• مجموعي کتنې: 144728

د کنځلمارو وبا!

323 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

د کنځلمارو وبا!

وحيدالله مصلح

سپک خلک، پردي شوي او خرڅ شوي خلک مې ليدلي وو، خو والله دغسې پرېوتي او ذهني خرڅ شوي خلک او دا په خپل ذهن کې بمبار او د کنځلو خشاک مخلوق مې نه و ليدلى.

پخوا به مې فکر کاوه چې دا بعضې به د کوم وران درد نه چغې وهي خو دا د کنځلو نسل چې د ډاکټر يوسف خان پر تباه کورنۍ کوم هسې پيشپونډۍ وهي ته به وايې چې دا د ناټو فکري شمکي ريښتيا هم نه خواږه لري او نه د انساني اخلاقو کوم څرک او د بشري درد کومه څړيکه او حس...

د "بهترين" لويه ګناه!

د يوسف خان شهيد د ورور "بهترين" لويه ګناه دا ده چې زمونږ د اکثره ملت د ناسمې پوهې په لړ کې يې کوم وخت انګېرلي وو چې ګنې کرونا وبا به سم خلک او غيرتي خلک نه ککړوي، دا فکر همدا اوس په کليو ولسونو او همدې کابل کې شته چې ګنې دا وبا نېکان او ښه خلک نه نيسي، دوى څه خبر دي چې وبا د ابو عبيده بن الجراح رض په څېر ستر صحابي او په زرګونو نور صحابه کرام شهيدان کړي نو زه او ته يې لا څه يو؟

اوس نو دا د کنځلو اجسام رالږېدلي چې هله دا خو دې کورنۍ ته سوژه له بل ځايه ورکول شوې او دوى د طالبانو خواخوږي دي او دا ځکه خو دوى حکومت ته غوسه دي... کنځلماره نو ته به د ملت دې ډېرى خلکو سره څه کوې، ته به دوى ټولو ته کنځلې کوې؟

کنځلماره وار به دې راشي!

نو اى کنځلماره او اى د سپکو سپورو معجونه! مه ورکوه دې کورنۍ ته طعنې او پيغورونه، نه دې دى ليدلى دغسې درد... نه خو دې د غبرګو ورونو جنازې جيګي کړي او نه دې د نامراده خور جنازه کتلې، خبر يې وبا د بهترين له کوره درې جنازې ويستلي...

مه ورکوه پيغور ورته، دا درد او دا جنازې ستا په کاله هم راروانې دي، کله دې چې د ورور او خور، زوي او پلار او لور او مور ساه لنډه لنډه کېږي، سږي يې ورشي او ته ترپکې وهې چې وه افغان جاپانه راوړه وېنټېلېټر دې، راوړه ډاکټر او نرس دې او وريتې وريتې چغې وهې چې د خداى لپاره دا مريض يوسه د جدي مراقبت خونې ته... خو هلته نه ډاکټر وي، نه نرس وي، نه وېنټېلېټر او نه د جدي مراقبت فعالې خونې... نو دغه وخت کې چې ته د خپل پلار، مور، ورور او خور جنازه راباروې او ساندې او ويرونه کوې، دغه وخت کې دا بهترين در پورې خاندي چې چوپ شه د غرب فکري خپلوانه، وزغمه کنځلماره او چې سپوڼ ونه کې طعنه ماره!

دا وبا ده او ټول يې تر بريد لاندې دي، وار د هر چا راځي، وار وکړه!

 يادونه:

نوموړې ليکنه په ۲۰۲۰ د اپرېل په ۱۵مه ليکل شوې وه.