• مجموعي کتنې: 110625

د سيتارام انګليس او د ګروموف شوروي!

325 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

د سيتارام انګليس او د ګروموف شوروي!

وحيدالله مصلح

غلام سيتارام پر افغانستان د انګليس په لومړۍ لښکر کشۍ کې د انګليس له کاروانونو سره د بولان په لاره کندهار او بيا د زابل، غزني او ميدان وردک له لارې کابل ته لاړ، د سيتارام ژوندليک مې څو مياشتې مخکې ولوست، هغه هلته يوه په زړه پورې کيسه کوي، انګليسانو چې کله کابل ته په لاره د غزني بالاحصار تر قوي مقاومت وروسته مات کړ او د غزني حاکم غلام حيدرخان يې ونيو، نو انګليس جنرال ته يې ودراوه، جنرال ورسره ډېر ښه خلق وکړ، خو پوهېږئ غلام حيدرخان ورته څه وويل؟ هغه ورته وويل: زه د خپل وطن او خپل پاچا لپاره جګړه کوم، افغانانو هيڅکله هم انګرېزانو ته څه تاوان نه دی رسولی بيا نو څه سبب دی چې تاسو زمونږ هېواد ته راننوتئ او غواړئ يو داسې څوک پر تخت کېنوئ چې خلک د زړه له کومي کرکه ترې کوي؟ ستاسو له راتګ سره زمونږ په کورونو کې مرګ او تباهي خپره شوې، که ستاسو زړه غواړي ومې وژنئ، خو که مو پرېښودم زه به د ژوند تر وروستۍ سلګۍ ستاسو دښمن وم، او څومره مې چې وس وي خلک به ستاسو سره جګړې ته راوپاروم، ترڅو تاسو له کابل نه شړلو ته اړباسي[1]. سيتارام د برنس او مکناټن د وژلو کيسې کوي هغه د برنس د وژلو په اړه وايي: هغوی (افغانانو) د برنس صاحب کور کلابند کړ او اور يې ورواچاوه، او چې صاحب (برنس) کله د باغ له يوې وړوکې دروازې څخه د تېښتې هڅه وکړه د ده خپل نوکر چې افغان وو په توره وواهه او کيسه يې ورختمه کړه[2]. کله چې انګليس ماته خوري او سيتارام بندي کېږي نو د لارې په اوږدو کې نوموړی د انګليس او هندي پوځونو حالت داسې انځوروي: ما په لاره کې د دوی څه ډول قصابۍ وليدې؟! چېرته کوم لاس له واورو راوتلی وو، چېرته کومه پښه ښکارېدله، د انګرېزانو او هندوستانيانو مړي په واورو کې لږ پټ او لږ بربنډ پراته وو، اوښان او اسونه هرې خواته مړه وو[3].

سيتارام، ګروموف او افغانستان!

تاريخ په هره مرحله کې تکرارېږي، همغه کرکټرونه او همغه ارزښتونه بس يوازې د سيناريو رنګونه او نومونه يې بدل وي، انګليس چې شاه شجاع د کابل پر تخت کېناوه، نو سيتارام وايي چې: په کابل کې خلکو برالا دا ويل، چې د پاچا تخت تر هغه وخته دی تر څو دغه سور مخلوق (پيرنګيان) د دوی دساتنې لپاره موجود وي[4]. بل ځای کې وايي: د افغانانو اوس زړونه له دوکه ډک وو، چې انګرېزي پوځ دلته د څه لپاره اړولي دي[5]. سيتارام د جګړې يو عجيب انځور وړاندې کوي: غزني او کندهار ته حکم واستول شو چې د شاه او سرکار (انګرېزانو) هر څومره پوځ چې وي ټول دې دلته کابل ته راشي، خو په غالب ګومان استازی ووژل شو، لږ موده وروسته د انګرېزانو يو پوځ چې د کوم صاحب تر قوماندې لاندې وو هڅه وکړه چې زمونږ سره يو ځای شي، خو د هغوی ټول سرتيري يو يو ووژل شول، يوازې دوه تنه منصبداران په تېښته بريالي شول او کابل ته راغلل[6].

همدا کيسه د شوروي ښکېلاک پر مهال هم وه، ببرک کارمل او ګوند يې د شورويانو په کتارونو کې د شاه شجاع په نقش کې همغسې ذليل وو، خلکو ورڅخه کرکه کوله، جګړه يې ورسره کوله او ازادي يې ګټله. جنرال بوریس ګروموف، په افغانستان کې د شوروي اتحاد د دفاع وزارت د اوپراتیفي ډلې مشر جنرال والنتین ایوانوویچ وارینیکوف په استناد د کارمل په اړه وايي چې: په کارمل نه خپلو انډیوالانو، نه ولس، او نه زمونږ سلاکارانو باور کاوه، هغه د لوړې کچې عوام غولوونکی او ډېر ماهر فرکسیون باز وو، د انقلابي جملو تر شا د پټیدو سخت مهارت یې درلود، هر ځل چې به کومه خطا ترې وشوه، نو د نورو د قناعت لپاره به یې ویل: ملګرو، اوس زه په هر څه پوه شوی یم، نورې تېروتنې به رانه ونه شي! ... یوه خبره بیخي د لمر غوندې روښانه ده، هغه د خلکو لپاره عملاً مبارزه نه کوله، په دولتي او ګوندي چارو کې یې یوه لویه بیرو کراتیکه اداره منځ ته راوړه... له بده مرغه ډیرو په کارمل پورې هسې زړه تړلی و، او دهغه فرېب یې خوړ[7]

 د ازادۍ جګړه ولې ضروري وه؟

دا د سيتارام په ژوندليک او د ګروموف په کتاب کې د يو عظيم ملت د ازادۍ کيسې دی، دا مونږ ته راښايي چې مونږ داسې ارزښتونه لرو چې زمونږ ژوند ته معنا ورکوي او جوهر ورکوي، افغانانو هيڅکله له دې معنا نه خالي ژوند نه دی کړی، افغانانو په فقيرۍ کې پاچاهي کړې، د ازادۍ په مانا ملالۍ پوهېده او غازي محمد ايوب خان پوهېده، د ازادۍ په مانا د چکنورو ملا صاحب او هډې ملا صاحب پوهېده، د ازادۍ په مانا وزير محمد اکبرخان پوهېده او د ازادۍ په مانا غازي امان الله خان پوهېده، دوی چې د ژوند او دنيا په هر قېمت ازادي اخېستله خو شاه شجاع په کې بيا د غلامۍ په بيه تخت او دنيا ګټله، نن هم د ازادي پاله او غلام انسان تر منځ يوازې همدا توپير دی، خو بس د ضمير حالتونه دي په لږ توپير په دوه انسانانو کې يو غلام شي په تخت کېني او بل په ازادۍ کې پاچاهي کا. خو غلامان نو په دې څه پوهېږي چې ازادي څه مانا؟

ازادي تر پاچاهيه هم تېری کا

چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي

افغانانو له انګليس او شوروي دواړو سره جګړې کړي، خو د نن ورځې يو غرب زده افغان چې کله راجيګ شي او له شوروي سره افغان جګړه د ازادۍ پر ځای نيابتي وبولي، نو دې سپور منطق ته يې د ازادۍ بسته تاريخ حيران شي، له دې ښاغلو دا پوښتنه بايد وشي چې دا پرون چې له انګليس سره جګړه وه، هلته افغانانو د چا جګړه کوله؟ هلته چې د انګليس بسته پوځونه د افغانستان په دښتو کې ورکېدل دا داسې جګړه نه وه چې ګنې افغانان په وسله او پوځ کې ترې پياوړي وو، د هغې زمانې په همغه ناانډولۍ کې افغانانو انګليسان ماتول لکه پرون يې چې په کومه بې انډولۍ کې ګټله، او دا ګټه زمونږ د تاريخ يو لوی حقيقت دی.

که له يوې خوا تاريخ د شوروي په موړ کې بيا تکرار شو، دلته هم افغان ملت شورويان همغسې وځپل، د دې وطن غرونه او رغونه اوس هم له شورويانو سره د جګړې او اورونو نښې دي، دلته چې دا په سلګونو زره افغانان ووژل شول، دلته چې دا په لسګونو زره شورويان ووژل شول، او دلته چې دا ولجه شوي ټانکونه لا هم په دښتو کې خواره واره پراته دي، دا د کوم نجيب الله د ملي مصالحې او شړنې پورته خبرې دي، دا له يو لوی ملت سره جګړه وه، او دا جګړه دې لوی ملت په خپل شان کې ګټله، داهسې بګتۍ نه ده دا د شوروي جنرالانو جرائتمندانه اعتراف هم دی، هلته چې جنرال لیونید ولادیمیرویچ شیبارشین د کی، جي، بي پخوانی مرستیال وايي: د ۱۹۸۲ ز کال په پیل کې، زمونږ د لورې ډیرو کمو او زړه ورو خلکو دا جرات کاوه او په دې یې ټینګار کاوه، چې زمونږ پوځ او د کابل مشرتابه د بانډیستانو په وړاندې نه بلکه د افغاني مسلمانانو او د افغان ولس له لويې برخې سره جنګیږي[8].

که شورويان پاتې شوي وای!

افغان ملت د ازادۍ جګړه په تاريخي اقتدا او ملي مشروعيت سره تر سره کړه، دا زمونږ د ملت حق وو چې خپل ځان او خپل واک وګټي، دا زمونږ د ولس ديني غوښتنه هم وه او ملي حميت هم، کله چې د یو ملت د ټول نفوس درېمه برخه له نظامه او اشغاله وتښتي، او پاتې يې په خپلو دېرو او حجرو کې د ازادۍ جنګيالي وساتي نو دا جګړه شوروي انټرناسيونالېسټانو نه شوه ګټلی، مونږ چې د کوم ارزښت خبره کوو او مونږ چې د کومې ازادۍ خبره کوو دا مونږ د دوشنبې، تاشکند او ترمذ د شوروي استعمار له ودانيو او سړکانو سره نه پرتله کوو، دا مونږ د شوروي اتحاد او د افغان ملت له ارادو سره پرتله کوو، دا مونږ د عقيدې، بيان، ملت او وطن له ازادۍ سره پرتله کوو... که شورويان دلته پاتي شوي وای نو مونږ به سياسي پلورالېزم نه درلودای، دلته به يوازې د کمونېستي ګوند واک وای، د اپوزيسيون حالت به نه وای، د نظر تنوع به جرم وای، دين به د ټولنې اپيوم وای، خدای به د خلکو وهم وای، جوماتونه به له خلکو خالي وای، ملي حاکميت به له انټرناسيونالېزم سره خيانت وای، تر ټولو ښه او مترقي انسان به هغه وای چې دافغان شوروي ګټو ته وفادار وای، ازادې رسنۍ به نه وای، له مخالفينو سره به د پوليګون او څرخي پله د زندان تعذيبي برخورد وای، دلته به اعدامونه وای، دلته به زندانونه وای او دلته به افغانستان شمالي کوريا وای... دلته به کلتور او افغاني دستور په افغان شوروي دوستۍ کې خپل رنګ او شرنګ بايله، دلته به سېسټمونه بدلېدل، کورنی او ټولنيز ماحول به د يو جبر لاندې په شوروي خويونو کې ويلي کېده او دلته به بيا بسته قومونه او ولسونه نورو هېوادونو ته انتقالېدل...

خلق حکومت او جنګونه!

کله چې د ۱۳۵۷ ثور پر اومه خلق ګوند کودتا وکړه، دوی يو داسې حکومت غصب کړ چې منظمه اردو يې درلوده، بشپړ جوړ حکومت يې درلود، ټولنيز نظم او ثبات يې درلود، سوله يې درلوده، ملت يې درلود، په منطقه او نړۍ کې يې سيالي کوله او موقف يې درلود، له ګاونډيانو سره يې خپلې تعريف شوې اړيکې او برخوردونه درلودل... خو خلق-پرچم ګوند همدغسې يو طبيعي حکومت راوپرزاوه او اتلس مياشتې وروسته يې پر شورويانو خرڅ کړ، دوی دلته جګړه پيل کړه، ثبات يې ړنګ کړ، ټولنه يې په پليسي او جاسوسي شبکو کې غرقه کړه، ثبات يې ختم کړ، زندانونه يې پر هر راز مخالفينو ډک کړل، ډله ييز اعدامونه او ژوندۍ ښخونې يې تر سره کړې، بس دوی يو سم دم حکومت د ګوند کمېټه کړه، سوله يې ختمه کړه او اور يې بل کړ خپله هم په کې وسوځېدل او ملت يې هم په کې وسوځاوه.

پای چې کله نجيب له خپلو ورانو ګونديانو سره په شخړه کې شو نو حکومت يې د ګوندي نفوذ په ويشلو جزيرو وويشه، د موقتي لاسته راوړنو لپاره يې قومي ملېشې جوړې کړې، د دوستم، جمعه اڅک، عصمت مسلم او جبار قهرمان په ملېشو يې حکومت ساته، په دې شرم يې اردو عملاً بې واکه او خرابه کړې وه، او پای چې کله دوستم، اصف دلاور، نبي عظيمي او بابه جان پر نجيب راوګرځېدل او کابل يې د داخلي جګړو بېرحميو ته وسپاره له دې ګناه څخه نه نجيب الله سپين وتلی شي او نه د خلق او پرچم ګوند اجتماعي اوږې ترې سپکېدای شي. د کابل جګړه د خلق-پرچم حکومت فاشلې اردو او د دوستم پرچمي ملېشې شروع کړه او تر پايه په کې بوخت وو.

تنظيمونه او داخلي جګړې!

په دې ډول نو خلق-پرچم چې کوم روغ جوړ حکومت او مطيع ملت غصب کړی وو له څو کلنې جګړې وروسته يې په ډېر بد حال کې جهادي تنظيمونو سره په توطيوي تړونونو کې شريک کړ، او بيا چې جګړه شروع شوه نو دوی په کې په خپله برخه پوره وجنګېدل.

د کابل جګړه د جهادي تنظيمونو د جنايت پيل او عروج وو، دا وران پيل چې څومره اوږدېده دومره په کې دا تنظيمونه غورځېدل او ورکېدل، دې تنظيمونو په ډې جګړو کې د ملت او اسلامي نهضت له شهيدانو سره ډېره بېسارې جفا وکړه، د يوه اسلامي حکومت طرحه يې د ګوندي جنګونو په لمبو کې وسوځوله، نور نو نه ارمان وو او نه هدف، بس جنګ وو او وحشت، ملوک الطوايفي شروع شوه، د هر ولايت په هره قريه او کلي کې د جلا قومندان پاچاهي وه، اردو ختمه شوه، نظام ړنګ شو او بنسټونه ويجاړ شول.

د داخلي جګړو پر مهال نور نه حکومت وو، نه نظم او عزت وو او ملت په سپکو سپک وو، يو عذاب وو چې د تنظيمونو په اډانه کې پر ملت مسلط وو، سره له دې چې هغه مهال ننګرهار د سولې د ښار په نوم مشهور وو، داخلي جنګونه په کې نه وو او د کابل د جنګي لوريو تر منځ يې د سولې د خبرو کوربه توب هم کاوه، خو هلته چې دا وړوکی ننګرهار په څومره ډېرو قومندانانو کې ويشلی وو او هلته چې څومره ډېرې پاچاهۍ وې دا نو اوس يو وران او ويروونکی خوب دی، بيا دې خدای نه راباندې ويني.

پای

[1] د سيتارام ژوند ليک، ژباړن محمد زبير شفيقي، ۴۲ مخ

[2] همغه اثر، ۵۶ مخ

[3] همغه اثر، ۶۸ مخ

[4] همغه اثر، ۵۱ مخ

[5] همغه اثر، ۵۲ مخ

[6] همغه اثر، ۶۱ مخ

[7] جنرال ګروموف بوریس، سرې لښکرې په افغانستان کې، ژباړن داوود جنبش، ۳۲۰ مخ

[8] جنرال شیبارشین لیونید ولادیمیرویچ، ژباړن طاهر کاڼی،  د مسکو لاس، ۱۰۸ مخ