• مجموعي کتنې: 144713

ننګرهار او د کرونا څپه!

339 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

ننګرهار او د کرونا څپه!

وحيدالله مصلح
د ننګرهار ملګرو!
سختې خوشباورۍ اغستي استئ، د خداى لپاره يوازې نن دا څوم پسټ دى چې يا د کرونا مريضانو او يا يې له امله د مړينو په اړه زما مخې ته راځي، کنړ هم دغسې دى، همدا نن هلته د کنړ يو معزز مشر او د عامې روغتيا پخوانى رئيس ډاکټر صاحب اسدالله فضلي د کرونا وبا له امله په وخيم حالت کې دى، الله تعالى دې ټولو مريضانو ته روغتيا او قربانيانو ته فردوس جنت ورکړي.
راځم اصلي خبرې ته، د خداى لپاره کرونا جدي ونيسئ، ننګرهار او ټول مشرقي يې د بريد لاندې دى، تفاوت دومره دى چې هرات ته موده مخکې او مشرقي ته موده وروسته راغى.
بدبختي دا ده چې د ننګرهار او مشرقي وګړي په دې خوشباورۍ کې دي چې ګنې دلته کرونا نه شته او يا د مشرقي د ګرمۍ له امله به دلته سرايت ونه کړي، زيات شمېر کابل مېشتو مشرقيوالو هم کورونه ختيځ ته وړي او د دوى اکثرو بيا په عين حال کې کرونا جدي نيولې نه ده.

د خطر کچې ته مو پام وي!
دې ته مو پام وي، چې نه خو د ټولو کرونايانو په ځان کې د کرونا اعراض او علامې څرګندېږي، نه خو د ټولو احتمالي کرونا ناروغانو تشخيص په حوزوي لابرتوار کې کېږي او نه د کرونا ارقام ټول په يو مرکز کې راټولېږي نو له همدې امله پر رسمي ارقامو مه تېر وځئ، ارقام ډېر دي.
کرونا ورانى شروع کړى، ويل کېږي سروبي يې د شديدې څپې لاندې دى، او دا چې سروبي هم د مشرقي پر شاه رګ پروت دى نو دا يو بل بالفعل خطر دى.

څه کول په کار دي؟
که ولس له دولت سره مرسته ونه کړي او پر روغتيايي لارښوونو يې عمل ونه کړي نو کرونا به سخته ويجاړي وکړي.
قرنطين او وقايوي تدابير د کرونا اصلي مخنيونکي دي او خبره که يو ځل وخامت او د تنفس وېنټېلېټر ته شوه نو د افغانستان په کرونايي روغتيايي سهولتونو کې د مريض ژغورنه لوى چېلنج دى.
له همدې امله که ولس په اساسي ډول قرنطين عملي نه کړي، لاس په لاس ستړي مه شي پرېنږدي، بانډارونه پرېنږدي، لاسونه ژر ژر په صابون تر شلو ثانيو ونه مينځي، روغتيايي خواړه ونه خوري، داسې شنې مېوې ونه خوري چې ويټامين سي ولري لکه مالټې، کينو، ليمو او کيوي... نو وبا به په شېتۍ خپره شي.
نو راځئ چې پر ټولو روغتيايي لارښوونو عمل وکړو، که له وقايوي تدابيرو سره سره وچ ټوخى، شديده تبه، ساه لنډي او د ستوني درد پيدا شو نو روغتيايي مرکز ته حتماً لاړ شئ!

يادونه:
نوموړې ليکنه په ۱۹ اپرېل ۲۰۲۰ ليکل شوې وه.