وحيدالله مصلح
١٣٥٩ د ثور نهمه وه، د کابل اسمان او زمکه
قهر او غريو نيولې وه، ښځينه نجونې لاړې د غازي ليسې او نورو ذکورو لېسو هلکانو ته
يې خپل پړوني وغورځول، سينې يې ورته ودربولې چې دا سينې د شورويانو لپاره نه دي...
او بيا د کابل ښار د شوروي اشغال او د
کارمل د پرچمي مزدورتابه او د ډاکټر نجيب د شکنجه تون خاد پر ضد سراسر احتجاج شو،
خلک را ووتل او مرګ پر شوروي چغې يې وهلې...
د نجيب خادېستان راورسېد او په
مشينګڼو او په، په شو يې ځوان مقاوم او ازادي غوښتونکى نسل وويشت...
ناهيد او وجيهه او نورې استقلال
غوښتونکې خوېندې په ټکه شهيدانې شوې، ډېرې متعلمينې او متعلمان يې په روسي جيپانو
کې د خاد تعذيبکدو ته يوړل او هلته يې بيا له تيريو نيولي تر جسمي تعذيبونو ټول
پرې و ازمويل...
د وارشو د بقاياو غلطه محاسبه!
نن د بشر حقونه او ډيموکراسي مونږ ته
دوى ښايي، نن دوى وايي چې د پرچميانو او خلقيانو تر شوروي اشغال مخکې نو کوم ارمان
ښار موجود و؟ نن دوى وايي چې دې کودتا ته ذهني او عيني شرايط اماده وو او نن دوى
وايي چې د داودخان پر ضد کودتا د دوى حق و...
دروغ وايي دا نوي مارکسېستان، دوى
تاريخ مسخه کوي او دوى پر حقيقتونو ملنډې وهي، اى مټکورو مارکسېستانو ستاسو دې
ستاسو پر ستر لېنن قسم وي چې د بي بي سي خبرونو په اورېدو مو خلک بنديان نه کړل؟
پر لمونځونو مو محصلين نابود نه کړل؟
چرته ده د افغاني فيوډالانو احصايه؟ د
دې وطن تر زابلي او ناشر پرته د کوم شتمن او فيوډال پر ضد دوى بلوا کوله؟ د دې وطن
کاريګر چرته او فابريکه چرته؟ او د دې کاريګرو د شور و جذبو اتحاديه چرته؟ زمکه
چرته او د سلګونو او زرګونو جريبو زمکواک چرته؟ و دې ښايي د ٣٤ ولايتونو د څلور
دېرش زمکوالو نومونه؟
څومره پرګنو ستا کودتا ته پرګنيز
ملاتړ ورکړ؟ د دې وطن سياسي شاګرد لا په دې پوهېږي چې دولتي ميټينګونواو غونډو ته
متعلمين او مامورين په زور اړ کېدل؛ هغه چې د هرې غونډې پاى به د دوکړو په درزا کې
د ګوندي ملګرو څڼو غورزول وو.
هغه د کى جي بي مشر کريچکوف چې ګدۍ ته
د نجيب د رسولو لپاره کابل ته راغى او په ارګ کې يې کارمل بړوس کړى و او کارمل چې
د ارګ په شاوخوا کې د ده په ننګه د مظاهرو کتلو لپاره د کړکۍ پرده جيګه کړه او ويې
ويل چې هن دغومره خلک مې په ملاتړ راوتلي؛ کريچکوف په خپل کتاب کې بيا ليکلي وو چې
ټول د مکتبونو هلکان وو... د ولسي حمايت ټوله کيسه دا ده!
د دې وطن د لوستو احصايه څومره وه؟ ته
چې خپله وايې چې پنځه فيصده لوستي وو، نو د دې تحول علمي بېخ چرته زرغونېږي؟
د وارشو نظرياتيان که د ناټو
ارزښتيان؟
والله هغه پرون يې چې پر افغانانو ډزې
کولې او محض متنوع انسان يې وژلو، يوازې اسلامپالى نه بلکه شعله يي، افغان ملتي،
ستمي او حتى خپل منځي متعارض ګونديان يې هم وژل؛ نن هغوى د انسان او افغان پر
ويونو خپل ماضي ته غسل ورکوي او په ډېره معصوم نمايۍ، مظلوميت نمايۍ او انسان
نمايۍ ځانونه د انسانيت ناجيان او نظرياتي پالونکي بولي...
نو اى د هورا نسټالژيانو راوښايئ
ستاسو د دور وګړيزې ازادۍ، د لاريون ازادۍ، د بيان د اظهار ازادۍ، د نظرياتو او
تنقيد ازادۍ او راوښايئ ستاسو د جنګي دورو او کودتايي رژيمونو سياسي زغم،
پلورالېسم او تنوع..
دوى په يو عجيب تناقض کې دي، دوى د
مارکس د ارزښتونو پالنې لپاره د ناټو پر لمن ګلان کري، هغه پرون يې چې د کودتا
لپاره ذهني او عيني شرايط مساعد بلل هغه هم دغسې وو!
پر ارګ لومړى او وروستى ګوزار!
د دې وطن د دولتدارۍ پر سمبول ارګ
لومړى او وروستى ګوزار تاسو وکړ، دا تاسو وئ چې د داودخان لپاره مو د مشروطه شاهي
پر ډيموکراسۍ ډزې وکړې او بيا دا تاسو وئ چې د ثور په کودتا کې مو ارګ په ډېره بې
ترسۍ او بې رحمۍ وويشت، که د داودخان د مستبد جمهوريت په ننګه لږ ځواکونه هم د
کابل کوڅو ته راوتلي واى تاسو به کابل په بل مخ اړولى واى... پر ارګ وروستى ګوزار
هم د ثور په اتمه د جنرال نبي عظيمي، جنرال بابه جان، وکيل، محمود، جنرال آصف
دلاور او دوستم ځواکونو وکړ...
د دې وطن د يوې يوې ورانۍ جرړه په
هوررا کې ده او تېغ يې د ثور تر اتمې وروسته د داخلي جګړو په جنايتونو کې.
يادونه:
نوموړې ليکنه په اپرېل ۲۰۲۰ کې ليکل شوې وه.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.