وحيدالله مصلح
ننګرهار له پاکستان سره پر ډېورنډ کرښه پروت يو سټراټيژيک ولايت دى، پاکستان له چين سره د پخې ورورۍ اړيکې او راشه درشه لري، همدا مهال پاکستان د همدې ګاونډيتوب او اړيکو په تسلسل کې د کرونا زيات شمېر مثبتې پېښې لري، افغانستان بايد له ايران پرته له پاکستان سره پر فرضي کرښه پرتو ټولو ولايتونو کې وقايوي شديد اقدامات ترسره کړي.
ننګرهار په دې برخه کې ښه روان دى، د همدې وقايوي او معالجوي تدابيرو او اقداماتو له امله ننګرهار د دې پر ځاى چې تحسين شي، بعضې وګړي يې پرته له دې چې کره او ريښتيني معلومات ولري بس په هر هغه فعاليت غوسه کېږي، چې د ننګرهار اداره يې د کرونا وبا په وړاندې پر خپلو پخوانيو امکاناتو تر سره کوي. زما د معلوماتو په حد کې:
روغتوني خدمتونه!
ننګرهار د ختيځې حوزې مرکز دى، دلته په تېرو اتلسو کلونو کې لکه د پخوا په څېر حوزوي خدمتونه د ارواښاد محمد ظاهرشاه د سلطنت د وختونو په کوچني ولايتي روغتون کې تر سره شوي دي او لا هم تر سره کېږي.
کلونه مخکې د يو حوزوي روغتون د جوړېدو ژمنه شوې وه، لومړى خو هغه ژمنه کلونه د ورقو په انبار بيروکراسۍ کې ورکه وه، هغه د سائل صاحب په شعر چې:
چې د وطن د ترقۍ بلا دعوې دي په کې
وطن د هغه کاغذونو په ډېران ويده دى
څو کاله مخکې پر نوموړي روغتون عملاً کار پيل شو خو د بسوګۍ واده دې په خير شي راتله يې نه شته.
نو د کرونا وبا په روانه ايپيډيمي کې د ننګرهار وار له مخه جوړېدونکى روغتون د کرونا ناروغۍ لپاره ځانګړى شو، خو په رسنيو کې ځېنو نه بلکه ډېرو غير مشريقيوالو دا پروپاګند وکړ چې وبا په هرات کې ده او شفاخانه په ننګرهار کې جوړېږي!
لابراتواري خدمتونه!
تر پنځو ډېر کلونه وشول چې د عامې روغتيا وزارت تر چتر لاندې ګلوبل فنډ د هېواد په شپږو حوزو کې ريفرنس حوزوي لابراتوارونه جوړ کړي دي، دغه زونونه عبارت دي له:
کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار او پکتيا څخه، البته پکتيا فقط دا تېر کال فعال شو.
په دې ريفرنس حوزوي لابرتوارونو کې د نړۍ ډېره معتبره او اپډېټ مشينري او ټکنالوژي د اروپا له هېوادونو وارده شوې ده، دغه ټکنالوژي ارزانه نه ده او ډېره قېمتي ده، دغسې لابراتوارونه په دا بسته سيمه کې کمساري دي.
په دې لابراتوارونو کې درې عمده کټګورۍ لابراتواري خدمتونه عرضه کېږي:
- پي سي آر چې د همدې کرونا په شمول د ډي ان اى او نورو معايناتو وړتيا لري، البته کېټونه او ريجنټونه بايد ولري.
- ايليسا چې د اچ آى وي او توبرکلوز پرمختللې معاينې پرې تر سره کېږي.
- بکتريالوژي چې په دې کې د اوږدو، تکراري او مزمنو ناروغيو په صورت کې اصلي بکتريا پېژندل کېږي او په مقابل کې يې مشخص انتي بيوتيک تعينيږي تر څو په اصلي ضد انتي بيوتيک يې علاج وشي.
له ريفرنس حوزوي لابراتوارونو پرته په يوشمېر ولايتونو کې يوازې بکتريالوژي لابراتوارونه نصب او فعال شوي دي مثلاً:
پروان، کاپيسا، پنجشېر، جوزجان، سمنګان، ميدان ورک، لوګر، لغمان، بلخ، هرات، کندهار، ننګرهار..
وينټيلېټر تنفسي مشينونه!
په ننګرهار کې د پښتورګو پر ځانګړي روغتون وار له مخه کار پيل شوى و، دغه روغتون ته پخوا د تنفس وېنټېلېټور پرمختللي مشينونه اکمال شوي وو، دغه وېنتېلېټور پايې په ننګرهار کې د همدې پښتورګو د روغتوني خدمتونو لپاره سټاک (زېرمه) شوې وې او حتى د اطفالو وارډ ته يې موقتي نه ورکول، خو اوس چې کرونا وبا ده دغه مشينونه د کرونا وبا سره د مبارزې په موخه استعمال ته وړاندې شوي.
ننګرهار ولې هدف دى؟
اوس راځم اصلي موضوع ته؛ په ننګرهار کې نه کوم نوى کرونايي روغتون جوړ شوى، نه کوم نوى لابراتوار پرانېستل شوى او نه کوم نوي وېنټېلېټر مشينونه سپلاى شوي. ښه نو په اجتماعي رسنيو کې د غير مشريقيوالو دا دومره ځوږ ولې؟ زما په خيال څو خبرې دي:
لومړى؛
په سياسي لحاظ د ولسمشر غني مخالفين غواړي هغه د کرونا وبا سره په مبارزه کې په قومي تعامل تورن کړي، په داسې حال کې چې دغسې نه ده، د ننګرهار، هرات او ټولو حوزو ټولې اسانتياوې پخوانۍ دي. دا مسئله په دې حساب کې سياسي کسات ته ورته ده او دوى د خپل مخالفت لپاره ډېر نامناسب سمتي سياست ته لاس اچولى.
دويم؛
دوى ولې ننګرهار موخه ګرځولى؟ ننګرهار کې څو ځانګړتياوې دي، يو خو دا چې ننګرهار په هېواد کې په تاريخي لحاظ د ملي سوچ يو علمي او فرهنګي اصلي مرکز پاتې شوى او اوس هم دى.
بل دا چې تاسو وګورئ ننګرهار کې هم قومندانان او مافيايي زورمندان شته خو هغوى هيڅکله زمونږ په نوي نسل کې ياد نه دي، پر هغوى زمونږ نوى نسل هيڅکله راټول شوى نه دى، دې کار له مثبتې مدني ګټې سره دا تاوان هم کړى چې ننګرهار د نورو ولايتونو په پرتله تر دې دمه کوم معتبر مشر پيدا نه کړ او په سياسي معادلو او بحثونو کې ننګرهار تل ميذوبه پاتې شوى.
بل دا چې ننګرهار د غني په دا ټوله تېره دوره کې د ټول محروميت سره سره بيا هم د غني د رايو مرکز و، سمه ده، ځېنې وايي چې د غني د کمپاين شبکې ډېرې شوړې وهلي خو د ننګرهار ډېرو ځوانانو د ملي ارمان او پرمختللي افغانستان په خاطر غني انتخاب کړى و، ګنې غني په تېره دوره کې ننګرهار د نسيان پر پردو پوښلى و او دا هم جلا بحث دى چې غني څومره د دې نسل د ارمانونو مظهر دى؟
يوه خبره دا هم ده چې د ننګرهار والي د ننګرهار د تېرو واليانو په پرتله ښه روان دى، هم په رغنيزو پروژو کې او هم په سټراټيژيکو اپروچونو کې... يو هوسا او رغونې ته اماده ننګرهار حتماً د ټکېدو لپاره مناسب دى.
دريم؛
دا چې له بده مرغه په تېرو لسيزو کې د زورمندانو او مافياو په توطيو او حرامو سياستونو کې هڅه شوې افغانستان پر قومي وېش تالا شي، له دې تالان نه ملت او قومونه نه بلکه همدا زورمندان او مافيا ګټه ټولوي. دغه قومي شبکې تل هڅه کوي ځانونه مظلوم او محروم معرفي کړي او د نورو پر برخو ځانونه وپړسوي.
ننګرهار ته خپل محروميتونه بس دى!
بالاخره سياسي مخالفين بايد د خپل مخالفت لپاره نور حقيقي مجالونه پيدا کړي، او قومي بنيادګرايان بايد د دروغو تومتونو کې ځانونه حق په جانب نه کړي، دغسې د دروغو تپنې يوازې قومي عصبيت ته وده ورکوي.
ننګرهار لپاره همدا تېر محروميتونه بس دى، نه يې ښار پراخه او عصري شو، نه يې اقتصادي ښېرازتيا په برخه شوه، نه يې ښارګوټي جوړ شول، نه يې اقتصادي ښارګوټى فعال شو، نه يې لمريزه برېښنا جوړه شوه، نه يې نړيوال اسلامي پوهنتون ته نړيوال فنډ پيدا شو، نه يې پر اوبو کانالونه او ډېمونه جوړ شول، نه يې د کانال زمکې او پروژې فعالې شوې، نه يې د مالټو او مېوو فارمونه بيا باغونه شول، نه يې د تورخم جلال اباد او کابل جلال اباد د کلونو وعده شوي سرکونه سرته ورسېدل، نه يې فابريکې پيدا کړې او نه په کې روزګار وغوړېد... نو مونږ به يې کوم کوم جمود او محروميت دلته حساب کړو.
نو ځکه په دغسې پرله پسې محروميتونو کې د کرونا وبا په وړاندې د ننګرهار وقايوي مديريت او تدبيرونه بايد تحسين شي، په دې برخه کې د ننګرهار ولايت والي شاه محمود مياخېل، د عامې روغتيا وزارت مقام او همدارنګه د ننګرهار عامې روغتيا رياست خصوصاً ډاکټر نصير احمد دراني هڅې ډېرې د داد واړ دي.
الله تعالى دې ټول افغانستان او بشريت له دې وبا وژغوري.
يادونه:
نوموړې ليکنه د ۲۰۲۰ اپرېل په ۲ مه ليکل شوې وه.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.