وحيدالله مصلح
نن ماسپښين مې يو
استاد سره د کرونا وبا په کمولو کې د علماو پر نقش خبره کوله؛ هغه راته وويل چې:
زه له ډېرو علماو سره
ناست وم، راته يې ويل چې د فتوا په برخه کې دوه زړي نه يو، خو که خلکو ته ووايو چې
د وبا په خاطر مونځونه په کورونو کې وکړئ، راپسې راجيګيږي، عملاً يې همداسې کړي،
وايي چې تاسو په خداى او تقدير ايمان نه لرئ، ايمان مو کمزورى شوى او نبي ع دغسې
نه دي کړي...
نو له ځان سره مې فکر
کولو چې په دغسې واقع کې څه کېداى شي؟ که حکومت په زور دغسې کوي، په ولس کې به پرې
شعوري او غير شعوري اوازې او ټاپې شروع شي، چې حکومت مسجدونه او ديني غونډې تړلې
دي او حکومت لپاره دا ډېره خطرناکه ده... او که نه يې کوي نو د وبا د خپراوي تخمين
ډېر چټک دى، د ٢٥ ميليونه افغانانو اخته کېدو او د تر يولک ډېرو د وژل کېدو سناريو
د عامې روغتيا وزارت له خوا وار له مخه شريکه شوې ده.
له بلې خوا حکومت د
سترو علماو کومه معتبره شبکه هم نه لري، چې فتوا او خبره يې په ولس کې نرم نفوذ او
باور ولري. له دې سره په خوا کې افغانستان د افتا کوم معتبر دولتي يا غيردولتي
بنسټ هم نه لري، له بده مرغه د هر مسجد امام خپله فتوا او خپل اجتهاد لري.
يوه خبره واضح ده، چې زمونږ د کلي او ولس ديني منطق او اعتبار سنتي عالمانو سره دى او دغه ډېر عالمان د طالبانو په تحريک کې منسجم دي. له همدې امله دا ډېره مهمه ده چې د کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې خصوصاً د ديني موقف او تعامل له اړخه د حکومت او طالبانو همغږي رامنځته شي، دغه کار د سولې او جنګ تر قضيو کم نه دى، دا يو ملي آفت دى او په ملي کچه تفاهم، همغږي او همکاري ورته په کار ده. هر څه په بيړه روان دي او ځنډ بيا پښېمانتيا نه مني.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.