کرونا په والله که
ټوکې وي، دا طاعون دى او جدي ده، په راتلونکو ورځو کې به يې پېښې په ډراماټيک ډول
لوړې شي، دا نن په هرات کې 32 نوې مثبتې پېښې تثبيت شوې او له دې سره دمګړۍ مجموعي
مثبتې پېښې 74 ته ورسېدې.
حکومت په سياسي معاملو کې ويشلى،
لومړيتوبونه سخت په تلالا دي او يو شمېر ملايان د (ولا عدوى) په ناسم تفسير کې د
خلکو ذهنونه مغشوشوي او د لوى روغتيايي آفت باعث ګرځي.
د نويو روغتونونو پر
ځاى بايد د پوهنتونونو، لېسو او ليليو ودانۍ د کرونا ضد روغتونونو په توګه
استعمال شي، د هرات د سل بستريز نوي روغتون پيسې بايد پر درمليزو او وقايوي
فعاليتونو لږېدلې واى، هرات کې خو دغسې کار وشو، په نورو ولايتونو کې پام په کار
دى، مونږ خو کوم داسې ملت نه يو چې له جېبونو مو سره او سپين دوړېږي، خو هلته چې
پمپيو د يو ميليارد ډالرو بندولو اعلان وکړ دلته يې ولسمشر اړ کړ چې له خپلو
معاونانو او نورو چارواکو سره کمرو مخې ته کېني او وينا وکړي، نو مونږ ته په کار
ده چې يوه يوه روپۍ پر ځاى مصرف کړو.
د لويو عامه وبايي
وژنو د کمولو او خلکو د روغتيا په خاطر بايد جرآتمندانه ګامونه واخېستل شي،د ټولو
رسمي دوايرو بندول اړين دي، د ديني او سياسي او هر راز غونډو جبري بندول په کار دي
او تر ټولو مهمه دا چې د جمعې د لمونځونو د تعطيل په اړه د معتبرو علماو مجلس رابلل
په کار دي، په دې برخه کې علما بايد په جوماتونو کې جمعې د لمونځونو د مؤقتي تعطيل
پرېکړه وکړي. بسته ملت د وبا له ريښتيني وژونکي خطر سره مخ دى، علما بايد له
سليقوي، عرفي، مزاجي او مسلکي ميلان او اختلاف نه سخت په ډډه شي، اسلام د فطرت دين
دى او خورا تسهيلوونکى دى، دوى بايد دا په پام کې ونيسي او د رحمت باعث شي نه د
زحمت.
يادونه:
نوموړې يادښت په مارچ ۲۰۲۰ کې ليکل شوی و.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.