• مجموعي کتنې: 144588

افغان روس اړيکې؛ تاريخي زاويه او وړانديزونه!

566 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

افغان روس اړيکې؛ تاريخي زاويه او وړانديزونه!
وحيدالله مصلح
افغانستان په تاريخي لحاظ د دوه لويو استعماري قدرتونو انګليس او تزار روسيې تر منځ بفر زون پاتې شوی، د دغه زون دواړو غاړو ته انګليس او روسيه يو له بل نه په فاصل حد کې اوسېدل، خو په دې دواړو لويو ځواکونو کې انګليس څو ځل پر دغه حايلې حوزې بريدونه کړي او دلته يې د خپلو لاسپوڅو شاهانو په ګټه نظامي مداخلې کولې، دوی په دې لړ کې پر افغانستان درې لښکر کشۍ کړي او هر ځل د افغان مېړني ملت په وړاندې مات شي.
د دغو لويو ځواکونو يوه ګډه ځانګړنه دا وه چې دوی د افغانستان ګاونډيان نه وو، دوی له اروپا راغلي وو او تر افغانستانه يې د اسيا دا ډېر هېوادونه ولکه او ولجه کړي وو.
د افغانستان او روسيې نزدې تاريخي اړيکې د همدې حايل زون په تناظر کې په دريو برخو ويشلی شو، په دغو دريو برخو کې يوه يې د تزار روسيې په دور او دوه ډوله نورې اړيکې يې په شوروي اتحاد پورې اړه لري.

امير شيرعلي خان او تزار روسيه!
تزار روسيې اصلاً د امير شېرعلي خان نه مخکې له امير دوست محمد خان سره د اړيکو کوښښ کړی و، په ايران کې د روسيې سفير خپل استازی ويتکووېچ کابل ته رالېږلی و، هغه له امير دوست محمد خان سره د پېښور د استرداد په اړه خپله سياسي حمايه اعلان کړه او امير ته يې د روسي تزار ليک هم ورکړ، د دغه سفارتي اعتماد له امله کله چې امير دوست محمد خان له انګليس سره په شخړه شو، تزار روسيې پښې وويستې او دغه جګړه يې تر هغه ننداره کړه چې پای په کې امير دوست محمد خان د روسيې له مرستو نهيلی د امور له څنډو بېرته راستون شو او انګليس ته تسليم شو.
امير شېرعلي خان چې کله واک ته ورسېد، هغه غوښتل چې افغانستان د انګليس له تحت الحمايه حالته وباسي، نوموړي پر انګليس اتکا له منځه وړل غوښتل او د همدې لپاره يې د هند له وايسرای سره اړيکې سړې کړې، انګليس د امير شېرعلي خان په وړاندې دوه عمده سياستونه غوره کړل، يو يې د امير شېرعلي خان مزاحم ورور محمد اعظم خان په هند کې وساته او د نوموړي په حمايه کولو سره يې په افغانستان کې داخلي شخړې تقويه کړې، په دويم او مهم قدم کې يې له افغانستان سره پخوانۍ مرستې بندې کړې او په دې ډول يې امير شېرعلي خان له مالي او اقتصادي محروميتونو له لارې له ډېرو ستونزو سره مخ کړ.
په همدغه وخت کې تزار روسيه چې په اروپا کې له انګليس سره په سيالۍ کې وه او فکر يې کاوه چې د انګليس له خوا تر تهديد لاندې ده، پر انګليس د فشار اچولو په موخه او متقابل تهديد جوړونې په پار يې وغوښتل چې د افغانستان کارت استعمال کړي، هغوی په همدې موخه کابل ته جنرال سټوليټوف له يوه مرستيال، يوه ډاکټر او پنځوس پليو سره راولېږل، سټوليټوف له امير شېرعلي خان سره پر يوې مسودې کار وکړ، په دغه مسوده کې مهم موارد دا وو چې که دښمن پر افغانستان حمله کوي او افغانستان له روسيې مرسته وغواړي؛ تزار روسيه به د دښمن په دفع کولو کې مرسته کوي او له انګليس سره په جنګ کې به روسيه افغانستان ته وسله، مهمات او د جنګ مصارف ورکوي. پرېکړه وشوه چې نوموړې مسوده به جنرال سټوليټوف له ځان سره وړي او پر روسي تزار به يې لاسليک کړي.
کله چې جنرال روسيې ته ولاړ، په همدې مهال په جرمني کې د برلين کنګرې په ترڅ کې د انګليس له خوا روسيې ته د اروپا په کچه تهديدونه پای ته ورسېدل او سوله رامنځته شوه. انګليس چې روسيه په اروپا کې کرار کړه نو پر افغانستان يې د لښکرکشۍ تابيا ونيوله، امير چې د روسيې له مرستو مطمئن و، بلخ ته ولاړ او له هغه ځايه يې په ماوراالنهر کې د روسيې د ځواکونو جنرال کافمان او همدا راز جنرال سټوليټوف سره زيات ليکونه تبادله کړل، په پای کې جنرال کافمان ورته وليکل چې امپراتور راته ليک رالېږلی او ويلې يې دي چې اوس ممکن نه دي چې له تاسو سره پوځي مرسته وکړو. امير د تزار روس له دغسې ځوابه نهيلی شو ، څو ورځې وروسته امير د بلخ په مزار کې وفات شو او هملته خاورو ته وسپارل شو.

غازي امان الله خان او شوروي اتحاد!
کله چې غازي امان الله خان د انګليس پر ضد د جهاد اعلان وکړ او د هېواد د استقلال جګړې په ټولو جبهو کې يې نوموړی جنګ وګاټه، هغه هم د نويو نړيوالو اړيکو په لټه کې شو. په دې لړ کې شوروي اتحاد تر ټولو مخکې د غازي امان الله خان سلطنت او ازادي په رسميت وپېژندله.
غازي د خپل سلطنت په اوږدو کې له شوروي اتحاد سره څو معاهدې لاسليک کړې، لومړۍ معاهده په ۱۹۲۱ کال کې امضا شوه، د دغه معاهدې له مخې دواړو هېوادونو يو د بل استقلال په رسميت وپېژانده، او ویې منل چې له داسې درېم هېواد سره به نظامي او سياسي معاهده نه امضا کېږي چې د دې معاهدې يوه لوري ته ضرر رسوي. په دغه معاهده کې د دواړو دولتونو له خوا د قنسولګريو په جوړولو هوکړه وشوه او دا چې روسيه به له افغانستان سره نغدي او غير نغدي مرستې هم کوي.
غازي امان الله خان له شوروي سره يو نظامي تړون هم وکړ، د دغه تړون له مخې شوروي اتحاد د افغانستان هوايي ځواک په جوړولو کې همکاري وکړه او ۲۵ افغان زده کوونکي د پيلوټۍ په برخه کې شوروي اتحاد ته واستول شول.
کله چې د غازي امان الله خان پادشاهي ړنګه شوه، او په بله مرحله کې نادرخان د داخلي اړودوړ تر ختمولو وروسته پاچا شو، هغه هم له شوروي اتحاد سره د بې طرفۍ ساتلو په روحيه معاهده امضا کړه.

د درېمې مرحلې اړيکې!
کله چې د محمد ظاهرشاه په واکمنۍ کې محمد داودخان صدراعظم و، په دغه مرحله کې امريکا او انګليس په سيمه کې پاکستان حمايه کاوه، پاکستان اصلاً په سيمه کې د دغو قدرتونو نائب او استازی و او د دوی ګټې يې دلته خوندي کولې. افغانستان په دغسې جغرافيه کې له پاکستان سره د خپلې پخوانۍ خاورې او پښتونستان لانجه لرله؛ نو ځکه په دغه داعيه کې د امريکا او انګليس له حمايې لرې پاتې و، له همدې امله محمد داودخان د خپلو برنامو لپاره اړ شو چې شوروي اتحاد ته مخ واړوي، نوموړي هم له شوروي اتحاد سره نظامي تړون امضا کړ، د دغه تړون د لاسليکولو لپاره خروشچف کابل ته راغلی و. د دې تړون له مخې شوروي اتحاد د پښتونستان په اړه د افغانستان د داعيې ملاتړ اعلان کړ او افغانستان سره يې په نظامي برخه کې مرستې او پورونه اعلان کړل.
د درېمې مرحلې اصلي اړيکې د ۱۳۵۷ ثور په کودتا سره پيل شوې، دغه کودتا چې په شوروي کې د روزل شويو نظامي افيسرانو له خوا د کمونېستي خلق ګوند د مشرانو نيول کېدو په پلمه تر سره شوه، تر کودتا وروسته يې نورمحمد تره کی د دولت رئيس وټاکه، تره کي له شوروي سره معاهد لاسليک کړه او کله چې بيا وروسته شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل وکړ، د خپل يرغل لپاره يې يو استدلال پر همدې معاهدې هم کاوه. د ثور کودتا د افغانستان اړيکې د بې پلوۍ له سياسته د شوروي پر محور ورتاوې کړې او نور افغانستان په سيمه کې د شوروي د سياستونو پلی کوونکی شو.

افغان روس اړيکې؛ فريب او دوکه!
مخکې مو د افغانستان او روسيې اړيکو پر پسمنظر خبرې وکړې، په دغه ټول شاليد کې روسيې د فريب او دوکې سياست مخته وړی، هغوی د افغانستان دوه واکمنان امير دوست محمد خان او امير شېرعلي خان په ډېر حساس او جګړه ييز حالت کې پر ميدان ځانله پرېښي، په دې منظر کې نو د تزار روسيې اړيکې له افغانستان سره د کومې وفا او وياړ نوم نه دی، بلکه کله چې هم مونږ د خپل تاريخ دغه باب لولو په کې د روسيې د اړيکو دوه مخيتوب د لوبې پای دی، کله چې هغوی په کې د کريميا جګړې وبايللې او د مديترانې اوبه يې هم پر مخ وتړل شوې نو د افغانستان واکمنانو ته يې د نيرنګ لاسونه را اوږده کړل، خو کله چې انګليس ورسره د برلين د کنګرې سوله وکړه او دوی په اروپا کې دمه شول نو بيا يې د افغانستان لاسونه بېرته په نيرنګ وويستل، دوی هغه مسوده چې د جنرال سټوليټوف او امير شېرعلي خان له خوا وروستۍ شوې وه او يوازې د تزار پاچا امضا ته انتظار وه، تر پايه لاسليک نه کړه او امير شېرعلي خان يې د انګليس په وړاندې نهيلی او مات کړ.
له محمد داودخان سره معاهده او اړيکې يې هم په خورا دوه مخۍ کې د خلق او پرچم ګوندونو کودتا لپاره استعمال کړې او دوی په کې خپلو ژمنو ته پابند پاتې نه شول، په دې ډول شوروي او په مجموع کې روسيه د اړيکو په ډيپلماسۍ کې زمونږ ملت لپاره د وفادارۍ نوم نه دی، بلکه دوی په کې د ژمنو ماتولو او اړيکو پر بدې استفادې مشهور دي.

افغان روس اړيکې؛ لېرې ګاونډيتوب!
د افغان روس اړيکو لپاره بستر په طبيعي فکټورونو ولاړ نه دی، روسيه زمونږ له هېواده ډېر لرې پروت دی، که چېرې هغوی پراختيا غوښتونکی سياست نه درلودی او زمونږ د هېواد تر شمالي پولو يې د منځنۍ اسيا هېوادونه لاندې کړي نه وای نو مونږ اړ نه وو چې له دومره لرې روسيې سره دغسې تاواني اړيکې ولرو، خو زمونږ د ماضي او حال واقعيت دا دی؛ مونږ چې په خپلو شمالي پولو کې له کومو هېوادونو سره ګاوڼديتوب لرو هغه د روس د نفوذ ساحې دي، په زړه پورې ده دغه د نفوذ ساحه د تزار نه نيولې د شوروي اتحاد تر استعماره او د شوروي اتحاد تر ماتېدو وروسته د يلڅن او پوټين تر روسيې همداسې د نفوذ ساحې پاتې شوې، په دغو متفاوتو واکمنيو کې د سياسي لفظونو تعريفونو باندې باور څومره ټکنی دی، په تزار روسيه کې استعمار همغه زړه معنا لرله، خو په شوروي اتحاد کې چې د مساوات او برابرۍ خبره وه، بيا هم په کې زمونږ شمال ته پراته هېوادونه او د تزار ټول ميراث همغسې په بردګۍ کې پاتې شو. او هغه چې مونږ په کې د ثور تر کودتا وروسته ورګډ شو دا هم د ثور کودتاچيانو سودا وه چې ځانونه او وطن يې په کې پر شوروي هغسې ارزانه خرڅ کړل.

افغان روس اړيکې؛ ديني او فرهنګي مخ!
په افغان روس اړيکو کې ديني او فرهنګي فکټورونه کوم بېخ او بنياد نه لري، په ځانګړي ډول په تېره بسته پېړۍ کې چې د لېنن په انقلاب کې دين او کلتور بې مانا شول، دين په کې د ټولنې اپيوم او خدای په کې د انسان ذهني وهم شو او کلتور په شوروي تعبير کې وتوږل شو نو دغه فکټورونه په کې د اړيکو لپاره بې خاصيته شول. د شوروي اتحاد په سياستونو کې د منځنۍ اسيا هېوادونو ديني او فرهنګي ارزښتونه سخت کنټرول شول، د دغه هېوادونو مسلمانان چې څرنګه وځپل شول نو شوروي بيا په دغسې ځپونکي سياست کې له افغانستان سره دا اړيکه نه شوه پاللی، دا اړيکه په کمونېستي قاموس کې سخته بې آبه شوې وه.

افغان روس اړيکې او د ازادۍ فلسفه!
د افغانستان او روس اړيکې د ازادۍ او غلامۍ د کشمکش په فلسفه کې يو بل تحليل لري، افغانستان د خپل جيو پولېټيک موقعيت له امله تل له استعماري قدرتونو سره په شخړه پاتی شوی، له روسيې سره د افغانستان اړيکې په همدغسې يو مجبور حالت کې جوړښت اخېستی چې زمونږ وطن په کې د انګليس له استعماره د يو اړمن په توګه د روسيې پر دوستۍ باور ته مجبور شوی، خو روسيې په کې د خپل استعماري خوی له امله دا اړمنتوب د خپلو ګټو لپاره استعمال کړی. که نه اساساً افغانستان د سيمې له هيڅ استعماري ځواک له سياستونو سره جوړ نه دی پاتې شوی، حتی له شوروي اتحاد سره د غازي امان الله خان اړيکې د مجبوريتونو پر بنسټ وې، د افغانستان په ټولو سرحدونو کې د ډېورنډ کرښې پر امتداد او بيا د ايران پر ټوله کرښه انګليس پروت و، افغانستان په دغسې محاصره کې اړ و چې نوي ملګري ومومي، خو غازي په دغو نويو اړيکو کې بيا هم د افغانستان د استقلال پر خبره بولي نه وهله، هغه له شوروي اتحاد سره په هره معاهده کې د هېوادونو په چارو کې د نه لاسوهنې خبره راپورته کوله.
غازي له شوروي اتحاد سره د معاهدو سربېره د ماوراالنهر مسلمانان د ازادۍ په مبارزه کې حمايه کړي، نوموړي د بخارا د پاچا سيدعلم خان د حمايې لپاره خپل پوځيان، توپونه او يو شمېر فيلان لېږلي وو، کله چې د بخارا پاچا ماته وخوړه هغه کابل ته راغی او دلته تر وفاته په عزت واوسېده، غازي وروسته بيا د ماورا النهر د ازادۍ يو بل مبارز انور پاشا هم حمايه کړ. دا ټول په دې مانا چې افغانستان د استعمار او ازادۍ په مبارزه کې ازادي غوښتونکي حمايه کړي.

افغان شوروي جګړه!
په افغانستان کې چې کله د نظام پر ضد د وسله والې کودتا پر تاريخ خبره کېږي نو په دغسې غير مشروع وسله وال تقابل کې اصلي نقش د هغو افيسرانو دی چې شوروي اتحاد په خپلو بارکونو کې روزلي و، کله چې محمد داودخان پر محمد ظاهرشاه کودتا کوله هغه کودتا د پرچمي افيسرانو په واسطه تر سره شوه، دا کودتا په افغانستان کې يو اوږد ثبات ټکنی کړ، د وسلې او کودتا فرهنګ يې رواج کړ او تر دې کودتا وروسته بيا افغانستان د شوروي په لمن کې ړنګ وغورځېد، کله چې محمد داودخان بيا په وروستۍ مرحله کې له دې سقوطه پاڅېده نو دا ځل خلقي افيسرانو درېدو ته پرېنښود او هغه يې په همغه پروت کې له منځه يووړ.
په دې ډول افغان شوروي اړيکې د ملتونو او دولتونو په اډانو کې نه وې جوړې شوې، دغه اړيکې په ګوندي مرامونو کې تعريف شوې وې او بيا همدا ګوندي اړيکې د کودتاګانو په واسطه د تطبيق مرحلې ته ننوتې.
کله چې شورويانو پر افغانستان يرغل وکړ، ببرک کارمل چې دغه مهال د حکومت مشر و، خپلو ګونديانو ته وويل:
رفقا بايد به صراحت برای شما خاطر نشان بسازم:کی کيست؟ چگونه بايد شناخت افغان وطنپرست کيست؟ وطنپرست اتشين، انسان افغان نوين کيست؟ که وفاداربه دوستی افغان شوروی باشد، اين ملاک عمل است.
په دې ډول انټرناسيونالېسم کې افغان شوروي اړيکې وپړسېدې او هغه مقاومت چې د دې اړيکو په وړاندې رامنځته شو، هغه د تاريخ بېسارې قضيه ده، افغانانو له شورويانو سره مخامخ بسته لسيزه جګړه وکړه، هغه جګړه چې زمونږ د نفوس درېمه برخه په کې مهاجر شوه، تر يو نيم ميليون ډېر په کې شهيدان شول، په لسګونو زره په کې معلول شول، په همدې ډول په زرګونو شورويان د دې جګړې په کنده کې دفن شول، دلته د دوی يو ميليون عسکر په نوبتي شکل راغلل، د دوی په زرګونو عسکر ټپيان او معلول شول او پای کې چې کله دوی مات شول او ګروموف دشوروي ځواکونو وروستی عسکر د دوستۍ پر پله اوښته نو هغه مشرانو ته يې کنځلې کولې چې افغانستان ته يې د راتلو پرېکړه کړې وه.

اړيکې څرنګه ښه کېدای شي؟
افغانستان او روسيه د اړيکو لرلو لپاره ناچار دي، له يوې خوا افغانستان د روسيې د نفوذي هېوادونو سره اوږده پوله لري، او له بلې خوا دلته په افغانستان کې جنګ دی، تارياک دي او بهرنيان دي، او دا ټول د روسيې پر امنيت، ثبات او سيمه ييزې پراختيا غوښتنې نېغ اغېز لري.
له بده مرغه د حالاتو له تحليله داسې ښکاري چې روسيه لا هم په ځېنو مواردو کې د تزار واکمنۍ او په ځېنو پېښو کې لکه شوروي اتحاد تعامل کوي. داسې انګېرل کېږي چې روسيه په سوريه کې له امريکا سره جوړجاړی کوي او افغانستان هم د دغه جوړجاړي او چنو برخه ده، روس چې دلته کله له حکومت او کله طالبانو سره د اړيکو خبره کوي؛ دا نو هغه سياستونه دي چې دوی په کې ثابت نه پاتېږي، دا نه ثبات د اړيکو په همدغه تناظر کې زمونږ تاريخ ثابت کړی.
افغانستان او روسيه يو بل ته اړتيا لري او د دې اړتيا له مخې بايد افغان روس اړيکې د تېر تاريخ له درسونو په الهام يو ځل بيا تعريف شي، داسې چې د دواړو هېوادونو ګټې په کې خوندي وي، فريب په کې نه وي، او شر هم په کې نه وي. د دواړو هېوادونو استقلال په کې خوندي وي او هېڅ هېواد د بل هېواد په چارو کې نظامي او سياسي مداخله ونه کړي.
شورويانو دلته په افغانستان کې يوه اوږده جګړه کړې، دلته يې نظامونه ړنګ کړي او نظامونه يې تپلي، دلته يې د نړۍ لوی مهاجرت رامنځته کړی او تر پنځلس لکو ډېر افغانان يې وژلي او دا وژنې پر هغه کيفي ارزښت علاوه دي چې دوی په کې د افغانستان استقلال راپرزولی و. له همدې امله د اړيکو د بيا رغولو لپاره دا ډېره مهمه ده چې روسيه د شوروي اتحاد د وارث په توګه د دې ټولې نامشروع جګړې جنګي غرامت ته تياره شي. افغان دولت بايد په اساس کې دغسې نظريه ژوندۍ وساتي چې که هر څو اوس د سيال پر دريځ نه يو خو وخت به راځي چې له روسيې به جنګي غرامت غواړو، د جنګ دا غرامت کوم سوال نه دی، دا د هغه جګړې پور دی چې شوروي دلته ترسره کړې وه. افغانان بايد د غرامت په دغه غوښتنه کې د کمترۍ له احساسه نه بلکه د يو ملي غرور له بامه وغږېږي، مونږ بايد ژوندۍ خبره ولرو او که دې غوښتنې ته منطق ونه لرو نو مونږ د هيڅ څه لپاره منطق نه لرو!

يادونه:
نوموړې ليکنه په اکتوبر ۲۰۱۹ کې ليکل شوې وه.