په لوی سفر وتلم نو به مې د مور مینې ته سترګې
ډکې ډکې کېدې، سختې شېبې مې له مور سره د مخه ښې توري دي، ما چې کله د سفر په
دوران کې د ۱۳۸۴ کال پر نوې ورځ د یادښتونو
کتابچه کې د تیر ژوند ترخه یاد کړل، ځان مې یوازې او ګوښه باله، خو د
مور او پلار مینه او دعا مې هلته هم د خپل بریالیتوب، او خودۍ تر ټولو پوخ بنسټ
وباله، نن مې چې هم له کوره مخه ښه اخېسته نو د مور لاسونه مې ښکل کړل، او هغې
راته د دعاو ځولۍ خوره کړې وه، زه ډیر په ډاډ له کوره ووتم.
د سفر په مقدمه کې مو شپه په
کابل کې تیره کړه، په کوم هوټل کې چې پاتې شوم، بد نه وو،
شپه وه، ساړه هم وو، له کوربه نه مې وغوښتل چې بله بخارۍ هم راوړي، او په دې ډول
مې کوټه ښه توده کړه، د ماخوستن تر لمانځه وروسته مې چې تلویزیون
روښانه کړ، یو ډیر سپین ږیري سړي چې ښکلې قواره یې لرله په انګلیسي ژبه مذهبي وعظ
کاوه، ښه چې ځیر شوم، نو ومې پیژاند، څو میاشتې مخکې مې د قادیانیت په اړه د خپل
یوه درانه استاد لیکنه چاپ ته چمتو کوله، د میرزا غلام محمد قادیاني د انځورونو
لپاره مې په نیټ کې لټه کوله چې په ترڅ کې یې د قادیانیانو د ټولو
خلیفه ګانو تصویرونه راکړل، دا نو هماغه وروستی خلیفه دی، ښه سپینه ږیره یې وه،او
د قادیانیت تبلیغ یې کاوه، یوازې تبلیغ نه بلکه څو شیبې وروسته تلویزیون د نوموړي
قادیاني خلیفه مستند فلم ښکاره کړ، چې په ترڅ کې یې اندونیزیا ته سفر کړی وو، په
فلم کې یې دی ښوده چې څنګه هلته د قادیاني مدرسو،عبادت ځایونو، روغتونونو او نورو
عامه ځایونو پرانیستنې کوي، په ځینو ځایونو کې به ورته میرمنې، سړي، زاړه او واړه
را ټول شوي وو، مابه چې اوریدل نو په شعارونو کې به یې د کلیمې یوازې لومړۍ برخه (
لااله الا الله) ویله او محمد رسول الله به یې نه تکراراوه.
تر دې ور اخوا نور تلویزیوني
چینلونه چې غونی مې ورته زیږ شو، او ما یې اټکل نه کاوه هم خپریدل، دا دعیسویت د
تبلیغ تلویزیوني چینلونه وو چې ښه په نره او ښکاره یې خلکو ته په انګلیسي کې د
عیسویت د دین خپرونې وړاندی کولې، تر ګروهې ور اخواپه اخلاقي لحاظ ډیر
لویدلي او مبتذل چینلونه چې انسان یې په لیدلو شرمیږي، د هرو څو چینلونو تر اړولو
وروسته را ښکاره کیږي، ما چې بیا په بنکاک کې د هغه ځای د هوټل تلویزیوني خپرونې
له کابل سره پرتله کولی نو شرف یې پرې درلود.
دا ټول د اروپايي سپوږمکیو ډالۍ
دي، د هوټلونو څښتنان په دې پوهیږي چې دغسې میلمستونوته هغه څوک راځي
چې په انګلیسي پوهیږي، او دا هرڅه د هغوی د ګروهو او اخلاقو د ککړولو په خاطر
کیږي، که نه حل شته، د میلمستون څښتن کولای شي چې قادیاني، عیسايي او اخلاقي مبتذل
چینلونه د پاسورډ په ذریعه بند کړي، خو زما له شننې دا هرڅه شعوري او
عمدي کړنې دي.
دوبۍ کې دلالان!
د دوبۍ په هوايي ډګر کې مو د یوه
ملګري خپلوان بدرګې ته راغلي وو ، ډیر راته خوشاله وو، ورسره لاړو، په
لاره به یې ځایونه راته معرفي کول، شارجه ته ورسیدو، دوی مونږ ته ډیره ښه مېلمستیا
راکړه، او بیا یې په عزت سره د تمېدو هوټل ته ورسولو.
زه ستړی وم، له لمانځه چې وزګار
شوم، نو کرار پر بسترې وغځېدم، او ویده شوم، څه ملګري مو بیرون ته په چکر وتلي
وو،وروسته یې چې راته کیسې کولې نو ویل یې چې په داسې کوڅو مو پیښه وشوه چې
دلالانو به بدکاریو ته یوازې بلنې نه بلکه زور یې هم کاوه، تقریباً په هر هوټل کې
د شپې د سات تیریو کلپونه (Night
Clubs) شته وو، کوم کوربانه چې هوايي ډګر ته زمونږ مخې ته راغلي وو، ویل
یې چې د شارجه امیران دینداره دي، خو په دوبۍ کې بیا هیڅ راز بندیز نه شته، دلته
شراب، قمار، او .. نور ډیر څه ازاد دي، ما چې د دوبۍ د شیخانو دې
خرمستیو ته فکر کاوه، او بیا به مې په دې نزدې تیرو ورځو کې د غزې ټول وژنه ورسره
پرتله کوله نو به مې لږ تر لږه د عربانو پر عربیت زړه سوځېده.
بوت مې له کوټې وباسئ!
د بنکاک پر هوایي ډګر چې کیوتو،
ملګري سره خواره واره شوي وو، د هوايي ډګر په بهرنۍ دروازه کې مو یو بل ته انتظار
وکړ، په همدې موده کې مونږ ته مخامخ د سرک له بلې غاړې یوې ښځې ځان په چیغو ستړی
کړ، مونږ یې په ژبه نه پوهیدو، خو دومره پوه شو چې هغې د ټیکسیانو لپاره سورلۍ
پیدا کولې، ستونی یې په چیغو وچ شو، خو مونږ له بل چا سره ولاړو.
ټاکل شوي هوټل ته ورسیدو، کوټې
ته چې ننوتم، د کټ په سر مې بوت ځړېدلی وو، دا خلک په انګلیسي نه پوهیدل او زه په
تایلنډي، ستړی هم وم، له ځانه سره مې وپتییله چې لږ خوب به وکړم، کله مې چې د
ماسپښین لمونځ کاوه نو به د هوټل مدیر ته ووایم چې بوت مې له کوټې وباسي، ویده
شوم، سر مې هم خوږیده، په خوب کې راته عالم راشي، بوت ته اشاره کوي او وايي چې په
عقیده کې دې توپیر راغلی! کله چې راویښ شوم، سمدلاسه مې د هوټل مدیریت ته زنګ
وواهه چې راشي او بوت له ځان سره واخلي، د هوټل کارکوونکی راغی بوت یې راکوز کړ او
له ځان سره یې یوړ، له ځان سره مې استغفار وایه، اودس مې وکړ او د ماسپښین پر
لمانځه ودریدم.
په زلزلو کې مسجد روغ پاتې شو!
دا د طبیعي پیښو په لړکې دولس
ورځینی ټریننګ وو، له مختلفو اسیایي هیوادونو استادان او ګډونوال راغلي وو، د
ټریننګ په ترڅ کې د سونامي د پيښو بېلګې بیا بیا یادیدې، د اسلام د
اعجاز نمونې ځینې استادان اقرار او ځینې انکار ته کېنولي وو، دریمه ورځ
وه، د اندونېزیا اچې اوسیدونکي استادچې په دین عیسوي وو، په اچې کې د سونامي توپان
نه په امان کې د پاتې شوي مسجد انځورونه وښودل، ریښتیا هم دا یوه معجزاتي ریښتینۍ
وه، د ډېرو انجینیري ودانیو د تخریب په منظرو کې روغ پاتې شوی مسجد د انسان تقوا
زیاتوي.
څو ورځې وروسته بیا د (AIT) په نوم پوهنتون ته د عملي کار په خاطر لاړو، هلته یوه بل استاد د
دتخریباتو د ارزونې او اړتیاو د شننې په اړه لیکچر راکاوه، خو هغه په دې خبرې شک
او خندا وکړه چې ګوندې په سونامي کې مساجد د معجزاتي عمل له مخې روغ پاتې شوي وو،
نوموړي ویل چې دا د مسجد انجینیري جوړښت وو چې د سونامي پر ضد یې مقاومت وکړ، ددې
خبرې په مقابل کې مونږ غوسه شو، او دا ځکه چې ددې دومره علمیتوب برسیره یو استاد
پر داسې ریښتینۍ خاورې اړوي چې انکار ترې ناشونی دی، په داسې حال کې چې په سلګونو
دولتي او نا دولتي ودانۍ چې په بیخي بنسټیز او انجینیري پرنسیپونو جوړې شوې وې
ټولې پرمخ ړنګې شوې، خو ددې په مقابل کې مساجد چې همیش په دودیزو طریقو جوړیږي،
څنګه امکان لري چې روغ پاتې شي، د استاد له دې خبرې د عناد او پر سپینو ریښتیاو د
انکار بوی راتلو.
شهوتونو ته نڅا!
مونږ ته دا ډېره نا اشنا وه، کله
به چې په ټیکسي کې کېناستو، نو چلوونکي به له واره د ښځو انځوران را
واخېستل، او د مساژ او بد کاریو مرکزونو ته د تلو بلنه به یې کوله،
هلته مساژ (چاپي کول) د ښځو فن ګڼل کیږي، او دا هرڅه په ډیر ارزانه تر سره کوي،
تایلینډ ته له اروپا، امریکا او نورې نړۍ د عزت او پت سوداګر ډلې ډلې راځي، دا
دهوس لیوني بیا دلته د خرمستیو په خمار کې د حسینو له بازاره بلا برخې پت لوټي، ته
به دلته یو بوډا بهرنی وینې چې تنکئ جینئ به یې له لاسه نیولې وي او کوڅه په کوڅه
او بازار په بازار به یې له ځان سره ګرځوي، د ورځې ورسره منظرې او د ساحلونو سیل
کوي، او د شپې پرې مساژ او د هوس وحشي تنده ماتوي، هلته ښځه ډېره مجبوره ده، بیخي
یوه ټولنیزه متعه ده، ته به داسې فکر ونه کړې چې ګوندې ښځه کوم انساني ارزښت او
کرامت لري، بس د ځوانۍ په تیریدونکي موسم کې پرې د وحشي وږو نظرونو توپان وي، روپو
ته ګډیږي، او لوڅ او بربنډ ژوند ورته له تکلف او عذاب نه ډک وي، دوی که ډېرې ستړې
هم وي خو د سړو د هوس اشباع ته تاندې وي، او چې زړې شي نو د قهقهو او
پسخند په عذاب کې د رواني ناروغیو ښکار شي، ما چې هلته د ښځې دغه لویدلی حیثیت او
ذلت وکوت، نو مې خپل ملګري ته په بریښنا لیک کې ولیکل چې:
ورورجانه!
هغه د خپل وطن ښایست په ټول چم کی نه شته، یو خوعریاني
دومره ډیره ده چې هغه د ښځې په حیثیت به دې زړه وسوځیږي، زما خو ورته ډیر پام بد
دی، زړه مې پرې درد کوي.
دلته د ښځو پت د سړو په پښو کې پروت دی، بالکل داسې بریښي
لکه ښځې چې د سړو د هوس ماتولو په خاطر زیږیدلې وي، او بل کوم انساني ارزښت
او موخه نه لري!؟؟
دلته زما ایمان نور هم په خپل
دین او عقیدې کلک شو، مړه سخت نفرت مې ددې ټولنې نه راغلی، سیکولر دنیا چې د
اسلامي او افغاني ښځې لپاره کومه بڼه غواړي، هغه ما د بنکاک، نانا او پتایی په
بازارونو کې وکتله، ما مخکې په کتابونو کې د سیکولر نړۍ اړونده ښځو، ذلت، سپکوالی،
ستړیوالی، د نارینه و لپاره د لوبو الې، د فحشا او عریانۍ، هوس او ساتیرۍ
ګوډیانی.... کتلې وې، خو دا ټول مې دلته د سر په سترګو وکتل، نو ځکه خو زه
په اسلامي اصالت کې د افغاني میرمنې تمدني حیثیت ته ډیر په درنو قایل
شوم، زمونږ میرمنې ډیرې متمدنې، مغرورې، او عزتمنې دي.
مونږ یو ځل بازار ته ووتو، د
کوڅې په سر کې چې له سرکه اووښتو نو یو دلال چې له لیرې یې په نښه کړي وو، رامنډه
کړه، د ښځو تصویران یې راوویستل، له واره یې نرخ هم ووایه او د بد کارۍ مرکز ته د
ننوتو تشویق او بلنه یې کوله، ما ورته وویل چې ښاغلیه مونږ مسلمانان یو او دا کار
زمونږ په دین کې حرام دی، هغه تعجب وکړ او ویې ویل چې هلته ډېر مسلمانان راځي! ما
ورته وویل چې مونږ الحمدلله قوي مسلمانان یو ، او ترې روان شو.
یوازې ښځې نه بلکه هلته نارینه
هم له انساني سپیڅلي مقامه تښتي، کله چې نارینه د ښځو په لباس کې د سړو شهوتونو ته
نڅیږي نو د انسانیت غرور ورته په ګزونو ماتیږي.
لمونځ ښه ملګری!
د ټریننګ په منځ کې د
چایو وقفه وه، ملګرو مو سره ټوکې کولې، زما یوه ملګري یوه تور پوستي ته زما په اړه
څه خبره کوله چې هغه پرې را برګ شو، او ویې ویل چې زه دی پیژنم، دی دینداره (Religious) دی، زه حیران شوم چې ده د کوم معیار له مخې زما په اړه دا پرېکړه
کړې، نو مې ورنه پوښتنه وکړه چې ښاغلیه، څنګه پوه شوی چې زه دینداره یم، ویې ویل
چې هغه بله ورځ چې ساحې ته د عملي کار لپاره ولاړو، ما ولیدل چې ماسپښین مهال دی
له ټولو ځان ګوښه کړ، بیرون په چمن کې پر عبادت بوخت شوې، او ما دې انځور هم
واخېست، نوموړي تورپوستي به بیا زما ډیر خیال ساته او دعزت په سترګه به یې راته
کتل.
د جمعې په ورځ مو د ټریننګ
تنظیمونکو ته وویل چې د لمانځه په خاطر باید مونږ ته کافي وخت راکړي، ټیکسي وان ته
مو د جامع مسجد پته ورکړه، کله چې ورسېدو، تر لمانځه وروسته مو د مسجد له امام سره
ملاقات وشو، هغه زمونږ په کتو ډیر خوشاله شو، هغه ویل چې زه همېشه په قنوت دعا کې
افغانستان او فلسطین ته دعاګانې کوم، هغه له ډیرې مینې ډک وو، مونږ سره تر پایزاره
راکیوت، د ډوډۍ کلک ست یې وکړ، او بیایې د بلا مینې په مخه ښې رخصت
کړو، ما مې بیا ملګرو ته ویل چې د امام همدغه وضعیت د نا لیدلو مسلمانانو تر مینځ
د اړیکو او د امتیت ښه بېلګه ده.
د قرانکریم په منظم ډول تلاوت، د
ماثوره دعاګانو پابندي، او د لمانځه اهتمام هغه ژغورندویه چارې وې چې مونږ یې له
بې لاریو ساتلو.
د سیند څپې!
د ټریننګ په وروستۍ ورځ د شپې له
مخې د ټریننګ تنظیموونکو، ګډونوالو ته مېلمستیا تیاره کړې وه، ډېره په
زړه پورې منظره وه، د لوی سیند په منځ کې کښتۍ ریزرف شوې وه، کښتۍ ورو ورو حرکت
کاوه او د سیند نرمو څپو کراره زنګوله، شپیني ملایم باد خیالونه پارول،
او بیا د سیند په منځ کې شپینئ تروږمئ انسان د تېر ژوند یادونو ته ستناوه، فضا
ډېره شاعرانه وه، او زه د حمزه بابا د شعر په عمق کې خپل ماضي سره په جرګو وم، چې:
توان لرمه دا چې د ماضي نه خراج
واخلم
زه به پخوانی شمه ستا مینه به
پخلا کړم
د ډوډۍ له خوړلو وروسته د ټریننګ
ګډونوالو په لاندې پوړ کې د ساتیرۍ محفل جوړ کړی وو، زه او تور پوستی د پاسني
پوړ مخکیني دالان کې پر څوکیو ناست وو، په همدې ترڅ کې یو نفر راغی زه
او یو بل تن یې له لاسه ونیولو او په محفل کې د برخې اخېستو لپاره یې روان کړو، ما
چې سر ور ننویست، د سندرو په شور ماشور کې د نڅا ګانو میدان تود وو، پر شا شوم او
به منډه بېرته پاسني پوړ ته وختم، تور پوستي وویل چې ولې بېرته راستون شو؟ ما ورته
وویل چې د موسیقۍ او نڅاګانو لوبه وه، نو یې وویل چې ولې ستا نه خوښیږي؟ ما ورته
کړل چې که مونږ مسلمانان په ۲۴ ساعتونو کې ۴۸ ساعته کار وکړو بیا هم د اروپا د ټیکنالوژۍ پسې وږي نه
شو ټولولی، نو زمونږ پوهه طبقه ولې خپل وخت په دغسې خرمستیو وژني؟ هغه په دې ځواب
ډیر خوشاله شو او ویې ویل چې دا د کوچنیو خلکو کار دي، او کله چې د
پروګرام په پای کې هوټل ته ستنېدو، نو په انتظار ځای کې یې زما یو بل
ملګري ته ویل چې، تا باید په دغسې یوه محفل کې برخه نه وای اخېستی، ته باید د یوه
مسلمان په توګه خپل شخصیت وساتې او زه د یوه عیسوي په توګه، په داسې حال کې چې په
زړه کې مې ورته د مسلمانېدو بېسارې دعاګانې او هیلې په څپو وې ترې مې مخه ښه
واخېسته.
او په پای کې څو مشورې!
هغه څوک چې له هیواده بهر په
ځانګړي توګه غیر اسلامي هیواد ته په سفر ځي، دخپلې تجربې له مخې ورته یو څو مشورې
مخې ته ږدم:
۱- باید هڅه وکړي، چې خپله تقوا او
دیني اصالت وساتي.
۲- له کوره باید قرانکریم او
جاینماز له ځانه سره واخلي، په سفر کې قرانکریم تر ټولو ښه لارښود او لمونځ تر
ټولو ښه ژغورندوی دی، ماثوره دعاګانې هم د تقوا په ساتلو کې ډیر اغېز لري.
۳- کوښښ باید وکړي چې د بریښنالیک
له لارې د خپلو صالحو ملګرو سره په تماس کې واوسي.
۴- د بدکارۍ له ډېرې وړې بڼې هم
باید ځان ګوښه وساتي، ځکه کوچنۍ ګونا د کبیره ګناه لپاره ډېر ژر ور
پرانیزي.
۵- هلته باید له مسلمانو ټولنو،
مساجدو او صالحو خلکو سره د تماس کوښښ وکړي.
۶- د هغې ټولنې هر څه ته باید د
مثبت نقد له لیده وګوري.
۷- کله چې د هغه هیواد پرمختګ ته
ګوري نو باید تر داسې اغېز لاندې یې رانه شي، چې له امله یې د بلا کمترۍ احساس
پنډونه خپل هیواد ته راوړي، بلکه، ددغسې پرمختګونو په کتلو سره باید د خپلې ټولنې
لپاره د جوړونې عزمونه واخلي، او دا باید هیر نه کړي چې د علم او فن لوړتابه او
اخلاقي ژوره د پرمختګ او ج نه دی، بلکه د پرمختګ اصلي بڼه د اخلاقي لوړتابه پر هسک
خپره ده.
۷- د خوراک ستونزه ډېره پیښیږي، د
حلالو او حرامو په مالومولو کې باید ډېر دقت وشي، کوښښ باید وشي چې د کبانو غوښه
او سبزیجات چې د حرامو حیواناتو په غوړیو کې نه وي پاخه شوي وخوړل شي.
۸- او بالاخره دا باید هیر نه کړي چې د یومسلمان په توګه د لنډ سفر په بدمستیو کې خپل دین په داو ونه لګوي، لږ تر لږه باید د نه رغیدونکو ناروغیو ویره تحلیل کړي، که په پورته خبرو عمل وشي نو د نوموړیو ټولنو له هغو غولوونکو ذلتونو او ژورو به یې کرکه وشي، چې دنیا لګیاده زمونږ خلک پرې راټولوي.
يادونه:
نوموړې ليکنه په مارچ ۲۰۰۹ کې ليکل شوې وه.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.