• مجموعي کتنې: 144713

حفاظتي تدابير او د مرستو اوږدې لارې!

351 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

حفاظتي تدابير او د مرستو اوږدې لارې!

وحيدالله مصلح
ويل کېږي په هرات کې ډېر صحي کارکوونکي پر کرونا اخته دي، دې لپاره ډېره اړينه ده چې په لومړي قدم کې د دې اخته روغتيايي کارکوونکو روغتيايي مراقبتونه يقيني کړاى شي، او له دې سره په خوا کې د نورو ډاکټر صاحبانو او صحي کارکوونکو د مصؤنيت په خاطر Private Protection Equipment شخصي حفاظتي وسايل په کافي شکل اماده کړاى شي.
روغتيايي کارکوونکي د دې وژونکې وبا پر لومړي خط او وروستي مورچل ولاړ دي، که دا خط په مادي وسايلو سنبال نه وي دا نه پاملرنه به د روغتيايي کارکوونکو پر مورال او معنويت سخت بد تاثير وکړي، روغتيايي کارکوونکي پر ناقص حفاظتي حالت او غورځيدلي مورال د دې وبا تاب نه شي راوړلى او که دا حالت دوام وکړي نو دا به دا وبا په لا ډېر تصاعدي شکل بره يوسي.
د دغسې يوه ناوريني سناريو د مخنيوي او له منځه وړلو په خاطر دا ډېره اړينه ده چې حکومت لږ تر لږه د دې وبايي مرحلې لپاره د پيسو په استعمال او انتقال کې دا ورسته او څلېښتناکه بيروکراسي ګوښې کړي، ويل کېږي چې حکومتي لارښوونه دا ده چې د کرونا په اړه هره مرسته بايد د کابينې تر تصويب وروسته له ډونر سره لاسليک شي، دغسې اضافي ګامونه يوازې د مرستو په وړاندې قانوني قدغنونه ګڼل کېداى شي، مثلاً د مرستو پر بستې به لومړى د وزارت او تمويلوونکي لوري تر منځ بحثونه کېږي، بيا به يې مسوده کابينې ته ځي هلته به د اوږدې اداري پروسې وروسته خداى خبر په څومره موده کې تصويبيږي، تر تصويب وروسته به له ډونر سره قرارداد لاسليکېږي او بيا چې پولي او جنسي مرسته دلته رارسېږي دا به نزدې يوه مياشت په بر کې نيسي.
د همدې په خاطر هغه شخصيتونه چې د دې اوږدې لارې په لنډولو کې مؤثر دي بايد د تاريخ او وبا دا حساسيت درک کړي، دوى بايد لنډې لنډې لارې وټاکي، وبا په بېخي لنډو کنډوونو راووښتې او زمونږ په منځ کې ده.
کله به يم کله به نه يم
که همېش نه وم بيا به وژاړې مينه
نن مې دې نابات نه خواږه ملګري ډاکټر حنيف الله صاحب پسې په سخت وران زړه ژړلي، خدايه ته يې فردوس جنت په برخه کړې.

يادونه:
نوموړی يادښت د ۲۰۲۰ اپرېل په ۶ مه ليکل شوی و.