وحيدالله مصلح
معمولاً کله چې پر يوه هېواد طبيعي
ناورينونه راځي هلته د هېواد ټول ذيدخل اجرايوي وزارتونه او ادارې په يوې اجرايوي
همغږۍ کې راټولېږي، لومړيتوبونه ټاکل کېږي او بيا دغه لومړيتوبونه په يوې عملي
همغږۍ کې ترلاسه کېږي، که چېرته همغږي نه وي نو د هرې ادارې لومړيتوبونه به متفاوت
وي او د لومړيتوبونو منطقي تسلسل به ډېر سره شکېدلی وي.
کله چې زمونږ هېواد ته کرونا وبا راغله د
يوې پياوړې همغږۍ غوښتنه يې کوله، داسې چې ټولې ادارې د مشخصو او شريکو موخو لپاره
خپلې منابع په کې بسيج او فعالې کړي.
د کرونا وبا په وړاندې د وزارتونو، ادارو،
خصوصي سکتور، مدني ټولنو او رضاکارو ادارو همغږي بايد له حقيقتونو سره سم تحليل
شي، په دې ليکنه کې د همغږيو دغه څرنګوالي ته تنقيدي کتنه شوې ده.
د ارګ او روغتيا وزارت
همغږي!
د کرونا وبا په وړاندې ټولې حکومتي هڅې د
دې غوښتنه کوي چې يوه سېسټماتيکه همغږي رامنځته شي، مثلاً ارګ بايد له همغه لومړيه
د عامې روغتيا وزارت ملا تړلې وای، په ارګ کې د وبا د مديريت لپاره د جلا اضطرار
کمېټې اړتيا څه وه؟ که ارګ غوښتل چې سېسټمونه پياوړي کړي؛ خو همدا يې ښه وخت وو.
دا ښه شو چې ارګ تر لږ مزل وروسته دا کمېټه
بېرته وزارت ته وسپارله، خو ايا په وزارت کې په لويه او منځنۍ کچه همغږي وه؟ د دې
پوښتنې ځواب هم خورا پېچلې دی، په دې کې شک نه شته چې د عامې روغتيا وزارت رهبري د
کرونا وبا په وړاندې د ريښتينې مبارزې پر سنګر ولاړ و او دی او پياوړې هلې ځلې
کوي، خو دلته په همغه پيل کې ستونزه د چارو د داخلي ناهماهنګيو وه، له ښه مرغه د
معينيتونو په کچه ډېر مناسب تغيرات رامنځته شول، په روان حالت کې د عامې روغتيا
وزارت مقام داسې ټيم ته اړتيا لرله چې همغږی او له وزير سره د کرونا وبا په مخنيوي
کې پر يوه لاين وي.
وبا؛ د ذيدخله ادارو
همغږي!
د ارګ، عامې روغتيا، حج او اوقافو، اطلاعات
او فرهنګ، کار او اجتماعي چارو وزارت، عملياتي واحد او نورو مربوطه ادارو تر منځ
همغږي پياوړې او منظمه نه ده، حکومت تر اوسه په دې ونه توانېده چې د همغږۍ له همدې
محوره نوموړيو وزارتونو ته د کرونا په وړاندې مبارزه کې شريک مسئوليتونه وټاکي او
هغوی په يوه قوي همغږۍ کې د کرونا پر ضد بوخت کړي.
اصلاً داسې نه ښکاري چې نوموړي وزارتونه او
ادارو ته دې د کرونا وبا په وړاندې شريکه لوړه موخه او د ترلاسه کولو لپاره مشخصه
سټراټيژي او تعريف شوي لومړيتوبونه او لاسته راوړنې په نښه شوي وي.
دغه همغږي بايد داسې وای چې د وبا کمول په
کې د ټولو ګډه موخه وای، او دې ګډې موخې ته د رسېدو په خاطر د هر وزارت او ادارې
فعاليتونه او منابع په کې تعريف شوي وای، د هر وزارت فعاليتونه بايد ګډې موخې ته
رسېدل اسان او چټک کړي، د هر وزارت فعاليتونه بايد په منطقي تسلسل کې وي او د
کرونا وبا پر ضد يو بل حمايه کړي، مسير او جهت بايد يو وي او لارې بايد بې راهه ته
لاړې نه شي.
کرونا وبا؛ اطلاعات او
فرهنګ وزارت!
په عامه پوهاوي کې اطلاعات او فرهنګ وزارت
نقش خورا لوړ دی، مونږ چې مخکې د ارګ او وزارتونو د نقش خبره وکړه يو عملي مثال يې
رسنۍ وې، هلته چې رسنيو ته په څو دقيقو لسګونه زره افغانۍ ورکول کېږي، د اطلاعات
او فرهنګ وزارت کولای شول چې د هېواد ټولې رسنۍ په يوه ملي رسالت کې د ګډون له
لارې دې ته اماده کړې وای، چې په رضاکار ډول د خلکو د اګاهۍ په لوړولو کې کار
وکړي. دا د همغږۍ يو کوچنی مثال دی، اطلاعات او فرهنګ وزارت کولای شي چې ملت د وبا
په وړاندې روغتيايي او ملي لارښوونو کې توجيه کړي او لار وروښايي.
له بده مرغه رسنيو نه يوازې په دې برخه کې
ملي مسئوليت نه دی ادا کړی، بلکه د لويو لويو کنسرتونو، مزاحيه پروګرامونو او نورو
رسنيزو ټولېدنو له لارې يې د کرونا وبا په خپراوي کې پوره برخه هم اخېستې. که د حج
او اوقافو وزارت د مساجدو د مديريت په اړه پړ دی دغسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د
رسنيو په سرسامو لويو اجتماعي برنامو پړ دی.
د رسنيو يو بل ناوړه فعاليت د منفي او مخرب
تنقيدي راپورونه ستونزه ده، مثلاً ما ته د افغان جاپان روغتو يوه مسئول جمال عباس
صاحب وويل چې د يوې رسنۍ خبريال راغی، دلته د روغتون مخې ته پر پايوازانو وګرځېد،
ټولو ورته د روغتون په اړه مثبت نظر ويلو، وايي دې خبريال بيا زمونږ په مخکې په
جار ويل چې هغه څوک مې په کار دی چې د روغتون نه شکايت لري! د همدې خبريال راپور
بيا د شپې د مشهور تلويزيوني کانال نه خپرېده او ټول راپور يې پر شکايتونو او منفي
ګرايۍ راټول و، په داسې حال کې چې همدې خبريال د کرونا له وېرې دومره نه شول کولای
چې د روغتون داخل ته ولاړ شي او هلته د روغتون حالات په خپلو سترګو له نزدې وګوري،
نو کله چې له پېښو سره رسنيز چلند دغسې د کوڅې د سر شي نو د اطلاعاتو او فرهنګ
وزارت مسئوليت او نقش ته په کې اړتيا کتل کېږي.
وبا؛ د حج او اوقافو
وزارت!
د دې اړتيا وه چې په همغه لومړيو کې د
علماو يوه پياوړې غونډه راغوښتل شوې وای، د عامې روغتيا وزارت کولای شول چې دوی ته
تخنيکي ارقام او سناريوګانې ورکړي علماو بيا د همدې طبي ارقامو او سناريوګانو په
رڼا کې کولای شول چې يوه ټولمنلې فتوا رامنځته کړي، خو حالت دا و چې د وبا په ټول
صعودي ميلان کې په کليو ولسونو کې دستاربندۍ هم وې او ديني غونډې هم وې او د
مسجدونو پر ځای په کورونو کې لمونځونه خو محال دي، په دا کابل کې په سلګونو خلکو د
جُمعې جماعت په تللو سره عنداللهي او خدای جاتي د دې عذاب په خورولو کې برخه
اخېستله او اخلي يې، د هېواد نور ښارونه او کلي ولسونه تر دې ډېر په کې مصروف دي.
سره له دې چې د کرونا وبا د خطر په نظر کې
نيولو سره علماو فتوا ورکړه چې لمونځونه دې د مسجدونو پر ځای په کورونو کې ترسره
شي، خو د دې فتوا په اړه خپله د حج او اوقافو وزارت په اډانه کې همغږي موجوده نه
وه او هلته داسې استدلال کېده چې خلک په بازار او نورو ځايونو کې ګرځي نو له
مسجدونو ولې بندي شي!
حکومت بايد دا ناهمغږي له منځه وړې وای او
حج او اوقافو وزارت بايد د کرونا وبا په اړه خپل مسئوليت له سليقوي او شخصي
تعبيرونو نه پورته په ارزښتي ډول ترسره کړی وای.
ناسم عرفونه؛ څه بايد
وشي؟
په ملت کې هم د وبا په اړه فرهنګي عرفونه د
ديني ارزښتونو په توګه منل شوي دي، داسې علما هم شته چې هغوی غوښتل خلکو ته ووايي
چې لمونځونه په کورونو وکړئ او دا د دين غوښتنه ده خو هغوی د خلکو له احساساتو
ډارېدل، خلک پسې راجېګېدل او توند عکس العمل يې ښوده.
اوس پوښتنه دا ده چې له عام ولس سره په
دغسې عرفونو کې څرنګه لار وشي، بيا هم دا زمونږ د علماو مسئوليت دی چې ولس د اسلام
په اصلي وسطي فکر تربيه کړي، که نه دوی به بيا ورته ديني فتوا وايي او هغوی به
ورته وايي چې ډارن يئ! همدغسې حالت کې علما بايد د عامه پوهاوي يو سرتاسري کمپاين
په لار واچوي، کله چې مونږ او زمونږ علما وايو چې اسلام د ژوند دين دی، خو يوه
لويه عملي بېلګه خو يې همدا ده، که زمونږ علما په ريښتيني ډول په وبا کې خپل نقش
ادا کړي نو دوی به خلکو ته عملاً اسلام په دغه ساحه کې د ژوند د نظام په توګه
معرفي کړي..
همغږي؛ حکومت او نادولتي
ادارې!
د کرونا وبا سره په مبارزه کې د نادولتي
ادارو نقش خورا مهم دی، په دې برخه کې اساسي ادارې هغه ټولنې دي چې د روغتيايي
کادرونو له خوا د روغتيايي موخو لپاره جوړې شوي، مطلب مې انجيوګانې نه دي. د
روغتيايي ټولنو تر څنګ نورې مدني او علمي ټولنې شته چې په بېلابېلو برخو کې د وبا
په اړه خپل رسالت ترسره کولای شي، دغه ټولې ټولنې او نهادونه د رضاکارانو لرونکي
دي او په روانه وبا کې مهم نقش ادا کولای شي.
روغتيايي ټولنې د رضاکارو تر څنګ مسلکي
کادرونه، اجتماعي خدمتونه، فرهنګي بوختياوې او د عامه پوهاوي کانالونه، د اړيکو
بېلابېل فورمونه، اډوکېسي او علمي تحقيقي خدمتونه لري، حکومت کولای شي په يوه ملي
ناورين کې له دغو ټولو رضاکاره څانګو څخه د ملي موخو لپاره د خدمت غوښتنه وکړي.
د روغتيايي ټولنو سره په څنګ کې نورې ټولنې
او نهادونه چې مدني بوختياوې لري هم خورا مهم نقش ترسره کولای شي، مثلاً په
افغانستان کې د ځوانانو ټولنې شته، د خير ښېګڼې ټولنې شته، د علماو ټولنې شته، د
محصلانو ټولنې شته، د استادانو شته او په هره څانګه کې صنفي اتحاديې شته. دغه ټولې
اتحاديې، ټولنې، بنسټونه او فورمونه چې په دې ملي ناورين کې په درد ونه خوري دوی
کومې ورځې ته شپې سبا کوي؟
خو حکومت تر دې دمه دغسې يو ميکانېسم نه دی
رامنځته کړی، حکومت کولای شول چې د دغو ټولو روغتيايي ټولنو او مدني نهادونو يو
ملي کنفرانس راوغواړي او له دوی ټولو څخه د روانې وبا په وړاندې د عامې روغتيا
وزارت د لومړيتوبونو عملي کولو په اړه مرسته وغواړي. خو دې لپاره بايد عامې روغتيا
وزارت هغه لومړيتوبونه او فعاليتونه کټګوري کړي چې کولای شي روغتيايي ټولنې او
مدني نهادونه په کې په ملي موخه خدمت وکړي.
سمه ده چې د دې ادارو د په کار اچولو لپاره
حکومت لومړی درجه مسئوليت لري، خو ايا دې ادارو هم په خپل وار په داخلي او ملي
انګېزه خپل مسئوليت ادا کړی؟ دا پوښتنه بايد دا ادارې او ټولنې په خپلو کې مطرح
کړي، زما په خيال د محدودو ټولنو پرته نورو ځانونه په خپلو ټولنو کې بند کړي او د
ملي مسئوليت په روانو وختونو کې يې ځانونه ګوښې ساتلي.
حکومت او خصوصي روغتيايي
سکتور
خصوصي روغتيايي سکتور له کرونا سره په
مبارزه کې مرستندوی واقع کېدای شو، حکومت بايد د خصوصي روغتيايي سکتور لپاره داسې
حمايتي بستې اعلان کړې وای چې له امله يې هغوی کولای شول چې د کرونا په روانه وبا
کې له حکومت سره په يوه لاين کې مبارزه کړې وای.
خصوصي روغتونونه د افغانستان لوی ظرفيتونه
دي، دوی ټول بسترونه لري، وينټېلېټر مشينونه لري، مسلکي بشري منابع لري او فعال
تشخيصيه مرکزونه لري، خصوصي روغتونونه په دغو ټولو ظرفيتونو سره د کرونا وبا په
وړاندې د دولت مرستندوی واقع کېدای شي، خو دې لپاره اړتيا ده چې حکومت د دغو
ظرفيتونو د استيعاب لپاره يو ښه پلان ولري داسې چې دغه روغتونونه څرنګه هم د کرونا
وبا په مبارزه کې استعمال شي او هم د عامو روغتيايي خدمتونو سلسله ونه درېږي.
روغتونونه د بيړنيو پاملرنو واحدونه يا ICU لري، که حکومت د دغو واحدونو د همغږۍ شبکه رامنځته کړي نو د بيړنيو
پاملرنو ټول بوج به حکومت په اوږو وانخلي. همدغسې د وېنټېلېټرونو حالت هم دی،
حکومت د دغو سهولتونو او ظرفيتونو همغږي بايد وکړي.
يوازې روغتونونه نه بلکه حکومت بايد د
درملو او روغتيايي وسايلو او توليداتو د تامين په خاطر خصوصي شرکتونه بسيج کړي او
په دې اړه ګډه همغږي رامنځته کړي.
همغږي؛ د ملي فورم اړتيا!
افغانستان د کرونا په روانه وبا کې څو لوی
ستونزې او ننګونې لري، لومړی دا چې مسلسل په جګړه ييز حالت کې دی، د جګړې سره په
څنګ کې حکومت له ناورينونو سره د مبارزې لپاره د عوايدو کوم مطمئنه سرچينه نه لري،
په ځانګړي ډول د افغانستان روغتيايي سېسټم د نړيوال بانک په مرستو چلېږي، يو شمېر
عمودي پروژې د بېلابېلو نورو تمويلوونکو له خوا پر مخ وړل کېږي، په داخلي لحاظ
سياسي اپوزيسيوني جوړښت نا تعريف شوی دی، کوم نفوذ لرونکي سياسي ګوندونه او
شخصيتونه چې له حکومت نه بيرون دي د حکومت او هغوی تر منځ اختلاف د تهذيب له کرښو
تېر دی او خورا په سليقوي، شخصي او ګوندي مخالفتونو ولاړ دی، پر ګډو ټکو د کار
فرهنګ سخت په دړيدنګ دی، او په دې ټولو موردونو کې د حکومت په شمول ټول مطرح
جهتونه ملامت دي، هيڅ لوری مطلق سلامت نه دی، خو په دغسې يوه ناوړه سياسي فضا کې د
حالاتو د قابو کولو رسمي او اصلي مسئوليت حکومت ته راجع کېږي.
ښه په دغسې حالت کې حکومت بايد څه وکړي؟
حکومت ته په کار وو چې په افغانستان کې يې له کرونا سره د مقابلې په خاطر يو ملي
فورم رامنځته کړی وای، په دې فورم کې بايد ټول سياسي او اجتماعي جهتونه شامل وای،
له دې فورم نه هدف دا دی چې د افغانستان ټول حکومتي او سياسي اجتماعي جهتونه پر
يوه خط راشي، او ټول له کرونا وبا سره د ټولو هغو وقايوي او معالجوي تدابيرو او
لارو په اړه نه يوازې خپل حمايت او فعاليت رامنځته کړي بلکه په ولسي کچه دوی ټول د
يوه ملي عمل او غبرګون فرهنګ ايجاد کړي.
له بده مرغه حکومت تر دې دمه دغسې کوم ملي
فورم نه دی رامنځته کړی، او په دغسې يوې فضا کې له کرونا سره د ملي مبارزې تصور تت
کېږي او په عمل کې به ملي مبارزه سخته ټکنۍ شي.