وحيدالله مصلح
کرونا د بشر تر منځ د
کرکو پېړ دېوالونه ړنګوي، بشر لګيا دى يو بل درک کوي، عاطفې او جذبات يې يو بل ته
راپارېږي، يو پر بل ځورېږي او دې ګډ غم کې د توپير ټول سرحدونه ماتېږي.
ابله ورځ مې د بي بي
سي پر ماښامنۍ تلوېزيوني خپرونې د هسپانيې يوه روغتيايي کارکوونکې کتله چې سترګې
يې تکې سرې وې، لکه سور يوناني رنګ يې چې په سترګو کې اچولى وي، اوښکې يې روانې وې
او له ډېره درده يې ويل چې زما د دې اوښکو په خاطر له کورونو مه راووزئ، کرونا
وژونکې، مړه کوي مو! سخت مې ورته چورت خراب شو...
دا اوس مې د خپل
ملګري پر فېسباکه د ايران يوه ويډيو کتله، يوې روغتيايي کارکوونکې د کرونا له
بسترونو خلکو ته پيغام ورکولو او ويل يې، چې ستړي شوي يو، که خلک پاملرنه وکړي هر
څه پاى ته رسېږي، زه نور وس نه لرم، مونږ دانه دانه مريضېږو، دانه دانه له خپو
غورځېږو، ستومانه کېږو، ځان درد او سردرد يو، هيله کوم پر مونږ رحم وکړئ، په خپلو
عزيزانو رحم وکړئ، کېداى شي تاسو د ويروس ناقل اوسئ، پر خپل عزيز رحم وکړئ، که هغه
ته يې انتقال کړئ، يوه شېبه لرې والى به يې تحمل کړئ، خو که بيا يې د ابد لپاره
ونه ګورئ؛ ډېره سخته ده???? او دې خبرې سره يې
ږلۍ ږلۍ وژړل.
دغسې انساني پيغام
سره زما له سترګو هم بې واره اوښکې لاړې...
زما دوه عرضه دي؛ يو
دا چې کرونا د انسان له ارادې راټوکيدلي ټول توپيري او دښمنيز دېوالونه نړوي،
انسان له بل انسان سره احساسي او عاطفي اړيکه ټينګوي که نه زما يې پر هسپانوي او
ايراني انسان څه؟
بل مې دا ويل چې د
خداى لپاره کرونا جدي واخلئ او پر روغتيايي لارښوونو عمل وکړئ، ځانونه هم وساتئ او
خپل مور اوپلار، مېرمن او اولادونه، ورونه او خوېندې هم... د دوۍ ټولو د ساتنې
مسئول هر يو يئ!
په سترګو ګورو چې د
کرونا آفت راروان دى او د هيچا خيال نه ساتي. يو شېبه فکر وکړئ چې (خداى مکړه) څو
مياشتې وروسته به مو په څومره نازولو او عزيزانو پسې زړونه چوي????
د همدې لپاره نن تنګه تېره کړئ، زحمت وباسئ؛ پر روغتيايي لارښوونو عمل وکړئ او د روغتيا خيال وساتئ.
يادونه:
نوموړی تأثر په مارچ ۲۰۲۰ کې ليکل شوی و.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.