• مجموعي کتنې: 144571

د غازي تلين او ورسره تړلې پوښتنې!

315 لوستونکي   کلونه وړاندې 2

د غازي تلين او ورسره تړلې پوښتنې!

وحيدالله مصلح

ما چې کله د غازي لاندې عکس ته کتل نو حسرتونو مې زړه ډوب کړ، د غازي د هغسې شاندارې ماضي په تسلسل له کابل نه دغسې همېشنۍ مخه ښه ډېره عاطفي ده او له غازي سره زمونږ د نسټالژي څرګندونه کوي، دا مخه ښه د يوې لنډې افراطي مرحلې د ټکانونو محصول دى.


نن د غازي امان الله خان 63 تلين دى، په افغانستان کې د ازادۍ او ترقۍ لفظونه د غازي له نوم سره تړون لري. غازي له انګليس نه د ازادۍ لويه جګړه رهبري او انجام ته ورسوله، دى د هند د خ لافت تحريک حامي پاتې شو او د انګليس پر ضد د هند د نيمې وچې د ازادۍ داعيو ته يې الهام او انګېزه هم ورکړه.

سره له دې چې غازي د انګليس پر ضد له شوروي سره اړيکې او مکاتبات درلودل خو د همدې اړيکو په پيچ و خم کې يې د شوروي پر ضد د بخارا د ازادۍ غورځنګونه وپالل او امير عالم خان چې کله بخارا نه په شا شو نو غازي ورته په کابل کې د يو معزز امير په حيث  ځاى او پنا ورکړه.

غازي د افغانستان د پرمختګ يو لوى ارمانجن و، هغه دلته د کارخانو، سړکونو، هوايي ځواک، ملي اردو، حکومتي ادارو، برېښنا بندونو، عصري ودانيو او ښاري ژوند او ډېرو نورو پرمختګونو سرشته پيل کړې وه، خو غازي په همدې پړاو کې د يو شمېر غربزده او د اتاترک د ترکيې له ځوانې افغاني حلقې په حصار کې داسې بند شو چې د خپلو خلکو فرهنګي او ديني ډګرونه ترې پنا شول، او بيا غازي داسې مرحلې ته لاړ چې هم يې خپل بخت کوټه شو او هم د ملت برخه سپېره شوه.

تکرار اشتباه ګانې، کومه هوښيارتيا؟

واقعيت دا دى چې افغانستان يو سنتي هېواد دى، او دود دستور او ديني روايتونو ته پابنده ټولنه ده. خو زمونږ د هېواد د سياسي مسئلې بوخت شخصيتونه/جريانونه ډېرى دې نزاکت ته اهميت نه ورکوي، دوى ډېرى وخت له دې پابندې او سنتي ټولنې سره د ضد وروستي حد ته ځي او بيا د تاريخ وينا دا ده چې له خپلو خلکو نه په بله لار روان وګړي د ګړنګ تروږميو ته ورغورځېږي.

افراطيت زمونږ د ټولنې مزمن رنځ دى، ډېرى سياسي جريانونه او شخصيتونه د خپلو موخو لپاره افراطي لارې او چلندونه غوره کوې، ارمانونو ته افراطي ژمنتيا زمونږ د ټولنې يو لوى آفت دى.

مونږ بايد دا پوښتنه د تاريخي سندونو په ګواهۍ او د خپل ولس په ريښتينيو کې ځواب کړو چې د ټولنې هغه واقعيتونه چې په ولس کې د پېړيو ريښه لري په انقلابي او بيړنيو برخوردنو يې د تبديلۍ هڅې څومره معقولانه دي؟ زما د پوښتنې ماهيت دا نه دى چې که په سمونپالو او تدريجي لارو دا دوديز حالت بدلېږي نو ښه دى! اصلاً د خلکو معتقدات ولې د مادي پرمختګ لپاره بدل شي، ايا دا مهمه ده چې د طب، انجنيرۍ او ټولو ساينسي او مادي پرمختګونو لپاره دې د خلکو اخلاقي او معنوي څرنګوالى تغير شي؟ د غرب مادي پرمختګ بايد د هغوى له اخلاقي او فرهنګي توريد پرته واخېستل شي.

ابله ورځ د "انسان ډسک" يو تن په افغانستان کې د سکولارېزم لپاره د صراحت او څرګندې مبارزې لويه نثريه ليکلې وه، د لبرال ډيموکراټانو، نيو مارکسېستانو او تقريباً ټولو سکولارېستانو نظرياتي افراطيت ته چې سړى ځير شي نو دوى هم تکرار اشتباه ګانو د مزل ښکار شوي دي، دا مزلونه هم د دوى د نظريو او هم د ټولنې د بربادۍ ماتې او پاشلې تجربې دي.

د متن عکس د ښاغلي سردارولي پښتونزوى صاحب له ټوېټر څخه اخېستل شوی دی.