• مجموعي کتنې: 144722

ننګرهارۍ محرقه!

400 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

ننګرهارۍ محرقه!

وحيدالله مصلح

د ننګرهار ملګرو!

دا څه ته چې تاسو محرقه وايئ، دېته په PCR معايناتو کې کرونا وايي. تاسو که ځانونه پر کاذبې نومونې تېرباسئ د دې دوه غټ تاوانونه دي:

لومړى دا چې تاسو کرونا ناديده ګڼئ او طبيعي ده چې په محرقه کې تاسو مريض نه ګوښې کوئ او چې هغه په کور کې قرنطين نه شي نو هم يې کورنۍ او هم کلى پرې اخته کېږي، له دې علاوه تاسو د کرونا ناروغ درملنه د کرونا پر پروسيجر نه کوئ، د کرونا تدابير نه غوره کوئ؛ په دې ډول مو مريض په لوى لاس وخامت او کور او کلى کرونا ته وړئ.

دويم دا چې زمونږ ولسونه غريب دي، دا کوم ډاکټران چې دې غريبو وګړو ته بې ضرورته د محرقې ټسټونه توصيه کوي، دوى اصلاً غلا کوي او ذليله ګټه څټي.

نو زمونږ عام وګړي بايد د خپل جېب خيال هم وساتي، هغه روپئ چې دوى د محرقې پر لويو نسخو او معايناتو ورکوي، پر هغو دې خپلو مريضانو ته پاراسيټامول، ويټامينونه او شنه مېوه واخلي او پرته له دې چې مورال وغورځوي، د کرونا تدابير دې جدي عملي کړي، ډېرى اعراض او نښې له څلورو تر اوو ورځو ښه کېږي. که ستوني درد او ټوخى و نو د ډاکټر په مشوره دې ازېترومايسين او کلوروکوين ګولۍ هم واخلي.

نور بايد پر دې ډاډه وئ چې دا مريضي يوازې تر پنځه فيصدو کم خلک روغتون ته رسوي، باقي د روغتيايي تدابيرو په غوره کولو سره په خپلو کورونو کې ښه کېږي، مورال او روحيه به نه غورځوئ خو کرونا ته به محرقه نه وايئ!

يادونه:

نوموړی يادښت د ۲۰۲۰ مۍ په ۲۵ مه ليکل شوی و.